د خاورې پۀ تقسيم خو نۀ تقسيم شوې نۀ جدا شوې
د ژبې غلامۍ کۀ ورک کړې، بويه کۀ پېدا شوې
رحمت شاه سائل
د پښتو او پښتنو پۀ ټټر د سکندر مقدوني د ګزارونو ټپونه لا رغېدلي نۀ وو چې عرب فاتحينو زمونږ ژبه او کلتور د مذهب پۀ نوم له مونږ څخه پۀ زور او جبر وتروړل او پۀ ځانګړي ډول زمونږ خروشتي ليکدود ئې د پښتنو پۀ خولۀ کفري ليکدود وګڼل او پۀ دې ډول ئې زمونږ يو شمېر اثار چې پۀ خروشتي ليکددو مونږ درلودل، لۀ منځه يوړل. زمونږ ډېر اثار ئې وسوزول او يا ئې تر خاورو لاندې کړل. زمونږ تاريخ او پښتو سره دا يو داسې ظلم ؤ چې پښتانۀ به ئې هېڅ کله هېر نۀ کړي.
تر دې ناوړې پېښې وروسته پۀ پښتو او پښتنو د مغل خېلو چنګېز، هلاکو، ګوډ تېمور، ګورګينانو تېری روان ؤ. پۀ دې جريان کښې هوتکيانو، روښانيانو او خټکو پۀ خپل زخمي وجود د پښتو ژبې د پاره هلې ځلې کولې او لۀ خپل توان سره سم ئې څۀ نه څۀ د پښتو ژبې پۀ بډاينه کښې خپل خپل کردار ادا کړو. لکه خان چې پۀ خپله وائي:
کۀ د نظم کۀ د نثر کۀ د خط دی
پۀ پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه
نۀ پخوا پکښې کتاب ؤ نۀ ئې خط ؤ
دا دی ما پکښې تصنيف کړل څو کتابه[1]
يا دا چې :
فارسي شعر مې هم زده سليقه لرم د دواړو
پښتو شعر مې خوښ شو هرڅوک خپل ګڼي ښاغلي[2]
تر دوي را وروسته لوی احمد شاه پښتو ته څۀ نه څۀ پاملرنه وکړه خو تر دوي وروسته بيا دغه کار ډېر ټکڼی شو. هم دغسې يو ځل بيا پۀ پښتو او پښتنو د رنجيت سنګهـ د استعماري تبرګي ګزارونه پېل شو. د رنجيت سنګهـ اثرات لا پاتې وو چې پېرنګي د پښتنو د خاورې اشغال کېدو هڅې روانې کړې چې پۀ دغه کار کښې دوي لۀ ناکامۍ سره مخ شول. بيا ئې لۀ بېلابېلو سازشونو لۀ لوري زمونږ خاوره پېرنګيانو او روسانو پۀ خپل مخ د تقسيمېدو کار روان کړو او زمونږ تاريخي ټاټوبی ئې پۀ څو برخو تقسيم کړ. ځينې برخې روسانو لاندې کړې، ځينې پېرنګيانو او ځينې سيمې ئې ايرانيانو ته ورکړې. د دې وېش پۀ ضد پۀ لومړي ځل تر کرغېړنې کرښې ښکته د ملا پاونده پۀ نوم يو نوميالی را پېدا شو او د پېرنګي د دې ناوړه وېش پۀ ضد ئې پۀ وسله واله مبارزه لاس پورې کړو چې دا د پښتنو لۀ خوا د پېرنګي د تقسيم پۀ ضد يو ښکاره بغاوت ؤ. دغه بغاوت کله زورور او کله ئې کمزورې بڼه لرله. دغې وسله والې مبارزې دوام درلودو چې پۀ دغو کلونو کښې د هشنغر پۀ يوه زميداره کورنۍ کښې يو ماشوم را زلمی شو چا چې د پېرنګي ظلمونه پۀ خپلو سترګو ليدلي وو. هغوي خپل د خانۍ تر ژوند تېر شوي او پۀ اولسي مبارزه ئې لاس پورې کړی ؤ. پۀ پښتنو کښې ئې پۀ اصلاحي کارونو لاس پورې کړی ؤ. پۀ لومړي ځل ئې د پښتنو د لاسه د ټوپک اخستلو هڅې کولې او د ټوپک پۀ ځای ئې لۀ قلم او کتاب سره اشنا کول. دغه زلمی عبدالغفار نومېدۀ چې د پلار شته خاني ئې پۀ لته ووهله او د اولس چوپړ ته ئې ارزښت ورکړو. هم دغه چوپړ پۀ برکت دغه زلمی ؤ چې بيا ئې پۀ باچاخان او فخرافغان شهرت وموندو.
زمونږ پۀ تېر تاريخ کۀ مو نظر واچوو نو پښتو ژبې ته پښتنو ډېر لږ کار کړی دی او کۀ کار ورته ئې کړی هم دی نو دغه کار څۀ خاص دوام نۀ دی موندلی. زمونږ پۀ تېر تاريخ کښې باچاخان هغه لومړنی افغان دی چې د ژوند پۀ ډېرو ډګرونو کښې ئې نوښت راوستلی دی. زمونږ پۀ تاريخ کښې پۀ لومړي ځل پښتو ژبې ته ځانګړې پاملرنه هم دې پښتون استاد کړې ده. پښتون استاذ ئې ځکه ګڼو چې خپل چاپېريال ته ئې تل پۀ پښتني عېنکو کښې کتلي دي. زمونږ پۀ تاريخ کښې لومړنی پښتون استاد ځکه ورته وئيلی شو چې نوموړي پۀ لومړي ځل درک کړې ده چې پرته لۀ خپلې ژبې پښتون پۀ بله ژبه کښې پرمختګ نۀ شي کولی. پۀ دې باب ارواښاد پۀ خپل ژوند ليک کښې داسې ليکي:
“پۀ جېل خانو کښې ما د خپل قوم پۀ حالاتو پۀ ښۀ شان غور کړی ؤ. زۀ پۀ دې نتيجه ورسېدم چې پۀ دنيا کښې هېڅ قوم بغېر د خپلې ژبې ترقي کولی نۀ شي او پۀ هغوي کښې علوم اوفنون پېدا کېدی نۀ شي. ما دا اراده کړې وه چې ضرور به يوه رساله پۀ پښتو کښې د خپل قوم د پوهولو، د دنيا د حالاتو نه د خبرولو او د خپلې ژبې طرف ته د مائيل کولو د پاره جاري کوم او د دې کوشش به هم کوم چې انجمن پۀ خپله ژبه کښې د بچو د پاره د ابتدائي تعليم انتظام وکړي. حقيقت دا دی چې دغه وخت پۀ پښتو ژبه کښې هېڅ نۀ وو او نۀ پښتو د چا ياده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه او نادان ؤ چې دا خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده او چې کوم قوم ته خپله ژپه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو ورک شي”[3]
رښتيا هم هغه دور څۀ کوې، نن پۀ دې يوويشتمه پېړۍ کښې هم پښتانۀ خپلې ژبې ته خاص پاملرنه نۀ کوي. لکه څنګه چې پۀ اجتماعي توګه پښتنو سره د خپل ځان غم نشته، داسې ورسره د ژبې غم هم نشته. پښتو ته نن هم نۀ پۀ دولتي کچه څۀ خاص پاملرنه شته او نۀ پۀ اولسي کچ ورته پاملرنه کېږي. هم دغه باچاخان ؤ چې پښتو ته ئې پۀ منظمه توګه کار روان کړی ؤ. پښتو مشاعرې او پښتو سټېج ډرامې د انجمن اصلاح الافاغنه او د خدائي خدمتګارو لۀ لوري جوړولې او نۀ يواځې مشاعرې او ډرامې جوړول بلکې د هغوي تشويق لپاره به ئې انعامونه هم ټاکل. شاعرانو او ليکوالو ته به ئې انعامونه هم ورکول. زمونږ پۀ معلوم سياسي تاريخ کښې دا لومړی دور ؤ چې پښتانۀ شاعران او ليکوال ئې پۀ دومره ښه توګه ونازول. د فارسي ژبې د پرمختګ لپاره دغه کارونه پۀ دربارونو کښې شوي وو خو لۀ بده مرغه پښتو ته خاص پاملرنه نۀ وه شوې، ځکه خو هغه وخت خوشحال خان وئيلي وو.
چا ئې پلو لۀ مخه وانۀ خستو
پښتو لا هغسې بکره پرته ده[4]
د پښتو ژبې پۀ وده کښې باچاخان او د هغۀ ملګرو نۀ ستړي کېدونکي ګامونه واخستل. پۀ دې باب ارواښاد فخر افغان باچاخان پۀ خپل ژوند ليک کښې يو ځای داسې ليکي:
“زمونږ انجمن د پښتو د ترقۍ د پاره او د شاعرانو د خيالاتو د بدلولو د پاره د مشاعرو انتظام وکړو او د ښو ښو نظمونو او بېتونو د پاره ئې انعامونه مقرر کړل او پۀ کال کښې يو ځل چې د مدرسې کلیزه جلسه به کېده، ورسره د مشاعرې د پاره هم انتظام کېدو. د دې پۀ وجه پۀ پښتنو شاعرانو کښې يو عظيم الشان انقلاب راغلو او د خال و خط پۀ ځای د اتفاق، ورورولۍ او قومي ترقۍ دور شروع شو. پۀ قوم او انقلاب کښې د انقلاب د پاره يوه نوې جذبه پېدا کړه چې د جلسې پۀ ورځ د جلسې پۀ ځای کښې ځای موندل ګران شو او د ملک د هرې علاقې او تپې خلق کۀ خان ؤ کۀ غريب، د انجمن پۀ جلسه کښې به ئې شرکت خپل فرض ګڼلو”[5]
دغه د پښتون استاد کردار ؤ چې هغه وخت ئې د پېرنګي شتون کښې د پښتو لپاره داسې ګړندي ګامونه اخستل. د هم دې دورې څخه متاثره شاعر رواښاد سېف الرحمان سليم دغه دور پۀ يوۀ شعر کښې داسې انځوروي.
د جومات استاد عرب دی پۀ مکتب کښې ډيلي وال دی
يو استاد راله پېدا کړه، خو پښتون راله پېدا کړه[6]
هم دغه د باچاخان پښتو ته ځانګړې پاملرنه وه چې پۀ خپل وخت کښې د خلقو او خپلې ژبې سره ژوره مينه پېدا شوه. ګنې هغه وخت پېرنګي پلورل شوي ملايانو به د دوي خلاف پۀ ډاګه وئيل چې:
سبق د مدرسې وائي
د پاره د پېسې وائي
پۀ جنت کښې به ځای نۀ وي
پۀ دوزخ کښې به غوټې وهي
لۀ دې پرته د ‘پښتون’ رسالې کردار چې هغه لومړنۍ رساله وه چې پۀ پښتو ژبه خپرېده، پۀ خلقو ئې ډېر ژور اثرات وشو. د خلقو پښتو ژبې سره مينه پېدا شوه. د دې رسالې اثرات تر اتمانزو پاتې نۀ شو بلکې دغه اثرات ئې د پښتنې خاورې پرته نورو هېوادونو ته هم ورسېدل چرته چې پښتانۀ اوسېدل. پۀ دې باب د باچاخان پۀ کتاب کښې داسې ليدل کېږي:
‘دا پۀ 1928ز کښې مې د “ٰپښتون” پۀ نوم يوه رساله پۀ پښتو ژبه کښې د اتمانزو نه جاري کړه. افسوس خو پۀ دې دی چې پښتون دومره لوی قوم دی او خدای ورله د نعمتونو او دولتونو ډک ملک ورکړی دی خو نۀ د دۀ پۀ خپله ژبه کښې يوه رساله شته او نۀ يو اخبار – دا د پښتو ژبې اولنۍ رساله وه چې د پښتنو پۀ ملک کښې جاري شوه. پښتون قوم ډېر خراج دی خو دې قسم څيزونو باندې پېسې نۀ لګوي او پۀ دې قسم څېزونو خرڅ کولو نه ناشنا او نابلده دي. ډېرې پېسې ما د خپل جېب نه پرې خرڅ کړې. دې رسالې د پښتنو پۀ ښځو او نرو کښې يوه نوې زندګي پېدا کړه او دا رساله پښتنو کښې ډېره هر دلعزيزه شوه. دا د خپل ملک خو پرېږده، پښتانۀ چې پۀ يورپ، امريکه او اسټريليا کښې هم ښۀ لوستلې کېده. عبدالهادي خان داوي ما ته قيصه کوله چې “پښتون” اخباربه کابل ته راغی، پۀ قوميت (مليت) چې به کوم مضمونونه ليکلي شوي وو نو هغه به ئې مونږ لوستل او د افغانستان پۀ خلقو کښې هم پښتو طرف ته رغبت زيات شو او پۀ امان الله خان خو ئې دومره اثر وشو چې هغۀ اعلان وکړو چې خلقو له پکار دي چې پښتو ژبه زده کړي. درې کاله پس به پۀ دې ملک کښې پښتو تعليمي او سرکاري ژبه وي او عبدالهادي خان دا هم راته ووې چې مونږ هم د يوې رسالې بناء وکړه او د هغې نوم مو هم “پښتون” کېښودلو. امان الله خان راته ووې چې د پښتنو به بس دغه يو “پښتون” وي – نو ما بيا هغې خپلې رسالې له “د پښتنو ژغ” نوم کېښودو. خو افسوس چې پېرنګيانو دا خبره برداشت نۀ کړې شوه او هغۀ ووې چې د دې رسالې يو څو نمبره وتي وو چې افغانستان کښې بغاوت وشو، امان الله خان لاړو او د هغۀ پۀ ځای بچه سقه د څۀ وخت د پاره د افغانستان پۀ تخت کښېناست.”
دا وو هغۀ تاريخي اسناد چې دلته مو پۀ لنډ ډول بيان کړل. نو د دې پورتني[7] بحث پۀ رڼا کښې مونږ وئيلی شو چې د فخر افغان باچاخان يوه ځانګړنه دا ده چې پۀ خپل دور کښې ئې پښتو ته خاصه او ځانګړې پاملرنه وکړه. د پښتنو پۀ سياسي تاريخ کښې ئې پۀ لومړي ځل دا وښودله چې پښتون لۀ خپلې ژبې پرته پۀ بله ژبه کښې ترقي نۀ شي کولې. دغه کار ئې د ګفتار تر حده نۀ ؤ بلکې پۀ دې ډګر کښې ئې عملي کردار ادا کړو او پښتانۀ ئې لۀ پښتو سره اشنا کړل او د پښتنو پۀ زړونو کښې ئې يو ځل بيا (د خپلې ژبې مينه ويښه کړه) چې د وخت ناپوهه ملايانو به وئيل چې پښتو د دوزخ ژبه ده. نوموړي پۀ ډېر جرأت او انقلابي هڅو دا جوته کړه چې پښتو زمونږ ژبه ده او مونږ لۀ خپلې ژبې پرته پۀ نورو ژبو کښې پرمختګ او ترقي نۀ شو کولژ. باچاخان د ژبو پۀ افاديت پخوا لا پوهه ؤ چې بيا وروستو د بنګالي ځوانانو مبارزه چې د خپلې ژبې لپاره ئې کوله او پۀ دغه لاره کښې ئې خپل سرونه قرباني کړل او اقوام متحده اخر دې ته مجبوره کړه چې 21 فروري ئې د مورنيو ژبو نړيواله ورځ وګرځوله او پۀ لومړي ځل د يونيسکو پۀ چارټر کښې دا خبره ثبت شوه چې هر ماشوم ته بايد پۀ خپله مورنۍ ژبه کښې تعليم ورکړل شي. دا بيا مونږ بدبخته پښتانۀ يو چې زمونږ قامي رهبر سل کاله وړاندې د ژبې پۀ ارزښت دومره پوهه ؤ چې د ژبې د وړاندې کولو لپاره ئې پۀ دومره سختو شرائطو کښې کار وکړو او مونږ پۀ دې يويشتمه پېړۍ کښې لا پۀ دې نۀ يو توانېدلي چې پښتون پۀ دې پوهه کړو چې خپلو ماشومانو ته بايد پۀ خپله ژبه تعليم ورکړو. پۀ دې ناولي نظام کښې لۀ مونږ سره يواځينۍ لار هم دغه ژبه پاتې ده چې لۀ دغه نظام څخه د نجات ذريعه ګرځېدلې شي. ځکه کۀ مونږ لۀ نن څڅه دا پرېکړه وکړو چې مونږ به خپله ژبه د مکتب ژبه ګرځوو نو زما خيال نۀ شي چې د اېټم بم پۀ نوم نشه ځواک دې مونږ ته دغه حق راکړي نو ارومرو به زمونږ مبارزه د ازادۍ پۀ مبارزه بدلېږي او پۀ پايله کښې به ئې پښتانۀ سره او خپلې ژبې د يو ازاد خپلواک هېواد خاوندان شي. پۀ داسې کولو سره به د فخر افغان باچاخان ارمان ته دعمل پټکی هم ور پۀ سرکړی شي.
ژوندۍ دې پښتو او پښتونواله!
هڅانده دې وي باچاخانۍ مبارزه!
- خټک، خوشحال خان،د خوشحال خټک کليات ↑
- خټک، خوشحال خان،د خوشحال خټک کليات ↑
- عبدالغفار، زما ژوند اوجدوجهد چاپ دريم چاپ، باچا خان
ريسرچ سنټر جنوري 2018 ، 173-174مخونه ↑
- خټک خوشحال خان.د خوشحال خان خټک کليات ↑
- عبدالغفار، زما ژوند اوجدوجهد چاپ دريم چاپ باچا خان
ريسرچ سنټر جنوري 2018 ، 174مخ ↑
- سليم، سيف الرحمان، دوړو وړو خدايانو دې بنده کړم. دوېم
چاپ پښتو نړيواله مرکه 2017 کال ↑
- عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد ↑