چې د پښتو ژبې او ادب د شعر او شاعرۍ پۀ مېدان کښې د فريد جان استاد شاعرۍ ته کۀ غور سره نظر وکړے شي نو سړے حېران شي چې د دوي ستائنه او تعريف د کوم ځاے نه شروع شي او پۀ کوم ځاے ختم شي ځکه چې دوي د خپل فکر، خيال، رجحان او مېدان د استعمال ډېر پۀ عجيه انداز کړے دے د دوي د ديوان شاعري د رحمان بابا سبک ته ورته ده بلکې پۀ مکمل ډول ئې د رحمان بابا اُسلوب خپل کړے دے د دوي د کوچ مال نومې کتاب شاعري د عوامي اولسي او فلکلوري ادب او سبُک نمائندګي کوي فريد جان استاد د خپل دېوان پۀ شاعرۍ کښې د رحمان بابا سبُک او اسلوب خپل کړے دے پۀ دې لحاظ فريد جان استاد د رحمان بابا د ادبي مکتب غړے دے او دغه رنګ د کوچ مال نومې کتاب شاعري ئې د عوامي، اولسي او فلکلوري ادب او سب نمائنګي کو، پۀ دې لحاظ فريد جان استا د پۀ دې تناظر کښې دا وئيل به بې ځايه نه وي چې “يو شاعر او دوه مکتبونه”
دلته د لوستونکو د پاره د يو څو خبرو وضاحت ضروري ګڼم يعني
1 – سبُک او مکتب کښې څۀ فرق دے؟
2– سب او مکتب څۀ ته وائي؟
3– سب اول سازېږي کۀ مکتب؟
4– د سبُک پۀ بنياد مکتب څنګه جوړېږي؟
5 – يو شاعر د بل شاعر پۀ مکتب کښې څنګه داخلېږي؟
کله چې مونږه د سبُک او مکتب د پاره د مختلفو ژبو ډکشنرې ګورو نو پۀ دغه څېرنه کښې بيا دا دواړه پۀ خپل خپل ځاے جُدا جُدا ټکي دي چې د دوارو ټکو پۀ معنو او مطلب کښې ډېر بنيادي فرق موجود دے اکثر شاعران اديبان پۀ دي دواړو ټکو کښې فرق نه شي کولے څوک وائي داس سب لفظ دے څوک وائي نه د دې د پاره صحيح لفظ سبُک دے سبُک د فارسۍ ژبې ټکے دے [1] چې تېز رفتارې يا سبُک ته وئيلے شي د سبُک نه سبُکدوش لفظ به تاسو اورېدلے وي چې کوم سړے سبُکدوش شي نو هغه باندې بوجھ سپک شي دغه رنګ سبُک يا سبُک دست، سبُک تفتار ټکي به هم ستاسو د نظر نه تېر شوي وي
سبُک ټکے د عربۍ ژبې ټکے دے[2] چې پست اوسره زر ويلي کول او هغه پۀ يو کالب کښې اچولو ته وائي پۀ اصطلاح کښې هغه انداز هغه لار، هغه طرز او هغه اسلوب ته وائي چې يو انسان پکښې خپل خيال او فکر وړنادي کوي۔
کوم لفظ چې مونږ پۀ ادب کښې د اسلوب يا Style د پاره پۀ استعمال کښې راولو نو هغه هم دا سبُک لفظ دے پۀ سبُک کښې مونږ ته همېشه د يو ليکوال څهره ښکاري پۀ دې کښې د ليکوال د دور مختلف خصوصيات موجود وي۔ هر کله چې يو سبُک ډېر عام خورا او پراخه شي او نور ليکوال ئې پېروي وکړي نو دغه سبُک د مکتب شکل اختيار کړي د دې وضاحت مزيد مونږ داسې هم کولے شو چې کله يو سبُک د خاص نه عام انفرادي نه اجتماعي او د جُز نه د کُل شکل اخيتار کړي نو هغه ځانګړے سبک پۀ مکتب کښې بدل شي هم دغه وجه ده چې مکتب کښې عموماً د مختلفو او ادوارو اجتماعي خصوصيات او د مختلفو خلقو د ژوند حالات پۀ پراخه پېمانه ښکاري [3]۔
د مېدان نه د اورلو او ويستلو يو نا کام کوشش دے يا د لرې چې د فکر پۀ بنياد مکتب صرف او صرف مذهبي يا ديني جوړېدے شي ادبي نه [4] ادبي مکتب به همېشه د سب او اسلوب پۀ بنياد جوړېږي سبد د فر وړاندې کولو يوه لاره ده کۀ مونږ وګورو پۀ حمد او نعت کښې د ټولو شاعرانو فکر يو وي خو سبک، اسلوب او Style ئې جُدا جُدا وي کۀ چرې مونږ او وايو چې پښتو ادب کښې د ټولو شاعرانو حمد او نعت يو رنګ وي نو د دې خبرې جواب به پۀ “نه” کښې وي ځکه چې د ټولو شاعرانو حمد او نعت يو رنګ نه وي بلکې پۀ هغې کښې فکر او خيال يو رنګ وي باقي سبک او اسلوب اکثر د يو بل نه بدل وي ۔
اوس به راشو د فريد جان استاد هغه شاعرۍ پۀ پلو کومه چې دوي د رحمان بابا پۀ سب او اسلوب کړې ده فريد جان استاد پۀ هغه شاعرۍ کښې کومه چې د دوي پۀ ديوان کښې موجود ده هغه موضوګانې ځاے کړي دي چې هغه د رحمان بابا د شاعرۍ محور او مرکز دے يعني عرفان او معرفت، توحيد، واحدانيت، علم وعمل، اصلاح، د الله تعالي بندګي، مجاز او حقيقت، حُب رسول صلي الله علېه وسلم، حُب الله، دين او دنيا، اخلاقيات او دغه رنګ عام انسان، خاص نسان او خاص الخاص انسان [5] دا هر څۀ فريد جان استاد د رحمان بابا پۀ سبُک او اسلوب دومره پۀ زړۀ راښکونکي انداز پۀ خپله شاعرۍ کښې ځاے کړي دي چې د تعريف وړ او مستحق دے راځئ چې د دوي د کلام يو څو نمونې ئې وګورو۔
نه به وي دائم آباده دا دنيا پۀ حرص کۀ خزانې کړي څوک راجمع نه بادشاه ځان سره وړي نه ګدا ده |
عاقبت فنا فنا ده دا دنيا پاتې پاتې له هر چا ده دا دنيا هسې رنګه بې وفاده دا دنيا |
فريد جانه پۀ ظاهر باندې ښائسته ده
نور پۀ شکل کښې بلا ده دا دنيا [6]
دغه رنګ دا شعرونه:
دنيا نه کوي وفا نۀ ئې چا سره قرار شته څوک پهيو دم کښې بادشاه کړي د جادو کرشمې کاندي |
بې وفا ده بې وفا خپل نه کړله هېچا پۀ بل دم ئې کړي ګدا چې بينا کړي نا بيان[7] |
پۀ دې سبُک او اسلوب د فريد جان استاد دا شعرونه هم وګورئ:
اے د نن پۀ خيال مشغوله تر بيګا نن پۀ کور سبا پۀ ګور کښې هزار حېف دے کۀ هوښيار ئې څۀ تقرير ته حاجت نشته |
نه پوهېږي چې به چرته ئې سبا پۀ کوم خيال کړي اشنائي د دې دنيا نظر وکړه پۀ مور پلار نيکۀ آبا [8] |
د فريد جان استاد حمد يا کلام هم وګورئ:
پۀ هر علم خبردار دے رب زما څوک پېدا کړي څوک فنا کړي پوې حليم دے کۀ بهار دے کۀ خزان دے کۀ ګلونه |
لوے غالب پروردګار دے رب زما پۀ حکمت غالب بيسار دے رب زما خاص خاوند د هر يو کار دے رب زما د دې واړه کردګار دے رب زما[9] |
هم پۀ دې اسلوب دا قسمه حمديه کلام پۀ بدله قافيه کښې واورئ:
ګوره هسې رنګ غالب دے رب زما |
سازنده د هر قالب دے رب زما[10] |
تر اخېره پورې هم داسې اسلوب چلېدلے دے.
د فريد جان استاد دېوان نه دا نمونه هم وګورئ:
ستا د وصل پۀ طلب کۀ پۀ ويښه کۀ پۀ خواب يم فريد ستا حلقه بګوش دے |
سرګردان يم روز وشب ستا ديدار مې دے مطلب دير نه لري مذهب[11] |
د بل غزل دا شعرونه:
چې پۀ کښې وينمه ستا د حسن آب درد او غم به اواره د فريد جان شي |
ځکه زه پۀ تماشه يم د ګلاب کۀ له مخه و زنه لرې کړي نقاب [12] |
هم پۀ دي اسلوب او سب د رحمان بابا ګڼ شعرونه شته هم دلته زه موازنه او مقائسه ځکه نه کوم چې ادبي دنيا کښې د هغې اثرات ښه نه مرتب کېږي
د ذکر شوي شعرونو پۀ قافيه کښې دا شعرونه هم وګورئ:
کۀ بادشاه یې کۀ ګدا یې کۀ نواب د يو دم د اخستو اختيار دې نشته د پنجاه د تشنه تېر شوي فريد جانه |
عاقبت ته به شي، تۀ دغه تراب د ګلونو جوړوي ځان ته اسباب ته لا هغسې اميد کړي د شبا ب [13] |
تردې ځايه پورې به تاسو د فريد جان استاد د شاعرۍ د سبُک او اسلوب اندازه شوي وي خو پۀ مکمل ډول ذهن ته د راوستولو د پاره يو څو نورې نمونې هم وګورئ فريد جان استاد فرمائي
دنيا پاتې له ارمانه الغياث د سياد د ختمېدو موده چې راشي |
هم زما او هم له تا نه الغياث هر يو نفس به شي پرېشانه الغياث[14] |
دغه رنګ هم پۀ دې رديف کښې دا شعرونه:
عبث مې عمر تېر کړه الغياث دغه واړه نتيجه د بد عمل شوه |
ما د رب عبادت هېر کړه الغياث د دنياحرض مې ډېرکړه الغيا ث [15] |
د بل غزل دا شعرونه وګورئ
لکه خوږ دے د دلدار د خولګۍ ريند کۀ پۀ غور د ياريند ته نظر وکړئ |
پۀ شکرو کښې هم نشته داسې خور هر الفاظ ئې دلپذير دے دلپسند[16] |
يا دا شعرونه
هر چې ستا حُسن ليدلے زما روح چې پۀ کوم طرفته لاړې نزپروره |
ځان پۀ تا باندې بائللے زما روح بس پۀ هغه لورے تللے زما روح[17] |
دغه رنګ د ديوان پۀ مخ 127 باندې د اخلاص رديف سره غزل هم ډېر زړۀ راښکونکے دے او پکښې د رحمان بابا د کلام د سبُک او اسلوب پېروي ډېر پۀ ښکلي انداز شوې ده۔
د فريد جان استاد دا شعرونه هم د رحمان بابا د سب تائيد کوي:
اول ته وکړه پۀ خپل زړۀ کښې انصاف ټول جهان به ستا ثنا کوي پۀ ژبه عاقبت به د منصور پۀ مرتبه شي |
بيا هله وايه د نورو برخلاف کۀ پۀ خپله ئې پۀ خوي خصلت اشراف کۀ خوي ذده کړي د منصور غوندې نداف[18] |
يا دا شعرونه:
پۀ دنيا به عېش عشرت کوي تر کومه مراقب شه فکر خپل ځان سره وکړه |
داسې خوب به د غفلت کوي تر کومه پۀ دې سرائے به سکونت کوي تر کومه [19] |
د شعرونه :
د فرجان استاد پۀ ديوان کښې داسې شعرونه هم شته چې د سړي پرې د تضمين يا طرحې کلام ګمان راځي يعني:
پۀ ظاهر لباس غلط د هېچا نه شي |
جانچ ئې وکړه چې رزيل دے کۀ اشراف[20] |
يا دا شعر:
چې پۀ مېنه حقاني کښې جان نثار شه |
صد رحمت شه پۀ منصور غوندې نداف[21] |
دا شعر هم وګورئ:
زۀ فريد چې ستا د حُسن ثنا خوان یم
نجات غواړم عاليجاه ستا پۀ کومک[22]
يا دا شعر:
زۀ فريد صاحبه ستا د در خا کروب يم |
ديدن راکړه یم ممنون ست د احسان[23] |
يا دا شعر:
زۀ فريد چې ستا د حسن ثنا خوان يم | دا پۀ ما رحم او کرم د سبحان ښکاري[24] |
يا دا شعر:
زۀ يو نۀ يم چې پۀ تا باندې شيدايم
عاشقان ګلې ګلې دي ستا د مخ[25]
د فريد جان استا د ديون د يو څو نمونو نه واضحه شوه چې دوي پۀ مکمل ډول د رحمان بابا د ادبي مکتب غړے دے او دوي ډېر پۀ مينه د رحمان بابا سب او اسلوب خپل کړے دے پروفېسر افضل رضا صاحب څۀ د کار خبره کړې ده۔
د رحمان د ادبي مکتب شغلې به
تر قيامته به جهان باندې خورېږي[26]
دا يو حقيقت دے څوک هم چې د رحمان بابا د سب او اسلوب پيروي کوي دا د رحمان بابا د کلام د مقبوليت اثر او سبب دے بيا چې فريد جان استاد پۀ کوم وخت کښې ژوند کړے دے هغه وخت کښې به هر شاعر او اديب د رحمان بابا سب او اسلوب باندې فخر او وياړ کولو اوس دا د فريد جان استاد کمال او کارنامه ده چې د رحمان بابا سبُک او اسلوب سره سره ئې پۀ اولسي، عوامي او فلکلوري ادب او سب کښې هم ښه نوم پېدا کړے دے ، دوي ډېر پۀ واضح ډول پۀ دوسبکونو کښې شاعري کړې ده او پۀ دې تناظر کښې دوي پۀ مکمل ډول د دوو مکتبونو غړے دے يعني“يو شاعر او دوه مکتبونه”
اوس کۀ څوک دې سره اختلاف لري نو لرلے شي د اختلاف حق هر چا ته حاصل دے خو دا قسمه اختلاف به د فريد جان استاد پۀ فن، کمال او کارنامه کښې د کمي راوستلو مترادف وي ۔
هر ليکوال له پکار دي چې فريد جان استاد صرف عوامي او اولسي ادب پورې محدود او نه ساتي هسې خو مرحوم ډاکټر محمد اعظم اعظم صاحب رحمان بابا ته د اويس شاعر وئيلے دے او دغه رنګ کاکا جي صنوبر حُسين ورته د خپل وخت ترقي پسند شاعر وئيلے دے۔
دي دواړو درنو هستو پۀ خپل خپل ځاے صحيح او ټيک خبره کړې ده مرحوم ډاکټر اعظم اعظم صاحب د رحمان بابا د کلام پۀ ژبه خبره کړې ده او دا خبره ئې پۀ ګوته کړې ده چې رحمان بابا د اولس پۀ ژبه کښې شاعري کړې ده چې پۀ خپل ځاے ډېره صحيح او مستند خبره ده کاکا جي صنوبر حسين د رحمان بابا پۀ فکر خبره کړې ده دې دواړو درنو شخصيتونو د رحمان بابا پۀ سبُک او اسلوب خبره نه ده کړې او نه ئې د خپلې خبرې ثابتولو د پاره د رحمان ببا پۀ سبُک يا اسلوب خبره کړې ده۔
دا خبره ډيره واضح ده چې ټول شاعران د اولس دي خو بيا اولسي شاعران هغه دي چا چې پۀ اولسي اسلوب کښې شاعري کړې وي دا خبره دې واضح وي چې فريد جان استاد د رحمان بابا د سبُک او اسلوب تقليد کړے دے او تاريخ ګواه دے چې تقليد کونکي همېشه معتبر ګڼلے شوي دي د فريد جان استاد شاعري پۀ بعضې ځايونو کښې رحمان بابا ته ډېره نزدې شوې ده پۀ دې لحاظ دې څوک دې عمل ته د سرقې نوم ورنکړي ځکه چې تقليد او سرقه کښې ډېر بنيادي فرق موجود دے
“د فريد جان استاد اولسي سبک”
اولسي، عوامي او فلکلوري ادب هغه ادب ته وئيلے شي چې اولسي، عوامي يا فلکلوري اسلوب او سبُک کښې شوے وي چې د هغې اسلوب اولسي، عوامي او فلکلوري وي اولسي او عوامي شاعران به هغه شاعران ګنلے کېږي چا چې اولسي او عوامي اسلوب کښې د ادب تحليق کړے وي اولسي او عوامي ادب د اولس او عوام د ژوند آئينه وي چې پۀ دې کښې صرف د دې ادب سندريز اصناف نه ښکاري بلکې د اولس او د عوامو د تهذيب او ثقافت احاطه هم کوي زمونږ پښتانۀ شاعران او اديبان اولسي عوامي او فلکلوري ادب پۀ يوه معني اخلي څوک فلکلوري ادب ته اولسي ادب وائي دغه رنګ څوک ورته عوامي ادب وائي د دې درې ورو اصطلاګانو د تعريف پۀ تناظر کښې پۀ بعضې ځايونو کښې ډېر ابهام موجود دے انسائيکلوپېډيا برټنيکا د عوامي او فلکلوري ادب بيان څۀ داسي الفاظو کښې کړے دے
It is a Production of those people who are uneclucated
دا به د هغه خلقو پېداوار وي څوک چاي ناخوانده وي
د انسائيکلوپېډيا برټنيکا ټکوتورو پۀ اولسي او فلکلوري ادب کښې عجيبه کش مکش پېدا کړے دے چې د جواب او حل فکر ئې اوسه پورې هېچا نه دے کړے
مسئله دا راپېدا کيږې چې کوم شاعران تعليم يافته وي يا کوم شاعران خوانده وي او هغې د اولسي، عوامي او فلکلوري سبُک او اسلوب خپل کړے دوي او ادب تخليق کوي نو دغه ادب ته به څۀ وايو؟ او دغه رنګ دغه شاعرانو ته به کوم شاعران وئيل کېږي موجوده وخت سره زمونږ زيات تر شاعران ښه هائي کواليفائيډ ښه خوانده شاعران داسې دي چې هغوي سندرې، لوبې ، نمک، ټپې او دغه رنګ چاربېتې ليکي نو دا به اولسي او عوامي ادب نه وي دا شاعران به اولسي شاعران نه وي وي ابهام زمونږ غازي سيال صاحب له هم تنده ورکړے دے کتابي شکل کښې ئې ليک وکړو چې “هغه سندرې چې څوک نه دي” هغه پۀ دې نعره کښې خپل طرف ته يو غېر معياري تحقيق وکړو او هغه دا چې د کومو سندرو يا د عوامي ادب د فن پارو شاعران معلوم وي نو هغه به فلکلوري او عوامي ادب نه وي، دوي اوئيل چې د عوامي او فلکلوري ادب پۀ ذمره کښې به هغه فن پارې شاملې وي د کومو فن پارو چې شاعران نا معلوم وي [27]دلته د فريد جان استاد د اولسي او عوامي شاعرۍ کبره روانه ده فريد جان استاد دخو تعليم يافته وو د دوي دې شاعرۍ ته به څۀ وايو راځئ چې يو څو نمونې ئې وګورو.
فريد جان استاد وائي:
يه مورې رادو کا لړم دے لړم
لورې نزدې نشې لشه کښې ئې لوے غم دے
يه مورې رادو کا لړم دے لړم[28]
يا دا :
پۀ سالو پټه پټه ځي ډېر پرې ناکام دے
نيت ئې د چا د ملاقات کړے دے[29]
يا دا چې چاربېته:
رامې غلي پالنګ له ساه نيولې څۀ دي کار دے
سر به دې پۀ دار شي
غُټه نيمه شپه وه چې راتلم دا مې اختيار دے
پرېږه چې پۀ دار شي[30]
دغه رنګ يو څو نورې سرنامې وګورئ:
راشه وګوره دلبره عشق دې اور دے کۀ نه دے
پۀ لمبو مې بدن سوې لکه سکور دے کۀ نه دے [31]
دا مې سزا ده چې مې ستا يارې کوله
ټوپک راواخله جانانه ما پرې وله[32]
مسته ليليٰ اوبو له ځي پۀ مخ رومال وهي
سبا اختر دے ورته نن پۀ جبين خال وهي[33]
ماليار لېچې تاوه وي غضب نيولے دے[34]
ګل مې شوکولے دے
پۀ خمارو سترګو ګذار د کټارو کوي[35]
لېونۍ خوي د خونخورو کوي
چرګه مې غله شوه هګۍ اچوي پۀ شاړه[36]
مورې مولا ورله راغواړه
پۀ ځان د نورو خلقو لاس کله پرېږدمه
ما به مې ماما کېنه وي پۀ سره ډولۍ کښې[37]
قدرمنو تاسو د فريد جان استاد د کتاب نه اولسي او عوامي ادب يو څو نمونې وکتے پۀ دې کتاب کښې هغه مصرعې هم شاملې دي چې فريد جان استاد پۀ مختلفو موضوګانو ليکلي دي کۀ چرې دلته مونږ د انسائيکلوپېډيا برټنيکا خبره منو نو د فريد جان استاد دا شاعري اولسي او عوامي شاعري نه ده ځکه چې فريد جان استاد خو تعليم يافته وو کۀ چرې د غازي سيال صاحب پۀ تخصيص پسې ځو نو بيا هم د فريد جان استاد د کوچ مال نومې کتاب شاعري عوامي او اولسي نه ده ځکه چې فريد جان استاد خو معلوم دے
مسئله جوړول خو بلا اسان کار دے، اصل خبره د مسئلې حل دے د انسائيکلوپېډيا خبره پۀ خپل ځاے صحېح ده خو غازي سيال صاحب پۀ خپل کود ساخته تخصيص کښې ډېر غټ تيندک خوړلے دے پۀ اصل کښې اولس پۀ دوه قسمه دے، يعني:
(1 عام اولس، (2 خاص اولس
دغه رنګ اولس د دوو ټکو مجموعه ده يعني
اولس = عوام + خواص
عوام چې به هغه وي چې کوم ناخوانه وي ، خواص به د اولس هغه حصه وي کوم چې کوانده وي اوس د اولس هغه خلق کوم چې عوام دي کوم چې ناخوانده دي هغې چې کوم ادب تخليق کړي هغه به عوامي او فلکلوري ادب وي او د دې ادب بل ته د رسولو به درې څانګې وي يعني
شفاهي، نيم، شفاهي او غېر شفاهي
د اولس هغه خلق کوم چې خواص دي کوم چې کوانده او تعليم يافته وي هغې چې کوم ادب تخليق کړي او اسلوب ئې عوامي او فلکلوري وي نو هغې ته به اولسي ادب او د داسې ادب تخليق کونکي ته به اولسي شاعر يا اولسي اديب وئيلے شي
دلته فريد جنا استاد مونږ سره اوس اولسي شاعرے دے خو د کمال خب ره دا ده چې فريد جان استاد مونږ صرف اولسي شاعرۍ پورې نه شو محدود کولے ځکه چې دوي پۀ دور سبکونو کښې شاعري کړې ده او پۀ يو وخت کښې د دوو مکتبونو فعال غړے پاتے شوے دے اوس دا د فريد جان استاد د کمال او کارنامه ده چې د دوي متعلق نګاه حُسين نګاه ډېر پۀ جرأت سره وائي:
‘يو شاعر او دوه مکتبونه’
- اوګورئ فېروز اللغات اردو جامع، مخ 819 ↑
- تاج اللغات جامع مرتب مشتاق مجروح، تاج کمپني لمېټېډ پېښور، مخ 695
Kitabistan Parctical dictionary Engliash to and urdu, copilot by prof: Bashir Ahmad qureshai, p – 684
زاهد پښتو سند، د افغانستان د علومو اکېډمي پنځم اېډېژن ، مخ، 561
د عربي ژبې پۀ لغاتو کښې د سبُک معني د يو قالب شوې ده “وسب في قالب” القاموس العصري عربي الياس انعون الياس ، ص، 289 ↑
- وګورئ ډاکټر نصير احمدP,H,D مقاله ، د رحمان بابا ادبي مکتب، مخونه، 115،114،113،112
وګوري، د صديق الله رښتين، د پښتو ادبي مکتبونه، يونيورسټي بک اېجنسي پېښور
اجمل ښکلے، “سبکپوهه” دانش خپرندويې ټولنې څانګه پېښور، مخونه 19، 37 ↑
- اکه پۀ بعضې ځايونو کښې يا بعضې مخصوص ټولګي کښې يا بعضې مخصوص خلقو کښې داسې مکتبونو ته اشاره اوشي چې دا صرف او صرف د فکر پۀ بنياد وجود کښې راغلي دي نو بيا به پۀ دغه ځاے کښې دا کتل ډېر ضروري وي چې آياب دا مکتب دے کۀ تحريک ځکه چې د مکتب او تحريک پۀ مينځ کښې هم ډېر بنيادي فرق موجود دے کۀ داسې نه وے نو مرحوم ډاکټر راج ولي شاه خټک صاحب به پۀ ادبي تحريکونو P,H,D نه کوله ↑
- ډاکټر نصير احمد، P,H,D مقاله، د رحمان بابا ادبي مکتب، مخ 140 ↑
- ديوان فريد جان استاد مرتب آياز الله ترکزے، اعراف پرنټز پېښور مخ 24 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 28 ↑
- ديوان فريد جان استاد، مرتب آياز الله ترکزے، اعراف پرنټز پېښور مخ ، 29 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 32 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 34 ↑
- هم دغه اثر، مخ 42 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 45 ↑
- ديوان فريد جان استاد، مرتب آياز الله ترکزے، اعراف پرنټز پېښور ، مخ 45 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 68 ↑
- هم دغه اثر، 69 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 87 ↑
- هم دغه اثر، مخ 78 ↑
- ديوان فريد جان اساد ستمبر 2017ء مرتب آياز الله ترکزے اعراف پرنټز پېښور، مخ 139 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 178 ↑
- هم دغه اثر، 140 ↑
- هم دغه اثر، 141 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 149 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 163 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 223 ↑
- ديوان فريد جان استا دستمبر 2017 مرتب آياز الله ترکزے اعراف پرنټز پېښور مخ 18 ↑
- ډاکټر نصير احمد د P,H,D مقاله رحمان بابا ادبي مکتب، مخ 613 ↑
- وګورئ مکمل متن ، غازي سيال، 2012، هغه سندرې چې څوک نه دي، ډائريکټريټ اف کلچر حکومت خېبر پښتونخوا ↑
- فريد جان استاد د منظوم آثار، اکتبور 2017 کوچ مال ترتيب آياز الله ترکزے، مخ، 72 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 80 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 98 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 102 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 137 ↑
- هم دغه اثر، مخ 191 ↑
- فريد جان استاد منظوم آثار اکتبور 2017 کوچ مال، مرتب آياز الله ترکزے، مخ، 208 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 254 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 258 ↑
- هم دغه اثر، مخ، 262 ↑