کله چې د یونین جېک جنډه پۀ بالاحصار پورته ولاړه وه او د پېرنګي د اسپو ټکار د پښتنو پۀ کوڅو کښې اورېدے شو نو پښتونخوا سور تنور ؤ. پۀ دغه تنور کښې احساسات هم سوزېدل او د پښتون د سر حیات هم سوزېدۀ. هر کله چې د جېل خانې او جېل خانې فرق ختم شو او سپېېځلي روایات ممات شو او غندلي روایات زیات شو نو دغه وخت ؤ چې پښتون قام کښې هادي پېدا شو. دغه هادي د ازادۍ حجت هم پېژندو او د قلم کتاب حرمت هم – دغه هادي د قام ژبې ته ګفتار وبخښلو، ګفتار ته ئې کردار وبخښلو. اضطراب له ئې سکون ورکړو او پښتون ئې له ‘پښتون’ ورکړلو – دغه ‘پښتون’ اصل ‘پښتون’ ؤ چې پۀ پاڼو ئې د قام د رد قیصه پرته ه. دا ‘رساله’ وه چې خو د فوځ ‘رساله’ نۀ وه چې د ټوپک د بټ سره روانه وه؛ دا رساله د هغه اولس اواز ؤ چې لکه د نېنې د بټ تړقېدلے ؤ. ‘پښتون’ رساله د قام د دردمندو صلاح وه، د ځپلي قام اصلاح وه، د ازادۍ حسن ؤ.
‘پښتون’ رسالې پۀ قامي لوحه بلها ابراهیمي قدمونه ثبت کړل. وړومبي دور کښې باچا خان مدیر شو، خادمان ئې د قام د خادم تر څنګ شول او د قام د اصلاح نغمه لۀ ‘اتمانزو’ پورته شوه. دا نغمه څۀ عجبه اسرافیلي نغمه وه – د بدبخته غاصبانو فکر ئې وژلو او د قام فکر ئې ژوندے کولو. دغه نغمه د اتمانزو د خړو کورونو لۀ حصاره ووته او د بالاحصار پۀ تورو تمبو ورغله. دغه تمبې ئې وشړقېدې – ‘پښتون’ بندي شو – باچا خان بندي شو خو فکر قېدي نۀ شو. باچا خان چې راخلاص شو نو د دغه فکر ډولۍ نوره هم روښانه شوې وه.
کال نولس یو دېرش – د مۍ میاشت وه – اونې لکه د بتانو نېغې ولاړې وې خو قام ساه موندلې وه. ‘پښتون’ ساه موندلې وه. عبدالخالق خلیق د ‘پښتون’ ډولۍ له اوږه ورکړه. دا هغه عبدالخالق خلیق ؤ چې پۀ بنو کښې باچا خان ته د دۀ ډرامه واورولې شوه نو بې اختیاره د باچا خان د خولې نه دعا وخته. د ‘پښتون’ ذمه وارۍ عبدالخالق خلیق ته هغه وخت حواله شوې چې پۀ خدائي خدمتګارو د کفر فتوې لکه د باران راورېدې او د پېرنګي اېجنټان پۀ دغه حواله ډېر فعال وو. عبدالخالق خلیق پۀ دغه ماحول کښېې پۀ ډېر ښۀ انداز خپلې ذمه وارۍ تر سره کولې. پېرنګي چې ولیدل چېې زمونږ د فتوو بازار سړېږي او قام پوهېږي نو پېرنګي یو ځل بیا د ‘پښتون’ رسیالې جنجیان او د اادۍ د ډولۍ مئینان پۀ قېد کړل. عبدالخالق خلیق قېد کړے شو خو خوشبو چا قېد کړې ده؟ عبدالخالق خلیق د جېل شډلې زمکې هم د فکر پۀ کالو ښائسته کولې. هر کله چې کاله 1938 راغے، د سپرلي میاشت وه – عبدالخالق خلیق د بنده راخلاص شو او یو وار بیا د ‘پښتون’ رسالې ذمه واري ئې واخسته. دا اوس هغه وخت ؤ چې د ازادۍ د حسن نغمې د ‘پښتون’ رسالې پۀ مقدسو صفحو ثبت کېدې؛ پکښې پۀ عالمي منظرنامه هم لیکل کېدل او دا پېرنګي چرته برداشت کولے شول. یو وار بیا پۀ ‘پښتون’ ګزار وشو. دا کال 1940 ؤ او عبدالخالق خلیق یو ځل بیا بندي کړے شو، رساله بیا بنده کړې شوه.
عبدالخالق خلیق او د هغۀ ملګرو دومره کار کړے ؤ چې د خلقو پۀ تندو او زړونو د ‘پښتون’ مضامین او اداریې لیک وې. دا زړونه چا تړلے شو؟ دا تندي چا ماتولے شو؟
یو ځل بیا د مۍ مشات راغله. دا کال 1945 ؤ. عبدالخالق خلیق ته یو ځل بیا د ‘پښتون’ رسالې ذمه وارۍ وسپارلې شوې. دا هغه وخت ؤ چې ‘پښتون’ د پښتنو درشلو ته رسېدلے ؤ. ‘پښتون’ رساله د پښتون قام حجرو او کورونو کښې دېره شوې وه او د استعمار پۀ ماڼو ئې زلزلې راوستې وې. پېرنګي پښې سپکې کړې او باقیاتو ئې وړومبے ګزار پۀ ‘پښتون’ رساله وکړو او دغه کال 1947 ؤ – د قیوم خانۍ وحشت او دهشت ښۀ پۀ عروج ؤ. د ازادۍ ډولۍ د جونګړو پۀ ځاے د سامراجیانو او استعمار پۀ محل کښې دېره شوه او شپږ سوه جنجیان ووهلے شو، وټکولے شو – سامراجیانو د شعور لیتکے چرته پرېښودو؟ د کوشش باوجود د ‘پښتون’ رسالې اجراء ته ئې خنډونه پېدا کول. د پښتون وړومبے دور چې 1928 نه شروع شوے ؤ، پۀ کال 1947 ختم شو.
باچا خان بابا تر وفاته دغه یو ارمان لرلو چې پښتون رساله بیا شروع شي. د دې ‘هادي’ ارمان پۀ مرګ پوره شو چې کله د ‘مهدي’ پۀ ادارت کښې ‘پښتون’ رساله بیا وتل شروع شو. مهدي شاه باچا سترګې غړولې هم پۀ ‘پښتون’ وې او وفات هم د ‘پښتون’ د قافلې سره شو. مهدي باچا یو وار بیا پۀ خپلو صلاحیتونو ‘پښتون’ رساله وځلوله او د ملګ بابا فکر ئې هر در او هر ور ته ورسولو او تر مرګه ئې دغه امانت لکه ایمان وپاللو.
باچا صاحب د اکتوبر 1989 نه تر کال 1995 پورې د ‘پښتون’ رسالې قافله ښه پۀ ایماندارۍ مخ پۀ وړاندې بوتله او د دغه امانت خیال ئې لکه د خپل ایمان وساتلو. باچا صاحب نه پس شېر شاه ترخوي، هاشم مرتضٰي خان شاهین د ‘پښتون’ قافلې سره تړلي پاتې شو. دا دوېم دور پۀ کال 1999 کښې ختم شو او ‘پښتون’ رساله د مالي بحران لۀ کبله بنده شوه. دا بحران تر دسمبر کال 2006 پورې وغزېدو.
جنورۍ کال 2006 کښې یو وار بیا پښتون رساله منظر عام ته راغله. دا ځل د یویشتمې صدۍ د غوښتنو سره سم رحمت شاه سائل دغه ذمه وارۍ تر سره کړې. سائل صاحب چې څنګه خپله شاعرۍ کښې د پښتون وطن څړیکې سندرې کړې وې او دا څړیکې ئې د سپین استعمار د تورو زامنو ایوانونو ته رسولې وې، دغه رنګ ئې د ‘پښتون’ پۀ پاڼو هم هر لفظ کښې د شعور لیتکي روښانه کړل. ‘پښتون’ دې دوره کښې د کاغذ سره د نوي دور د تقاضو سره سم پۀ انټرنېټ هم خورېدل شروع شول. د پښتنو د سیاسي شعور پراختیا کښې د سائل صاحب کردار د تاریخ یوه روښانه، بېداره او شورېدلې برخه ده.
اګست 2017 کښې حیات روغانے راغے چې تر دې دمه دغه ذمه وارۍ د ‘پښتون’ د مدیر پۀ حېث تر سره کوي. د هغۀ سره د اعزازي مدیر پۀ توګه فېصل فاران او د مرستیال مدیرانو پۀ حېث سجاد ژوندون او نائیله شمال صافۍ شراکت لري. اوس خو ‘پښتون’ هاغه درشلونو ته هم ورسېدو چې د قیوم خان بد روح پرې ناست ؤ. ‘پښتون’ رساله د یو نوي انداز او جذبې سره پښتنو کښې د سیاسي، سماجي او ادبي شعور پراختیا کښې خپل تاریخي کردار ادا کوي.
چې پس رو د خپل رهبر شه لۀ اخلاصه
لۀ مقصوده بهرور شه لۀ اخلاصه
د پدر و مرتبې ته به ورسې
چې پۀ نغوته د پدر شه لۀ اخلاصه
علي محمد مخلص
پۀ ‘پښتون’ مجله
د لیکل شوي پي اېچ ډي تهیسز
‘د پښتو ادب پۀ ترقۍ کښې د ‘پښتون’ رسالې کردار’
نه د ‘پښتون’ مختلف دورونه
د ملګري ډاکټر اشفاق احمد وطنیار )پۀ ګور دې ئې رڼا وي(، پۀ پي اېچ ډي تهیسز کښې د اخذ شوې نتیجې پۀ رڼا کښې د ‘پښتون’ د مختلفو دورونو او مدیرانو تفصیل پهــ دا ډول دے:
- وړومبے دور:
‘د وړومبي دور’ وړومبۍ موده: مۍ 1928 – اپرېل 1930
باچا خان او خادم محمد اکبر
‘د وړومبي دور’ دوېمه موده: مۍ 1931 – جنوري 1932
باچا خان او عبدالخالق خلیق*
* هر څو خلیق صاحب پهٔ ډاک محکمه کښې ملازم ؤ او د سرکار د نوکرۍ پهٔ وجه ورته د داسې کوم خدمت کولو اجازت نهٔ ؤ او اندېښنه وه چې سرکار به ئې د ملازمت نه بې دخله کړي، ځکه د باچا خان پهٔ وېنا خلیق صاحب به د خپلې نامې پهٔ ځاے قلمي نامه ‘عطاء الله’ کاروله.
‘د وړومبي دور’ درېمه موده: اپرېل 1938 – دسمبر 1940
باچا خان او عبدالخالق خلیق ]عطاء الله[
‘د وړومبي دور’ څلورمه موده: اګست 1945 – اګست 1947
- دوېم دور:
اکتوبر 1989 – فروري 1999
عبدالولي خان او میر مهدي شاه باچا
مرستیال: لطیف وهمي او مرتضٰي شاهین
- درېم دور:
جنوري 2016 نه تر دې دمه دوره کښې د جنوري 2006 نه جولائي 2017 پورې رحمت شاه سائل او لیاقت سیماب او د اګست 2017 نه تر دې دمه حیات روغانے او فېصل فاران چې مرستیالو کښې ورسره سجاد ژوندون او نائیله شمال صافۍ شامل دي.