23 اپرېل 1930
داسې توې کړې هېڅ چا نۀ دي د چرګانو وينې
لکه توې کړې دي انګرېز د مظلومانو وينې
ځکه ليکلے دے سن تيس اپرېل هر چا پۀ وينو
چې پۀ دې ورځ باندې ويړيا وې د خوارانو وينې
د نوموړي خدائي خدمتګار عبدالمالک فدا دا شعرونه يوې اهمې پېښې ته پاملرنه کوي چې د پېښور پۀ قصه خوانۍ بازار کښې پۀ درې ويشتم اپرېل کال 1930 کښې شوې ده او پۀ کښې خواوشا دوه نيم سوو نه زيات کسان شهيدان شوي وو. د دې خونړۍ پېښې ذکر نۀ خو زمونږ پۀ درسي کتابونو کښې شته او نۀ ډېر تاريخ ليکونکي اوعالمان ددې نه خبر دي. د بده مرغه د هندوستان د ازادۍ د تحريک ذکر کوونکو هم د دې ذکر ډېر سر سري انداز سره کړے دے. د خوارانو او ملنګانو وينې د ازادۍ پۀ بدل کښې توې شوې دي خو د نورو قامونو پۀ شان ئې مناسب ځاے نۀ دے نيولے.کۀ چرې چا ئې چرته د څۀ لږ ډېر ذکر کولو کوشش هم کړے دے نو هلته ئې د ځينو خلقو داسې خبرې اورېدلې دي چې دا خلق خو ټول خدائي خدمتګار نۀ وو نو بيا پرې ولې قام پرست خپل برېتونه تاوهي؟
نن چې بيا د اپرېل مياشت راغله نو د هغه ټولو شهيدانو څهرې چې مې ليدلې خو نۀ دي خو د خيالاتو پۀ رڼا ئې وينم، راته وړاندې وړاندې کېږي او رانه پۀ ډکه خولۀ ګيله کوي چې مونږ خو ستاسو د ښۀ سبا د پاره خپل ځانونه قربان کړل؛ بيا ولې درباندې دومره حق هم نۀ لرو چې ستاسو پۀ يادونو کښې راشو؟ غواړم چې پۀ څۀ طريقه د دې شهيدانو حق ادا کړم. ډېر زيات تفصيلات دلته ورکول خو راته ګران ښکاري، بل ځاے به ئې پۀ تفصيل ورکړم خو دلته د ضرورت مطابق به ضروري تفصيلات ورکول غوره وي. دا هم واضحه کول غواړم چې دا خلق څوک وو؟ ولې دلته راغونډ شوي وو او د چا پۀ وېنا پۀ ګڼ شمېر کښې ئې پۀ دې پروګرامونوکښې ګډون کولو؟ پۀ دوي اعتراضات څۀ دي او د هغې اعتراضونو حقيقت څۀ ؤ؟
ګاندهي جي پۀ دولسم مارچ کال 1930 د سول نافرمانۍ د شروع کېدو اعلان وکړو او د مالګې د قانون د ماتېدو اراده ئې وکړه. د مرکزي تنظيم د طرف نه صوبائي کانګرس تنظيمونو ته هم ووئيلے شو چې هغوي دې خپلو ځايونو کښې د مالګې قانون مات کړي. دا د کانګرس لۀ خوا د سول نافرمانۍ وړومبۍ پوړۍ وه. پۀ پېښور کښې هم د صوبائي تنظيم غړي راغونډ شو. د پبو نۀ ئې ښوره خاوره راوړه او د حکومت پۀ ضد ئې ترې نه مالګه جوړه کړه. دا يو څو کسان وو. صوبائې حکومت پرې سترګې پټې کړې، ځکه دوي امن امان تۀ هېڅ قسم خطره نۀ شو جوړېدے. د کانګرس غړو دا فېصله وکړه چې د بل قدم پورته کېدو نه وړاندې دوي ځان ته ملګري وګوري. پۀ درې ويشتم اپرېل به دوي د شرابو پۀ دکانونو پکټنګ کولو. دوي فېصله وکړه چې باچا خان ته خواست وکړي چې هغه ورسره د پېرنګي پۀ ضد ملاتړ شي. پۀ اتمانزو کښې د خدائي خدمتګارو کليزه غونډه کېدونکې وه. دوي هم پۀ هغې کښې ګډون وکړو. باچا خان ته ئې خواست وکړو چې پۀ سول نافرمانۍ کښې د دوي سره کومک وکړي. باچا خان ورسره لوظ وکړو چې هغه او خدائي خدمتګار به ورسره پۀ دې تحريک کښې پوره برخه اخلي.
د هغه “دانشورانو” او لېکوالو پۀ خدمت کښې دا عرض کول غواړم څوک چې هېڅ بې هېڅه او بې ځايه پۀ باچا خان اعتراضونه کوي چې دوي پۀ کښې هېڅ برخه نۀ ده اخستې. د هغه وخت سټي مجسټرېټ اولف کيرو چې وروستو بيا د دې صوبې ګورنر هم شو، خپلو ياداشتونو کښې ذکر کوي چې اول خو مونږ د څو کسانو کانګرسيانو پۀ سول نافرمانۍ څۀ غوږ نۀ ګرولو خو چې کله سي اٰئي ډي واله خبر راکړو چې باچا خان او خدائي خدمتګار به هم د کانګرس د درې ويشتم اپرېل پۀ سول نافرمانۍ کښې شرکت کوي نو فېصله مو وکړه چې د شپې شپې د پېښور او خواوشا ټول نوموړي خدائي خدمتګاران ونېولے شي. ګرفتارۍ وشوې او د کانګرس غړي او ډېر خدائي خدمتګار ونيولے شو. ځينې کسان د شپې د ګرفتارۍ نه بچ شو. دوي فېصله وکړه چې دوي به د ورځې ګرفتارۍ ورکوي. دوي د کانګرس د چوک يادګار د دفتر نه پياده روان شو، چې د کابلۍ تهاڼې چې د قصه خوانۍ پۀ بل سر کښې واقع وه، کښې ګرفتارۍ ورکړي. پۀ لاره ورسره ډېر خلق ملګري شول. تهاڼې ته چې رارسېدل نو شمېر ئې د زرو نه سېوا ؤ. پېرنګي پوليس کپتان او نورو افسرانو چې پۀ کابلۍ تهاڼه کښې موجود وو، هغوي چې پۀ دومره ګڼ شمېر کښې کسان وليدل نو وېره پرې راغله. چهاوڼۍ تۀ ئې فوراً خبر واستولو چې راشئ او مونږ بچ کړئ. د هغې ځاے نه د فوځ د اوسپنې ګاډي (اٰرمډ کارونه) پۀ ډېره تېزۍ سره راغلل او ډېر ګڼ شمېر کسان ئې د پايو لاندې چخڼي کړل. پېرنګې فوځ پۀ خلقو بې واره ډزې شروع کړې. پاو کم يوولس بجې ډزې شروع شوې او تر درې نېمو بجو پورې هغوي ناترسه بې واره ډزې وکړې. دوه نيم سوه کسان ووژلے شو او د ژوبلو کسانو شمېر هډو حساب نۀ ؤ.
باچا خان او نور مشران جلسې کښې شموليت د پاره راروان وو. دوي نحقې تهاڼې سره ونيولے شو او فوراً ګجرات جېل ته واستولے شو . دلته پۀ صوبه کښې د پېرنګي د ظلم او ستم نمر درې نيزې راښکته کړو. کوم هغه زور زياتے او ظلم دے چې پۀ پښتنو پېرنګي ونۀ کړو. پۀ زرګونو بنديوان، زنانه بې عزته او بې شمېره ووژلے شو. ولاړ فصلونه ئې ورته وسېزل او د غلې پۀ ګودامونو کښې ئې د خاورې تېل واچول چې غله د خوراک نه وباسي. پۀ قسم قسم طريقو ئې پښتانۀ تر پوزې راوستل. پېرنګي غوښتل چې پۀ خدائي خدمتګارو د بالشويکو د ملګرتيا تور ولګوي. د حالاتو نه مجبوره پښتانۀ ځان ته د ملګرو پۀ تالاش شو. د هندوستان نوموړي مسلمان ليډارن او مشران ئې د حالاتو خبردار کړل او د مرستې خواست ئې ترې نه وکړو خو هغوي خو د پېرنګي مرستيال وو نو څنګه به د دوي پۀ کومک رضا شوي وو؟ ميا فضل حسېن چې د پنجاب د مسلمانانو رهنما ؤ، خو ورسره ورسره د وائسراے ايګزيکټيو کونسل غړے هم ؤ. هغۀ ورته صفا ووئيل چې مونږ د پېرنګي مراعات يافته خلق يو، د هغوي پۀ ضد تاسو سره څنګه ملګرتيا کولې شو؟ د وخت مصلحت دا ؤ چې دوي ځان ته نور څوک ملګري وګوري. کانګرس تۀ ئې خواست وکړو، هغوي خو د پېرنګي سره پۀ ډغره وو، داسې ملګري ئې د خداے نه غوښتل؛ فوراً ئې د ملګرتيا د پاره لاس ور وړاندې کړو. دا ملګرتيا ډېره پخه وه او د هندوستان د تقسيم (اګست، 1947) پورې ډېره ښه وچلېده.
د هندوستان د ازادۍ جنګ کښې د خدائي خدمتګارو قربانۍ لکه د نمر پۀ ګوته نۀ پټيږې. کم علمه او ناپوهه خلق دا پوښتنې کوي چې باچا خان او خدائي خدمتګارو څۀ کړې دي؟
عبدالمالک فدا وائي،
هغه ملک هېڅ کله د غېرو غلام شوے نۀ دے
پۀ کوم وطن چې دي توې شوې د ځوانانو وينې
چې اودۀ قام ئې رابېدار کړو د غفلت لۀ خوبه
پۀ دې شيندلې دي خدائي خدمتګاراونو وينې
د خدائي خدمتګارو او باچا خان کومه کومه قرباني او خدمت به يادوم؟ دوي د خپل قام د پاره د ووټ حق اخستے دے، د تعليم د پاره ئې هلې ځلې کړې دي، د پښتون د حقونو سره سره د پښتنو او پښتو د پرمختګ خبرې ئې کړې دي. دا هم د دوي د قربانیو برکت دے چې پېرنګي د هندوستان د پرېښودو فېصله وکړه او وطن ازاد شو.
د بده مرغه د اوسني رياست پاکستان پۀ بيانيه کښې د خدائي خدمتګارو او باچا خان ذکر نشته، ځکه چې هغوي ښه پۀ نره د تقسيم هند مخالفت کړے دے. کله هم چې د دې خطې (وطن) تاريخ پۀ صحيح توګه ليکلے کېږي او د پښتنو د قربانیو ذکر کېږي نو د ازادۍ د تحريک د سر خېلو خدائي خدمتګارو او باچا خان ذکر به د ټولو نۀ اول وي.
څلوېښتو کالو نه زيات وشو چې پښتانۀ ترهګرۍ ته ورمخامخ دي خو د باچاخان د عدم تشدد فلسفه ده او تر ننه پورې پۀ هغې دا خلق پوره پوره عمل کوي او چرته يو مثال هم داسې نشته چې دوي د تشدد جواب پۀ تشدد ورکړے وي. دا هم د باچا خان د امن فلسفه ده چې دوي خپله کړې ده او سره د دې چې هر څوک وسله لري او پۀ ځان ساتنۀ هم ښۀ پوحيږي خو بيا هم مرګ او ژوبله ئې قبوله ده او سره د دې چې توان هم لرې خو ټوپک په لاس کښې نۀ راخلي . دا هم د باچاخان د تربيت نتيجه ده چې ډيرې خونړۍ پيښې پرې راغلې دي خو دوي د صبر او همت نۀ کار اخستے دے او هر څۀ ته په روڼ تندي ورمخامخ شوي دي. خپلو بچو ته او پۀ دي وطن کښې هر اوسېدونکې ته پۀ لاس کښې قلم ورکول غواړي اود قلم او علم پۀ ذريعه د انسانيت خدمت کول غواړي.