‘جشن پښتونخوا’ پۀ ضلع ټانک کښې – ډاکټر اکرام الله شېراني

پښتون قام خپل تاريخ او تاريخي ورځ هر وخت پۀ هر ځاے داسې لمانځي چې دنيا ورته حېرانه پاتې شي او دوي خپل تاريخ ژوندے ساتي او راتلونکو نسلونو ته ئې پۀ ګوته کوي. د پښتنو نورو اتلانو پۀ شان باچا خان بابا او د هغۀ د ازادۍ تحريک خدائي خدمتګار ملګرو داسې تاريخ جوړکړے او شکر دے پۀ دې ازادۍ او د پښتون پۀ ترقۍ او ابادۍ باندې کار کوي او پۀ هر مېدان يو روښانه تاريخ جوړوي. د باچا خان ملګرو او پۀ خپل وطن مئينو د کارنامو تاريخ داسې روښانه دے چې پۀ ټوله نړۍ کښې پښتون اولس د باچا خان پۀ قامي تحريک باندې داسې فخر او وياړ کوي چې تر قيامته پورې به د باچا خان او د هغۀ د ملګرو د ازادۍ جدوجهد جاري وي. د باچاخان بابا او د هغۀ ملګرو نه پس د خدائي خدمتګارو زامنو او وروڼو داسې قامي تاريخونه او کارنامې کړې دي چې تر نن ورځ پورې مونږ پۀ هر وطن او مېدان کښې پرې فخر او وياړ کوو او دا سلسله تر ګران مشر اسفنديارولي خان پورې راغله. اسفنديارولي خان او د خدائي خدمتګار ملګرو زامنو او وروڼو د باچاخان بابا او د خان عبدالولي خان بابا قافله داسې منزل پۀ طرف روانه کړه چې د پښتون پۀ خاوره ئې يو داسې تاريخ جوړکړو چې د باچاخان بابا او د هغۀ خدائي خدمتګارو روحونه به همېشه خوشحاله وي.

د باچاخان بابا د تحريک سلسلې کاروان چې کله پۀ 2008 کښې پۀ پښتونخوا صوبې کښې حکومت تر لاسه کړو نو د دې خاورې اولس سره ئې څۀ وعدې کړې وې چې انشاء الله زمونږ حکومت چې راشي مونږ به د دې خاورې د ابادۍ او خوشحالۍ د پاره پۀ خپلو ځانونو سختې تېروو خو دا خاوره او اولس به انشاء الله خوشحاله ساتو او مونږ پۀ خپلې خاورې امن جوړوو او د دې صوبې حقوق به ګټو.

‘خپله خاوره خپل اختيار’ نعره ئې وه چې صوبائي خودمختاري به ګټو او د خپلې صوبې د سلګونو کالو تاريخي نوم پښتونخوا به بحال کوو. اخر چې زمونږ د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت راغلو نو دا ټولې خبرې ئې ریښتيا کړې او د نورو خبرو سره اخر د صوبې نوم ‘پښتونخوا’ شو او پۀ نولسم اپرېل دوه زره لسم کال کښې د پاکستان دواړو ايوانونو نه د ‘پښتونخوا’ نوم پۀ اکثريت سره پاس شو او د پېرنګي ورکړے نوم ختم شو او د دې ټول اعزاز اسفنديار ولي خان او د هغۀ ملګرو او د پارټۍ کارکنانو ته ځي. اوس پښتون قام دا قومي ورځ د ‘جشن پښتونخوا’ پۀ نوم هرکال لمانځي او پۀ ټول وطن او پۀ ټوله نړۍ کښې پښتانۀ جشن او پروګرامونه کوي.

د روايت مطابق دا ځلې هم پۀ ضلع ټانک کښې د ‘جشن پښتونخوا’ پروګرام د مۍ مياشتې پۀ اوومه نېټه د مرکز د حکم سره سم ولمانځل شو. پۀ دې پروګرام کښې د پارټۍ ملګرو او عام پښتون اولس پۀ ډېر دروند تعداد کښې شرکت وکړو او د ضلع ټانک هر يونين کونسل نه د پارټۍ ملګري پۀ ډېر ګڼ تعداد کښې راغلي وو.

د پروګرام اغاز د تلاوت قران پاک نه وشو او د سټېج سیکرټري د اے اېن پي ضلعې جنرل سېکرټري غلام دستګير بټني ؤ. سټېج سیکرټري ضلعي صدر فضل کريم تتور صاحب ته بلنه ورکړه. فضل کريم تتور د ټولونه اول د ټولو تنظيمونو او د راغلو مېلمنو او مشرانو شکريه ادا کړه او بيا ئې ‘جشن پښتونخوا’ پروګرام باندې پۀ تفصيل سره خبرې وکړې. فضل کريم زياته کړه چې زمونږ مشرانو خپل وطن او خاورې د پاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي، اوس هم دا سلسله روانه ده. د خداے پۀ فضل سره به مونږ د ځان او مال قربانۍ ورکوو خو د پښتون او پښتو حقوق به ګټو. دوي زياته کړه چې زمونږ حکومت راتلو سره زمونږ ملي مشر اسفنديارولي خان اصف زرداري ته چې پۀ هغې وخت د پاکستان صدر ؤ، ووئيل چې مونږ به ستاسو سره د يو پښتون پۀ شان ملګري يو خو زمونږ د اولس او صوبې حقوق به مونږ ته پوره پوره راکوئ او مونږ خپلو حقوقو ګټلو د پاره هرې قربانۍ ورکولوته تيار يو خو د پښتون ابادي او کاميابي زمونږ مقصد دے او چې زمونږ صوبه هم د نور وطن پۀ شان اباده او خوشحاله شي. اصف زرداري ملي مشر ته ووئيل چې پښتون او پښتو خو زما خپل وروڼه او خپله ژبه ده او زما پلار هم د فخر افغان سپاهي ؤ چې مونږ پۀ دې فخر او وياړ کوو او زۀ به د پښتون د کاميابۍ او خوشحالۍ د پاره تاسو سره هر مېدان کښې ولاړ يم او ستاسو ټول حقوق به تاسو ته ملاوېږي. او هغه شان زرداري خپله وېنا پوره کړه او مونږ ته ئې صوبائي حقوق سره د صوبې نوم هم د شوي کمټمنټ مطابق راکړو.

فضل کريم تتور زياته کړه چې د تحريک انصاف وزيراعلٰي پروېز خټک هم د صوبې د حقوقو خبره کوي خو صوبه ئې ټوله د بهرنيو قرضو لاندې کړه او زمونږ غريبه صوبه پۀ بهرنو روپیو قرضداره ده چې دا به د غريب اولس د وجود نه وباسي او دا د دوي تبديلي ده او د دې صوبې خدمت دے. خو زۀ تاسو ته دا زېرے درکوم چې انشاء الله پۀ 2018 کښې به بيا پۀ پښتونخوا صوبه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت وي او مونږ بيا د خپل اولس او خاورې د ترقۍ د پاره شپه او ورځ يوه کوو او د خلقو خدمت به کوو کۀ خېر وي.

د فضل کريم تتور نه پس سیکرټري د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي امېدوار غلام قادر خان بټني ته بلنه ورکړه. حاجي غلام قادر خان بټني د ټولو نه اول د راغلو ملګرو او مشرانو شکريه ادا کړه او پۀ جشن پښتونخوا ئې پۀ تفصيل سره خبرې وکړې. دوي زياته کړه چې د عوامي نېشنل پارټۍ مشرانو او مرکزي او صوبائي قيادت ته سلام وړاندې کوم چې دوي پۀ خپل دور حکومت کښې ما ته او زما ورور خداے بخښلي حاجي ګلستان ته خپل فنډ پوره پوره ورکړو چې مونږ د جمعيت پۀ ټکټ کامياب شوي وو خو دوي مونږ سره سياست نۀ بلکې پښتونولي وکړه او زمونږ زړونه ئې خوشحاله کړل او نن مونږ د دوي پۀ مشرۍ او قیادت فخر کوو او پۀ خپله خوښه د عوامي نېشنل پارټۍ د منشور او پښتونولۍ نه متاثر شو او د باچاخان بابا پۀ کاروان کښې د دې قام او وطن خدمت د پاره شامل شو.

حاجي غلام قادر خان زياته کړه چې ملګرو! پۀ ضلع ټانک کښې کۀ د چا هم مقابله وي نو د عوامي نېشنل پارټۍ اميدوار سره به وي او مونږ کوشش کوو چې د عوامي نېشنل پارټۍ اواز هر چا ته ورسوو او کاميابي تر لاسه کړو. دوي زياته کړه چې ما او زما ورورحاجي ګلستان پۀ خپل دور اېم پي اے توب کښې ډېر کارونه کړي دي خو څوک به پۀ مونږ يوه روپۍ کرپشن ثابت نۀ کړي او انشاء الله دا ځلې مې هم د عوامي نېشنل پارټۍ ملګرو او مشرانو سره دا وعده ده چې ستاسو نوم به ښائسته کوم. پۀ اخره کښې پروګرام د امن او خوشحالۍ او کاميابۍ پۀ دعا ختم شو.

تا به دروغ دروغ ګڼله پۀ رېښتيا به دې کړم 

ما درته نۀ وې پښتونخوا چې پښتونخوابه دې کړم 

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …