تاثرات سوالي نخښې؟ – بخت روان عمرخېل

 

 

هغه ورځ د خداے بخښلي اقبال جان پۀ جنازه کښې یو زلمے را ترغاړه وتو، پۀ غوږ کښې ئې راته غلي غوندې ووې، ‘ایوب صدف’ ـــ ما هم ځان ته بې اختیاره راجوخت کړو. زما ورسره چرته لیدۀ کاتۀ نۀ وو شوي. اوس مې هم سم ونۀ لیدو، ځکه چې زۀ لا د اقبال جان د غم پۀ خمار کښې وم. خو دومره پته راته ولګېده چې زما د کورنۍ سره ئې تعلق دے ـــ د اقبال جان د ټبر سړے دے ـــ ادب خېل دے؛ ولې چې د دغې ادب خېل قبیلې پۀ سلګونو وروڼو عزیزانو چې دغه جنازې له څومره درناوے ورکړے ؤ نو زما د دغې ورځ درد ئې راته ډېر خوږ کړے ؤ.

صدف هم تر ناوخته پورې ایسار شوے ؤ. خولۀ ئې څۀ خبرې ته جوړوله خو شاید چې مناسب ورته نۀ ښکارېده نو د علي اکبر ملاکنډ صاحب پۀ ذریعه ئې راته خپله مدعا راورسوله چې دغه شان د دوي د مشر ورور دلاور منصور صاحب د دوو کتابونو مخکتنه ده او غواړي چې پۀ یو کتاب ‘سوالي نخښې’ دې تۀ هم څۀ لیکل وکړې.

خداے خبر چې زۀ ورسره د کومې نظریې تحت پۀ ان فن کښې متفق شوم. یا خو پۀ دغه وخت زما مزغو صحیح کار نۀ کوۀ او یا ما لاشعوري طور دغه موقع د لاسه ویستل نۀ غوښتل، ځکه چې پۀ دا دېرش دوه دېرش کاله کښې به ما پۀ مشکله دوه څلور داسې موقعې وهلې وي. البته دا اوسنۍ موقع مې وهلې نۀ ده، دا پېرزوینه ده، د مینې اظهار دے چې زۀ ئې دغه مینې ته ډېر احترام لرم او منندویه ئې یم چې زۀ ئې د دلاور منصور غوندې لوړ فکره شاعر پۀ کلام د څۀ وئیلو جوګه وګڼلم.

کتاب له مې لا ګوتې هم نۀ وې وروړې خو نامه ئې زما پۀ زړۀ ځکه لګېدلې وه چې ما ته ئې زما د وړوکوالي د زمانې هغه تېر هېر عشونه راپۀ یاد کړي وو.

د لیکونو، تصویرونو او خطونو د وهۍ نه مې پۀ ډېر شواخون هغه نخښې راوویستې کومې چې ما چرته پۀ ډېر سوال منت او زارۍ د چا نه غوښتې وې؛ خو د منصور صاحب ‘سوالي نخښې’ زما پۀ هغه ټولو نخښو نخښانو یو داسې Question Mark ولګوۀ کوم چې د دغه کتاب پۀ ټائټل لګېدلے دے.

لکه څنګه چې لفظونه پۀ خپل وړوکي بدن کښې د دنیا جهان معنې او تصویرونه لري، نو ضروري نۀ ده چې هر لفظ یا نامې له دې تشریحي او وضاحتي تصویر ورکړے شي ـــ ځکه چې کله کله دغه وضاحتونه او تشریحات نۀ یواځې د سړي د تصور تصویر ورانوي بلکې د لیک پۀ صحت هم بد اثر غورځوي.

زما خیال دے چې یو شاعر ادیب دې چرې هم د خپل شعر وغېره معنٰي او مطلب نۀ بیانوي. دا کار دې پۀ لوستونکي یا اورېدونکي لکه د یوې سوالیه نخښې پۀ توګه پرېږدي. شاید چې دغه لوستونکے یا اورېدونکے د کلام هغه مخفي معنیو ته ورسي کومو ته چې د لیکونکي هډو پام نۀ وي.

میراجي خپله یوه واقعه څۀ داسې بیانوي چې ‘زۀ د پینځم یا شپږم جماعت طالب علم وم. زمونږ د کلاس ټیچر سره د لائبرېرۍ ذمه واري هم وه. هغۀ به مونږ ته پۀ مقرره ورځ د هغه کتابونو فهرست راکوۀ کوم چې به د دۀ پۀ خیال زمونږ د پاره ګټور وو. یوه ورځ ما د فهرست پۀ ځاے د خپلې خوښې یو کتاب ته لاس کړو، ‘الجبر المقابله’ ــــ زما خیال ؤ چې دا کتاب به ګنې د جبر و تشدد او د هغې سره د مقابلې پۀ حواله لیکلے شوے وي. خو وروستو راته اندازه وشوه چې دا خو کتاب نۀ دے، دا خو څۀ حساب کتاب غوندې دے.’

حقه دا ده چې د منصور صاحب ‘سوالي نخښې’ نۀ یواځې کتاب دے بلکې پۀ صحیح معنو کښې ‘حساب کتاب’ هم دے او هغه هم د چا سره ـــ خو منصور دے کنه! نازولے دے، ځکه خو د تپوس حق هم لري؛ لکه چې وائي،

خدایه لږ وګوره دا څۀ حالت دے؟

هډو غریب دلته انسان نۀ ښکاري!

زۀ د هغې ښاریې خبره کوم

چرته چې زمکې نه اسمان نۀ ښکاري

وګوره! بس دغه خطا ده د دۀ؟

چې دے خېمه کښې بدنصیب پېدا شو

ټول عمر وسوزي پۀ دې جرم کښې

چې دے پۀ کور کښې د غریب پېدا شو

زۀ خو وېم چې سوال د جواب نه راولاړېږي. سوال د جواب پۀ وجود کښې دننه موجود وي. د کوم سوال چې جواب نۀ وي نو سړے دې پوهه شي چې یا خو پۀ سوال کښې او یا د دۀ پۀ فهم و فراست کښې څۀ مسئله ده. ځکه خو منصور صاحب لۀ دې جوابه دغه سوال را اوچت کړے دے چې،

هله به ختم شي تفریق اے ربه!

هله به ختمې شي جګړې ټولې

یا تمامي دنیا محل محل کړه!

یا دا دنیا دې کړه جونګړې ټولې

د منصور صاحب د کلام ژبه ډېره زبردسته، برجسته او چابکه ده او مدعا ئې ډېر ښکاره، بشپړه او پۀ ډانګ پئیلې ده. انداز او اسلوب ئې مزاحمتي دے او رویه ئې قدرې سخته او جارحه ده. د یو څو قافیو او علاقائي ژبې د استعمال رعایت کۀ ورته ملاو شي )او باید چې ملاو شي ورته، ولې چې دغه رعایت غني بابا ته هم حاصل دے( نو پۀ ابلاغ کښې ئې هېڅ کړکېچ او اړوپړ نشته. ولې پۀ ځینې ځایونو کښې ئې داسې توري راوړي دي چې زۀ ئې پۀ یو دوه کښې حېران کړے یم چې خبره پرې وکړم او کۀ ګام ترې واخلم؟ خو زما پۀ خیال خبره دلته د دلاور منصور او بخت روان عمرخېل نۀ ده، بلکې د یو ستر تخلیق کار او وړوکي غوندې ناقد ده ـــ یعني د یو Creative Artist او د یو Performer ده. نو چې تخلیق څومره پۀ ایماندارۍ او د زړۀ د خلاصه شوے وي، باید چې کره کتنه ئې هم هغه شان وشي. خو ممکنه ځکه نۀ ده چې الهام او وجدان د عقل او هوښیارتیا پۀ تله نۀ تللے کېږي. شاعر ادیب پۀ اولني قطار کښې ولاړ وي او ناقد پۀ دوېم کښې. مثال ئې د امام او مقتدي وي. مقتدیان د امامت پۀ مسند یو مُلا خو کښېنوي، ولې د فتحې اختیار د ځان سره ساتي. دلته کۀ منصور د مُلا پۀ مثال دے نو پۀ ‘سوالي نخښې’ کښې ئې د مقتدي پۀ هېڅ پۀ هر رکعت کښې دومره فتحې ورکړې دي چې مُلا ئې پۀ خپل امامت پورې پښېمانه کړے دے چې دا لا د چا نه وړاندې شوے یم.

کۀ مونږ دې قلم ته سوچ وکړو نو پۀ اصل کښې دا د لیکلو یو اوزار دے، یوه اٰله ده ـــ خو پۀ نورو معنیو کښې دا د طاقت علامت دے. د دۀ طاقت د دۀ لفظونه دي.

اوس دا لفظونه د هر چا کېدے شي ـــ د صحافي، د سیاستدان، د حکمران، جج او یا شاعر ادیب ـــ د هر مد د خاوندانو د لفظونو خپل خپل زور، طاقت او حېثیت وي. پۀ یو بل تناظر کښې مونږ دغه الفاظو ته د مصنف نمائندګان هم وئیلے شو. ښه! نو اوس مونږ بې ادبي دې معاف وي خو خراشکي توکاڼي خو پرېږده چې دله، دووس، مټیزې او زر مړیزې غوندې لفظونو ته د چا نمائندګان ووایو؟ دا لفظونه د یو شاعر ادیب نمائندګي کولې شي؟

شاید چې زۀ لا د روایتي او قدامت پسندې شاعرۍ د اثر نه ازاد شوے نۀ یم او یا مې لا جدیدیت پۀ دغه معنیو کښې قبول کړے نۀ دے، ځکه مې پۀ دا قسمه لفظونو خاطر درنېږي ګنې نو اوس خو شعر ته هاغه نمونه نمونه توري راننوتي دي او هاغه محرمات پکښې زوتېږي چې لا حول و لا قوة.

خو داسې هم نۀ ده چې د دغه لفظونو پۀ اړه دې زۀ پۀ ‘سوالي نخښې’ یو Question Mark راکاږم. پۀ دوه سوه څلوېښت صحفو کښې خو دې خامخا یو څلوېښت شعرونه او لفظونه داسې وي چې سړے ورسره متفق نۀ شي. ګنې نو بیا به ناقد غریب څۀ کول؟ خو هغه به ئې کول کنه لکه یو زورور چې د تشپاڼي سره کوي. مطلب دا چې لس شل روپۍ د غل عذوئي د پاره هم ساتل پکار وي. ځه بس دا خبرې به پرېږدو، راځئ چې د منصور صاحب اصلي یعني genuine شاعري درباندې واورم. دا بعضې شاعري خو زما پۀ خیال دے د مارکیټ ډیمانډ د پاره کوي. د یو اوږد غزل څو شعرونه:

بلې دیوې! بلې ډیوې واړوه راواړوه!

دا ډکې ټوپکې دې ښې واړوه راواړوه!

ودې پېژندم ائینې؟ ودې پېژندم کنه؟

لږې دې دا سترګې چشمې واړوه راواړوه!

رقص د ګنګروګانو لږ بدل پۀ زولنیو کښې کړه

داسې نۀ، اے داسې دې پښې واړوه راواړوه!

شته پکښې لعلونه خو دا ګوتې لږې تورې کړه

دا د پتنګانو ایرې واړوه راواړوه!

څۀ وړې وړې سلګۍ مې څۀ پۀ ماښام ووهي

تۀ وړه وړه شې! وړې واړوه راواړوه!

زۀ خو وېم چې کوم شاعر د دې معیار غزل لیکلے شي نو د هغۀ فن او هنر ته د ګوتې نیوو جواز د سره نۀ جوړېږي.

منصور صاحب د شاعرانو د هغه قبیلې سره اړیکې لري څوک چې محض د خپل چاپېرچل تصویرکشي نۀ کوي، څوک چې تش هغه کارونه نۀ منعکس کوي کوم چې د دۀ خوا و شا او وړاندې وروستو کېږي ـــ څوک چې صرف جذبات نګاري نۀ کوي بلکې د پوره نړۍ څۀ چې د پوره کائنات او د کلهم ژوندون تصویر درته د مختلفو زاویو نه درښائي، پۀ حسي او فکري ډول ــــ منصور تشه واقعه نګاري نۀ کوي بلکې د واقعاتو پۀ منطق هم ډېره پۀ منطق سره خبره کوي. د نړیوالې ورورولۍ د حق او خېر خبره هم کوي او د شر هغه ټول محرکات درته هم پۀ ګوته کوي د څۀ لۀ وجې چې د ژوند سکون او امن برباد شوے دے.

پۀ تلو تلو کښې به د اخري خبرې نه مخکښې یوه بله خبره وکړم چې د بحث د پاره اوږدۀ اوږدۀ نشستونه پکار وي، خواه سیاسي وي کۀ ادبي ـــ پۀ داسې قسمه محلفونو کښې کتابونه څۀ چې یو غزل هم احاطه کېدے نۀ شي، او بیا چې اورېدونکي درته پۀ اګرمو او اسوېلو سر شوي وي او تا ورته د یوسف زلېخې قیصه راخستې وي.

تنقیدي جاج خو وائي Deconstruction ته ـــ شعر کُل دے او لفظونه ئې جزیات ــــ لکه د خام موادو نه چې یو بهترین عمارت جوړ شوے وي او تۀ ئې اول Demolish کوې او بیا ئې پۀ خپل اصلي شکل کښې تعمیرِ نو کوې؛ نو وایه چې دا کار به څومره وخت غواړي؟ دا راسپړدل، جدا جدا کول، تلل او معیار او مقدار پۀ نظر کښې ساتل ــــ دا چرې هم یو تنیز کار نۀ دے، دا د شریکې کار دے ـــ یعني اشر غواړي نو هله به چرته انصاف وشي. منصور صاحب خو هوښیار سړے دے، ځان له ئې ډېره اسانه لاره غوره کړې ده، خو زۀ ساده د دې نه څۀ خبر وم ګنې ما به ئې هم پۀ پل پل ایښے ؤ، خو بس سریزه به مې کتلې وه او اٰمنّا و صدقنا به مې ورسره وئیلي وو. بس ختم!

مونږه دلاوره د اولې نه میاشت پېژنو

هغسې کتاب وي لکه څنګ چې ئې سریزه وي

او هسې هم دغه دواړه شخصیتونه زما د پاره کافي شافي دي چا چې پۀ دې کتاب لیکل کړي دي ـــ اباسین او ډاکټر اسرار صاحب ـــ یو مې ځان دے او بل مې ارمان ـــ خو نه! کۀ ما چرې د منصور پۀ فارمولا عمل کړے وے نو یقیناً چې زۀ به د یوې ډېرې زبردستې شاعرۍ د کتو نه محرومه شوے وے. ‘ښه وه کم عقلتوبه! لاس دې راکړو.’

اوس به یقیني اخري خبره وکړم چې منصور صاحب راته پۀ یو ځاے نیم کښې بیخي پښتون ښکاره شوے دے ـــ ‘نر پښتون’ ـــ د جنس پۀ حواله ــــ او د پښتون فطرت او مزاج پۀ حواله هم. د ‘ښځه’ د ردیف د یو غزل شعر ئې څۀ داسې دے چې:

پۀ غوړو زیړو باندې خلق ګاونډۍ هم ساتي

سړے هغه دے چې ساتلې پۀ پېتۍ شي ښځه

دلته اوس سوال دا پېدا کېږی چې کومه ښځه د سړي سره پۀ دال پېتۍ ګزاره کوي، نو ګنې دا به هم د سړي کمال وي؟ لکه د ښځې خوارې دلته هم څۀ رول نشته؟ لکه دا شمله به هم خامخا سړي ته پۀ سرول غواړي؟

نه نه! زما یقین دے چې منصور صاحب به د دې شعر سره اتفاق ونۀ لري. دا ئې چرته پۀ غلطۍ سره لیکلے دے او یا شاید زما approach ورته صحیح نۀ دے، ګنې منصور صاحب خو به پۀ د دې ښۀ پوهه وي چې Gender discrimination خو د نن دور د ټولو نه لویه issue ده ــــ کۀ چرې تحفظِ حقوقِ نسوان مومنټ ترې خبر شو نو کېدے شي چې پۀ اول ځل د ښار پۀ سړکونو د یو شاعر خلاف یو زورور احتجاج وشي.

خداے دې نۀ کړي ـــ خو هسې خوند خو به وکړي!!!!

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …