د ‘رېسرچ لائبرېري’ )څېړنیز کتابتون( لۀ خوا د اېوارډونو اهتمام – فضل الرحمان خېشګي

 

د خېبر پښتونخوا د شاعرانو، اديبانو او څېړنکارانو د حوصله افزایۍ لپاره د اېوارډونو او نغد انعام ورکولو لپاره د ‘رېسرچ لائبرېري’ لۀ اړخه يوه غېر معمولي غونډه پۀ ريسرچ لائبرېرۍ، ورسک روډ بالمقابل فاټا سیکرټرېټ، فرمان منزل پېښور کښې تابيا شوه. د دې غونډې مشر مېلمه د صوبائي اسمبلۍ ډپتي سپيکر محمود جان خان ؤ او صدارت ئې سعدالله جان برق وکړو. د غونډې کوربانۀ سليم راز صاحب او ډاکټر فصيح الدين اشرف وو. چونکې د ډاکټر فصيح صاحب تعلق د پوليس محکمې سره دے خو د هغۀ د علم سره دوستي او د علم نوازۍ مثال چرته هم نۀ ملاوېږي او د دۀ دغه غېر معمولي علم نوازي د پوليس محکمه سماجي او علمي خدماتو باندې فخر کوي.

د غونډې شروع کښې ډاکټر فصېح الدين ټولو مېملنو ته پۀ خېر راغلاست ووې او زياته ئې کړه چې ما دا ځل پۀ ډېره معمولي سطح باندې دا پروګرام تابيا کړو، راتلونکي وخت کښې به د انعاماتو دائره نوره هم وسيع کړې شي چې دې سره به د ليکوالانو حوصله افزائي ممکن شي. سليم راز صاحب هم د کوربه پۀ حېث ټولو راغلو مېلمنو ته پۀ خېر راغلے ووې او د ډاکټر فصيح الدين صاحب دا موجوده کاوش او د رېسرچ لائبرېرۍ کردار چې د پېښور د پښتنو بچو لپاره ډېره پۀ زړۀ پورې ذريعه ده او د دې اهميت د دې خبرې نه هم جوت دے چې پۀ هره موضوع او هره ژبه کښې به داسې کتاب نۀ وي چې د رېسرچ سکالر او د کالج او يونيورسټۍ لپاره پۀ دې لائبرېرۍ کښې ډاکټر صاحب نۀ وي دستياب کړے.

د غونډې مېلمه ښاغلي محمود جان خان پۀ خپله وېنا کښې ووئيل چې پۀ دې لائبرېرۍ کښې چې د ليکوالو لپاره د حوصله افزایۍ کومه هڅه کېږي، دا د ستائېنې وړ کار دے. هغۀ زياته کړه چې زۀ پۀ دې کوشش کښې يم چې د رېسرچ لائبرېرۍ لپاره د داسې ځاے لټون وکړم چې ورسره دومره ځاے وي چې هال پۀ کښې هم وي او د لوست لپاره پۀ کښې هم ګنجائش زيات وي او بل دا چې داسې ځاے وي چې د پېښور د ټولو خلقو لپاره پۀ تګ راتګ کښې هم اسان وي.

د غونډې صدر جناب سعدالله جان برق صاحب ووئيل چې د حکومت ذمه واري جوړېږي چې د شاعرانو، اديبانو او د طالبعلمانو لپاره د داسې ځايونو بندوسبت وکړي چې زيات نه زيات خلق ترې فائده اوچته کړي او د نن وخت د فضولياتو نه پۀ ډډه د تعليم او علم پۀ حصول خپل وخت قيمتي کړي.

د دې نه پس پۀ مقابله کښې د مختلفو افسانو، شاعرۍ، تحقيق، تنقيد، سوانح، افسانه، ناول، تکل، طنز ومزاح او مختلف سماجي علومو کتابونه شامل وو. پۀ انعامي مقابلو کښې چې کومو کتابونو له اول انعام ورکړے شو، پۀ هغو کښې ‘محبت ګنګناتي هے’ د ډاکټر پروفېسر اظهار الله اظهار، د ‘پښتو ډرامه’ تحقيق رشيد احمد، ‘د سلطان محمود قلندر کليات’ شاه محمود غزنوي او ‘پۀ خپله خاؤره’ ابراهيم رومان ته انعامات او شيلډ ورکړے شول.

پۀ دوېم نمبر کښې اردو افسانه ‘يخ بسته دهليز’ پروفېسر زبېر شاه، ‘دُرِ يتيم’ عبدالحيمد زاهد، ‘ژوند پرست’ امجد شهزاد او ‘د چرچڼو توت’ ګل محمد بېتاب ته انعامات ورکړے شول.

دريېم انعام کښې ‘معاشرتي تکافل’ ډاکټر حسېن محمد قرېشي، ‘څېړنه او تنقيد’ لعل بادشاه خيالي، ‘د سپرلي پۀ انتظار’ ودود هشنغرے او ‘تور مخونه’ اياز الله ترکزے شامل وو.

پۀ دې کښې ځینو کتابونو ته خصوصي انعامونه هم ورکړے شول چې پۀ کښې ‘اسلام، جمهوريت اور آئين’ مولانا محمد اسرار مدني، ‘پوليس اور تفتيش جرائم’ ميا نصيب جان SP، ‘کلام د چا پۀ نوم د چا’ شوکت علي خريکوال، ‘فېض احمد فېض او زندان’ محمد اسلام ارماني، ‘بهولے بسرے پختون’ امين الله ګنډه پور، ‘زرپاش’ پروفېسر ډاکټر سميع الدين ارمان، شامل وو.

پۀ غونډه کښې د پښتونخوا ليکوالانو، د غېر سرکاري تنظيمونو ارکانو او زنانو ګډون وکړو. د غونډې د نظامت فرائض پروفېسر شکيل احمد ناياب تر سره کړل.

پۀ اخره کښې خصوصي مېلمه نوموړي دانشور سعدالله جان برق ته د هغۀ د پنځوس کلنه تحقیقي او علمي خدماتو پۀ تر سره کولو توصيفي شيلډ ورکړے شو او نوموړي اديب سليم راز صاحب ته د رېسرچ لائبرېرۍ يو يادګاري شيلډ خصوصي مېلمه ته وړاندې کړو.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …