ډرامه فلسفي خطا شو – ادیب سرحدي

 

د فلسفې د نړیوالې ورځ 16) نومبر( پۀ مناسبت د نیازبین طلال بېدار اصلزي لیکنه د ‘پښتون’ د تېر کال د نومبر ګڼه کښې خپره شوې وه. د دوویشتم اګست 1945 پۀ ‘پښتون’ کښې پۀ اوولسم مخ خپره شوې دا ډرامه ‘فلسفي خطا شو’ خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو. ‘پښتون’ هڅه کوي چې د فلسفې پۀ حقله د لوستلو او ګړېدلو رویې وده ومومي. د طلال بېدار د لیکنې او د دې ډرامې تر منځه د ‘پښتون’ د اویا کلن سفر یو پړاو تر منځه پروت دے.

ډرامه

فلسفي خطا شو

وړومبۍ ننداره

د يو ساده کور پۀ غولي کښې يو خانک پروت دے. د خانک سره جوخت خوا کښې د اوبو ډک منګے. يو طرف ته خېرنې جامې او د صابون چکۍ ايښي دي. پۀ دې کښې د بهر نه يو سپين ږېرے سړے )مشهورد فلسفي دانشمند( د يو هلک )خپل شاګرد فاروق( سره چې پۀ غېږ کښې ئې بسته وه، راننوځي.

دانشمند: فاروقه! نن زما د جامو د وينځلو ورځ ده. ستا سبق خو به قضا شي. ګوره کنه. ما سحر سبا ځان ته انتظام برابر کړے دے.

فاروق: استاذ! تۀ جامې په خپله وينځې؟

دانشمند: هو! زۀ خپل ټول کارونه پۀ خپله کوم، ډوډۍ ځان ته پۀ خپله پخوم، جامې ځان ته پۀ خپله جوړوم او پۀ خپله ئې وينځم. پېزار ځان ته پۀ خپله جوړوم، شلېدلے پېزار پۀ خپله ګنډم، کور پۀ خپله جارو کوم او د زميندارۍ کار هم خپله کوم.

فاروق: )لاس پۀ نامه ودرېږي( استاذ صاحب! بې ادبي معاف! تۀ د زمانې مشهورفلسفي، د بادشاه استاذ، د بادشاه د زامنو استاذ او کور لکه د نوکرانو ټول کار پۀ خپله کوې؟ حېراني ده!

دانشمند: فاروقه! تۀ لا معصوم يي معصوم! پۀ ژوند کښې به ډېر څۀ زده کړي. تۀ خپله بې علمي ښايې.

فاروق: استاذ صاحب! کۀ تۀ نوکر نۀ ساتې نو خېر دے مۀ ساته، ستا د پاره به دا ټول کارونه زۀ کوم خو پۀ تا مې د نۀ سړو کار پېرزو نۀ دے استاذ صاحب!

دانشمند: د “نۀ سړو؟” دا خو د سړو کار دے. نۀ سړے هغه دے چې د سړو کار نۀ کوي. يا د سړو خوارۍ محنت کار ته پۀ سپک نظر ګوري. محنت، د ځان خدمت، د بل خدمت، ځان پالل، خلق پالل دا د سړو کار دے.

فاروق: صاحبه! منم، خو ستا پۀ شان سړو سره دا کار نۀ ښائي.

دانشمند: ګوره کم عقله! زۀ سړے يم او د هر سړي دا کار دے چې د ژوند ضروريات يعني د خوړولو، څښکلو څیزونه. د تن د پټولو سامان او د استوګنې ځاے د خپلو مټو پۀ خوارۍ محنت ځان ته پېدا کوي. د بل محنت ځان ته د راحت سبب جوړول حرام دي حرام!

فاروق: عزتمنده استاذه! دا دې څۀ فتويٰ وکړه؟ دا ټول خلق حرام کوي؟

دانشمند: بې شکه څوک چې د بل پۀ محنت مزې کوي او ځان د محنت د زحمته بچ ساتي هغه حرام خور دے. نۀ سړے دے، پۀ خلقو بار دے، د خلقو پۀ سر يو بې ښې بې مطلبه خوشے دروند پېټے پروت دے. د داسې سړي ژوند د لعنت دے د لعنت!

فاروق: لويه استاذه! )حېرانېږي(

دانشمند: فاروقه! څۀ فکر واخستې؟ زما د خبرو پۀ حقيقت کښې به رو رو پۀ خپله پوهه شې! ستا دماغ لا کچه دي، بنيادي خيالات نۀ شي اخذ کولے.

فاروق: )د استاذ پښو ته ټیټېږي( عزتمنده استاذ صاحب! ما معاف کړه! ما ګستاخي وکړه، ما ستا ژوند ته پۀ سپک نظر وکتل.

دانشمند: )مسکے شي. فاروق د پښو نه اوچت کړي( سعادتمند شې بچيه! د ښۀ دماغ خاوند شې! ځه تۀ اوس کورته لاړ شه! زما خيال دے چې زۀ جامې سېند ته يوسم، هلته اوبۀ ډېرې دي. جامې به ښې سوتره شي.

فاروق: استاذ جي! کۀ تۀ خفه کېږې نۀ نو جامې ما ته را کړه چې زۀ ئې وينځم.

دانشمند: فاروقه! بيا دې خطا خبره وکړه. زۀ ستا نه سړے جوړول غواړم او تۀ زما نه سړے جوړوې. رښتيا دي د چل ګرو خلقو فرېبي خيالات د يو معصوم د دماغ نه ويستل ډېر ګران کار دے.

فاروق: استاذ صاحب! ما معاف کړه! زۀ پوهه نۀ شوم.

دانشمند: ځه بچيه لاړ شه! سحر ته سبق ته راځه! نن زۀ وزګار نۀ يم.

فاروق: ډېره ښه ده جي! زۀ رخصت يم )فاروق ځي(.

دوېمه ننداره

)د ښار بندې دروازې ته يو سپاهي ټوپک پۀ لاس ولاړ دے. د دانشمند فلسفي سره خبرې کوي. دا وخت د دانشمند پۀ سر د خېرنو جامو پنډ پروت دے. پۀ يو لاس کښې ئې ټين، پۀ بل لاس کښې د جامو وينځلو تخته(

سپاهي: استاذ! د بادشاه سلامت حکم دے، نن ښار دروازه هېڅ چا ته نۀ شي لرې کېدے.

دانشمند: اخر سبب څۀ دے؟

سپاهي: استاذ صاحب! خبره دا ده چې د بادشاه سلامت کټه شهباز خلاص شوے دے نو حکم ئې کړے دے چې دروازې بندې کړئ چې چرته د ښار بهر ونۀ ځي.

دانشمند: ښه! نو د شهباز نيولو د پاره د ښار دروازې بندې شوې دي؟

سپاهي: هو استاذ صاحب!

دانشمند: )حقارت پۀ خندا کښې( هن! څۀ ښۀ دليل دے! باز به د ښار نۀ پۀ دروازه بهر ځي؟ لکه چې د اسمان دروازې بندې دي؟

سپاهي: استاذ! زۀ پۀ دې خبرو څۀ پوهېږم؟ زۀ خو يو سپاهي سړے يم، زما کار دليل منل نۀ دي، حکم منل دي، حکم!

دانشمند: منم لاس پښې حکم مني، سر کښې عقل دے؛ عقل دليل مني. کم عقله! تۀ پۀ دومره خبره نۀ پوهېږې چې باز د ښار پۀ دروازو بندېدو ايسارېدے شي؟ باز ته داسمان دروازې بندول پۀ کار دي. باز پۀ هوا ځي. څۀ خر غوایۀ خو نۀ دے چې پۀ دروازو ځي.

سپاهي: استاذ! د اسمان دروازې به څوک بندې کړي؟ تۀ هم عجيبه خبرې کوې!!!

دانشمند: ډېره ښه خبره دې وکړه. څۀ ښۀ منطق دے. باز چې والوځي، د اسمان پۀ دروازو پورته لاړ شي؛ ولې د اسمان دروازې د باچا پۀ وس کښې نۀ دي. د دې د پاره ئې د ښار دروازې بندې کړې.

سپاهي: جي! هم دغه د بادشاه سلامت حکم دے.

دانشمند: حکم دے کۀ حماقت؟ دليل لوے څېز دے. ستن پۀ کورکښې ورکه شوې ده او خلق ئې ګوري پۀ کوڅه کښې د ډېوې رڼا ته. هسې مې دومره موده مازغۀ شنۀ کړل. پۀ اوچ کاڼي جوکه چرته لګي؟

د مکې پۀ بزرګۍ کښې هېڅ شک نشته

ولې خر به حاجي نۀ شي پۀ طواف

سپاهي: استاذ! دا خبرې تۀ کولې شې چې د بادشاه سلامت استاذ ئې، د بل چا څۀ مجال دے؟

دانشمند: ښۀ وے ښۀ وے! دا تۀ ئې! دا ستا بادشاه! رښتيا دي د بادشاهت او د دولت د اوچو کاڼو نه د دليل زور تېل نۀ شي ويستے. د باچایۍ او د دولت نشه د دليل سترګې ړندې کړي.

سپاهي: استاذ! خداے دے خداے! چې پۀ چا فضل وکړي باچا شي، د خداے سره د هېڅ څیز کمے نشته.

دانشمند: )پۀ حقارت سره( هن! خداے دے خداے؟ چې پۀ چا فضل وکړي باچا شي؟ چې دا شے بې وقوفانو ته بادشاهي ورکوي هغه خداے دے؟ بس دے معلوم شو راته چې د خداے څۀ مطلب دے؟

سپاهي: هر څۀ چې وائې استاذ! تر څو چې د باچا حکم نۀ وي، زۀ ور نۀ شم لرې کولے.

دانشمند: بادشاه او د بادشاه حکم؟ او خلق لا وائي د باچایانو باچا! ټول دروغ دي. ځم ځم چې د دنيا خلق د دروغو د لعنت نه خلاص کړم. ځم ځم! پوهه شوم! پوهه شوم! هيله نن پۀ رښتياو پوهه شوم. هېڅ فکر نشته. بادشاه ته دې وايه چې د ښار دروازې به هله خلاصې شي چې زۀ د خلقو د دماغ دروازې پرانیزم )دانشمند د دروازې نه واپس کور ته ځي(.

درېمه ننداره

)يوه لويه باچاهي لار ده. دانشمند د فقيرۍ پۀ جامه کښې د لارې يوې څنډې ته ناست دے. نن د اختر ورځ ده، خلق د اختر نمانځۀ ته روان دي. يو سړے کوتک پۀ لاس د لارې نه راګرځي. دانشمند سره خبرې کوي(

سړے: ګوره فقير باچا! د اختر زبرګه ورځ ده. نن خو کم بخته نمانځۀ ته لاړ شه.

دانشمند: کم عقله سړيه! نمانځۀ ته؟ او د اختر زبرګه ورځ ده؟ زبرګه ورځ څۀ ته وائي؟ اختر څۀ ته وائي؟ او نمونځ څۀ ته وائي؟

سړے: ګوره څنګه ئې ځان ناجاڼه کړو!!! ورځ ورځ ده او اختر اختر دے او نمونځ نمونځ دے.

دانشمند: )د حقارت پۀ خندا سره( هن! ښۀ پوهه شوې، ښۀ دليل دې بيان کړو. زۀ خو وايم چې ورځ شپه ده، اختر غم دے، نمونځ کفر دے ـــ وايه د دې به څۀ جواب راکړې؟

سړے: )حېران شي( يره خو عجيبه خبرې کوې!

دانشمند: او تۀ؟ تۀ ناديده خبرې کوې؟

سړے: ناديده څنګه؟

دانشمند: ناديده داسې چې وينې هېڅ نۀ او منې هر څۀ!

سړے: دا خو دې غلط ووې. زۀ خو چې څۀ وينم هغه منم.

دانشمند: ښه! نو بيا پۀ غېبو دې څنګه ايمان راوړے دے؟

سړے: دا خو د خداے رسول حکم دے.

دانشمند: خداے څۀ ته وائي او رسول څۀ ته وائي او حکم څۀ وي؟

سړے: وګورئ خلقه! کم بخته! خداے خداے دے او رسول رسول دے.

دانشمند: ګوره! کۀ زۀ ووايم چې خداے خداے نۀ دے، خداے هډو شته نۀ! يا خداے پخوا مړ دے نو تۀ به څۀ جواب راکړې؟

سړے: ګورئ خلقه! دا څۀ کفر وائي؟ دا اختر، جمعه، نمونځ، جومات ــــ دا ټول خداے نۀ دي رالېږلي؟

دانشمند: بيا هغه بې دليله خبره؟ کم عقله! زۀ دې لنډ پوهوم. د عقل مندو خداے پخوا مړ دے. دا جوماتونه او منارې چې وينې، دا پوهه خلقو د خداے قبر جوړ کړے دے قبر؟ او کم عقل خلق دې څېز ته خداے وائي. د کم عقلو خداے ژوندے دے، د کم عقلو خداے نۀ مري.

سړے: توبه وباسه کم بخته توبه! خداے دې غرق کړه! تۀ خو بلې بلا ته ووتې.

دانشمند: بې وقوفه! ما د هرې بلا نه ځان خلاص کړے دے. زۀ نۀ پۀ دې بلا کښې نښتے يم نۀ بلې بلا ته وتے يم. دا تۀ ئې کم عقل! د کم عقلو خداے بلا ده.

سړے: څۀ دې ووې؟ کافره! زۀ کم عقل يم او زما خداے بلا ده؟

دانشمند: بې شکه تۀ يواځې نۀ ټول جهان پۀ دې بلا اخته دے. کم عقل خلق چې مړي ځان ته ژوندي کړي، پۀ خپله مړۀ شي. خو د هغوي مړ ژوندے خداے نۀ مري. پوهه شوے کۀ نۀ؟ حقيقت وپېژنه!

سړے: حقيقت وپېژنم؟ چپ شه کم بخته! دا څۀ بې خدايه خبرې کوې؟

دانشمند: بيا خداے بيا بې خدايه؟ تۀ کله پۀ خپل زوړ خداے پرېږدې؟ هغه تا ته ډوډۍ درکوي، جامې درکوي او د هر چا نه زيات يو بې وقوف باچا ئې هم در کړے دے. تۀ هم بې وقوف یې. ستا باچا هم بې وقوف او ستا خداے هم بې وقوف.

سړے: زۀ هم بې وقوف، زما باچا هم بې وقوف او زما خداے هم بې وقوف؟ بدبخته کافره! دا څۀ بې وقوفه خبرې کوې؟ چپ شه چې نور بکواس ونۀ کړې.

دانشمند: بې وقوفو تۀ د عقل خبرې بې وقوفې ښکارې. هو کنه! د عقل مندو خداے قند یعني پۀ ګوره، د جومات پۀ تېلو، پۀ ټيټ پاس يعني پۀ نمونځ، پۀ اوږې ګېډه يعني پۀ روژه، پۀ تالان يعني پۀ زکات او مسافرۍ يعني پۀ حج کله غولولے شئ؟ ستا بې وقوف خداے د بې وقوفانو خداے دے. تۀ هغه غولوې، هغه تا غولوي. غولوه ئې غولوه ئې! ستا خوږ پۀ ژوندوني مړ خداے د مړو پۀ کارونو ډېر زر غولېږي. زنده باد! د کم عقلو خداے چې ژوندے وي نو ژوندي کارونه کوي. د ژوندو ژوندے خداے وي. يا هرڅۀ چې ورته وائې!

سړے: سم شه وے! دا څۀ ټتې پتې دې شروع کړې دي وختي راهسې؟ کم بخته! تندر به درباندې پرېوځي تندر!!!

دانشمند: هو! وېرېږه وېرېږه! د وېرې مسلمانه! ځکه خو تۀ خداے منې چې د خداے نه وېرېږې او د وېرې نه ئې خوشامندې کوې. بې وقوفه! ستا خيال دے چې خداے دومره بې وقوف دے چې پۀ خوشامندو خوشحالېږي؟ هو هو! د بې وقوفانو خداے پۀ خوشامندو ډېر خوشحالېږي. د عقلمندو خداے پۀ خوشامنده نۀ خوشحالېدو خو افسوس دے چې خوار مړ شو.

سړے: مړ شو؟ خداے مړ شو؟ توبه توبه! کم بخته! خداے هم چرې مري؟

دانشمند: هو! چې څوک ژوندے چرې نۀ وي هغه نۀ شي مړ کېدے. ستا د بې وقوفانو خداے نۀ چرې ژوندے شوے دے او نۀ به مړ شي. د عقلمندو خداے ژوندے ؤ نو پۀ دې وجه مړ شو.

سړے: توبه توبه! څۀ کفر وایې؟ ګوره ګمراه! دا ښۀ، بد، ګناه، ثواب، اخرت، قيامت، جزا، سزا، دوزخ، جنت دا هر څۀ تۀ نۀ منې؟ تۀ خو غټ کافر يې!!!

دانشمند: دا د مرحوم خداے مرحوم احکام دي. چې پاتې نۀ شو نو احکام ئې کله پاتې کېدے شي. اول ځان ته ژوندے خداے وګوره، بيا د ژوندي خداے احکام ومنه! د مړۀ خداے مړي حکمونه به څوک ومني؟

سړے: بس کړه بس ! د خود نه مې مۀ وباسه. ښۀ، بد، دوزخ، جنت، خېر او شر، جزا،سزا دا ټول عبث کارونه شول؟ او بس تۀ د کار څیز يې؟

دانشمند: )د حقارت پۀ خندا کښې( کم عقله! د کم عقلو زاړۀ خيالات عقلمندو ته مۀ ستايه! نۀ څۀ ښۀ شته نۀ څۀ بد. د کم عقلو خيالات څۀ څیزونه خلقو ته ښۀ کړي دي او څۀ بد او دوخ، جنت، خېر او شر، جزا او سزا، انصاف او ظلم ټول پۀ تا کښې دي. تۀ ځان وپېژنه ځان! څوک چې ځان نۀ شي پېژندے هغو بې وقوفانو ځان ته خداے جوړ کړے دے.

سړے: فقيره! کافره! تا خو زۀ د خود نه ويستم. صبر وکړه چې اوس درته ژوندے خداے وښايم. )کوتک اوچتوي او رسا پۀ سر ئې وهي. دانشمند بې هوشه شي. سړے پۀ خپله لار روان شي. خلق راټول شي. دانشمند هسپتال ته ورسولے شي(.

څلورمه ننداره

)دانشمند پۀ هسپتال کښې پروت دے، د ځنکدن سختۍ پرې ځي راځي. د انشمند سر ته يو حکيم ناست دے(.

حکيم: دانشمنده! اخري وخت دے، توبه استغفار شه! ګوره کۀ خداے درباندې رحم وکړي او ايمان دې روزي شي!

دانشمند: حکيم صاحب! چا ته توبه وباسم؟ څوک به رحم وکړي؟ تۀ هم سره د عقله بې وقوف يې!!!

حکيم: توبه توبه دانشمنده! خوار شې! فلسفه دې پرېږده! د مرګ سختي درباندې ځي راځي او ستا عقل هغه شان سر ته نۀ دے راغلے.

دانشمند: زما عقل ټول عمر پۀ سر کښې ؤ. هغه هېچرې پښو ته نۀ دے تلے. عقل د هغه خلقو سر ته راځي چې همېشه ئې پۀ پښو کښې وي.

حکيم: يره خو عجيبه خبرې کوې! زۀ خو وايم چې پۀ صدق سره کلمه درسته کړه چې اخره خاتمه دې پۀ خېر شي.

دانشمند: اخره خاتمه لا څۀ څیز دے؟ حکيم صاحب! خاتمه د هغه بې وقوفانو راتلے شي چې ژوند د ځان د پاره ابتداء فرض کړي. زما پۀ ژوند کښې نۀ اول شته نۀ اخر، نۀ ابتدا نۀ انتها او نۀ د بې وقوفانو خداے او نۀ د بې وقوفانو د خداے باچا.

دانشمند: ساه مې مرۍ ته راغله او رڼا مې سترګو ته )پرکالي ئې يوسي(.

حکيم: )پښې وغزوي( دانشمنده! دانشمنده!

دانشمند: )سترګې وغړوي( حکيم صاحب!

حکيم: ګوره ومنه! ايمان تازه کړه! د ساعت ګړۍ مېلمه یې!!!

دانشمند: )پۀ کمزوري شان اواز پۀ پټو سترګو( حکيم صاحب! پۀ غړېدلو سترګو مې نۀ شو ليدلے ـــ چې سترګې مې رو رو پټېږي نو د حقيقت رڼا زياتېږي. ليدل لوے دليل دے، ليدل لوے دليل دے.

حکيم: هله! هله! سلګۍ دې شوې، کلیمه درسته کړه کلیمه!

دانشمند: څۀ خو دي! څۀ خو دي! څو خو شته؛ ليدل لوے دليل دے.

حکيم: دانشمنده!

دانشمند: )د دانشمند سلګۍ شي او پۀ سلګیو کښې دواړه لاسونه داسې اوچت کړي لکه چې څۀ راشي او پۀ چغه وائي( اے لږه نوره رڼا! )اخري سلګۍ ووهي او ساه ورکړي(.

حکيم صاحب: خطا شوې خطا شوې! کم بخته! کلیمه دې درسته نۀ کړه؟

___________

 

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …