پۀ بلخ کښې د پښتو نجونو زدکړې او خنډونه – نجیب الله پاڅون

د بلخ پۀ اکثره پښتون مېشتو سیمو کښې ښوونځیو ته د پښتنو نجونو تګ لرې او ستونزمنه خبره ده. ناوړه دودونه، پۀ سیمه کښې د ناسم ذهنیت شتون، ناپوهي او جهالت هغه څۀ دي چې د دغو سیمو د پښتنو نجونو د تعلیم مخه ئې ډب کړې ده.

زدکړه د هرې نجلۍ او هلک بنیادي حق دی او هېڅ څوک حق نۀ لري چې یو انسان لۀ دغه نعمت څخه محروم کړي. لوی خدای پۀ قران کریم کښې فرمائیلي، اٰیا برابر دي هغه څوک چې پوهه لري او هغه څوک چې پوهه نۀ لري؟

بشري نړۍ لۀ نارینه او ښځې څخه سرچینه اخلي. د یو نارینه تر څنګ نجونې هم ګڼ شمېر مسئولیتونه لري. دا چې ښځې هوسا ژوند او د دنیا او اخرت سعادت ئې پۀ برخه وي، پکار ده چې لومړی تعلیم وکړي.

یو عالم وائي کۀ چرته یو نارینه تعلیم ونۀ کړي نو یو انسان بې زدکړې پاتې کېږي خو کۀ یوه ښځه تعلیم ونۀ کړي نو یوه کورنۍ به بې سواده پاتې شي. هم دا راز بل ځای وئیل شوي دي چې د یو نارینه روزل یو شخص روزل دي مګر د یوې ښځې روزل بیا د ټول ملت روزل دي.

د بلخ پۀ پښتون مېشتو سیمو لۀ هغې جملې بلخ، چهاربولک، چمتال، دولت اباد او شولګره اولسوالیو کښې اکثره پښتنې نجونې لۀ زدکړو بشپړېدو مخکښې ښونځي پرېږدي. د ښوونځیو پرېښودو غټ لامل د پلرونو لۀ خوا د زدکړې او نجونو پر وړاندې د ناسم ذهنیت شتون دی. اکثره پلرونه خپلې نجونې پۀ دې خاطر لۀ ښوونځیو منع کوي چې د دوي پۀ اند نجونې ئې نورې سترې شوې او باید پۀ کور کښېنول شي. زیاتره پلرونه بې سواده وي او د زدکړې پۀ ارزښت نۀ پوهېږي.

دوېم لامل ئې پۀ پښتون مېشته سیمو کښې د پښتنو نجونو د تعلیم پر وړاندې ناوړه دودونه دي. پۀ اکثره پښتون مېشتو سیمو کښې د بې سوادۍ لۀ امله زیات پلرونه خپلې لوڼه ښوونځیو ته لېږل شرم بولي. بل لامل ئې د نجونو د پاره د ځانګړو ښوونځیو نۀ شتون دی. زیاتره داسې ښوونځي شته چې بیا ښځینه ښوونکې هم نۀ لري. پۀ کومه سیمه کښې چې بې سواده ښځې شتون ولري، هلته به ښځینه ښوونکې لۀ کومه شي؟

پۀ ځینو سیمو کښې چې ښځینه ښوونکې نۀ وي، هلته د ناسم امنیت لۀ امله لۀ ښار او نورو سیمو څخه ښځینه ښوونکې زړۀ نۀ ښۀ کوي چې دغو سیمو ته د ښوونکې پۀ حېث لاړې شي.

دا چې یوه کورنۍ هوسا او سوکاله ژوند ولري، باید پۀ خپلو لوڼو او هلکانو تعلیم وکړي. ښوونه او روزنه هغه څۀ دي چې زمونږ راتلونکی ژوند روښانه کوي.

دا چې پښتنې نجونې پۀ څۀ ډول وکړی شي خپلې زدکړې بشپړې کړي، یو څو د حل لارې مو دلته لیکلې دي. پۀ دغو حل لارو کښې د ‘صحراني’ لۀ لیکنې څخه ګټه اخستل شوې ده.

  • د ښځینه ښوونکیو روزنه او ګمال؛

پۀ دې کار سره به نجونې پۀ ډاډه زړۀ خپلو زدکړو ته لاس رسي ولري.

  • د عامه خبرتیا زمینه برابرول.

پۀ پښتون مېشته سیمو کښې باید د نجونو د تعلیم د ګټو پۀ اړه عامه خبرداري ورکړل شي تر څو د نجونو د تعلیم پۀ اړه ناسم او منفي ذهنیتونه چې زمونږ پۀ ټولنه کښې شتون لري، لۀ منځه لاړ شي. تر ډېره باید دیني عالمان پۀ ټولنه کښې نجونې تعلیم ته وهڅوي او د دوي پلرونو ته د زدکړو د ارزښت پۀ اړه پوره پوهاوې ورکړي.

  • د نجونو پلرونه باید د خپلو لوڼو د تعلیم پۀ برخه کښې پوره پاملرنه وکړي. دوي باید د لور او زوي پۀ روزنه کښې یو شان ونډه واخلي. د نجونو د بې وخته ودونو مخنیوی دې وکړي. د نجونو بې وخته ودول د تعلیم د مخنیوي پۀ برخه کښې لوی لامل دی.

کله چې نجلۍ خپل ښوونځی بشپړ کړی نۀ وي او وادۀ شي، د هغې راتلونکی خرابه شي او تعلیم ئې نیمګړی پاتې شي.

  • پۀ هر کلي کښې د نجونو لپاره باید ځانګړي ښوونځي جوړ شي تر څو د دغه سیمو نجونې پۀ اسانۍ سره وکړی شي خپلو زدکړو ته ادامه ورکړي.
  • د نجونو د ښوونځیو امنیت باید تأمین شي. پۀ دې برخه کښې باید د سیمې خلق لۀ هر څۀ مخکښې د امنیت د ټینګښت پۀ برخه کښې لۀ امنیتي ځواکونو سره یو موټی شي او د دښمن پر وړاندې ودرېږي.
  • کۀ غواړئ خوشحاله او نېکمرغه کورنۍ ولرئ نو پۀ خپلو نجونو تعلیم وکړئ. پۀ ځان هره سخته راولئ خو د تعلیم مخنیوی ونۀ کړئ.

زۀ خپله لیکنه د پښتو پۀ یوې ټپې پای ته رسوم،

لۀ ښوونځایه نه قلار نۀ شې

زۀ به پردۍ جامې ګنډم تا به ساتمه

اصف علي

زمونږ خبرې

څنګه ئې؟ دا ولې؟ خېر خو دے کنه؟ چرته ځې؟ ولې؟ څۀ وشو؟ څۀ خبره ده؟ چرته ئې؟ مۀ خفه کېږه، خېر به شي؛ داسې کېږي! ځه مړه! تۀ څوک ئې لا؟ مۀ خانده! پۀ خېر پۀ خېر! خېر، جوړ تازه! اے هلکه دا ولې؟ څۀ کوې؟ ډېر سور کښې ئې اشنا!

روټۍ خورې؟ چاے څښکې؟ راځه کنه څۀ يخ مخ وکړو! مړه داسې خو نۀ شې تلے! اے! راځه کنه مړه! نه نه بيا به شي!

پلار دې ښۀ دے؟ زما سلام ورته وايه! يو دعا به وکړو! تا ما ته نۀ وې؟ اوهو! دا څۀ وشو يار؟ تابعدار يم يار! کۀ څۀ وي وايه! مړه بس انسان د انسان پکار راځي، هېڅ غم مۀ کوه! اے ژوند دے، کله څنګه او کله څنګه، مونږ عاجز يو!!!

نو بيا؟ نور وايه کنه؟ څۀ به ووايم بس!

کار دې څنګه دے؟ هغه دغۀ سره خبره نۀ کوم? ډېر سور کښې به ئې! ښۀ سړے دے، بس اصولي دے. يار منم دې!

نه نه مړه! دا څۀ خبره ده؟ پۀ نيمه شپه هم اواز کوه! د ورځې چرته ئې؟ پۀ سر مې دړد دے! يوه ګولۍ واچوه! ياره ډېره ښه ګولۍ ده.

ګرمي ده يار! د مالګې او د نيمبو اوبۀ وڅښکه کنه! بچي دې څو شو د خېره؟ هو مړه! بس د غريب سړي به څۀ وایې؟ ښه ښه!

مۀ وايه کنه چې داسې کار به شوے وے! ولې نۀ يار! ښۀ ځه! بيا راشه ګپ به ولګو کنه! ياره اوس مې څۀ کار دے، ناوخته کېږي.

ډېر پۀ منډه یې!! نه نه ګل پسند ته سلام وايه او اے! هغه شمشېرے څنګه شو؟ دې دوېم وادۀ خراب کړے یې؟

ياره بس څۀ به وے؟

پرون مې ليدلے ؤ، ښۀ دے. هلکه تۀ بيا راچکر شه! يوه خبره ده. ښه! دا څنګه خبره ده؟ هو کنه يار! ډېر ښۀ وشو.

نه نه! داسې نۀ وه پکار يار! ډېر خفه يم خو بس څۀ کولے شو؟ ښه ځه ګورو به!

اے! دومره نۀ یې! تۀ لا زما بچے یې! دا ويښتۀ مې پۀ نمر نۀ دي سپين کړي! تۀ خو زما لاس کښې لوے شوے یې. زما پيشو ما ته میو؟ سم به دې کړم! اے! کۀ غر لوے دے پۀ سر ئې لار شته.

ځۀ مړه! يار ستا دے، لاس دې خلاص! دا ګز او دا مېدان. دا وخت به هم تېر شي. غر پۀ غر ورځي او انسان پۀ انسان ورځي. بس دنيا ده!!! ملک د پښتو دے. هو اشنا! نن ما ته خبرې کوي!!! کومو خلقو ته پاتې شو؟ بس څۀ به وے يار؟ ځه اودۀ شه! ګپ لګوم مړه! خفه نۀ شي!!! دا له څنګه ګپ دے؟

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …