د ميوند نوم د پښتنو پۀ تاريخ کښې د هغه روښانه باب حېثيت لري کوم ته چې پېرنګي د خپل تاريخ پۀ پاڼو کښې ډېر پۀ ګرانه ځاے ورکړے دے او د هغې وجه دا ده چې دغې باب کښې د پښتنو مړانه پۀ درنښت او ښۀ شان سره ستائیلې شوې ده.
دا د جولائي د مياشتې اوويشتمه ورځ وه او د اتلسمې پېړۍ اتيايم کال و چې د پښتنو جرنېل ايوب خان د خپل پوځ سره د هلمند پۀ سيند راپورې وتو او د مېوند کلي سره پۀ خوا کښې د پېرنګي د پوځ مخامخ مورچه شو او ډېر پۀ مړانه ئې پېرنګي ته ماتې ورکړه او پۀ تېښته ئې مجبور کړو او داسې پۀ بې عزتۍ ئې تېښته وکړه چې مجبوره شو او د بدل اخستو فېصله ئې وکړه او درې ورځې پس يعني پۀ 30 جولائي جنرل رابرټس د هند نوي وائسراے ته وليکل چې ‘اوس وخت دے چې د ايوب خان نه دې بدل اخستو د پاره پۀ هغۀ سخته حمله وکړې شي. پۀ دې به هغه پوځ هم ازاد کړے شي چې پۀ قندهار کښې محصور کړے شوے دے. بله دا چې د برطانوي پوځ او زور به هم ښکاره کړے شي.’ هم دغه شان وشوه او وائسراے پۀ ايوب خان د حملې کولو منظوري ورکړه.
د کله نه چې پېرنګي د پښتونخواه پۀ سيمه خپله خېټه ورواچوله نو پۀ مزه مزه ئې افغانستان ته هم اوبۀ خړې کړې. د ګندمک د معاهدې کولو سره پېرنګي پۀ افغانستان کښې د خپل واک تر لاسه کولو د پاره هر يو کوشش (کۀ روا ؤ او کۀ نا روا) ته غاړه کېښودله نو خبره به د دې ځاے نه راواخلم چې کله پېرنګي جرنېل رابرټس ته دا پته ولګېده چې امير کابل باندې د روس اثر دومره ډېر شوے دے چې هغه جامې هم د روسي ډول جوړې شوې اغوندي او بله دا چې پۀ کابل ښار کښې دننه پۀ بازارونو کښې د روس جوړ شوي سامانونه خرڅېږي او عن تر دې چې دا ورته هم معلومه شوه چې د افغانستان پۀ خزانه کښې 13000 روسي پونډونه هم پراتۀ دي نو هغۀ برطانوي حکومت خبر کړو او هاغه لاسليک ئې هم تر لاسه کړو پۀ کومو شرطونو چې امير شېر علي خان او د روس تر منځه معامله سمه شوې وه. نو بس بيا برطانوي حکومت پۀ کابل کښې د روس پۀ مقابله کښې خپل واک ضروري وګڼلو. وائسراے لارډ لټن جنرل رابرټس ته ووئيل چې پۀ کابل قبضه کول پکار دي او دا خبره هغۀ ځکه اسانه وه چې دغه وخت د کابل امير يعقوب خان ؤ چې د امير شېر علي خان زوے ؤ او د کابل دننه واک ئې ډېر کمزورے ؤ.
نو د اکتوبر 1879 نه د يعقوب خان پۀ ځاے جنرل رابرټس د کابل امير شو او د کابل ټول واک ئې پۀ خپلو لاسو کښې واخستلو او دغه شان ورته عهده هم اوچته کړې شوه. د کابل د امير پۀ حېثيت جنرل رابرټس هغه کارونه وکړل کوم چې پۀ افغان اولس ډېر بد ولګېدل، د بالا حصار قلعه ئې هم ورانه کړله ځکه چې دغه قلعه د افغانستان د پوځ طاقت يوه نخښه ګڼلې شوه او د هغې پۀ عمارتي لرګي به ئې د اور بلولو د پاره استعمالول او يا به ئې د خپلو پوځيانو د پاره بارکونه جوړولو کښې استعمالول. پۀ ټولو سرکاري ګودامونو ئې قبضه وکړه. دې نه علاوه رابرټس د زړو پيښو بدل اخستلو نيت کړې وو. او دغه شان چې کومه چاونړۍ افغانيانو پۀ 1742 کښې پۀ انګرېزانو د حملې کولو سره ورانه کړې وه هغه ئې دوباره جوړه کړه.
ډېر سپين روبي او مشران ئې د دروغژنو پۀ ګواهۍ باندې پهانسي کړل او قصور ئې دغه وښودلو چې د برطانوي مشن پۀ تباه کولو کښې د دوي لاس وو. خو د دغې مقصد پوره کولو د پاره دغې رابرټس پۀ خلقو پۀ لکهونو روپۍ ولګولې او د دروغو ګواهان ئې پېدا کړل او د هغوي پۀ ګواهۍ ئې ډېر بې ګناه خلق ووژل.
دې سره سره يوې بلې خبرې ته پام ګرځول غواړم او هغه دا چې يو افغاني مصور د 1742 د پېښې يو عکس پۀ ګوتو جوړ کړے ؤ چې پۀ هغې کښې ئې د هغه وخت جنرل اېلفنسټن، د هغۀ د سپي او د افغاني جرنېل اکبر خان تصويرونه وو خو پېرنګے جرنېل پکښې ډېر پۀ بې عزتۍ سره ښودلے شوے ؤ او اکبر خان ورکښې ډېر پۀ درناوي سره پۀ عراقي اس سور ښودلے شوے ؤ، نو دغه د افغاني مصور شاهکار پۀ جنرل رابرټس ډېر بد ولګېدو خو د دغې تصوير نه ئې يو سبق هم واخستو او دا ئې زړۀ کښې پخه اراده وکړه چې خپل ځان د دغې تصوير والا انګريزي جرنيل پۀ شان نه بلکه د افغاني جرنيل پۀ شان باوقاره ښکاره کړي. خو ولې د دۀ دغې انتقامي کارونو پۀ افغان اولس ډېر اثر وکړو.
هم پۀ دغه وخت يو ملا چې نوم ئې مشک عالم ؤ، د پېرنګي جرنېل دغې رویې مجبور کړو او ځاے پۀ ځاے ئې تقريرونه شروع کړل، جوماتونو ته به تلو او افغان اولس ته به ئې غېرت وراچولو او د تېرو افغانانو مشرانو د غېرت او مړانې قيصې به ئې ورته کولې او ورته به ئې وئيل چې راپاڅۍ او خپل ځان او خپل اولس وګټئ او پېرنګے د خپلې سيمې نه وځغلوئ لکه څنګه چې ستاسو مشرانو د اکبر خان پۀ مشرۍ کښې څلوېښت کاله مخکښې ځغلولے ؤ. مشک عالم چې څومره بوډا ؤ، هغومره ئې حوصله ډېره وه. افغانانو ته به ئې وئيل چې ملا وتړئ، تورې راواخلئ او د خپلو مشرانو د وينې بدل واخلئ ځکه چې پۀ تاسو جهاد فرض دے.
د دسمبر 1879 ټوله مياشت د ملا مشک عالم پۀ رالړزولو افغان اولس د غازي محمد جان پۀ مشرۍ کښې د پېرنګي سره د جنګ تيارے وکړو خو چې د پېرنګي پوځ مشر د خپلو جاسوسانو پۀ ذريعه خبر شو نو ځان ئې ښۀ تيار کړو او د غازي محمد جان پۀ پوځ چې کله د کابل پۀ ښار دننه کېدو نو د دې وېرې چې کۀ چرې افغاني پوځ کابل ښار ته دننه شو نو د ښار دننه خلق به ورسره هم ملاتړ کوي، پېرنګي پوځ پرې د وړاندې نه حمله وکړه او دغه نښته پینځۀ ورځې وه. افغاني پوځ زورور شو او رابرټس خپل پوځ ته پۀ شا د تلو حکم ورکړو او جلال اباد چاونړۍ ته ئې د کومک رالېږلو د پاره خبر وکړو.
پۀ فروري 1880 کښې وخت داسې ټکرې وخوړې چې يو طرف ته د پخواني امير عبدالرحمان متعلق رابرټس ته دا خبر راغلو چې هغۀ روسي ترکستان کښې خپله جلاوطني ختمه کړې ده او کابل طرف ته راغلے دے، خو دغلته يوه بله خبره هم وشوه او هغه دا چې د عبدالرحمان مور بي بي پۀ قندهار کښې د انګرېز ګورنر ډانلډ سټيورټ سره ملاقات وکړو او د يعقوب خان ورور، ايوب خان متعلق ئې ورته ووئيل چې هغۀ عبدالرحمان ته وئيلي دي چې د پېرنګي خلاف را اوچت شه او جهاد وکړه. نو سټيورټ هغې ته ووئيل چې عبدالرحمان زمونږ دوست دے او کۀ هغه غواړي نو مونږ به ورسره هر قسم مرسته وکړو.
د دغي ملاقات نه پس عبدالرحمان د برطانوي حکومت پۀ غېږه کښې خپل ځاے جوړولو د پاره خپل لاسونه خوارۀ کړل او جنرل رابرټس سره ئې د ملاقات طمع ښکاره کړه. خو دې سره سره د برطانیې واکدارانو هم دا غوښتله چې د روس خلاف پۀ افغانستان کښې د یو طاقتور امير ضرورت دے؛ نو هم دغه شان وشوه او عبدالرحمان ته د ملاقات بلنه ورکړې شوه. د خبرو اترو نه پس پۀ جون 1880 کښې دۀ ته د برطانوي حکومت د طرف نه د لوظنامې د لاندې د قندهار صوبه حواله کړې شوه او دے ئې امير وګڼلو، خو پۀ دې شرط چې پۀ خارجه پاليسۍ کښې به ګوتې نۀ وهي.
دغه وخت پۀ برطانيه کښې حکومت د ډزرائيلي نه د ګليډسټون ګوتو ته راغلو. هغۀ هم دا خبره ښکاره کړه چې انګرېزي پوځ دې د افغانستان نه راوباسلے شي خو دا ئې هم نۀ غوښتله چې د روس پوځ دې افغانستان کښې خپل ځاے جوړ کړي. نو دغه وجه وه چې قندهار ئې هم پۀ ګوتو کښې پاتې شو او عبدالرحمان ئې هم پۀ خپله غېږه کښې ځاے کړو.
عبدالرحمان د امير ګڼلو نه پس جنرل رابرټس ته خپل پوځ هندوستان ته د واپس بوتللو د پاره غږ وشو، هغۀ د تګ پۀ غرض خپل تيارے کولو چې د ايوب خان پۀ برطانوي پوځ د حملې خبر ورته ورسېدو. ايوب خان د هلمند سيند سره پۀ خوا کښې پۀ مېوند کلي کښې پۀ دوه نیم زره برطانوي پوځ سخته حمله کړې وه. دغه وخت دا خبر هم ورغلو چې هم دغې ايوب خان د قندهار برطانوي پوځ د ګيريزن محاصره هم کړې ده.
اوس به د دواړو پوځونو خبره وکړو. کله چې د قندهار د محاصرې خبر ورسېدو نو د جنرل بروز (Burrows) پۀ مشرۍ کښې يو بريګېډ پوځ د قندهار نه بهرد ايوب خان د مقابلې د پاره ووتو خو دغلته پېرنګي سره يوه بله ټوقه هم وشوه، پۀ قندهار کښې پېرنګيانو د افغانانو يو(Reserve Force) پوځ بهرتي کړے ؤ چې د ضرورت پۀ وخت به د برطانوي پوځ د اړخ نه جنګېږي. دغه پوځ ته چې کله د ايوب خان خلاف د جنګ کولو غږ وکړے شو نو دوي ټولو پوځيانو پۀ شريکه د انګرېز نه بغاوت وکړو او سره د وسلې ئې د ايوب خان سره ملګرتيا وکړه.
بل طرف ته د ايوب خان پوځ دې نوي پوځ پۀ يوځاے کېدو نور هم طاقتور شو. د ايوب خان د 7500 پوځيانو لښکر پۀ لسو رجمټونو کښې تقسيم ؤ او ورسره لس توپې هم وې چې روسي توپچيانو به چلولې. خو د مزې خبره دا وه چې ايوب خان به کوم کلي يا ښار نه تېرېدلو نو د هغه ځاے سردارانو او مشرانو سره به ئې دمه کوله او عام اولس ته به ئې تقريرونه کول چې خپلو کښې اتفاق وکړئ او د خپلې خاورې نه پېرنګے وباسئ. هم دغه شان د دۀ پۀ خبرو به خلق دۀ سره ملګري کېدل او پوځ کښې به شاملېدل. نو دۀ سره پۀ لاره 17500 غازيان يو ځاے شول او د دۀ لښکر پرې 25000 ته ورسېدو.
کله چې د پېرنګي پوځ مېوند کلي ته نزدې شو نو افغان لښکر ورته پۀ اوچته زمکه مورچه زن ښکاره شو. دواړو پۀ يو بل حملې وکړې خو د ايوب خان پوځ ډېر پۀ مړانه د پېرنګي مقابله وکړه او پۀ پېرنګي پوځ ئې د توپو ګولۍ تر نيمې ګېنټې وورولې. پېرنګي ماتې وخوړه، پۀ وروستو لاړو. د 1842 د اېلفنسټن ياد ئې تازه کړو او د مېوند دې جنګ کښې د پېرنګي يوولس سوه ښۀ تربيت يافته پوځيان هم ووژل شو. کوم پوځيان چې قندهار ته تښتېدلي وو، هغوي د ايوب خان قندهار ته د رسېدو سره محصور کړے شول او اخر د راخلاصولو د پاره ئې يو بل جنګ ته تيارے وکړو او رابرټس ته دا هم ووئيلے شول چې کمان تۀ پۀ خپل لاس کښې واخله. نو اوس دغې جرنېل رابرټس پۀ يوه هفته کښې خپله ټوله تياري وکړه خو د دغې بل جنګ د بيانولو دا موقع نۀ ده نو پۀ هغې خبره نۀ کوم.
د مېوند پۀ دې جنګ کښې کۀ يو اړخ ته افغاني پوځيانو خپل دښمن ته د نقصان رسولو پخه اراده کړې وه نو بل اړخ ته پښتنې پېغلې هم د افغاني پوځ سره اوږه پۀ اوږه د پېرنګي خلاف مېدان ته راوتلې وې او زلمو ته ئې د مړانې ټپې هم وئيلې چې پۀ دښمن بريالي شي.
هم دغو پېغلو کښي يو نوم د ملالۍ دے چا چې خپل پلار او چنغول سره اوږه پۀ اوږه پۀ دې جنګ کښې حصه اخستې وه او د زخميانو پټۍ به ئې کولې خو چې کله د تورې چلولو وخت راغلو نو مېدان ته ووتله او د پېرنګي پوځيانوسره ئې لاس پۀ لاس جګړه وکړه او شهادت ئې وموندلو. لکه چې وائي:
کۀ پۀ مېوند کښې شهيد نۀ شوې
خدائيګو لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه
دلته دوه خبرې ضروري ګڼم ـــ يوه دا چې د مېوند پۀ جنګ کښې د پېرنګي د پوځ د شرمناکه ماتي خوړو سره د پېرنګي پۀ سر کښې د غرور نشه هم ماته شوه او بله خبره دا چۀ کۀ نوي امير شوي عبدالرحمان د ايوب خان مرسته کړې وے او د اقتدار لالچ ئې نۀ وے کړے نو د پېرنګي د افغانستان نه د ویستلو بله لار به نۀ وه پاتې شوې. خو افسوس چې دواړه يو نۀ شول او هم دغه وجه وه چې د افغانستان د استقلال ورځ نمانځلو د پاره افغاني اولس درې څلويښت کلونه نور د انتظار لحظې وشميرلې .