خپل نوم خو ئې ګل محمد بېتاب دے خو زۀ ورته ‘تفتیش خان بېتاب’ وایم ځکه چې پولیس کښې ئې درې څلور کاله نوکري کړې ده او د تفتیش دا جراثیم ورته هم د هغه ځایه لګېدلي دي. دا منلې شوې خبره ده چې یو بنده پۀ کومه محکمه کښې وخت تېر کړي نو هغسې نفسیات ئې جوړ شي. د ځناورو ډاکټر ته انسانان هم غوا مېښې ښکاري. کۀ څوک بد هضمه بنده د ځناورو ډاکټر نه پوښتنه وکړي چې ډاکټر صاحب! هاضمه مې ټیک نۀ ده، څۀ وخورم؟ نو هغه به ورته خامخا وائي چې ‘چار عرق’ دوه بوتله پۀ نهره پۀ نل کښې ځان ته اچوه، ژبه بهر راوباسه او بیا ئې غړت وهه؛ ټیک به شې ــــ دغسې کۀ څوک ټیچر پاتې شوے وي نو هغۀ ته پۀ لاره روان هر بنده خپل شاګرد شاګرد ښکاري او هغه د هر چا نه دا توقع ساتي چې هغۀ ته ډېر پۀ ادب او احترام سلام وکړي. بېتاب پولیس کښې پاتې شوے دے نو ځکه دۀ ته هر دوېم بنده مشکوک او ملوث ملوث ښکاري او دے ورپسې خپل تفتیش کوي. ادبي تفتیش، شخصي تفتیش، کتابي تفتیش، معلوماتي تفتیش او هېڅ بې هېڅه تفتیش ئې د خوښې مشغولا ده. دې تفتیشونو پسې هغه هر وختې ناقلاره او بېتاب ګرځي چې کله ئې د ښار پۀ یوه کوڅه کښې بډې وهلې وي او خوشے وي او کله بله کوڅه کښې مشکوک غوندې انداز کښې مورچه شوے وي.
دا ښاغلے ما پۀ وړومبي ځل چرته لیدلے ؤ؟ دا ما ته یاد نۀ دي، ځکه چې زما حافظه هغه بلا ده چې همېش له ئې نخښه خطا ده، خو داسې هم نۀ ده چې ګنې زۀ چڼچڼه ولم نو بوساړه خطا کوم. دومره راته شکر دے یاد دي چې دا سړے ما پۀ وړومبي ځلې یا خو د قلندر مومند صاحب ‘د ساهو لیکونکو مرکه’ کښې لیدلے ؤ او یا مې د ‘وحدت’ اخبار پۀ دفتر کښې لیدلے ؤ، ځکه چې زما د ادبي زدکړې ابتداء هم پۀ دغه دوو ځایونو کښې شوې ده.
دا د کال 1989 یا 1990 خبره ده ـــ ما ته یاد دي چې هغه وخت انسان دومره لا پۀ هوا نۀ ؤ الوتے او نۀ انسانیت دومره پۀ زمکه ننوتے ؤ. خداے شته زۀ هغه وخت کښې لا د چا پۀ شمار کښې نۀ وم خو پۀ وړومبي قطار کښې به مې هېڅ بې هېڅه ټوپونه وهل. ادبي نظر مې هم دومره کم ؤ چې پۀ ړندو حساب وم خو ځان ته به مې ‘روشن خان’ وئیلو. هم دغه ورځو کښې غالباً دے او کۀ یقیناً دے، زما دې ښاغلي سره ملاقات شوے ؤ.
پلن، لکه د تنور د ډوډۍ غونډ مونډ مخ )د تبۍ ډوډۍ ورته ځکه نۀ وېم چې د هغې د مخ او څټ پته نۀ لګي(، برابره پوزه چې نۀ خو د تاجکو غوندې چیته پیته ده او نۀ د یونانیانو غوندې لوړه ولاړه ده. پۀ ځوانۍ کښې ږیره نۀ وه، اوس ئې برابره ګڼه ګُوره ږیره شته چې نۀ خو د عبدالرب رسول سیاف غوندې لا محدوده خوره وره او د درې موټو نه زیاته اوږده ده او نۀ لکه د مولانا کوثر نیازي غوندې وړه ده چې مفتي منیب ته ئې لیدۀ ګران وي. ښکلې رڼې سترګې، خو داسې هم نۀ چې ګنې عاشقان حلالوینه ـــ یا مړې سترګې او مړۀ کاتۀ ـــ جانانه دا دې څۀ وکړۀ ــــ، ګڼ ښکلي د سر وېښتۀ، مناسب قد او غټ وجود، د اصف صمیم صاحب د درېو ورځو خوراک پۀ یو وخت داسې کوي چې اډرقے هم ورپسې نۀ کوي.
زۀ د ډاکټر زبېر حسرت صاحب د ادبي قدو قامت خبره نۀ کوم ځکه چې هغه پښتو کښې ځان له یوه مرتبه او مقام لري خو پۀ جسماني لحاظ کۀ پاو باندې دوه زبېر حسرته یو ځاے د تلې یو طرف ته واچوې او دا ښاغلے د تلې بل طرف ته شي نو دے به ترې ‘پاو کم یو زبېر حسرت’ بیا هم پۀ تول کښې زیات وي. پۀ غټ خټین وجود کښې ئې کله نه کله د خېټې حدود اربعه د سرکشه یا نافرمانه اولاد غوندې د خپل حدود نه د بهر وتو پۀ تکل کښې نمایان کېږي او رپېږي.
د تفتیش خان بېتاب پۀ ګرمۍ کښې ګرمي ډېره کېږي او پۀ یخنۍ کښې ورته یخني هډو د ټېپر سر او د ماشي وزر هم نۀ ښکاري. پۀ خپله خبره ډېر خاندي، د بل خبره ئې کم خندوي. کله نه کله وړه خبره دومره اوږده کړي لکه د پېښور نه چې ناګمان ته پۀ نوښار راتاو شي. داسې کۀ څوک سمندر پۀ کوزه کښې د بندولو دعويٰ لري نو شکر دے دا ښاغلے ورله د یوې یوې کوزې نه روغ سمندر هم جوړولے شي.
د تفتیش خان بېتاب د خندا انداز هم د عامو خلق نه لږ بدل غوندې دے. لکه پۀ ژمي کښې چې یخې او اوږدې شپې د ګاډي بېټري کښېنولې وي او پۀ هغې چې د سحر سلف وهې نو هغه اول کغ غغ غغ نعرې کړي او بیا انجن سټارټ کړي؛ بالکل دغسې دا ښاغلے هم د خندا نه وړاندې یو دوه درې ځله هي هي هي نعرې کړي او بیا پۀ خندا شي. حافظه ئې د کمال ده. د هر چا ښۀ او بد واقعات ئې هر وخت د مزغو پۀ تالاو کښې لکه د چیندخو پۀ ټوپونو وي، بیا د هر چا نصیب خپل دے چې د تفتیش خان د مزغو نه د هغوي پۀ لیدو د ښو چیندخ راټوب کوي او کۀ د بدو.
ما یوه ورځ ډاکټر اسرار صاحب ته ووئیل چې حافظه مې ډېره کمزورې ده، څۀ علاج راته تجویز کړه، ډېر پخوانے یې، څۀ مجربه نسخه به درسره پۀ دې حقله خامخا وي. هغۀ راته پۀ جواب کښې ووئیل، ګنجے کۀ طبیب وے نو د خپل سر علاج به ئې کړے وے. ما رته ووئیل، څۀ مطلب؟ هغۀ راته مسکا سره خپل مخصوص انداز کښې ووئیل، دغه د هېرېدو بیماري خو زما هم ده. یو کس نه پوښتنه وکړم چې ستا څۀ نوم دے؟ هغه راته خپل نوم ووائي او چې رانه روان شي نو د هغۀ نوم ما نه هېر شوے وي او بیا پرې ټوله ورځ سوچونه کوم چې دا ازوګل ؤ کۀ مازوګل ؤ او کۀ شاه ګل ؤ.
ما د ډاکټر اسرار صاحب نه سمسدستي بله پوښتنه وکړه. ما ورته ووئیل، زمونږ حافظې ولې داسې کمزورې دي او د بېتاب حافظه ولې دومره ښه ده؟ هغۀ راته پۀ جواب کښې ووئیل چې زمونږ پۀ مزغو کښې یو ډېر خداے وهلے بنده ولاړ دے. د صفایۍ جاړن یا صافي ورسره ده، مونږ چې د مزغو پۀ بلېک بورډ څۀ ولیکو نو هغه راشي زر زر پرې جاړن راکاږي او هغه هر څۀ صفا کړي او د بېتاب غوندې خلقو دا خوش نصیبي ده چې د هغوي پۀ مزغو کښې دغه صفائي والا جراثیم نشته ځکه د هغوي پۀ مزغو کښې د مودو مودو خبرې هم ژوندۍ او تر و تازه وي.
بېتاب یو ډېر ښۀ شاعر دے او د ښۀ شاعرۍ د ټولو نه لویه نخښه ئې دا ده چې د خپل کلام وئیلو د پاره به ئې د ښار پۀ هر مشاعره او ادبي غونډه کښې پۀ ګېنټو ګېنټو صرف انتظارونه او ناسته کوله چې خلق ورته واه واه وکړي او د دۀ دننه شاعر پرې خوشحاله شي. د دې واه واه پۀ تکل کښې هغۀ د ژوند ډېر قیمتي او ښکلي وختونه پۀ داو لګولي دي او پۀ پنډونو پنډونو واه واه ئې کور ته راوړي دي. وختونه تېر شوي دي، واه واه هېر شوي دي خو شاعري ئې اوس هم موجوده ده. شاعري ئې د مقصد نه ډکه، د خپل وخت ترجمانه او د ژوند د مختلف رنګونو ننداره ده ـــ لکه چې وائي،
هر سړے وائي ټوپک پرې ولې نۀ اخلې
چې کتاب او یا قلم پۀ بیعه اخلم
د یوسف د خریدارو غوندې نۀ یم
کۀ څۀ اخلم بیا ئې سم پۀ بیعه اخلم
چا وې ټول تاریخ به وران کړم، ما وې څنګه؟
وې یو څو اهلِ قلم پۀ بیعه اخلم
پۀ یو بل غزل کښې ئې د ژوند د حقیقتونو داسې عکسونه ښکاره کړي دي چې هر چا ته ائینه ده او دغه ائینه کښې هر عکس مختورن دے او دروغژن دے ــــ
شپې ته تیارۀ نۀ وائي، ورځې ته رڼا نۀ وائي
د زورورو خوا کښې ناست خلق رښتیا نۀ وائي
دلته کښې هر سړے پۀ بل باندې الزام لګوي
خپلې خطا ته خو د سره څوک خطا نۀ وائي
رهبر خو هغه چې منزل ته سړے ورسوي
پۀ دوه قدمه خو څوک چا ته رهنما نۀ وائي
د موجوده دور انسان چې د خود غرضۍ، کرکې، نفرت او بې حسۍ یوه مجموعه ده، د هغۀ مختلف رنګونه پۀ یو غزل کښې داسې ښکاره کوي،
د انسانانو پۀ دې ښار کښې عجیبه دا ده
چې یو انسان د بل انسان هډو تپوس نۀ کوي
پۀ ګلو هر سړے مئین وي ترې جولۍ ډکوي
خو د مالي او د باغوان هډو تپوس نۀ کوي
نن یو سپین ږیري ګیله من انداز کښې داسې ووې
مونږ نه زمونږه ماشومان هډو تپوس نۀ کوي
د بېتاب چې څنګه سنجیده شاعري پۀ تول پوره ده، بالکل دغسې مزاحیه شاعري ئې هم د خوند نه ډکه ده. څنګه چې تماکو تراخۀ وي خو چې چیلم ته شي نو خواږۀ شي، بالکل دغسې ترخې نه ترخه موضوع چې کله د بېتاب پۀ طنزیه او مزاحیه رنګ کښې رنګ شي نو داسې خوږه شي چې څوک مسکے کړي، څوک پۀ خندا کړي او څوک د فکر پۀ سمندر کښې ورغوپه کړي.
د سخر او خواښې دومره زور، ما نۀ ؤ لیدلے
“چې سپینوي د سترګو تور، ما نۀ ؤ لیدلے”
چې پۀ کارغانو سخته راشي، نو چغې وهي
ستا د بې بې پۀ شانې شور، ما نۀ ؤ لیدلے
ښځې! پۀ وروڼو باندې تا وخوړم
“چا ته فریاد وکړم چې چا وخوړم؟”
نور خو اوښان دلته پۀ بډه وهي
زۀ یم چې سپو د اوښ پۀ شا وخوړم
مۀ وایه ما ته د سودا، لېونے به شمه
دومره ګراني ده نن سبا، لېونے به شمه
د بېتاب د مزاحیه او پېروډي سندرو څو نور شوخ رنګونه هم د هغۀ د قلم پۀ شګفتګۍ او برجستګۍ باندې داسې ګواهي ورکوي،
کله پۀ تېز کله قلار خاندي
چې څنګه زوے دغسې پلار خاندي
کله به زۀ ستا د وړو پلار شم
تا نه زۀ قربان شم، تا نه ځار شم
یو دې د لاسونو نه قربان شم
بل دې ګزارونو نه قربان شم
بېتاب چې کله پۀ 1990 خوا و شا کښې خپله وړومبۍ شعري مجموعه چاپ کړه نو دا ئې خیال ؤ چې دا به خلق د ګرمو پیکوړو غوندې واخلي او ټکي پۀ ټکي به ئې هضم کړي ـــ خو داسې ونۀ شوه. خلقو پخوا هم پیکوړې اخستې او هغه به ئې خوښولې، خلق نن هم پیکوړې اخلي او هغه هضموي ـــ خو د کتاب پۀ پاڼو کښې پرون هم خلقو پیکوړې خرڅولې او د کتاب پۀ پاڼو کښې نن هم خلق پیکوړې خرڅوي.
د دغه کتاب د چاپ کېدو بېتاب ته نوره څۀ فائده وشوه او کۀ ونۀ شوه خو دا فائده ورته ضرور وشوه چې هغه د میوزک سنټرو د مالکانو پۀ نظر کښې راغلو. هغوي ته د سندرو کېسټونه ډکولو د پاره د یو داسې شاعر ضرورت ؤ چې هغه د عوامو پۀ زړۀ او خوښه پوهېږي. بېتاب کښې دغه کمال ؤ. دغسې کېسټو واله ته د ړندو غوندې دوه سترګې پۀ ګوتو ورغلې او بېتاب ته د مجبوریو پۀ سمندر کښې مزدوري پۀ ګوتو ورغله. دواړه د یو بل دارو شو. بېتاب به شاعري کوله، کېسټې به ډکېدلې، خرڅېدې خو بېتاب به پۀ دغه شاعرۍ خپل نوم نۀ لیکلو ځکه چې دغه شاعري هغۀ ته د خپل سټېنډرډ نه ډېره کم تره ښکارېده. د دۀ بې نومه نشر شوې سندرې وروستو کېسټي شاعرانو پۀ خپل نوم کړې دي او خپل تخلصونه ئې پرې لیکلي دي.
بېتاب یوه زمانه کښې ښۀ رنګین مزاجه هم پاتې شوے دے. د زنانه او نارینه سندرغاړو سره ئې خوشګوار تعلقات پاتې شوي دي. د رېډیو او ټي وي د پاره چې د هغۀ کوم کلامونه رېکارډ شوي دي، پۀ هغې کښې د څو مشهورو ذکر ضروري دے چې وشي.
- بس دے زما او د اشنا هډو څۀ پاتې نۀ شو
نور د وفا او د جفا هډو څۀ پاتې نۀ شو انور خیال
- غریب دے کۀ مالداردے
تعلیم ورله پکار دے وصال خیال
- خدایه تۀ د امن هوا راولې
دلته یو روښانه سبا راولې نازیه اقبال
- راځئ چې ئې اباده کړو پۀ مینه او ښکلا
یو نوې شان دنیا نازیه اقبال
- د علم، ترقۍ او د هنر پۀ لورې ځو
قدم پۀ قدم ځو خو د سحر پۀ لورې ځو ستاره یونس
ډرامو او مزاحیه پروګرامونو کښې د ځینې مقصدونو د پاره رېکارډ شوې سندرې:
- راځئ چې ځان خبر کړو د موذي مرض کېنسر نه
تپوس وکړو ډاکټر نه
- اوږدۀ اوږدۀ ټوخي ګورے د ټي بي علامت دے
علاج ته ضرورت دے
- پۀ بچو وکړئ تعلیمونه
ورکړئ پۀ ځاے د ټوپک لاس کښې کتابونه
- تر څو پورې به مرئ پۀ دې بمونو دهماکو
اے وروڼو پښتنو!
- دا څۀ چې مونږ اورو افسانې دي کۀ ډرامې دي
زما او ستا قیصې دي
لمحه کښې خوشحالي ده پۀ لمحه کښې حادثې دي
زما او ستا قیصې دي
بېتاب پۀ ځینو پښتو او اردو اخبارونو کښې د نیوز ایډیټر، ترجمه نګار، رپورټر، سب ایډیټر او ایډیټر پۀ توګه هم کارونه کړي دي. دا د ډېر وخت خبره ده چې یو اخبار کښې هغۀ کار کولو، د خان عبدالولي خان پۀ کرک کښې جلسه وه. اخبار واله بېتاب ته دا ذمه واري وسپارله چې دے به د دغه جلسې رپورټنګ کوي. بېتاب پۀ لاره سوچ وکړو چې ولي خان بابا اکثر له پۀ تقریر کښې هم هغه خبرې کوي کومې چې مونږ څو څو ځله اورېدلي دي. روپورټ به کور کښې جوړ کړم او کرک ته د تلو نه به پاتې شم. راغلے، کور کښې ملاست دے. ماښام ئې کلي کښې رپورټ تیار کړو. پۀ ټول کښې کښې ایکي یو کور کښې ټیليفون ؤ، د هغه کوره ئې د اخبار دفتر ته فون وکړو. سحر پۀ اخبار کښې یو لوے خبر غټې سرخۍ سره چاپ شو چې پۀ کرک کښې یوه ډېره غټه جلسه وشوه او خان عبدالولي خان پکښې ووئیل کۀ پښتنو ته خپل حقوق ورنۀ کړے شول نو پۀ زور به ئې اخلو. پښتنو سره لوے ظلم روان دے او نور زمونږ صبر تمام دے. بېتاب وائي مازیګر زۀ د اخبار دفتر کښې موجود وم چې یو ملګرے راغے وې ستا فون دے. ما ورته ووئیل د چا فون دے؟ وې وئیل د خان عبدالولي خان فون دے. بېتاب وائي زۀ وارخطا شوم چې ځه غرق شو. فون مې ریسیو کړو. ولي خان بابا راته پۀ خندا کښې ووئیل، بچیه! پرون مونږ جلسې له روان وو خو لاره ډېره خرابه وه، د جلسې ځاے ته ونۀ رسېدو، پۀ لاره راباندې شپه شوه. هغه جلسه پرون ونۀ شوه، نن ده ـــ نو تۀ مهرباني وکړه چې دا کوم خبر دے پرون اخبار کښې لګولے ؤ، دا نن بیا ولګوه چې سبا له هم پۀ اخبار کښې راشي.
اباسین ایسپزے د بېتاب پۀ حقله وائي چې زۀ پۀ ‘هېواد’ کښې اسسټنټ ایډیټر وم. ګل محمد بېتاب هم مونږ سره دغه اخبار کښې ؤ. مونږ سره چې دغلته څومره شاعران او ادیبان وو، زما نه پس بېتاب پۀ انګرېزۍ ژبه پوهېدو او ډېرې ښې ترجمې به ئې کولې. هغه دومره با صلاحیته لیکوال دے چې دغه اخبار کښې به ئې دوه دوه کالمونه لیکل. یو د ‘ګل محمد’ پۀ نوم، بل د ‘بېتاب’ پۀ نوم ـــ یو کالم به مزاحیه او فکاهیه رنګ لرلو او بل به سنجیده ؤ. د دواړو کالمونو سټائل، ژبه او انداز به د یو بل نه بدل وو. اباسین وائي، بېتاب طنز و مزاح هم ډېر ښۀ لیکي. دې نه علاوه ډېر سنجیده سړے دے خو دے غېر سنجیده کارونه هم کوي.
ډاکټر اسرار صاحب د بېتاب د صحافتي ژوند پۀ حقله وائي، زما خیال دے چې پۀ ‘غازي’ اخبار کښې بېتاب کومې مرکې کړې او خورې کړې دي، کۀ هغه ټولې راغونډې شي او پۀ کتابي شکل کښې چاپ کړې شي نو دا به پۀ ادبي دنیا کښې یوه بله بم چاودنه وي.
بېتاب رېډیو د پاره پۀ سوونو ډرامې لیکلې دي، کومې چې خوښې شوې او پۀ عوامو کښې مقبولې شوې دي. بېتاب د خپلې لیکلې شوې ډرامې پۀ رېهرسل کښې شرکت فرضِ عېن ګڼي. هغه د ډرامې پۀ رېهرسل کښې هر ارټسټ سره د مکالمو پۀ صحیح ادائیګۍ کښې دومره خواري کوي چې کۀ دومره خواري ئې چرته بې وفا جانان سره کړې وه نو تر اوسه به ئې ترې لوي لوي بچي وو. د بېتاب ډرامې سره دومره مینې او لېونتوب ته ئې وګورم نو دا خبره پۀ دعوې سره کوم کۀ هغه چرته د رېډیو ډرامې پروډیوسر وے نو د کمال نه ډکې او د اعليٰ درجې ډرامې به ئې پروډیوس کولې او پۀ دې مېدان کښې به ئې ډېر لوے نوم ګټلے ؤ.
د هغۀ د رېډیو ډرامې سره هم دغه مینه ده چې د رېډیو ډرامې بابا عمر ناصر صاحب د هغه باره کښې وائي، بېتاب صاحب کښې ډېر کمالونه شته دے. هغه لوے عالم دے، بې مثله ډرامه نګار او کالم نګار دے او دې سره سره حساس هم ډېر دے. د چا غېر اصولي خبره نۀ شي برداشت کولې. پۀ داسې موقع څادر وڅنډي او هلته نه روان شي. صابر، شاکر او پۀ خپل حال مست انسان دے. دا سوچ نۀ کوي چې نوکري پرېږدم نو څۀ به کوم؟ پۀ دې حقله هغه دروېش دے.
دا د ټیلي وژن ډرامې لویه بدقسمتي ده چې هغوي د بېتاب صاحب غوندې د ښۀ لیکوال نه لا استفاده نۀ ده کړې. دا حقیقت دے چې بېتاب سره د ټي وي ډرامې د پاره ډېر ښۀ او نوي موضوعات موجود دي. پکار ده چې ټیلي وژن سکرین د پاره د دوي د فن او سوچ نه مکمل استفاده وشي او داسې پوهه او زیرک لیکوال ته دې موقع ورکړې شي چې بېتاب د ټي وي سکرین ته د نوو موضوعاتو او نوو کردارونو سره ښې ډرامې ورکړي. زما یقین دے داسې کولو سره به د ټیلي وژن پښتو ډرامه د جدت او ښائسته رنګونو یو نوي جهان سره اشنا شي.
بېتاب افسانه نګار هم دے. افسانې ئې هم لیکلې دي او د درې څلورو ښو ناولونو قیصې ئې هم مزغو کښې پۀ غوېمه او بهر راوتو ته لېواله دي خو څۀ لا بېتاب سره وخت نشته او څۀ وسائل نشته چې بنده دومره خواري وکړي نو چې چاپ خو شي او د خلقو لاسو ته خو چې مفت ورسي، ځکه چې پښتانۀ خو کتاب باندې روپۍ نۀ ورکوي ـــ فونونه به کوي، اېس اېم اېسې به کوي، د یو بل پۀ خولۀ به سوال جوابونه کوي، زما کتاب دې څۀ کړو؟ ما ته به کتاب څنګه ملاو شي؟ زۀ دې لکه چې هېر یم؟ زۀ د کتاب پۀ طمع یم ـــ دا او داسې نور قسما قسم سوالونه د کتاب چاپ کوونکي نه کېږي خو حرام شه کۀ پینځۀ فیصده خلق هم دا هڅه کوي چې د کتابونو دوکان ته ورشي او یو دوه درې سوه باندې کتاب واخلي.
بېتاب تکلونه ډېر ښۀ لیکي او پۀ تکل لیکلو کښې ئې یو خپل اسلوب دے چې ډېر تاریخي واقعات او خبرې پکښې پۀ داسې مهارت سره خوندي کوي چې لوستونکي ته پۀ خوند خوند کښې ډېر زړۀ پورې معلومات هم ورکړي.
رشید احمد صاحب پۀ دې حقله وائي چې ګل محمد بېتاب پۀ وړومبي ځل پۀ تکل کښې د پښتو ادب تاریخ خوندي کړو او د منثور ادب دې صنف یا ژانر ته ئې د څېړنې ښکلا وبخښله او پۀ دې ډول تکل پۀ وړومبي ځل پۀ دې شکل کښې تخلیق شو.
د تکلونو کتاب ئې ‘د چرچڼو توت’ پۀ نوم چاپ دے چې پۀ ادبي حلقو کښې ورته هرکلے وئیلے شوے دے او د حوالې پۀ توګه استعمالېږي.
د تکل سره سره بېتاب پۀ خاکه لیکلو کښې هم لوے مهارت لري. د ډېرو مشرانو او همځولو ملګرو ئې ډېرې زړۀ پورې خاکې لیکلې دي چې د لوستونکي تنده پرې ماتېږي. د خاکو کتاب ئې ‘د روښانه څهرې’ پۀ نوم چاپ دے او د ادب مئینو د پاره یوه لویه تحفه ده.
د بېتاب پلار درې ودونه کړي وو ځکه دے هم د دوېم او درېم وادۀ پۀ افادیت، مرتبو او فائدو باندې ډېرې خوږې خوږې خبرې کوي خو خپله ئې لا پۀ دغه خوږو سنتو عمل نۀ دے کړے. زما خیال دے پۀ دې حواله هغه صرف مېدان ګرموي او کوشش کوي چې نور پۀ دغه غم اخته کړي او خپله ترې لکه د مارخوړلي لرې لرې منډې وهي.
تفتیش خان بېتاب چې کله پۀ پولیس کښې ؤ نو هغه زمانه کښې د پولیس تنخوا ډېر کمه وه، نور امدن ئې ډېر ؤ. موجوده دور کښې د پولیس تنخوا پۀ دې نیت زیاته شوې ده چې د نور امدن نه به دوي لاس واخلي خو دا اموخته بلاګانې لا هم هغسې پۀ حرامو باندې د حلالو غوندې شخوندونه وهي ـــ نۀ ئې ضرورتونه پوره شو، نۀ ماړۀ شو او نۀ پۀ سکون شو.
پۀ کال 1988 کښې د بېتاب تنخوا هم پۀ پولیس کښې شپږ نیم سوه اووۀ سوه روپۍ وه. صرف پۀ تنخوا پولیس کښې ګزاره ګرانه وه او بېتاب ته یوه ورځ خپل پلار دا وئیلي وو چې بچیه! کۀ کور ته حرام راوړې نو کم از کم ما ته خو دا وایه چې زۀ ئې نۀ خورم، ځکه چې ما ټول عمر سختې تېرې کړې دي خو پۀ تاسو مې چرته حرامه نمړۍ نۀ ده خورولې. د پلار دغه خبره د بېتاب د ژوند یو داسې اصول شو چې د حرامو نمړۍ کۀ د سرو زرو هم وي، بېتاب پرې توکلي دي او د حلالو نمړۍ کۀ د زر منه کاڼي لاندې هم وي نو بېتاب ورته ورلاندې وتے دے. هغۀ د پېداګیر شوق نۀ دے کړے. د علم او تحقیق شوق ئې ډېر کړے دے ځکه خو د هغۀ همعصر پۀ ګاډو کښې ګرځي او دا هغسې پیاده ګاټو کښې دے.
بېتاب هغه غوړ ګوډے دے چې چا هم ورپوې ځان مږلے دے نو هغه لیکوال شوے دے؛ دا ځکه چې بېتاب هر چا ته د زړۀ نه پۀ خلوص سره ښې ښې مشورې ورکوي. څنګه چې ابۍ وزګاره شي نو بړستن پۀ نرۍ لښته وهي، دغسې بېتاب چې وزګار شي نو کله د یو ملګري پلو روان شي او کله هېڅ بې هېڅه اواره ګردي شروع کړي. هغه وائي چې اواره ګردي د هر لیکوال د پاره ضروري ده. چې څۀ وویني، څۀ واوري او د حالاتو نه خبر وي.
د بېتاب پۀ حقله ځوان جرنلسټ او لیکوال ساجد ټکر وائي چې بېتاب صاحب هغه شخصیت دے چې زما د پښتو استاد هم دے او ما ترې پښتو زده کړې هم ده. د بېتاب صاحب د ټولو نه لوے خصوصیت دا دے چې زما غوندې ناپوهه او کم علمه سړے هم د دۀ د دوستانې دعويٰ کوي. دا د بېتاب صاحب د لوے او اعليٰ ظرف کمال دے.
بېتاب د کتاب چینجے دے. کتابونه اخلي هم او د ټولو نه تر اخره پورې ئې ټکے پۀ ټکے لولي هم. پۀ کور کښې ورسره د کتابونو ډېره لویه ذخیره ده. ډاکټر اسرار صاحب ما ته پۀ دې حقله یوه ډېره ښکلې واقعه بیان کړې وه. وئیل ئې چې افغانستان کښې د مجاهدینو د حکومت دوران کښې هلته ډېرې لائبرېرۍ لوټ شوې وې او هغه کتابونه به بیا پۀ قیصه خوانۍ کښې پۀ فټ پاتهونو خرڅېدل. بېتاب به هلته ګرځېدو او ډېر کتابونه ئې اخستي وو.
ډاکټر اسرار صاحب وائي چې پۀ دغه وختونو کښې یو کابلي بېتاب ته وئیلي وو چې مونږ د نوښار پۀ یوه مقبره کښې ډېر کتابونه ښخ کړي دي او د پاسه مو پرې قبر جوړ کړے دے. بېتاب ترې اته پته اخستې وه او ما ته ئې څو څو ځله وئیلي وو چې هلته ځو او د کتابونو هغه قبر پرانیزو. ډاکټر اسرار صاحب وائي چې ما ورته انکار وکړو او دا مې ورته ووئیل چې څۀ له مو پۀ چا ډبوې؟ مونږ به قبر پرانیزو او کۀ څوک راباندې راغلل نو بې تپوسه به ئې توت ته تورۍ کړي یو، ځکه چې دلته خو خلق وژل اول کوي، معلومات بیا وروستو کوي چې څۀ له مو ناشپاتۍ کړو. ډاکټر اسرار صاحب وائي چې پۀ دغه اراده کښې زۀ بېتاب سره ملګرے نۀ شوم خو زما ښۀ پوخ یقین دے چې بېتاب به ورپسې پټ پۀ پټه تلے وي او د کتابونو هغه قبر به ئې وهلے وي، ځکه چې دے د کتابونو ډېر شوقي دے.
ابراهیم رومان صاحب د بېتاب پۀ حقله وائي، کۀ زۀ د مبالغې نه پاکه خبره وکړم نو بېتاب صاحب له الله د قلم استطاعت سره د پېرزو ورکړے دے. هسې خو چې ورته لۀ ورایه ګورې نو ډېر بد نیته او مغروره سړے ښکاري، ولې چې کومه شګفتګي، مینه او خلوص د هغۀ درون کښې دي، ثاني ئې نشته.
وائي چې پۀ صورت غټ وي نو پۀ کار کښې لټ وي خو دا خبره بېتاب غلطه ثابته کړې ده. پۀ غټ وجود هغه غټ غټ کارونه کوي. د ډېرو لیکلو پۀ وجه کۀ څوک پرچه کېدے نو بېتاب به روزانه پرچه کېدو. ځکه چې بسیار نویس دے، خو دا کمال ئې د منلو دے چې د مقدار پۀ زیاتولو کښې ئې معیار چرې پۀ داو نۀ دے لګولے.
د لیک نه وړاندې د نسوارو چونډۍ داسې خولې ته ور ولي لکه چې د مزغو د اٰن کېدو بټن ئې دا چونډۍ وي. د لیک دروان کښې د نسوار چونډۍ داسې د شونډې لاندې کوي لکه چې دا ئې پټرول وي او د لیک نه پس د نسوارو چونډۍ داسې انداز کښې اچوي لکه چې مغلې څوک کونډې کړي او بیا ستوماني او ټېنشن ریلیز کوي. د هر پښتون غوندې نسوار د ژوند د ټولو مسئلو حل ګڼي او دا چې نۀ وي نو ټول ژوند مسئلې مسئلې ګڼي.
سعدالله جان برق صاحب د بېتاب باره کښې وائي چې ګل محمد بېتاب ډېر ښۀ سړے دے ـــ دومره ښۀ سړے دے چې د ډېر ښۀ سړیتوبه ـ ـ ـ ـ دے. دا د برق صاحب مینه ده او د هغۀ مینه هم داسې وي چې لا محدوده وي. دغه خالي ځاے کښې د هر چا خپله خوښه ده چې هر ټکے لیکي او بېتاب سره د خپلې مینې اظهار کوي او هم د دغه مینې اظهار د پاره برق صاحب دغه ځاے خالي پرېښودے دے.
بېتاب نمونځ باقاعدګۍ سره کوي. نمونځ او دعا دومره وخت کښې کوي چې ناست بنده ورته ښۀ پۀ کونټي شوو پښو دوه درې ډډې خوب کولے شي. څۀ وخت کښې د لېپ ټاپ ډېر شوقي ؤ. هر وختې به ئې د ماشومانو د بستې غوندې غاړې ته اچولے ؤ او ځان به ئې پرې مشغولولو، بلکې وخت به ئې پرې بربادولو ـــ ځکه چې دومره پرې نۀ پوهېدو چې چرته خپله ګرانه ئې پرې اسانه کړې وه.
د پښتو غزل بابا امیر حمزه خان شینواري سره پۀ قام شریک دے. بابا هم شینوارے ـــ بېتاب هم شینوارے. خو ما ته ئې خداے شته کړۀ وړۀ، چال چلن، ناسته پاسته، لباس و انداز بالکل د ښار د مومندانو غوندې ښکاري. د بېتاب پۀ ولي چې کله برګ بروګ رومال پروت وي، پېنڅې ئې بډې کړې وي نو بالکل د ښار شډل بډل مومند ښکاري. مینه او خلوص پکښې دومره دے کۀ چرته بادشاه وے او پۀ ملک ئې سخته وے نو زما یقین دے خپله به نهر اودۀ کېدو خو رعایا به ئې ضرور څروۀ.
څۀ موده وړاندې د بېتاب د تګ راتګ د پاره ځان له د موټر سائیکل اخستو اراده وه خو موټر سائیکل ئې وانۀ خستو او پۀ هغه روپیو ئې کتاب چاپ کړو. وئیل ئې چې ادبي غلۀ دومره ډېر شوي دي چې ما کومې خاکې لیکلې وې، د هغې نه اخوا دې خوا طرفونه د شاملاتو د خاورې غوندې بعضو لیکوالو چپه کړۀ او پۀ خپلو نومونو ئې چاپ کړۀ نو ځکه مې زر تر زره کتاب چاپ کړو، ما وې هسې نۀ شته خواري مې د بل جولۍ کښې بې خوارۍ پرته وي او زۀ ورته کله خاندم او کله ژاړم. دا حقیقت دے، دلته هم داسې کېږي، د سازو نه د غلو درمن مخکښې تیارېږي.
د بېتاب یو بل لوے کمال دا دے چې ګیله د یاره کوي نۀ د اغیاره ــــ بس پۀ خپل حال کښې مست او مستانه دے. نن چې تېرېږي، د سبا فکر نۀ کوي. هر کار چې کوي، پۀ مینه ئې کوي. داسې نۀ چې څۀ کوز کړي، څۀ پاس کړي او ځان ترې خلاص کړي. خپل کار پرېږدي، د ملګرو کارونو پسې منډې وهي. د معلوماتو، واقعاتو او حقائقو بلها ډېر بارود ورسره شته ـــ کۀ وغواړي نو ډېر سپین مخونه تورولے او ډېر تور مخونه سپینولے هم شي خو د کرکې کر نۀ کوي، نفرتونه نۀ وېشي ـــ ډېر صابر دے ـــ د دومره ډېرو بارودو باوجود ئې هم پۀ ځان د توپې نوم نۀ دے ایښودے. بېتاب دے، بېتابي لري ــــ لکه د نمر خپلې پلوشې هر خوا پۀ بېتابۍ سره تقسیموي.