‘قومي سوانح’ – ځلان مومند

 

 

فضل الرحیم ساقي،’خدائي خدمتګار: د پښتنو د ازادۍ د تحریک یو مختصر تاریخ’، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2012، مخونه 11-8

فضل الرحیم خان ‘ساقي’ پۀ کال نولسوه څلور (1904) کښې د رځړو اشنغر د کنان خېلو عبدالعزیز خان کره پۀ وردګه کلي کښې زېږېدلے ؤ. هغه د باچاخان باوري ملګرے او کلک او متحرک خدائي خدمتګار ؤ. هغه د هر قامي تحریک پۀ یو پړاو هم د کوم ازمېښت، قېدوبند، تکلیفونو او کړاوونو نه پۀ ډډه شوے نۀ ؤ.

د خپل عملي کردار سره سره د هغۀ قلم هم روان او ګویان ؤ. د ‘ډک جام’، ‘نیم جام’ پۀ نامه د هغۀ شعري ټولګو سره سره ‘ژوندون’، ‘د صبر جنګ’، ‘کفایت شعاري’، ‘خدائي خدمتګار’، ‘درې قیصې’ )’شهید د وطن’، ‘رښتونې قیصه: وادۀ وشو'( سره د هغۀ خطونه هم چاپ دي. هغه د یو ژوندي او تود ژوند تېرولو نه پس د نومبر پۀ وړومبۍ نېټه نولسوه څلور نوي (1994) کښې پۀ حق ورسېدو او خپل کلي وردګه کښې خپله پلرنۍ ادیره کښې خاورو ته وسپارلے شو.

د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ څخه ملګري ظفر الله بخشالي د ارواښاد فضل الرحیم ساقي پۀ ژوند او فن د ډاکټرېټ ډګري د ښاغلي ډاکټر محمد جاوېد خلیل پۀ نګرانۍ کښې ترلاسه کړې ده. د نومبر میاشت کښې د ساقي صاحب د کلیزې پر مهال ‘پښتون’ د ساقي صاحب کتاب ‘خدائي خدمتګار’ نه د ښاغلي ځلان مومند دغه لیکنه خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي.

د ستر باچاخان تحريک سره تړلو ټولو هغه مشرانو چې ليکل لوستل ئې شوق ؤ، وړومبے هدف دا ؤ چې د باچاخان پېغام خلقو ته ورسوي. هرکله چې د ادب هر صنف کښې داسې مقصدي رفعت راشي نو بيا د داسې ليکونو د ادبيت فېصله يا د قومي ادبي حېثيت تعين پۀ عمومي ادبي پېمانو کول سخته نا انصافي بلکې د بد ديانتۍ پۀ زمره کښې راځي او صرف د ادب يو نقاد ته سياسي ادبي فنپارې د حېثيت متعين کولو ذمه واري ور پۀ غاړه کول بيخي خيانت دے. داسې نقادان چې د سياسي ادب مطالعه ئې نۀ وي او يا د سياست د اصولو، جدوجهد او نورو سختيو نه خبر نۀ وي، هغوي پۀ خپلو ليکونو کښې د سياسي ادب فنپارو د حېثيت د تعين کار شروع کړي او څوک پرې اعتبار وکړي نو دا به لا زياته لويه الميه وي. د ستر باچاخان د ملګرو ليکونکو د فني عظمت لۀ ټولو لوے ثبوت خو دا دے چې مونږ دې دا وګورو چې هغوي د باچاخان د پېغام رسولو کښې څومره کاميابه شوي وو. د دې ځواب کښې د دغه ښاغلو لويو هستيو ته د سلام نه بغېر بله هېڅ خبره نۀ شي کېدې. د دوي خو ډېره لويه کاميابي دا هم ده چې قوم کښې ئې د ليک لوست شوق پېدا کړو . کلي پۀ کلي ئې شاعران پېدا کړل او د دې نه لويه د فخر خبره به څۀ وي چې نورو تحريکونو کښې د قلم خاوندان شاملېږي او دې تحريک د قلم خاوندان وزېږول. هم داسې دا خبره هم د ياد ساتلو ده چې کله يو نقاد د خدائي خدمتګار تحريک سره د تړلو ليکونکو د ليکونو جاج اخلي نو يوه اهمه نکته دې دا د نظر لاندې وساتي چې دا فن پاره د دې مقصد لپاره نۀ ده ليکلې شوې چې د ليکونکي قد دې اوچت کړي يا دې ترې څۀ نور ذاتي يا انفرادي مفاد ترسره شي بلکې د دغه ليکونو مقصد دا ؤ چې قوم دې بېدار شي او معروضي حالاتو ته دې يو ډېر لوے حساسيت ولري. دا خبره هم د هېرولو نۀ ده چې يو عام ليکونکے خو د خپل ليک معاوضه پۀ ګټه پۀ څۀ نه څۀ مادي صورت اخلي ولې د باچاخان تحريک سره تړلو دغه ليکونکو خپلو ليکونو لپاره ځان مرګ ته هم نيولے ؤ. ايا د دې نه به زيات هم د عظمت څۀ پېغام وي؟ او بيا دا خبره خو لا زياته د غور ده چې دا قومي ليکونکي صرف ليکونکي نۀ وو، دوي خو هر يو پۀ خپل ځاے سره مبارزين هم وو. د پېرنګي او پاکستان د جېلونو غازيان او شهيدان وو. کومې سختې وې چې دوي نه وې زغملې او پۀ يو ډېر معاندانه ماحول چې هم د خپلو او هم د پردو د لاسه جوړ ؤ، کzښې ئې دا ډېوې بلولې.

د محترم فضل الرحيم ساقي صاحب دا کتاب هم د دغې زنځير يوه کړۍ ده. ا ګر کۀ دا يوه ډېره منظم او منضبط سوانح نۀ ده خو بهر حال دا ياداشتونه هم د سوانح پۀ صنف کښې راځي. د متن او د مواد پۀ لحاظ کۀ وګورو نو دا کتاب د پېرنګي او د پاکستان جمهور او جمهوريت کشه واکمنو کښې د باچاخان او د هغوي د ملګرو د قربانيو او جدوجهد يوه اجتماعي سوانح ده

1963 – باچاخان هوائي ډګر، پېښور

ولاړ لۀ ښي لاسه: ملک رحم داد خان میراخېل، محمد اسلم خان ایډوکېټ، حکم محمد اسلم خان سنجري، دوست محمد خان کامل مومند، ارباب سېف الرحمان خان، میا صاحب د چارسدې، لالا ایوب

ناست لۀ ښي لاسه: قاسم جان ایډوکېټ، جلال الدین اکبر ایډوکېټ، فضل الرحیم ساقي

ځکه ورته بغېر لۀ څۀ باکه قومي سوانح هم وئيلے شو.

د کتاب نه دا اندازه ښۀ پۀ اسانه لګي چې خدائي خدمتګارانو د باچاخان پېغام خورول پۀ ځان څنګه فرض کړي وو او دوي د قوم او وطن فکر له پۀ خپلو ټولو انفرادي او ذاتي احساساتو او فکرونو فوقيت ورکړے ؤ. د خپل مشر پۀ اخلاص ئې دومره باور ؤ چې هره سخته ورته اسانه ښکارېده. دا باور بې دليله نۀ ؤ. باچاخان خپل قول و عمل نه دا خبره سر ته رسولې وه چې هغوي هرې سختې ته لۀ ټولو وړاندې ولاړ وو. هم دا وجه وه چې د هغوي ملګرو پۀ اخلاص او صدق کښې هم د هغوي نمونه قائمول خپل فرض عېن ګڼلے ؤ. دغه خدائي خدمتګارو چې کله د باچاخان پېغام د پښتونخوا ګوټ ګوټ ته رسول “تبليغ” بللو، هغه وخت د تګ راتګ هغه اسانۍ نۀ وې کومې چې نن سبا دي، د امروزه ژوند سهولتونه هم هغه نۀ وو کوم نه چې نن سبا خلق عام واقف دي. موسمي شدائد پۀ خپل حجم او کميت کښې سېوا ځکه وو چې مخه ئې پۀ يوه طريقه هم نۀ شوه نيولې

کېدې. د ارام او سکون نومې عناصر هسې هم کم وو خو خدائي
خدمتګارو خو دا دوه لفظونه د خپل کتاب نه پۀ هره پېمانه ويستي وو. محترم فضل الرحيم ساقي صاحب چې کله ستر باچاخان د اپريدو علاقې ته تبليغ لۀ لېږلو او هغه واقعه څنګه هغوي نقل کړې ده، ډېره اشک اوره ده. ساقي صاحب او د هغوي ملګرو ته خپلو وړو وړو بچو نه رخصتېدل سخت نۀ ښکارېدل خو چې کله دوي د باچاخان نه جدا کېدل او تيراه ته تلل خو دغه جدائي ورته دومره سخته ښکارېده چې ذکر ئې هم کړے دے. بيا چې څومره مزل دوي کولو ټول پېدل ؤ، سخته ګرمي وه، ساقي صاحب ليکي چې ،.

“زۀ د قدم اخستو نه ووتم، چې شپږ اتۀ ګامه به لاړم نو بيا به کښېناستم. پښو مې بېخي کار پرېښودو او د غرۀ وېخ ته ايله ماښام ور ورسېدو. ما ملګرو ته ووې چې ځئ تاسو لاړ شئ ، ما دلته پرېږدئ،. سبا له راپسې قچر راولئ، کۀ ژوندے وم نو قچر به مې بوځي او کۀ مړ وم نو دلته به مې ښخ کړئ. هغوي وې چې دا به څنګه وشي چې تا پرېږدو او مونږ لاړ شو؟ يا به ټول دلته د زمرو خوراک شو يا به ټول يو ځاے ځو. دوي صلاح وکړه چې وار پۀ وار به ئې پۀ شا کوو او پۀ دې غرۀ به خېژو. فقير محمد پۀ شا کړم خو چې لس اتۀ قدمه لاړو نو د هغۀ پښې هم ودرېدې. کوز شوم هغه بل پۀ شا کړم، هغۀ هم لس اتۀ قدمه يوړے شوم اوکوز ئې کړم ځکه چې دومره ستړي خو هغوي هم وو. بل پۀ غرۀ پورته ختل وو او پۀ شا بل سړے خېژول اسان کار هم نۀ ؤ. چې سپوږمۍ رڼا خوره کړه او زۀ د لارې نه پۀ غاړه پروت وم، ناڅاپه راته د باچاخان هغه ښکلے مخ رامخکښې شو چې مونږ ئې رالېږلو . بس د هغه مخ پۀ تصور مې پۀ زړۀ کښې طاقت پېدا شو او پاڅېدم روان شوم، خو دغه تصور مې ورانولو نۀ او روان وم او پۀ جندرک غر باندې ختم او بالکل پۀ ځان نۀ پوهېدم چې ګنې زۀ هغه پروت ساقي يم. چې د غرۀ سرته ورسېدو، شا ته مې وکتل نو د ملګرو مې هېڅ پته نۀ وه. چې اواز مې وکړو نو د غرۀ د نيمې نه هغوي اواز وکړو چې درغلو. چې دوي را رسېدل نو زۀ پۀ ناسته بيا يخ شوے وم.”

دا ډېره اهمه واقعه ده. د باچاخان د قيادت، اهليت يا د روحانيت بحث دلته مقصد نۀ دے بلکې دې نه غرض دا ثابتول دي چې خدائي خدمتګارانو څنګه سختو شدائدو کښې کار کولو او بيا ئې باچاخان سره عقيدت پۀ حسياتو او طبعياتو پۀ کوم شدت جاري ؤ.

يوه بله ډېره اهمه خبره دا وه چې خدائي خدمتګارانو خپلې ټولې سرګرمۍ باقاعده دستاوېزي حالت کښې لرلې او بيا ئې د رپورټنګ يو پوره نظام ؤ. داسې مربوط او باقاعده نظام نن هم يو تحريک نۀ لري. کتاب کښې د جېل دننه هم د خدائي خدمتګارانو د ژوند عکاسي شوې ده او دا لا د فخر خبره ده چې د باچاخان ملګرو پۀ قېد کښې هم د هغوي تعليماتو باندې هم داسې عمل کولو لکه څنګه چې ئې د جېل نه بهر کولو. هم دا وجه وه چې جېل کښې دننه هغوي يو داسې کُلي توقير لرلو چې نورو سياسي قېديانو ئې صرف ارمان کولے شو. دا خبره هم سر ته رسي چې د جېل افسرانو کښې هم داسې پۀ حريت مئين خلق وو چې هغوي ته خدائي خدمتګاران د قوم رښتوني مشران او رهبران ښکارېدل او دا ځکه چې هغوي جېل کښې هم د داسې يو رعايت نه فائده اخستل مناسب نۀ ګڼل چې هغه د جېل قوانينو کښې موجوده نۀ وه. دا خبره احساس رالړزوي چې د باچاخان ملګرو څومره رومانوي قربانۍ هم ورکړې وې. ساقي صاحب د هري پور جېل نه خپل زوي محمد نواز خان لالا ته چې کوم خط ليکي، هغه ئې يو دليل دے. حقيقت کښې واړۀ واړۀ بال بچ پرېښودل او جېل ته تلل هم د هغه کهول سنت او باتوري وه.

زۀ د باچاخان ټرسټ مشر امير غزن خان هوتي ډېر ممنون يم چې هغوي زمونږ کار ته تل پۀ درنه سترګه کتلي دي. دې سره د ګل بي بي (د ساقي صاحب مشرې لور)، نواز لالا، ډاکټر زبېر حسرت، سيد محمود ظفر او مشتاق مجروح ایسپزي صاحب هم مننه کوم او د پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت هم شکر ګزار يم چې هغوي د کتاب د چاپ پۀ حواله ډېر کومک او مرسته کړې ده.

خلقو علم پسې ډېرې خوارۍ وکړې
خو ساقي لره ورکړے خداے ویړیا دے

ارواښاد فضل الرحیم ساقي

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …