د استقلال سل کلن شالید کښې د پښتنو افغانانو د رویو/ نفسیاتو جاج – همدرد یوسفزے

 

 

 

پۀ داسې حال کښې چې د لوی افغان وطن سل کلن د ازادۍ خپلواکۍ جشن لمنانځلے کېږي، د دغه سل کلني حالاتو واقعاتو او پۀ تېره تېره د دغه سلو کالو نفسياتي جاج اخستل، څېړل او کتل او دغه جاج څېړنه او کتنه خپل اولس ته حواله کول ډېر اړين بولم.

افغان وطن چې پۀ څلورو ټوټو وېشل شوے دے )فاټا مرجر لا خپل مکمل شوے نۀ دے(، د جغرافيائي موقعیت چې بدلون ئې شوے نۀ وي، دغه د بفر زون نه نېولې تر دې دمه يو شمېر سياسي سماجي ستونزو کښې ښکېل پاتې شوې خاوره ده. بيا د بر وطن برخه چې نېغه د کالونيل سسټم د اغېز لاندې نۀ ده پاتې شوې، د لر پښتون وطن سره چې نېغ پۀ نېغه نوي کاله د سور انګرېز د تسلط لاندې پاتې شوے دے، دغه مهمه نکته ده چې د دغه خاورې او د خاورې د خلقو پۀ نفسياتو کښې ئې زښت زيات بدلون او توپیر لیدل کېږي. دغه توپیر د کالونيل او پوسټ کالونيل تناظر هم يو بل سره خورا زيات توپیر لري چې مونږ ته يو عمومي تاثر اخستل ترې ګران دي. د غلامۍ طوق سره د خلقو د رويو، سلوک، ناستې پاستې، ژبني او سماجي اثرات يو بېل او جدا رنګ لري. د دغه منطقې د خلقو سماجي رويې او نفسياتي رويې بيخي خپل جدا مزاج لري. د پوسټ کالونيل د علومو ستر محقق او نفسيات پوهـ ښاغلے فرانز فېنن چې د دغه علومو نفسياتو ستر عالم ګڼل کېږي، وائي چې د استعمار لاندې راغلي خلقو رويې د غلامانه نفسيات پېدا کېدو لامل او علت د دغه خلقو د دماغي دفاعي ميکانزم عمومي بڼه بدله کړې وي؛ هغه مثال راوړي چې د استعمار لاندې خلق پۀ کال کښې چرته يوه ورځ خپل کلتوري لباس واغوندي، مېله جوړه کړي او دا تاثر ورکړي چې ګنې مونږ د خپل کلتور او ثقافت سره خورا کلک پېوستون لرونکي خلق يو او پۀ دغه عمل ځان ازاد او مطمئن ګڼي چې هو! مونږ خپل کار او دنده سر ته ورسوله – ګنې رښتيا خو دا دي چې کلتور او ثقافت د يو مسلسل عمل نامه ده، دا د یوې ورځ نۀ بلکې د هرې ورځې عمل دے.

پۀ دغه تناظر کښې چې مونږ د برو افغانانو نفسياتي څېړنه کوو نو دغه خلق تر يو حده د خپل کلتور سره تړلي پاتې شوي دي. دا بېله خبره ده چې د ثور انقلاب نه پس چې د نړۍ جهاديان ټول راغونډ شو او يوه عمومي نفسياتي بڼه د بدلون پروژه ئې د تشدد او جنګ او جدل ته اړوله نو دغه خلق ئې د اغېز نه پاتې نۀ شو. د فساد پۀ دغه دور کښې د مهاجرت پۀ دوره کښې د امريکې او سعودي عرب پۀ ګټ جوړ چې دلته کېمپونه ابادول نو د نبراسکا يونيورسټۍ د جنګي نفسياتو نصاب تيار کړو او د پېښور پۀ کېمپونو کښې ئې د سکولونو او پوهنتونو نومونه، دعوت جهاد پوهنتون، اسلامي جهاد ښونځي وغېره کېښودل چې دغه پروژه پۀ لاشعوري توګه افغان ماشومانو ته دغه فساد د جهاد پۀ نامه glorify کول وو. نصابونه ئې داسې وو:

‘ت’ باندې ‘تختۍ’ پۀ ځاے ‘ت’ باندې ‘تماچه’

‘م’ باندې ‘مجاهد’

‘ج’ باندې ‘جهاد’

‘ر’ باندې ‘روا’

هم داسې د رياضۍ سوالونه به ؤ چې،

‘دوه ټوپکه جمع دوه ټوپکه مساوي څلور ټوپکه’ – يا به عبارتي سوال ؤ لکه ‘زما ماما مجاهد دے. هغه پۀ سنګر کښې د کفارو سره پۀ جهاد بوخت دے. سنګر کښې شل کفار عسکر وو، دوي ترې پینځۀ مردار کړل نو ووياست څو کفار پۀ سنګر کښې پاتې شول؟

د دغه عمل پایله دا راووته چې د دغه ماشومانو پۀ وړو ذهنونو کښې ‘تشدد، جنګ و جدل’ وکرل شو او دغه ماشومان چې رالوېدل نو پۀ اسانه د دوي د تشدد د پاره کارولے شول چې تر نن وخته دغه انجېکټ شوي تشددي جراثيم مسلسل د لنګون پۀ پروسه کښې دي. سياسي عمل مات شو، ګوندونه ټوټې ټوټې شول، دانشور ذهنونه يا خو حلال شو او يا د سر ساتنې پۀ عمل کښې د مهاجرت پۀ ستونزو کښې ښکېل شو. د دغه عمل يوه بله لويه ستونزه د راتلونکې نسلونو ته دا پاتې شوه چې د غرب او شرق پۀ بېلابېلو هېوادونو کښې پېدا شو چې د هم هغه ځايونو نفسيات کښې رالوے شول چې د خپلې رګ او رېښې نه هغه شان خبر نۀ شو لکه څنګه چې پۀ کار وو. يو لوے ملت يو اړخ ته د تشدد پۀ جراثيمو رنځور شو نو بل اړخ ته پۀ پردي هېوادونو کښې د خپل کلتور، تاريخ او تمدني ښکلا نه محروم پاتې شول او نېغ دغه سوالونه راپورته شول چې زۀ څوک يم؟ زۀ د کوم ځاے يم؟ زما شناخت څۀ دے؟ زما ملي هويت څۀ دے؟ – دغه سوالونو جواب کوونکي موجود وو او دي، خو پۀ اوړو کښې د مالګې پۀ شمېر، چې دغه عمل خپل اوږد مهاله او لنډ مهاله اغېزې پرېښودلې چې تر ننه ورسره افغان ملت لاس او ګرېوان دے.

دغه عوامل د دې سبب شول چې د يو شمېر فزيکي ناروغيو تر څنګ ئې پۀ دغه نسلونو کښې يو شمېر نفسياتي ناروغۍ هم پېدا کړې چې پۀ تشخصي بڼه ورته هغه پاملرنه نۀ پۀ دغه وران ويجاړ وطن کښې ممکنه وه او نۀ د دغه خلقو علمي توان دومره ؤ چې د علاج او تشخيص پۀ لټه کښې شي.

د ذهني صحت يا روغتيا پۀ حواله نن هم د دغه ملت کچه ډېره لوړه ده چې د نزدې ګاونډيانو پۀ نسبت د دغه ناروغيو شمېر پنځوس سلنه زيات دے. د دغه ملت د ناروغيو پۀ حواله نړیوال د روغتيا سازمان (world Health Organization) پۀ خپل تازه راپور کښې ليکي:

Decades of conflict have lef an estimated 800,000 Afghans (2.70% of the population) with a rage of severe disabilities. The main categories of disability are physical (37%), sensory (26%) and multiple disabilities (46%). Between 60-80% of people with disabilities live in rural and informal urban settlements. The provision of rehabilitative services to people living with disabilities is hindered by a lack of institutional expertise, trained practitioners and skilled teachers and by weak community knowledge and physical barriers to treatment. The remoteness of services and lack of funding often hampers access to services for vulnerable groups. Only 21 out of 34 pronvices have physical rehabilitation services.

پۀ دغه نار,غيو کښې غوڅ نيم نېغ پۀ نېغه د ذهني صحت يا روغتيا ستونزې دي چې د وسائلو د کمبوت او د خلقو د ټيټې ذهني درجې لۀ کبله مکمل پټ او ماسک شوي دي .دغه ناروغيو کښې لوړه کچه د ډپرېشن ده چې د يوې سروے مطابق هر درېم کس د دغه ناروغۍ ښکار دے چې لاملونه ئې اوږد مهاله جنګي ماحول، بې وزلي او غريبي ده. د يوې احصايه لۀ مخې پۀ افغانستان کښې صحي اسانتياوې ډېرې کمې دي. پۀ دغه اړه ډبيلو اېچ او پۀ يو بل راپور کښې لاملونه داسې پۀ ګوته کړي دي:

Ones who experience stigma and human rights violations; mental Drug abuse disorders are not the only health care providers in the formal and informal sectors also report this.

Despite the high number of people suffering from mental health problems in the country, the mental services available are limited and of low quality and inadequate financing of mental health and psycho-social interventions.

چې د دغه ستونزو لۀ کبله خلقو ته يو شمېر مشکلات دي او هغوي نۀ شي کولے چې ځانونه او خپلې کورنۍ د داسې ستونزو نه راوباسي.

د يو مکمل قبائلي جوړښت پۀ شتون کښې داسې اسانتياوې اولس ته برابرول زښت ګران کار وي. کۀ څۀ هم دولت پۀ نزدې وختونو کښې دغه ستوتزو ته پاملرنه کړې ده خو لا ډېر کار پاتې دے تر څو افغان ټولنه د دغه ستوتزو نه راوتو کښې بريالي شي. دغه اعداد شمار کښې د نشئي توکو اخصايه لا شامل نۀ ده خو بيا هم پۀ ډېره لوړه کچه د افيمو استعمال شتون لري او ښارونو کښې د الکوحل استعمال پۀ وروستنو وختونو کښې زيات شوے دے چې د يو شمېر مذهبي او کلتوري مانع کوونکو عواملو لۀ کبله ئې مکمله څېړنه لا نۀ ده شوې.

د جنګ ځپلي هېوادونو يوه بله مهمه نفسياتي ستونزه د دغه ځاے د خلقو فکري او نظرياتي شخړې وي چې د دغه وګړو پۀ سماج کښې عمومي بدلون او ستونزې پېدا کوي. داسې خلق چې معلوماتو ته پوره بر لاسي نۀ لري نو هره نوې نعره او فکر ئې د ځان سره پۀ اسانه روانولے شي .پۀ افغانستان کښې پرله پسې جګړې او بې ثباتي د دې لامل شو چې د خلقو پۀ عمومي نفسياتو کښې د لوږې فقر سره سره تشدد اوجنګ راوستے شو چې دغه خلقو بيا د خپل منځی شخړو د حل د پاره چې يو پوخ جرګه سسټم درلود، هغه هم د منځه لاړو نو نېغ پۀ نېغه تشدد لا پسې د خلقو ستونزې زياتې کړې.

جنګ فقر زېږوي او فقر د ټولو جرمونو مور وي – د افغان وطن د تېرو پنځوسو کالو دوامداره بد امنۍ او جنګونو دغه خلق د فقر سره مخ کړل، کورونه ئې کنډرونه شول، د مهاجرت پۀ تقدس سره بې سروسامانه کډوالۍ سره مخ شول، ااقتصادي وضع ئې خرابه شوه؛ فکري، نظرياتي، سياسي او سماجي توګه دغه خلق او ملت مات رامات شو چې نېغ پۀ نېغه دغه ضربې د ذهني فقر او دماغي خړپړتيا سوب شو. ټولنه د خپل مسير نه پۀ بېلابېلو لارو روانه شوه، سياسي شعور د ختمولو د پاره د مذهب غلطه تشريح وشوه او د نړۍ او د ګاونډيانو دسيسې د خداے د لوري د امتحان او عذاب پۀ شکل کښې خلقو ته معرفي شوې. دغه عمل چې ذهني فقر ئې را منځ ته کړو نو د سالمې ټولنې پرمختګ پۀ ټپه ودرلولے شو خو بيا هم د يو تکړه ملت دغه وګړو د مات رامات ژوند پۀ ماتو پېښو دغه زاره چاودي مزل ته ملا ماته نۀ کړه.

د طالبانو د رژيم پۀ وروستنو وختونو کښې د کابل او جلال اباد اډې به د سوالګرو ماشومانو نه ډکې وې. دغه عمل ډېر ځوروونکے ؤ. ما دا هر څۀ ډېر د نزدې نه مشاهده کړي خو زما حېرانتيا به هغه حد ته ورسېده چې پۀ ډېرو بدو او خرابو حالتو کښې هم دغه خلقو پۀ پاکستان کښې د دوو روپیو کار ته غاړه اېښې خو چا ته ئې سوال ته لاس نۀ دے پورته کړے چې دغه مشاهده به مونږه ټولو لرو پښتنو کړې وي چې يو شپېتۀ کلن افغان بوډا به ګاډۍ کښې نېنې اچولې پۀ کوڅو ګرځېدلے وي خو چا ته به ئې لاس نۀ وي نیولے. دغه عمل دا څرګندوي چې ملي غرور، فکري سپېځلتيا او افغانيت دغه کارونه تر ننه بد ګڼل. زۀ دا خبره پۀ دعوې سره کوم چې کۀ داسې حالات پۀ بل چا راغلي وو نو شاید خلق به هم نۀ وو او وطن به ئې هم نۀ ؤ.

هغه لوټې لوټې ښارونه بيا اباد شول، د مکتبونو جال پۀ خورېدو شو، د لوبو د مېدانونو نه نېولې تر هر ډګره دغه مات رامات ملت خپل وطن ته ژمن پاتې شو او د ملت د بيا ودانۍ د پاره ئې پۀ ډېرو بدو او ورانو حالاتو کښې هم مټې رانغښتې دي چې وطن اباد شي.

د دغې خبرې نفسياتي څېړنه بيا هم د فرانز فېنن د دغه فکر پۀ رڼا کښې سنجولې شو چې د کالونيل دور غلامي ملت ماتوي نۀ بلکې ملت ورکوي. دغه وطن چې د کالونيل استعمار نه لرې پاتې ؤ نو سره د ډېرو کوششونو بيا هم د رګ او رېښې د پېوستون تارونه پاتې دي چې د دغه ماتو تارونو پۀ تنسته کښې دغه ملت بيا پۀ چټکۍ سره بڼل کېږي او هغه ورځ لرې نۀ ده چې دغه ملت به سيالو سره سيال شي او د نړۍ پۀ نقشه به د يو پرمختللي هېواد پۀ توګه څرګند شي.

د لرو پښتنو نفسياتي کړنې نېغ د دغه ځاےد تېرو سلو کلونو د سياسي، سماجي او معاشرتي ژوند سره تړلي د انګرېز سامراج او استعماریت او ورپسې د ‘رياستي قوم پرستۍ’ پۀ تسلسل کښې خورا زيات د بدلون سره مخ شوي دي. سياسي عمل، د سياسي علم پوهه، تاريخ او د تاريخ سره تړلي د دغه وړو قامونو اتلان هر څۀ پۀ نوې بيانيه کښې ورک او بې درکه شوي دي .دغه عمل د رياستي چوکاټ د مختلفو پروژو او هم د دولتي ادارو خپلو خپلو اکایانو پۀ يو مضبوط ميکانزم مخ پۀ وړاندې بوولي دي چې دغه عمل د دې سوب شو چې خلق د Derealisation او Depersonalization ښکار پاتې شو چې دغه خالصتاً شخصي نفسياتي ستونزې د شخصي نه عموميت خپل کړې دي او پوره قامونه د دغه ښکار پاتې شوي دي. مونږ دغه عمل چې د پښتنو، بلوچو، سندهیانو او سرائيکانو پۀ عمومي رويو کښې ليدلے کتلے او اورېدلے شو، خو دا هم رښتيا دي چې د دغه عملونو او دسسيو پر خلاف پۀ دغه قامونو کښې د قامي تحريکونو بڅري ژوندي پاتې شوي دي او دغه قامونو ته ئې خپله مدعا او بيانيه پۀ ډېرو سختو شرائطو کښې رسولې ده.

پۀ عموميت کښې دغه خلق د Reductive adaptation ښکار پاتې کړے شوي دي چې ډېره لږه ورکړه باندې هم دوي صابر او شاکر دي چې دغه عمل هم د استعماريت د زور، جبر او ښکېلاک پايله ده چې ډېر کم خلق ئې حس کولے شي. فرانز فېنن پۀ دغه لړ کښې چې کوم لوے خطر د حس او احساس خبره کوي هغه د دغه قامونو د دانشورې طبقې سره تړاو لري چې دغه طبقه هم سخت د کنفیوژن ښکار کړې شوې وي – کۀ څۀ هم د دغه طبقې نه د محکوم قام د پاره د محکوميت د خاتمې د پاره د پلان سوچ فکر او لائحه عمل غوښتنه کېږي خو دوي پۀ خپله هم د مقبوليت د بيانيې نه د راوتلو نۀ خو توان لري او نۀ د توان لاس ته راوړلو د پاره زيار باسي چې دغه يو مسلسل جبر وي. ځکه فرائيډ نېغ د تشدد خبره کوي او ازادي خپلواکي لاس ته راوړلو د پاره د علم پوهې تجربې نه زيات پۀ سياسي تشدد باوري دے چې د هغۀ دغه سوچ سره اختلاف لرونکي بيا هم ډېر زيات دي.

د لرو پښتنو يواځینے حل د خپل قام د رګ او رېښې سره کلک پېوستون، تاريخ لوستنه، قامي سياسي ګوندونو کښې ګډون او د دغه ګوندونو پۀ شا ودرېدل دي ګنې دغه جبر به دوي نور هم مات کړي، نور به ئې هم د خپل نیوکلس نه وشوکوي او نور به ئې هم د خپل قامي ویاړ نه لرې، خپلو شتمنیو نه بې برخې، د خپلو وسائلو اختیار نه محرومه او د خپل ژوند د بې ثباتۍ سره مخ کړي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …