ايازالله ترکزے د فرورۍ د مياشتې پۀ دوېمه نېټه کال 1976 کښې د امان الله صاحب پۀ کور کښې سترګې غړولې دي. ابتدائي تعليم ئې د خپلې علاقې مېره کچوړۍ نه حاصل کړے دے. لسم جماعت ئې د چمکنو هائي سکول نه پاس کړے دے. موجوده وخت سره د پښتو اکېډمۍ پېښور يونيورسټۍ نه پۀ پښتو ادب کښې د اېم فل ډګري تر لاسه کولو کښې بوخت دے. د دوي د اېم فل مقالې عنوان ‘پښتو ادب کښې خاکه نګاري’ دے.
اوسه پورې دوي پښتو ژبې او ادب ته ډېر څۀ پۀ کتابي شکل کښې ورکړي دي چې ذکر ئې کول ضروري دي، يعني:
- د پښتو ژبې ناول نګار پروېز شېخ د فن او شخصيت يوه تحقيقي او تنقيدي جائزه
- کوچ مال
- ديوان فريد جان استاد
- تورمخونه
- جونګړه
- ګل سپرلے
- جامونه د زم زم
- د ډاکټر شېر زمان سيماب د فکر او فن هېنداره
- رحمان او انبياء کرام
- نقد و تنقيح
- تحقيقي مقاله څنګه ليکل کېږي؟
- غني نامې
ناچاپ اثار
- سعدالله جان برق: شخصيت فکر او فن
- پټ پټونے (افسانې)
‘غني نامې’ د ‘باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر’ باچا خان مرکز لۀ لوري د مارچ پۀ میاشت کښې چاپ شوے دے. پۀ دې کتاب کښې د هغه شخصياتو ذکر او تذکرې شوې دي د کومو شخصياتو ذکر چې غني خان پۀ خپلو شعرونو کښې کړے دے. د دې ليک خصوصيات پۀ خپل ځاے ډېر اهم او ګټور دي ځکه کۀ يو طرف ته لوستونکے د غني خان رنګين رنګين، نغمې نغمې کلام نه خوند او مزه اخلي نو بل طرف ته د هغه تذکرو نه علمي استفاده کوي کومې تذکرې چې اياز الله ډېر پۀ زړۀ پورې انداز پۀ دې ليک کښې ځاے کړې دي.
دې قسمه تذکرو د پاره اياز الله صاحب ډېر پۀ ښکلي انداز باب بندي کړې ده چې يو قسم له ئې سمندر پۀ کوزه کښې بند کړے دے. پۀ اول باب کښې دوي د غني خان د خپل خاندان ذکر کړے دے چې پۀ هغې کښې پۀ اول نمبر د باچاخان ذکر شوے دے. دغه رنګ د دې نه پس د بهرام بابا، روشن، ولي خان، ډاکټر خان صاحب، فریدون، بهرام، شانۍ، مشال نګينه، زرينه، او دغه رنګ پۀ دې وړومبي باب کښې د ګڼو نورو رشته دارو ذکر او تذکره شوې ده چې ورکښې ګڼ سياسي، ادبي او عام وګړي هم شامل دي چې لوستونکو له د غني خان د خاندان متعلق ګڼ معلومات ورکوي.
د دې ليک پۀ دوېم باب کښې د پښتنو حکمرانانو او سياسي شخصياتو تذکرې شوې دي چې زمونږ د پښتنو سياسي تاريخي او د مېړانې يو ښکلے او سپېځلے تصوير وړاندې کوي. د ليک پۀ دې حصه کښې د شېر شاه سوري، احمد شاه ابدالي، جمال الدين افغاني، اېمل خان او دغه رنګ د ګڼو ادبي شخصياتو ذکر شوے دے. د شېر شاه سوري د تذکرې پۀ باب کښې د غني خان دا شعرونه راوړے شوي دي:
د شېر شاه نيازبينه زويه!
تۀ ئې پروت تورو تيارو کښې
د غضب پۀ نيلي سور شو
د شېر شاه نمسے باتور
پۀ ادبي او سماجي شخصياتو کښې دا نومونه راوړل شوي دي: خوشحال خان خټک، رحمان بابا، قاضي عطاالله او قلندر مومند. دغه رنګ سماجي شخصياتو کښې غلام قادر، روهيله او سخي ارسلا خان شامل دي.
د دې کتاب درېم باب د انبياء کرام پۀ تذکرو مشتمل دے. د ليک پۀ دې حصه کښې د مختلف انبياء کرامو متعلق ډېرې زړۀ پورې خبرې شوې دي چې د دې ليک پۀ علمي پنګه کښې ئې زړۀ پورې اضافه کړې ده. د ليک پۀ دې حصه کښې د اووۀ پېغمبرانو ذکر شوے دے چې وړومبے نوم پۀ کښې د حضرت محمد صلي الله علېه وسلم دے. د انبياء کرام تذکرو د پاره ليکوال ډېر پۀ زړۀ ور انداز د Research Methodology پۀ لار تلے دے – یو طرف ته ئې د هغه کتابونو حوالې ورکړې دي چې د کومو کتابونو نه ليکوال اخذ کړے دے او بل طرف ئې د غني خان د کلام نه انتخاب شعرونه وړاندې کړي دي چې د ليک خوند او مزه ئې یو پۀ دوه کړې ده. دې سره سره د ليک پۀ دې حصه کښې د اهل بېت او اصحابو کرامو تذکرې، د اولياء او بزرګانو تذکرې؛ دغه رنګ د نورو مختلف مذهبونو اهم شخصياتو تذکرې هم شوې دي.
د دې ليک پۀ څلورم باب کښې د متفرق شخصياتو بحث او تذکرې شوې دي چې ډېر نامور شخصيات پکښې ځاے کړے شوي دي؛ يعني دارا، سکندر، چنګېز خان، فرعون، نپولين، محمود او اياز، تېمور، شاه جهان، قارون، نمرود، هلاکو خان، امان الله خان، بچه سقاو، هټلر، ګاندهي، هامان، محمد علي جناح، بقراط، سقراط افلاطون، لېنن، ارسطو، منصور، او دغه رنګ د ليک پۀ دې حصه کښې بېن الاقوامي شاعران، اديبان او هنرمندان هم ځاے کړے شوي دي. د ذکر شوو شخصياتو تذکرې ډېر پۀ زړۀ پورې انداز سره شوې دي. د لوستونکو مخې ته ډېر ګټور او نوي معلومات راځي او هم دا وجه ده چې پۀ دې ليک کښې د لوستونکو د پاره د يوې ډرامې يا افسانې غوندې سسپنس موجود دے. يقيناً اياز الله ترکزے صاحب پۀ داسې ليک کولو د داد او ستائنې وړ دے.
د دې ليک معيار ډېر اعلیٰ دے خو زما خپل نظر د دې ليک متعلق دا دے چې دې ليک کښې بعضې تذکرې ازادانه طور باندې شوې دي او بيا ازادې پرېښودې شوې دي. پکار دا وه چې دا ټولې تذکرې د غني خان کلام سره تړلې او پېوست شوې وې چې څنګه غني خان پۀ خپل کلام کښې د يو شخصيت ذکر کړے دے، هغۀ پۀ کوم تناظر کښې کړے دے او هغۀ ترې څۀ مقصد اخذ کول غواړي؛ پۀ دې تناظر کښې د غني خان د کلام تشريح او وضاحت کول ضروري وو او دغه وضاحت او تشريح د متعلقه شخصيت تذکرې سره تړل او پېوست کول لازم او ملزوم وو. باقي ټول ليک ډېر ښکلے دے، اياز الله صاحب نه زما بالکل دا قسمه توقع نۀ وه چې هغه دا قسمه ليک هم کولے شي ځکه چې ‘غني نامې’ نه ئې داسې يو امېل ساز کړے دے چې مونږ مجبور يو چې دې ليک ته داسې ووايو:
غني غني، نامې نامې – رنګین رنګين، نغمې نغمې