د ‘شهید خان’ خان جېلاني خان اتم تلین – محمد عیسٰي غریب

رښتيا هم پښتانۀ وائي ‘د مړاو اوبو سحر وېرېږئ او د تېزو اوبو سحر زړۀ نه غورځوي’. حکمت دا دی چې مړې اوبۀ بېخ وهي او لاره باسي خو تېزې اوبۀ هسې پۀ بیړه سره تېرېږي او ظاهري بڼه جوړوي. نوره پاتې شونې نۀ لري.

‘شهيد خان’ حاجي خان جېلاني خان اڅکزی هم لکه د مړو اوبو پۀ څېر پۀ خطر او محيط کښې د خاموشه سياست د لارې ژوند ته ادامه ورکړې وه. ځای پۀ ځای به ئې سياسي او اولسي غونډې هم وربللې. پۀ ظاهره خو ئې د هڅو لړۍ کمه او پټه خولۀ ئې اختيار کړې وه خو پۀ باطن کښې ئې عملي برخې تر ډېره رېښې غځولې وې. د قام او د وطن پۀ حقوقو به جنګېدو، د اولس ترمنځه شخړې به ئې هوارولې. هم د دې لارې ئې قرار قرار د خپل منزل پۀ لور مزل پېل کړی ؤ. پۀ ‘شهيد خان’ کښې زيات شمېر ځانګړنې او ښېګړې ليدل کېدې. ډېر باعمله او بااستعداده شخصيت ؤ، ساده مزاجه انسان ؤ. د باچاخان بابا قول دی ‘ساده خورئ، ساده اغوندئ او ساده ژوند تيروئ’ ـــ ‘شهيد خان’ هم دا ډول عام خوراک او عام ژوند تېرولو. توره جامه، توره صدرۍ او توره پګړۍ به ئې پۀ سر تړله. پښتنې رنګ شمله به ئې ورکړې وه. د خپل پښتني کلتور پۀ پلي کېدو کښې ډېر ښۀ او پښتني لباس ئې اغوستو. پۀ اسلام مئين او د خپل مذهب پالونکی ؤ. د باجماعته نمونځ پابنده ؤ . ثوابي روژې ئې زياتې نيولې. د تقويٰ پله ئې وزني وه. د اخلاقياتو څرک پکښې ځلېدو پۀ نرمه لهجه ئې خبرې کولې او ډېر سخي مېلمه خوښه انسان دوسته مشر ؤ. د بې وزلو سره ئې پۀ زياته کچه همدردۍ لرلې او هر وخت ئې ورسره تر خپله وسه مالي مرسته هم کوله. ‘شهيد خان’ حاجي جېلاني خان اڅکزی د علماء کرامو سره هم ښۀ وزله کوله، د قدر او احترام پۀ نظر ئې ورته کتل. هم دا رنګه پۀ افغانيت او پښتونستان مئين د فکر باچاخان بابا عدم تشدد ستر عمل کار او پېروکار ؤ. د پښتون افغان ملت د يو والي ارمانژن . د پښتنو سره د سوله ايز ژوند پۀ انتظار د ورانۍ او جنګ نۀ خوښونکی امن خوښه سړی ؤ. ‘شهيد خان’ د خپلې ژبې او ادب سره هم نزدې پاتې شوی او کار ئې ورته کړی دی. هغۀ يو ځل د سر لارې مبارز د تحريک ازادۍ د بېرغي قاضي ملا عبدالسلام بابا کتاب ‘طالب مذهب’ دوېم ځل هم د چاپ تر ستوني راويستو. داسې ئې د نورو اديبانو سره مالي مرسته هم کوله.

دیارلسم نومبر2018 د ‘شهيد خان’ جېلاني خان اڅکزي اتم تلين دی چې پۀ ډېرو تنګ او نازک ترينو حالاتو کښې لمانځل کېږي. لۀ يوې خوا عمومي امنيت لۀ ګواښه سره مخ دی .بل خوا ته خصوصي د فخر افغان باچاخان بابا د فکر دښمنان نۀ غواړي چې خدائي خدمتګاران قلاري ته پرېږدي. هغه ځان ته بېل مجلس دی، اوس هرڅوک پۀ دې پوهه شوي دي چې ولې دا امتيازي سلوک ورسره کېږي. ‘شهيد خان’ وړاندې دوه کاله پۀ 2016ژ پۀ اتم اګست د وکيلانو شهيدانو پۀ درد ناکه خونړۍ پېښه کښې ځوان زوی ايډوکېټ عسکرخان شهيد هم د لاسه ورکړی دی. اوس دا د شهيدانو کور کوم يو وير ولمانځي؟ اتم اګست 2016ز کۀ دیارلسم نومبر2010 او کۀ پۀ ملي مسئله د قیصه خوانۍ، هاتیخېلو، ټکر، بابړې او کۀ د کابل او کندهار وير وکړي؟ زمونږ د شهيدانو دا لړۍ تر ډېر وخته را روانه ده. دا زمونږ د تګلارې بل مشالونه دي او مونږ ته خپل هدف ښائي؛ لکه شاعر چې وائي:

مونږ ئې تل ياد کوو پۀ وياړو زمونږ ملي اتلان

را پاتې شوي د تاريخ پۀ ائينه ستوري دي

‘شهید خان’ جېلاني خان اڅکزي د پښتون قام او پښتونخوا وطن ريښتينی مشر او حقيقي ژباړن ؤ ځکه خو دښمن پۀ داسې فسادي ناروا او بې رحمانه توګه دخپل ځغلي او لوېدلي قام څخه بېل او پۀ شهادت ورسوي چې هغوي ته دا د منلو نۀ وه چې پښتانۀ دې داسې اصلي او قوي مشر ولري چې قام ته دې د خپل منزل لاره وښائي؛ لکه د شاعر وېناده:

شهيده! يو ستا پۀ وژنه ئې بسنه نۀ ده

پۀ دې وطن ئې هغه مۀ پرېږدي ښاغلي خلق

د خپل قام او خاورې د پاره پۀ خپلو وینو کښې لمبېدلي دا اتلان د پښتون افغان ملت د راتلونکي سباوون سور رنګ دی چې زمونږ راتلونکي نسلونه به ترې رڼا اخلي او د خپلواکه، هوسا او نیازبین ژوند درک به پرې مومي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …