امیر حمزه شینوارے، ‘ژور فکرونه’، مخ 100 نه 112 پورې قومیت او اسلام – امیر حمزه شینوارے

ارواښاد امیر حمزه شینواري د قومیت او اسلام پۀ لړ کښې د خپل تفهیم سره سم، دا لیکنه پۀ جولائي نولس سوه شپږ پنځوس کښې کړې ده او د هغۀ د مضمونونو مجموعه ‘ژور فکرونه’ کښې چاپ ده. دا موضوع نن هم ډېر مهمه ده. د دې موضوع پۀ روایتي تفهیم کښې دا لیکنه اساني پېدا کوي. البته یو څو معروضات دې لړ کښې باید وړاندې کړے شي.

دې لیکنه کښې د مذهب پۀ نوم د قامونو د یو رومانوي ‘کنفیډرېشن’ تلوسه ښکاري چې د انفرادي او امتیازي صفاتو بحال ساتلو د پاره ورته د ‘اجزاء’ او ‘کُل’ تر منځه د تعامل اشاره شوې ده او دا تلوسه بیا د ‘فطرت’ سره تړلې شوې ده. حمزه صاحب دا نکته وړاندې بوتلو سره وائي، ‘اسلام هره فطري تقاضا د یوې خاص اندازې سره ازاده ساتي چې هغې ته اعتدال وائي’ ــــ دا خبره دې یاده ولرلې شي چې د کائنات د ثبات ضمانت د فطرت زباد کښې نۀ دے، د کائنات د ثبات ضمانت فطرت ساتونکي قانون کښې دے او دا قانون باید چې د کومې کاسمېټک بیانیې، ډرېس کوډ، حلیې یا توهم پۀ اډاڼه نۀ وي ولاړ، د سالم تعقل او تدبر پۀ اډاڼه ولاړ وي.

د ‘شُعُوْباً وَّ قَبَائِل’ بحث کښې دا نتیجه اخذ کړې شوې ده چې د یو قام بل قام سره ګډون/ اختلاط نه ډډه کول د فطرت د بنیادي قانون حفاظت دے. د جینیاتو علم کښې د ګرېګور مېنډل نه تر دې دمه شوے پرمختګ او د احزاب سورت اٰیت کښې د ‘اُدْعُوْهُمْ لِاٰبَآئَهِم’ واقعیتي شالید (پس منظر) او د شناختي نړیوال نظام دننه د ‘قبائل و شعوب’ پلار سره د نسبت تاریخیت څرګندوي چې دغه اٰیت راسپړدلو کښې د قامونو سره د ګډون نه د ‘غېر فطري’ معنٰي بې ځایه ده. پۀ ځاے د دې، د شعوب و قبائل معنٰي پۀ مخصوصه جغرافیه کښې د مېشته شعوب و قبائل د هغې خاورې ملکیت، د هغې پۀ وسائلو ملکیت او د دې د استعمال د حق د تسلیم کولو د پاره کېدے شي.

دا مغالطه هم باید وڅېړلې شي چې ګنې پښتنو ‘بغېر د څۀ رد و کد نه اسلام قبول کړے ؤ’. کۀ داسې وه نو نن به ‘پښتو’ ته ‘نیم کفر’ نۀ وئیل کېدو. د مذهبي حوالې تر مخه د سماجي تاریخ لوست څرګندوي چې پښتنو د اسلام پۀ نامه د عربي کلتور خلاف مزاحمت کړے دے او دغه مزاحمت عېن د هغه اسلام د روح مطابق ؤ او دے چې نن هم د استعمار د جنګي اقتصاد د پاره د جنګ د جواز پۀ توګه کارول کېږي. هم دا ټونګه محکوم قامونه د ملټي نېشنل برانډونو سره هم وهي.

باید هم د دې ‘ژور فکرونه’ مخ 188 نه د ‘خبرې اترې’ تر عنوانه د ‘مولوي عبدالکریم’ او ‘ثمین’ د کردارونو ترمنځ شوې مکالمه هم ولوستې شي. پۀ دې لیکنه د ‘پښتون’ نوټ کۀ هغه لوست کښې هم تر پامه ولري نو ښۀ به وي.

یادګیرنه: چرته چې هم ‘خېلونه’ لیکلې شوي دي، حمزه صاحب ‘تپې’ لیکلې دي ـــ مونږ ‘خېلونه’ لیکل زیات مناسب وګڼل.

دا د فطرت قانون دے چې د دې کائنات ټول مختلف عناصر او اشياء د يو بل پۀ امتيازي تشخيصاتو کښې جدا وي او هر يو د خپل فطري او جبلي صفاتو د لاندې ترقي کول او خپل تکميل ته رسېدل غواړي او کۀ پۀ دې لار کښې کوم يو څېز د بل معارض شي نو د خپل ژوند د پاره د هغۀ سره جګړه کوي او هر يو څېز ته د خپل حفاظت د پاره څۀ څۀ خاص وسلې هم به ورکړې شوې وي. دا صرف د دې د پاره چې کۀ پۀ افرادو يوه داسې زمانه راشي چې اجتماعي ژوند ختم شوے وي او د طاقت د پاره يو خاص محور نۀ وي، پۀ ټولو طاقتونو کښې د ځان ځانۍ دوره وي او پۀ دې وجه لوي طاقتونه واړۀ طاقتونه رانغاړي چې واړۀ طاقتونه هم د خپل ژوند د حفاظت د پاره لاس پښې خوځولے شي. دا د انفراديت هغه جذبه ده چې پۀ فطري قانون کښې د ابتداء نه تر اوسه روانه ښکاري او همېشه به وي. ولې سره د دې فطري قانون دا هم غواړي چې پۀ اشياو کښې دې د نظام روح روان وي او واړۀ واړۀ طاقتونه دې ټول د خپل ژوند او ارتقاء د پاره او د خپلو امتيازي صفتونو د حفاظت د پاره د يو لوے طاقت سره شامل شي. ولې د وړوکي طاقت د يو لوے طاقت سره شاملېدل دا معنٰي نۀ لري چې د وړوکي طاقت خپل فطري او امتيازي صفات دې ختم شي؟ ځکه چې کۀ واړۀ طاقتونه مونږ اجزاء وګڼو نو د هغو نه به پۀ دې صورت کښې يو کُل پېدا شي چې دا ټول طاقتونه پۀ يو څو بنيادي صفاتو کښې د يو بل سره متحد وي او پۀ دې اتحاد کښې به د ټولو ژوند پټ وي. پۀ دې صورت کښې به دا کُل هم د خپلو اجزاو سره متفق وي، ځکه چې د هغۀ وجود د متحدو اجزاؤ نه جوړ وي.

د دې مثال زمونږ د سر د پاسه دا ځلېدونکے نمر دے چې د خپل ماحول د ژوند ضامن دے او نور ټول واړۀ ستوري کوم چې د هغۀ د اثر پۀ حلقه کښې دي، طبعاً هغه د ځان محور ګڼي. ځکه چې د ډېر طاقت خاوند ته د لږ طاقت خاوند طبعاً محتاجه وي او هغه د څۀ جبر نه بېغېر طبعاً د هغۀ اطاعت کوي. لېکن د هر يو فرد خپل ځان ته امتيازي حېثيت قائم وي. دا ځکه چې مرکز يعني کُل ئې صالح وي او د صالح اجزاء نه مرکب وي.

د دې بحث نه معلومه شوه چې انفراديت د هر څېز فطرى نخښه ده او اجتماعيت د رياست د ضرورياتو نه پېدا کيږي. اسلام دين فطرت دے او هېڅ چرې داسې قانون نۀ وضع کوي چې هغه د فطرت نه خلاف وي. ځکه چې پۀ داسې حالاتو کښې به اسلام هېڅ چرې وده ونۀ کړے شي. د قام مينه د انسان پۀ فطرت کښې ده او هېڅ طاقت دا فطري مينه نۀ شي فنا کولې. لېکن اسلام هره فطري تقاضا د يو خاص اندازې پۀ طور ازاده ساتي چې هغې ته اعتدال وئيلے شي. د افراط او تفريط د تيرو نه ئې لرې ساتي. ځکه چې کۀ اسلام هره فطري تقاضا ازاده پرېږدي نو همېشه به پۀ انسان حېوانيت غالب وي او هېڅ چرې به د انسانيت معراج ته ونۀ رسي نو بس اسلام د دنيا د ټولو قومونو نه يو مرکزي نظام غواړي او ټولو افرادو ته هدايت کوي چې هغوي به يو څو بنيادي اصولو کښې د اسلامي اجتماعيت سره متفق شي او بس اسلام د افرادو قامي روايات، امتيازات، تشخصات هېڅ چرې نۀ فنا کوي بلکې هغوي ته ژوند او ترقي ورکوي.

زۀ حېران شم چې د ځينې ځينې خلقو خيالات ولولم چې هغوي ليکلي دي چې پۀ اسلام کښې د قوميت هېڅ حېثيت نشته، بلکې ځينې حضرات خو دومره بره لاړ شي چې ووائي چې د قوميت تصور هډو سړے د اسلام نه خارج کوي. د دې قسمه خيالات لا خو د هغو خلقو وي چې د اسلام تعليم نه بالکل بې خبره وي او لا د هغو خلقو چې د خاص مقصد د پاره د قوميت مخالفت کوي. لېکن زۀ به هغو وروڼو ته ووايم چې اسلام د قوميت مکمل حفاظت کوي او هر قام ته دا موقع ورکوي چې هغه خپل قامي روايات او امتيازات ژوندي وساتي او کۀ اسلام قومونو ته دا موقع نۀ وه ورکړې نو هېڅ چرې به قامونو د اسلام جغ ته غاړه نۀ وه ايښې. ځکه چې دا به د انساني فطرت نه خلاف حکم ؤ او انسان هېڅ چرې د خپل فطرت نه خلاف منلو ته تيار نۀ دے.

دا خلق د قران حکيم د دې ايت نه استدلال کوي چې إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ، يعني تاسو ټول بنيادم د يوې ښځې او سړي نه پېدا يئ، بيا خداے ستاسو نه مختلف قامونه او خېلونه جوړ کړل د پاره د تعارف. پۀ تاسو کښې ډېر ښۀ هاغه دے چې متقي دے.”

لېکن دې صاحبانو ته به زۀ ووايم چې ترڅو د جدا جدا قامونو امتيازي وجود نۀ وي نو د “لتعارفوا” مصداق به څۀ رنګه پېدا شي. بيا چې پۀ “تعارفوا” کښې کوم عظيم مقصد پروت دے، هغې ته خو هډو خيال نۀ کوي. زۀ غواړم چې هم د دې ايت نه د قوميت ضرورت ثابت کړم او وښايم چې پۀ دې کښې د الله څومره حکمت پټ پروت دے.

پۀ دې ايت کښې دوه خبرې د غور قابلې دي. يوه دا چې دا د خداے پاک منشاء ده چې انسان دې د مختلفو قامونو او خېلونو پۀ صورت کښې تقسيم شي. دوېمه دا چې “کريم” هغه دے چې متقي وي. د دې نه خو څوک هم انکار نۀ شي کولے چې تر څو دا دنيا وي، مختلف قامونه به هم وي او هم دغه د خداے منشاء ده، ځکه چې د مختلفو قامونو پۀ تخليق او تعين کښې چې کومه منشاء يا غايي علت دے هغه “معرفت” دے او د يو بل معرفت هله مکمل کېدے شي چې هر يو قام پۀ خپل امتيازي رنګ کښې پاتې شي. يعني پښتون پښتون وي، ترک ترک او هندي هندي. معرفت يو داسې عام لفظ دے چې مونږ د دې تعبير پۀ مختلفو ډولونو کولے شو لېکن د دې اصل او حقيقي تعبير ارتقاء ده. د تهذيبونو د ترقۍ ضامن صرف د اقوامو مللو اختلاف کېدے شي، بل هېڅ څيز داسې نشته چې د دې نه زيات د ارتقاء د پاره ضروري وي. کۀ چرې خداے پاک يو ملت پېدا کړے وے، د ټولو خيالات، عقائد، روايات، نفسيات او هر څۀ هرڅۀ يو شان وے نو هېڅ چرې به علمي ذهني او تمدني ترقي نۀ وه شوې. ژوند د منفي او مثبت طاقتونو پۀ وجه څرګند دے. کۀ د تخم يوې دانې فنا نۀ قبلوله نو چرې به هم زرغونه شوې نۀ وه. هر کله چې د يوې دانې سره منفي طاقت د فنا عمل کوي، دلته د هغې دانې مثبت طاقت د خپل ژوند د حفاظت د پاره جنګ کوي او د دې نتيجه دا وي چې د يوې دانې نه څو چنده زياتې دانې پېدا شي. دغسې پۀ دنيا کښې د مختلفو قامونو د يو بل سره تعلقات نوي نوي څېزونه پېدا کوي او ورځ پۀ ورځ ترقي کېږي او دغه شان چې د کوم قام د فنا کولو کوشش وشي، هغه لا د ژوند د پاره جګړه کوي.

د دې ايت دوېمه برخه دا ده. “کريم” هغه دے چې متقي وي او د دې مطلب خو صفا دے چې هر څوک متفي وي او عمل ئې ښۀ وي، کۀ هغه د هر قام يا د هر نسل انسان وي، هغۀ ته کريم وايو. خو دا مفهوم د دې ټوک صرف سر سري غوندې دے او د دې نه هغه حکمت لاس ته نۀ راځي کوم چې الله تعالٰي پۀ دې کښې ايښے دے. خبره دا ده چې پۀ دې ايت کښې د مختلفو قامونو او خېلونو ذکر دے او ما دا خبره صفا کړې ده چې پۀ دې کښې کوم حکمت دے نو پکار ده چې د متفي معنٰي هم داسې وشي چې هغه د دې ايت د بنيادي منطق سره سمه وي او هغه دا چې متقي وېره کوونکي يا ځان ساتونکي ته وائي. ګويا “کريم” هغه دے چې خپل نسل د مخلوط کولو نه وساتي. کريم هغه قام هغه ملت يا هغه خېل دے چې خپل قامي روايات، نفسيات او عادات پۀ بل قام کښې فنا نۀ کړي، ځکه چې د مختلفو قامونو وجود منشاے الهٰي ده او د منشاے الهٰي پۀ مطابق عمل کول تقويٰ ده او څوک چې د دې نه خلاف کوي، هغه د منشاے الهٰي نه خلاف کوي او دا جرم دے ځکه چې د انسان د ژوند او ترقۍ د پاره د مختلفو قامونو وجود لازمي دے او بېغېر د دې نه نۀ مذهب ترقي کولې شي او نۀ تمدن.

نو حقيقي “کريم” هغه دے چې هغه د الله د دې بنيادي قانون حفاظت وکړي او خپل ځان د غېر قام د ګډون نه وساتي. دلته دا وهم پکار نۀ دے چې د دې نه بېن الاقوامي تعصب پېدا کېږي. پۀ انسان کښې چې کوم يو والے او انسانيت دے، هغه هېڅ چرې پۀ دې کښې نۀ مانع کېږي. تر اوسه يو دين، يوې معاشرې او يو قانون هم د قامي محبت او د نسل امتياز پۀ فنا کولو کښې کاميابي نۀ ده موندلې. نسلي تعصب د انسان د خپل تعصب نه پېدا کېږي. پۀ پردۍ خاوره تعارض او د ملک ګېرۍ هوس دا څېز پېدا کوي. کۀ دا نۀ وي نو هېڅ چرې به يو قام ته پۀ کم نظر ونۀ ګوري.

اوس به مونږ وړاندې لاړ شو او وبه ګورو چې قران حکيم د خپل قام سره د کوم قسم عمل کولو هدايت کوي، فرمائي: قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى؛ الله فرمائي چې اے رسوله! خلقو ته ووايه چې ستاسو نه د دې تبليغ هېڅ اجر نۀ غواړم. زما اجر دا دے چې د خپلو اقرباو سره ښېګړه کوئ. بيا چې د خېرات او زکات د تقسيم موقع راشي نو خلقو ته هدايت کېږي چې خپلو اقرباو ته ورکوئ. دا هېڅ چرې نۀ ده شوې چې د مکې خلقو خپل زکاتونه د يمن خلقو ته ورکړي دي. پۀ حضرت عثمان د اقربا پرورۍ چې څومره الزامونه لګېدلي دي، هغوي د هغو ټولو دا ځواب ورکړے ؤ چې الله او د هغۀ رسول صلي الله علېه وسلم دا هدايت کوي چې د خپلو اقرباو سره ښېګړه کوئ.

دوېم لوے دليل د قوميت د مخالفينو سره دا دے چې رسول کريم صلي الله علېه وسلم د مکې د فتحې پۀ ورځ فرمائيلي وو چې تاسو ټول د ادم عليه السلام اولاد يئ او ادم د خاورو نه پېدا ؤ پۀ تاسو کښې د عرب پۀ عجم او د تور پۀ سپين هېڅ فضيلت نشته. پۀ تاسو کښې افضل هغه دے چې عمل ئې ښۀ وي.

د دې نه د قوميت نفي ويستل څومره کم فهمي ده. د دې مطلب خو دا دے چې څوک صرف پۀ دې وجه خپل قام د نورو نه ښۀ ګڼي چې هغه قرېش دے يا ترک دے يا پښتون دے نو دا څيز د هغۀ فضيلت د پاره هېڅ سمون نۀ لري او حقيقت هم دا دے، لېکن د دې نه دا کله ثابتېږي چې يو قام دې خپل امتيازي رنګ هم پرېږدي؟ خپلې ژبې ته دې هم پۀ مخه ښه ووائي او د خپلو نيکونو روايات دې هم ښخ کړي؟ خپل هغه قامي رواجونه دې هم پرېږدي کوم چې د اسلامي اصولو نه خلاف نۀ وي؟ يقيناً د هغه نبي العربي صلى الله علېه وسلم چې پۀ يو جنګ کښې پۀ جګ غږ دا فرمائي چې اَنَا النَّبِي لَا کذب : اَنَا ابن عَبدالمطلب ــ د فتحې مکې د خطبې نه دا مطلب نۀ ؤ کوم چې د قوميت مخالفان بيانوي، بلکې هغه د تعصب نه ډک تاثر ته اشاره وه، کوم چې د عرب پۀ قبائيلو کښې موجود ؤ د هېڅ تاريخ نه به دا خبره ثابته نۀ کړې شي چې رسول کريم صلي الله علېه وسلم عرب د مختلفو قبائيلو انفرادي روايات يا تهذيبونه ختم کړي دي. البته کوم تهذيبونه چې د کفر و شرک سره متعلق وو، هغه ئې لرې کړي وو.

نن سبا چې ځينې خلق اسلام اسلام نعرې وهي او د قوميت مخالفت کوي، د څۀ خاص غرض د پاره ئې کوي. ګنې کۀ چرته پۀ دنيا کښې صحيح اسلامي معاشره را پېدا شوه، ټول مسلمان قامونه به بغېر د چا د دعوت نه ورسره پۀ خپله متحد شي. ځکه چې دا قاعده ده او دا حقيقت دے چې چرته د طاقت د پاره مرکز پېدا شي، واړۀ طاقتونه طبعاً هغه “لوے” ته مائل شي. ترڅو چې اسلامي معاشره نۀ وي پېدا شوې، د قوميت د مخالفانو پۀ دې خوږو خوږو خبرو هېڅ چرې قامونه خپل انفراديت نۀ شي فنا کولے.

لېکن کوم وخت چې د صحيح اسلامي طاقت مرکز پېدا شي نو داسې حال به شي لکه د رسول کريم صلي الله علېه وسلم پۀ وخت کښې چې پېدا شوے ؤ. دا صرف يو الهامي مصلح کار دے چې ټولو قامونو ته د ورورولۍ پېغام ورکړي، ځکه چې پۀ هغه پېغام کښې يو داسې کُلي اثر وي چې هر فرد ته ژوند ورسوي او افراد پۀ خپله خوښه د هغه کل متابعت او اطاعت شروع کړي. دا ځکه چې افراد د خپل انفرادي رنګ سره ژوند ومومي. بغېر د الهامي مصلح نه بل د يو مصلح دعوت کښې هم دا اثر نۀ شي پېدا کېدے، ځکه خو اوس کۀ هر څو اسلام اسلام نعرې ووهلې شي، هېڅ اثر ئې نۀ وي ځکه چې افراد پۀ دې کښې خپل ژوند نۀ محسوسوي. کله کله د قوميت مخالفان د علامه اقبال ځينې شعرونه وړاندې کوي چې پۀ هغو کښې يو مشهور شعر دا دے .

تميزِ رنگ و بو بر ما حرام است

که ما پروردۀ يک نو بهار يم

د علامه مرحوم پۀ دې او د دې قسمه پۀ نورو اشعارو کښې چې کوم بنيادي اصول پروت دے، د هغۀ ذکر ما کړے دے، دوېم ځل به ضروري نۀ وي. خو صرف دا عرض به وکړم چې د اقبال مطلب هم دا دے چې مختلف قامونه دې د خپل وجودي اختلاف پۀ وجه يو بل ته پۀ کم نظر نۀ ګوري. اسلام يا قران دې يو سپرلے وګڼي او قامونه دې د هغه سپرلي ګلونه. پۀ دې حال کښې د يو ګل بل ګل ته پۀ کم نظر کتل هم مناسب نۀ دي. البته چې پۀ کوم ګل کښې ښائست او خوشبو ډېره وي نو هغه به پۀ خپله افضل او ښۀ وګڼلے شي. لکه قران حکيم چې يوه کليه بيانوي چې لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِۚ  يعني تاسو ووايئ چې مونږ پۀ ا نبياء کښې هېڅ فرق نۀ کوو، لېکن دا هم فرمائي چې تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يعني ما ځينې رسولان د ځينو رسولانو نه افضل ګرځولي دي. اوس پۀ دې دواړو ايتونو کښې هېڅ تضاد نشته. د رسالت پۀ حېثيت کښې ټول رسولان يو شان دي لېکن د تعليم او نورو مدارجو پۀ وجه ځينې د ځينو نه افضل دي. کټ مټ هم دغه شان اسلامي نظريه هم ده چې پۀ حېثيت د مسلمان ټول مسلمانان يو شان دي لېکن د رنګ، نسل، ژبې او قامي رواياتو او نفسياتو پۀ حقله امتيازي وجود لري او دا څيز پۀ هېڅ حېثيت د اسلامي اصولو نه خلاف نۀ دے. بلکې عېن اسلام دے. بيا د دنيا پۀ ټولو قامونو کښې د اسلام سره کومه مينه چې د پښتون قام ده. د هغې مثال نۀ شي پېدا کېدے. تاريخ مونږ ته دا ښائي چې کوم وخت عباسيه خاندان د عېش و عشرت پۀ وجه سقوط ته مائل شو او پۀ عربو کښې د اسلامي اصولو سره هغه پخوانے عقيدت پاتې نۀ شو نو د اسلام مينې پۀ پښتنو کښې غزونې وکړې او پښتنو د اسلام شمع پۀ هند کښې بله کړه. د پښتون قامي روايات او فطري عادات د اسلامي اصولو سره داسې سم دي چې پۀ اکثرو کښې هېڅ فرق نشته. ځکه خو پښتون قام بغېر د څۀ رد و کد نه اسلام قبول کړے ؤ او بيا هم د دې قام يو ننګيالي سيد جمال الدين افغاني د “پان اسلام” پۀ نعره د دنيا د کفر منارې ولړزولې او انشاء الله هم دغه ننګيالے قام به بيا هم د اسلامي غلبې نشان بردار ثابتېږي. ځکه خو علامه اقبال مرحوم هم د دې قام نه د اسلامي غلبې اميد کولو او د خپلو خيالاتو اظهار ئې هم کړے ؤ. دا شعر ئې مشهور دے،

آسيا يک پيکرِ آب و گل است

ملتِافغان درآن قالب دل است

لېکن سره د دې پخوا هم پښتون پښتون ؤ، خپل قامي روايات او نفسيات ئې لرل او بيا به هم پښتون پښتون وي او خپل ټول قامي تشخصات به ورسره وي. لېکن څۀ رنګه چې پخوا هم سره د دې قامي امتيازاتو کلک مسلمان ؤ، دغه شان به بيا هم غيوراو مړنے مسلمان وي. دا پۀ دې چې پښتونواله عين د اسلامي اصولو سره مطابق ده.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …