د خدائي خدمتګارو مبارزه او د هغوي پۀ کورنۍ د هغې اثرات د خدائي خدمتګار فردوس خان کاکا د کورودانې ‘بي بي زهريٰ’ مرکه – مرکیاله: مادام کلثوم زېب

ارواښاد فضل رحيم ساقي د ‘ژوندون’ (مخ 12) لیکي،

‘کور مې لیک کوۀ؛ زما د سوي لوي ژوند ملګرې راته ووې، دا څۀ لیکې؟ ما ورته ووې چې پۀ خدائي خدمتګارۍ کښې پۀ ما کومې سختې تېرې شوې دي، هغه لیکم. هغې راته ووې چې ستا پۀ غېر موجودګۍ کښې پۀ ما او زما پۀ بال بچ کومې سختې تېرې شوې دي، هغه به څوک لیکي؟

ما ورته ووې چې ملائیکو لیکلې دي او خداے پاک سره پرتې دي. بس.’

ساقي صاحب چې ‘بس’ وئیلي نو د هغۀ د سوي لوي ژوند ملګرې ترې بیا نوره پوښتنه نۀ ده کړې. هغه پۀ دې پوهه وه چې د زندان پۀ تورو تمونو کښې د لسم اختر میاشت نه مخ اړوونکي به د هغې او د هغې د بال بچ سختې څومره شدت سره انګېرلې وي ـــ د ساقي صاحب د ‘ژوندون’ دغه پورته رانقل شوې کرښې د ‘پښتون’ د پاره یوه ماټو ده چې د خدائي خدمتګارانو دکورنیو مېندو خوېندو سره د مرکو کولو یوه لړۍ روانه کړي او دا روڼ تاریخ خوندي کړي. د مادام کلثوم زېب سمه ډېېره مننه چې د ‘کوکو کاکاجي’ (خدائي خدمتګار فردوس خان) د کور ودانې سره ئې دا زړۀ پورې مرکه د ‘پښتون’ د پاره وکړه او تر مونږ ئې راورسوله.

د دې مرکې لوستونکو ته خواست دے چې د دې مرکو لړۍ روانه ساتلو کښې مونږ سره خپل معلومات شریک کړئ چې مونږ د خپلو خدائي خدمتګارو مېندو، خوېندو او لوڼو دا مرکې هم د ‘پښتون’ پۀ پاڼو او هم پۀ کتابي بڼه خوندي کړې شو.

تپوس: ستا سو خپل پوره نوم څۀ دے؟

جواب: زما نوم زما پلار بي بي زهريٰ اېښودے ؤ او هم دغه مې نوم دے.

تپوس: ستاسو د پلار نوم څۀ ؤ او څۀ ئې کول؟

ځواب: زما د پلار نوم محمد افضل ؤ، د خپل وخت نوموړے عالم ؤ. د علم د خورولو د پاره به بنګال، رنګون، کلکته او ټول هندوستان کښې ګرځېدو. ډېر وخت به ئې پۀ دغه علم کښې تېرولو. چې کلي ته به راغلو نو د کلي خلق به ورته جمع وو او دغه د علم خورول د هغۀ د ژوند لوے مقصد ؤ.

تپوس: ستاسو ‘کوکوکاجي’ سره وادۀ څنګه وشو؟ تاسو ئې ليدلې وئ او کۀ ستاسو چا مشرانو خبره کړې وه؟

ځواب: زۀ وړه وم، پلار مې د علم نه واپس راغلے ؤ. کوکو پۀ خېر راغلي له زمونږ بېټک ته راغلے ؤ. هغه وخت زۀ وړه وم خو د هغۀ خوښه شوې وم. څۀ وخت پس د پلار نه ئې زما رشته د مشرانو پۀ خولې وغوښته؛ بس دغه شان څۀ وخت پس وادۀ هم وشو.

تپوس: ستاسو عمر هغه وخت څۀ ؤ چې کله وادۀ شوئ؟

ځواب: زۀ پینځلس کالو کښې کوېژدن شوې وم او اوولس کالو کښې مې وادۀ شوے ؤ.

تپوس: د وادۀ نه مو څومره وخت پس جدائي وليده؟

ځواب: وړومبۍ لور مې ‘الفت’ د شپږو مياشتو وه چې کوکو پۀ وړومبي ځل جېل ته بوتلے شو. د وادۀ د دوېم کال خبره ده چې جېل کښې کوکو درې کاله تېر کړي وو؛ هري پور جېل کښې ګېر ؤ.

تپوس: دوېم جېل ئې کله خوړلے ؤ؟

ځواب: چې درې کاله پس د جېل نه بهر راغلو نو جلسې جلوسونه ئې بيا شروع کړل. يو کال پۀ سياست کښې د سرکار خلاف لګيا ؤ. د مسلم ليګ حکومت ؤ، ډېرې سختې ورځې وې؛ زمونږ د سړو سرونه به هر وخت پۀ خطره کښې وو. دغه د اختر پۀ سحر چې کوکو عيد ګاه کښې تقرير وکړو، دا د قيوم خان دور ؤ؛ پۀ دې الزام کښې ګرفتار کړو چې تا خلق زمونږ خلاف لمسول. پۀ دغه ګناه ئې لس کاله د قېد سزا ورته واوروله او پینځۀ کاله ئې بامشقته قېد تېر کړو.

تپوس: تاسو به د کوکو کاکاجي نه خبرېدئ چې پۀ هغه څۀ تېرېږي؟

ځواب: هو! ولې نۀ ـــ يو بل به راته وې خو وړومبي ځل کښې ملاقاتونه بند نۀ وو چې کله هري پور کښې ؤ او دې پینځو کالو کښې چې کله د مچ جېل کښې ؤ، هلته ډېره سختي وه. څوک به ئې ورته نۀ پرېښودل؛ خو چې پۀ اخري کال ئې هري پور ته راوستو نو بيا ورسره ملاقاتونه ازاد شول.

تپوس: تاسو ته څۀ پته وه چې څۀ قسم سختي ستاسو پۀ څښتن تېرېږي او بيا ستا سو به څۀ حال ؤ؟

ځواب: مونږ به خبرېدو چې د لاسو پۀ ځاے ور باندې پۀ سر مېچنې چلوي، خوراک کښې ورته شېشې ورکوي؛ بيا به مې زړۀ ډېر خفه ؤ، ژړل به مې.

تپوس: چرته کوکو کاکاجي درته پۀ دې حقله څۀ خبره کړې وه؟

ځواب: هو! چې د جېل نه راغے نو راته ئې وئيل چې قمېص ئې رانه ویستے ؤ او مېچن مې اړوله. انګرېز راغے او راته ئې پۀ مېچن پښه کېښوده چې باچا خان پرېږده او د جېل نه ځه ــــ خو ما ورته ټېله ورکړه او مېچن مې بيا شروع کړه. دا ټول زياتي د مچ پۀ جېل کښې کېدل. هري پور کښې به قېد ؤ خو سختي به ډېره نۀ وه.

تپوس: د هري پور جېل څۀ حال را سره شريک کړئ کۀ تاسو ته پته وي.

ځواب: چې هري پور جېل کښې ؤ نو خلفيان به ئې ورته ورکول، د سياسي ليډرانو د ارام د پاره به خدمتګار وو.

تپوس: تاسو کله د قېد پۀ دوران کښې ملاقات له تلې يئ؟

ځواب: مونږ ملاقات له نۀ تلو ــ هغه ډېر پښتون سړے ؤ. يو ځل محمد سليم زما پۀ غېږ ؤ، وړوکے ؤ چې کوکو ئې جېل ته کړو. دغه وخت کښې محمد نعيم نۀ ؤ شوے. چې جېل ته ئې بوتلو نو پۀ ډېره سختۍ ئې ټول منع کړي وو چې کۀ هر څۀ وشي؛ ما ته به نۀ وایئ، هېڅ خبر به ئې نۀ راکوئ.

تپوس: نو تاسو به دا دومره ګران وخت څنګه تېرولو ځکه چې ښځه خو پۀ خاوند راټوله وي او لوے ډاډ د سړي وي؟

ځواب: ما ټول عمر هم پۀ دې دغه سختیو کښې تېر کړے دے. بچي به را سره وو. بس يو خان کاکاجي (سجاول خان) ؤ چې زما د ماشومانو ئې ډېر خيال ساتلو. د کوکو نه پس هم د خان کاکاجي اسره وه. پوليس به راتلل؛ کور، جائيداد او څاروي به ئې لېلامول. مونږ ټول ټبر به بهر مېدان کښې تر هغې ناست وو چې څو پورې به خان کاکاجي حکومت ته پېسې نۀ وې داخل کړې. پۀ مېدان به پراتۀ وو.

تپوس: د دې نه علاوه څۀ سختيانې تاسو برداشت کړې وې؟

ځواب: ډېرې سختې ورځې وې ـــ د کوکو ورور، د هغۀ ښځه، بچي، زۀ او زما بچي، د کوکو خور؛ مونږ ټول د دې ظلمونو ښکار وو ــ ځکه زمونږ کور، جائيداد جدا نۀ وو، هر څۀ شريک وو نو سختۍ مو پۀ شريکه برداشت کولې. چې کور، څاروي او زمکې ئې رانه قبضه کړې نو مونږ ډېر خفه وو. بيا خبر شو چې کوم بسونه زمونږ چلېدل، هغه ئې پۀ تهاڼه کښې بند کړل. يو کال دغه بسونه پۀ تهاڼه کښې باران ته ولاړ وو او خراب شول.

تپوس: څۀ داسې وخت چې تاسو کوکو کاکاجي پسې ډېر خفه شوي يئ؟

ځواب: هو! د کوکو د قېد پۀ وخت کښې زۀ ډېره بيماره شوې وم او پۀ کټ پرته وم. ډېر علاج مې وکړو خو نۀ ښه کېدم. بيا خان کاکاجي (لېور) د مردان پۀ هسپتال کښې داخله کړم او راسره ئې مسافري اختيار کړه. ډاکټرانو وې چې ستا ټي بي ده او خرابه شوې ده. دغه علاج دوه کاله ؤ. دغه دوران کښې ما حکومت ته اپیل وکړو چې زۀ ډېره ناروغه يم، زما خاوند جېل کښې دے، بچي مې ماشومان دي؛ ما ته د خاوند د سپورټ ضرورت دے: يا مې خاوند راخلاص کړئ يا را ته علاج وکړئ.

تپوس: نو بيا ورته ازادي ورکړې شوه کۀ نۀ؟

ځواب: څۀ وخت پس ئې قېد کښې ساتلے ؤ، بيا ئې ټول قېديان پۀ خپله خوښه ازاد کړل خو د کوکو سره سره امير محمد خان د مردان او منير خان د مانېرۍ هم د دغه صورتحال سره مخامخ ؤ. سياست ئې خو ازاد شو خو صحتونه ئې برباد راوړل.

تپوس: تاسو ته داسې څۀ واقعه ياده ده چې نۀ مو هېرېږي؟

ځواب: زما کشره لور ‘حسرت’ لا نۀ وه شوې، هغه پۀ نس وه چې کوکو ئې جېل ته بوتلو؛ لس کاله ئې قېد کړے ؤ. چې کله واپس شو نو دا ماشومه لويه وه او پۀ سکول کښې داخله وه. دغه مې نۀ هېرېږي، ډېر اوږد قېد ؤ.

تپوس: تاسو پۀ خېل ژوند کښې چې کومې سختې ليدلې دي، پۀ هغې کښې ستاسو داسې څوک وو چې تاسو ئې ذکر کول غواړئ؟

ځواب: هو! خان کاکاجي (سجاول خان) چې زما لېور ؤ، زما سره ئې غبرګې سختۍ برداشت کړې دي. د کوکو پۀ غېر موجودګۍ کښې يو هغه کس ؤ چې ټول بوج ئې پۀ اوږو کړے ؤ. هغۀ راله ډېر خدمت کړے دے. زما هم، د بچو هم. ډېرې منډې ئې راسره وهلې دي.

تپوس: کور کښې چې ټبرې يو ځاے وي، لوښي يو وي نو جنګېږي هم ـــ ستاسو پۀ کور کښې کله جنګ جګړه راغلې وه؟ ستاسو د خپل خاوند سره يا ستاسو د ښځو منځ کښې؟

ځواب: (پۀ خندا شوه) ولې نۀ! د کوکو سره به مې پۀ دې جنګ ؤ چې هر وخت جېل ته ځې، بچو ته پام نۀ کوې، خپل بچي دې خواروې ـــ نو هغۀ به وې چې د قام بچي هم زما بچي دي، زۀ د ټولو پلار يم؛ هغوي به څۀ کوي چې زۀ ئې تپوس ونۀ کړم. او کور کښې ښځې جنګونه کوي، زمونږ به هم جنګونه کېدل خو خان کاکاجي به همېشه زما پۀ طرف ؤ او وئيل به ئې چې زما ورور جهاد کښې دے، ستاسو ذمه واري زما ده او ښځې ته به ئې وې، تۀ جګړې مۀ کوه، دا د کوکو ښځه ده او د هغۀ پۀ قام احسان دے.

تپوس: ماشومان خو چې واړۀ وي د خوراک څیزونه غواړي، ستاسو د بچو پلار نه ؤ؛ دوي به څۀ کول؟

ځواب: خان کاکاجي به د خوراک څیزونه راوړل ـــ کله پټ کله څرګند ـــ خو زۀ ئې کله هم محتاجۍ ته نۀ وم پرېښودې. هغه ډېر ښۀ انسان ؤ.

تپوس: د کوکو کاکاجي تاسو سره تعلق څنګه ؤ؟ سخت طبعيته ؤ کۀ نرم خويه؟

ځواب: هغه د خوي نه ډېر ښۀ ؤ. سخت ؤ خو سختي به ئې ښکاره نۀ کوله. مينه پۀ کښې ډېره وه. زما د قربانیو احساس ورسره ؤ. چې کله به زۀ غصه شوم نو وئيل به ئې چې زۀ جېل ته د خپل اولس د پاره ځم، د دوي را باندې حق دے. باچا خان چې څۀ وائي، هغه به کوو، هغه به منو.

تپوس: تاسو خو به د هغه وخت جلوسونه کتلي وي، څۀ درته يادېږي؟ د هغۀ وخت نعرې څۀ وې؟

ځواب: هغه وخت به هلکانو کښې ډېر جوش ؤ، نظمونه به ئې وئيل؛ لکه دا څو شعرونه ډېر مشهور وو.

پۀ کومه ورځ چې پاکستان جوړ شو

پۀ مونږ بې دريغه لوټ تالان جوړ شو

چا له ګولۍ چا له زندان جوړشو

مزه ګږه د شاډوله جوړه شوه

پۀ سرخپوشانو واوېلا جوړه شوه

حېران دريان يم څومره ظلم او ستم دے

پۀ مونږ د غم د پاسه غم دے

تپوس: د جېل نه پس ستاسو وخت څنګه تېر شو؟

ځواب: اول د کوکو جېلونه وو او چې حالات ښۀ شو، الېکشن وشو او خدائي خدمتګار ښۀ شو الېکشن ئې وګټلو نو کوکو ډېر بيمار شو. دغه وخت هغه اېم پي اے ؤ. د ټي بي بيمار شو. ډېر کمزورے شوے ؤ. مونږ د کلي نه پېښور ته راغلو. هغه ئې بولټن بلاک لېډي ریډنګ هسپتال کښې داخل کړو. بيا دغه وخت حالات ښۀ وو، د هسپتال علاج او استوګنه فري وه. دغه وخت مې مشر زوے محمد سليم هم ډاکټر شوے ؤ. هاوس جاب ئې کولو. د قيوم خان ظلمونو ټولو خدائي خدمتګارو ته ډېر نقصان رسولے ؤ. ډېر زياتے ئې کړے ؤ. پۀ خوراک کښې ئې شېشې ورکړې وې او د هغې لۀ کبله لاعلاجه مرضونه د قېديانو پۀ برخه شوي وو ـــ چې څۀ د کوکو ملګري وو، ټول پۀ خرابو بيمارو اخته شوي وو.

تپوس: تاسو څومره وخت پۀ هسپتال کښې تېر کړے ؤ؟

ځواب: څۀ دوه نېم کاله پۀ هسپتال کښې وو. هم دغلته د علاج دوران کښې د زړۀ پۀ اټېک ئې ساه ورکړه.

تپوس: د مړینې دا وخت پۀ تاسو څنګه تېر شو؟

ځواب: زما خو د سر سیورے لاړو، دنيا مې تالا وه، خو چې کله کوکو ساه ورکړه، خپل زوي محمد نعيم ته مې وې چې پارټي خبرکړه چې پلار مې پۀ حق ورسېدو. دغه وخت د پارټۍ حکومت ؤ. حکومت پۀ ښۀ ډول د کوکو قدر او عزت وکړو. مونږ چې څو کلي ته راتلو د خدائي خدمتګارو د سر ليډران را جمع وو. جنازه ئې مازيګر وشوه. باچا خان پۀ خپلو لاسونو خاورو ته وسپارلو. باچا خان دغه وخت خلقو ته وې، دعا مۀ کوئ، دا خداے بخښلے دے؛ خپل ټول عمر ئې د اولس د پاره پۀ خدمت کښې تېر کړو. باچا خان پۀ خپله ژړل او نورو ته ئې تسلي ورکوله. دغه وخت منير خان بابا د مانېرۍ او عبدالعزيز خان بابا د زېدې ټول موجود وو. ولي خان، کلثوم سېف الله، د هغه وخت ګورنر وزيران ټول جمع وو. د ټولو پارټیو ليډران هم وو.

تپوس: ستاسو خو به اکثر يواځې ژوند تېرېدو نو پۀ بچو مو تعليمونه چا کړي وو؟

ځواب: خان کاکاجي پۀ ټولو بچو تعليمونه کړي دي، خدمت ئې کړے دے. د بيمارۍ پۀ وخت، د بچو د تعليم پۀ وخت، پۀ هر مېدان راته لکه د سپاهي ولاړ ؤ. اوس مړ دے الله دې وبخښي؛ جنتونه دې ورته ورکړي، ډېرې دعاګانې ورته کوم.

تپوس: د يو سياسي ليډر پۀ حېث تاسو پۀ خپل خاوند فخر کوئ؟

ځواب: فخر مې مخکښې هم ؤ او اوس ئې هم کوم. ما به ورته اکثر وئيل چې پارټي درله څۀ درکوي چې پۀ ځان دې ښۀ پېرزو نۀ دي؛ سختې تېروې؟ نو پۀ ځواب کښې به ئې وئيل چې ځه د کور نه ووځه او پۀ دنيا وګرځه، خلق به دې عزت کوي چې د کوکو ښځه ده.

تپوس: تاسو پۀ خپل ژوند کښې مطمئن يئ؟

ځواب: زۀ خوشحاله يم چې د کوکو فردوس خان ښځه يم. ما د هغۀ نه صبر تحمل زده کړے دے. د هغۀ به بل پسې بد وئيل خوښ نۀ وو، زما هم نۀ دي خوښ.

تپوس: تاسو عملي طور سياست کښې حصه اخستې وه؟

ځواب: اوس خو بيماره يم، نۀ شم تلې خو چې نسيم بي بي مېدان کښې وه نو مردان، چارسده، پېښور او صوابۍ کښې مو جلسې جلوسونو کښې برخې اخستې دي، ځکه چې ولي خان جېل کښې ؤ او بي بي د احتجاج اواز پورته کړے ؤ او مېدان ته شوې وه نو مونږ ټولې زنانه د نارینو سره څنګ پۀ څنګ راوتې وو او بي بي سره ولاړې وو. اٰنسو ګېس مو خوړلي دي، وهل مو خوړلي دي، دغه د بهټو دور ؤ؛ ډېرې درنې جلسې جلوسونه او احتجاجونه مو کړي دي.

تپوس: د باچاخان سره مو ملاقات شوے ؤ؟

ځواب: بابا ډېر ساده ؤ. ساګ شوملې او د جوارو ډوډۍ به ئې غوښته. چې کله به مو چرګ پوخ کړو نو غصه به ؤ چې دا مو ولې پوخ کړے دے. وئيل به ئې زۀ به هم ساګ خورم او کسان به مې هم دغه خوري. ټول کلي کښې به وګرځېدو او ډوډۍ له به مونږ کره راتلو. بابا د ډېر لوے زړۀ څښتن ؤ.

تپوس: پۀ اخر کښې څۀ پېغام ورکوئ اوسني کهول ته او پارټۍ ته؟

ځواب: پارټۍ ته هم دغه وايم چې خدائي خدمتګارو پسې دې وګرځي، ټول دې رضا کړي، را جمع دې کړي؛ يو دې شي ـــ ځکه چې د کوکو، باچا خان او د هغۀ د ملګرو خوب د پښتنو يو والے ؤ ــــ کۀ يو نۀ شي نو بابړه دې ياده ده؟ هغه ظلمونه د معاف کولو نۀ دي. تس نس پښتانۀ هم يو جرم دے. چې يو شو نو ورکېږو به نۀ، پۀ يو والي کښې مو ګټه ده. د بابا روح خوشحاله کړئ نو کوکو به هم خوشحاله شي او زۀ به هم.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …