پښتون مجله – اېمل ولي خان ډائرېکټر، باچا خان ټرسټ

دا ډېره د خوشحالۍ او فخر خبره ده چې ‘پښتون’ پۀ خدائي خدمتګارو خصوصي نمبر وباسي.

خدائي خدمتګار تحریک زمونږ د قامي تاریخ هغه ځلنده پاڼه ده چې دې دانه وانه او ځان نه ورک قام ته ئې خپل شناخت هم وښودلو، د اولس د خدمت لاره ئې هم ورته زوته کړه او د عدم تشدد بیانیه ئې هم ورکړه – د پېرنګي سامراج خلاف د ازادۍ مبارزه چې پۀ کوم spirit سره خدائي خدمتګارو شروع کړې وه او بیا پرې هر ازمائش او کړاو ته د عدم تشدد د نۀ ماتېدونکې عقیده سره روان وو، د هغې مثال شاید کۀ د تحریکونو تاریخ کښې مونږ ووینو.

د پښتون قام پۀ حقله چې پېرنګيانو کومه خاکه دنیا ته وړاندې کړې وه او د دوي کوم وائلنټ، جنګیالے او جاهل تصویر ئې دنیا ته ښودلو، خدائي خدمتګارانو هغه بیانیه غلطه ثابته کړه. خدائي خدمتګارو د فخرِ افغان بابا پۀ مشرۍ او رهبرۍ کښې دنیا باندې دا حقیقت ومنلو چې د قبائلي نفسیاتو لرونکے، د غلامۍ پۀ زنځیرونو کښې بند پۀ بند راګېر قام د علم، زغم او همت پۀ زور د یو داسې طاقت سره وجنګېدو چې پۀ سلطنت کښې ئې نمر نۀ ډوبېدو. زۀ چې اوس هم کله د خدائي خدمتګارانو د سختیو نه د ډک ژوند داستانونه لولم یا چا نه اورم نو هم مې زړۀ دړدېږي او هم مې سر د فخر نه اوچتېږي.

زمونږ د نن سیاست او د عوامي نېشنل پارټۍ بیانیه د دغه قامي تحریک تسلسل دے. عدم تشدد، جمهوریت پسندي، روښان فکري، مساوات، برداشت او د قام پرستۍ نظریه زمونږ د پارټۍ د سیاست بنیادي اجزاء او مقاصد دي. مونږ کۀ د صوبائي خود مختارۍ خبره کوو، مونږ کۀ د اتلسم ائیني ترمیم د ختمولو پۀ ضد د مزاحمت خبره کوو، مونږ کۀ د نوو ضلعو )پخوانۍ فاټا( عملاً پښتونخوا سره د ادغام مطالبه کوو او کۀ مونږ د دې ریاست واکدارانو ته پۀ نېشنل اېکشن پلان د عمل کولو او خپلو ګاونډي ملکونو سره پۀ راستۍ د امن او ورورولۍ د تعلق د قائمولو موقف لرو نو د دې ټولو خبرو پۀ شا هم د دغه قامي تحریک د سلو کالو جدوجهد پروت دے.

باچا خان مرکز کښې د ‘خدائي خدمتګار لرغنتون )میوزیم(‘ د پرانستلو فېصله هم پۀ دې نیت شوې ده چې مونږ د خپلو جرړو سره خپلې رشتې پۀ هر صورت کښې محفوظې کړو. دې لړ کښې د باچا خان ټرسټ لۀ خوا جوړه شوې کمېټي دې هم دغسې خپل کوششونه جاري وساتي او کۀ کوم ځاے کښې هم زما ضرورت پېښېږي نو زۀ به د ټرسټ د ډائرېکټر نۀ بلکې د دغه کمېټۍ د یو عام ممبر پۀ شان حاضر یم او د خپلې برخې کار به سر ته رسوم.

تل دې وي خدائي خدمتګاري

تل دې وي پښتونولي

تل دې وي عوامي نېشنل پارټي

اېمل ولي خان

ډائرېکټر، باچا خان ټرسټ

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …