فکر کول، د نوو او زړو روایتونو پۀ اړه شک څرګندول، تجسس او تلوسه پېدا کېدل، د حق او ناحقۍ لۀ کشمکش سره مخ کېدل، د نورو لۀ خبرو، اندونو او تمایلاتو سره ټکر، اختلاف او تضادات زېږېدل؛ دا هر څۀ د انسان لۀ سرشت سره داسې اغږلي دي چې د انساني خېر ښېګڼې او نېکمرغۍ لپاره ئې د طبعیت هغه جالبه لورينه ګڼلې شو چې د انسان د ازادۍ حېثیت او ماهیت ورباندې ښکلی دی.
هغه ټولنې چې وګړي ئې د هم دغه ښکلي طبعیت پر مهار او روزنې او ورسره پۀ معقول چلند پوهېږي، د نړۍ پر مخ پۀ مهذبو او متمدنو ټولنو حساب دي او هغه چې دغه طبعیت ورڅخه خواهش ګرځېدلی وي، افراط او تفریط ئې د هر کار او عمل برخه وي ـــ د بحثونو، فکرونو، تضاداتو، اختلافاتو او دښمنیو حد ئې معلوم نۀ وي؛ دا غېر متوازنې ټولنې دي، دوي کۀ هر څۀ او هر څومره څۀ ولري خو د تهذیب او تمدن لۀ فقره به خلاص نۀ وي.
د بحث او مکالمې تاریخي شالید راته وائي چې د بشر لۀ ټولنیز ژوند نېولې تر علمي او سائنسي ایجاداتو او پرمختګونو پورې دا ټول څۀ د انسان د فکري او تخلیقي صلاحیتونو نتیجه ده او برعکس فکري انتشار او ګډوډي، احساسات، عقدې، د زغم نۀ شتون او جګړې ئې هغه څۀ دي چې د مختلفو ټولنو انسانان ئې لۀ تهذیبي او تمدني بحران سره مخ کړي دي. ګو کۀ هم دغه انساني خصلتونه دي چې د فکر او بحث د ماتو او بریو توغونه راوړي.
اوس چې د سوونو کلونو وروسته د بحث او مکالمو ځایونه بدل شوي دي او هره ګړۍ هره دقیقه زمونږ پۀ لاسونو کښې د ټولنیزو شبکو او رسنیو تېز او توند سهولتونه عام دي؛ نو ځکه پۀ کښې د ډېر پوخ او ارام فکر او مطالعې تمایل هم نۀ وینو؛ بلکې د هم دغه ټیکنالوژۍ پۀ څېر د ژر، توند او احساساتي روش عامېدل ئې بېخي هدف ګرځېدلی دی.
زمونږ رسنۍ او ټولنیز بحثونه پۀ ډېرو مواردو کښې پۀ دوامداره توګه ثابتوي چې د فکري او نظریاتي سیاست کلچر پۀ عامونه کښې بېخي پاتې راغلي یو. د سیاسي او ټولنیزو قضاوتونو چلند مو اوس هم لۀ انساني مخلوق ور اخوا پۀ فرښتو او شېطانانو قیاسېږي.
زمونږ د بحثونو ټولې دریڅې لۀ داسې یو حالت سره مخ دي چې هېڅ فکري او نظري ژمنتیا پکښې نۀ لېدل کېږي. پۀ تلویزوني خپرونو او ګردي میزونو کښې د روڼاندو پۀ نامه سراسري او د مسائلو پۀ اړه د ژور درک او عمیقو بحثونو پر ځای د روڼاندۍ اکټونه، احساسات او د منطق نۀ شتون ئې هغه څۀ دي چې زمونږ د بحثونو ماهیت ئې مات کړی دی.
د چاپي رسنیو یا د فېسبوک او وېب سائټونو د بحثونو فورم ته کۀ سر ورښکاره کړو، د شخصیتونو لۀ سپکاویو او تورونو د ارزښتونو تر ملنډو او د لفظ د حرمت د پائمالۍ او توهین پورې دا ټولې چارې د معمول پۀ توګه زمونږ د بحثونو فرهنګ جوړ شوی دی.
پۀ نوو بحثونو کښې د ډسکورس اصطلاح ډېره د پام وړ ده. د بحث او لۀ منظمو لیکنو او ویناو د تعريفونو وراخوا د یوۀ منظم اړخ او بیانیې پۀ توګه د ډسکورس رغونه او عامونه زمونږ د بحثونو لپاره حیاتي اړتیا لري. دا مغالطه باید نوره پلنه نۀ شي چې د زغم او ټولنیز برداشت او احساساتي ملت پۀ توګه دې ځان ته برأت ورکړو او ودې ګڼو چې هېڅ ذهني او فکري بې ثباتي نۀ لرو ــــ زمونږ د مکالمې، بحث و مباحثې، منطق او استدلال ډسکورس کله هم داسې څۀ نۀ دي خپل کړي چې د یو منظم ملي او نظریاتي ډسکورس نوم دې ورکړی شو.
د بحثونو د منطقي کولو لپاره باید دا ومنو چې یویشتمه پېړۍ د تخصص او مسلک پېړۍ ده. د هر ډول بحث پر ماهیت پوهېدل به ئې لومړی شرط وي. دا مهمه نۀ ده چې څوک ولې پۀ هر څۀ نۀ پوهېږي؛ بلکې دا اصل مهم دی چې يو څوک دې پۀ یو یا څانګوالې موضوع ښۀ حاکمیت ولرلی شي. موضوعي یا مسلکي حاکمیت بحثونو ته منطق وربخښي، د بې منطقه بحث لوی لامل هم دغه څۀ دي چې نۀ ئې خپله سر خلاص وي او نۀ نور پرې پوهولی شي.
د بحث او مکالمې تقابل کۀ پر صمیمت او تعقل نۀ وي ولاړ، دا نو هېڅ ممکن نۀ ده چې د احساساتو او عقدو پر بنا دې کوم بحث نتیجه ورکړې وي، ځکه احساسات او عقل هېڅ کله دښمني نۀ سره پرېږدي. د سنجیده او علمي بحثونو اوزار علم او عقل دي نۀ احساسات او عقدې، د هغو بحث کوونکو پر حال رحم پکار دی چې د بحث محور ئې د احساساتو او عقدو پۀ تار سره تړلي وي.
پۀ بحثونو کښې نرګسیت او تامل بیخي حیاتي خبره ده. د علم او منطق پلویان کله هم د خپلو فکرونو او خبرو پۀ اړه د نرګسیت ښکار نۀ وي. دوی پوهېږي چې ډېرې خبرې او فکرونه نۀ وروستي وي او نۀ هم د کاڼي کرښه، بلکې دا خو د فکر او خبرو حقانیت دی چې نورې خبرې او فکرونه پۀ ځان کښې رانغاړي.
بحث د ځان پر کټه څرخول د بحث تامل نۀ بلکې بداخلاقي ده. د بحثونو ګټه د مثبتو خواو پۀ اړه وضاحت او روښانتیا انتقالول دي، نو ځکه د بحثونو ګټونکي نشته یا کټوونکي ئې هم هغه دي چې د اړوند بحث پۀ برخه کښې د خپلو خبرو تر څنګ د نورو لۀ خبرو سره تامل وکړي. تر ټولو کمزوري بحث کوونکي هغه دي چې د خپلو سیالو او یا هم مخالفو پر وړاندې نۀ خپله منطق او استدلال کولی شي او نۀ هم د بل هغه زغملی شي.
زۀ فکر نۀ کوم چې د بحثونو د طرز فکر پۀ اړه دې مونږ داسې ډېر ژر سره یوه خولۀ شو، خو نسبي هڅه ئې لۀ هم دغه ځايه سرچینه اخلي او د یو خورا منظم ملي او نظریاتي ډسکورس خوا ته مو رو رو نزدې کوي، ځکه خو پۀ دې برخه کښې لومړی جدي بحثونه پۀ دې پکار دي چې زمونږ بحثونه نور ونۀ بائیلل شي بلکې بحثونه ډسکورس کړی شي.