دا دنيا ختمېدونکې ده. کوم بنى ادم چې دلته خپل قدمونه ږدي هغه به هم پۀ مرګ باندې لۀ دې دنيا نه رخصتېږي. ځکه چې مرګ د انسان د پاره اخري پرده ده. پۀ قران پاک کښې الله پاک فرمائيلي دي چې هر نفس به يو ځل د مرګ خوند ګوري.
پۀ دې دنيا کښې څۀ داسې خلق هم شته دی چې د مرګ نه پس هم نوم پۀ هر ځای کښې پۀ ښۀ نامه يادېږي. ځکه خو بعضې خلق د خپل نامه، کردار، مړانه، ننګ، غېرت، قوم پرستۍ، مينه، ښۀ اخلاق پۀ قام مئين وي چې لۀ مرګ نه پس هم يادېږي. پۀ هغې خلقو کښې يو نوم د جيو خبريال شهيد ولي خان بابر هم دی. داسې څۀ شهيدان چې د خپل پښتو او پښتونوالۍ لۀ وجې څخه خپلو خبرونو د سر نه اوښتونکي خلق وو او د چا نه به هم نۀ وېرېده، نۀ به چا ته ټيټېدل، د حقيقت پۀ نامه مشهور وو چې پۀ صفا او رښتيا خبرو به ئې دښمن ته ماته ورکوله، د داسې خلقو مرګ يو د شهادت درجه لري او پۀ تاريخ کښې او پۀ اولسي زړونو کښې هم مقام پېدا کړي او د مرګه پس هم يادېږي او د قام خدمت د پاره يادېږي چې پۀ دې کښې يو بهادر انسان شهيد ولي خان بابر هم ؤ.
شهيد ژورنالسټ ولي خان بابر چې تعلق ئې د جنوبي پښتونخوا د ژوب ښار کلی ګرده بابر څخه ؤ، پۀ پينځم اپرېل پۀ نولس سوه دوه اتيايم کښې پۀ کراچۍ ښار کښې زېږېدلی، د پلار نوم ئې حاجي عالم خان ؤ. حاجي عالم خان چې کاروباري لحاظ سره ټېکيدار ؤ چې پۀ خټه بابر ؤ او د ګرده بابر اوسېدونکی ؤ، کراچۍ کښې اباد شوی ؤ. شهيد ولي خان بابر د ماشوم والي نه د پلار پۀ سايه نۀ ؤ پاتې شوی. پۀ اتو وروڼو او خوېندو کښې تر ټولو کشر ؤ.
د کور والو خواهش ئې ؤ چې دی ارمي ته لاړ شي او دۀ ته ئې پۀ کېډټ ښوونځي مستونګ کښې داخله واخستله. هلته ئې لسم جماعت پاس کړو. د هغې نه پس ئې پۀ بحريه ښوونځي کښې دولسم کښې داخله واخستله. هغې کښې پۀ ښۀ نمبرو اخستنو نه پس ئې پۀ کراچۍ پوهنتون کښې پۀ دوه زره شپږم کښې ئې پۀ بهرانۍ نړېواله اړيکه (IR) کښې ئې داخله واخستله او پۀ دوه زره اووم پۀ اخر کښې ئې پۀ اول نمبر پاس شو او د شپاړسم درجه ئې پۀ لومړۍ برخه کښې پۀ ښۀ شمېره ئې ترلاسه کړه. د دې نه علاوه د شهيد ژورنالسټ پۀ پښتو، انګليسي او اردو کښې ښۀ پياوړی ؤ. د شهيد له ماشوموالي نه پۀ ژورنالسټ سره شوق ؤ. خو اخر د کور والو دۀ ته اجازت ورکړو او دی د ژورنالسټ پۀ شان سماجي او د خدمت پۀ توګه ورسره نزدې شو او دلچسپي ئې پکښې واخستله او پۀ دوه زره اتم کښې د خپل قابليت پۀ وجه پۀ جيو انګليسي خبرونکو (GEO English) کښې واخستل شو او د هغې نه يو کال پس د پاکستان مشهوره خبرونو چېنل جيو خبرونه (GEO News) سره ملګری شو او پۀ هغې کښې ئې خپل ژورنالسټ ترلاسه کړه. د خپل ژورنالسټۍ پۀ ښۀ مړانه، بهادرۍ او پۀ ښۀ حوصلې باندې کوله. دی صفا او رښتيا خبر ويونکی ځوان ؤ او پۀ کراچۍ کښې اوسېدونکي خلقو سندهي، بلوچ، پښتون، مهاجرو پۀ زړونو کښې ئې ځای پېدا کړو او د هغې ځای د قام د مسئلو د پاره ئې ځان رسولو. پۀ شهيد ژورنالسټ کښې د قام د روايات، کلتور او د مذهب سره ډېره مينه درلوده او د قام پۀ هر کلتوري پروګرام کښې به خوشحالۍ او پۀ غم کښې به ئې هم شرکت کولو. شهيد ژورنالسټ بابر پۀ سياسي توګه د قامي ګوند پښتون سټوډنټ فېډريشن سره هم پاتې شوی ؤ. ځکه ورسره د قام ډېر غم او فکر ؤ او پۀ هر ځای کښې چې به د پښتون قام څۀ مسئله وه. دۀ به ځان هلته رسولو او د خپل غږ لۀ وجې، بهادرۍ لۀ وجې ئې د حق وئيلو اواز نړۍ ته رسولو او چا نۀ به هم نۀ وېرېدو او خپل مرام به ئې پۀ هر صورت کښې ترسره کولو. شهيد بابر پۀ حق وئيلو ئې باور ؤ. د انسان دوستۍ، د حق او د محبت ژبه وئيل پۀ مېراث کښې پاتې شوي وو.
پۀ دې نړۍ کښې او پۀ داسې وطن کښې چې د انسان پۀ وينو څوک نه مړېدل. داسې ښار کښې حق وئيل او د قام سره مينه کول ګناه ده. ځکه پۀ داسې ښار کښې تقدير جوړول ډېر ګران کار ؤ او پۀ داسې ښار کښې د قام مسئلو او ستونزو غږ مخې ته راوړل هم ګناه وه. ځکه شهيد ولي خان بابر هم پۀ داسې خاوره کښې لوی شوی ؤ چې يو خو د پښتون قام سره تعلق لرلو. بل حق وئيلو او د حق غږ ئې نړۍ ته رسولو نو داسې انسان پۀ داسې خونخواره خاوره باندې د چا نۀ خوښولو. اخر يوه ورځ شهيد ژورنالسټ لۀ مرګ سره مخامخ شو او پۀ کراچۍ ښار کښې ئې د ماښام پۀ وخت د کار نه فارغ شو او لياقت اباد نه کور ته روان ؤ. د کور د ضرورت څيزونه اخستي وو نو دۀ ته پته وه چې دښمن او د مرګ سوداګر به دۀ پسې دي او د مرګ پۀ انتظار دي. د لياقت اباد سره پۀ ګاډي کښې ناست د خپل کور پۀ خوا کښې روان ؤ . د رش له وجې چې ګاډی ودرېدو د شهيد ژورنالسټ بهادرۍ او حق وئيل د ملک او قام دښمن خلقو باندې ښۀ نۀ لګېدو. د يخنۍ ماښام ؤ د يارلسمه جنورۍ. دوه زره يوولسم کال ؤ او هوا چلېده د سپين مخ او ښائسته ځوان شهيد ژورنالسټ ولي خان بابر د نامعلومه خلقو د لاسه پۀ خپل موټر کښې د ګوليو پۀ درزا باندې وويشتو. د ګوليو اواز پۀ اورېدلو باندې پۀ ښار کښې د خلقو منډې شروع کړې. اخر د دښمن د لاسه يو ګل ځوان د جنوبي پښتونخوا وطن د ژوب ښار ګل پۀ ګوليو باندې سور روغتون ته خلقو ورسولو. پۀ وينو کښې تک سور دا ګل ئې عباسي شهيد روغتون کراچۍ ته ورسولو. پۀ خبرونو پۀ نړۍ او نشرياتو کښې د ولي خان بابر مرګ ټپي کېدولو غږ وشو چې پۀ دې کښې د ولي خان بابر وروڼه او رشته داران خبر شول. د شهيد وروڼه مرتضٰي بابر، ډاکټر اعظم، اسلم خان خبر شو او روغتون ته راورسېدل. د زخمونو د ګوليو درد پۀ وجه شهيد وطن ژورنالسټ پۀ مرګ لۀ دې دنيا رخصت شو. لکه شاعر چې وائي.
کفن پۀ ترخ کښې د سيالۍ ميدان ته ځمه
مرګيه مۀ راځه درځمه مرګيه مۀ راځه درځمه
نو داسې شهيد هم خپله جامه کښې لکه کفن پۀ سيالۍ مړانه پۀ ننګ لۀ دې دنيا يوړو او د دۀ پۀ مرګ د دنيا او د پاکستان ټولو خلقو افسوس وکړو چې د انسان پۀ مرګ د حق وئيلو خولې نۀ بندېږي او پۀ دې ماتم باندې د جيو خبريال او نشرپال لۀ وجې “يو ورځ” ماتم وکړو. د شهيد پۀ مرګ باندې ټولې دنيا افسوس وکړو او د هغۀ وروڼو او رشته دارانو پۀ سترګو کښې اوښکې د نۀ ختمېدونکې وې. د شهيد د مرګ خبر پۀ ټول وطن کښې د بجلۍ د تندر پۀ شان ولوېدو. د قام او د وطن د خلقو د پاره دا خبره د پاکستان د ادارو څخه د دښمن د معلومولو نشاندهۍ د پاره غږ رسولو او شهيد چې د عباسي روغتون نه پۀ سپينه جامه کښې پۀ تابوت کښې خپلې کورنۍ او رشته دارانو پۀ حواله کړو. د شهيد جسد چې د جنوبي پښتونخوا ژوب ښار کښې کلي ګرده بابر پۀ خوا روان کړو.
د ژوب پۀ ښار کښې د شهيد د مرګ خبره باندې ډېر زړونه خفه شول او پۀ ښار کښې د شهيد وروڼو مخې ته ټول ښاروال راغلل او پۀ کلي کښې ماتم ؤ. د شهيد ځوان تابوت چې له ښاره د کلي پۀ خوا يوړلو چې د هغۀ پۀ جنازه کښې بهرني خبريالان او جيو خبريالان نشرپال راغلو خلقو او نورو پۀ ګڼ شمېر خلقو شرکت وکړو چې د شپې نهه بجې ئې شهيد خپل قبر ته وسپارلو. ټول خلق پۀ ژړا او ماتم وو. لکه شاعرچې وائي.
دا څوک دي چې کټ لۀ دومره ډېرې اوږې راغلې
دا څوک دي چې هر څوک ئې جنازه اخلي او ژاړي
د شهيد د ښائسته ځواني د قام ګل اخر خاورو ته وسپارل شو او شهيد خپل قام سره د محبت، بهادرۍ، ننګ، مړانه او يادونه اولس ته پرېښودله چې پۀ تاريخ کښې به يادېږي. لکه شاعر چې وائي.
کۀ د وطن پۀ ننګ شهيد شوې
پۀ تار د زلفو به کفن درله ګنډمه
نو شهيد ولي خان بابر هم د قام پۀ ځوانۍ کښې پۀ وطن پۀ نامه شهيد شو او پۀ اخري وخت کښې خاورو ته د سپارلو پۀ وخت د ولي بابر مشر ورور د پښتونوالۍ دا قسم وخوړو چې د ولي بابر دښمنان به خپل انجام ته رسوم او د پښتون قسم چې تر سره کولو او دښمن ئې دار ته وخېژولو. شهيد ولي بابر پۀ شان ډېر حوانان پۀ قام شهيد شو چې پۀ هغوي کښې چا د حق پۀ نامه، چا د پښتون پۀ نامه، چا د قام د وطن پۀ نامه سر وخوړو. ځکه داسې خلق هر کال پۀ دې ورځ ي ادېږي او ننګيالي دي چې يادېږي. ځکه زۀ چې کله هم هدېرې ته لاړ شم نو ما ته دا شعر رايادېږي . شاعر وائي.
څۀ قبرونه ما ته ځان ځاني د پښتون قام يادوي
ارينه! دا ځکه خو دې ټولې هدېرې ته غواړم
نو ځکه داسې خلق د قام زړونو کښې ځای پېدا کړي او داسې ګلان ځوانان چې پۀ وطن شهيدان شوي دي او پۀ ځوانۍ کښې ئې مرګ وړي وي. زۀ د ټولو پښتنو ځوانانو او شهيدانو ته د خپله يوه رباعي چې ما ليکلې ده، ورته ډالۍ کوم.
پۀ زړونو کښې د قام د اتلانو يو جذبه لرو
مونږ پهــ مرګ مئين يو پۀ پښتو لکه ايمان يو عقيده لرو
کفن پهــ سر تړلي ګرځو حق وايو کۀ هر څۀ کېږي
پۀ ځوانۍ کښې خو شهيد ځکه د قام مينه پښتنه لرو