د اتۀ دېرشمې کليزې د دستورې روداد
باچاخان مرکز پېښور دې وي او د پښتوادبي پروګرام دې وي.
د کال 2018 د اکتوبر اتۀ ويشتمه نېټه وه چې مونږ باچا خان مرکز پېښور کښې د ټولنې د اتۀ دېرشمې کليزې د نمانځغونډې کولو تابيا کړې وه. د ټولنې باني غړي راغلي وو. زۀ د لاچۍ او الياس ټلوال د پېښور دلزاک روډ نه، صابر احمد صابر د کراچۍ نه پۀ خصوصي توګه او مشتاق احمد مشتاق د ويسا اټک نه، بشير احمد بشير او عادل عالمګير د سوات نه سره د ملګرو راغلي وو. زمونږ د ټولنې د وړومبي پنګور خداے بخښلي شيربت خان صياد ورور اٰيت الله خان بنګش دحيات اباد نه د خپل ارواښاد ورور پۀ نمائندګۍ راغلے ؤ. هم دا رنګې د کوهاټ، هنګو، ټل، دير، نوښار، تخت بهايۍ او د پېښور خوا و شا نه شاعران اديبان پۀ ګڼ شمېر کښې راغلي وو. م ر شفق له دې الله پاک لوے ژوند ورکړي چې همېشه ئې زمونږ د نيمې خولې پۀ وېنا ځان هرې ادبي غونډې ته رسولے دے. د اے اېن پي ګران مشر ميا افتخار حسېن سره د ډېرو خطرو راغلے ؤ. د مشر مېلمه پۀ چوکۍ سعودي عرب کښې د پاکستان پخوانے سفير ظهور الحق ظهور ناست ؤ. ورسره حاجي سبز علي خان هم خصوصي مېلمه د پاره غوره کړے شوے ؤ خو هغوي د پښتونخوا سابقه د لائيو سټاک صوبائي وزير حاجي هدايت الله تر څنګ د نورو مېلمنو سره ناست ؤ.
د پروګرام وخت لس بجې ټاکلے شوے ؤ خو دا خو مونږ قسم کړے دے چې يو پروګرام به هم پۀ وخت نۀ شروع کوو او نۀ به پۀ وخت پروګرام ته ځان رسوو ــــ نو يوولس بجې حيات روغانے مائيک ته راغے او د دستورې باقاعده پېل ئې وکړو. ښاغلي نور الامین ایسپزي د مېلمنو د هر کلي پر مهال ووئیل، باچاخان مرکز د ټولو پښتنو شریک کور دے. دلته ستاسو د راتګ اهتمام او مېلمستیا پۀ مونږ فرض دي. زۀ چې دوبۍ ته تلے وم نو هلته ما ملګرو ته وئیلي وو چې دوبۍ د پښتنو نړيواله حجره ده، دلته د پښتون افغان وطن د هرې سیمې خلق ژوند کوي. تاسو ټول دلته د خپلې خاورې سفيران يئ. باید مونږ پۀ دې پوهه شو چې زۀ څوک يم، زما کار څۀ پکار دے؟ بايد چې هر سړےخپلې ذمه وارۍ وپېژني ځکه چې زمونږ قامي وحدت پۀ ټکړو کښې وېشلے شوے دے؛ نيم افغانستان، نيم پۀ هند کښې او نور پۀ پښتونخوا او بلوچستان کښې پروت دے. د دې قامي وحدت روزنه او پالنه پکار ده. زمونږ د زرګونو کالو ژبه لا د خپل قام د تعليم ذریعه نۀ ده ګرځېدلې. ادب د ټولو ژبو ترمنځ يوه لويه ذريعه ده. لکه څنګه چې پۀ خلیج کښې د پښتو ژبې د ادبي ټولنو خپلو کښې يو بل سره تړون دے، دلته هم داسې تړون ضروري دے چې هم به د يو بل نه زدکړه کېږي او هم به قامي وحدت راپېدا کېږي. هم دا رنګې پروفيسر اسير منګل د اماراتو پښتو ادبي ټولنې متحده عرب امارات اتۀ دېرش کلن ادبي او فرهنګي خدمات وستائيل. فضل مومند چې د سعودي عرب کښې ئې د پښتو ادبي تنظیمونو پۀ تاریخ او ادبي کلتوري هلوځلو مقاله وړاندې کړه، ووئيل چې زرين پريشان د ‘هېواد ادبي تړون’ پۀ نوم يوه ادبي ټولنه جوړه کړې وه چې تر ډېرې مودې ئې پښتو ادب او ژبې د پاره کار کړے دے. وروستو بیا نور تنظیمونه مو هم پۀ مختلفو نامو مخې ته راغلل او یو شمېر کتابونه ئې هم چاپ کړل.
‘د خوېندو ادبي لښکر’ )خال( مشرې اغلې کلثوم زېب د اماراتو پښتو ادبي ټولنې متحده عرب امارات ادبي خدمات وستائيل او پښتو ادب د پاره چې نن سبا پښتنې ښځې کومې منډې ترړې وهي، د هغو ذکر ئې وکړو. اغلې کلثوم خپلو لیکلو تاثراتو کښې ووئيل، د اماراتو پښتو ادبي ټولنه متحده عرب امارات اتۀ دېرش کاله پوره شو. دا د دغه ادبي ټولنې ټولنې د ټولو ملګرو او همکارانو فکري هماهنګي او استقامت ثابتوي.
دې پسې اعجازخټک د دې ټولنې د تاسیس او هلو ځلو پۀ لړ کښې خپله لیکلې مقاله کښې ووئیل، د اماراتو پښتو ادبي ټولنه متحده عرب امارات د اتۀ دېرش کالو تاريخ ته چې ګورم نو يو لوے سمندر زما پۀ مخ کښې پروت دے؛ پۀ کوزه کښې ئې بندول زما د وس کار نۀ دے ځکه چې وخت دومره لنډ تنګ دے چې مجبوراً به کوزه ورډوبوم نو پۀ دې کوزه کښې چې څومره څۀ راغلل ، هغه څۀ به درته بيان کړم.
- د اماراتو پښتو ادبي ټولنه متحده عرب امارات پۀ دوېم اکتوبر کال نولس سوه اتیا (1980) کښې جوړه شوه چې باني غړو کښې ئې الياس ټلوال، صابر احمد صابر، ارواښاد شيربت خان صياد، مشتاق احمد مشتاق، ايوب سلطان بنديوان، سلطان فريدي او الطاف حسين الطاف شامل وو او وړمبۍ کابينه ئې څۀ پۀ دې ډول جوړه شوې وه:
- صدر الياس ټلوال ،ټل
- نائب صدر صابر احمد صابر، سوات
- عمومي سېكتر اعجاز خټك، لاچۍ/ کوهاټ
- کشر سېكتر ايوب سلطان بنديوان، مکوړي/ کرک
- پنګور شيربت خان صياد،ټل
- د اطلاعاتو سېكتر مشتاق احمد مشتاق، ويسا/ اټک
- غړي:
- الطاف حسين الطاف، کانجو، صوابۍ
- غلام هادي مِظهر مسعود
- نواب شېر استاد، بام خېل، صوابۍ
- يوسف استاد، جهانګيرے، صوابۍ
- سراج الدين خاورې، سوات
- سراج الدين ظفر، سوات
- عربستان كښې د پښتو وړومبۍ مشاعره:
د ټولنې د اهتمام لاندې د كال 1980ز د اكتوبر پۀ شلمه نېټه د پښتو وړومبۍ مشاعره وشوه كومه چې د حاجي لال بت خان پۀ دېره ‘القيصص’ )دوبۍ( كښې شوې وه. دا مشاعره د لوے اختر پۀ مناسبت وه چې پكښې سوونو پښتنو ګډون كړے ؤ. تر هغه وخته پورې پۀ دوبۍ کښې د پښتنو تفريح طبع د پاره د هندي فلمونو نه علاوه هېڅ داسې نۀ وو چې دوي پرې خپل ستړي ذهنونه دمه کولے شول. نو چې کله دا مشاعر ه راجوړه شوه، د ماسخوتن نمانځۀ نه پس نهه بجې شروع شوه او د سحر نمانځۀ بانګ پورې جاري وه. كله چې د دې مشاعرې پوسټرې مونږ خلقو ته ورسولې نو مونږ ورباندې د خوشحال بابا او د رحمن بابا تصويرونه چاپ كړي وو نو خلقو به ووې چې دا دواړه شاعران به راځي او مونږ ته به پۀ دوكړو باجو مېلس كوي . هغوي ته دا پته نۀ وه چې دا دواړه خو درې نيم څلور سوه كاله وړاندې پۀ حق رسېدلي دي؛ خو دوي ګرم ځكه نۀ وو چې هغو شپو ورځو كښې به ځینو كسانو د پېښور نه فلمې سندرغاړي او اداکاران راوستل او دلته به ئې د ټنګ ټكور پروګرامونه كول نو دوي دا محسوسوله لكه دا به هم هغسې سندر غاړي وي ـــ خو چې كله مشاعره شروع شوه نو الياس ټلوال، صابر احمد صابر، مشتاق د ويسا، يوسف استاد او داسې نورو شاعرانو مشاعره داسې ګرمه كړه چې ايله خلقو ته دا پته ولګېده چې دا خو مشاعره وه، مجلس نۀ ؤ. د دې مشاعرې صدارت د پاكستان ايسوسي اېشن دوبۍ عمومي سېكتر عاقل خان بنګش وكړو او خصوصي ميلمه پكښې د دوبۍ پوليس لوے افسر خداے بخښلے نسيم خان ؤ. د دوبۍ پوليس وائرلس اپرېټر خداے بخښلي ملك خليل الرحمان مونږ ته د لاوډ سپيكر بندوبست كړے ؤ. د افغان كارپورېشن مالك حاجي نواب خان اوركزي د ډائس انتظام كړے ؤ. حاجي لال بت خان د كټونو او د چايو بندوبست كړے ؤ. د دې مشاعرې باقاعده اغاز مولانا لال مست خان او د مشاعرې نظامت اعجاز خټک کړے ؤ. پۀ دې مشاعرې کښې صابر احمد صابر د سوات چې کوم کلامونه واورول نو اورېدنکي ئې داسې حېران کړل چې د بيا بيا کلام اورولو تقاضې ترې شروع شوې. بيا چې مشتاق احمد مشتاق پۀ خپل خصوصي ترنم کښې کلام ووې نو خلقو نه ئې د ساز و اواز محفلونه هېر کړل. د الياس ټلوال خو به څۀ نۀ وائې، هغوي خو پۀ اورېدونکو هغه اثر وکړو چې خلقو به بيا بيا د کلام اورولو غوښتنې کولې. داسې خداے بخښلي يوسف استاد د رحيم شاه رحيم مزاحيه کلام ډېر پۀ ښکلي انداز کښې وړاندې کړو چې خلق ئې د خندا نه مړۀ کړل. بس هر خوا خلق داسې خوشحاله وو او چې كله دا مشاعره ختمه شوه نو خلقو به وئيل چې بله مشاعره به كله وي؟ مونږ به ورته وئيل چې ډېر زر كۀ د خداے خوښه وي.
پۀ دې مشاعره کښې چې کومو شاعرانو مونږ سره ګډون کړے ؤ، پۀ هغو کښې الياس الدين الياس د ټل، ايوب سلطان بنديوان د مکوړي، مشتاق احمد د اټک، يوسف استاد د جهانګيري، غلام هادي مظهر د وانا وزيرستان، صابر احمد صابر د سوات، شيربت خان صياد د ټل، اعجاز خټک د لاچۍ او الطاف حسېن الطاف د کالو خان صوابۍ شامل وو.
چې کله د دې ټولنې شمېر د سلو نه واوړېدو نو بيا پۀ ابوظهبي او العېن کښې د دې ټولنې څانګې جوړې کړې شوې.
- د دې نه علاوه مونږ د ټولنې ټولو ملګرو سره وخت پۀ وخت د ماښامونو پروګرامونه کړي چې پکښې به د شاعر پۀ ژوند او فن مقالې اورولې شوې او ورسره به د هغوي کلام نه يوه طرحي مصرع انتخاب کولې شوه. بل دا چې د هرماښام صدر به د ټولنې يو ملګرے ټاکلے شو او ورسره به هر ماښام د پاره د نظامت چارې هم د ټولنې يو عام ملګري ته سپارلې شوې چې دې سره به د ملګرو پټ صلاحيتونه رابرڅېره کول وو.
- د ملګرو سره تنقيدي اجلاسونه، د هغوي پۀ کلام تنقيدي بحث و مباحثه؛ داسې به د شعر و شاعرۍ د ملګرو روزنه کېدله
- د پاکستان او د متحده عرب امارات قامي ورځې نمانځل
- پۀ خوشحال بابا، رحمان بابا، حميد بابا، خاطر ايريدي سيمينارونه – دا د ټولنې اهمې غونډې شوې دي.
- د پاکستان نه وخت پۀ وخت لوي لوي اديبان ، ليکوالان، شاعران لکه پرېشان خټک، پروېش شاهين، عبدالکريم بريالے، سليم بنګش، پروفېسر اسير منګل، ايوب صابر، قلندر مومند غازي سيال، دا ټول ټولنې پۀ خپل خرڅ رابللي او د دوي خدماتو نه ئې پۀ عربستان کښې مېشته پښتانۀ مستفيد کړي دي.
- کله چې هلته د رېډيو اېشياء نه د پښتو خپرونې شروع کېدې نو هغوي ته د داسې کسانو ضرورت ؤ چې د پښتو خپرونې چلولې شي نو ټولنې ورته فياض وردګ، نياز اپريدي، سردار حسېن بابک، دنيا خان سفر، خالدحسرت، محمد ګل منصور غوندې روزلي او پاللي خلق ورکړل چې تر ډېره وخته پورې هغوي دا خپرونې پۀ ډېرې علمي معلوماتي او تفريحي انداز کښې چلولې دي.
د کال 1980ز نه را دېخوا د اماراتو پښتو ادبي ټولنه مرکزدوبۍ د چاپ کتابونو تفصيل:
- ژوبل احساس، سلطان فريدي، کال 1980
- څيرلے زړۀ، الياس ټلوال، 1981
- د پښتو وږمې )د ټولنې د ملګرو تعارف( ترتيب: سلطان فريدي، اګست 1983
- خوشحال و رحمان )د ټولنې د ملګرو مقالې/ کلامونه(
ترتيب: سلطان فريدي، اعجاز خټک او عبدالرحيم عاصي، اګست 1984
- دروغ رښتيا، سلطان فريدي، 1983
- خندنې )طنرو مزاح( سلطان فريدي، کال 1993
- د علامه اقبال د نظمونو منظومه ترجمه، سلطان فريدي، 98ء
- غوړي شکرې )د ماشومانو نظمونه(، سلطان فريدي، 1993
- د دې ټولنې چوړيدو نه وړاندې پۀ عربستان کښې د هېڅ قسمه سياسي، سماجې او ادبي تنظيمونو تصور نۀ ؤ خو د دې نه پس پۀ کال 1984 کښې سلطان عارفين، نظار ایسپزي، زرين زاده ايسپزي، شېرين زمان او داسې يو څو نورو ملګرو د پښتون اولسي ټولنې شارجې پۀ نوم يوه ټولنه سازه کړه چې مقصد ئې د باچاخان بابا افکار خورول وو. بيا دا ټولنه د پښتون ورورولۍ تنظيم پۀ نوم بدله شوه. هم داسې رو رو دا هلې ځلې مخ پۀ وړاندې تلې چې اخر ترې اے اېن پي جوړه شوه او شکر دے اوس ښۀ لوي لوي کارونه کوي.
- هم داسې پۀ کال 1984 کښې پۀ قطر کښې د پښتو لوے شاعر ګوهر شناش سره زما رابطه وشوه چې د هغوي پۀ کوششونو پاک پښتو ادبي ټولنه دوحه جوړه شوه. وزير بادشاه جانان، خداے بخښلے امت بنګش، شاه نوار لالا، مظهر اپريدے، حسېن احمد صادق او داسې يو څو نورو ملګري پکښې شامل وو. هم دا ټولنه تر اوسه پورې خپلو هلو ځلو ته دوام وربخښي.
- هم د اسې چې کله مشتاق احمدمشاق ويسا اټک ته پۀ چهټۍ لاړ نو هلته ئې ‘چهچ پښتو ادبي جرګه’ جوړه کړه . نور تفصيل به درله مشتاق د ويسا پۀ خپله بيان کړي چې هغه خلق خو پښتانۀ دي خو د صوبو د تقسيم پۀ وخت کښې د پنجاب پۀ برخه رسېدلي نو اوس هغه خلق پنجابي هم وائي خو پښتو ئې هېره کړې نۀ ده. هسې دې پورې يوه واقعه راياده شوه. پۀ کوهاټ کښې يورکه بانډه يو کلے دے، خلق پکښې هندکو ژبه وائې خو دي پښتانۀ. زۀ چې کله هغه کلي ته پۀ وړومبي ځل لاړم نو هلته مې د کالج يو ملګري سره شپه وکړه. دوېمه ورځ د جمعې وه. استاد چې کله تقرير کولو نو پۀ پښتو کښې لګيا ؤ. زۀ ډېر حېران شوم چې دا خلق خو خپله هندکو ژبه کښې خبرې اترې کوي نو دا استاد ورته تقرير پۀ پښتو کښې کوي ـــ بيا چې کله نمونځ وشو نو د جومات نه بهر چې راووتم نو دوه کسان خپله کښې يو بل سره پۀ جنګ لګيا وو. هغوي يو بل ته کنځلې پۀ پښتو کښې کولې ـــ نو ما وې چې لکه دا ښۀ کارونه هم پښتو کښې کېږي او بدې خبرې هم پښتو کښې ښې کېدلې شي. بيا مې وې نه! داسې نۀ ده ـــ سړے کۀ هر څومره بله ژبه وائي نو يو خو يوه دوه درې يعني حساب کتاب بيا پۀ خپله ژبه کښې کوي.
- پۀ کراچۍ کښې هم د دې ټولنې پۀ برکت زمونږ د ټولنې غړي صابر احمد صابر د ‘اتفاق پښتو ادبي ټولنه’ پۀ نوم يوه ادبي ټولنه جوړه کړې ده.
- داسې د دې ټولنې د اثر لاندې پۀ عربستان لکه سعودي عرب کښې هم بلها ادبي ټولنې جوړې شوې چې تفصيل به درته فضل مومند بيان کړي.
- زما د دې خبرو مطلب دا دے چې د اماراتو پښتو ادبي ټولنه متحده عرب امارات پۀ عربستان کښې د ادبي ټولنو مور تنظیم دے.
- پۀ اخرکښې زۀ د باچا خان مرکز پېښور د ټولو مشرانو چارواکو خصوصاً د سردار حسېن بابک، اعجاز ایسپزي او د حيات روغاني ډېره مننه کوم چې د دې کليزې غونډې سازولو کښې ئې تر اخره قلمي مالي مرسته کړې چې زۀ محسوم چې دا ټوله دستوره هم دوي راجوړه کړې او هم دوي ئې کوربانۀ دي. هغه د فېضي صاحب يو شعر ورته ډالۍ کوم چې
مونږه خوارو سره سر دے يا زړګے دے
کۀ دا دواړه دې پکار وي، درنه ځار شه
دې دستوره کښې قاضي منظور موسٰي خېل د ټولنې پۀ موجوده روانه کارکردګۍ، هلو ځلو، ادبي دورو او چاپ شوو کتابونه د خپلې لیکلې مقالې وړاندیز هم اورولے ؤ چې دې سره زما زړۀ یو پۀ دوه غټ شو چې د ټولنې هلې ځلې لا زیاتې او پراخې شوې دي او مونږ چې کوم بوټے کرلے ؤ، هغه اوس یوه ګُوره مېوه داره اونه ده.
پۀ دې موقع زۀ به د کوهاټ ضلعې د اے اېن پي د صدر جاوېد خټک او عمومي سېکتر سيد عدنان بخاري دامت برکاتهم ډېره ډيره مننه وکړم چې مونږسره ئې مالي او ځاني مرسته کړې. هم دا رنګې د ټولنې د اوسني سرپرست اعليٰ قاضي منظور موسٰي خېل هم ډېره ډېره مننه چې هم دې دستورې له دوبۍ نه پۀ خصوصي توګه ئې تشريف راوړے او زمونږ د ټولنې د زړو ملګرو ئې ډاډګيرنه او مرسته کړې. بيا کۀ د فضل مومند مننه ونۀ کړم نو دا به ډېر زياتے وي څوک چې قدم پۀ قدم مونږ سره د دې دستورې پۀ سازولو کښې پوره پوره شريک شوے دے.
هم دا رنګې د خوېندو ادبي لښکر ډېره زياته مننه کوو چې پۀ دې دستورې کښې ئې ګډون وکړو او دا ئې ثابته کړه چې:
کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه
فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه
زۀ د ټولو مشرانو، کشرانو او همځولو مينه والو هم ډېره ډېره مننه کوم چې پۀ خپل ګډون ئې زمونږ دې دستورې ته ښکلا وبخښله،
د دستورې نه پس د باچاخان مرکز پۀ پراخه ډاګه کښې یو ازاده مشاعره شوه چې پۀ دستوره کښې راغلو شاعرانو مشرانو او خوېندو پکښې خپل شعرونه واړول او داد ئې ترلاسه کړو.
پۀ اخر کښې به درته د خپل کلي د يو نالوستي شاعر خداے بخښلي سليم استاد دا شعر وړاندې کړم چې:
پښتو کوڅه پۀ کوځه ګرځي پښتانۀ لټوي
پښتون ترې مخ پۀ وړاندې ځي چې ما دې نۀ لټوي