د ‘پښتون’ نوي کلن نمانځغونډه – حیات خان ناصر

پۀ یو دېرشم د دسمبر د بوري (لورالائي) د حيات خان حیات ناصر لۀ خوا يو غوره سمينار وشو چې موضوع ئې د ‘پښتون’ مجلې نوي کلنه نمانځغونډه وه. پۀ دغه سمينار کښې د بلوچستان د مختلف سيمو څخه ليکوالانو برخه اخستې وه او د عوامي نېشنل ګوند مشر بسم الله لوڼي، د پښتونخوا ملي پارټۍ سردار اشرف کاکړ او نورو درنو منورينو او مخوریزو سره د ادبي څانګو لۀ خوا د مترقي ليکوال غړي او د پښتو ادبي ملګرو لورالائي مشران، د پښتو اکېډمۍ صدر خېر محمد عارف صاحب، د خصوصي مېلمه پۀ توګه د اسلام اباد څخه رازق فهيم او عارف تبسم هم شرکت درلود. د کوربنو پۀ صفت حيات خان حيات غونډه د محمد اصف افغان باچا خان فېلوز پۀ صدارت کښې د قران پۀ سپېځلو ايتونو شروع کړه او د نطاق چارې رحمت الله سرشار پرمخ وړلې. پۀ دغه غونډه کښې اولنی سيشن د مقالو او دوېم سيشن د مشاعرې ؤ.

د مقالو پۀ سيشن کښې رحمت سرشار د ‘پښتون’ مجلې تاريخي ارزښتونه وڅېړل او ‘پښتون’ مجله ئې د تاريخ امینه مجله وګرځوله او وې وئیل، ‘پښتون’ مجله د پښتو او د پښتنو اولنۍ مجله چې د پښنو ژبې د ساتلو او تاريخ د خوندي کولو د پاره فخر افغان باچاخان پۀ 1928ز کښې جاري کړې ده او نن 90 کلن شوه او دغه مجله د ‘خدائي خدمتګار’ او ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ يو تسلسل دی.

پۀ يوه بله مقاله کښې داد محمد بهير خپله د ‘پښتون’ مجلې ډېر ارزښتونه وڅېړل او دغه نقطه ئې پۀ ګوته کړه چې نوي کاله پس هم د دې مجلې يو نعم البدل نشته. ‘پښتون’ مجله اوس هم د پښتنو د اصلاح او پوهې کار کوي. يو بل ليکوال محب شيراز پۀ خپله مقاله کښې ښۀ پۀ زړۀ پورې تحقيقي او تنقيدي جاج واخستو. هغۀ د مجلېې پۀ اوسني معيار باندې ډېره خوښي څرګنده کړه چې ‘پښتون’ مجله اوس پۀ معيار باندي چاپېږي، دغه د خوشحالۍ خبره چې مجله ورځ تر بلې پۀ ښۀ والي روانه ده. مونږ دغه اميد لرو چې مجله به نور هم داسي دوام ومومي.

ښاغلي رازق فهيم پۀ خپلو خبرو کښې مزاحمتي ادب ته اشاره وکړه چې ‘پښتون’ مجله د ادب د پرمختګ سره د مزاحمتي ادب يو شاهکار دے.

د عوامي نېشنل ګوند مشر بسم الله لوڼي پۀ خپلو خبرو کښې ووئیل چې ‘پښتون’ مجله د سياست اولنۍ او يواځینۍ مجله ده چې مونږ ترې سياسي تاريخ او پوهه ځنې اخلو.

د خصوصي مېلمه پۀ توګه د پښتو اکېډمۍ صدر خېر محمد عارف ووئیل چې ‘پښتون’ مجله نن هم خپله هدف باندې ښۀ کار کوي او دغه د خداي خدمتګارۍ بنسټ دی او مونږ بايد د يادې مجلې سره مرسته وکړو.

پۀ اخر کښې د غونډې صدارتي وېنا اٰصف افغان د باچا خان فېلوز ووئیل چې ‘پښتون’ مجله پینځۀ ځله بنده شوې ده او دغه شپږم دور دی چې حيات روغاني ئې خدمت ته ملا تړلي ده. هغۀ خپلو خبرو کښې ووئیل چي ‘پښتون’ مجله د انګرېز او مارشلائي حکومتونو پۀ دور کښې بندي شوې ده او ډېرو عظيم مشرانو ليکوالانو د دغه مجلې د مديرت خدمات درسره کړي دي. هغۀ د باچاخان ليکنو ته اشاره وکړله او زياته ئې کړه چې باچا خان خپله هم د مجلې باني او مدير پاتې شوی دی او اداریې ئې ټولې پۀ خپله لیکلې چې پۀ هغو کښې د بهرني ملکو حالات، د شلمې صدۍ تهذيب او نور ډېر مهم موضوعات باندې ليکل او رهبر تحریک خان عبدالولي خان هم د دې مجلې پۀ خپله اداریې ليکلي او مديرت څارۍ ئې ورسره کړي دي. د عبدالخالق خلیق، ناظم سرفراز خان، مهدي شاه باچا او رحمت شاه سائل بيا تر اوس دغه سفر د حيات روغاني مخ پۀ وړاندي روان دېدی، هغۀ ووې چې د ‘پښتون’ مجلې پۀ شا يو قومي تحريک ولاړ دی او دغه د پښتنو د سياسي پوهې، ادبي پرمختګ او اصلحي اړخونه لري او مونږ له پکار دي چې د مجلې سره پۀ هر شکل کښې مرسته وکړو، خپله ولولو او خلقو ته ورسو. هغۀ د حيات خان حيات ناصر خصوصي شکريه ادا کړه او ووې وئیل چې حيات خان ‘پښتون’ مجلې چوپړ ته ملا تړلې ده او دغه خدمت ښه پۀ پراخ تندي کوي. په اخر کښې حيات خان حيات د ټولو شکريه ادا کړه او د مجلي اولني ممبر شپ کولو والو ته اېوارډونه ورکړل شول او راغلي مېلمنو ته د ‘پښتون’ مجلې تحفه سره سره د غرمني هم ورکړه د هغه مقالو د سيشن پس يوه ډېره پۀ زړۀ پورې مشاعره وشوه چې بيا د ماښام تر اتۀ بجو ئې دوام لرۀ.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …