د نن سوشل میډیا بحث عدم تشدد او باچا خان – ډ. خورشید عالم

پۀ ټولنیزو رسنیو دا بحث ډېر پۀ زور سره پورته کېږي چې ‘عدم تشدد’ څۀ لاس ته راوړي دي؟ د دې تپوس ځواب کښې دا تپوس کېدے شي چې ‘تشدد څۀ لاس ته راوړي دي؟’ ـــ کۀ خبره د ‘اگلے کی بولتی بند کرنا’ وي نو دا پېغور ورته هم کېدے شي چې ‘نائیکه! دا ستا چې دومره برېتو نه وینې څاڅي نو وښایه! تۀ چا نیولے یې چې تشدد مۀ کوه!’ ــــ مونږ خو امیر حېدر خان هوتي ته هم نۀ وایو چې کۀ هغه د هندوستان لۀ خوا پۀ ائیر سټرائیک اسمبلۍ کښې هندوستان له د جواب ورکولو ګواښ کوي نو مونږ څوک یو چې ځولۍ ورته خوره کړو چې مشره مۀ کوه!’

د تشدد پتنان وهونکو نه دا تپوس کېدے شي چې پۀ کومه موقع کۀ تاسو ګڼئ چې د عدم تشدد تر لارې مناسب او مؤثر کردار نۀ دے ادا کړے شوے نو ستاسو ټوپکونو څۀ کردار ادا کړے ؤ؟ کۀ ستاسو د تشدد د مفکورې لاندې د ګاڼۍ جوګ بلېدو خو هاغه وخت پورې لا توده شوې نۀ وه!!!

دا چې دنیا کښې چاپېره د جنګونو ګواښونه کېږي، دا چې چاپېره خلق د یو بل سره د ژبې پۀ ځاے پۀ توپونو، ټېنکونو او میزائلونو خبرې کوي، دا چې ټول انسانیت ئې د اور مخې ته ودرولے دے؛ دا متشدد ذهنیت دے. عدم تشدد د خبرې پۀ زور باور دے، عدم تشدد مجاهده ده، عدم تشدد د انساني جبلت پېژندګلو ده.

د ښاغلي مشر ډاکټر خورشید عالم دا لیکنه هاغه قصد دے چې تر مخه ئې هغه د خپلې سیاسي مفکورې رڼا کښې خپل خیال څرګندوي.

زما دا مضمون څۀ عالمانه څېړنه نۀ ده خو د یو عام سیاسي کارکن پۀ حېث د خپلو تجربو پۀ رڼا کښې خپله سیاسي مفکوره باندې د خپل خیال څرګندونه ده. کۀ دا د قامي بحث موضوع جوړه شي نو یوه ګټوره خبره به وي. کۀ دا خبره د بحث پۀ چاڼ وچڼولې شي نو روغې دانې به د بوسو نه جدا شي. د قامي بحث ضرورت هم دے.

څۀ الفاظ داسې دي چې مونږ ئې تل استعمالوو. د هغې لږ وضاحت ضروري ګڼم چې د یو بل سره ګډ وډ نۀ شي.

‘علم’ د معلوماتو پېژندګلو ده. دا مونږ د خپلو پینځۀ حواسو پۀ مدد حاصلوو. ‘پوهه’ یا ‘دانش’ هغه اٰله ده چې مونږ پرې دا معلومات استعمالوو. داسې ‘تجربه’ یو ډېر لوے استاذ دے؛ خو د چا خبره چې فیس ئې ډېر زیات دے. هوښیار هغه وي چې د نورو د تجربو نه سبق واخلي او پۀ ځان غېر ضروري تجربې ونۀ کړي. (لۀ بده مرغه مونږ پښتانۀ د نورو د تجربو نه سبق نۀ اخلو او تل پۀ ځان او خپل مقدر تجربې کوو.)

بعضې خلق سند یافته وي خو ضروري نۀ ده چې عالمان وي؛ هغو کښې دا صلاحیت نۀ وي چې د خپلو ‘معلوماتو’ نه د عقل او دانش پۀ اٰله کار واخلي. پۀ دنیا کښې زیاته د سند یافتو واکمني ده. دا د وینې رودونه او د افلاس پروهرونه هم د دې سند یافتو د لاس ډالۍ ده.

کۀ دا ووایم چې ادم دا سودا ډېره ګرانه او تاواني کړې ده نو غلط به نۀ وي. د عقل او شعور پۀ وجه مونږ معاشرې ته هم جواب دِه یو او ځان له مو د محشر حساب کتاب هم پۀ سر کړے دے. کۀ یو اړخ ته د عقل او شعور پۀ وجه جسماني طور دې ډېر کمزوري انسان کائنات مسخر کړي دي؛ د زمري نه ئې خپل زور او توان هېر کړي دي او پۀ سرکس کښې ورسره لوبې کوي، د سمندرونو پۀ سینه هم دا انسان روان دے، فضا او خلاء کښې هم ګرځي ـــ نو بل طرف ته جوابده دے. دے ټولواک باچا نۀ دے، یو سفیر دے چې د هرې کاندې ځواب به ارو مرو ورکوي. کۀ سزا وي کۀ جزا. انساني ذهن د کائناتو یو عظیم کمپیوټر دے. عام کمپیوټر معلومات لري خو دانش نۀ لري او انساني ذهن دواړه لري (کېدے شي د ټیکنالوژي د ترقۍ سره دا حقیقت هم بدل شي) [ارټیفیشل انټیلجنس دې لړ کښې اوږد ارتقائي مزل کړے دے].

انسان پۀ غټه توګه دوه صلاحیتونه لري ـــ حېواني او ملائیکي (شعوري) ـــ دا ملائیکي یا شعوري صلاحیت دے چې مونږ د نورو ځناورو نه بېلوي او مونږ ته اصطلاحاً ‘سماجي ځناور’ (Social Animal) وئیلے شي. پۀ سوچه پښتو کښې معنٰي دا ده چې هغه ځناور چې سوسائټۍ ته جوابده وي. یعني یواځې د ځان نۀ دے ذمه وار او نۀ ئې علم او عمل د ځان پورې محدود دے. خو پۀ معاشره هم اثرات لري. د دۀ ذهانت ملائیکي هم کېدے شي او شېطاني هم، چې پۀ انګرېزۍ کښې ورته Evil Genius وائي (لکه مرحوم بهټو پۀ دې نامه یادېدو).

بې ځایه خبرې له طوالت ورکول نۀ غواړم. خبره به د ژبې د استعمال پورې راټوله کړم. انسان خپل ذهني تصور د ژبې پۀ ذریعه اظهار کولے شي. ژبه د ذهني شعور ماتحت ده. شعوري ګویائي (وېنا) ته استدلال وئیلے شي او د حېوان ژبه دغه کنټرول او صلاحیت نۀ لري نو د استدلال پۀ ځاے ښکرې استعمالوي. یعني د فطرت تقاضا د انسان نه دا ده چې دے به تشدد نۀ کوي، ګو کۀ استطاعت د تشدد لري. ګو کۀ ښکرې ئې نشته خو لاسونه او پۀ لاسو استعمال کېدونکي الات (وسله وغېره) لري. د تشدد د پاره بل انسان یا یوې معاشرې ته نقصان د ځناورو نه پۀ سل چنده زیات رسولے شي خو د ملائیکي صفت تقاضا دا ده چې د دۀ وسله استدلال دے.

زما باور دے چې د باچا خان جبلت ملائیکي او انساني ؤ چې د تشدد پۀ ځاے ئې استدلال خوښ کړو او د ‘عدم تشدد’ لار ئې خپله کړه. د باچا خان ژوند زما پۀ خیال څلور اهمې برخې لري:

(1 هلکواني، (2 تزکیۀ نفس (3 خدائي خدمت او اصلاحي دور چې تنظیم پکښې هم شامل ؤ او (4 اخري دور چې د اصلاح، خدائي خدمت سره پکښې سیاست هم شامل ؤ. خو تر مرګه پورې هغۀ چرې هم ځان ته سیاست دان نۀ دي وئیلي، ځان له به ئې د ‘مصلح’ لفظ استعمالوۀ.

ما د هغۀ د دوست او یا دښمن داسې لیک نۀ دے لوستے او نۀ مې اورېدلے دے چې هغه چرته پۀ هلکوانه کښې متشدد شخصیت ؤ. هغه فطري اصلاح پسند او استدلالي فرد ؤ. زۀ پۀ دې کښې هېڅ شک نۀ لرم چې د هغۀ دا انساني جبلت ګاندهي سره د لیدو نه ډېر وړاندې خپل پېغلتوب ته رسېدلے ؤ. هغۀ عدم تشدد یو ‘کوډ اٰف لائف’ (د ژوند لار) ګڼله او ‘ګاندهي جي’ له دا د سیاست جبر ؤ، ځکه چې د یو غېر متشدد قام مشر ؤ، بله لار ئې نۀ لرله. باچا خان ته دواړه لارې خلاصې وې خو د هغۀ فطرت غېر متشدد ؤ او کۀ څوک د خدائي خدمتګارو قسم (حلف) ولولي نو دا به ورته معلومهه شي چې دا د ژوند د هر اړخ احاطه کوي. سیاست پۀ ډېرو اړخونو کښې یو اړخ دے.

بابا ما ته وئيل، ‘کوهستانیه! زۀ سیاستمدار نۀ وم، زۀ خو مصلح وم او انګرېز د یو اصلاح شوي او منظم پښتون نه وېرېدل. نو پۀ وهلو وهلو ئې زۀ پۀ دې مجبور کړم چې د خپل قام او ملګرو بچ کولو د پاره یوې سیاسي ډلې سره ملګرے شم. مسلم لیګیان د انګرېز بړیسي وو، مونږه ئې نۀ قبلولو نو مونږ د کانګرس سره ملګري شو.’

زما پۀ دې سوال چې تاسو پۀ عدم تشدد کښې څۀ د قام د پاره لیدل؟ هغۀ ووې، ‘ما د پښتون قام د مرض علاج پۀ عدم تشدد کښې لیدلو. زمونږ جغرافیې مونږ پۀ قبیلو کښې تقسیم کړي یو. زمونږ متشدد فطرت مونږ پۀ انفرادیت کښې تقسیم کړي یو. کۀ مونږ د انفرادیت او قبائیلیت نه راووتو نو قام به شو ـــ بیا زمونږ مخه څوک نۀ شي نیوې.’

زما پوخ یقین دے چې عدم تشدد باچا خان د پښتنو تر منځه د قام کېدو د پاره دارو ګڼل. بیا ئې راته وئیل، ‘یو جنګ راته وښایه چې د یوې معاملې د حل باعث شوے دے؟’

کۀ بعضې وروڼه دا استدلال لري چې عدم تشدد مونږ له نۀ ازادي راکړې او نۀ ئې د ښې ورځې خاوندان کړو، اپوټه ئې د اسلام اباد غلامان کړو. نو دې ته زۀ د زاویه نظر او تجزیې غلطي وایم. نقطه نظر یو عالمانه فکر دے. زاویه نظر یوه مشاهداتي مفکوره ده. عدم تشدد هند، پاکستان، برما، سري لنکا له پۀ ازادۍ ورکولو کامیاب شو. کۀ مونږ د دې خاورې مالکان نۀ شو او د پېرنګي د بدنیتۍ ښکار شو نو اٰیا مونږ د ملکیت دعوې نه دستبردار شوي یو؟ د ملک د ائین او اساسي قانون د بالادستۍ د پاره جنګ او د اتلسم ائیني ترمیم مخې ته راوړل او د دې حفاظت د پاره تر هره حده د تللو اعلان نۀ ثابتوي چې مونږ د خپلې خاورې د ملکیت نه دستبردار کېږو نۀ.

څوک چې د عدم تشدد د مبارزې پۀ روح او معنٰي نۀ پوهېږي او چغې وهي چې مونږ د مخوکو، پنجو او غاښونو نه خلاص کړل نو مونږ نۀ د باتور نه مخوکې او پنجې وباسو او نۀ د زمري نه پنجې او غاښونه وباسل غواړو، خو چې خپل معروض ته ګورو نو باتورانو پۀ خپلو راخستې ده. د شېخانو پۀ غوښه عادت شوي دي، د خپل قام غوښې خوري ځکه خو د چڼچڼې د پېغور شوي دي.

یو حېوان د خپل نوع حېوان نۀ وژني او نۀ خوري، سېوا د انسان نه ـــ انسانیت د حېوانیت د لاسه در پۀ در خاورې پۀ سر دے. مخکښې کۀ افغانستان یو پسمانده ملک ؤ نو اوس د تشدد د لاسه یو کهنډر دے. منځنۍ پښتونخوا یو بازارګے او دا پښتونخوا د مغلو یو کهنډر،

چې د مغلو پۀ کهنډر کښې اوسي

پښتنې څنګه به خوشحال پېدا کړي؟

لوے حقیقت دا دے چې دا پنجابي شېخان مو پۀ خپلو پښتنو ‘بازانو’ وهي. سترګې ئې ورله لکه د باز تړلې دي او پۀ پنجو کښې ئې ورله د غوښې پوټے ورکړے دے او دے د خپل پښتون غوښه مالک شېخ (چودهري) ته راوړي. د ‘سورو’ سره جنګ نۀ شي کېدے او نۀ ئې پۀ مزاحمت مخه نیوې شي خو خپل سر به بچ کوې. کاڼي له سر راچول بې عقلي ده او د کاڼي نه سر بچ کول ذهانت او عقل مندي ګڼلې شي. چې قام کښې د غلامۍ احساس نۀ وي، دا احساس نۀ لري چې مونږ د خپل کور کرایه ولې ورکو؟ زمونږ ‘سبا’ ولې نشته؟ نو یو جذباتي اقدام ‘قامي خودکشي’ ده. کۀ صوفي محمد کړې ده او کۀ مترقي ئې کوي او کۀ یو قام پرست دا خوب ویني؛ خو بې د قامي خودکشۍ نه بل نوم نۀ شې ورکولے.

مونږ له ډېر کار کول دي. مونږ له قوم جوړول دي، بیا د محکومۍ او غلامۍ احساس ورکول دي، بیا به چرته د نوي باب ابتداء کېږي.

زۀ اقرار کوم چې ما چې کله د تشدد لاره خپله کړې وه او یوه خبره مې د چړ سر ته راویستې ده نو ما د دوو کسانو نه زیات ملګري نۀ دي پېدا کړي ـــ یو وفات شوے دے، یو اوس هم ژوندے دے.

مزاحمتي سیاست مونږ تل کړے دے او کوو، خو د ‘سورو’ او د ‘خلائي مخلوق’ خلاف به مظاهره چرته کوې؟ تېرو څو کالو نه د مزاحمتي دار لږ پڅ ضرور ښکاري خو د معروض تقاضې هم بدلې دي ـــ سیاسي ورکر چې معروضي نۀ وي نو بیا د لېوني خوب دے.

مونږ ته د ډرائنګ روم د انقلابي بحث نه راوتل پکار دي او د خپل قام او د دښمن یوه علمي جائزه اخستل دي. د قدم خبره وروستو ده. د انسان سره یو سر دے او بل عزت ـــ سر مات ښۀ دے خو چې عزت لاړ نۀ شي. زمونږ سر او عزت دواړو ته خطر دے خو قام کښې دا احساس څومره دے؟

دا خبره پۀ نظر کښې ساتل ضروري دي چې پښتانۀ پۀ یوه صدۍ کښې نۀ بلکې پۀ صدیو کښې اوسي. هغه کسان به د شمېر وي چې پۀ چا د شلمې او یویشتمې صدۍ بوي لګېدلے وي. یو سیاسي ورکر ته دا ډېره ګرانه شي چې سیاست خو دې د یویشتمې صدۍ کوي او پۀ ملا ئې بوجهـ د اوولسمې اتلسمې صدۍ د ذهنونو وي.

پۀ حېث د قام ززمونږ د افغانانو پۀ ویستو پۀ پنجاب کښې پۀ پښتنو پسې د حکومت لوړ راخستل، لنډي کوتل ته د پنجاب د فوج تلل او زمونږ د قام سکوت د زړۀ د ډوبېدو خبره وه ـــ د پښتو متل دے ‘سخے د موږي پۀ زور ټوپ وهي’، نو کۀ دا حالت وي نو څنګه د یو مضبوط تېرۀ مزاحمت توقع کېدې شي؟

زمونږ پۀ صفونو کښې ډېر میر جعفران دي خو همت بائیلل نۀ دي، قام کښې کار کول دي. یو فلاسفر وائي،

‘ما پۀ زرګونو غلامان ازاد کړل، پۀ لکهونو نور به مې ازاد کړے وے خو کۀ هغو ته پته وه چې هغه غلامان دي.’

دا اصلي ټکے دے.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …