زۀ پۀ خپله نن يزيد يم هم حسېن يم
جوړه کړې ما پۀ خپله کربلا ده
د چارسدې باچا خان پوهنتون باندې د شوي خونړي بريد کۀ هر څومره غندنه وشي، کمه به وي ـــ خو دا د مسئلې حل نۀ دے. خبره دا ده چې د خپلې ګټې د پاره چا دا جنګ پۀ مونږ راتپلے، هم هغه ئې ختمولے شي.
مونږ چې څومره د دې جنګ د ختمېدو دعاګانې کوو، دومره دا جنګ زیاتېږي او دې نه ثابتېږي چې د جنګ اختیار او معاش د کومو قوتونو پۀ لاسو کښې دے، هغوي نۀ غواړي چې دا جنګ دې ختم شي. پاکستان نه چاپېره پراتۀ ملکونه، هغه افغانستان دے کۀ چین، ایران دے کۀ هندوستان؛ ټول داسې ښکاري لکه چې زمونږ ننداره کوي.
پښتانۀ پۀ اول او دوېم نړیوال لام کښې هم جنګېدلي وو او اوس هم پۀ یو داسې جنګ کښې قتلېږي چې دوي جنګ نۀ کوي خو د دغه هره لمحه دوي وژني، د دوي کورونه سېزي او د دوي نسلونه ئې د عدم تحفظ نفسییاتو ته څېلمه کړي دي.
پېرنګیان چې هندوستان نه تلل نو د دې ځاے د خلقو تاریخ ئې هم ځان سره ګوډي کښې ایښے وړے دے. هغوي زمونږ تاریخ، زمونږ مېړانه، زمونږ وېره، زمونږ حرص او لالچ؛ هر څۀ ځان سره یاد کړي دي. هغوي پۀ دې خبر دي چې مونږ پۀ څومره خرڅېږو، پۀ څومره وژلے کېږو او پۀ څومره وژل کوو.
چې ضرورت ئې ؤ، هر کلي کښې ئې نوابان، خان بهادران او خانان جوړ کړل. غټ غټ جائیدادونه ئې د اختیارونو سره ورته ورکړل. اولس ئې د دغه نوابانو، خان بهادرانو او خانانو محتاج کړل.
دا لوبه د پاکستان د جوړېدو نه مخکښې هم روانه وه او نن هم روانه ده. اوس ئې نوے شکل اختیار کړے دے ځکه چې د نړۍ لوے طاقتونه د خپلې ګټې د پاره مارکیټ نور هم پراخه غواړي او داسې طریقه باندې ئې غواړي چې جرم هم کوي خو چې د جرم ئې څۀ ثبوت نۀ وي..
داسې سائنسي جرمونو کښې د ورځې غل هم باچا وي او د شپې غل هم باچا وي.
نن نه درې کاله وړاندې باچاخان پوهنتون کښې د جنورۍ شلمه نېټه باندې پۀ طالبعلمانو وسله وال برید وشو چې نتیجه کښې ئې د یو پروفېسر او د عملې د درې کسانو پۀ شمول اتلس زلمي هم ووژل شول. دغه واقعه پاکستان کښې د امن د بحال ساتلو ذمه واري لرونکي فوج او منتخب حکومت پۀ هندوستان او افغانستان د دعوې کولو سره سړه کړه. دې نه یو کال وړاندې پۀ پېښور کښې پۀ اٰرمي پبلک سکول یو داسې خونکار اټېک شوے ؤ چې نن ئې هم پۀ رایادولو د سړي غوني ځیږ شي.
څلور کاله پس د اٰرمي پبلک سکول د شهید شوو ماشومانو د وارثانو، سول سوسائټۍ او امن پسنده سیاسي ګوندونو او د تحریکونو لۀ خوا زبردست ایجيټېشن نه پس د یوې جے اٰئي ټي جوړولو اعلان شوے دے. داسې اعلانونه مخکښې هم شوي دي. خداے دې نۀ کړي خو دا ضمانت چا سره هم نشته چې بله داسې واقعه به کله کېږي او څومره شدت سره به کېږي.
دا مطالبه پۀ زور شور سره کول غواړي چې پاکستان کښې کله هم او څومره هم د دهشتګردۍ واقعات شوي دي، د دغو دې یوه ازادانه انکوائري وشي او اولس ته دې حقیقتونه ښکاره کړے شي.
دا یو حقیقت دے چې وینه کۀ افغانستان کښې توئېږي او کۀ پۀ پاکستان کښې، د دې دواړو وینو پۀ شا د دوو بیانیو پۀ صورت کښې یو طاقت دے. کۀ دا حالات هم داسې روان وي، چې اوس خو ئې باقاعده د پښتنو افغانانو پۀ ضد د یو ډېر خطر ناک غېر اعلانیه جنګ صورت اختیار کړے دے؛ امکان پېدا شوے دے چې دا حالات چاپېره ملکونه هم ولقه کښې واخلي. د باچاخان پوهنتون د شهیدانو وینو سره د دې وطن د نورو بې ګناه شهیدانو وینې مونږ نه هم دا تپوس کوي چې زمونږ قاتلان به قصاص کوئ؟ زمونږ قاتلان به بخښئ؟ او کۀ تاسو هم خپلې مرۍ ځولۍ کښې نیولې د شهادتونو صف کښې شاملېدو د پاره خپلو مړو ضمیرونو او بې سیاسته زړونو سره قطار کښې ولاړ یئ؟