دا افسانه د ‘پښتون’ د17-11 مارچ 1990 مخونه 23-21 او د 27-20 مارچ 1990 مخونه 25-23 نه د قندِ مکرر پۀ توګه وړاندې کړې کېږي.
کله نه چې کبير د زاهد سُور سائيکل ليدلے ؤ چې ورکوټے نوے او ښکلے ؤ، نو هم د هغې ورځ نه پۀ ضد ؤ چې زۀ به هم سُور سائيکل اخلم. چې د سکول نه کورته راغے نو راتلوسره
‘مورې! زۀ به هم سُور سائيکل اخلم. پلار ته مې ووايه چې ما له هم هغه رنګ سائيکل واخلي’.
مور ئې مشین ته ناسته وه، د زوي خبرې ئې اورېدې ولې ټوله توجه ئې پۀ هغه زوړ قميص باندې وه چې د کبير د پاره ئې ترې نه قميص جوړولو. ولې کبير ؤ چې بالکل نۀ چپ کېدو.’ مورې! واخلئ راله کنه! چې پلار مې راشي نو ورته ووايه چې هغه رنګ سُورسائيکل راته واخلي! څنګه پۀ عجيبه انداز کښې پۀ سړک ګرځي؛ سکول ته پرې تګ راتګ اسان وي. هسې هم زمونږ سکول ډېر لرې دے. زاهد زما کلاس فېلو دے، بيا هم ما سائيکل ته نزدې نۀ پرېږدي. لږې شان ګوتې مې ورته يوړې نو غصه شو، مۀ کوه! سائيکل دې راته خراب کړو؛ ډېرقيمتي دے.’
‘هو بچې!’
مور زوي ته د پوهولو پۀ ډول ووې،
‘دا ډېر قيمتي دے، دومره قيمتي سائيکل د ماشومانو سره بېخي نۀ دے پکار.’
‘ولې؟ ولې نۀ دے پکار؟’.
‘دې د پاره چې پۀ يو سائيکل اتۀ سوه روپۍ نقصان کېږي.’
کبيرهم د پینځم جماعت ماشوم ؤ. مور ته ئې ووې،
‘زاهد ولې اخستے دے؟’
‘هو بچې! هغوي اخستے شي، د هغوي سره پېسې ډېرې دي.’
‘ولې تاسو سره پېسې نشته؟’
‘شته بچې! ولې دومره نه چې ستا د پاره دې پرې سائيکل واخلو؟’
‘مورجانې! دا يو سائيکل راته واخلئ، بيا به زۀ تاسونه هېڅ نۀ غواړم.’
چې پۀ کومه وړه خولۀ باندې کبير مور ته منتونه او زارۍ کولې، دې سره د هغې )ياسمين( زړۀ نرم شو ولې چې د يوولسو کالو ماشوم کبير د معاشي حالاتو نه څۀ خبر ؤ. د هغۀ سره ژورې خبرې کول هم فضول وې ولې چې پۀ ورکوټي ذهن کښې ورته اوس نه احساس کمتري راويښول څۀ هوښيارتيا نۀ وه، او بيا ياسمين ته هسې هم معلومه وه چې د کبير د ماشوم والي نه سائيکل ډېر خوښ ؤ. پۀ لوبو کښې به چې هغۀ چرته د پلاسټک سائيکل ولېدو نو قيمتي قيمتي د لوبو څیزونو تهبه ئې بيا ګوتې نۀ ور وړلې او بيا چې لږ لوے شو نو د درېو پايو سائيکل باندې به ګرځېدو او د خوشحالۍ نه پۀ جاموکښې نۀ ځائېدو.
ولې نن چې هغۀ د کوم سائيکل خواهش کولو، هغه د زاهد سره ؤ. د هغه څۀ خراب نۀ وو، نوے ورکوټے سُور سائيکل پوره سینګار کړے ـــ شا ته کېرئير، مخکښې د سټيل پچۍ، ټلۍ سره قيمتي د سيلونو هارن، د شپې د پاره بلب ، اټومېټک برېک او ګېرونه هم پکښې وو. د سائيکل ثاني نۀ وه. ولې دومره ګران ؤ. ياسمين پوهه وه چې د دومره قيمتي څیز بوج مونږ پۀ خپل امدن نۀ شو اچولے. خرچونه دومره وو چې د خضر پۀ ګټه کښې د قيمتي څیز خيال کول هم ډېر ګران وو. پۀ ډېره ګرانه باندې به پۀ تنخا ګزاره کېده. د کور کرايه، د بجلۍ د اوبو او ګيس خرچه، راشن او د مېلمستيا ـــ تنخا به پۀ دومره حصو کښې تقسيم شوه چې د مياشتې پۀ اخري ورځو کښې به دهېڅ درک نۀ لګېدو. کله به ئې د يوخوا نه او کله د بل خوا نه قرض پور واخستو او ګزران به ئې کولو. د سپينو جامو عزت ساتل ورځ پۀ ورځ ګران پرېوتل. کۀ يواځې خضر، ياسمين او کبير وے نوبيا به پرې هم لږه ډ ېره ګزاره شوې وه، ولې د خضر مور هم دوي سره اوسېده. مور له د وادۀ کړو لوريانو تګ راتګ هم ؤ. لوريانو به چې پۀ غم ښادۍ کښې څۀ خرچه کوله هغه به ورته مور پوره کوله. مور به دکوم ځاے نه راوړلې؟ بس دا يو زوے ئې ؤ. جائز او ناجائز ټولې خرچې به ئې د زوي نه اخستې. څلور لوريانې وې، هره مياشت به درې څلور سوه پۀ دوي خرچ کېدې. چرته د چا زوے شوے، د چا زوے پاس شوے، د چا پۀ سخرګنۍ کښې وادۀ راغلے، د چا د خاوند ترقي شوې؛ د زوي پۀ تنخا کښې به ګنجائش ؤ او کۀ نۀ، مور به د لوريانو سر اوچت ساتلو د پاره کله پۀ جګړه کله پۀ مينه او کله پۀ ژړا خپله خبره پوره کوله. خضر د طبعيت نه نرم ؤ، جنګ جګړو نۀ وېرېدو، د دې د پاره د مور خبره به ئې د کش کړپ نه بغېر منله. ياسمين ته به چې غصه ورغله او د وېنا د پاره به ئې چې خولۀ سپړدله نو خضر به ئې د پوهولو کوشش کولو،
‘مور څۀ وکړي؟ د لوريانو معامله ده، ورکول غواړي. پلار مې شته نۀ چې بوج پرې واچوي، ټوله ذمه واري زمونږ ده’.
د ډېره تاوه به هغې ووئيل چې تر کومه به دا بوج برداشت کوې؟ د خولې نمړۍ به د دوي پۀ خولۀ کښې اچوې؟ ښۀ خوشحاله دي پۀ خپل خپل کورونو کښې؛ مور هسې هغوي پۀ سر خېژولې دي، د هغوي د پاره مونږ ئې پۀ کشاله کښې اچولي يو.’
خضر به کله د ياسمين خبرې واورېدې او چپ به شو، کله به ئې ورته خبرې واورولې او کله به ئې د ملامتيا نۀ پوهولو کوشش کولو. هغۀ ته پۀ خپله هم احساس ؤ چې دا ډېر زياتے دے ولې مجبور ؤ. تر کومې چې تېرېدے شو، د تېرولو کوشش ئې کولو. د جنګ جګړو نه لرې تښتېدو. ياسمين او مور به ئې اکثر يو بل سره ايرۍ وهلې. دلته د خواښې او نږور هم د وينې تړون ؤ. ولې ياسمين د خضر نه وېرېده او مور هم. دې د پاره به جنګ جګړه اکثر د خضر پۀ غېر موجودګۍ کښې کېده. دواړو به د يو بل ښکته ښکاره کولو د پاره شعوري او لا شعوري هر يو حرکت کولو.
کبير مور ته نزدې شو،
‘واخلئ راته سائيکل!’
‘څنګه سائيکل؟’ نيا کوټې ته پۀ راننوتلو تپوس وکړو، کبير د نانا پښو سره جوخت شو،
‘سُور سائيکل نانا! سُور سائيکل’.
ياسمين خواښې ته وکتل او بيا ئې پۀ مشين سرټيټ کړو.
‘ياسمين! ولې څۀ غواړي؟’ نانا تپوس وکړو.
‘سائيکل’، پۀ مشين چلولو چلولو کښې ئې خبره وکړه.
‘نانا! سُورسائيکل.’ د نانا پۀ کټ کښې د ناستې سره هغه پۀ غېږ کښې ناست ؤ. وئيل ئې دومره ښائسته ښکاري چې پۀ سړک باندې روان وي ـــ د زاهد سره دے، ما پرې لاس لګولو ته هم نۀ پرېږدي؛ زۀ چې واخلم نو څوک به هم ورته لاس لګولو ته نۀ پرېږدم.
ياسمين د طنز پۀ خندا کښې ووئيل، ‘تۀ به ضرور اخلې.’
‘رښتيا مورې!’ کبير د نانا د غېږ نه راټوپ کړو او د مور پۀ غاړه کښې ئې دواړه لاسونه واچول؛ د مور پۀ طنز هغه څۀ پوهېدو. ‘وابه خلي وابه خلي درله.’
‘پښې درپورې نشته؟ تۀ به سبق وائې کۀ د نورو سره سيالي به کوې؟’ نانا ووئيل.
‘سبق وایم نانا جانې!’ هغۀ ووئيل.
‘نو بيا د سائيکل څۀ خبره ده؟’ نانا ځواب ورکړو.
‘زاهد خو هم سبق وائي، بيا د هغۀ سره سائيکل؟’
کبير مور سپک کړو، ‘تا ته مې وئيلي نۀ دي چې ضد مۀ کوه. د زاهد پلار سره ډېرې پېسې دي او ستا پلار سره نشته.’
نانا ووئيل، ‘هره يوه خبره پۀ ضد مۀ اخله! د اتۀ سوو خبره ده.’
د اتۀ سوو سره د نانا سترګې وازې پاتې شوې او کبير ته ئې ووئيل، ‘د نواب زوے یې؟ د اتۀ سوو سائيکل اخلې؟ پۀ اتۀ سوه زمونږ سل حاجتونه پوره کېږي. د ترور زوے دې پاس شوے دے، هغۀ ته مې يوه پېسه هم نۀ ده ورکړې!!! ستا سائيکل ډېر ضروري دے؟’
‘هو! ضروري دے!’ ياسمين غصه شوه چې نانا د دوو سوه خبره وکړه. ولې د ترور زوي ته پېسو ورکولو سره سره نور خاطرمدار هم به کېدو او ياسمين پوهه وه چې کۀ د خواښې د خولې نه مې خبره ووته نو د خضر د جېب نه به پېسې ضرور وباسي. هغې ضد وکړو چې دا ځل به د زوي او دخپل خواهش قتل نۀ کوي او د خواښې خبره به پوره کېدو ته نۀ پرېږدي.
ماښام چې خضر د دفتر نه کور ته راغلو نو پۀ خندا خندا ورته ئې ووئيل چې د خپل زوي خبره دې واوره، ‘څۀ؟’ خضر بوټان وښکل او خبره ئې وکړه.
‘د زاهد سره ئې سائيکل ليدلے دے، د هغې وخت نه ضد کوي چې زۀ به هم اخلم او ضرور به اخلم اوهم هغه رنګ.’
کبير کمرې ته رادننه شو، ‘داجي! ما ته به سائيکل اخلې، مور راته وې چې اخلې به راله.’
‘نو بيا مور ته ووايه چې د مياشت څۀ بچت شوے وي نو وادې خلي درته.’
‘بچت به مونږ سره ټول عمر کښې ونۀ شي’، ياسمين پۀ خفګان سره ووئيل.
‘نو بيا؟’ خضر پۀ خندا ووئيل.
‘نو بيا څۀ؟’ هغې چغه کړه ‘هرڅۀ چې کېږي کبير ته به سائيکل اخلو، هغه ماشوم دے؛ څومره خواهش ئې دے، زاهد د هغۀ همځولے دے، ماشوم مونږ ولې احساس کمترۍ ته حواله کړو؟ چې نور خرڅونه کېږي، دا به هم وشي.’
‘ما ته څۀ وائې؟ سائيکل نۀ هوائي جهاز ورته واخله، زۀ خو ټوله تنخا ستا پۀ لاس کېږدم، زما خو د سګريټو خرچه ده، باقي تۀ پوهېږې او ستا کار.’
‘کله به اخلې مورې؟’ کبير ووئيل.
‘پۀ څو به کېږي؟” جرابې پۀ بوټانوکښې اچولې خضر تپوس وکړو.
‘پۀ اتۀ سوه به کېږي.’ ياسمين ځواب ورکړو.
‘اتۀ سوه؟’
‘هو جي! اتۀ سوه.’
‘ډېره شاهي خرچه شوې يې!’
‘هر څۀ کښې شاهي خرچي کېږي نو د خپل زوي د پاره دې هم کېږي.’ ياسمين ځواب ورکړو، خضر چپ شو او کبير د خوشحالۍ نه ټوپونه ووهل،
‘مورې! نن به اخلو! بازار ته به ځو داجي!’
‘نن نۀ بچې! نن خو پینځویشتم تاريخ دے، اوس پېسې نشته، بيا به درته واخلو’ مور ورته ووئيل.
‘نوبيا کله؟’
‘پۀ وړومبي تاريخ به دې پلار ته تنخا ملاوېږي، د مخکښې نه به د سائيکل پېسې ترې نه کېږدم.’
کبير پۀ ګوتو ورځې وشمارلې، بيا ئې پۀ شوق ووئيل، ‘ټيک ده مورې! خو پۀ وړومبي تاريخ به اخلې’. ياسمين او کبير پۀ خندا شو. د بچي شوق او خواهش ته چې خضر وکتل نو نيت ئې وکړو چې سائيکل به ورته ضرور اخلم.
وړومبے تاريخ د مخکښې پۀ شان راغلو. کبير د سحر نه خوشحاله خوشحاله ګرځېدو چې نن به مې ارمان پوره شي خو دا ځل پۀ تنخا کښې کټائي شوې وه ولې چې خضر د وړې خور د بال بچ د کېدو پۀ موقع د هسپتال خرچه قرض اخستې وه. دوه مياشتې قسط ئې کټ کړے نۀ ؤ. دې مياشت کښې پۀ يوځاے ئې کټ کړو. ياسمين غصه شوه او مايوسه هم شوه، ولې څۀ ئې کولے شول؟ خضر خو پېسې ټولې راوړې وې او پۀ لاس ئې ورته ايښې وې . ياسمين غټ غټ حساب ولګولو ـــ کرايه، بجلي، ګيس، اوبۀ او د کرياڼې د دوکان حساب، د کبير د ټانګې د پاره د مياشتې کرايه، وروستو مياشت د بهابي نه يې دوه سوه قرض اخستې وې؟ ټولې چې ورکړي، دومره نه بچ کېدې چې دوه هفتې پۀ ارام پرې تېرې کړي.
ياسمين پۀ مينه او دلاسه پوهه کړو،
‘داځل معافي وکړه، بل ځل وعده چې درته به سائيکل واخلو. تۀ ډېر ښۀ بچے ئې. ګوره د داجي تنخا دې کټ شوه، چې اوس تا ته سائيکل واخلو بيا به څۀ خورو؟ وعده شوه راتلونکي وړومبي تاريخ باندې به درته ضرور اخلو.’
کبير به څۀ کول؟ د مور پۀ لاس باندې ئې لاس کېښودو،
‘کلکه وعده مورې؟’
‘هو بچيه! کلکه وعده.’ مور د هغۀ تندے ښکول کړو.
کبير دراتلونکې مياشتې د وړومبي تاريخ بيا انتظار شروع کړو. پۀ کېلنډر باندې ئې هرې تېرې شوې ورځ باندې نشان لګولو او باقي به ئې شمارلې. يوه ورځ تېرېده او کبير ته داسې ښکارېده لکه چې پۀ زړۀ پروت کاڼے اوچتېږي. څنګه څنګه چې مياشت د ختمېدو پۀ اړخ روانه وه، دغه رنګ د کبير پۀ سينه کښې خوشحالۍ خورېدې؛ نوے ژوند پکښې پېدا کېدو، نوے جوش نوې جذبه پکښې راتله.
‘نن خلور ورځې پاتې شوې مورې!’
‘نن درې ورځې!’
‘واه واه دوه ورځې!’
‘بس نن اخري تاريخ دے، سحر له وړومبے تاريخ دے کنه؟’
کبير ټوله ورځ د مور سره لګيا ؤ. ماشوم ؤ، هغۀ ته د ښکته او بره څۀ پته. هغۀ سره خو مور کلکه وعده کړې وه، هغه هم پۀ هغه خيال کښې ډوب ؤ، ولې دا خو ياسمين ته پته وه چې د مياشتې تېرولو د پاره چا چا ته دوي لاس نيولے ؤ او قرض ئې اخستے ؤ. قرضه د وړومبۍ مياشت نه هم زياته شوې وه، کۀ يواځې ؤ نو اوچه سپوره باندې به ګزاره ئې شوې وه، دا ځل ميلمانۀ راغلي وو؛ پوره لس ورځې ئې کشره لور سره د بال بچ راغوښتې وه، پۀ ناسته پاسته کښې به خواښې وئيل،
‘دا څۀ راتلل وي، د خاوند سره پۀ سکوټر راشې او ګېنټه دوه پس لاړه شې؟’
‘زۀ څۀ وکړم، بهابي ئې راغواړي، کور خو د هغې دے زما خو نۀ دے. زۀ څنګه دې راوغواړم؟’
حالانکې هم هغې پۀ خپله راغوښتې وه، ولې زوروره ښځه وه، چا ورته هېڅ نۀ وئيل. ترور زوي ته ئې تيار شرټ راغوښتے ؤ.
او دغه رنګ د مور او د کبير وعده بيا د حالاتو ښکار شوله. ماشوم مايوسه او خفه شو. ياسمين پۀ مينه د پوهولو کوشش کولو ،ولې هغۀ پۀ ضد اوکينه باندې ګوتې پورې کړې. مور ته ئې پۀ وړې ژبې ډېرې خبرې وکړې. مور ترې نه پړک وښکلو. هغه پۀ ژړا شو او د ژړا اواز ئې خضر واورېدو. زړۀ ئې ډېر نرم شو. زوے ئې ځان ته رانزدې کړو او پۀ ډېرو کوششونو ئې رضا کړو او بيا ئې وړومبي تاريخ باندې د سائيکل اخستو وعده وکړه. کبير د پلار نه وعده واخسته ولې زړۀ ئې مات شوے ؤ. خفه خفه به ؤ. ياسمين سره به ئې خبرې هم نۀ کولې. خبره به ئې نۀ منله او د سکول کار به ئې هم پۀ زړۀ ماتي کولو.
د زوي حال مور او پلار دواړو کتو.
‘ياسمين! تا به ورته وړومبۍ ورځ د سائيکل اخستو نه انکار کړے ؤ. زمونږ د دومره قيمتي څېز اخستو طاقت کوم دے؟’
ياسمين چې به د زوي حالت کتو نو پۀ زړۀ دننه به ئې ژړل او خضر ته به ئې وئيل،
‘نور ډېر خرڅونه مونږ کوو، څۀ قيامت به راغلے ؤ کۀ د زوي دا خواهش مونږ پوره کړے وے؟ هغه کوم روزانه روزانه فرمائشونه کوي؟ ښۀ خبر ئې چې د هغۀ د ورکوټوالي نه سائيکل خوښ ؤ، څومره زوړ ارمان ئې ؤ او دوه ځله مونږ پرې اوبۀ توې کړې.’
‘سوچ کوم چې دا ځل به ورته ضرور اخلم’، خضر د سګريټ لوے کش راکښلو او وې وئيل.
‘داځل ورسره تا وعده کړې ده، ما نه ئې اعتبار ختم شوے دے؛ هسې نۀ چې تا نه ئې هم اعتبار پاڅي.’
کبير بيا د عادت نه مجبور ؤ. سره د خفګانه ئې يوه يوه روځ شمارله. انتظار او شوق د هغۀ د يو يو حرکت نه معلومېدو. ياسمين به ورسره مينه کوله او دلاسه به ئې ورکوله چې دا ځل پلار درسره وعده کړې ده، سائيکل به درته ضرور اخلي.’
‘رښتيا وایې مورې؟’ کبير د ارمان ډک نظر باندې مور ته وکتل.
‘ضرور به درله اخلو.’
دا ځل هغوي پخه اراده کړې وه چې هرڅۀ کېږي سائيکل به اخلو. هغوي نۀ غوښتل چې ماشوم د ورکوټوالي نه د کمترۍ پۀ احساس اخته شي.
وړومبے تاريخ راغلو.
‘مورې! نن به سائيکل اخلو؟’
‘هو بچې! تۀ خپله بسته کېده، کپړې بدلې کړه، ډوډۍ وخوره او تيار شه! پلار دې دفتر نه راځي، تا به د ځان سره بوځي او سائيکل به درته اخلي.’
کبير د خوشحالۍ نه لاسونه وپړکول او مور ئې تندے ښکول کړو. کبير د خوشحالۍ نه پۀ جامو کښې نۀ ځائېدو. ډوډۍ ئې زر زر وخوړه او زړۀ کښې خوشحالېدو چې هغه سُور سائيکل څومره خوند به کوي چې سکول ته به پرې زۀ روان يم!!! دې خيالونو سره پۀ ټوپونو شو.
ياسمين ورته کپړې واچولې، جرابې او بوټان ئې ورته پښو باندې کړل او ږمنځ ئې ورته وکړله. د کبير پښې پۀ زمکه نۀ لګېدې، هغه خو د پلار سره بازار ته د تلو پۀ انتظار ؤ.
‘خېر دے بچې! چرته روان ئې؟’ نانا ترې نه تپوس وکړو. کبير منډه کړه او د نانا د پښو نه تاو شو،
‘نانا! نن به ما ته داجي د زاهد غوندې سائيکل اخلي. داجي راته وئيلي وو چې د دفتر نه راتلوسره به بازار ته ځو. واه واه نانا! هغه ښکلے سُور سائيکل څومره خوند به کوي!!! زۀ به ورته څوک نۀ پرېږدمه.’ هغه ډېر پۀ خوشحالۍ خوشحالۍ نانا ته لګيا ؤ.
‘دومره ګران سائيکل به تۀ اخلې؟’ نانا ورته ووئيل.
‘پلار به راته اخلي!!!’ کبير ځواب ورکړو.
د پلار راتلوسره کبير ورمنډه کړه، ‘داجي! زماسائيکل!!!’
‘بچې! صبر وکړه! بازار ته ځو سائيکل درته اخلم.’
خضر د جېب نه پېسې راوښکلې او کبير ته ئې وښودلې چې نن درته ضرور هغه سُور سائیکل اخلم. بچے خوشحاله شو.
خضر چاې وڅښکلې او کبير ته ئې ووئيل، ‘ځه چې ځو بچې! څۀ به ياد لرې چې کوم نواب سره مې واسطه پرېوتې وه.’
پۀ غولي کښې ئې مور ولاړه وه، چې پلار او زوے ئې ولېد نو سوال ئې وکړو، ‘چرته ځئ؟’
‘مورې! بازار ته ځو، کبير ته سائيکل اخلم.’
مور ورته ووئيل، ‘ښه! د خورائي کپړې هم راوړه ولې چې ما دې خور سره وعده کړې وه.
‘مورې! د کپړو د پاره پېسې؟’
‘ولې تنخا نۀ ده ملاو شوې؟’
‘ملاو شوې ده، ولې د کپړو د پاره پېسې؟’
د مور پاره يو دم اوچته شوه، ‘د سائيکل د پاره پېسې شته او د کپړو د پاره نشته.’
‘مورې! د درېو مياشتو نه ورته هيلې بهانې کوم؛ نن مې ورته پۀ مشکل باندې پېسې پوره کړې دي.’
‘هو! خپل زوے دې دے کنه!!! د اتۀ سوو سائيکل ورته اخستے شې او د سلو روپیو کپړې نۀ شې اخستې؟’ پۀ ژړا شوه ‘کۀ نن دې پلار ژوندے وے نو د لور د زامنو کپړې به ئې اخستې وې. پۀ خپله مړ شو، زۀ ئې محتاجه پرېښودم. کۀ زۀ مړه شوې وے نو څومره به ښه وه.’
خضر مور ته تسلي ورکړه، ‘مورې! قدرت دې تا ژوندۍ ساتي!’
پۀ دې کښې ياسمين د کمرې نه راووته، خواښې چې کومه ډرامه جوړه کړې وه، پۀ هغې باندې ياسمين له ډېره غصه ورغلې وه.
خواښې او نږور د يو بل سره مخامخ شوې، دواړه يو بل ته شروع شوې. چپ کېدونکې نۀ وې. خضر کله يوې ته وائي چپ شه او کله بل ته وائي؛ ولې دواړو کور پۀ سر واخستو. خضر تندي ته لاس راوچولو او چغه ئې کړه، ‘د خداے د پاره چپ شئ!’
ولې هغوي چپ نۀ شوې. خضر نۀ پوهېدو چې څۀ وکړم. د کبير د پاره دا جګړه نوې نۀ وه. هغۀ د پلار لاس پۀ دواړو لاسونوکښې ونيوۀ او بهر ته ئې راکښلو، ‘ځه چې ځو داجي! چې سائيکل واخلو.’
‘د سائيکل بچيه!’ هغۀ د زوي نه پۀ جټکه لاس راکښلو او چغه ئې کړه، ‘ورک شه د مخې نه مې.’
د کبير ورکوټے زړۀ پۀ ټوپونو شو، رنګ ئې زيړ شو، سترګې ئې راووتې، پلار ته ئې پۀ حېرانتيا سره کتل شروع کړل. لږ وخت مخکښې سائيکل اخستو ته روان ؤ او اوس څۀ وائي؟
کبير پۀ ژړا ژړا کښې، ‘خېر دے نانا! داجي او مورې! زۀ چې لوے شم او پېسې وګټم ځان ته به سائيکل واخلم.’
مور ئې زړۀ ټينګ نۀ کړے شو، پۀ چغو چغو پۀ ژړا شوه. کبير ئې پۀ غېږه کښې واخستو او پۀ سلګیو سلګیو کښې ورته ووائي،
‘بچې! پۀ دې ظالمه دنيا کښې د غريب زوے همېشه غريب وي. چې د سر پټېدو ځاے دوه وخته ډوډۍ وګټې دا ډېره ده، سائيکل دې سر وخوري.’
ولې کبير ماشوم ته څۀ پته وه چې غريب پۀ خپله د دې بې انصافې معاشرې يو سائيکل دے چې کله غواړي پېډل ورکړي او د رزق پۀ تلاش تر هغې پورې تاوېږي چې تر څو پورې ئې خولې پۀ وينو کښې نۀ وي بدلې شوې او هله د دې سائيکل برېک ولګي چې دا سائيکل پۀ وينو باندې سُور شي.