د اماني دورې مطبوعات او پۀ ټولنه ئې اغېزې – څېړندوی محمد داود ناظم

 

 

 

 

لنډيز

د خپلواکۍ پۀ ګټلو سره د غازي امان الله خان پۀ زمانه کښې د رسنيو د خپلواکۍ او د بيان د ازادۍ لپاره هم لاره هواره شوه. پۀ 1303هـ.ل 1924)ز( کال د مطبوعاتو د لومړني قانون پۀ پلي کولو سره مطبوعاتو ته د ازادۍ حق ورکړی شو او پۀ پایله کښې ئې ډېرې دولتي او خپلواکې رسنۍ پۀ مرکز او ولايتونو کښې پۀ کار پېل شوې چې د قدر وړ سياسي، علمي، عقيدوي، اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي مطالب ئې پۀ لوړ کېفيت او منځپانګې خپرول چې لۀ امله ئې مطبوعاتو پۀ ټولنه کښې لوړ اعتبار تر لاسه کړو او پۀ عام ذهنيت کښې ئې لۀ خپل اعتبار څخه پۀ ګټنه ارزښتناک او مترقي مطالب خورول. د اماني دورې پۀ مطبوعاتو کښې د خپلواکۍ د ثمرې د جوتولو او ساتلو پۀ اړه زيات مفاهيم او پېغامونه د منځپانګې لۀ مهمو موضوعاتو څخه تر سترګو کېدل.

د دې علمي-څېړنيزې مقالې پۀ ترڅ کښې به د پورتنيو موضوعاتو پر څېړلو برڅېره د اماني دورې مطبوعات او پۀ ټولنه د هغو اغېزې څرګندې شي. هم دارنګه به د څېړنې پۀ پايله او وړانديزونو مقاله پاې ته ورسېږي.

سریزه:

پۀ لنډيز سره د افغانستان د مطبوعاتو د تاريخچې پۀ اړه وئيلی شو چې زمونږ پۀ هېواد کښې د مطبوعاتو پېل او د مطبوعاتو د ازادۍ مفكوره د اسلامي نړۍ د ستر مفكر، مبتكر او خپلواكي غوښتونكي مبارز علامه سيد جمال الدين افغاني د مبارزو او لارښوونو پايله ده چې د امير شېر علي خان پۀ زمانه کښې پۀ 1252هـ ل چې لۀ 1873ز او 1290هـ ق كال سره سمون لري، د مطبوعاتو د لمر لومړنى څرك د ‘شمس النهار’ پۀ نوم جريده زمونږ پۀ هېواد کښې راڅرګنده شوه او وړانګو ئې د خلقو يخ وهلي او نېواك ځپلي ذهنيتونه تاودۀ او روښانه كړل[1]. د امير عبدالرحمان خان پۀ یویشت كلنه دوره کښې د مطبوعاتو لۀ رڼا او ښكلا څخه افغاني ټولنه بې برخې او د اختناق دوره خوره وه. پۀ 1284هـ ل=1906ز کال کښې د امير حبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال ‘سراج الاخبار’ افغانستان جريده د شاهي مدرسې مدرس مولوي عبدالرؤف خان پۀ مديريت او د هغۀ د انجمن د غړو پۀ مرسته چاپ شوه. لۀ بده مرغه چې لۀ يوې ګڼې وروسته د انګليس پۀ لمسون بنده کړل شوه خو شپږ کال وروسته پۀ 1912ز کال کښې د محمود طرزي پۀ هلو ځلو د ‘سراج الاخبار افغانيه’ پۀ نوم بيا چاپ شوه چې د اتم کال لومړۍ ګڼې ئې پۀ خپل څنګ کښې د ‘سِراجِ اطفال’ پۀ نوم د هېواد ماشومانو ته هم يوه بله ډيوه ډالۍ کړه. د غازي امان الله خان پۀ دوره کښې د ‘ارشاد النسوان’ پۀ نوم د ښځو مجله او ‘انيس’ ازاده ملي جريده پۀ 1306هـ ل کال کښې خپرېده. ‘انیس’ جريده اوس د ورځپاڼې پۀ توګه د دولت لۀ خوا چاپېږي او هم دا رنګه لسګونه نورې نشريې پۀ اماني دوره کښې خپرېدې. پۀ 1307 لمريز کال کښې د شاه امان الله غازي د واکمنۍ تر لۀ منځه تلو وروسته د اعليٰحضرت محمد ظاهر شاه تر واکمنۍ پورې مطبوعات د دولت پۀ سانسور او کنټرول کښې وو؛ تر هغه چې محمد ظاهر شاه پۀ 1343هـ ل کال کښې د مطبوعاتو ازادي اعلان کړه. وروسته بيا د سردار محمد داود او ورپسې پخواني شوروي اتحاد د يرغل او د ‘خلق’ او ‘پرچم’ ګوندونو د واکمنيو پر مهال مطبوعات د دولت تر سانسور لاندې وو خو د ډاکټر نجيب الله د حکومت پۀ وروستيو کښې د ځينو ګوندونو نشريو هم پۀ خپرونو پېل وکړ. د طالبانو د پینځۀ کلنې واکمنۍ پر مهال هم مطبوعات يو ځل بيا د حکومت پۀ واک کښې شول او د دولتي تلويزيونو فعاليت هم پۀ ټپه ودرول شو. خو لۀ 1381 کال څخه وروسته د حامد کرزي پۀ دوره کښې ازادو رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوه او پۀ دې وخت کښې ګڼ شمېر دولتي، شخصي او ولايتي )سيمه ايزې( رسنۍ د شخصي ادارو پۀ لګښت او د بهرنيانو پۀ مرسته رامنځته شوې چې دغه لړۍ تر اوسه د ډاکټر اشرف غني پۀ واکمنۍ کښې هم روانه ده – رسنۍ پرېمانه خپرونې لري چې د څرنګوالي او منځپانګې لۀ لحاظه د ډېرو رسنيو خو پۀ ځانګړې توګه د تصويري او غږيزو رسنيو ډېرې خپرونې پۀ هېواد کښې لۀ قبول شوو معيارونو، ارزښتونو، ملي ګټو او فرهنګ سره سمون کښې نۀ برېښي.

مبرمیت:

پۀ کومه ټولنه کښې چې وياړونه، ارزښتونه، تاريخي او ملي هويتونه، سم باورونه او پياوړې عقيدې لۀ منځه لاړې شي؛ هغه ټولنه لۀ منځه ځي، ملت ئې خپل يووالی لۀ لاسه ورکوي، سره وېشل کېږي، نورو ملتونو سره ئې نا سالم تړاو رامنځ ته کېږي او هغه جغرافيه او سيمه هم نوره بشپړه نۀ شي پاتې کېدې؛ پۀ دې خاطر چې خپل ملت مو لۀ داسې خړ ګرداب او د فرهنګونو بړبوکۍ څخه ژغورلی وي، د دې مقالې ليکل مې اړين وګڼل.

هدف:

د دې مقالې موخه يا هدف دا دی چې لۀ يوې خوا د خپل هېواد وياړونه پۀ خپلو شملو او پړونو پۀ مينه وټومبو او لۀ بلې خوا پۀ ټولنه کښې د رسنيو د بنسټ د ډبرو او اساساتو څرنګوالی او موخې روښانه شي، تر څو اوسنۍ رسنۍ هغه د خپلو فعاليتونو سر مشق وګرځوي؛ د ټولنې لۀ ستونزو او رښتينو غوښتنو او اړتياو سره سم خپلې برنامې د وګړو د چوپړ لپاره خپرې کړي، نۀ دا چې د هوس پۀ دام يا تلک کښې پۀ زهرژنو دانو زړونه او ذهنيتونه د شومو موخو لپاره ښکار کړي.

د څېړنې پوښتنې:

د خپلواکۍ پۀ ګټلو کښې رسنيو څۀ رول درلود؟ پۀ اماني دوره کښې د رسنيو منځپانګه، کميت او څرنګوالی پۀ کومه بڼه او کچه ؤ؟

د څېړنې فرضيه هم دا ده چې د خپلواکۍ پۀ ګټلو کښې رسنيو پۀ ځانګړې توګه منبر اغېزناک رول لوبولی دی او د اماني دورې رسنيو د خپلواکۍ او ازادۍ هيلې، د بلواکۍ او غلامۍ پر وړاندې د جهاد او مبارزې روحيه او د خلقو او ټولنې د ويښولو او پرمختګ سترې موخې لرلې.

د خپلواکۍ پۀ ګټلو کښې د رسنيو رول:

د خپلواکۍ پۀ ګټلو کښې لۀ منبر څخه نيولې بیا ‘شمس النهار’، ‘سراج الاخبار افغانستان’ او ‘سراج الاخبار افغانيه’ پورې ويښوونکې او خپلواکي غوښتونکې خپرونې درلودې چې د دې هڅو پۀ پايله کښې ئې بالاخره د امان الله خان لۀ واکمن کېدو سره خپلواکۍ ګټلو ته ذهنيتونه تيار او لۀ هره خوا لاره هواره کړه، چې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال مطبوعاتو د خپلواکۍ ساتلو، پرمختګ او د نورو استعمار لاندې ملتونو راويښولو دنده پۀ غاړه واخسته چې پۀ پايله کښې ئې د سيمې او نړۍ پۀ ګوټ ګوټ کښې د استعمار پر وړاندې خوځښتونه رامنځ ته او د خپلواکۍ موخې تر لاسه شوې.

د شاه امان الله خان د غزا منبري غږ، پۀ ملي کچه منبري او رسنيز ملاتړ تر لاسه کړ او د استعمار پر وړاندې د افغانستان د مسلمان اتل ملت د مقدس جهاد، ټينګ استقامت، فداکاريو، سرښندنو او د هغو د پايلې پۀ اړه غلام محمد غبار د تاريخ پۀ يوه زرينه پاڼه کښې داسې فيصله کوي: “قوای انگليس درهم شکست و با تلفات عمده فرار نمود”[2].

تاريخ پۀ دې ګواه دی چې کله غازي امان الله خان د هېواد د استقلال د ګټلو پۀ لاره کښې د جهاد تر شعار لاندې د منبر ملاتړ تر لاسه کړو، پۀ څومره ولولو ئې ټول ملت استقبال وکړو. د انګلستان سترې نۀ ماتېدونکې امپراتورۍ ته ئې شرموونکې ماته ورکړه او د ملت پۀ زړونو کښې ئې څومره ستر مقام او عزت وګاټه[3]. غازي امان الله خان لۀ ټولو رسنیو وړاندې لۀ منبر څخه ستره ګټنه وکړه – د انګليس پۀ وړاندې ئې لۀ دې رسنۍ څخه پۀ استفادې د جهاد اعلان وکړو، د منبري شخصیتونو ملاتړ ئې وګاټۀ او ډلې ډلې غازيان ئې تر قيادت لاندې پۀ مينه او طلب د هېواد پۀ ګوټ ګوټ کښې راغونډ شول. غازي امان الله خان او نورو خپلواکي غوښتونکو پۀ اسلامي ټولنه د منبر اغېزې ښې درک کړې وې چې مسجد او منبر امپراتورۍ ړنګولې او جوړولې شي او د جنګ ډګر کښې پرېکنده رول لوبوي.

تاريخ پۀ دې ګواه دی چې د کابل د عيدګاه مسجد لۀ سنګي منبر څخه د امير شېرعلي خان پۀ زمانه کښې هم د انګلستان پۀ وړاندې د جهاد اعلان صادر شو. احمد شاه وحدت هم پۀ خپل کتاب کښې پۀ دې اړه ليکي، “د عيد ګاه مسجد لۀ منبر څخه د انګرېزانو پۀ خلاف لومړنی د جهاد فرمان صادر شوی او تر وروستي وخت پورې د انګلیسانو پۀ خلاف د يو ستر مرکز پۀ توګه ور څخه کار اخستل شوی دی.”[4] غازي امان الله خان هم پۀ پوځي او سياسي ډګر کښې د منبر لۀ اغېزو څخه پۀ ګټنې د خپلواکۍ ګټلو پر مهال دا وسيله اغېزناکه کارولې. يو عرب لیکوال پۀ پوځي ډګر کښې د خطبې د پياوړې اغېزې پۀ اړه ليکي: ژباړه “کۀ خطیب د زړۀ ورتيا پۀ اړه وغږېږي نو پوځيانو ته مرګ داسې اسانوي لکه يو جشن يا مېلې ته چې ځي يا د ښکلو څانګو د باغچو سېل کوي؛ د شجاعت پۀ لور پوځيان داسې هڅوي چې بې لۀ مرګه ژوند ورته بې ارزښته، بې لۀ دفاع بقاء ورته نابودي او بې مبارزې ژوند ورته عار شي.”[5]

زمونږ د ګران هېواد افغانستان پۀ دې لنډ او معاصر تاريخ کښې هم د دوو ‘نۀ ماتېدونکو’ قدرتونو)برېطانيې او پخوانۍ شوروي( پۀ ماتېدلو او د هېواد پۀ ازادولو کښې د منبر رول اغېزناک او ارزښتناک ثابت شوی. شاه غازي امان الله خان پۀ خپله هم منبري وېناوې ټولنې ته وړاندې کولې او د دې وسيلې ارزښت ته پاملرونکی ؤ – د بېلګې پۀ توګه د کندهار د خرقې مبارکې پۀ جامع مسجد کښې د جمعې خطبه کښې لۀ حمد او درود څخه وروسته وائي: “به شما بسیار تاکید میکنم که نمازهای پنجگانۀ تانرا بکمال ترتیب و پابندی ادا کنید و بدانید که مهمترین و افضل ترین عبادات نماز بوده بسا فوائد مهمه دینی و دنیوی در آن موجود است. تا میتوانید نمازهای خود را در مساجد و بجماعت ادا کنید و نگذارید که از شما قضا شود همچنین در دیگر عبادات خویش که روزۀ ماه رمضان و دادن زکوة و حج بیت الله شریف و دیگر ارکان و احکام دینی است هم سستی و تنبلی نکنید و بدانید که ایزد پاک ازین چیزهائیکه بشما عرض کردم علیحده علیحده از شما در اخرت می پرسد و در صورت عدم تعمیل بدین اوامر از شما سخت بازخواست میکند و هم بشما توصیه میکنم که در اتحاد و اتفاق اسلامیت و افغانیت خود بسیار سعی و کوشش کنید و بدانید که همه کامیابی و مظفریت های مادی و معنوی شما مربوط باخوت و مودت عمومی شماست وقتیکه شما با همدیگر در راه ترقیات ملت و مملکت و اسلامیت خود گرمجوشی و همدردی نمودید معلوم است که هم برضای خدا و رسول نائل میشوید و هم پادشاه اولوالامر خودها را که شما باطاعت و فرمانبرداری او مکلف میباشید از خود خوشنود ساختید.

ملت هائیکه به پریشانی مبتلا و به نکبت و مذلت افتاده اند یگانه سببش علیحدگی از همدیگر و نفاق است چیزیکه اسلام را بدین حالت رقت اور دوچار کرده نفاق است چیزیکه یک حصۀ مهمه عالم اسلام را مظلوم و مقهور دشمنان ما ساخته نفاق است، نفاق بسیار یک چیز مخرب و مدهش خانه ویران است از برای خدا عقب اسباب نفاق و چیزهائیکه در بین اسلام شقاق را می افگند هرگز نگردید.

یکی از ارکان مهمه اسلامیه ما و شما اقامۀ جهاد و کوشیدن بمال و جان است در اعلاء کلمة الله- خدا را شاکرم که ملت غیور قندهار بلندتر از خیال من در جهاد اظهار گرمجوشی دارند و خورد و بزرگ زن و مرد شان شوق و شغف فوق العادۀ شان را در امور غزا نشان میدهند اثرات همین جوش و خروش شما ملت غیورم بود که بدون یک مجادله و محاربه که رعایای دلیر قندهارم نموده باشند به نعره های عدوکوب الله اکبر و جمع اوری مزید و اظهار همت و مردانگی شدید مطلوب خود یعنی استقلال را به بسیار اسانی حاصل کرده توانستیم…”[6]

پۀ دې اغېزناکه خطبه کښې وګورئ چې د شاه غازي يوه پۀ زړۀ پورې ديني مقدمه څومره پۀ زړونو کښې د سترو ټولنيزو، اقتصادي، سياسي، مادي او معنوي موخو تر لاسه کولو ته پۀ زړونو کښې کورونه جوړوي او ذهنيتونو کښې ريښې ځغلوي. دغه خطبه د غازي امان الله خان ديانت، منبري شخصيت، د اسلامي امت او افغان اولس اتفاق، شرعي حکمونو ته پابندي، پرمختګ غوښتنه او د استقلال ګټلو او ساتلو مينه څرګندوي؛ او د امان افغان جريدې لۀ خوا ئې خپرول پۀ دې لاره کښې د رسنيو رول تثبيتوي.

‘سراج الاخبار افغانيه’ د انګليس لۀ فشارونو سره سره د ازادي غوښتونكو مبارزينو د هڅو او سرښندنو پۀ پايله کښې ژوندى وساتل شو او ګڼې ئې ډېرو ګاونډو هېوادونو ته هم چې د تزاري روسيې او انګليسي هند تر ولقې لاندې وو، رسېدلې او خلقو پۀ مينه او حماس د ازادۍ او خپلواكۍ درسونه ترې اخستل چې د فرهنګي جګړې د استعمار پۀ زړۀ کښې ئې د تېرې تورې پۀ څېر كار كاوۀ نو ځكه ئې د جريدې د توقف هڅې ګړندۍ كړې. ‘سراج الاخبار’ پۀ داسې حال کښې چې غوښتل ئې فرهنګي بدلون پۀ هېواد کښې جوړ كړي، بالاخره د انګليسي استعمار د ساطور پۀ وړاندې مات شو او بې لۀ كومې رسمي اعلاميې پۀ كال 1297هـ ل برابر لۀ 1918ز سره لۀ خپرولو څخه ودرول شو او لۀ هغې سره سم ان محمود بېګ طرزي د هېواد د مطبوعاتو بنسټ ايښودونكی هم د ايران لۀ لارې تركيې ته تبعيد شو چې د هېواد د مطبوعاتو پۀ بشپړيز تګلوري باندې يو ټينګ ګزار ؤ – خو بې لۀ درنګه دغه تشه ډكه شوه؛ د امير حبيب الله خان لۀ وژلو او سياسي استقلال لۀ اعلامولو سره هېواد نوى رنګ او ښكلا ځان ته خپله او بشپړيز مسير ئې پرې كړ.[7]

د خپلواکۍ لۀ ګټلو وروسته هم رسنیو د هم هغو موخو تعقيب خپل شعار ګرځولی لکه څنګه چې دکتور محمد کاظم اهنګ د غلام محمد غبار لۀ قوله دا خبره لا کره کوي، ‘هدف از تاسیس و نشر هفته نامه در گام اول تنویر و روشن ساختن اذهان مردم بود. برای اگاهی از غایه های اصلاحی، ترقی اجتماعی و مخالفت با استعمار، مرحوم میر غلام محمد غبار که خود وظیفۀ نشر یکی ازین نشریه ها را به نام(ستارۀ افغان) در جبل السراج پروان، به عهده داشت، درین ارتباط میگوید: چون مردم افغانستان با روحیۀ سلحشوری و با اندیشه های جهاد در برابر مداخله گران و استعمارچیان زاییده شده اند بناء بران این روحیه از طریق نشرات و تبلیغات بائیست حفظ و تقویه میگردید تا در برابر انگلیس که مخالف ما و کشور ما بود از ان استفاده شود. ازهمین جهت بود که هفته نامه ها در ولایات بزرگ کشور تاسیس گردیده و به نشرات اغاز نمودند. نام اکثر نشریه های نو تاسیس این زمان طوری تعیین میگردید که ازان روحیۀ اتحاد، وطنپرستی، اسلام دوستی و ضد استعماری استشمام و احساس گردد، چنانچه اصلاح، اتحاد اسلام، بیدار، اتفاق اسلام، طلوع افغان، ستارۀ افغان همه و همه دلیل و شاهد مسجل ما درین زمینه میباشد.’[8] د میر غلام محمد غبار لۀ دې متن څخه چې دکتور اهنګ هم ورباندې د صحت مهر ايښی، د خپلواکۍ او ملي نواميسو پۀ ګټلو او ساتلو کښې د رسنيو پياوړی اغېزناک رول ښۀ جوتېږي.

پۀ اماني دوره کښې د مطبوعاتو ازادي:

كله چې امير حبيب الله خان د 1297هـ ل کال د كب پۀ مياشت كښې، چې د 1919ز كال د فرورۍ د مياشتې لۀ شلم سره سمون لري، د لغمان پۀ كله ګوش نومې سيمه کښې چې د ښكار لپاره تللى ؤ؛ د نوموړي د نظامي افرادو لۀ خوا د شپې پۀ تياره کښې ووژل شو. لۀ هغه وروسته د هغۀ زوى امان الله خان د كابل د تخت پۀ ګدۍ كښېناست او لۀ 1298 څخه تر 1308هـ ل=1919ز څخه تر 1929ز پورې ئې د حكومت واګې پۀ لاس کښې درلودې. پۀ دې موده کښې د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره نوې هيلې او فرصتونه منځ ته راغلل او شاه امان الله خان چې پۀ خپله هم د دوهم مشروطه غوښتونکي غورځنګ لۀ غړو څخه ؤ، د بيان د ازادۍ پۀ اړه ئې ارزښتناک او اغېزناک اقدامات ترسره کړل.

ازادي د رسنيو روح دی چې بې روحه جسد ډېر زر خاورو ته سپارل کېږي او رښتيني ارزښتونه او موخې ئې تحقق نۀ شي موندلی؛ رسنۍ هغه وخت خپل ارزښتونه مومي، خپلې دندې سمې ترسره کولې شي او خپلو موخو ته رسېدلې شي چې ازادې وي او لۀ خپلې ازادۍ څخه مثبته ګټه پورته کړي، ازادي ئې لۀ غلامۍ څخه راوژغوري؛ نۀ دا چې د غلام جوړېدلو ازادي ولري؛ ازادي ئې د ټولنې پرمختګ ته لاره هواره کړي نۀ دا چې د فحشاو پۀ ګرداب او منجلاب کښې ئې بندي کړي؛ ازادي ئې بايد د ټولنې رښتينې ستونزې حل کړي، نۀ دا چې د نفاق او ستونزو پۀ پنجرو کښې ئې زنداني کړي؛ ازادي ئې بايد واقعيتونه خپارۀ کړي او خپل مخاطبين حقيقت ته ورسوي، نۀ دا چې د دروغو پۀ قفش کښې ئې اغواء کړي؛ ازادی ئې بايد د مخاطبينو ذهنيتونو ته سکون او نېکې هيلې وبخښي، نۀ دا سې چې د ناراميو او ناهيليو پۀ ترخو کښې ئې وغموي– چې د غازي امان الله خان پۀ وخت کښې لۀ نېکه مرغه لۀ يو اوږده اختناق او استعمار څخه وروسته د خپلواکۍ تر څنګ د مطبوعاتو ازادي هم د ډېرو سرښندنو او قربانيو پۀ ارزښت د شاه امان الله خان غازي پۀ مشرۍ او د هغۀ د نورو خپلواکۍ او مشروطه غوښتونکو لاروايانو پۀ مرسته د افغان اولس پۀ زړورتيا تر لاسه کړل شوه؛ د مطبوعاتو لپاره نوي فرصتونه او امکانات پۀ لاس کښې ورکړل شول؛ افغان ليكوالانو، روښانفكرانو او عالمانو د مطبوعاتو د ژوندي ساتلو او د هېوادوالو پوهاوي او پرمختګ مبارزه پرېنۀ ښودله. لۀ خپلواكۍ څخه وروسته يو ځل بيا د غازي امان الله خان لۀ خوا ورکړل شوو فرصتونو څخه پۀ ګټنې سره راټول شول او د ‘سراج الاخبار’ پۀ ځاى ئې د ‘امان افغان’ جريدې خپرولو ته ملا وتړله او د هېواد د خپلواكۍ د لاس ته راوړلو لۀ نعمت سره سم د يو ګڼ شمېر ازادو او دولتي رسنيو بنسټ كېښودل شو چې يوه لۀ هغو څخه د ‘انيس’ جريده وه. پوهندوى زماني ليكي، “همچنان در عرصۀ مطبوعات ‘سراج الاخبار افغانستان’ در جنبش مشروطیت اول و ‘سراج الاخبار افغانیه’ در جنبش مشروطیت دوم تنها نشریۀ کشور بود که انتشار ان با تغیر سلطنت و قتل امیر حبیب الله خان در سال 1919م قطع نشد بلکه همان نویسنده گان قبلی در زمان سلطنت امیر امان الله خان نیز بکار و فعالیت مطبوعاتی خویش ادامه دادند و صرف نام جریدۀ ‘سراج الاخبار افغانیه’ را بنام جریدۀ ‘امان افغان’ گزاشتند.”[9]

د غازي امان الله خان د واكمنۍ پۀ لومړي كال د هېواد خپلواكي تر لاسه او پۀ 1303هـ ل كال د مطبوعاتو لومړنى قانون پۀ هېواد کښې طرح او پلي شو چې د هغې لۀ مخې مطبوعاتو ته ازادي ور پۀ برخه شوه. د هم دې قانون يا نظامنامې پۀ رڼا کښې زمونږ هېواد د ګڼ شمېر دولتي او خپلواكو يا غير دولتي رسنيو څښتن شو.

پۀ اماني دوره کښې خپلواکې خپرونې:

د غازي امان الله خان پۀ زمانه کښې برڅېره پر دولتي خپرونو ګڼ شمېر خپلواکې خپرونې هم پېل شوې چې پۀ لاندې ډول ئې هغه خپرونې چې پۀ پلازمېنه کښې خپرېدې، پۀ لنډيز سره پېژندل کېږي:

  1. ‘انيس’: لومړنۍ ازاده جريده وه چې د غلام محی الدین انیس پۀ هلو ځلو او مديريت پۀ 1306هـ ل کال د ثور د مياشتې پۀ پنځلسمه نېټه چې د 1927م كال د مې د مياشتې لۀ پنځمې نېټې سره سمون لري پۀ کابل کښې چاپ شوه. لكه څنګه چې د انيس د كال كتاب ليكي:« روز 15 ثور 1306 در«سرای عبدالرسول» واقع در«ده افغانان کابل» نوزادی خوش قیافه و شیرین زبان در خانوادۀ«مطبوعات» قدم به عرصۀ وجود نهاد»([10]). د مرحوم انيس پۀ نه ستړي كېدونكو هڅو او هاند سره انيس جريده هم پرمخ روانه وه د عامو او خاصو پۀ زړونو کښې ئې ځاى ونيوه د عامه ذهنيتونو د تنوير لپاره يوه غوره مرجع وګرځېده.

د «انيس» جريدې د لومړۍ ګڼې د لومړۍپاڼې پۀ تندي د موضوعاتو پۀ اړه ليكل شوي دي:«انیس مجموعه: علمی، قانونی، اجتماعی و ادبی»([11]) او پۀ ډېرو نورو بيا د(ديني) كلمه هم ورعلاوه شوې ده او پۀ ځينې نورو د(صحي، فكاهي) ويوكي يا كلمات ورزيات شوي.

له پورتنيو ويوكو څخه د انيس جريدې د منځپانګې بډاينه څرګندېږي چې د ژوند د بېلابېلو اړخونو د پرمختګ لپاره هڅه كوي.

انيس د خپلو خپرونو پۀ لومړي كال پۀ پینځلس ورځو کښې يو ځل خپرېدله. پۀ دوېم كال 1307)هـ.ل(کښې پۀ اوونۍ کښې يوه ګڼه چاپېدله او د حبيب الله كلكاني لۀ خوا پۀ 1307هـ ل کال د جدي د مياشتې پۀ اوولسمه نېټه د غازي امان الله خان د حكومت لۀ راپرزېدو وروسته دغه جريده د ‘انيس’ د يو سرليك پۀ استناد لۀ نشر څخه پاتې كېږي او د اعليٰ حضرت نادر خان پۀ زمانه کښې بيا خپرونې پېلوي او د 1308هـ ل كال لۀ پېل نه تر پايه پورې پۀ اوونۍ کښې دوه ځله چاپېدله.

د 1310هـ ل كال لۀ اوولس ګڼو څخه د ‘انيس’ جريده د هغه نـږدې همكار سرور جويا ته د ‘انيس’ د ناروغۍ پۀ پلمه سپارل كېږي او د جريدې پۀ چپ لوري کښې د ‘مدیر و نگارنده: سرور جویا’ نوم كښل كېږي خو مؤسس او د امتياز خاوند ئې لا هم محي الدين ښودل شوى دى. “…خو لۀ ناروغۍ سره سره ئې د خدمت هيله نهيله نۀ شوه او د هېواد د ناوړه حالت د ښودلو لۀ پاره ئې لۀ خپلو ملګرو سره د ‘حقيقت’ جريدې د پټ نشر لۀ پاره ملا وتړله. موضوع افشا شوه، د مير عزيز غېرتي ترورزى انيس، د دۀ ورور خالد او احمد راتب لۀ نيول كېدو وژغورل خو د دوي شپږ تنه ملګري ونيول شول، هغوى پۀ مېړانه د دې پټې نشريې مسؤوليت ومانۀ او د 1312ش كال د مرغومي پۀ پینځویشتمه نېټه 1933)ز( اعدام شول او دوي د وتلو پۀ مهال د لوګر خوشې ته ورسېدل خو بهر ته د تلو پۀ ستونزمنه لاره کښې ناروغ او وې نۀ كړى شول چې پۀ پلي مزل لۀ هېواده وځي – دولتي ځواكونو ونيول، كابل ته ئې راوستل او زندان ته ئې واچول؛ اولادونه ئې لۀ ښوونځي نه وويستل شول او دى پۀ ناروغ ځان پۀ زندان کښې ؤ. د نري رنځ حملې پرې زياتې شوې او پۀ پاې کښې پۀ 1317ش 1938)ز( كال کښې وفات شو. د زندان ساتونكو ئې د شپې لۀ خوا مړى لۀ زندان څخه وويست او د دهمزنګ د زندان تر شا ئې د پردېسانو پۀ هديره کښې خاورو ته وسپارۀ او پۀ دې ترتيب د فكر د ازادۍ دې اتل د زندان پۀ توره تيارۀ فضا کښې ساه وركړه”[12] روح دې ئې ښاد او ياد دې ئې ژوندی وي. انيس داسې بنسټيز خدمات تر سره کړي وو چې پۀ مرګ کښې ورسره مړۀ نۀ شول بلکې لا تر اوسه د هغۀ جريده د افغانستان د مهمې ورځپاڼې پۀ حېث چاپېږي خو ملکيت ئې دولتي دی نۀ چې شخصي.

  1. ‘افغان’ ورځپاڼه د 1299هـ ل کال د سرطان پۀ څورلسمه نېټه پۀ کابل کښې لۀ پېل څخه د ورځپاڼې پۀ ډول د محمد خان كندهاري او وروسته د پائنده محمد خان فرحت پۀ مديريت خپره شوه چې تر ډېره به ئې ورځني، کورني او بهرني اطلاعات خپرول او خپل تحليلي ژانرونه لکه مقالې، سرمقالې، تبصرې او ځينې نور تربيتي او خلاقي مطالب ئې هم درلودل.
  2. ‘نسيم سحر’ پینځلس ورځنۍ جريده د 1306هـ ل کال د دلو د مياشتې پۀ اوومه نېټه د احمد راتب باقي زاده پۀ مديريت چاپ شوه. د دې جريده منځپانګه تر ډېره انتقادي وه چې د ورځې پر مسائلو به ئې انتقادي مقالې او ادبي ژانرونه خپرول چې لۀ هم دې امله پۀ 1307هـ ل کال کښې خپرونې د اماني دولت لۀ لوري مصادره او مسئول مدير ئې محاکمې ته کش شو.[13]
  3. ‘نوروز’ پینځلس ورځنۍ جريده پۀ 1307/5/1هـ ل نېټه پۀ کابل کښې د محمد نوروز او وروسته د میرزا غلام پۀ مديريت خپره شوې. د مطالبو د منځپانګې کچه ئې د عادي وګړو لۀ فهم څخه لوړه وه چې علمي، اسلامي، فلسفي او تحليلي مطالب پکښې د ورځې لۀ غوښتنو سره سم خپرېدل؛ د مخونو شمېر ئې لۀ څلورو مخونو څخه نيولی تر لسو مخونو پورې ؤ. لۀ نهو ګڼو وروسته ئې د 1307هـ ل کال د قوس مياشتې لۀ پینځلسمې څخه خپرونې نورې نۀ دي لیدل شوې.
  4. ‘پښتون ژغ’ پینځلس ورځنۍ مجله د 1307هـ ل کال د اسد مياشت کښې پۀ كابل کښې خپره شوه چې لومړنی مسئول مدير ئې فېض محمد ناصري ؤ. بيا د مير سيد قاسم او وروسته د عبدالهادي داوي پۀ مديريت پۀ پښتو او دري ژبو خپرېدله. پۀ پاې کښې ئې نوم د ‘اواز’ پۀ نامه واړول شو او د افغانستان راديو خپرندوی ارګان شو خو لۀ بده مرغه چې پۀ 1354هـ ل کال کښې لۀ چاپه پاتې شوه.

.4 پۀ اماني دوره کښې دولتي خپرونې:

هغه دولتي خپرونې چې د غازي امان الله خان پۀ زمانه کښې پۀ پلازمېنه او ولايتونو کښې خپرېدې، پۀ لاندې ډول پۀ لنډيز سره پېژندل کېږي:

أ( پۀ پلازمېنې کښې:

  1. ‘امان افغان’: دا پینځلس ورځنۍ جريده د 1298هـ ل کال د حمل پۀ دوه ویشتمه نېټه چې د 1919ز کال د اپرېل لۀ دولسمې سره سمون لري[14]، د مرحوم عبدالهادي داوي پۀ مديريت پۀ کابل کښې لۀ چاپه راووته. دغه جریده پۀ اصل کښې د ‘سراج الاخبار افغانيه’ ځای ناستې ګڼل کېږي چې د محمود طرزي د همفکرانو او مشروطه غوښتونکو پۀ هلوځلو د ورته موخو د پلي کولو لپاره د مطبوعاتو پۀ هسک وځلېده. د لومړۍ ګڼې سرليک ئې لۀ ‘بسم الله الرحمٰن الرحيم’ څخه وروسته پۀ دې جمله پېل کړی، “حمد پاکیزۀ کثیر، عرض بارگاه قدیری که از شب تیره چهرۀ روشن روز مینمایاند، و در عین خزان گل شکفتۀ بهار میرویاند، زمین افسردۀ مرده را بیک نفس مسیحائی نسیم صبا احیا میکند، و استخوانهای پوسیدۀ خورد شده را باز صاحب عقل و حس میسازد، امیدهای زند در گور شده را از خاک میخیزاند تا بر همه مخلوقات واضح نماید که ‘انَّا نَحْنُ نُحْيِ الْمَوْتَيٰ‘. وصلوة وسلام ابدی پیشکش درگاه مقدس رحمة للعالمینی که سنت سنیه، و قوانین مقدسۀ نبویه اش حیات تازۀ در ابدان بیجان عالمیان در اورده، ظلمات ضلالت و جهالت را بانوار هدایت و بصیرت تبدیل داد.”[15] لۀ دې وروسته ئې د امير حبيب الله خان پۀ مرګ خپل ژور غم څرګند کړی بيا ئې د هېواد د مينې او د معارف د خپلواکۍ پۀ اړه ليکنه کړې او پۀ مناجات پاې ته رسېدلی دی. ‘امان افغان’ لومړی پینځلس ورځو کښې او وروسته پۀ اوونۍ کښې يو ځل چاپېدو خو د 1307هـ ل کال د قوس مياشتې څخه پۀ ورځپاڼې بدله شوه. د ‘امان افغان’ منځپانګه پۀ ارزښتناکو اطلاعاتي، سياسي، علمي، اجتماعي، عقيدوي، اقتصادي او فرهنګي مطالبو او پياوړو ادبياتو پسولل شوې وه چې د ژورناليزم د ځېلونو لۀ مخې پۀ ټوليزه توګه خبرونه، مقالې، سرمقالې، تبصرې، وېناوې، خطابې او راغلي ليکونه پکښې زيات لیدل کېدل؛ چې پۀ دې هره برخه کښې ئې پۀ ټولنه اغېزې څرګندې ليدل کېدې؛ لۀ اخبار سره خلقو مينه درلوده او د يوې باوري سرچينې پۀ توګه به ئې خپل معلومات ترې تر لاسه کول.
  2. ‘ارشاد النسوان’: پۀ افغانستان کښې د ښځو لومړنۍ جريده وه چې پۀ اوونۍ کښې یو ځل خپرېده، “د 1299 كال پۀ كب کښې د افغانستان د مطبوعاتو پۀ هسک وځلېده…د جريدې د مديرې نوم پۀ مخفف ډول ‘ا-ر’ د اخبار د نامه د لوحې كيڼ لور ته خپور شوى چې د محمود طرزي پوه او پياوړې مېرمن اسما رسميه چې پۀ ‘بي بي عربې’ مشهوره وه، ترې مطلب ده. د سر محررې نوم ئې هم پۀ مخفف ډول ‘ر- ا’ ليكل شوى چې مطلب ترې مېرمن روح افزا د خازن الكتب جناب محمد زمان خان لور او د حبيب الله خان طرزي خور وه چې پۀ ‘منشيه’ معروفه وه.”[16]
  3. ‘افغان’: دې ورځپاڼې د دوشنبې پۀ ورځ د 1299هـ ل کال د سرطان پۀ څوارلسمه نېټه پۀ کابل کښې د محمد جعفر کندهاري پۀ مديريت خپلې خپرونې پېل کړې. منځپانګه ئې تر ډېره خبري وه چې پۀ کورنيو او بهرنيو خبرونو او اطلاعاتو ولاړه وه. هم دا رنګه ئې پۀ علمي، فني، ادبي او اخلاقي مطالبو باندې هم ترکيز درلود؛ اعلانات ئې هم تر يو حده خپرول چې اکثره به د دولتي پوهاويو او ورځپاڼې پۀ اړه وو.
  4. ‘حقيقت’: ورځپاڼه د مولوي برهان الدين کشککي پۀ مديريت پۀ 22/5/1303هـ ل نېټه پۀ کابل کښې چاپ شوه. دې ورځپاڼې چې تر ډېره ئې تبليغاتي بڼه درلوده او لۀ حاکم نظام څخه پۀ ملاتړ او پۀ جنوب کښې د ملا عبدالمحمد چې پۀ ملای لنګ يا ګوډ ملا ئې شهرت درلود او د هغۀ د ملګرو د پاڅون پر وړاندې د رواني جګړې پۀ موخه رامنځ ته شوې وه. ‘حقيقت’ ورځپاڼه د يو کال پۀ تېرېدو او د پاڅون پۀ لۀ منځه تلو پۀ خپله خوښه وداعيه ليک باندې پاې ته ورسېده.
  5. ‘ابلاغ’: دې واري جريده وه چې 1/7/1300هـ ل کښې پۀ کابل کښې د مرزا محمد اکبر خان پۀ مديريت خپره شوه چې وروسته ئې سيد محمد ايشان الحسيني مشري کوله. دغه جريده به د کابل ښار پۀ مزدحمو ځايونو او چوکونو کښې پۀ دېوالونو نښلول کېده او ځينې وخت به پۀ لوړ اواز هم د ښار خلقو ته لوستل کېده چې منځپانګه ئې تر ډېره فرامين، نظامنامې او د دولت مهمې ابلاغيې وې. ‘ابلاغ’ پۀ کندهار او ځينو نورو ښارونو کښې هم پۀ دېوالونو باندې لیدل کېدله.
  6. ‘ثروت’: پینځلس ورځنۍ جريده د 1303هـ ل کال د قوس پۀ لومړۍ نېټه د صلاح الدین سلجوقي پۀ محررۍ پۀ كابل کښې خپره شوې. د دې جريدې پۀ ټنډه د ‘جريدۀ پانزده روزۀ اقتصادی، تجارتی، دینی و سیاسی’[17] د نستعلیق پۀ څرګندې خطاطۍ ليکل شوي دي چې د دې جريدې مرامنامه څرګندوي. دې جريدې پۀ خپله لومړنۍ ګڼه کښې د ‘عرض مقصد’[18] تر عنوان لاندې پۀ اسلام کښې د ثروت ارزښت او د اسلامي امت د اقتصاد او سياست پۀ پياوړتيا کښې د ثروت او قوت د رول پۀ اړه سرليک کښې د نيمچه ملايانو ياد کړی چې هغوی دنيا بده او فساد ګڼي. پۀ دې سرليک کښې ثروت د اسلام لۀ نظره تحليل شوی او زياته کړې ئې ده چې اسلام تجارت او کسب او کار، ابادۍ او پرمختګ ته خلق هڅولي دي او “وئيل شوي چې اسلام ثروت هله بد ګڼي چې د معبوديت او پرستش درجې ته ورسېږي او مقصود بالذات وګرځي…”[19] چې لۀ دې امله د ثروت جريدې خپرونې ودرول شوې خو د 1304هـ ل کال پۀ لومړيو مياشتو کښې ئې بېرته پۀ خپرونو پېل وکړ. د یادولو وړ ده چې ځينې پوهان دغه خپرونه خصوصي ګڼي.

.5 پۀ ولايتونو کښې:

  1. ‘اتحاد مشرقي’: لومړنۍ ولايتي ورځپاڼه ده چې د 1298هـ ل کال پۀ حوت مياشت کښې ئې چې 1338هـ ق د جمادي الثاني لۀ دوېمې او لۀ 1920ز کال سره سمون لري، خپلې خپرونې پۀ جلال اباد ښار کښې پېل کړې. پۀ لومړنيو ګڼو کښې ئې د مسؤول مدير نوم نۀ تر سترګو کېږی خو لۀ څو ګڼو وروسته د مولوي برهان الدین كشككي پۀ مديريت خپرېدله چې ورپسې کلونو پۀ ګڼو کښې د محمد بشیر، عبدالجبار او محمد امين خوګياڼي نومونه هم د مديريت پۀ سمت کښې لیدل کېږي. ځينې پوهان ئې لومړنی مسئول مدير میرزا شاه رخ خان ګڼي. پۀ دې نوم د ننګرهار، لغمان او کونړ خلقو ټولنه نومول کېده چې دا ورځپاڼه هم پۀ هم دې نوم د دې ټولنې خپرندوی ارګان ؤ او د انګليسي استعمار پر وړاندې او لۀ ملي نواميسو څخه پۀ دفاع ئې خپرونې درلودې.
  2. ‘ستارۀ افغان’: اوونيزه خپرونه چې پۀ 9/9/1299هـ ل نېټه د پروان ولايت ‘جبل السراج’ کښې د میر غلام محمد غبار پۀ مدیریت خپرېدله. نوموړی ليکي، “د دې لپاره چې د دې سيمې پۀ وګړو کښې د زړۀ ورتيا او شهامت، ديندارۍ او انګرېزانو سره د مخالفت روحيه ډېره پياوړې وه نو ‘ستارۀ افغان’ بايد د دې روحيې د لا پياوړتيا پۀ موخه لا ارزښتناک مطالب خپارۀ کړي وی.”[20] ځکه خو ‘ستارۀ افغان’ کښې د هم دې روحيې مطالب زيات ليدل کېږي.
  3. ‘غازي’: اوونيزه د 1300هـ ل کال د ميزان پۀ مياشت کښې د پکتيا ولايت پۀ خوست ښار کښې د عبدالله خان او وروسته د مولوی یعقوب حسن خان پۀ مدیریت هره چهارشنبه خپرېدله. ‘غازي’ اوونيزې نوم د يو داسې مثلث پۀ منځ کښې پۀ نستعليق ليکل شوي چې قاعده ئې تورې، دوه ضلعې ئې برچې لرونکي ټوپکونه او بېرغونه او لوړه ئې ‘بسم الله الرحمٰن الرحيم’ لیدل کېږي او هرې ضلعې سره موازي ئې د قران کريم هغه ايتونه چې د جهاد او خپلواکۍ پۀ اړه دي، کښل شوي دي. د دې اوونيزې لۀ يوې خوا د غازي امان الله خان لۀ نوم سره هم اړيکه ليدل کېږي؛ خو ټينګ تړاو ئې لۀ خپلواکۍ، غزا، جهاد او سرښندنې سره جوت دی. د دې اوونيزې اکثره مطالب هم د خپلواکۍ، سرښندنو، غزا او برېطانيې ضد موضوعات وو چې د خلقو پۀ راويښولو او خپلواکي ساتلو روحيه ئې ژوندۍ ساتله او پۀ دې اړه ئې پۀ ټولنه سترې اغېزې درلودې.
  4. ‘اتفاق اسلام’: اوونيزه جريده د 1299هـ ل کال د سنبلې پۀ لومړۍ نېټه کښې د هرات ښار کښې د عبدالله خان قانع هروي پۀ مديريت چاپ شوه چې وروسته د مرزا عبدالکريم احراري او لۀ 13مې ګڼې راهسې ئې بېرته قانع د مدير پۀ حېث دنده اجراء کوله. پۀ دې جريده کښې د کورنيو او بهرنيو حوادثو پۀ اړه مطالب خپرول، مقالې او سرليکونه ئې تر ډېره د اسلامي امت پۀ يووالي، پرمختګ او عظمت پۀ اړه وې چې لۀ افغاني روحيې او روان وضعيت سره سم ئې تحليلولې او ذهنيتونه ئې پرې روښانول.
  5. ‘اتحاد اسلام’ )بيدار(: دې اوونيزې خپرونې د دوشنبې پۀ ورځ 1/12/1300هـ ل نېټه پۀ مزار شريف کښې د حافظ عبدالقيوم پۀ مديريت د چاپ نېکمرغي تر لاسه کړه. پۀ دري او پښتو برڅېره ئې کله پۀ ترکۍ ژبه هم مطالب خپرول. پۀ دې اوونيزه کښې زياتره خبرونه، مقالې او تبصرې خپرېدلې چې عمومي منځپانګه ئې د اسلامي امت د يووالي، ويښتابه او د افغانستان د خپلواکۍ پۀ اړه وه. خپل لومړنی سرليک ئې هم د ‘بسم الله الرحمٰن الرحيم’[21] تر عنوان لاندې پۀ حمد او ثناء پېل او د خپلواکۍ ګټلو پۀ وياړونو، د شاه غازي پۀ ستائيلو او د جريدې پۀ موخو اوږد کړی دی چې لۀ دې څخه ئې مرامونه او ارمانونه ښۀ جوتېږي؛ چې اطلاعي، ادبي، سياسي، تعليمي، ويښوونکي او د هېواد او خلقو د پرمختګ او سوکالۍ روحيه لري. دا روحيه پۀ ټولنه کښې د خپلواکۍ پۀ فضا کښې د لوړو ابادوونکو افکارو ذهنيت خپروي.
  6. ‘طلوع افغان’: جريده پۀ 1300هـ ل کال پۀ کندهار کښې د مولوي صالح محمد هوتک پۀ مدیریت خپره شوه چې نښان ئې د نوم تر څنګ د دوو متقاطعو تورو د پاسه د غنمو د وږي جوغه لرونکې خولۍ تر شا د لمر څرک انځور شوی دی. دغه نښان د جهاد، استقلال، وياړ، کرنې او د پرمختګ څرک ذهنيتونه خوروي. مطالب ئې هم لۀ نښان سره سم د خپلواکۍ ساتلو، وياړونو د شاه وېناو، تعليم روزنه او کورني او بهرني خبرونه وو چې ټولنه ئې پۀ اوونيزه بڼه ترې خبروله او خپلې اغېزې ئې پۀ ذهنيتونو ښيندلې.
  7. ‘اصلاح’ جريده د 1300هـ ش کال د دلو پۀ 29مه نېټه د شېر احمد پۀ مدیریت پۀ خان اباد ښار کښې خپره شوې. د نوم د پاسه ئې ‘بسم الله الرحمٰن الرحيم’ او تر نوم لاندې ئې “انَّمَا الْمُؤْمِنُونَ اخْوَةٌ فَاصْلِحُوا بَيْنَ اخَوَيْكُمْ” ايت ليکل شوی او ترې ښکته د دې ايت لۀ معنی سره سم د دوو تنو لاسونه د مصافحې پۀ حالت کښې ليدل کېږي چې لۀ دې څخه ئې مرام د ټولنې اصلاح، د اسلامي امت پېوستون او سوکالي څرګندېږي چې لومړنی سرليک ئې هم د ‘بسم الله الرحمٰن الرحيم’ تر عنوان لاندې پۀ هم دې اړه ليکل شوی دی.

.6 پۀ پلازمېنه او ولايتونو کښې ځانګړې تخصصي چاپي خپرونې:

پۀ اماني دوره کښې د پورتنيو خپرونو تر څنګ ځينې ځانګړې يا تخصصي چاپي رسنۍ هم پېل شوې چې پۀ لاندې ډول وړاندې کېږي:

  1. ‘معـــرف معارف’ اختصاصي مياشتنۍ مجله پۀ 1/6/1298هـ ش نېټه پۀ کابل کښې د محمد حسېن پۀ مدیریت د هماغه وخت د پوهنې وزارت لۀ خوا خپرېدله. منځپانګه ئې علمي، ښوونيزه او روزنيزه وه چې د ګټورو علمي مطالبو پۀ خپرولو ئې د معارف د ښوونکو، منسوبينو، زده کوونکو او مينه والو ذهنيتونه روښانول. دې مجلې تر 1301هـ ل کال پورې خپرونې درلودې او لۀ هم دې کال راهسې لۀ خپرونو پاتې شوه.
  2. ‘ائينۀ عرفان’ تاريخي، علمي، ادبي، اجتماعي، اخلاقي او تربيوي مياشتنۍ خپرونه چې د پوهنې وزارت د معرف معارف مجلې لۀ بندېدو څخه درې کاله وروسته 1303هـ ل پۀ جوزا کښې يو ځل بيا د پوهنې وزارت د دارالتاليف د ليکونکي پلاوي لۀ خوا بله اختصاصي خپرونه پۀ کابل کښې لۀ چاپه راووته او د دې برخې د مينه والو تندې ئې خړوبولې چې لۀ ځينو ځنډونو سره سره اوس هم دغه مجله د ‘عرفان’ پۀ نوم د پوهنې وزارت لۀ خوا د قدر وړ مطالبو پۀ لرلو سره خپرېږي.
  3. ‘مكتب’ پینځلس ورځنۍ جريده چې د 1308هـ ل پۀ حمل مياشت کښې د پوهنې وزارت لۀ خوا د جلال الدين طرزي پۀ مديريت پۀ کابل کښې چاپ او خپره شوه، دغه جريده پۀ دوو مخونو کښې د مکتبونو د زده کوونکو لپاره د تربيتي روزنيزو مطالبو پۀ لرلو سره خپرېدله.
  4. ‘مجموعۀ عسكريه’ مياشتنۍ مجله د 1300هـ ل د عقرب د مياشتې پۀ لومړۍ نېټه د حرب وزارت لۀ خوا پۀ کابل کښې د عبدالطيف خان غنډ مشر پۀ مديريت خپره شوه چې د نوم د پاسه دا مبارک ايت ليکل شوی دی ‘لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَازِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ انَّ عَذَابِي لَشَدِيد’ )ابراهيم:(7 پۀ 1309هـ لۀ کال څخه را پۀ دې خوا د ‘مجموعۀ اردوی افغان’ پۀ نوم خپره شوې ده خو د اوسني دفاع وزارت مجله اوس د ‘اردو’ پۀ نامه خپرېږي.
  5. او ‘مجموعۀ صحيه’ مياشتنۍ خپرونه د 1306هـ ل-کابل د قوس مياشت کښې د حسن سليمي او وروسته د عبدالرشید لطيفي پۀ مدیریت د هېواد د روغتيا د مستقل مديريت لۀ خوا د يوې جيبي مجلې پۀ بڼه خپرېده. د دې مجلې د مطالبو ليکوالان اکثرا ډاکټران وو چې پۀ طبي مسائلو ئې د پام وړ مطالب او اطلاعات لیکل او پۀ ویړيا توګه لوستونکو ته وېشل کېده.

.7 پۀ اماني دوره کښې د راديويي خپرونو پېل:

د افغانستان راديو د المان د هېواد پۀ تخنيکي مرسته پۀ 1305هـ ل= 1920م كال کښې پۀ 360 مترو څپو پۀ خپرونو پېل وكړو.[22] دغه وخت د امير امان الله خان زمانه وه چې د راديويي خپرونو پۀ پېل کښې کورني او بهرني خبرونه او ټولنيز موضوعات پکښې خپرېدل. پۀ هېواد کښې راديويي خپرونو د عامه ذهنيتونو د تنوير پۀ برخه کښې ئې ستره ونډه درلودله ځكه دې وسيلې د نالوستو وګړو لپاره هم خپل غږ رسولى شو چې پۀ ټولنه د رسنيو اغيزې لا پسې زياتې او موخو ته د رسېدو لاره ډېره لنډه شوه.

.8 پۀ اماني دوره کښې مطبعې:

کۀ څۀ هم د امیر امان الله خان لۀ زمانې مخکښې هم مطبعې ښائسته رامنځ ته شوې وې او د دار السلطنت پۀ سنګي مطبعې برسېره ‘عنايت’ او ځينې نورو مطبعو هم پۀ کابل کښې علمي فرهنګي اثار چاپول خو د امير امان الله خان پۀ دوره کښې د مطبعو او د طباعت چارې لا فعالې شوې او د څرنګوالي او څومره والي لۀ نظره د هېواد مطبوعات ډېر پرمختګ ته ورسېدل.

[23]

د شاه امان الله خان پۀ زمانه کښې د جريدو او خپرونو تر څنګ د هېواد پۀ پلازمېنه او ولايتونو کښې دولتي او ازادو مطبعو هم پۀ فعاليت پېل وکړ چې پۀ پايله کښې ئې ګڼ شمېر خپرونو او کتابونو د چاپ نېکمرغي وګټله چې د هغو لۀ جملې څخه به د بېلګې پۀ توګه دا مطبعې يادې کړو: ‘دولتي مطبع’، ‘امان افغان مطبع’، ‘شركت رفيق’، ‘مطبع انيس’، ‘مطبع كاظمي’، ‘مطبع دانش’، ‘د معارف وزارت مطبع’ او ‘د وزيرانو د شوريٰ د دار التحرير مطبع’ پۀ کابل کښې د چاپ د فعاليت ډګر ته رامنځ ته شوې. هم دا رنګه پۀ ولايتونو کښې د ‘طلوع افغان’، ‘اتفاق اسلام’، ‘بیدار مطبع’، ‘اصلاح مطبع’، ‘غازي مطبع’ او ‘نسیم سحر’ مطبعو پۀ ترتیب سره کندهار، هرات، مزار شریف، خان اباد، خوست، جلال اباد او جبل السراج کښې چاپي فعاليت درلود[24] چې د چاپي رسنيو او کتابونو پۀ چاپولو او خپرولو کښې ئې اغېزناک رول تثبيت کړ.

هم دا ډول پۀ دې دوره کښې د بيان ازادۍ او د هغه پۀ پايله کښې ټولو رسنيو پۀ ټولنه کښې د پوهنې، روزنې، علم، ادب، فرهنګ، عامه پوهاوي، سياست، اقتصاد، او اطلاعاتو پۀ ډګرونو کښې د پام وړ پرمختګونو ته لاره هواره کړه.

پايله:

  • د شاه غازي امان الله خان پۀ زمانه کښې د مطبوعاتو د لومړني قانون پۀ رامنځ ته کېدو سره رسنيو ازادي تر لاسه کړه؛ ګڼ شمېر رسمي، اختصاصي او ازادو رسنيو پۀ خپرونو پېل وکړ او د چټک پرمختګ لاره ئې خپله کړه.
  • د استقلال د لسيزې مطبوعاتو د خپلو ويښوونکو مطالبو پۀ خپرولو سره د استقلال پۀ ګټلو، ساتلو او د هېواد او سيمې هېوادونو د وګړو پۀ راويښولو کښې اغېزناک رول درلود.
  • د اماني دورې رسنيو د ټولنوالو پۀ ذهنيتونو کښې محبوبيت، اغېز او لوړ اعتبار درلود، چې مهم علت ئې پۀ دې کښې ليدل کېږي چې خپرونو د ټولنې لۀ اړتياو، باورونو، فرهنګ، غوښتنو، حالاتو او شرائطو سره سم خپرونې درلودې.

وړانديزونه:

  1. د استقلال د لسيزې لۀ چاپه پاتې مطبوعات د دولتي او خصوصي ډګرونو لۀ لوري بېرته را حياء او خپارۀ شي.
  2. اوسنۍ رسنۍ دې هڅه وکړي چې د هغه وخت لۀ رسنیو څخه پۀ الهام د افغاني ټولنې لۀ باورونو او فرهنګ سره سم د زمان لۀ اړتياو، غوښتنو، شرائطو، وضعيت او حالاتو پۀ نظر کښې نيولو سره خپلې خپرونې خپرې کړي.

مأخذونه:

قران کريم

  1. – ناظم، محمد داود، د انيس ملي جريده او د عامه ذهنيتونو پۀ روښانولو کښې د هغې ونډه، دویم چاپ، د افغانستان د علومو اکادمي، د انتشارات رسالت چاپ، کابل، 1393هـ ل، مخونه 10-11
  2. – غبار، غلام محمد، میر، افغانستان در مسیر تاریخ، دورۀ کامل دو جلدی، چاپ اول، ریاست نشرات وزارت اطلاعات و کلتور، چاپ افسیت مطبع کتب، كابل- افغانستان، 1370هـ ش، مخ 759
  3. – ناظم، محمد داود، منبر د عامه رسنيو يوه اغېزناکه وسيله، د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي تحقيقي پروژه، د علومو اکاډمۍ کتابتون، د ثبت شمېره:736، کابل، 1396هـ ل، مخ 166
  4. – وحدت، احمد شاه، کابل لارښود، مهتمم: احمد اسامه، وحدت کتابتون، کابل، 1393هـ ل، مخ230
  5. – القرني، عائض، المسک و العنبر فی خطب المنبر، الطبعة الرابعة، المکتبة العبيکان، الرياض، 1427هـ ق=2006م، مخ 13
  6. – غازي، شاه امان الله خان، امان افغان، «عینا خطبۀ اعليٰحضرت معظم غازي در جامع خرقه شریفه نبوي»، سال ششم، شمارۀ 36، روز دوشنبه، 1/9/1304هـ ش، مخونه3-4
  7. – منیب، احمد، سیر مطبوعات در افغانستان، مؤسسۀ انتشارات الازهر، کابل- افغانستان، 1389هـ ل كال، مخ 13
  8. – اهنګ، محمد كاظم، مطبوعات افغانستان در دهۀ اول استقلال، اتحادیۀ ژورنالیستان افغانستان (25) شمارۀ مسلسل 398، مطبع دولتی، کابل، 1369هـ ش، مخونه 56-57
  9. – زماني، خېر محمد، نگاهی به اوضاع فرهنگی عصر امانیه- پیشینۀ فرهنگی قبل از دورۀ امانیه، مجلۀ علمی پوهنتون کابل، 4 ګڼه، 1389هـ ل كال، مخونه 58-59
  10. – محمد بشیر رفیق، کتاب سال انیس، د انیس نشراتی مؤسسه، 1346 هـ ل کال، مخ 31
  11. – انيس جريده، لومړۍ ګڼه، لومړى 1306)هـ ل(، لومړى مخ
  12. – اريانا دائرة المعارف )دوېم دور پښتو چاپ(، د افغانستان د علومو اكاډمۍ د دائرة المعارف د مركز رياست، لومړى ټوک، د نبراسكا مطبع -كابل، 1386هـ ل كال، مخونه 717-718
  13. – تنوير، محمد حليم، تاريخ و روزنامه نگارى افغانستان، ناشر: انستيتوت تحقيقات و بازسازى افغانستان در هالند، چاپ: مركز نشرات اسلامي صبور، 1378 هـ ل كال، مخ 64
  14. – اهنګ، محمد كاظم، پۀ افغانستان کښې د ژورناليزم تاريخچه، ژباړنه او سمونه: حبيب الله رفيع، د اطلاعاتو او كلتور وزارت د تاريخ ټولنې د خپرونو پرله پسې نومره 118، دولتي مطبعه، 1356هـ ل ، مخونه 279 او 280
  15. – امان افغان، سال اول، شمارۀ اول، ده افغانان کابل،22/1/ 1298هـ ش، مخونه 2 او 3
  16. – اهنگ، محمد كاظم، مطبوعات افغانستان در دهۀ اول استقلال، مخ 10
  17. – ثروت، سال اول، شمارۀ اول، 1/9/1303هـ ش، مخ 1
  18. – ثروت، «بسم الله الرحمان الرحیم، عرض مقصد»، سال اول، شمارۀ اول، 1/9/1303هـ ش، مخ 1
  19. – اهنگ، محمد کاظم، حبیب الله رفیع، پۀ افغانستان کښې د ژورناليزم بهير، دويم چاپ، مومند خپرندويه ټولنه: جلال اباد، 1394هـ ل، مخ 292
  20. – اهنگ، محمد كاظم، مطبوعات افغانستان در دهۀ اول استقلال، مخ 63
  21. – اتحاد اسلام، «بسم الله الرحمان الرحيم»، لومړی کال، لومړۍ ګڼه، د دوشنبې ورځ، 1/12/1300هـ ل، مخ 1
  22. – تنوير، محمد حليم، تاريخ و روزنامه نگارى افغانستان، ناشر: انستيتوت تحقيقات و بازسازى افغانستان در هالند، چاپ: مركز نشرات اسلامي صبور، 1378 هـ ل كال، مخ 177
  23. – حبیبی، فرزانه، بررسی وضع مطابع عصر افغانی، وزارت اطلاعات و فرهنگ: چاپ مطابع ازادی، کابل، 1390هـ ش، مخ 21
  24. – اهنگ، محمد کاظم، سیر ژورنالیزم در افغانستان، چاپ سوم، بنگا انتشارات میوند: پیشاور دهکی نعلبندی بازار قصه خوانی، 1383هـ ش، مخ 238

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …