د اجمل خټک بابا شاعرۍ کښې د اتفاق او اتحاد درس – پروفېسر ډاکټر عرفان خټک

د پښتو ژبې او ادب غښتلے او ښاغلے شاعر او اديب، د پښتون قام پياوړے او نوموړے مشر او مبارز، د عوامي نېشنل پارټۍ سابقه مرکزي صدر خداے بخښلے اجمل خټک د پښتون قام د اتحاد او اتفاق د پاره خپل ټول ژوند وقف کړے ؤ. هغوي ته معلومه وه چې پښتون قام پۀ هر لحاظ ډېر قوي او مضبوط قام دے خو کۀ چرته هم دوي ناکامۍ سره مخ کېږي نو هغه به د دوي د بې اتفاقۍ وجه وي. د پښتون قام دغه کمے د دوي فطرتي او جبلي دے، ځکه چې خوشحال بابا هم بس دغه ژړا کړې ده،

اتفاق پۀ پښتانۀ کښې پېدا نۀ شۀ

ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کا

د پښتون قام ستر مشر او لارښود فخر افغان باچاخان هم دغه نیمګړتیا لرې کول غوښتل او ټول عمر ئې پښتنو ته د يو والي درسونه ورکړي دي. رهبر تحريک خان عبدالولي خان هم پۀ دغه موضوع ډېرې موثرې وېناګانې کولې او د بې اتفاقۍ مونډ ویستلو د پاره ئې زرین اقوال د تاریخ او ادب برخه شوي دي.

د انقلابي نظم بابا اجمل خټک هم پۀ نظم کښې او هم پۀ نثر کښې د خپلو دغو مشرانو پۀ رنګ پښتون قام ته د اتفاق او اتحاد درسونه ورکړي دي. اجمل خټک کۀ د خدايه پښتون قام ته څۀ غواړي هم نو هغه يو بل سره د ورورولۍ ژوند غواړي، د ذهنونو نه د وهمونو جالې لرې کول غواړي او د کينو او تربګنو زهر يو بل سره د مينې او محبت پۀ شېرينۍ بدلول غواړي.

لويه خدايه! لويه خدايه!

دا تیرې پۀ مونږ رڼا کړې!

ستا لۀ مينې مو اګاه کړې!

ورورولۍ را کښې پېدا کړې!

پۀ سينو کښې چې مو زهر

د کينو د تربګنيو دي

پۀ ذهنونو کښې مو جالې

د وهمونو د تیرو دي

ورته علم پوهه را کړې!

دا زنګونه ټول صفا کړې!

هغه خړ سرو لوث لغړو پښتنو ته د وخت سره د بدلېدو او د سيالۍ د خوشحالۍ ژوند د پاره د اتفاق او اتحاد پۀ يو مرکز د راغونډېدو پېغام داسې ورکوي،

يه پښتنو! پۀ لېونو پښتنو!

يه تس نس شوو پرګنو پښتنو!

راځئ پۀ کور کښې مرکه شو سره

د سيالۍ وخت دے چې جرګه شو سره

دنيا بدلېږي ورته ځان بدل کړو

دغه د ظلم زوړ جهان بدل کړو

اجمل خټک بابا پۀ دنيا کښې د هر قام ژوند ژواک د برابرۍ پۀ نسبت د غوښتو قائل ؤ. هغه يواځې پښتون د پاره نۀ بلکې د همه دنيا د ټول انسانيت د پاره د مينې ښائست او ورورولۍ د خوند او مزې نه د ډک ژوند متقاضي ؤ. هغۀ هم دغه خپل مرام او منزل ګڼلو او د خپل دغې ستر، عالي او مثالي مقصد پۀ لار کښې ئې هېڅ خنډ نۀ زغملو.

د ګل رګونو کښې چې ژوند اوسېږي نُور اوسېږي

يا د انګور غنچه کښې مينه او سرور اوسېږي

ښکلي هيواد کښې د پښتون دغسې ژوند غواړم

مينه، ښائست او ورورولۍ ډکې د خوند غواړم

دا مې منزل، دا مې جنت دے ور روان يم ورته

چې هر عذاب وي، دغه لاره کښې لذت دے راته

کۀ سرې لمبې شي د چا مينه کښې جنت دے راته

اجمل خټک بابا پښتون قام ته د وخت او زمانې سره د مقابلې او مقاتلې درس ورکړے دے او دا ئې ورته وئيلي دي کۀ د ژوند د ازمېښتونو پۀ لار څوک د هر څنګه حالاتو سره مخ شي، عن تر دې چې د مرګ استازے هم ورته راشي نو دے دې د دغې هر څۀ ښۀ پۀ نره مقابله وکړي چې د ننګ ناموس او د پت و غېرت شمله ئې جګه پاتې شي.

کۀ د ژوند ملا دې پۀ هر سبب ماتېږي

زړۀ دې چوي د وخت احساس دې زخمي کېږي

کۀ د مرګ استازے هم راځي نو خېر دے

خو دا ستا د ننګ شمله دې نۀ ټیټېږي

د پښتونخوا د ځوانانو پښتنو جذبو او ولولو ته د يو کېدو او د کلک اتحاد او اتفاق تحريک څۀ پۀ دې ډول ورکوي.

دا ټولې ولولې او جذبې جمع کړئ! طاقت شئ!

دې خپلې پاکې خاورې ته د پاک الله رحمت شئ!

خورو ورو تپو خېلونو جمع شئ! يو قام شئ!

دې ځپلې پښتونخوا ته د جنت د باغ انعام شئ!

اجمل خټک قام ته د کامرانۍ او کاميابۍ پۀ لار د يون او تګ د پاره د يوې ورورولۍ جوړولو او د خپل هېواد او خپلې خاورې د حقوقو د پاره د يوې جنډې لاندې د يوې انقلابي چغې سره د فخر افغان باچاخان د عدم تشدد پۀ فلسفه د عمل دعوت داسې ورکړے دے.

پرېوتې شملې جګې کړئ د سوات نه تر بولان

يوه ورورولي جوړه کړئ د خوږ پښتونستان

راغونډ شئ وړو لويو کوزه بره سپينو تورو!

وخت نۀ دے ګورے نۀ دے د زياتي خبرو نورو

خپل کور کښې د وطن د حق د پاره را جرګه شئ!

د خپلې سرې جنډې لاندې يوه چغه نعره شئ!

بچو د پاره دا ښکلے وطن جنت نشان کړئ!

را کوز پۀ لوے جلوس کښې مو بابا فخر افغان کړئ!

د اجمل خټک احساسات او جذبات د خپل قام او ملت د ښې ورځې او خپل قام د حقونو د حصول د فکرونو نه لبرېز ؤ، ځکه خو چې کله ئې هم موقع موندلې ده نو د قام زلمو ته ئې د اتفاق سرينده غږولې ده. پۀ کال نولس سوه يوکم پنځوسم کښې چې کله د پېښور جېل کښې بندي ؤ نو د قام زلمو ته ئې داسې مخاطبه کړې ده،

د قام بچو! نن د غېرت او د ايمان وخت دے

اے شا زلمو! نن د سيالۍ او د مېدان وخت دے

يوه نعره يوه جنبه شئ! خپل حقونه واخلئ!

زخمونه وخورئ د جنت د باغ ګلونه واخلئ!

د خپل اولس د خوارو زارو پۀ سر ډال شئ زلمو!

د خوېندو مېندو د عزت او حياء شال شئ زلمو!

دا وطن ستاسو دے هم تاسو ئې پکار شئ زلمو!

ازغي ترې وغورځوئ تاسو ئې بهار شئ زلمو!

د جبر تور دېوان ترې لر کړئ ورورولۍ راولئ!

پۀ دې غريب اولس مو دور د سيالۍ راولئ!

‘زما زلميه!’ پۀ يو بل نظم کښې دا شعرونه چې د خپل مرام د پاره د يو کېدو او خپلو کښې د اتحاد او اتفاق پۀ لړ کښې څومره د شديدې جذبې او جوش نه ډک دي ـــ

د حميد سور کفن شئ ځان نه سرې جنډې جوړې کړئ!

پۀ ٰامرانو پۀ ايوان کښې زلزلې جوړې کړئ!

د اسد ننګ شئ د بنګال نه تر خېبر خوارۀ شئ!

اے شازلمو! د غېرت وخت دے را ببر شئ سرۀ شئ!

اے نازولو زلمو! يو شئ د مرام د پاره

دا نازولې ځوانۍ خاورې کړئ د قام د پاره

مونږ کۀ د اجمل خټک بابا شاعرۍ ته د فکر و فن پۀ کومه زاويه هم ګورو نو پۀ هره مخه به پۀ کښې د پښتون قام د سوکالۍ، خوشحالۍ او سيالۍ امیدونه او د پښتون قام پۀ يو ډګر د خپل مرام او مقصد د پاره د راغونډېدو ژوره فلسفه او مؤثر درسونه مومو. حقيقت دے چې د اجمل خټک بابا پۀ شاعرۍ کښې د قام او ملت د اسوده حالۍ، پرمختګ او د غلامۍ نه د خلاصون هغه تودۀ جذبات او احساسات خوندي دي چې د خپلې ازادې او پښتنې نظريې د ورورولۍ اتحاد او اتفاق رنګونه پرې خوارۀ وارۀ دي. د دوي شاعري د حضرت باچاخان او د خان عبدالولي خان د فکر او فلسفې يو منظوم عکس دے. دومره زور داره او پائيداره شاعري ده چې څومره پرې مودې اوړي، رنګونه ئې لا تازه کېږي او ويونکو ته د خپلو فکرونو ترجماني ښکاري. زۀ دا خپلې ګډې وډې خبرې د اجمل خټک بابا پۀ دې شعرونو پاې ته سپارم:

د غېرت لۀ دې مېدانه مې نعره ده

د بولانه مې دا ستا سره وعده ده

ځان به وسوزوم د هجر پۀ تور تم کښې

ولې تا به چراغان کړم پۀ عالم کښې

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …