مولانا عنایت الله د طورو

د پېرنګيانو پۀ دور حکومت کښې پۀ پښتونخوا (صوبه سرحد) کښې د انتخاباتو سلسله شروع کېدونکې وه. باچاخان د صلاح او مشورې د پاره مردان ته تشريف راوړے ؤ. پۀ دغو شپو ورځو کښې بکټ ګنج بازار ته مخامخ دومېل ګنج کټېړه ډېره اباده وه. د کپړو د تجارت لوي لوي دکانونه او د صرافانو دکانونه پۀ کښې وو. باچاخان ته د ازادۍ سپاهيان جمع وو. د دې کټېړي يو دولت مند سکهـ چې امريک سنګهـ نوم ئې ؤ. د مشورې مجلس ته راغلو. ناظرينو ته به معلومه وي چې پۀ مشترک هندوستان کښې يو لوے سياسي جماعت ال انډيا نېشنل کانګرس د ازادۍ تحريک چلوو. د پښتونخوا د خدائي خدمتګار جماعت د باچاخان د سرپرستۍ لاندې کانګرس سره اشتراک عمل ؤ، امريک سنګهـ باچاخان ته يو خبر واورولو چې مرکزي کانګرس کمېټۍ الېکشن د پاره يو لوے بس او څۀ رقم رالېږلے دے چې خدائي خدمتګار پۀ اسانۍ د انتخاباتو مهم وچلوي. باچاخان فکر وکړو او خبره ئې شروع کړه چې مونږ پښتانۀ يو، زما دا خواهش دے چې د پښتنو لاسونه دې لکه د سوال کوونکو غوندې نۀ وي بلکې د پښتنو لاس دې د ورکوونکو غوندې وي. دې کښې شک نشته چې پښتانۀ غريبان دي او د پښتنو صوبه “پښتونخوا” پۀ دې وخت کښې غريبه ده، مونږ به پياده خپلو پښتنو وروڼو له ځو، د الېکشن مشورې به ورسره کوو؛ ووټ به غواړو، سړه ډوډۍ او يوه چکۍ دوه ګوړه او يا چڼې به پۀ جېب کښې ساتو او ګزاره به کوو. د ملک او قوم د ترقۍ او حفاظت خدمت به کوو، د موټر او لارۍ سواري خو د دولت خاوندان کوي.

راقم الحروف د باچاخان د سفر تحريک ازادۍ د يو رفيق ملاقات له تلے ؤ. دا رفيق د حضرت شېخ الهند مولانا محمود الحسن شاګرد رشيد او حضرت موصوف سره پۀ جزيره مالټا کښې نظربند هم پاتې شوے ؤ. روړکي ضلع سهارنپور کښې يوه ورکوټې ښاريه وه. د تقسيم هند نه پس پاکستان معرض وجود ته راغلو او د برټش حکومت نه ازادي هم حاصله شوه،نو مولانا عزېر ګل صاحب موضح سخاکوټ سره نزدې يوې بانډه کښې سکونت اختيار کړو او دا بانډه د مولانا عزېر ګل صاحب جائيداد ؤ.

مولانا عزېر ګل صاحب سره معمولي غوندې واقفيت ؤ. زۀ چې دېوبند ته تلے وم، هلته مې ورسره ملاقات شوے ؤ. بزرګان عجيبه خلق وي. هر کله چې پۀ دې بانډه کښې ئې زۀ وليدم نو ميا صاحب لۀ ورايه زما سره مخاطب شو. وئيل ئې چې

باچا خان د میا عزېر ګل کاکاخېل

پۀ نظر کښې

“مولوي عنايت الله صاحب! هغسې “سرخپوش” يې کۀ بل څۀ شوے يې؟”

ما ورته عرض وکړو،

“هو صاحب! د خدائي خدمتګارانو پارټي مې خوښه ده”.

د پښتنو د معمول مطابق ئې ووئېل، چاے به مو طبيعت غواړي او کۀ شربت؟ ما ورته عرض وکړو چې صاحب! چاے به غواړم. د چايو نه پس ميا صاحب وفرمائيل چې جلدي به نۀ کوې، د روټۍ بندوبست هم شوے دے.

ميا صاحب ته مې عرض وکړو چې خان عبدالغفارخان (باچاخان) سره ستاسو واقفيت شته او کۀ شته نو د کوم وخت نه مو رابطه جوړه شوې ده؟

ميا صاحب مسکے شو، وې وئيل، باچاخان دېوبند ته راغلے ؤ او حضرت شېخ الهند (مولانا محمود الحسن) سره مېلمه شو، دواړو پۀ خپلو کښې خبرې کولې. پۀ هغه وخت کښې به د پېرنګيانو جاسوسانوپۀ مختلفو لباسونو کښې کار کولو. دغه وجه ده چې شېخ الهند به ډېر احتياط کولو ځکه چې صوبه سرحد ته به “سرزمين بې ائين” وئيلے شو.

حاجي صاحب ترنګزۍ هم حضرت شېخ الهند سره رابطه جوړه کړې وه نو د حضرت شېخ الهند د هندوستان د ازادولو پۀ غرض د جهاد کولو يو پروګرام ؤ. چونکې مونږ پښتانۀ وو، شېخ الهند مونږ درېو واړو ته حکم وکړو چې باجوړ، مهمند، اپريدو او غرئيزو علاقو کښې د جهاد جذبه پۀ جوش کښې راولئ. چنانچې مونږ د باجوړ وغېره علاقو کښې ډېر پۀ سرګرمۍ تبليغ شروع کړو.

مياصاحب (عزېر ګل کاکا خېل) وئېل چې مرکز زمونږ د اخراجاتو بندوبست کړے ؤ. پۀ يوه ورکوټې کتابچه کښې به مې اخراجات ليکل. د ياداشت پۀ کولو دغه ياداشت نه به في نفر خرچ هم معلومېدو. (ميا عزېر ګل ووئېل) باچا خان سره يوه کڅوړه وه، هغه به ئې د جېب نه بهر کړه، د خپلې برخې خرچ رقم به ئې ما ته حواله کولو. ما به ورته وئيل چې مونږ د يو تنظيم پۀ پروګرام راغلي يو او مرکز زمونږ د اخراجاتو بندوبست کړے دے نو رقم د خپلې حصې مۀ راکوه. باچاخان به جواب کولو،

“هو! خبره هم دغسې ده چې کومه تۀ کوې خو زما والد صاحب (بهرام خان) پۀ مونږ جائيداد تقسيم کړے دے چې زمونږ ګزاره پرې کېږي او تقريباً شپېتۀ جريبه زمکه زما بابا زما د حصې نه زياتي راکړې ده او دا ئې راته وئيلي چې تۀ لېونے غوندې يې، اما پۀ کما ګرځې نو دا زمکه ستا د حصې نه زياتي تا له درکوم چې تکليف درته نۀ وي نو د دې هغه رقم ما سره دے او چې نۀ وي يا زما سره رقم ختم شي نو بيا به د مرکز نه اخلم.

“باچاخان ته برټش حکومت څۀ نۀ دي پېش کړي لېکن دغه فولادي انسان دولت او جاګير ته هوس نۀ ؤ کړے.”

راقم الحروف ته معلومات حاصل شوي دي چې د پاکستان د حکومت يو سربراه يعني صدر ووئیل، باچاخان طلب کړئ او ورته ووايئ، زما خواهش دے چې ستا دواړه زامنو يعني عبدالغني خان او عبدالولي خان ته څۀ پوسټونه (چوکۍ) حواله کړم، ستا نه مشوره اخلم. باچاخان دغه سربراه ته ووئېل،

“پۀ مناسب تناسب پۀ دې دواړو زامنو تعليم ما کړے دے، ودونه مې ورله کړي دي او چې زما څۀ جائيداد دے، بحصه برابر مې ورکړے دے؛ پۀ ما ئې نور حق نۀ دے پاتې شوے. زما سره خبره زما د وطن او زما د قام وکړه چې څۀ ورکوې.”

وئيلے شي چې باچاخان خپلې صوبې “پښتونخوا” ته راغے نو د ګرفتارۍ حکم ورپسې راغے،ګرفتار شو. دا هغه قېدو بند ؤ چې صحت ئې خراب شو او بيا د علاج د پاره ډاکټرانو انګلېنډ ته ولېږلو.

 

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …