خوشحال نامه، تدوین، سریزه او تعلیقات، زلمے هېوادمل، د قومونو او قبائلو وزارت، د نشراتو او فرهنګي چارو ریاست، کابل، 1986)ز(
تواریخ
زمانه:
دا کتاب د الغ بيګ د وړوکوالي نه )څوک چې پۀ قول د مصنف اول پۀ ‘ماشومتوب’ کښې د ماورالنهر نه د کابل پۀ نواحي کښې د ایسپزيو علاقې ته ورتښتېدلے ؤ( تقريباً د لسو کالو نه پس پۀ 973هـ کښې د کابل د بادشاه کېدلو نه د خان کجو سدوزي مندړ د مرګ پورې حالات لري. خان کجو د 963 هـ نه څۀ موده مخکښې مړ شوے ؤ. وئيل ئې چې پۀ کتاب کښې د هغۀ د مرګ ذکر خو شته خو د شهنشاه همايون او بادشاهزاده کامران د مړېدلو ذکر نشته څوک چې علي الترتيب پۀ 963 هـ او 964هـ مړۀ شوى وو.
د خان کجو مرګ مونږ پۀ 962هـ کښې داسې معين کوو، هغه د شېخ تپورجنګ پۀ 960-5-13هـ کړے ؤ لکه چې مونږ پۀ دا نه اول د خواجو پۀ ذکر کښې وئيلي دي. بيا مصنف ليکي چې “د هغه جنګ نه درې کاله پس خان کجو پۀ پېښور حمله وکړله.’
پۀ هغه حساب به دا جمله پۀ 963 هـ کښې وي خو مونږ د دغه بيان د راوي د خولې نه د ‘درې کاله پس’ ټکي حرف به حرف صحيح نۀ ګڼو او پۀ دې کښې د کال دوو غلطي خارج از امکان نۀ ګڼو، ولې چې د خپل وخت نه د لرې زمانې د حالاتو پۀ بيان کښې ده، ښۀ ښۀ مؤرخین هم داسې سهوه کوي. د يو ګمنام راوي نه داسې سهوه ناممکنه ده ولې چې د پېښور حمله د شهنشاه همايون متوفي 963 هـ کښې ومنو نو خان کجو ته د هغو نورو دوو حملو د پاره وخت نۀ ور پاتې کېږي پۀ کومو کښې به چې د کم نه کم د يو کال ميعاد لګېدلے وي. دې د پاره مونږ د مصنف د راوي د ورکړي ميعاد توجيه داسې کوو چې هغه به د درېو کالو پۀ ميعاد کښې 960 هـ او 961هـ ګڼلي دي او خان کجو د هغې دوېمې حملې نه پس پۀ 962 هـ کښې مړ شوے ؤ او لهٰذا دا کتاب د تقريباً (8631 هـ _ 10) 836 هـ نه 962 هـ پورې يعني د تقريباً يوې صدۍ حالات بيانوي.
ژبه:
مطبوعه تواريخ حافظ رحمت خاني متن د معظم د تحرير نقل دور نقل ده او ظاهراً هغه تحرير تر ډېره زياته حده د اصل مسودې خادمانه نقل دے او ولې چې هغه يوه خامه او ناتمامه مسوده وه نو مونږ ته دا حق نۀ رسي چې د هغې پۀ مصنف دا اعتراض وکړو چې هغۀ دا داسې د پېريانو پۀ ژبه کښې ولې ليکلې وه چې هغه نۀ خو خالصه او نۀ فارسي امېزه پښتو ده او نۀ د دې برعکس؛ بلکې د دغو دواړو ژبو يو داسې معجون مرکب دے چې کله خو يوه فقره پۀ پښتو کښې شروع کړي او بيا فارسي ته ورټوپ کړي او کله د دغې برعکس عمل وکړي. علي الترتيب مثالونه ئې دا دي:
‘مخ پۀ کشته کابل ته راغلل ساکن شو.الغرض مردم يوسفزي در نواحي کابل خېلي باحشمت و شوکت شده’ )ص (5 او ‘وي رابه زانوي خود نشانده فرزند وار مې پروريد وتربيت ميکرد، تابه آن حد چى يوسفزي کل ددۀ لشکرشه’ او کله سالمې فقرې د هېڅ ضرورت او ترتيب يا پۀ دغې ژبې کښې وليکي يا هغې چې مثالونه ئې د طوالت د ډاره نۀ پېش کوو.
اوس وئيل چې د مصنف د زمانې معاشرتي حالات نن نشته نو مونږ پۀ وثوق سره وئيلے شو چې نن ورځ دا کتاب پۀ مجموعي طور سره د هغو کثير التعداد بې تعليمه پښتنو پۀ شمار راتلل شي څوک چې پۀ ‘نان بخور’ نۀ پوهېږي. پۀ داسې حالت کښې بايده وو چې د عامو پښتنو د فائدې د پاره د متن د فارسي عبارتونو پۀ پښتو کښې معنٰي پۀ حاشيو کښې ورکړې شوې وه او دا نه به هم ښۀ کار دا ؤ چې د متن ټولې فارسي جملې ئې پۀ پښتو کښې کړې وې او د کتاب پۀ سر ورق دې ئې د کتاب د نوم لاندې ليکلي وو، ‘مصنف نامعلوم مصنف دويم معظم شاه، مصنف سویم پښتواکيډېمي’ او پۀ داسې کولو کښې به هېڅ مضائقه نۀ وه ولې چې د مسودې مصنف خو د ګمنامۍ پۀ حالت کې سرخوړلے ؤ او د هغۀ د مرګ نه تقريباً (1181هـ 1033هـ) 148 کاله پس معظم شاه خپل ځان د کتاب ‘مصنف دوم’ تصور کړے ؤ او کۀ د معظم د مرګ نه تقريباً (1391هـ – 1208هـ) 183 کاله پس اکېډېمي خپل ځان د کتاب ‘مصنف سوئم’ تصور کړے ؤ نو چا به کوم غر پرې نړولے ؤ؟
ولې دوي ئې ويني نۀ چې د پیر محمد کاکړ سالم ديوان د هشنغر شاه نوازخان ایسپزي پۀ خپل نوم اړولے ؤ او د خوږ دل ديوان چا د بېدل پۀ نوم چاپ کړے ؤ؟ )تفصيلات: د اثر مضمون “پير محمد کاکړ”، مطبوعه اولس کوئټه د اکتوبر 1972ز(.
مونږه دا غرضداشت پۀ دا مناسب وګڼو چې کۀ د پېښور قېسي قبيلې ته دا حاجت ورپېښېدلو چې د ښاغلي عبدالحئ حبيبي صاحب د ‘پښتانۀ شعراء’ ټوک اول مطبوعه کابل 1320ش پښتو ژبه د پېښور د قېسي قبيلې لهجې ته واړولې شي، هغې ته به دا حاجت ولې نۀ وي چې د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ فارسي عبارتونه پۀ پښتو کښې واړول شي.
وَ ما علېنا الا البلاغ.
د معظم اضافې:
پۀ کتاب کښې معظم ځاے پۀ ځاے اضافې کړې دي. پۀ دې کښې ځينې پۀ ظاهر د معمولي نوعيت خو پۀ حقيقت کښې د ډېر تاريخي اهميت دي چې د هغو پۀ وجه لوستونکي پۀ ډېر شش و پنج کښې پرېوتلے شي. داسې يوه اضافه خو تاسو د دې نه اول د ‘خواجو’ پۀ سر خط لاندې بحث کښې ولولئ چرته چې معظم د اخوند دروېزه پۀ نوم پسې د ‘قدس سره’ الفاظ ور زيات کړي دي، د کومې نه چې دا اشتباه کېدې شي چې يا خو ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ د 1033هـ نه ډېر پس ليکلے شوے ؤ، ولې چې دا د اخوند دروېزه قدس سره متوفي 148هـ ذکر هم لري او يا اخوند دروېزه د 1033 هـ نه مخکښې مړ شوے ؤ ولې چې پۀ کتاب کښې هغه مړ ياد شوے دے.
د معظم داسې يوه بله اضافه پۀ دغه عبارت )ص،ص 1120– (119 کښې ده، ” بابر پۀ قصد د کالا پاڼي ووت……… تر مازيګره دواړه کليه قتل …. بادشاه پۀ ماتې پسې مخ پۀ شهبازګړه وکړه، مار روان شه …… پۀ مخ کښې شپه راغله نو هورته دېره شه. او پۀ هغه مکان چې دے دېره شو اوس پرې د لنګر کوټ قلعه ده’. پۀ دا بيان کښې اخري جمله ‘او پۀ هغه مکان………… د لنګرکوټ قلعه ده’ د معظم اضافه ده.
د مصنف د بيان نه خو معلومېږي چې پۀ کوم ځاے چې بابر پړاو کړے ؤ، د هغه د 1033هـ )يعني د کتاب د تصنيف د کال پورې نۀ څۀ نوم ؤ، نۀ هغه ځاے کلے ؤ، نۀ قلعه وه، خوا کۀ ماته خوا کۀ روغه، ولې چې کۀ څۀ وه نو مصنف به ئې ذکر کړے ؤ.
ظاهراً د بابر نه پس پۀ هغه ځاے موضع لنګر اباد شو او بيا د اکبر پۀ زمانې کښې پۀ لنګر يو کوټ تعمير کړے شو دکوم پۀ وجه چې د موضوع لنګر نوم ‘لنګرکوټ’ مشهور شو. لکه اخوند دروېزه چې پۀ ‘تذکرة الابرار و الاشرار’ ص 161 کښې وائي ” چې د اکبر بادشاه خانانو د دغو يوسفزيو خلقو پله مخ کړه، موضع لنګر ئې قلعه جوړه کړه پۀ هغه ئې لنګرکوټ نوم کېښودو”
د تواريخ ستم ظريفي ده چې کومه قلعه چې د اکبر پۀ وخت کښې جوړه شوې وه، هغه د اکبر نه پس داسې زر او داسې پۀ مکمل طور ورانه کړې شوه چې د اکبر د زوي جهانګير پۀ زمانې کښې پۀ 1033هـ کښې ئې نشان قدرې هم نۀ ؤ پاتې او لکه هغه چې د زمکې د مخ نه محوه شوې وه؛ د هغې ياد هم د خلقو د زړونو نه وتلے ؤ لکه د دغې خبرې تصديق چې د اخوند اسماعيل د تصنيف ‘مراقبات شېخ رحمکار’ مصنفه 1080هـ – 1086 هـ د نقل 19 د دغه عبارت نه کېږي، ‘هغه حضرت پۀ يوسفزي مندړ کښې بهاکو خان ته تشريف يوړو. ….. کله چې هغه حضرت د هغه لوري نه دولت خاني پۀ لوري برغېدل وفرمائيل، د شهبازګړه پۀ خواو شا کښې ئې چې پۀ دا مال د مهابت خان جوړه کړې، د لنګرکوټ د قلعې تهاڼیګۍ ده…..و فرمائيل چې د دغې رقبې علاقه د اميرانو ملک ده…..د درې ويشت کالو د تېريدولو نه پس د هغې حضرت کرامت جوت شو، لنګرګوټ د اميرانو ټټوبي شوه.
دا بيان د لنګرکوټ د تعمير(1080هـ نه د 23 کالو اول يعني (1080هـ – = 23) 1057هـ ده او دا ترې نه ثابتېږي چې پۀ 1057هـ کښې هم هغه رقبه يوه علاقه وه چې نۀ ئې نوم ؤ، نۀ هلته کلي يا قلعه يا قلعې کهنډرې وې.
خو نن سبا اکثر ليکونکي وائي چې د لنګرکوټ قلعه پۀ لنګر کوټ نومې ځاے جوړه شوې وه، کوم ځاے ته چې نن سبا ګړهي کپوره وائي؛ لکه ښاغلي دوست محمدخان کامل چې د مهابت خان II پۀ 1080هـ کښې جوړ کړے لنګرکوټ بابت پۀ خپل انګرېزي کتاب ‘ان اے فارن اپروچ ټو خوشحال’ مطبوعه پېښور 1968 پۀ مخ 134 څنډ 275 کښې ليکلي دي، ‘موجوده ګړهي کپوره هم هغه ځاے دے کوم چې پۀ وخته ورځو کښې لنګرکوټ بالۀ شو، هغه کوټ چې هغه به هم د هغه د وقوع د ځاے پۀ نوم لنګرکوټ بالۀ شوه. بهر کېف غائب ده.’
دا بيا د تاريخ ستم ظريفي ده چې د اورنګزېب د مرګ نه پس لنګرکوټ بيا د زمکې د مخ نه ورک شو او د هغې پۀ ځاے ګړهي کپوره نومې کلے اباد شو کومه ګړهۍ چې د چا کپوره پۀ نوم مشهوره ده.
د معظم د اضافې نه دا اشتباه پېدا کېږي چې ګوندې لنګرکوټ پۀ 1033هـ کښې هم موجود ؤ او حال دا دے چې معظم د هغه لنګر کوټ ذکر کوي کوم چې مهابت خانII پۀ 1080هـ کښې يعني د معظم پۀ 101–1181هـ د تواريخ حافظ رحمت خاني د تحرير جوړولو نه يو کال وړاندې جوړه کړې وه.
تاريخيت:
دا کتاب د يوې داسې خامۍ او نامکمل مسودې نه تحرير شوے دے چې د نورو څېزونو نه علاوه ديباچې ئې هم نۀ لرله چې مصنف پۀ هغې کښې د دغه کتاب د ضرورت او طريقه کار وغېره ذکر کړے ؤ او پۀ دا د تواريخ نوم ږدول خو محض د معظم يو تملقانه ظرافت دے ولې چې دا د تواريخ پۀ اصولو نۀ ده ليکلې شوې او پۀ دې کښې د افسانې وغېره مصدقه رواياتو عنصر زيات او د تواريخ براے نام دے. پۀ دې کښې بيان شوې يوه پېښه هم د مصنف چشم ديده نۀ ده او پۀ کومو پېښو کښې چې دا کسان کېدلے شي چې دا ئې د ‘تذکرة الابرار و الاشرار’ نه اخستې دي، هغه د خپل اصل نه ډېر تفاوت لري او کومې قيصې ئې چې د خلقو د خولې نه ليکلې دي، پۀ هغو کښې ئې صرف څلور خواجو ته منسوبې کړې دي او د نورو راويانو نامې ئې نۀ دي اخستې. پۀ کتاب کښې ورکړې شوې اخري پېښه يعني د خان کجو د ګهکړ پۀ سلطان ادم حمله د مصنف د ليکلو د وخت نه تقريباً یو اویا کاله مخکښې تېره شوې وه. دې د پاره د دغه کتاب بيانونه بغېر د تصديق نه منل د خطرې نه خالي نۀ دي ولې چې ځينې خبرې خو ئې د تواريخ د معتبرو خبرو سره سمون نۀ خوري ـــ مثلاً د بابر بادشاه (937-5-6-888-1-6هـ) او د بي بي مبارکه د ازواج د قيصې تفصيل مونږ به د خپل مطلب د وضاحت د پاره پۀ ذېل کښې د دغه کتاب د بيان (ص 102-95) نه ځيني ځايونه د بابر د خود نوشت سوانح عمري ‘بابر نامه’ (چغتائي،انګريزي ترجمه د مسز بيورج دوه جلده مطبوعه کلکته 1922) د دوېم جلد ص 376-375 سره مقابله کوو او چې چرې ضرورت وي، خپله رايې به وليکو.
- کتاب: بابر پۀ ديارون (واقع سوات) ډېره شه.
بابر نامه: بابر پۀ مندېش واقع وادي کهراج دېره شو(د مندېش ذکر به بيا هم وشي)
- کتاب: بابر نو لۀ بعضو خواصو سره پۀ جامه د قلندري کښې مهوري لره ورغے او د مهوري پۀ سر کښې يوۀ بلند لوړ مکان ته د شاه منصور تخت وئيلے شي.
بابرنامه: دا بيهوده بحث نۀ لري. راقم الحروف د جنګ پۀ ورځو کښې د بابر سره د ګڼو سرو مغلو د قلندري پۀ جامه کښې د خپل دښمن منصور کور ته ورتلل د منلو خبره نۀ ده خصوصاً پۀ دا چې بابر او شاه منصور خو دې نه اول هم پۀ خپلو کښې روشناسي وو لکه چې ذکر به ئې دې نه وروستي وشي.
- کتاب: اتفاقاً ورځ د لوے اختر وه، بابر هم پاس وروخوت. پۀ څپر کښې د شاه منصور لور بي بي مبارکه ناسته وه.
بابرنامه: دا بيهوده بحث نۀ لري.
راقم الحروف: د لوے اختر پۀ ورځ به بابر او د هغۀ خواصو پۀ مندېش کښې د عيد قربانيانې، خوشيانې، شراب نوشيانې او پۀ خپلو کښې مبارکباديانې کولې کۀ د قلندري جامې پۀ غاړه به ئې د دښمن پۀ کور کښې جاسوسيانې کولې؟ او پۀ دغو شپو ورځو کښې خو به شاه منصور اکثر بابر ته ورته او مزيدار او نشه کوونکي خواږۀ ‘کمالي’ ور وړل )د تفصيلات د پاره وګورئ ‘بابر برنامه II’ (373. بابر د 37 کالو پۀ عمر پۀ 925هـ کښې نشې شروع کړې دي. هغۀ به دومره شراب څښکل چې بې خوده به شو او قيونه به ئې کول. معجون به ئې هم خوړل او کمالي هم او زنا به ئې هم کوله د کوم يوه قېصه چې هغۀ پۀ خپله ليکلې ده )وګورئ “بابرنامهII ‘(417 او د بي بي مبارکه د وادۀ واقعه 925هـ ده. بابر د 910هـ او 930هـ پۀ منځ کښې پۀ پښتنو درې حملې کړې وې، هغۀ به هر چرته چې پښتانۀ موندل هغه به ئې شوکول او مړۀ کول او د هغو د سرونو نه به ئې ماڼۍ (کله مينارونه) جوړول. هغۀ به پښتانۀ د وينو د بيهولو پۀ اذيت ناکې طريقې وژل او واړۀ بچي به ئې هم نۀ پرېښودل لکه چې پۀ خپله پۀ بابرنامه (413-ii) کښې ليکي، ما د خضر خېلو پښتنو ټول بچي هم بنديان کړي وو او پۀ دغو کلونو کښې د ابا سيند درياب د قبلئيزې غاړې نه ئې واخله تر کوهاټ، هنګو، ټل، بنګش (کرم پاړه چنار)، بنو او لکي پښتانۀ، د کابل غلزئ، باجوړیان، د سوات دریاب او کاټلنګ د منځنۍ علاقې پښتانۀ او مهمندان شوکولي او وژلي وو ـــ او د بي بي مبارکه د وادۀ واقعه د 925 هـ ده. د بابر د شراب او کباب معجون او کمالي، زنا او ګناه او د پښتنو د شوک اوقتل پۀ شپو ورځو کښې به شاه منصور ایسپزي بابر ته ورته او مزېدار او نشه اٰور خواږۀ کمالي ور وړل. )بابرنامه (373 II او ملک احمد به هم ورته )’تذکرة الابرار و الاشرار’ ص 96 ، تواريخ حافظ رحمت خاني، باب سوم(
- کتاب : بابر نهايت پرې (پۀ بي بي مبارکه) مئين شو…. نور لۀ هغه ځايه ووت.
بابر نامه: يوه ورځ چې شاه منصور د خپل قوم د لوريه ما ته پۀ سفارت راغلے ؤ، ما د ایسپزو د لشکر سره د صلح پۀ نيت د شاه منصور نه د هغۀ لور وغوښتله.
- کتاب: پس لۀ هغې ئې ملک احمد شاه منصور ته وکښۀ چې بي بي مبارکه دوستي راسره وکاڼئ. ملک احمد او شاه منصور ورته وکښل چې زمونږ د مغلو سره چیرې نسبت نۀ دے شوے، دا به لۀ مونږ ونۀ شي…اخر ملک احمد د قام خبره ومنله راضي شي. اخر شاه منصور هم راشي.
بابر نامه: دا دروغه پنډه نۀ لري.
راقم الحروف: د کتاب بيان د کتاب د مصنف د ‘دروغ گو را حافظه نباشد’ يو بیّن مثال دے ولې چې دۀ پۀ دا نه پۀ اول ليکلي دي ملک مذکور )سردار تمام اقوام خشي ملک سلېمان شاه بن ملک تاج الدين بن ملک رځړ )وګورئ تواريخ حافظ رحمت خاني( دختر خود را به ميرزاي مذکوره )شهزاده الغ بېګ( منسوب نموده’ يعني سلېمان شاه خپله لور الغ ته وروه. اوس ولې چې ملک سلېمان شاه د ملک احمد ترۀ او د شاه منصور پلار ؤ نو احمد به د خپلې ترلې او منصور د خپلې خور د يوۀ مغل سره وادۀ نه ولې نۀ وي ورخبر او د دغه وادۀ بابت به ئې بابر ته داسې دروغ پۀ کوم مخ ليکل؟ هر کله چې بل لوري ته الغ بېګ پۀ 873هـ -907هـ کښې د کابل او بابر پۀ 892هـ کښې د فرغانه حکمران ؤ او دواړه د تيمور د اولاد نه وو نو ګمان اغلب دے چې بابر به هم هغه وادۀ ته ورخبر وي.
وَ الله اعلم بالصواب.
- کتاب: نوري بي بي مبارکه چې ډولۍ کښې واچوله.
بابرنامه: پۀ اس سورۀ ئې راوستله.
- کتاب: ملک احمد او شاه منصور د ترئ پۀ غاښي ودرېدل او د ترئ د غاښي او د بادشاه تر لشکر يو کروه لار وه. نور ئې غلامان خادمان ورسره کړل، دا ئې رخصته کړه. دوي ترې وجاروتل )بادشاه اميرانو ډولۍ پۀ مخ کښې واخسته، لشکر ته ئې ورسوله(.
بابر نامه: پۀ 925-1-25هـ (1519-1-27ز) د شاه منصور کشر ورور طاوس خان بي بي مبارکه منديش نومې کلي ته کوم چې پۀ وادي کهراج کښې دے، راورسوله.
رقم الحروف: ښاغلے يوسفي چې د “يوسفزئ پټهان” پۀ ص 414 د شاه منصور کومه فرضي شجره جوړوه وه، پۀ هغې کښې د شاه منصور د کشر ورور طاوس خان ذکر نشته خو يوسفي خو يو صحافي ؤ، څۀ مؤرخ خو نۀ ؤ.
- کتاب: بادشاه پس لۀ اتمام د کارِ خېر از موضع د يادون مراجعت نموده براه باجوړ به کابف تشريف بردند، و بي بي مبارکه رايه نهايت اعزاز برده.
بابرنامه: د وادۀ پۀ څلورمه ورځ يعني اتوار 925-1028هـ زۀ د مندېش نه روان شولم او تلم تلم چې باجوړ ته ورسېدلم.
راقم الحروف: پۀ 9-2-925هـ يعني د وادۀ نه پنځلس ورځې پس ئې بي بي مبارکه پۀ راتلونکي کال د جار وتلو پۀ قرارداد باجوړ کښې پرېښوه او بابر د هندوستان پۀ لوري روان شو. د هغې ورځې نه پس مونږ د بي بي مبارکه نوم پۀ ‘بابر نامه’ کښې نۀ وينو. )وګورئ ‘بابر نامه’ او ‘تاريخ مرصع’، نسخه پنجاب پبلک لائبرېري، ص(208 .
د بابر او بي بي مبارکه د وادۀ د افسانوي طرز بيان نه د کتاب د نورو بيانونو د غېر ثقه توب اندازه پۀ اسانه لګېدلې شي خو ولې چې د کتاب مصنف پۀ ډېرو خبرو کښې د راوياتو او قيصه ګويانو پۀ خبرو غولېدلے دے، دې د پاره د معاف کولو دے خو ښاغلي عبدالحليم اثر ته به څۀ وائي څوک چې بالعمد تاريخي حقائق بد رنګوي او غلط بياني کوي. مثلاً د خپل مضمون ‘علي خان’ مطبوعه ورځپاڼه ‘شهباز’ پېښور 9-10-11-1971 کښې ئې يو ځاے ليکلي وو، ‘سيد ډاکټر انوار الحق صاحب د يو خانداني دستاوېز نه ثابتېږي چې ارباب معزالله خان مهمند پۀ 1124هـ کښې د پېښور ښار حاکم ؤ.’
اوس ولې چې پۀ 1123هـ کښې خو ناصر خان د کابل د صوبې صوبېدار ؤ نو مونږ د حقېقت حال د معلومولو د پاره پۀ 19-1-1971 ډاکټر صاحب مذکور ته د هغۀ پۀ کلي شيدو کښې د هغۀ کور ته ورغلو چا چې پۀ ډېر تلطف خپل درې سره خانداني قلمي دستاوېزونه راښکاره کړل خو چې ګورو ئې نو پۀ هغو کښې پۀ يو کښې هم هغه خبرې نۀ وې چې اثر صاحب ليکلې وې. مونږ هغه دستاوېزونه رانقل کړل ولې چې د هغې پۀ اخر کښې د ګواهانو پۀ فهرست کښې پۀ دوېم نمبر ليکلي وو ‘ګواه شد. ارباب معزالله خان’ ـــ دا دستاوېز د سراې اکوړه پۀ محکمه قضا کښې پۀ 12-8-1203هـ ليکلے شوے ؤ. پۀ دا د شاه اسماعيل قاضي راغات د 1202 مهر لګېدلے ؤ او د يو بل ګواه پۀ مهر کښې 1201هـ ليکلي وو. مدعي ميا محمد بن مير حافظ عبد الحکيم بن حافظ مير عنايت الله بن حافظ مير رحمت الله ساکن د ملتان قوم قرېشي هاشمي او مدعا علېه د مدعي د خور مېړۀ صاحبزاده قطب شاه ساکن شيدو ؤ. دعويٰ د امانت مال د واپسۍ د پاره شوې وه.
دغه دستاوېز خو د هغه سره سمون نۀ خوړل کوم چې اثر صاحب ياد کړي وو خو زمونږ پۀ مکرر تپوس ډاکټر صاحب راته ووئيل ‘اثر صاحب هم دا دستاوېزونه کتلي وو او د دغو بغېر د ما نه بل دستاوېز نشته’. خو د ذکر شوي دستاوېز ‘ارباب معزالله خان’ نۀ خو مهمند ؤ نۀ پۀ 1124 کښې د پېښور نائب الحکومت ؤ او نۀ تعليم يافته ؤ ولې چې خپل نوم ئې هم غلط ليکلے ؤ.
پۀ پېښور کښې د مهمندو د اربابانو نه علاوه د اربابانو درې کورنۍ نورې هم دي او کېدے شي چې دا ارباب معزالله خان د هغو نورو اربابانو نه څوک وي او يا به سراې اکوړي کښې متمکن وي يا پۀ څۀ تقريب پۀ 12-7-1203 هــ د سراې اکوړه پۀ محکمه قضا کښې موجود وي او د نورو ګڼو ګواهانو سره به دۀ هم پۀ هغه دستاوژز خپله ګواهي اچولې وي او بيا چې اثر صاحب پۀ خپله مضمون ‘علي خان محمد زئ’ مطبوعه ‘قند’ مردان جنوري 1975 ص 235-242 کښې د معظم خان د شهادت بابت کومې اوتې بوتې ليکلې دي، د هغو د تحقيق حال د پاره مونږ تنګي ته ښاغلي شېر علي خان ته ورغلو. زمونږ پۀ دريافت ئې راته ووئيل چې زۀ نۀ خو قاضي عبدالحليم اثر افغاني سلارزئ ترکلاڼي د تخت بهايۍ پۀ رنګه پېژنم، نۀ ما ته چرته راغلے دے او نۀ مې د خپل نيکۀ ليکلي څیزونه ورښکاره کړي دي. بيا ئې پۀ ډېر کرم د خپل نيکۀ هغه ټول ليکل راښکاره کړل چې پۀ يو کتاپ کښې ئې خپله سوانح عمري ليکلې وه، پۀ بل کښې د کور د خرڅ حساب کتاب، پۀ بل کښې د خپل حج حالات، پۀ بل د خپلو پېژندګلو خلقو د مرګ تاريخونه وغېره وغېره خو مونږ يو ځاے هم قلمي تاريخي ياداشت ونۀ موندل د کوم ذکر چې اثر صاحب د خپله ځانه د خپل مضمون پۀ ص 231 کالم ذ کړے دے. د شېر علي خان دکور دوه برخې دي؛ يوه مردانه او بله زنانه ،او د دواړو پۀ منځ کښې يو دېوال دے چې پۀ هغې کښې يوه دروازه ده. د معظم خان دمرګ پۀ باره کښې راته ئې ووئيل چې ‘هغه خو پۀ جنګ کښې نۀ ؤ مړ شوے بلکې دا دېوال وينې، پۀ وخته زمانې کښې د دې پۀ تقريباً نيمګۍ کښې يو برج ؤ؛ هغه د شپې دلته اودۀ ؤ چې د هغۀ نوکر چې نوم ئې مير دستي ؤ او اصل باشنده د شېرپاو ؤ، هغۀ مړ او خپل کلي ته فرار شو. د معظم خان 20-25 تنه همسايه ګان ګوجران پۀ اسونو سوارۀ شول او شېرپاو ته ورغلل. پۀ رڼا ورځ ئې مير دستي مړ کړو. د هغۀ سر ئې پۀ نيزه وټومبۀ، تنګي ته ئې راوړو او د سمندرخان زوي معظم خان ته ئې پېش کړو. سمندر خان د دې پۀ صله کښې هغو ګوجرانو ته دا لاندې محله ورکړله کومه چې اوس هم پۀ محله ګوجران مشهوره ده او د هغوي جائيداد دے. ګوجران نن هم خپلې او د نورو خلقو زمکې کري او د تنګي خانانو پۀ خون بها کښې مهال قلبه شېرپاو د شېرپاو والو نه پۀ زبردستۍ قبضه کړو کوم محال ئې چې نن هم پۀ قبضې کښې دے. د معظم خان پۀ مرګ چا دا بيت وئيلے ؤ:
اسمانه کوز پۀ زمکه پرېوځې
چې معظم خان د مير دستي د لاسه مړينه
د سېف الله خان بابت راته ووئيل شول چې هغه خو يو کال کېږې چې مړ دے )يعني چې د اثر د ليکلو سره سم ولې چې هغه مضمون د ليکلو نه يو کال پس چاپ شوے ؤ(. بيا مونږ پۀ مردان کښې د صاحبزاده نور البصر نه تپوس وکړو، هغه پۀ ځواب کښې راته وخندل او وې وئيل چې اثر صاحب خو دغسې ليکل کوي، غرضيکه د اثر صاحب د ليکلو صحت يو ځاے نه هم نۀ شو ثابت.
ترجمې:
د دغه کتاب د فارسۍ ترجمې ‘خلاصة العجب’ لږ حال پۀ دا نۀ اول بيان شوے دے. ښاغلي دروېش خان د مطبوعه ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ اردو ترجمه چې مولوي محمد اسرائيل کړې او پۀ 1971 کښې شائع کړې ده، خو وئيلي چې دا د معظم د تحرير ترجمه ده کوم چې حافظ رحمت خاني غندلې وه. نو چې د اصل ئې دا حال وي نو ترجمه به ئې پۀ کوم سوال وي او دې د پاره مونږ پۀ دا ترجمې نور څۀ ليکل مناسب نۀ ګڼو، بغېر د دې نه چې پۀ ترجمې کښې بې شماره غلطيانې دي.
تقاضاے وخت:
د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’ د معظم شاه د تحرير د قلمي نسخې برټش موزيم او اٰر 4488 عکس لا پۀ لار کښې ؤ چې د پښتو اکاډمي پېښور قيسي غړو يو طوفان برپا کړو چې ‘اوس به د هغه تواريخ قلمي نسخې عکس راورسي کوم چې حافظ رحمت خاني پۀ فارسۍ ژبه ليکلې ده’. اخر هغه عکس راورسېدو او د دوي خولې چينګې پاتې شوې او وئيل به ئې چې دا کتاب نۀ خو پۀ خالصې پښتو دے او نۀ پۀ خالصې فارسۍ او دا خو د پير معظم شاه د پير سباک تصنيف دے. بيا د دې د تحرير )ايډټ( کولو کار ښاغلي طائر ته وسپارل شو چې هغه د سوات دے او دا کتاب به پۀ ښې طريقې تحرير کړے شي. هغه د تحرير د تکميل نه يو کال اول د کتاب د متعارف کولو پۀ غرض پۀ مياشتنۍ ‘پښتو’ رساله پېښورکښې مضمون پرې وليکو او د تماکو بادشاه ښاغلي روشن خان د کتاب د طباعت د اخراجاتو د متحمل کېدلو ذمه واري ووهله او اخر کار دا کتاب پۀ 1971 کښې د طباعت پۀ کاڼي مزين شو او ښاغلي طائر چې کومه ديباچه ورته وليکله، پۀ هغې کښې ئې دا کتاب د ‘تواريخ حافظ رحمت خاني’، ‘تواريخ افاغنه’ او ‘تواريخ خان کجو’ پۀ نومونو ياد کړو او د دې مصنف ئې بالمستقيم خواجو ملېزي يوسفزي او بالواسطه خان کجو وشمارۀ او مولف پېر معظم شاه ـــ لکه چې د دغو ټولو خبرو ذکر د دې نه اول شوے دے.
د کتاب د نشر کېدونه پس ایسپزيو او مندړو خپل تواريخ ته د انقلاب پۀ سترګه کتل شروع کړل. ‘يوسفزئ پټهان’ څلورم تحرير د دغه کتاب پۀ رڼا کښې پۀ نوي ډول وليکل شو. ښاغلي محمد پروېش شاهين ‘د بي بي مبارکه وادۀ’ نوم یو مضمون پۀ مياشتنۍ مجله ‘پښتو’ پېښور د اګست 1972 ص 23-29 کښې چاپ کړو.
مياشتنۍ ‘پښتو’ رسالې، ‘قند’ مردان ‘د شېخ ملي نمبر’ د ويستلو اعلان وکړو خو هغه پورې سپېره شو او رساله بنده شوه. اوس د خټکو يو ځوان د بابر او بي بي مبارکه د وادۀ پۀ داستان د فلم جوړولو تيارے کوي او د کتاب اردو ترجمه شائع شوه او دا هر څۀ د څۀ نه دي؟ د يوۀ مسترد شوي کتاب نه، د کوم چې نور تحريرونه او يوه فارسي ترجمه د اول نه موجوده ده.
لهٰذا د وخت تقاضا دا ده چې د ټولونه اول د کتاب د ټولو معلومو نسخو او ترجمې عکسونه حاصل کړل شي او د بهارت پۀ کتبخانو کښې د مزيدو نسخو تلاش وشي چرته چې د دې کتاب د يوې نيمې نسخې د موندۀ کېدلو قوي امکان دے او بيا د هغو ټولو پۀ مدد د دغه کتاب يو مدققانه تحرير پۀ جديدې مدققانه طريقې جوړکړے شي چې دا داستان څۀ خو د کتاب شکل اختيار کړي.
حرف اخر:
پۀ اخر کښې به مونږ د مطبوعه کتاب د ص 86-88 يوه قيصه پۀ ډېر اختصار سره او د کتاب پۀ خپلې ژبې کښې پۀ دا نمط وليکو چې څۀ خو د هغه وخت د يو بادشاه او يو قبائيلي سردار د اخلاقو او عاداتو او معاشرې د معمولاتو اندازه ورنه ولګي او څۀ خو د دغه اوچ او چيونژن او پُر از اغلاط مضمون د لولو نه پس د لولونکو د طبيعتونو د خوشحالېدلو سبب وګرځي.
‘ګویند چې ملک احمد او يو څو کسه کشران د ملک مبارک کره مېلمانۀ شو. هلته څلور وروڼه ډمان وو: اول سرکين، دوېم ادر، څلورم جونا. پۀ هغه شپه ادو او جونا دواړو سره د ملک احمد ښۀ خدمت وکړو او درسته شپه ئې سرود ورته وکړو او ادو ډېر خوش اوازه ښائسته ؤ. ملک احمد خان پرې مئين شو. ملک احمد خان سرکين ته ووئيل چې ادو لۀ ما سره کړه، ډېر ښۀ به درسره وکړم. نو سرکين ادو لۀ ملک احمد سره کړو. لۀ هغه ځايه پۀ هغه سبا ووتل. به کابل رفتند و ملازمت بادشاه حاصل کردند. بادشاه پرې ډېر مهربانه شو. خلوت خانې ته سره لاړل. جشن شراب خوري ئې سره اغاز کړ او چې ساقي پياله راوړله بادشاه ترې څۀ وڅښکل او څۀ ئې پۀ خپل لاس ملک احمد ته ورکړل. ملک احمد تسليمونه وکړل. هٰکذا درې مرتبې، اخرش پۀ بادشاه کښې اثر د مستۍ ظاهر شو. پاڅېدۀ پۀ رقص ولګېد او ادو مطرب ورته سرود شروع کړو اوملک احمد لکه فارسي ګوئي فصيح زبان، خوش اواز ؤ، پۀ مدح د بادشاه ولګېد. نو بادشاه از غايت مستي ملک احمد ته ووئيل چې ملکه! زۀ ستا مطرب يم، درته ګډېږم. ملک احمد ورته ووئيل چې تۀ زما صاحب ئې، د درست جهان بادشاه ئې. بادشاه بيا دا رنګ ووئيل. ملک احمد ووئيل چې تۀ بادشاه ئې، زما صاحب ئې. هٰکذا چند مرتبه دا رنګ )ئې( سره ووئيل. اخرش بادشاه لاس د ملک احمد ونيو. ملک احمد څخه يوه اشرفۍ وه، د بادشاه پۀ لاس کښې )ئې( کېښودله. بادشاه واخستله، لاس ئې ورته تعظيماً تکريماً پۀ خپل سر کېښود. پس لۀ هغې بادشاه خپله قبا ملک احمد ته ورکړله. ملک احمد ورته کورنشونه وکړل، وائې غوستله او هغه خپله قبا ئې ادو مطرب ته ورکړله.’