طائب او سلېمان د غورم زامن او د وړسبون نمسي وو. د طائب او سلېمان قبیلې ته خلق ‘طائب خېل’ وائي. پۀ خپلو منځ کښې د بې اتفاقۍ د انتها لۀ وجې د طائب او سلېمان اولاد سره ګډ وډ پروت دے. د طائب او سلېمان اولاد پۀ بېټنو کښې فقیره کورنۍ ده. د تعداد نه ډېر کم دي نو ځکه مغلوب راغلي دي.
د سلېمان درې زامن مانئ، اسلام دین او ګل دین وو. د مانئ او ګل دین هېڅ پته نشته، البته د اسلام دین پۀ حقله ځینې بوډاګان وائي چې تۀ ته یو ښۀ سړي د مچي او ګلي )د بیماریو نامې دي( برخه ورکړه نو ورته ئې وئیل چې تر څلور کوره دې زیات نۀ شي. اوس هم د اسلام دین اولاد )طائب خېل( لۀ څلورو کورونو څخه زیات نۀ دي.
د اسلام دین څلور زامن عادت، زارے، سپنکے او سپېلنے وو. عادت او سپنکے پۀ ماشومتوب کښې مړۀ شول. د سپېلني ذهني توازن خراب ؤ. د زارے درې زامن دیو، شاه میر او عثمان وو. شاه میر او عثمان ته خداے یوه یوه لور او دیو ته خداے دوه زامن ورکړل چې د یو نوم لونګ او بل وطن جان ؤ. لونګ خو د اولاد د نعمت نه محرومه ؤ خ وطن جان پۀ کور کښې قادر، شېرین، رسولے او سرکے پېدا شول. قادر، شېرین او د سرکي صحیح معلومات نشته خو ځینې خلق وائي چې هغه پۀ اېف اٰر لکي کښې مېشته دي. بهر حال، دا تحقیق غواړي.
رسولي ته خداے دوه زامن زیړے خان او سپرلے خان ورکړل. د یو بوډا مطابق سپرلے خان د دیني علم د پاره هندوستان ته لاړو او بیا واپس رانۀ غلو او د زیړي خان درې زامن فتح خان، ببرے او مېرے وو. فتح خان وادۀ ونۀ کړو. د مېري یوه لور او د بېري پۀ کور کښې څان زامن بدرے، سېدرے، زارالک او لالے پېدا شول. د چا ازار، د بې اتفاقۍ او د لمسون لۀ وجې سدرے او لالے د بدري د لاسه مړۀ شول. زارالک د سیدري او لالي پۀ بدل کښې خپل ورور بدرے ووژلو او د هغۀ ښځې سره ئې وادۀ وکړو او خداے ورله یو زوے دولت دین ورکړو. د دولت دین درې زامن ګلاکے، علي خان او خواژه میر وو. ګلاکي او علي خان د محمد غوري پۀ ډله کښې پۀ 1175ء کښې مړۀ شول. د خواژه میر یو زوے موسٰي خان پۀ خان خېل تجوړي کښې اباد شو. موسٰي د ادمې، نارګل او ملنګۍ پلار ؤ. ادمۍ او ملنګۍ د تحق وړ دي ولې د نارګل ده زامن نعمت او خان ګل وو. د نعمت څلور لوڼه او د خان ګل یو زوے صالح خان او یوه لور وه. صالح خان ته خداے دوه زامن یوسف او قاسم ورکړل. قاسم پۀ وړوکوالي کښې مړ شو او د یوسف څلور زامن کمال خان، جمال خان، عادل او خلیل وو خو د مؤلف د تحقیق او پلټنې مطابق کمال خان، عادل خان او خلیل پۀ افغانستان کښې مېشته دي. دوي نه به وروستو نورې قبیلې جوړې شوې وي او اولاد ئې تحقیق غواړي – البته جمال خان د خان خېل تجوړي نه ګبر ته لاړو. جمال خان پۀ پوځ کښې بهرتي ؤ. یو زوے اسلام خان ورته پاتې شو او جمال خان شهید شو. اسلام خان سره مور تور سر سپین کړو. اسلام خان ته خداے دوه زامن ابراهیم او صدیق ورکړل. مؤلف ته د صدیق متعلق څۀ معلومات حاصل نۀ شول. ابراهیم ته خپل اولاد نۀ پاتې کېدو خو اخر د سپینې ږیرې اسماعیل ورته پاتې شو. د اسماعیل څلور زامن شهباز، هارون، خالد او ذبیح الله وو. هارون، خالد او ذبیح الله د تجارت پۀ غرض پۀ هندوستان کښې استوګن دي او د اولاد خبره ئې تحقیق او پلټنې ته پرېږدو. د شهباز دوه زامن اکبر او شېر وو. د اکبر یو زوے ؤ چې د دوه کالو پۀ عمر کښې خدے خپل کړو او د شېر درې زامن غمے، کاکاجان او ګل میر وو. غمے او ګل میر د خپلې خپلې ښځې پۀ وېنا خپلې خپلې سخرګنۍ ته لاړل چې پۀ علاقه چین ګچهـ کښې اباد دي او هېڅ رابطه ورسره نۀ شي.
د کاکا جان دوه زامن اورنګزېب او دولت خان وو. پۀ 1880ز کښې د کرنل رائنډ پۀ کمان کښې پۀ بېټنو حمله وکړه. پۀ دې جګړه کښې د بېټنو ډېر کلي او کورونه وران شول. اورنګزېب او دولت خان هم شهیدان شول. دولت خان لا وادۀ نۀ ؤ کړے البته د اورنګزېب نه وړوکے زوے رحیم خان پاتې شو. د رحیم خان مور )لعل خونه( د ګبر نه د خپل زوي رحیم خان د قتلېدو لۀ وېرې خپل ورور قضا دین کره راغله چې پۀ مزنګه لنډي ډاک کښې مېشته ؤ. ډېر وخت ئې خپل ورور )قضا دین( سره تېر کړو. اخر ئې ورته ووئیل چې د تا د مرګ نه پس به زما څۀ حال وي؟ ورور ئې پۀ مطلب پوهه شو او خور ئې پۀ خوش ماند وادۀ کړه. د رحیم خان وادۀ پۀ 1905ز کښې د نېک باز د لور )ګل مېرې( سره وشو. د رحیم خان څلور زامن حق نواز، ګل دراز، عادل نواز، ګل حېدر او دوه لوڼه راپې جانه او پاسته دي.
د اورنګزېب نمسان اوس هم د خپل نوم سره ‘زېب’ لیکي. موجوده وخت کښې پۀ وېدان لنډيډاک او مزنګه کښې استوګن دي. اوس هم د مچي او ګلي دم کوي.