حبیب الله کاکړ

زۀ نۀ پوهېږم چې پېل د مذهب او د مینې تر منځ لۀ رشتې څخه وکړم کۀ نه، تعصب او کرکه چې لۀ مذهب سره پۀ کوم ارتباط کښې پۀ لټرېچر کښې ځلېږي؟

پۀ 1950 خواوشا کښې چې ټولنیز اروا پوهانو د ټولنو د ستونزو پۀ اړه مذهب لوستلو نو د مذهب او نسلي تعصب تر منځ د ربط پۀ پلټنه کښې وو او کشاله هم دا ورته پېښه وه چې مذهب پۀ متن کښې مینه، انساني مساوات، انساني اقدار، برداشت او د صبر تلقین کوي – خو ټولنیز سائنسي تجرباتي تحقیقونه (Social Empirical Studies) د مذهب او تعصب تر منځ تعلق مثبت څرګندوي. مذهبي متن او مذهبي رویې دواړه پۀ پام کښې د لرلو لۀ کبله د مذهب او د تعصب تر منځ تعلق څۀ مبهم غوندژ وي؛ پۀ هم دې نو د دوي پېل د مذهب او د تعصب لۀ تعلق څخه کېدی چې د عقیدې، روحانیت او متن تر حده خو د مذهب او د مینې تر منځ ربط څرګند دی، ځکه نو لوست باید د عملي مذهب(lived religion) وشي چې پۀ ټولنه کښې څنګه عملي کېږي او څنګه تعصب ته زوکړه ورکوي.

خو زۀ چې اوس پۀ کوم حال کښې دغه پاراډکس[1] ته مخامخ یم، ما ته دغه مسئله لږه بېله ښکاري. هغه ځکه چې د دې دوو لسیزو پۀ لیک او لوست کښې چې مذهب لۀ سیاست سره د ترهګرۍ، عسکریت پسندۍ، انتها‌ پسندۍ او رجعت پسندۍ غوندې ډسکورسز کښې څنګه تر بحث لاندې دی، پۀ دې کښې د مذهب لۀ تعصب او کرکې سره تعلق نۀ بلکې د مذهب لۀ مینې او د برداشت سره اړیکې تر دوړو لاندې دي. دلته د مذهب او د تعصب تر منځ پر تعلق څۀ لیکل ښائي تکرار و ګڼل شي، د تحقیق سوال باید د مذهب او د مینې تر منځ د مبهم تعلق پۀ اړه وي او پېل هم باید لۀ دې نوې خبرې وشي. بلکې دا هم ممکنه ده چې لۀ سره څوک د مذهب د کرکې او مینې د سرچشمې پۀ حېث لۀ دې پېراډکس څخه انکار وکړي چې د مذهب یواځي لۀ کرکې سره تعلق کېدلی شي او دلته نور هېڅ قسم پېراډکس وجود نۀ لري.

د کرکې، تعصب، مینې او انساني مساوات مذهبي پېراډکس:

د مشال خان د پېښې د یو ټولنیز نفسیاتي څېړنې هڅه

Religious Paradox of Hatred, Prejudice, Love and Human Equality:

An Effort of Socio-Psychological Study of Mashal Khan’s Incident

د مشال خان د پېښې پۀ اړه چې زما مخ ته کومې لیکنېراغلې، پۀ دې کښې دغه دریځ پۀ هغو لیکنو کښې انتهائي څرګند غوندې ؤ، پۀ کومو لیکنو کښې چې د چاپېریال د ردعمل ډار نۀ محسوسېدو او یا هغه لیکنې چې پۀ یو ازاد چاپېریال کښې لیکلې کېدلې.

خو زما پۀ خیال، لۀ معذرت خواهانه مذهبي لیټرېچر (Apologetic Religious Literature) بغېر هم، دغه پېراډکس شتون لري. پۀ دې کښې کۀ څۀ هم شک نشته چې د وخت پۀ نوي ډسکورسز کښې چې مذهب پۀ لیک کښې لۀ کومو لفظونو، اصطلاحاتو او عکسونو سره تر بحث لاندې دی، د دې پېراډکس شکل به ئې ضرور بدل کړی وي. کرکه او تعصب به ئې د مذهب داسې غېر منفک جزء ثابت کړی وي چې نور به پر دغه تعلق لیکلو ته څۀ پاتې نۀ وي – خو د دې کرکې او تعصب پۀ ضد دریځ هم یواځې پۀ انساني عقل تکیه نۀ کوي بلکې دلته هم مذهبي جذبات یا ډېر واضح څرګندېږي او یا ئې دلیل د مذهب پر اوږو تکیه کوونکی لیدل کېږي. پۀ هم دا وجه مونږ اوس هم کولی شو چې د ارواپوهنې پۀ هغو نظریو(Theories) کښې د موجوده مذهبي نفسیاتو د څېړلو هڅه وکړو، کومې نظریې چې د دغه پېراډکس د حل د پاره تحقیق وزېږولې.

د مذهب او تعصب تر منځ د تعلق پلټنه اوږد تاریخ لري. پۀ 1946 کښې ګورډن الپرټ (Gordon Allport) پۀ نسلي تعصب کښې مذهبیان تر لږ مذهبیانو او تر غېر مذهبیانو زیات وموندل. کیرکپېټریک پۀ 1949 کښې مذهبیان تر غېر مذهبیانو لږ بشر دوست (Humanitarian) دریافت کړل. پۀ 1950 کښې اېډرنو فرنکل برنسویک (Adorno Frenkel Brunswik)، لیونسن (Levinson) او سېنفورډ (Sanford) څرګنده کړه چې نسلي مرکزیت (Ethnocentrism) اقتدار پسندي (Authoritarianism) پۀ هغو وګړو کښې زیات وي چې چرچ ته حاضرېدل د هغو وګړو پۀ نسبت چې چرچ ته نۀ تلل. (Michael, 167).

بروس هنسبرګر (Bruce Hunsberger) د باټسن (Batson)، شوینرېډ (Schoenrade) او وینټس (Ventis) د کتاب Religion and the Individual: A Social Psychological Perspective پۀ حواله سره لیکي چې پۀ 1960 او تر هغۀ وړاندې پۀ 23 سائنسي تحقیقونو کښې 19 تحقیقونو د مذهب او تعصب تر منځ تعلق مثبت څرګند کړی. درې تحقیقونو پۀ دې اړه واضح دریځ نۀ درلود او فقط یوه څېړنه داسې وه چې د مذهب او تعصب تر منځ د تعلق خبره ئې رده کړه (Hunsberger, 1995)پۀ دې کښې څۀ تحقیقونه داسي وو چې هغه وګړي ئې زیات تعصب لرونکي څرګند کړل کوم چې د چرچ فعال حاضرېدونکي وو د هغو پۀ نسبت چې چرچ ته یا خو نۀ تلل او یا کم تلل.

پۀ 1955کښي ټولنپوه جوزف فیچر (Joseph Fichter) د کېتهولک چرچ د ګډونوالو پۀ څېړنه کښې چرچ ته حاضرېدونکي پۀ څلورو برخو کښې تقسیم کړل: 1. نیوکلئېر (Nuclear) فعال حاضرېدونکي او وفادار عقیدت مند 2. موډل (Modal) اوسطاً حاضرېدونکي 3. مارجینل (Marginal) تر دې هم کم 4. ډورمېنټ (Dormant) هغه چې کېتهولک فرقه ئې پرېښې وي خو بل چرچ ئې لا د عقیدې پۀ حېث نۀ وي منلی. (Johnstone, 2016) د دې بحث پۀ رڼا کښې نوموړي د نیوکلئېر تعداد لس فیصد څرګند کړ او زیاتوي چې د مذهبیت دغه قسم لۀ تعصب څخه خلاص ؤ. نور قسمونه زیات متشدد او متعصب غوندي وو. (Michael, 167)

پۀ 1961 کښې جرهارډ لینسکي (Gerhard Lenski) د چرچ د غړو ګډون پۀ دوو برخو کښې وبېښی. یو هغه چې پۀ ټولنه کښې د یو مقام حاصلولو د پاره د چرچ برخه وو، څۀ ته چې لینسکي (Communal Involvement) وائي او بل هغه چې د عقیدې پۀ رڼا کښې د روحاني معنٰي پۀ لټون کښې وو چې نوموړی ئې پۀ (Associational Involvement) سره بلي. پۀ دې کښې اول قسم وګړي زیات د تعصب او تشدد رویه درلوده د دویم پۀ نسبت. (Michael, 167)

پۀ 1954کښي ګورډن الپرټ پۀ خپل شاهکار کتاب The Nature of Prejudice کښې یو پوره څپرکی د مذهب او تعصب پر تعلق لیکلی ؤ خو تر 1968 پورې تحقیقونو د مذهبیت او تعصب تر منځ متضاد غوندې لاس ته راوړنې څرګندي کړې. کله زیات مذهبیت د تعصب سبب برېښېدو او کله بیا زیات مذهبیت د صبر او مینې سبب. دې کشالې الپرټ ته د فکر یوه نوې لاره پرانستله کومه چې نوموړي د 1966 پۀ تحقیقي مقاله “Religious Context of Prejudice” او 1967 پۀ “Personal Religious Orientation and Prejudice” کښي بحث باندی وکړ. پۀ دې لیکنو کښې الپرټ یوه نوې نظریه د مذهب د اروا پوهنې پۀ اړه معرفي کړه چې پۀ اروا پوهنه کښې د داخلي مذهبیت (Intrinsic Religiosity) او خارجي مذهبیت (Extrinsic Religiosity) پۀ سرخط سره پېژندلې کېږي. (Allport, 1966)

لۀ داخلي مذهبیت څخه د الپرټ مقصد د یو وګړي د مذهبیت هغه اړخ دی چې دی د مذهب پۀ عملي کولو کښې پۀ ژوند کښې معنٰي پېدا کوي، نفس د مذهب پۀ رڼا کښې هر وخت پرتله کوي؛ لۀ مذهب سره ئې یو داخلي کېفیت، جذباتیت تړلی وي چې لۀ ځانه وتل د خدای پۀ لور تلل وي. دغه قسم مذهبیت د الپرټ پۀ خیال لۀ تعصب څخه لرې وي، انساني اقدار او انسانیت ته لۀ یو ډېر روحاني پلوه ګوري. بل اړخ ته لۀ خارجي مذهبیت څخه د الپرټ مقصد هغه قسم مذهبیت دی چې یو وګړی ورباندي پۀ ټولنه کښې یو مقام لټوي، مذهب د یو خاص مادي مقصد د پاره کاروي، خپل نفسیاتي اطمینان د خدای رضا ګڼي؛ یا د الپرټ پۀ لفظونو کښې ‘خدای ته ګرځېدۀ دي بغېر لۀ نفس څخه د راګرځېدلو’[2] – دغه قسم مذهبیت تعصب، کرکه او تشدد زېږوي. الپرټ زیاتوي چې کۀ یو داسي ماشوم ته مذهب ور وښودل شي چې نفسیاتي طور ځان محفوظ ګڼي، هېڅ قسم نفسیاتي ضرورتونه نۀ محسوسوي، پۀ ټولنه کښې د خپل ځان د حېثیت پۀ اړه مطمئن وي؛ دغه ماشوم به مذهب پۀ داخلي انداز عملي کوي او کۀ چري دا ماشوم ژور نفسیاتي ضرورتونه لري نو به ئې پۀ شخصیت کښې خارجي مذهبیت وده کوي. (Kahoe, 1985) الپرټ پۀ دې اند هم دی چې نفسیاتي ناروغیانې پۀ داخلي مذهبي شخص کښې تر خارجي مذهبي کمې وي.

د داخلي مذهبیت او خارجي مذهبیت د یو نظریاتي چوکاټ پۀ حېث منځ ته راتلو نه پس د الپرټ شاګردانو لکه وېلسن (W.C. Wilson) او جی اٰر فیجن (J.R. Feagin) پۀ تجرباتي څېړنه کښې د وګړو د مذهبي رویو معلومولو د پاره یو ترازو (Scale) جوړ کړ. وروسته الپرټ او ملګري میکائیل روز (Michael Ross) پۀ هغه کښې څۀ بدلون وکړ چې اوس پۀ ارواپوهنه کښې د الپرټ او روز د مذهبي موقعیت تلې (Allport & Ross Religious Orientation Scale) پۀ نامه سره بلل کېږي. پۀ داخلي مذهبیت او خارجي مذهبیت کۀ څۀ هم د ډېنیل باټسن (Daniel Batson) او د لېري ونټس (Larryy Ventis) د مذهبي پلټنې موقعیت (Religious Quest Orientation) نظریه او د اٰر ډبلیو ای (Right-Wing Authoritarianism) د ارواپوهانو لاس ته رواړنې نیوکې لري خو پۀ دې کښې شک نشته چې د مذهب ارواپوهنه دې پړاو ته د الپرټ د داخلي مذهبیت او خارجي مذهبیت پۀ رڼا کښې راغلې ده. هم دا وجه ده چې تر اوسه د ارواپوهنې پۀ څېړنو کښې مهم رول لوبوي.

اوس کۀ مونږ د مشال خان د قاتلانو مذهبیت د مذهب د ارواپوهنې پۀ رڼا کښې معلومول غواړو نو دلته خو د تجرباتي پلټنې ضرورت دی چې د الپرټ د تلې پۀ رڼا کښې یوه تله جوړه کړل شي او دا قاتلان ټول شخصي وپوښتل شي. بیا به مونږ د هغوي د مذهبیت پۀ اړه یوې نتیجې ته ورسو. هغه پۀ دې چې د الپرټ لۀ داخلي او خارجي مذهبیت څخه نیولې بیا د باټسن تر مذهبي لټون او د ‘ښي اړخیز اقتدار پسندۍ’ د اروا پوهنې ټول اپروچز شخصي رویې مطالعه کوي. نېغ پۀ نېغه خو مونږ لۀ دې نظریاتو څخه د ټولني د نفسیاتو اندازه نۀ شو لګولې.

خو البته، کۀ د مذهب د اروا پوهني د داخلي او خارجي مذهبیت دغه نظریه د بشر پوهنې پۀ رڼا کښې د انټونیو ګرامشي (Antoni Gramsci) د کلچرل هیجیموني (Cultural Hegemony) پۀ چوکاټ کښې د تعلیمي ادراو پۀ موجوده کلتور تطبیق کړلې شي، د ټولني د مذهبي نفسیاتو څۀ څرک ممکن دی چې ولیدل شي. د دې پرېکړي تعمیم کول خو ګران کار دی چې ریاست د مقامي کلتور د ارتقا‌ء انتها ده کۀ نۀ، خو دا حقیقت دی چې پاکستان د یو ریاست پۀ حېث چې د کومو فرقه وارانه شخړو لۀ کلتور څخه منځ ته راغلی، د دې شخړو مېدان یواځي دا نۀ چې پېښور او مردان نه وي، بلکې د موجوده پاکستان پۀ مقامي یو قامي کلتور کښې هم داسې رویې شتون نۀ درلود. لۀ دکن، حېدراباد، بهار، اتر پردېش او علیګړهـ څخه راټوکېدونکی فرقه وارانه سیاسي کلتور چې د دو قومي نظریې کوم مېټانېرېټیو ته زوکړه ورکړه، دا کۀ د یو نوي مذهبي ریاست پۀ زېږولو کښې لږ مؤثر پاتې شوی وي کۀ ډېر، خو د مقامي کلتورونو د مزاحمت پۀ ضد کښې ریاستي اویا کلنه پالیسي پاتې شوه.

ریاست د قانوني او انتظامي ادارو د سیاسي او اقتصادي ستراتېژیو د انساني دانش او چالاکیو تخلیق دی. ریاست روح نۀ لري. ریاست د شعور پۀ انتها‌‌ء کښې د رباني وجود د تجربه کولو نۀ ذوقي حس لري او نۀ یو وجداني کېفیت . مذهب د دې دو قومي نظریې د مېټانېرېټیو پۀ رڼا کښې د الپرټ د خارجي مذهبیت جوګه شو چې پۀ اول پړاو کښې ئې موخه د هندوانو پۀ ضد یو اقتصادي، سیاسي او ټولنیز مقام تر لاسه کول وو او پۀ دوېم پړاو کښې ئې لۀ مقامي کلتورونو څخه د راټوکېدونکي قامي مزاحمت دریځ ټیټول. د مقامي کلتورونو مزاحمتي عناصر د شل کولو پۀ نیت، د خارجي مذهبیت پالیسي د ادارو اویا کلن ریاستي کلتور پاتې شو. دا اویا کلن ریاستي نفسیات د مقامي کلتورونو پۀ ککړ کولو کښې تر دې حده کامیاب شو چې د کلتور پۀ سیکولر مادیت او سیکولر معنویت یقین لرونکي سیاسي لیډران هم چې اولس ته مخامخ کېږي، د مذهب د خارجي استعمال څخه بغېر داسې برېښي چې ډېر کله اولس نۀ شي قانع کولی. د مذهب د داسې قسم خارجي استعمال خو انتهائي عجب غوندې هغه وخت څرګندېدو چې د مشال لۀ مرګ څخه پس پۀ صوابۍ کښې مذهبي ګوندونه د مشال پۀ حق کښې وو او پۀ مردان کښې هم هغه مذهبي ګوندونه ئې پۀ ضد.

د مخالفې خولې بندولو ته د الپرټ خارجي مذهبیت د مذهب استعمال لۀ ریاستي نفسیاتو څخه د ریاستي ادارو پۀ ذریعه د ټولنې ګراس روټ ته را ننوت. د حېرانۍ خبره دا نۀ ده چې ‘اخر پۀ تعلیمي ادارو کښې داسې ولې کېږي؟’،بلکې دا خو به هم کېږي پۀ تعلیمي ادراو کښې – ځکه چې د ریاست د پالیسیو اثر خو هم د تعلیمي ادارو پۀ ذریعه مقامي کلتورونه ککړ کوي. هسې خو لۀ مقامي کلتورونو څخه چغې نۀ پورته کېږي چې‎،

تۀ کۀ سکول ته لاړې د تبلیغ او اېن جي او به یې
نور به زما نۀ یې، د پنجاب د ادارو به یې
پوځ به دې اقا وي، بند پۀ تورو زولنو به یې
ګل مې بچې! تا زۀ سکول ته نۀ بیایم

او یا دا چې:

مشاله ګرانه! پوهنتون څۀ دی
د جهل خونه د پاکستان دی

استاذ ئې چڼی د مودودي دی
نوم ئې پرې اېښی د ولي خان دی

اخذلیکونه:

Allport, G. W. (1966). The Religious Context of Prejudice. Journal for the Scientific Study of Religion , 447-457.

Hunsberger, B. (1995). Religion and Prejudice: The Role of Religious Fundamentalism, Quest, and Right-Wing Authoritarianism. Journal of Social Issues , 113-129.

Johnstone, R. L. (2016). Religion in Society: A Sociology of Religion. New York: Routledge.

Kahoe, R. D. (1985). The Development of Intrinsic and Extrinsic Religious Orientations. Journal for the Scientific Study of Religion , 408-412.

Michael, G. W. (167). Personal Religious Orientation and Prejudice. Journal of Personality and Social Psychology , 432-443.

  1. پېراډکس پۀ اردو کښې پۀ ‘معمه’ سره ژباړل کېږي. څۀ خلق ئې پۀ تضاد سره هم ژباړي چې غلط دی. پۀ عربۍ کښې د ‘مفارقه’ او ‘تناقض’ ټکي کله کله ورته استعمالېږي. پۀ پښتو کښې خو ما ته داسې خاص لفظ نۀ دی معلوم چې د پېراډکس د پاره پۀ کار راوستل شي. ښائي چې څوک ئې پۀ ‘کشاله’ سره د مقصد معنٰي واخلي.
  2. “In theological terms the extrinsic type turns to God, but without turning away from self.”

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …