د بلور کورنۍ قربانیانې – عبدالرؤف ایسپزے

د دې مضمون چاپ کېدو پورې به ملک کښې ټولټاکنې شوې وي او د مخلوط حکومتونو جوړولو د پاره به د پرون دښمن او د نظريې مخالفين پۀ يو صف کښې د اولس د خدمت پۀ نوم د اقتدار کرسیو ته د رسېدلو کوششونه کوي. خېبر پختونخوا کښې هم د الېکشنز تيارياني پۀ زور او شور روانې دي. د نورو ګوندونو پۀ شان عوامي نېشنل پارټي هم خپل کېمپېن پۀ تېزۍ روان کړے ؤ خو د بده مرغه پۀ لسمه جولائي ډېره دردناکه پېښه وشوه د کومې پۀ وجه چې د پښتون زخمي زخمي تاريخ نور هم پۀ سره وينه رنګ او بدرنګ شو. د خداے بخښلي بشير بلور د زوي هارون بلور پۀ جلسه باندې ځانمرګے بريد وشو. دا حمله د پېښور پۀ يکه توت علاقه کښې شوې وه چې پکښې يويشت کسان شهيدان او ډير ټپيان شوي دي.

نن پۀ لفظ ‘شهيد’ ليکلو مجبور يم؛ زما خپل خيال دے چې د لفظ د قاتلانو مخنيوے کوئ! باید چې مذهبي رنګونو کښې د انسانيت قاتل کله هم پټېدو ته پرې نۀ ږدو. د دې لفظ سره زمونږ پولس، پوځي خفيه ادارې د خپل کار نه غافله نۀ شي او د دومره هائي پروفائل قتل ذمه داران دې اولس ته سره د ثبوتونو پۀ ګوته کړے شي. هارون بلور د خپل پلار پۀ شان د ټولټاکنو مهم دوران کښې ټارګټ شو. دا وړه خبره او وړه واقعه نۀ ده.

دسمبر دوه زره دولس جنرل الېکشنز کېمپېن د پاره بشير احمد بلور پۀ قصه خوانۍ علاقه د پارټۍ ورکرانو ته تقرير کولو او کله چې تقرير ختم شو نو د پښتون وطن دې ډېر مېړني مشر باندې خودکش حمله وشوه چې پکښې د بشير بلور سره د پارټۍ نور ملګري هم پۀ حق ورسېدل. د ټولټاکنو ورځې وې، طالبانو د عوامي نېشنل پارټۍ اميدواران کېمپېن ته کله هم پرېښودل نۀ او پاکستان تحريک انصاف ته یې لاره سموله چې د عمران خان ګوند کامياب شي. پۀ رياست پاکستان کښې د ازادۍ يو کال پس د بابړې پېښه شوې وه چې ورکې پۀ سوونو پُرامن پښتانۀ قتل کړے شوي وو؛ دا خبره مې پۀ دې وجه وليکله چې نوي نسل ته د دې خبرې بيا بيا تذکره وکړې شي چې هېڅ کله ورنه هېر نۀ شي.

عوامي نېشنل پارټۍ ته پۀ دوه زره اتۀ کښې د پاکستاني تاريخ سخت ترين ورځو کښې حکومت ملاو شو. پۀ دغه وخت کښې طالبانو د هغه وخت فاټا او سوات سره سره پۀ نورو علاقوکښې پښې مضبوطې کړې وې. د 2002 نه 2008 پورې د متحده مجلس عمل حکومت د طالبانو او ترهګرۍ پۀ ضد ځان بیخي داسې غلے کړے ؤ لکه څنګه چې د 2013 نه دې 2018 پورې د تحریک انصاف حکومت او د هغې اتحادیانو د یوې نالیکلې سمجهوتې پۀ پابندۍ کولو طالبانو له بالواسطه د بیا منظم کېدو او مضبوط کېدو موقع ورکړه. پۀ دې ټائم کښې د ترقي پسند جماعت زرو نه زیات کسان شهيدان کړے شول. د دوي ګناه صرف دا وه چې دوي پۀ خپله زمکه يو پُر امن او د ميني ډک ژوند تېرول غوښتل کوم چې د اولس ائيني او قانوني حق وي.

د بلور خاندان او عوامي نېشنل پارټۍ تعلق زوړ او نظرياتي دے. حاجي غلام احمد بلور د دې تعلق تخم کرلے ؤ کوم چې نن د يوې لویې او ګُورې اونې صورت کښې خور شوے دے. غلام بلور اول ولي خان او اوس د اسفنديار خان سره د سور بېرغ لاندې د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې تر سیوري خپل سياست پۀ پېښور کښې د وروستیو څو لسيزو نه کوي. ډېر کلک پۀ خپله نظريه ولاړ انسان د ځوان زوي مرګ هم کمزورے نۀ کړے شو. پۀ کمزوي بدن يې د ډېر پتمن او تکړه ورور بشير بلور جنازه اوچته کړې ده او څو ورځې مخکښې يې د خپل خوږ ورارۀ هارون بلور د شهادت اعلان پۀ لېډي رېډنګ روغتون کښې پۀ خپله وکړو. پۀ یو اېړ دې درېو لویو غمونو سره هم مشر بلور مات نۀ ښکاري، البته د هغۀ پۀ مخ د ړنګېدو یو څرک به ډېرو درد اشناو لیدلے وي.

د وطن بچي د قوم د راتلونکي نسل د پاره قربانيانې ورکوي خو داسې هم نۀ وي چې يو خاندان يا يو قوم دې مسلسل لاشونه اوچتوي او باقي دې ورته صرف لاس نيوو له راځي. د هارون بلور پۀ جنازه کښې پۀ زرګونو پۀ قام مئينو ګډون وکړو او د اے اين پي ورکرانو چې کومې نعرې او چغې ووهلې، زما يقين دے چې دغه به د ملک د واکدارانو غوږونو ته هم رسېدلي وي.

هارون بلور پۀ دې خاوره مئين د دې خاورې بچے ؤ. د حکومت ذمه داري ده چې هر وګړي ته دې پوره پوره سيکیورټي ورکړي او کۀ داسې نۀ شي کولے نو بيا دې هم صفا اعلان وکړي. عسکري ترجمان پۀ هر پريس کانفرنس کښې تقريباً اعلان کوي چې د ترهګرو ملا ماته شوه؛ سوال دا پېدا کېږي چې بيا هارون بلور او نور شل پښتانۀ چا ووژل؟

د بلور خاندان د قربانۍ د قام پرست ګوند د پاره نۀ بلکې د پوره قام د پاره دي. هارون بلور لندن نه بار اېټ لاء کړې وه او لږ وخت له يې وکالت هم کړے ؤ خو بيا يې د پلار سره پۀ سياسي هلوځلو کښې حصه اخستل شروع کړل. د جنرل مشرف لوکل باډي الېکشنز کښې د ټاون ون ناظم شوے هم ؤ. د هغې نه پس ئې هم الېکشنز کښې حصې اخستي وي خو کاميابه شوے نۀ ؤ. پېښوريان وائي کۀ بلور خاندان پۀ اقتدار کښې وي او کۀ نۀ وي خو دوي کله هم د اولس خدمت نه مخ نۀ دے اړولے او مشر بلور خو هر غم ښادۍ د پاره د ښار پۀ ګوټ ګوټ کښې ګرځي. د اے اېن پي او بلور خاندان د رومانټک او ټرېجک سفر پاکستاني او پښتون نسل د پاره تاريخي دے. بله ورځ کله چې د هارون بلور لاش بلور هاوس ته پۀ اېمبولنس کښې راغلو نو ورکرانو ژړاګانې کولې خو چا سم وئيلي دي چې د باز د ځالې نه باز پاڅي؛ د هارون شپاړس کلن زوي دانيال بلور د پارټۍ ورکرانو ته تقرير وکړو او ورته ئې ووئيل چې مونږ ټول د باچاخان او ولي خان د سوچ او فکر ملګري يو نو پکار ده چې مونږ خپلې حوصلې پۀ ځاے کړو او پُر امن پاتې شو، د کومې خبرې چې مونږ ته ټول عمر درس راکړے شوے دے.

د اے اېن پي ټول تاريخ کۀ هغه د پاکستان جوړېدو نه مخکښې دے نو د برطانوي راج خلاف د ازادۍ د پاره ئې هر قسم تکليفونه برداشت کړي دي او کۀ د پاکستان جوړېدو نه پس دے نو بيا هم د قيوم خان غوندې فاشسټانو پۀ خدائي خدمتګارو ناروا ظلمونه کړي دي. پۀ دې نوي تاريخ کښې مذهبي انتها پسندو پۀ خدائي خدمتګارو ځانمرګي بريدونه کړي دي چې د هلاکو خان او چنګېز خان ظلمونه ورته واړۀ ښکاره شي. دا سُور د ترقۍ، سوکالۍ او خوشحالۍ بېرغ به اوس د بلور خاندان درېم نسل اوچتوي. باوجود د ښکلو اتلانو د جنازو نه د حاجي غلام بلور سياسي مبارزه کله هم تته او بوډۍ نۀ شوه. د حاجي صاحب حوصله د خدائي خدمتګارو د کوششونو پۀ شان همېشه دوام لري. د بلور کور او ولي باغ د څو لسيزو تعلق اوس نور هم مضبوط شوے دے. سنېټر الياس بلور پۀ خپل ويډيو پېغام کښې وئيلي دي چې هارون بلور او دا نور ټول زما بچي وو. هغۀ پۀ ژړغوني غږ پښتون اولس ته ووئيل چې د دې قربانیو پۀ خاطر خو اوس خپل ګوند له مشري ورکړئ. د ننګيالي او باتور بشير بلور هغه فوټوان به کله هم د پښتون قام نه هېر نۀ شي چرته چې به د ترهګرۍ واقعه وشوه نو ميا افتخار حسېن او بشير بلور به ځانونه رسول چې د اولس پۀ غم کښې شريک شي او حوصله يې د ترهګرو مقابله کښې کمزوري نۀ شي.

سل کلن خدائي خدمتګاري تحريک د اولس پۀ زړونو کښې داسې انداز کښې ښخ شوے دے چې باوجود د وژنو او دهماکو کولو د دې تحريک ډيوه کله هم تته نۀ شوه او نۀ اولس تتېدلو ته پرېښې ده. باچاخان چې څنګه بې کچه مينه پښتنې خاورې سره کوله، هم هغه شان د بابا پېروکارو دې وطن سره د مينې نۀ ختمېدونکې نخښي پرېښودې دي. د بلور کورنۍ قربانيانې به کله هم هېرې نۀ شي. ډېر خواږۀ انسانان ئې پۀ دې زمکه قرباني کړي دي.

“ستاسو ګولۍ به ختمې شي خو زمونږ سينې به کله هم ختمې نۀ شي.”

شهید بشير احمد بلور

ــــــــــــــــــــ

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …