@SulaimanUsafzay
اتلسم ترميم د پاکستان ائيني تاريخ کښې پۀ خاموش انقلاب ياديږي. هر څو کۀ دا ترميم د صوبو د خوشحالۍ او ترقۍ سبب دے او د دې ترمیم یقیني کولو د پاره د پاکستان جوړېدو سره سمه شروع شوې اوږده تاریخي مبارزه او د سیاسي قوتونو قربانۍ پرتې دي، خو ولې پاکستان کښې اسټېبلشمنټ او وفاقي بیورو کراسۍ د پاره دا ائیني ترمیم د سترګو ازغے ګرځېدلے دے. پۀ دې ترميم کښې پۀ ائين کښې يو سل دوه بدلونونه شوي دي چې پکښې خېبر پښتونخوا ته شناخت سره سره ټولو صوبو ته يو شان پنځلس وزارتونه منتقل شوي دي. پۀ دې وزارتونوکښې د کلتور، ماحولياتو، صحت، مذهبي امور، ابادۍ، سوشل وېلفئر، سېل، لوبو، د ځوانانو، مقامي حکومتونو،د ښځو ترقي او بهبود، زکات او پۀ خصوصي توګه د تعليم محکمه شامله ده کوم چې تر اوسه د رياستي متشدد بيانیې خورولو يوه غټه ذريعه وه (پۀ خېبر پښتونخوا کښې د اسټېبلشمنټ د خوښې ډله حکومت کښې راوستلو نه پس چې د اتلسم ائیني ترمیم تر مخه کوم معتدل نصاب صوبې د پاره جوړ شوے ؤ، د خېبر پښتونخوا هغه نصاب اوس لا متشدد او کرکژن کړے شوے دے). تر شپاړلس کالو پورې هر ماشوم ته د مفت او معياري تعليم فراهمي هم پۀ دې ترميم کښې د ائين برخه جوړه شوې ده او پۀ صوبو دې د پاره د فوري قانون سازۍ زورنه هم شوې ده. دې سره سره نصاب کښې د بدلون اختيار هم صوبو ته حواله شوے دے چې صوبو ته پۀ پراګريسيو او سائنسي بنيادونو سم د سره د نصاب جوړولو موقع پۀ لاس ورغلې ده. د نصاب متعلق يو معقول سياسي پوهاند ګرامشي ليکي چې ‘نصاب د مائنډ سټ جوړولو يوه ښه ذريعه ده’ او د دې ښکاره مثال زمونږ پۀ ټولنه کښې عدم برداشت، مذهبي تفاوت او ترهګري ده کوم چې د ډکټېټر ضياء د جوړ کړي نصاب نتيجه ده. ټولو صوبو له پکار ده چې د دې موقعې نه پوره فائده واخلي او جنګې معيشت، مذهبي تفريقاتو او نفرتونو ته وده ورکوونکي مواد زر تر زره د نصاب نه وباسي او د خپلې خاورې، اولس، اتلانو، پټو او ښکاره خزانو، پېداواري او کلتوري ذريعو او ودانیو متعلق مواد د نصاب برخه جوړ کړي او د روښانه او پُر امنه مستقبل بنياد کېږدي.
دې ترميم سره پۀ ارټیکل کښې د شوې اضافې تر مخه د غېر جمهوري قوتونو (مسلح افواج) د مداخلت لاره هم نیولې ده او د سول بالادستۍ تحفظ ئې یقیني کړے دے، هم ئې د صدر نه د اسمبلیو ماتولو اختيار تروړلے دے کوم چې پۀ تېرو وختونو کښې اٰمرانو د منتخب حکومتونو خلاف د يو الې پۀ طور استعمال کړے وو. کۀ يو خوا دې ترميم حکومتونه با اختياره کړي دي او هر چاته پۀ خپله خاوره د خپل اختيار او فېصلې حق ملاو شوے دے نو بل خوا اولس ته هم معلوماتو او خدماتو ته نېغ پۀ نېغه د رسائي حق حاصل شوے دے.
باجوه ډاکټرین چې د يو سياسي منشور نه کم نۀ دے، اتلسم ائيني ترميم د شېخ مجيب د شپږو نکتو نه زيات زيانمن بولي. د دې ترميم پۀ حقله ارمي چيف دا اندېښنې ظاهرې کړې دي چې د ډيسنټرلائزېشن د وجې د وفاق کمزوري کېدو او د صوبو او د وفاق تر منځه د توازن خرابېدو خطره ده. د باجوه ډاکټرین مطابق د مالياتو صوبو ته انتقال او د بېنظېر انکم سپورټ پروګرام او مېټروز غوندې منصوبې ملک مالي طور غېر مستحکم کوي. دې منشور پۀ صوبو کښې د منتقل شوو محکمو د چلولو د پاره د خپل فهم مطابق د نا اهلۍ نشاندهي هم کړې ده. د تعليم محکمې پۀ اړه هم باجوه ډاکټرین دا تاثر ورکوي چې يو شان نظام تعليم هم د ملک د پاره فائده مند کېدے شي، د هرې صوبې بېل نصاب او نظام تعليم د ملک پۀ ګټه نۀ تمامېږي. غرض دا چې فوج پۀ هېڅ صورت پۀ حکومت بالخصوص خزانه خپل کنټرول ختمولو ته تيار نۀ دے. مونږ کۀ د ‘باجوه ډاکټرین’ د دغه مندرجاتو نسبت ته وګورو نو داسې څۀ خبره هم نشته چې هغې کښې دې پۀ یو پارلېماني نظام کښې د فوځ د مشر څۀ کار وي. دا د سیاست، سیاسي ګوندونو او د پارلېمان کنسرن دے چې د داسې ترامیمو پۀ مختلفو اړخونو خبره وکړي. اتلسم ترمیم د ملک د ټولو صوبو د ټولو سیاسي ګوندونو نمائندګۍ منظور کړے دے. اوس د یوې ادارې مشر چې هغه سرکاري نوکر دے، د پاکستان غوندې ملک کښې د بده مرغه د خپل منصب نه بره خبره ځکه کوي چې دلته پارلمان او جمهوريت هغسې مضبوط نۀ دے او د مسلسل مارشلائي رژیمونو زور جمهوریت دلته پښې مضبوطولو ته پرېښے نۀ دے او د فوج د مبالغانه حد پورې رومانټسائز کولو سره سیاست د یو کرکژن فېکټر پۀ توګه معارفي کړے شوے دے.
د دې ترميم اثر ختمولو د پاره سيکورټي ادارو د سپريم کورټ او نېب پۀ ذريعه پۀ نواز شريف د دباو اچولو هره حربه استعمال کړه، پۀ ناکرده ګناه ئې د وزارت عظمٰي نه لرې کړو (دا ګناه ناکرده ځکه بولم چې تېرو ورځو کښې نواز شریف پۀ هاغه فلېګ شپ رېفرنس کښې بري کړے شو، کوم کښې چې وزارت عظمٰي نه مات کړے شوے ؤ)، د خپل ټبر تېماردارۍ ته ئې پرې نۀ ښودو او پۀ اډياله جېل کښې ئې بندي کړو.
اوس روان قسط کښې د نواز شريف پۀ شان اصف علي زرداري ته هم نن د نېب لۀ خوا د زنځيرونو شرنګهار اورولے کېږي او دا انګازې راځي چې زرداري صاحب د خپل لاس دستخط شوي ترميم واپس کولو کښې د اسټېبلشمنټ راوستي وزیر اعظم سره مرستې ته تيار نۀ دے. مجبوراً سلېکټډ وزيراعظم عمران احمد نيازي د مډ ټرم الېکشن خبره مېدان ته کړې ده چې يو پۀ بل دهاندلي زده الېکشن کښې دغه شمېره پوره کړي او فوج ته هغه لارې پرانيزي کومې چې اتلسم ترميم بندي کړې دي.
د تازه اطلاعاتو مطابق مرکز کښې جوړ شوي حکومت ته ټاسک ورکړے شوے دے چې د سندهـ صوبې جمهوري حکومت ماتولو د پاره هره حربه استعمال کړي. دې اقدام راتلو سره دا ګمان نور هم پخېږي چې د اتلسم ائیني ترمیم ماتولو د پاره د باجوه ډاکټرین لۀ خوا شلېدلے زور کېږي.
د اتلسم ائیني ترمیم به د پاره د جمهوري قوتونو یو غېر مشروط اتحاد د وخت مهمه غوښتنه ده. باید پۀ جمهوریت یقین لرونکي سیاسي ګوندونه د اتلسم ائیني ترمیم تحفظ کولو د پاره هر ممکن کوشش وکړي.