خوشحال نامه، تدوین، سریزه او تعلیقات، زلمے هېوادمل، د قومونو او قبائلو وزارت، د نشراتو او فرهنګي چارو ریاست، کابل، 1986)ز(
تواریخ
د دغې کتاب پۀ معلومو اووۀ قلمي نسخو کښې پینځۀ پۀ برطانيه عظميٰ کښې او دوه پۀ جرمني کښې موجودې دي.
د برطانيې پۀ نسخو کښې دوه د انډيا اٰفس پۀ کتابخانې کښې پۀ نمبرات 581 بيبليوتهيکاليډوينايا شماره 2479 او 582 شماره 1350 پرتې دي. )وګورئ د هرمن ايتهي د انډيا اٰفس د کتابخانې د فارسۍ نسخو فهرست جلد نمبر1 1903 ص (233، درېمې د متحفه برطانيه پۀ کتابخانې کښې پۀ شماره 13 )وګوئ د جېمز فلوبلو مهارټ د متحفه برطانيه د پښتو د کتابونو فهرست( شماره 52. )وګورئ د انجهاني بلوهارټ او ډي اېن ميکنزي د انګليسي جزيرو پۀ کتابخانو کښې د پښتو نسخو فهرست لندن 1965ز( او شماره 61 )وګورئ . بلومهارټ اوميکنزي( پرتې دي او د جرمني نسخې پۀ برلن کښې پرتې دي )وګورئ د دبليوپرش د برلين يونيورسټۍ د کتابخانې فهرست(.
د )اٰئي او( يوه نسخه 581، د متحفه برطانيه دوېمې نسخې چې يوه بلومهارټ 13، بلومهارټ او ميکنزي 53 او تحفه برطانيه ‘او اٰر’ 4488 ده، او بله بلومهارټ او ميکنزي 52 ده او د برلين يوه نسخه پرش ص 460، پېر معظم شاه پۀ 1181-1-1هـ او انډيا اٰفس نسخه 582 او د برلين نسخه پرش 361 حافظ محمد صادق به 1184هـ کښې مرتب کړې دي او د متحفه برطانيه نسخه بلومهارټ او ميکنزي 61 الله يار خان د ‘خلاصة العجب’ پۀ نوم پۀ 1229هـ کښې پۀ فارسۍ کښې ترجمه کړې وه )د تفصيلات د پاره د سټوري فارسي ادب 396I او د اٰئي او فارسي فهرست جلد 3 هم وګورئ(.
د معظم د مرتبه کړو نسخو اٰئي او 581 او د بلومهارټ او ميکنزي د نسخې شماره 520 کاتب غلام مسلم صديقي او د متحفه برطانيه د نسخې او اٰر 4488 کاتب مرزا محمد اسماعيل قندهاري دے.
د اٰئي او د دواړو نسخو نوم ‘تواريخ رحمت خاني’، د متحفه برطانيه د دوو نسخو نوم ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ او د يوې ‘خلاصة العجب’ او د برلين د نسخو نوم ‘تاريخ حافظ رحمت خاني’ ده.
د معظم مرتب شوې ټولې نسخې پۀ مرکبې پښتو او فارسي ژبې کښې او د حافظ محمد صادق مرتبه نسخه او د الله يارخان ترجمه ‘خلاصة العجب’ پۀ فارسۍ ژبې کښې دي.
سره د دې چې د دغې کتاب ګڼې معلومې قلمي نسخې موجود دي، کومې چې درېو مختلفو کسانو پۀ درېو مختلفونو کلونو، پۀ څلورو مختلفو نومونو او پۀ مختلفو ژبو او لهجو کښې مرتب کړې دي او بېلابېلو کاتبانو ليکلې دي، پښتو اکېډمۍ پۀ ډېرې بې احتياطۍ او نادانۍ دا کتاب صرف د معظم د مرتب کړې يکي يوې قلمي نسخې او اٰر 4488 د فوټو سټيټ عکس نه چاپ کړو خو دوي خو د نورې دنيا نه بېل دي. وئيلي چې د دې نه اول ئې ‘ديوان معزالله خان مهمند’ د خپلې يکې يوې قلمي نسخې نه چاپ کړو او نۀ خو ئې د متحفه برطانيه نه د ‘ديوان معزالله خان’ د هغې بلې نسخې د رارسېدلو انتظار وکړو کومه چې پۀ لار کښې وه )وګورئ ديوان معزالله خان مهمندمطبوعه 1958ز ص(6 او نۀ ئې د ‘ديوان معزالله خان د هغې بلې نسخې نه استفاده وکړه کومه چې د دوي د سترګو لاندې پۀ کوټله محسن خان کښې پرته وه چې ذکر ئې مونږ پۀ خپل مضمون بعنوان “معزالله خان” مطبوعه ورځپاڼې ‘بانګ حرم’ پېښور مورخه 9,8 جنوري 1968ز او ‘ورځپاڼې شهباز’ پېښور مورخه 9,2,4، 1970ز کښې کړے دے.
او پۀ بدبختۍ باندې بد بختي دا ده چې د معظم تحرير )انډيشن( يو داسې تحرير دے کوم چې رحمت خان د ګڼو وجوهاجو پۀ بناء رټله وه )د تفصيلاتو د پاره وګورئ د الله يارخان زوي ئې د حافظ رحمت خان د ترجمې ‘خلاصة العجب’ ديباچه پۀ حواله د بلو مهارټ اوميکنزي )فهرست شماره (52 او غالباً د رحمت خان د معظم د تحرير ناپسنديدګي د حافظ محمد صادق د رحمت خان پۀ ژوندوني پۀ 1184هـ کښې د محمد صادق د فارسۍ تحرير سبب وګرځېدله(.
پۀ زېرِ نظر کتاب چې کوم نامناسب غلط او قياسي نومونه ايښودل شوي دي، د هغو اجمال داسې دے:
- ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’:
معظم چې د رحمت خان پۀ وېنا د يو نامعلوم الاسم مصنف يوه مجهول الاسمه مسوده مختصره، صحيحه او مبوبه کړه نو د هغې تحرير ئې د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ نا مناسب نوم کېښودلو. اګرچې هغه نۀ خو معظم او نۀ د رحمت خان تصنيف يا تاليف ؤ او نۀ ئې د هغې څۀ ذکر لرلو. بيا دا نوم چا خو ‘تاريخ حافظ رحمت خاني” کړو او چا ‘تواريخ رحمت خاني’؛ ولې چې دا کتاب د بهادر خان داودزي د کتابخانې نه برامد شوے ؤ او يو خليل ليکلے ؤ، دې د پاره کۀ د دغې نوم ‘تواريخِ خليل’ ايښودل شوے ؤ نو زيات قرين انصاف به ؤ.
- ‘تواريخ افاغنه’:
‘تواريخ رحمت خاني’ ته د ‘تواريخ افاغنه’ د لقب يا نوم ورکولو غلطي پۀ سر سر کښې ايتهي کړې وه څوک چې د معظم د تحرير د فارسۍ ديباچې د دغو لفظونو پۀ معنٰي پوهه نۀ ؤ. ‘کتابی تواريخ افاغنه” چې معنٰي ئې ده ‘دافغانانو د تواريخ يوکتاب’ او هغۀ ئې معنٰي واخستله ‘کتاب تواريخ افاغنه’.
کۀ چرې د هغې مسودې نوم ‘تواريخ افاغنه’ ؤ نو معظم به د ‘کتابی تواريخ افاغنه’ ليکل، ولې چې پۀ “کتابی” کښې چې کومه ياي مجهول )ے( ده، هغې ته د فارسۍ ژبې پۀ قواعدو کښې ‘ياي تنکير’ يا ‘ياي واحد’ وئيلې شي او دا يا خو يو اسم نکره يعني عام نوم ظاهروي او يا د واحد عدد+ او د ‘کتابِ’ پۀ با ‘ب’ لاندې چې کوم زېر دے، هغۀ ته پۀ قواعدو کښې ‘اضافت’ وئيل شي د کوم پۀ وجه چې ‘کتاب’ ته مضاف او ‘تواريخ افاغنه’ ته مضاف الېه وئيل شي.
د ايتهي پۀ تقليد کښې بلومهارټ هم دغې کتاب ته د ‘تواريخ افاغنه” نوم ورکړے دے بلکې هغه خو د ايتهي نه هم دوه قدمه مخکښې تلے دے، ولې چې هغه د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ شماره 13 نسخه او اٰر 4488 پۀ بيان کښې ليکي، ‘هغۀ )معظم( شاهي اٰقا )رحمت خان( اتفاقاً د تواريخ افاغنه يوه قلمي نسخه وليدله’ او د ‘تواريخ افاغنه’ پۀ حاشيې کښې ليکي،
‘حسېن افغان محرره تخميناً 1622ع (1032هـ) وګورئ. د ايتهي د اٰئي او د قلمي نسخو فهرست شماره 571 ص 233 نيزدريو فهرست ص 123’.
پۀ ايتهي کښې خو صرف دا ټکي دي ‘د پښتو يو زوړ تواريخ …. معنون به تواريخ افاغنه’ او د حسېن خان افغان ذکر نۀ لري او د چارلس ديو د متحفه برطانيه د فارسۍ کتابونو پۀ فهرست کښې مطبوعه 1879جلد 1 ص 230 کښې ليکلي دي،
‘خلاصة التواريخ: د هندوستان يو عام تواريخ لۀ منشي سبحان راي هغه د موجوده کتاب پۀ ماخذو کښې دا کتابونه نموي………. تاريخ افاغنه د حسين خان افغان الخ’.
اوس بلو مهارټ دا قلابازي وخوړله چې د ايتهي او ريو بيانونه ئې سره ګډ کړل؛ د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ نه ئې ‘تواريخ افاغنه’ جوړ کړو او بيا ئې مؤخر الذکر د مصنف نوم حسېن خان افغان دريافت کړو څوک چې پۀ اصل کښې د فارسي کتاب ‘تاريخ افاغنه’ مصنف دے.
ښاغلي صديق الله خان رښتين هم د خپل تاليف ‘دپښتو د ادب تاريخ’ مطبوعه کابل 1325ش پۀ مخ 55 د بلومهارټ پۀ تقليد کښې دا نوم ليکلے دے او د ښاغلي رښتين پۀ متابعت کښې ښاغلي محمد نواز طائر هم خپلې ديباچې ص 5-4 کښې د اصل مسودې يو نوم ‘تواريخ افاغنه’ ليکلے دے.
- تواريخ خان کجو:
د ‘تواريخ خان کجو’ او ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ پۀ باره کښې چې کومه غلط فهمي پۀ ځينو خلقو کښې رائجه ده، د هغې باني مېجر اېچ جي راوټي دے چا چې پۀ خپل تاليف ‘اے ګرامر اٰف دي پښتو، پښتو اٰر لېنګوېج اٰف دي افغانز” مطبوعه لندن 1855، باردوېم 1867ز پۀ ص 32 ليکلي دي؛
‘د ایسپزو سردار شېخ ملي دے چا چې د هغې طاقتورې قبيلې د سوات او د کابل درياب قطب ته د غرئيزو علاقو د فتح کولو تواريخ وليکلو، څو کاله مابعد پۀ هجري کال 1494/900 کښې خان کجو د ایسپزو سردار شو او د هغۀ پۀ حکومت کښې د بونېر او پنجکوړه فتح مکمله شوه. هغۀ د دغو پېښو يو بيان وليکو او هغه ئې د ایسپزي قبيلې پۀ تاريخ کښې شامل کړو د هغې د مرزا الغ بېګ لمسي د تېمور پۀ حکومت کښې د کابل نه د رخصتېدلو د زمانې نه د خپل وخت پورې دغه دواړه کتابونه بشپړ دي خو دا قابل حصول نۀ دي’ )او پۀ حاشيه کښې ئې ليکلي دي( ‘دا هغه يو تواريخ دے د کوم نه چې فارسي کتاب ‘تاريخ حافظ رحمت خاني )چې اوس پۀ ايسټ انډيا هاوس کښې دے( پۀ 1184هـ کښې مرتب شوے ؤ.’
د راورټي د بيان خلاصه دا ده چې د شېخ ملي ليکلے تواريخ سره د کجو د سر ګزشت د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ مرتبه 1184هـ اصل دے. راورټي چې دا ليکل ن هغه وخت د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ د معظم تحرير نه نۀ ؤ ورخبر، کوم چې د دۀ کتو ته 1862هـ کښې ورغلے ؤ. خداے خبر چې راورټي ته کوم ټوقي وئيلي وو چې ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ مرتبه 1184هـ د ملي او کجو د ليکونو نه مرتب شوے ؤ؟ خو ولې چې مونږ پۀ خپل يو بل مضمون ‘شېخ ملي’ کښې د راورټي پۀ بيان او تاريخي غلطيانو مفصل بحث کړے دے. دې د پاره في الحال صرف دومره وايو چې د هغۀ پۀ بيان پسې د تواريخ حافظ رحمت خاني مرتبه 1184هـ کتل ضروري دي، ولې چې د هغۀ د ليکلو څۀ نه څۀ سبب ضرور وي او د عبدالحليم اثر غوندې د دروغو د ليکلو پۀ مال پۀ حدث عن البحر و لا جرح باندې عمل نۀ کوي.
د راوړټي پۀ اثر لاندې ښاغلے رښتين ‘د پښتود ادب تاريخ’ پۀ مخ 23 ليکي چې ‘کجوخان راڼيزے …. دے، هم د پښتنو پۀ حالاتو کښې پۀ 900هـ کښې يو تاريخ ليکلے دے؛ دا تاريخ د راورټي لاس ته ورغلے ؤ.’
دا بيان پۀ کوم کښې چې خان کجو سدوزي )وګورئ ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ مطبوعه پېښور 1971ز( ته راڼيزي وئيلے شوي دي، د هغو ډېرو کسانود ګمراهۍ سبب ګرځېدلے دے څوک چې د رښتين پۀ استناد وائي چې ‘تواريخ خان کجو’ د راورټي پۀ وخت کښې موجود ؤ او د هغۀ پۀ لاس ورغلے ؤ.
خو متأسفانه ښاغلے رښتين د راورټي پۀ انګرېزي نۀ دے پوهه شوے چا چې د خپل ‘اے ګرامر….. الخ پۀ ص 32 د شېخ ملي او خان کجو د مبينه کتابونو بابت ليکلي دي، ‘دا دواړه کتابونه جامع دي خو دغه نۀ شي موندلے.’
علاوه د دې نه د ‘تواريخ خان کجو’ ذکر نۀ خو د ایسپزي قوم لوي مؤرخ، پير او مذهبي پېشوا حضرت اخوند دروېزه پۀ خپل مشهور فارسي کتاب ‘تذکرة الابرار والا شرار’ مصفه 1021هـ کښې کړے دے او نۀ پۀ ‘ تواريخ حافظ رحمت خاني’ کښې شته او نۀ پۀ دا دواړو کتابونو کښې خان کجو لوسته يا عالم ياد شوے دے.
د رښتين پۀ متابعت کښې ښاغلي محمد نواز طائر د ‘تواريخ حافظ رحمتخاني’ پۀ ديباچې کښې د هغه کتاب يو نوم ‘تواريخ خان کجو’ هم ليکلے دے.
- خلاصة العجب:
دا نوم الله يار خان د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ پۀ خپلې فارسۍ ترجمې ايښے ؤ. د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ د مصنف چې کوم غلط او قياسي نومونه مختلفو خلقو پۀ مختلفو زمانو کښې ليکلي دي، پۀ هغو کښې ځينې دادي:
(1) خواجو (2) شېخ ميرداد خېل (3) خان کجو (4) حسېن خان افغان (5) حافظ رحمت خان (6) پيرمعظم شاه (7) خواجه مليزي (8) خواجه خليل ــــ دا نومونه چې کومو کسانو پۀ کومې کومې وجې ليکلي دي، د هغې اجمال داسې دے:
1: خواجو: حافظ محمد صادق )چا چې پۀ 1184هـ کښې دا کتاب تحرير دے( هغه اول سړے دے چا چې خواجو ته د دغې کتاب مصنف وئيلے دے، صادق چې پۀ بېروني شهادت کښې د مصنف نوم نۀ کړو معلوم نو د اندروني شهادت پۀ لټون کښې پۀ هغو څلورو عبارتونو (ص80,178,95 او 181) دهوکه شو چې پۀ کومو کښې د خواجو نوم راغلے دے. پۀ دغو کښې پۀ اولني عبارت کښې د خواجو ذکر داسې راغلے دے ، ‘مؤرخ محقق و قاصئِ این قصص خواجو’ خو د ‘مؤرخ محقق’ توصيفي ټکے پۀ خپله دا عنديه تکذيبوي چې د دغو موصوف مصنف پۀ خپله ؤ ولې چې هېچا مصنف هيڅ چري خپل ځان پۀ داسې تفخرانه صفاتو نۀ دے صفتلے بلکې هغه خو د ځان د پاره داسې انکسارانه الفاظ ليکي چې ‘اين هيچمدان’ او ‘اين قليل بضاعة’ وغېره.
د مسودې اصل مصنف د خپل حسن اخلاق پۀ وجه او د تشکر پۀ غرض د هغو قیصو راوي ته ‘مؤرخ محقق’ وئيلے دے ګنې د خواجو پۀ کړو خبروکښې خو يو هم داسې نشته چې د هغې پۀ وجه دې داسې توصيف مستحق وګڼل شي ولې چې پۀ هغو کښې يوه خو د هغۀ د صغرِ سن سره تعلق لري پۀ کومې کښې چې هغۀ وئيلي دي، ‘بارها هغه دوه نشتر چې د بابر غشي پرې لک وو، ما ليدلي وو…… د کانټيو ټپ شه’؛ پاتې دريو عبارتونو کښې هغه مصنف ته د موضع شېخ تپور د جنګ قيصې د داسې خلقو د خولې نه بيانوي چا چې يا خو پۀ ځان پۀ هغه جنګ کښې حصه اخستې وه او يا ئې د هغه جنګ د شرکاو نه د هغې جنګ قيصې اورېدلې وې. پۀ ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ کښې د هغه جنګ د موسم، د غنمو د فصل او ځينې شرکاو کوم نومونه چې راغلي دي، د هغو پۀ بناء مونږ د هغه جنګ تاريخ پۀ 960/5/31هـ مقرروو. کۀ خواجو يو تحقيق کوونکے تاريخ پوهاند ؤ، بيا به هغۀ پۀ خپله تاريخ ليکلو کۀ نورو ته به ئې قيصې تېرولې او د ‘قاصئِ اين قصص’ خطاب به ئې ګټلو؟
بادي النظر خواجو يو معمر او پۀ هغې وجې قابلِ احترام سړے ؤ چا چې مصنف ته د تقريباً درې باندې اويا کالو وړاندينۍ قيصې تېرولې، لهٰذه مونږ خواجو ته د مسودې يو ماخذ وئيلے شو.
متعجبانه مصنف ته چې د خواجو نه علاوه کومو نورو خلقو قيصې کړې وې، د هغو نومونه ئې نۀ دي اخستي او پۀ تش ‘ميګويند’ ‘وائي’ ئې اکتفا کړې ده. پۀ داسې کولوکښې هم دۀ غالباً د اخوند دروېزه اقتداء کړې ده چې پۀ دغو موضوع پۀ خپلو راويانو کښې ئې د دلو چغوزي بغېرد بل چا نوم نۀ دے اخستے او پۀ ‘ميګويند’ او ‘سماع است’ وغېره ئې اکتفا کړې ده.
2: شېخ ميرداد متيزي خليل: د مسودې د مصنف دا نوم الله يار خان ليکلے دے چا چې ‘خلاصة العجب’ ليکلے دے خو دالله يار خان بيان غلط دے او اګر کۀ هغه ګلزېري ته ورنزدې شوے دے خو موخه ئې نۀ ده ويشتلې. وئیل ئې چې هغه مسوده د ميرداد تصنيف نۀ دے بلکې څۀ رنګه چې د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ د يو بيان نه عيانېږي او چې ذکر ئې پۀ دې پسې د خواجو خليل پۀ مذکور کښې وشي، د هغۀ د يو نمسي تصنيف دے.
د ميرداد ذکر د مطبوعه ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ پۀ صفحات 35-33-31-30 کښې موجود دي. د هغو لۀ رويه ميرداد د کتاب د تصنيف د زمانې (1033هـ) نه ډېر د وړاندې زمانې سړے ؤ چې دلزاکو پۀ پېښور کښې ایسپزو ته دوابه، دانشکول، عنبر او باجوړ بخشش ورکړل او ځيني ایسپزي او مندړ پۀ لاشوړه واقع باجوړ کښې مېشت شول، د هغې نه يو کال پس ميرداد د خپل کلي ترنک نه کوم چې د قندهار پۀ حدود کښې واقع ؤ، سره د خپلو ګڼو خپلوانو او درې زره او پنځوس مريدانو پۀ خانه کوچۍ دې اطرافو ته راغلي او د ځينو ایسپزو او مندړو سره پۀ لاشوړه کښې مېشت شول. د هغې نه پس ایسپزو سوات پۀ دولسو کالوکښې فتح کړو کوم چې شېېخ ملي پۀ تقريباً 920هـ کښې ورته ووېشۀ. دې د پاره کۀ هغه ځينې يوسفزي او مندړ لاشوړه ته پۀ (960هـ -12 =) 908 کښې تلي وي او لاشوړې ته د ورتلو پۀ وخت د ميرداد عمر 40 کاله هم فرض کوو، بيا هم هغه د (908- =40) 868 هـ د زمانې سړے ؤ او دا کتاب خو د هغۀ د زمانې (تخميناً 868 هـ) نه تقريباً (1033هـ- 165=868) کاله پس ليکلے شوے ؤ او مصنف د مسودې د ليکلو پۀ وخت خپل نيکۀ مړ ياد کړے دے.
د مسودې د مصنف د بيانونو پۀ مطابق د ميرداد پوره نوم قطب الزمان شېخ ميرداد افغان خېل متيزي الکوزي خليل ؤ. هغه ئې پۀ ص 30 داسې ياد کړے دے ‘جدى شېخ ميرداد’ يعني زما نيکۀ ميرداد؛ خو پۀ ص 32 دميرداد پۀ بيان کښې د ‘جدي’ ټکه نشته او د متيزي پۀ ځاے موتيزي ترنکي ليکلے شوے دے. د موتيزي پۀ مقابلې کښې متيزي (متي زي) زيات صحيح دے ولې چې پۀ ص 164او 169 هم دا نوم علي الترتيب متيزي او متيزے راغلے دے. پۀ ص 169پۀ متيزے پسې الوزے ليکلے شوے دے د کوم نه چې دا ثابتېږي چې متېزي پۀ الوزي ګډ دي او پۀ ص 135ء او 64 چې ميرداد کوم مذکورونه راغلي دي د هغو نه هم ښکاره کېږي چې دے خليل ؤ. هغه د 1031هـ يعني د مصنف د مسودې د شروع کولو نه اول مړ شوے ؤ او پۀ لاشوړه کښې مدفون.
اخوند دروېزه پۀ ‘تذکرة الابرار والاشرار’کښې د شېخ ميرداد خليل ذکر پۀ ‘اشرار’ کښې کړے دے، پۀ ص 169ئې هغۀ ته جني دکشف جنوني څښتن وئيلے دے کومه چې پۀ سلوک کښې يوه اوفي ناسوتي مرتبه ده او دا مرتبه کومه چې د اخوند دروېزه پۀ ورځو کښې عامه وه، د نن سبا پۀ ډېر سجاده نشينانو کښې هم نۀ شي موندلې او پۀ هم دغه ډول ئې ميرداد ته کافر وئيلي دي.
اوس د مسودې مصنف خو ‘تذکرة الابر والاشرار’ لولولې وه او د خپل نيکۀ ذکر به ئې هم ضرور پکښې لولولے وي؛ دې د پاره مصنف به هم هغه پۀ سپک نوم يعني دروېزه بللے وي، خو پۀ مطبوعه کتاب کښې چې هغه پۀ دغو لفظونو ياد شوے دے ‘عمدة المحققين وبرهان السالکين اخوند دروېزه قدس سره’، دا د معظم دے او د اخوند دروېزه د مرګ د کال يعني 1048هـ نه پس ليکلے شوے دے لکه څۀ رنګه چې د ‘قدس سره’ الفاظ د دغه امر غمازي کوي، کوم لفظونه چې د مړو د پاره استعمالېږي.
مونږ پۀ دا مرحلې د مصنف بابت د دغې نه زيات نۀ شو وئيلے چې هغه د شېخ ميرداد نمسے ؤ، پۀ خټه متي زي الوزي خليل افغان ؤ. د خپل قرابت بهادر خان داودزي سره پۀ شاهجهان پور کښې متساکن شوے ؤ او پۀ سن 1033هـ کښې مړ شوے ؤ .
پۀ ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ (مبني برنسخه او. اٰر 4488) کښې تاسو د متي زي او موتيزي اختلافي قرأتونه خو وليدل خو مونږ د نورو نسخو د مطالعې بغېر دا نۀ شو وئيلے چې د دغو ذمه وار د اصل مسودې مصنف ؤ کۀ تحرير کوونکو پيرمعظم شاه او کۀ کاتب مرزا محمد اسماعيل قندهاري؟ دا مونږ پۀ دې وایو چې پۀ نسخه او اٰر 4488 کښې داسې فاحشې غلطيانې نورې هم شته؛ مثلاً د يو مشهور ښار نوم ئې پینځه قسمه داسې ليکلے دے: پښاور(ص20)، پيښور(ص111)، پشاور (ص 125)، پشور (ص 163) او پيشاور (ص 184).
1: خان کجو: د کتاب د مصنف دا نوم راورټي ليکلے دے لکه چې ذکر ئې پۀ دا نه مخکښې د ‘تواريخ خان کجو’ پۀ بيان کښې وشو.
2: حسېن خان افغان: د کتاب مصنف دا نوم بلو مهارټ ليکلے دے لکه چې ذکر ئې پۀ دا نه مخکښې د ‘تواريخ افاغنه’ پۀ بيان کښې شوے دے.
3: حافظ رحمت خان: د کتاب د مصنف دا نوم ګڼو کسانو ليکلے دے خو مونږ پۀ دې ضمن کښې د ښاغلي صديق الله رښتين ذکر پۀ خصوصيت سره دا کوو چې د هغۀ ذکر مونږ يو ځل پۀ دا نه مخکښې د ‘تواريخ افاغنه’ پۀ بيان کښې هم کړے دے. ښاغلے موصوف د خپل ذکر شوي کتاب پۀ مخ 87 ليکي: ‘حافظ رحمت خان…….پۀ تاريخ کښې هم دوه کتابونه ليکلي دي. تواريخ رحمت خاني”.
4: پيرمعظم شاه: پيرمعظم شاه چې د خپلې ديباچې نه پس د کتاب پۀ سر کښې پۀ ص 4 د مسودې د مصنف کوم پښتو شعرونه ورکړي دي، د هغو د پاسه ئې ليکلي دي ‘مبداء کتاب مصنف اول’ او داسې مصنف نه ‘مصنف اول’ پۀ جوړولو دۀ پۀ ناراستګۍ خپل ځان ‘مصنف دويم’ جوړ کړے دے خو د دۀ نه هم زياته ناراستګي هغۀ کړې ده چا چې د مطبوعه ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ پۀ سر ورق د کتاب پۀ نوم لاندې دا ټکي اچولي دي: ‘تاليف مير معظم شاه’، اګر کۀ د اصل مسودې پۀ تحرير کښې خو د معظم کردار صرف دومره قدر ؤ چې هغۀ د اصل مسودې نه هغه ځايونه وويستل کوم چې يا خو زيات او بې فائدې وو او يا دويم ځلې ليکلے شوي وو؛ مسوده ئې مختصر کړه، پۀ اووۀ نوو بابونو کښې ئې ووېشله او ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ نوم ئې پرې کېښود. خو د يو کتاب د داسې تحرير پۀ وجه نۀ خو څوک د بل چا د تصنيف مصنف ثاني جوړېدلے شي او نۀ مؤلف؛ هسې هم پۀ ادب کښې مؤلف هغه کس ته وئيل شي چا چې د يو مصنف نه پس پۀ هغه موضوع بل کتاب ليکلے وي. پۀ هر حال د معظم د نوم سره ‘د مصحح’ يا ‘مرتب کننده’ ليکل به دومره ناګوار نۀ وو لکه چې ‘مولف’.
د پير معظم شاه شجره نسب مونږ پۀ خپل تصنيف ‘پيرسباک’ مطبوعه پېښور 1964 ص 124 ور ده. معظم پۀ خپلې ديباچې کښې خپل فاضل شاه مغفور سبرور ‘يعني مړ ياد دے” او کۀ پۀ هغه مهال د دۀ عمر د 15 کالو هم واخلو بيا هم د دۀ پېدائش د (1181هـ – 15 = 1166هـ) نه پۀ ورستي نۀ شي کېدلے او ولې چې د 1208-8-22 هـ د يو سند لۀ رويه (چې ذکر ئې مونږ خپل کتاب پيرسباک ص 122 کښې کړے دے؛ زمان مرزا، لقب زمان شاه (1207هـ – 1216هـ زوي د تيمور شاه زوي د احمد شاه ابدالي) موضع شهر صفا مشهور پۀ پيرسباک، مير معظم شاه ولد محمد فاضل شاه وغېره ته وروه. دې د پاره معظم پۀ 1208-8-22هـ تاريخ کښې ژوندے ؤ. لهٰذه دے د حدود 1166هـ – 1208 هـ سړے ؤ.
ښاغلے چراغ حسېن شاه چې پۀ خپل مضمون ‘تواريخ حافظ رحمت خاني او پير معظم شاه پير سباکي’ مطبوعه مياشتنۍ ‘پښتو’ پېښور رساله ‘اولس’ کوئټه جون 1974ز. ص 17-10 کښې د معظم شاه کوم حالات د خانداني روايات پۀ بناء ليکلي دي، پۀ هغې کښې د نورو خبرو نه علاوه د تلين تاريخ ئې 1231هـ ور دے. دا دۀ د يو ناپېژندلے شوي لوح مزار نه ور دے د کوم لوح مزار ذکر چې مونږ پۀ خپل کتاب پير سباک ص 41-40 کړے دے خو د معظم د وفات د تاريخ د تعين کار لا پاتې دے.
5: خواجه مليزي: دا نوم ئې هم ښاغلي طاهر ليکلے دے لکه ذکر ئې پۀ دې نه مخکښې د پير معظم شاه پۀ بيان کښې شوے دے. هغه د خپلي ديباچې پۀ ص 5-4 ليکي، ‘د اصل مسودې يعني “تواريخ افاغنه” د مصنف نوم خواجو مليزے ؤ….. ایسپزے ؤ’. دغه مسوده لکه چې د ‘تواريخ خان کجو’ پۀ نوم هم شهرت لري. خواجو مؤرخ د خان کجوپۀ مصاحبينو کښې ؤ. دا کتاب چې د خان کجود وفات ذکر هم لري، داسې ښکاري لکه چې د هغۀ د وفات نه پس د هغۀ د يادګار پۀ طور ليکلے شوے او هغۀ ته منسوب کړے شوے وي.
د پاسيني بيان ناقدانه تجزیه به داسي وي:
1: لکه څنګه چې د دې نه اول د ‘تواريخ افاغنه’ پۀ بحث کښې ثابت کړے شول، د اصل مسودې نوم ‘تواريخ افاغنه’ هېڅ کله نۀ ؤ.
2: لکه څنګه چې د دې نه اول د خواجو پۀ ذکر کښې ثابت کړے شوي دي، د اصل مسودې د مصنف نوم خواجو هيچګاه نۀ ؤ او د دغه امر خو مونډي هېڅ ثبوت يا سند نشته چې د هغۀ نوم خواجو مليزي ؤ.
3: لکه څنګه چې د ‘تواريخ خان کجو’ پۀ بيان کښې ظاهر کړے شول، دغسې مسودې د ‘تواريخ خان کجو’ پۀ نوم هېڅ کله شهرت نۀ دے موندلے.
4: دا وئيل بلکل غېر مستند دي چې خواجو مؤرخ د خان کجو متوفي 962هـ پۀ مصاحبينو کښې ؤ، بلکې کوم خواجو ته چې پۀ اصل مسودې کښې ‘مؤرخ محقق خواجو’ وئيلے شوي دي، هغه خو د اصل مسودې د مصنف د زمانې (1033هـ ) سړے ؤ.
5: دا کتاب د خان کجود يادګار پۀ طور هېڅ کله نۀ ؤ ليکلے بلکې د کتاب د تصنيف غټ مقصد دا ؤ چې د ایسپزو وغېره د قندهار او کابل د لور پېښور وغېره ته خانه کوچي پکښې بيان شي لکه چې د اصل مسودې مصنف د خپل تصنيف پۀ سبب کښې وائي، ‘لرغونے سړے پوښتي چې د ایسپزو کوم ملکونه، ملک ئې نُشکي مېنه ئې ګاړه، غوریه خپل کا تر اوسه پېغورونه.’
6: دا کتاب هېڅ کله خان کجو ته نۀ ؤ منسوب کړے شوے.
7: خواجه خليل: دا نوم ئې ښاغلي چراغ حسېن شاه ليکلے دے څوک چې پۀ خپل ذکر شوي مضمون کښې ليکي، ‘اصل مسوده خواجو ليکلې وه، خواجو پۀ قام خليل ؤ ځکه چې پۀ خپله وائي چې زما د جد امجد نوم خليل ؤ.
د اصل مسودې د مصنف نوم پۀ بارې کښې د چراغ بيان غلط دے لکه چې مونږ پۀ دې اول بحث کړے دے او د قوميت پۀ بارې کښې صحيح دے؛ ولې چې د خپل استدلال د مطبوعه کتاب د دغه عبارت ص 35 نه کړې ده، ‘قطب الزمان جدى شېخ ميرداد افغان خېل متى زئ خليل.’
د کتاب نوم د مصنف بابت به دا دومره اشتباه هېچرې نۀ وه پېدا شوې کۀ څوک پۀ دا نۀ اول د معظم د فارسي ديباچې د دغو عبارتونو پۀ معنو پوهه شوے ؤ.
1: کتاب تواريخ افاغنه، مسوده طريق، مشعربراحوال……الخ’ او
2: عبارتش مسوده طريق بې نظير ثاني مصنف، باحشو بیهوده و تکرار بلا فائده مانده بود.’
د اول عبارت د اولې ټکړې وضاحت خو مونږ دې نه مخکښې د ‘تواريخ افاغنه’ پۀ بيان کښې کړے دے او د دغه ټول عبارت معنٰي ده ‘د افغانانو د تواريخ يو کتاب د مسودې پۀ صورت، ښيونکه د حالاتو د…الخ’ او دوېم عبارت معنٰي ده ‘د هغه عبارت د مسودې پۀ صورت بغېر د مصنف د نظرثانۍ نه سره د فضولو زياده توبونو او بې فائدې تکرارونو پاتې ؤ.’
د کتاب د مسودې توب پۀ باره کښې پاسيني دواړه بيانونه واضح دي. پۀ اول بيان کښې ئې د کتاب بابت وئيلي دي چې هغه کتاب د مسودې پۀ صورت کښې دے او پۀ دوېم بيان کښې ئې د هغه کتاب د عبارت بابت وئيلي دي چې د هغۀ عبارت د مسودې پۀ صورت د مصنف د نظرثانۍ بغېر سره د فضول حاشیواو بې فائدې تکرار پاتې ؤ.
د معظم د هغې مسودې د مصنف نوم نۀ اخستل، هغۀ ته ‘مصنف اول’ وئيل، د هغۀ صرف څو شعرونه ورکول، د هغۀ د ليکلې څۀ ديباچې يا خاتمي ذکر نۀ کول، پۀ مسودې کښې د ګڼو حاشیو او تکرارونو موجودګي کوم چې پۀ دا دال دي چې مصنف پۀ هغې نظرثاني نۀ وه کړې، پۀ هغې کۀ د بابونو عدم موجودګي، د هغې داسې د پېريانو پۀ ژبه کښې ليکل کېدل او د معظم پۀ هغې يو نوم ږدول ټوله پۀ دا دلالت کوي چې هغه مسوده د يو مکمل کتاب پۀ صورت کښې نۀ وه بلکې پۀ يو داسې نام او ناتمام صورت کښې وه چې نۀ ئې د مصنف نوم لرۀ، نۀ د کتاب، نۀ ديباچه، نۀ خاتمه، نۀ د حاشیو د تکرار نه پېجوه کړې شوې وه، نۀ پۀ بابونو کښې وېشلې شوې وه او نۀ ئې فارسي عبارتونه پۀ پښتو کښې اړولے شوي وو. دې د پاره د کتاب او د هغۀ د مصنف د نوم پۀ باره کښې هغه ټول قياسونه بې ځايه دي کوم چې مختلفو خلقو پۀ مختلفو زمانو کښې د خپلې خپلې پوهې مطابق کړي دي او مونږ پۀ دې موقع د دغې نه زيات نۀ شو وئيلے چې هغه بې نومه مسوده د يو ګمنام مصنف تصنيف ؤ څوک چې اصله خليل ؤ او تر 1033هـ پورې ژوندے ؤ او د دې نه پس به مونږ ‘غلط العام صحيح’ پۀ مطابق دا کتاب ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ بولو.
ماخذ: د کتاب معلوم مأخذونه دوه دي:
1: د اخوند دروېزه ‘تذکرة الابرار والا شرار’ مصنفه 1021هـ، مطبوعه پېښور 1960، او :2 روايتونه.
1: پۀ تذکرة (ص 106-95) کښې چې د غوريه خېل او خشي د قندهار پۀ سيمې کښې د استوګنې او بيا د دغو دواړو قبيلو پۀ خپلو کښې د جنګ نه ئې واخله د خان کجو د مرګ ( 962 هـ) پورې کوم حالات پۀ اختصار سره د قبيلو د قديمي تاريخ سره او د مذهبي او سياسي پروپېګنډې نه پۀ دغه کتاب کښې هم درج دي، خو مصنف د يو ځاے (ص 146) بغېر د ‘تذکرة’ ذکر نۀ دے کړے او (2) مصنف پۀ خپلو رواياتو کښې د خواجو بغېر د بل چا نوم نۀ دے اخستے او د هغو بيانونه پۀ ‘ګويند’ وغېره شروع کړي دي . لکه چې اخوند دروېزه چې پۀ خپلو رواياتو کښې د دلو چغرزي بغېر د بل چا نوم نۀ دے اخستے او د هغوي بيانونه د ‘سماع’ (اوريدلي شوي) وغېره نه اغاز کوي.
)پاتې برخه راتلونکې ګڼه کښې(