افسانه Phantom Pain – همدرد یوسفزے

زۀ نۀ پوهېږم چې دا زۀ پۀ کوم غم واړېدم. ما ته ايله ايله ياد شي چې زۀ د شپږم کلاس طالب علم وم چې يو وار د خپل ترۀ ګل اغا سره د ښار هسپتال ته تلے ومه. دغه وخت ګل اغا ترۀ پۀ دغه روغتون کښې ډسپنسر ؤ. د سرجري وارډ ؤ. دغه غټ هال کښې بلها ډېر کټونه پراته وو. څۀ مريضان خاموشه وو خو د ځينې مريضانو د دردد شدته چغې وهلې. ما ته مې کاکا وې،

“دغه مخامخ چې ولاړ دے، دغه ډاکټر صاحب اوس اوس د برطانيې نه راغلے دے؛ لا کم عمره دے خو غټ سرجن دے.”

ما پۀ وړمبي ځل سرجن صاحب وليدو. هغۀ شين لنډ شان قميص او شين پرتوګ اچولے ؤ، يو ماسک ئې غاړې ته ؤ. دغه ورځ شوه او دا چې زما د ژوند ارمان هم دغه ؤ چې زۀ دې سرجن شم. سره د دې چې ما ته بلها موده پس خبر شوے ؤ چې سرجري خو بلها ګران کار دے، غټ زړۀ غواړي، پۀ چاړۀ د سړي خېټه سپړدل هم ګپ خو نۀ دے. ولې نۀ پوهېږم چې د لونګې نيا دعا وه کۀ زما ارمان، چې اخر ما ته هم میډيکل کالج کښې داخله ملاو شوه. ما ته هغه ورځ هم ياده ده چې د اناټومي پۀ کلاس کښې چې پۀ اول ځل يو مړے مې داسې څيرې ويرې ولېدو او پروفېسر راته د هغۀ هډوکو کښې مسل ښودل شروع کړل نو زۀ بې هوشه شومه او بيا دغه ورځې نه پس زۀ چرته دایسېکشن هال ته نۀ وم تلے خو کله کله به د غېر حاضرۍ د وېرې لاړم او شا ته به ولاړ وم.

وختونه تېرېدل. وخت سره ورو ورو زما نه دغه کمزوري وتله او سره د دې چې ما د سرجن جوړېدو اراده اوس ترک کړې وه او دا مې وئیلي وو چې زۀ به چرته د سکن ډاکټر شم چې کار مې اسان وي؛ د اېمرجنسي د ډيوټۍ نه به هم خلاص يم خو کله کله به د ماشوموالي هغه ارمان بيا پۀ زړۀ کښې څرک ووهو او زما د سرجن جوړېدو اراده به لا پخه شوه. ما پۀ کتابونو کښې دا لوستي وو چې د سرجن د پاره مخامخ پۀ سرجري ټېبل پروت بس يو ناروغ وجود دے او د سرجن کار دغه ناروغه وجود جوړول دي؛ دې کښې به د مينې او وينې احساس دومره معنٰي نۀ لري ګنې نو زړۀ سواندۍ سره بيا شاید هغه کار هغه شان ونۀ شي لکه څنګه چې پکار وي.

ما بلها ډېر اپرېشنونه وکړل، زړۀ مې کلک شوے ؤ. انسانان د درد او تکليف نه خلاصول وو؛ ولې دا نن زۀ بيا څنګه هغه ماشوم شوم؟ زما زړۀ خولې له راغے. ما مې ملګري ډاکټر اصغر ته وئيل،

“تۀ د دغې ماشومې اپرېشن وکړه، بس! زما طبعيت بالکل خراب دے.”

دغه ماشومه خداے خبر ولې؟ ما به چې ورته کتل، خپله لور به راته مخې ته ودرېده. دا يو عجيبه اتفاق ؤ چې د دغې ماشومې نوم سدره ؤ او زما د لور نوم هم سدره – عمرونه ئې هم لږ ډېر فرق سره يو وو.

دغه ماشومه پرون د شمالي وزيرستان نه راوړې شوې وه چې د ښخ شوي ماين لۀ کبله ئې ښۍ پښه مکمل الوتې وه. زما بلها کوشش ؤ چې د دغې ماشومې پښه بچ شي خو ونۀ شوه او دا فېصله وشوه چې د مسلسل ګنګرين gangrene د زياتوالي لۀ کبله دې ته اړ يو چې پښه ئې د ځنګون نه لاندې کټ کړو. ايمپوټېشن عام طور د سرجري تر ټولو اسان کار وي خو چې زما پۀ ذهن کښې به دغه ماشومه راغله نو ما به محسوسوله لکه چې دا زما لور سدره ده. ما بيا ډاکټر اجمل ته معذرت وکړو خو نۀ پوهېږم ډاکټر اجمل ولې زۀ د دغه درد نه تېرولم. ما سوچ کوو چې ځمه، د هسپتال نه پۀ څۀ بهانه چهټي اخلم او لږ ارام به وکړم؛ چې واپس شم د دغې ماشومې اپرېشن به هم شوے وي او دا به د يوې پښې سره تر کوره رخصت شوې هم وي خو زړۀ مې دغې ته هم غاړه نۀ ايښوده.

ما ډاکټر جلال ته وې،

“بس سمه ده! د دغې ماشومې ژوند بچ کول اړين دي؛ تاسو فري اپ برابر کړئ نو زۀ درځم.

زۀ څۀ خبر وم چې د درد دغه کېفيت به ما لېونے کړي. د اپرېشن نه وړاندې چې مونږ د ماشومې د خپلوانو نه د هغې د پښې کټ کېدو اجازه اخسته او هغې له دستخط پکار ؤ نو زۀ د کاغذونو سره بهر د وارډ نه راووتلم. ما غږ وکړو،

“سدره وزير ماشومې سره څوک دي؟

يو اومه خولۀ هلک چې ايله به د څوارلسو کالو ؤ، مخې ته شو،

“زۀ يم” – او ما وې چې لکه زۀ به اوس لېونے شم. د يوې خور نه پښه پرې کوم او يو ورور نه دستخط اخلم!!! دا شاید بيا هم دومره ګران نۀ وے خو زۀ به اوس د يو ماشوم نه پښه پرې کوم او د بل ماشوم نه اجازه اخلم – د يو ماشوم نه پښه لرې کوم او بل ماشوم نه دستخط اخلم!!! ما ورته ووې،

“بچيه! تۀ خبر یې ستا خور سخته ژوبل ده، مونږ اپرېشن کوو؟ دغه اپرېشن کښې کېدے شي د هغې د ژوند بچ کولو د پاره د هغې پښه پرې کړو؟”

ماشوم نه لکه چې ساه وتې وي، هغۀ خپل پکول د سر نه لرې کړو او پورته کتل ئې شروع کړل؛ شونډې ئې کلکې کړې، لکه چې يوه تېره کريکه وهل غواړي او د ډېر ضبط باجود هم ئې د سترګو نه رڼې اوښکې روانې شوې. بيا ئې پۀ غرېو نيولي غږ ووې،

“کۀ زما پلار سره خبره وکړې نو ښه به وي.”

زما ساه لږه پۀ وار شوه. ما وې ځه ښه ده پلار به ئې حوصلې واله وي؛ خو زما د حېرت انتها هغه وخت نوره زياته شوه چې هغۀ اوښکې پاکې کړې او وې وئیل،

“پلار مې سعودي کښې دے، کۀ تۀ ورسره پۀ فون خبرې وکړې!”

ما وې ښه سمه ده، ما ته نمبر راکړه او هغۀ زر د پلار نمبر ملاو کړو. ما ئې پلار ته ووې،

زۀ ډاکټر عزيز خبرې کوم ،ستا لور د ښخ شوي ماين پۀ حادثې کښې ژوبل ده، د هغې اپرېشن دے او مونږ کوشش کوو د هغې ژوند بچ کړو خو دغه دوران کښې کۀ د هغې پښه بچ پاتې نۀ شي نو تاسو اجازت کوئ؟

او د بلې غاړې نه پۀ فون د سلګیو او هټکو يو اواز زما زړۀ داغ داغ کړو – ما وې چې څۀ وکړم؟ ما ته بيا خپله لور سدره مخې مخې ته شوه. کاکا چې پۀ ساه شو نو راته ئې ووې،

“ډاکټر صاحب! چې د دغه ماين سره هم هلته مړه وه نو ښه به وه – څۀ وکړو بدبخته يو! دغه ماشومه به ګوډه څنګه وينم؟

او بيا پۀ چغو شو. ما وې،

“ورور مې! حوصله کوه! ژوند مهم دے، ژوند ښکلے دے”

او ما پۀ ژوند کښۍ پۀ اول ځل محسوسوله چې زۀ هسې بکواس کوم؛ نۀ ژوند مهم دے او نۀ ښکلے دے.

هغه حوصله شو، وې تاسو چې څۀ وکړل بس هم هغه سم دي.

دا اول ځل ؤ چې ما پۀ دغه کاغذ صرف دومره وليکل چې د مريض پلار لۀ کوره لرې دے او هغۀ سره رابطه ممکن نۀ ده. زۀ تر ننه نۀ يم پوهه چې ما د سدره د پلار اجازه ولې هلته پۀ ليک کښې نۀ رواسته. دغه وخت زۀ شاید د سرجن پۀ ځاے پلار شوے وم او ما ته داسې محسوسېده لکه چې زۀ د خپلې لور د پاره دستخط کوم.

اپرېشن وشو. مونږ د سدره د ځنګون نه لاندې ژوبل پښه لرې کړه. د سدره ژوند بچ شو.

د اپرېشن پۀ درېمه ورځ چې ما سهار راونډ کوو نو سدره پۀ کټ هم هغسې پرته وه. معصوم مخ ته به ما سم نۀ شو کتے. ما به کوشش کوو چې زۀ زر زر دغه بِډ نه تېر شم. زۀ لږ پښه نيولے شوم. ما وې،

“سدره څنګه ده؟

هغه مسکۍ شوه،

“زۀ خو اوس جوړه يمه او دغه نرسه ما له چهټي نۀ راکوي – هر سهار ماښام راکښې ستنې ټومبي.

د شپږو کلنې ماشومې معصوميت، خدايه!

ما وپوښتله،

بچيه! درد خو نشته؟

وې وئیل،

ډاکټر صاحب! ما ټوله شپه د درد نه خوب نۀ دے کړے، زما ښۍ پښه درد کوي؛ د ورځې ښه وي خو ټوله شپه درد کوي.”

ما وې، عجيبه ده! د دې ماشومې ښۍ پښه خو مونږ د ځنګون نه ښکته قطع کړې ده نو دا درد څنګه؟

ما ترې حېرانتیا سره تپوس وکړو،

“بچيه! کومه پښه؟”

“ښۍ پښه، هغه تا چې رانه پرې کړې ده؛ خو هغه اوس هم درد کوي.”

ما خپل ذهني اذیب وزغملو او ورته مې ووې،

“هو! دا phantom pain دے، ښۀ به شي.

هغې بيا پۀ معصوميت تپوس وکړو،

“ډاکټر صاحب! زما پښه خو نشته نو درد ولې کوي؟ زما نه خو دا ګوډۍ ښه ده )هغې د ټېبل نه ګوډۍ غېږې ته کړه( ګوره! دوړاه پښې ئې جوړې دي؛ او مور ابۍ وائي ګوډۍ کښې ساه نۀ وي؛ نو دې ته درد هم نۀ کېږي؟ ډاکټر کاکا! چې ما کښې هم ساه نۀ وه نو زما پرې شوې پښې به درد نۀ کوو؟”

زما سره څۀ ځواب نۀ ؤ – ما د درد دوا ورته پۀ فائل وليکله، هغې د ګوډۍ پښې او د خپل ځنګون نه لاندې قطع شوې پښې ته کتل او ځان سره ئې پټ پټ څۀ وئيل.

د دغې ماشومې درد تر ننه زما نه هېر نۀ شو. زۀ چې کله کله نن هم پیاده روان شم نو راته داسې محسوسېږي چې زما ښۍ پښه درد نۀ کوي، زما ښۍ پښې له يخني او ګرمي هم نۀ کېږي، لکه چې زما ښۍ پښه وي نۀ.

ښار کښې د نفسياتو لوے ماهر سره د علاج زما اتم کال دے. هغۀ ما ته ووئيل،

“ډاکټر صاحب! phantom pain خو وي خو تا ته داسې محسوسوي چې ستا هډو پښه نشته؟ داسې ناروغۍ خو زمونږ پۀ کتابونو کښې هډو شته دے هم نۀ.”

زۀ ورته وایم،

“ډاکټر صاحب! وليکه زما ناروغي دا ده ،phantom foot**.

هغۀ خپل سر پۀ دواړو لاسونو کښې کلک ونيو او زۀ سره د دواړو جوړو پښو پۀ ګوډه پښه د هغۀ د کلينک نه راووتم.

————————————————————-
Phantom Pain:

یو داسې نفسیاتي حالت وي چې کله د کوم ناروغ نه د وجود یو عضوه غړۍ لرې شي، قطع شي؛ خاص کر لاس يا پښه نو د قطع کېدو نه پس هم پۀ هغه قطع شوې پښې يا لاس کښې درد احساس کېږي.

**Phantom Foot:

‎داسې اصطلاع لا وجود نۀ لري. معنٰي ئې دا کېدې شی چې داسې احساس کول چې د یو تن پښه وي او هغه احساس کوي چې نشته.

دا د دغې افسانې د کردار سره د درد شريکۍ پۀ بنياد جوړه اصطلاح ده چې نن ټوله ورځ ما سره سره محترم سمیع الدين ارمان د يوې ماشومې پۀ تصوير لیدو محسوس کړې ده.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …