شهید بابا – نیازبین یوسفزے

پۀ درې ويشتم اپرېل 1930ز قيصه خوانۍ کښې د خونړۍ پېښې نه پس د ازادۍ ولوله د پښتنو زړونو کښې نوره هم پۀ غورځنګ شوه او د ازادۍ د رڼا مشالونه د پښتنو زړونو کښې بل شول. انګرېز چې د قيصه خوانۍ د قتل عام نه پس پۀ دې طمع ؤ چې پښتانۀ به ووېروي، دغه پارېدلو جذبو نور هم اوتر کړو او د تشدد لاره ئې خپله کړه.

د پېرنګې استعمار د ظلم او تشدد يوه واقعه د تاريخ پاڼو کښې د ټکر د جنګ پۀ نوم خوندي ده. دغه واقعه د سرکاري نصاب او د ازادۍ د جنګ سرکاري تاريخ کښې نشته خو ټکر کښې د هغې ورځ د شهيدانو يادګار او “پۀ ټکر جنګ دے” سندره د ازادۍ د پاره د هغوي د توې شوې وينې ژوندي او نۀ ورانېدونکي ثبوتونه دي.

بلها خلقو دا خبره کړې ده چې د پښتنو پۀ دې خاوره بلها پښتنو قربانۍ ورکړې دي خو بيا هم بلها خلق داسې شته چې د پښتنو دغه قربانۍ ورته نۀ ښکاري او پۀ دې وجه ورته نۀ ښکاري چې هغوي د پښتنو د دښمنانو نه چې څۀ اخلي او خوري ئې نو هغه ورته ښکاري. ځکه چې کۀ دوي پۀ دغه قربانو سترګې نۀ پټوي نو بيا ئې دلته دا هر څۀ د لاسو نه ځي، نو د دغه هر څۀ پۀ بدل کښې دوي د پښتنو د دغه قربانو نه ځان ناخبره ساتي خو بيا هم زمونږ پۀ دغه منځ کښې داسې ډېر خلق شته چې د دغه غېرو تالي څټو پۀ خبرو کښې نۀ راځي او د دغه بلها مشرانو قربانو ته ګوري، د هغو وينو ته ګوري چې د دې قام وطن د پاره هغه تېرو مشرانو توې کړې دي او پۀ دغه وينو ئې دا قام او دا وطن ودان ساتلے دے او د دغه مشرانو دغه وينه به پۀ ورځ د قيامت زمونږ نه تپوس کوي. نو زۀ هم د دې قام د دې وطن يو بچے يم او دا پۀ ځان حق ګڼم چې سبا پۀ ورځ د قيامت پۀ دغه دومره ګڼو قامونو کښې دغه مشرانو ته مخ تورن نۀ يم ولاړ، نو پۀ دې غرض دغه څو کرښې توروم چې دا زما پۀ وس کښې دي چې زۀ د دغه مشرانو دغه قربانۍ د دغه خلقو پۀ مخکښې کېږدم، کوم خلق چې د دغه قربانو نه سترګې پټوي او زمونږ راتلونکو نسلونو ته غلطه لار ښائي او هغوي د دې خبرو نه خبر وي چې زمونږ مشرانو زمونږ د پاره او د دې وطن د پاره څومره قربانۍ کړي دي او دا خاوره ئې زمونږ د پاره ازاده کړې ده.

دا نن چې مونږ کومه ورځ نمانځو، دا هم د هغه مشرانو د قربانۍ ورځ ده چې پۀ مونږ ئې احسان کړے، خپل ځانونه ئې خاورې کړي خو مونږ ئې ودان ساتلي يو. د دغه قربانو د زنځير د سلسلې يوه کړۍ اميرالله جان مومند دوېزے هم دے. دے پۀ کال1885 ز کښې د ساړو شاه ناړۍ نومې کلي کښې پېدا شوے ؤ. د دۀ د پلار فېض الله جان نوم ؤ. د فېض الله جان درې زامن وو. مرجان، اميرالله جان او محمود جان. پۀ دې درې واړو وروڼو کښې د اميرالله جان دوېزي شپږ زامن او درې لوڼه وې او د دۀ دوۀ ښځې وې. د زامنو نومونه ئې دا دي: (1 ګل مرجان چې د دۀ څلور لوڼه وې، (2 سيد مرجان چې د دۀ يو زوي او يوه لور وه، (3 عبدالستار چې د دۀ دوه زامن او درې لوڼه وې، (4 محمد جان چې د دۀ درې زامن او يوه لور وه، (5 غفار محمد چې د دۀ پينځه زامن او دوه لوڼه وې، (6 عبدالغفارخان چې دۀ وادۀ نۀ ؤ کړے.

کله چې انګرېز پۀ 1930ز کښې پۀ ټکر “پاتۍ” نومې کلي کښې توپې ولګولې او د جنګ اعلان ئې وکړو نو دغه جنګ له د خوا و شا کلو نه خلق راوچلېدل. خلقو د ځان سره غواګانې، مېښې او سنډګان راوستل چې مونږه ګڼ ښکارو. انګرېز چې د توپو خولې پرانستې نو د ټکر پۀ دغه نهر اونې ولاړې وې او د دغه ونو نه به څانګې راپرېوتې چې بيا د ټکر دغه تاريخي لوبه ووئېلې شوه.

“پۀ ټکر جنګ دے

ګولۍ ورېږي

او اونې پاڼې رېژوينه

پۀ ټکر جنګ دے”

د کلو نه چې خلق دې جنګ له راتلل نو يو پکښې اميرالله جان هم راروان شو. مشر زوي ورته ډېر ووئېل چې تۀ به نۀ ځې زۀ ځم خو پلار ورته ووئېل؛ تۀ لا وړوکے يې، تۀ مۀ ځه! او دغه شان زوے ئې پاتې کړو او دے دغه جنګ له لاړو. وروستو خلق ټکر ته راتلل نو د دۀ يعني د شهيد بابا زوے پکښې هم راغے. دغه خلق چې ټکر ته راورسېدل نو ډزې بندې شوې وې. بلها شهېدان پراتۀ وو. د دۀ زوے هم پۀ دغه وخت کښې پۀ خپل پلار پسې ګرځېدو خو اخر ئې خپل شهيد پلار وموندو.

ځار د داسې مشرانو نه چې خپله وينه ئې د دې وطن او د دې قام نه ځار کړه. مرجان خپل پلار پۀ خپله شا تر ساړو شاه وړے ؤ او چې کله ئې مشر ورور خبر شو نو هغۀ خپل کور ته راوړو. مشر ورور ئې پۀ کودرو (هاتيانو) کښې پاتې کېدو او هم پۀ کودرو (هاتيانو) سېرۍ نومې هدیره کښې ئې دفن کړو.

پۀ قبر ئې نور شه!

نن هم د شهيد اميرالله جان بابا بچي نمسي د دې قام او د دې وطن د پاره خپله د ژوند هره لمحه پۀ کار راولي او د دې قام پۀ هر يو خوږ باندې خوږېږي او د مشرانو هغه د قام ولۍ لاره نۀ پرېږدي.

الله دې تل خوشحاله لري (امين).

د ازادۍ جنګ کښې د دې خاورې ازادۍ د پاره چې چا خپل سرونه قربان کړي دي، نن د هغوي نسلونه پۀ دې خاوره د خپلو حقونو د جنګ د پاره هم مېدان کښې ولاړ دي. نن هم پلار د زوي او زوے د پلار جنازو له اوږه ورکوي خو خپله لار نۀ پرېږدي

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …