‘افغانستان او باچا خان’ ‘افغانستان ته د باچا خان تګ’ – محمد اقبال وزیري

 

‘د باچا خان اندونو او مبارزې ته لنډه کتنه’

د دانش خپرندوې ټولنې تخنیکي څانګه، 1388ل/ 2010ز، مخونه 124-108

باچا خان ته د لومړۍ نړیوالې جګړې د پېل کېدو نه وروسته دا فکر پېدا شو چې بايد کابل ته لاړ شي او د انګليسانو پر ضد مبارزه کښې د امير حبيب الله خان د حکومت مرسته تر لاسه کړي. هغۀ فکر کوۀ چې افغانستان يو ازاد او زورور حکومت دے، کۀ چرې وغواړي نو د پېرنګيانو خلاف زمونږ ډېره مرسته کولې شي خو د ځينو لاملونو لۀ کبله افغانستان ته د دۀ تګ ونۀ شو. بل ځل هغه مهال چې پر دوي د انګرېز لۀ خوا زور او زياتي ډېر شول او د دۀ بندي کولو وېره رامنځ ته شوه نو بيا ئې هوډ وکړو چې افغانستان ته لاړ شي خو پلار ئې د تلو پۀ مهال د لارې نه بېرته راوګرځوۀ او د انګرېزانو لۀ خوا بندي شو.

خو کله چې امان الله خان د افغانستان خپلواکي وګټله نو افغانستان ته د مهاجرت پۀ جريان کښې د خپلو انډيوالانو پۀ ټينګار کابل ته لاړ او هلته ئې د باچا امان الله خان، محمود طرزي، محمد نادر خان، د هغۀ د وروڼو او نورو افغاني مشرانو سره وکتل.

باچا خان وائي چې امان الله خان مونږ ته ووئېل چې زۀ د پېرنګي د جنګ زور نۀ لرم، کۀ تاسو پۀ کومه طريقه ورسره جنګ کولے شئ او خپل ملک ازادولے شئ، زۀ هرو مرو ستاسو مرسته کوم. دے بېرته پېښور ته راستون شو او د پښتنو د ټولنې د سمون پۀ چارو بوخت شو.

د امان الله خان د رانسکورېدو وروسته باچا خان او ملګرو ئې هڅه وکړه چې خپلو افغان وروڼو سره مرسته وکړي او د امان لله د بيا واکمن کېدو کښې خپله ملي دنده تر سره کړي خو د انګليسانو لۀ خوا ئې مخنيوے وشو. د امير امان الله خان پۀ رانسکورېدو د ډیورنډ د کرښې هغې خوا افغانان زيات خفه شول. پۀ دې کار کښې د روحانينو د رول لۀ مخې چې د دۀ پۀ پرزولو کښې ئې درلود، د ملايانو پۀ وړاندې د خلقو زياته کرکه پېدا شوه چې د تورسم خان د شعر د لاندې بېتو څخه ښه څرګندېږي:

ما وې دا سړے زمونږ قوم کښې خلل دے
اوس دې ولید چې د ږیري خاوند غل دے
جج

بيا هغه مهال چې نادر خان او وروڼه ئې د فرانس نه پېښور ته راغلل نو باچا خان د دوي سره وکتل او هڅه ئې وکړه چې د سقاوي داړا مارو نه د افغانستان ژغورلو پۀ هڅو کښې امان الله خان او نادر خان يو غږي شي؛ خو کله چې نادر خان يو تيارے ونۀ ښود چې کندهار ته لاړ شي او د امان الله خان سره يو ځاے شي نو دۀ ته د نادر خان پۀ حقله شک پېدا شو. کۀ څۀ هم نادر خان د باچا خان سره وعده وکړه چې دے د امان الله خان د باچا کېدو لپاره هلې ځلې کوي خو د کابل د نيولو وروسته ئې واک پۀ خپل لاس کښې ونيوو.

نادر خان د کابل د نيولو خبر د يوۀ تلیګرام پۀ ترڅ کښې باچا خان ته ورکړ او د ډیورنډ د تش پۀ نوم کرښې هغې خوا پښتانۀ او بلوڅ او پۀ ځانګړې توګه د سرحد صوبې خلق ډېر خوښ شول او زياتې خوشحالۍ ئې وکړې. خو باچا خان چې کله خبر شو چې نادر خان پۀ خپله باچا شو نو ډېر بد اغېز ئې ورباندې وکړ، ځکه نادر خان د دۀ سره وعده کړې وه چې امان الله خان به باچا کوي. دے ليکي:

“کابل د 1929ز کال پۀ اکتوبر کښې فتح شو او نادر خان د خپلې بادشاهۍ اعلان وکړو. پۀ دې خبره مونږ ډېر حېران شو، ولې چې داسې کار ئې وکړو چې زمونږ پۀ خوب او خيال کښې نۀ ؤ؛ ځکه هغۀ زمونږ سره وعده کړې وه چې زۀ به نۀ باچا کېږم. د نادر خان بې وفايۍ زمونږ پۀ خلقو ډېر خراب اثر کړے ؤ، ليکن مونږ څۀ کولے شو. مونږ دا خبره خداے ته پرېښوده چې خداے دې سزا ورکړي، چې بيا څوک قوم سره داسې قیصه نۀ کوي.

د دې لپاره چې لوستونکي پۀ دې حقله پۀ واقع بينانه توګه خپل قضاوت وکړي، لازمه ګڼم چې د امان الله خان او نادر خان پۀ اړيکو لږه رڼا واچوم.

نادر خان د سردار يحيٰ خان نمسے او د يوسف خان زوے ؤ. د دۀ نيکۀ سردار يحيٰ خان چې د امير محمد يعقوب خان سخر ؤ، هغه مهال چې امير عبدالرحمان پۀ کابل کښې واکمن شو، انګرېزانو هندوستان ته بعيد کړ. د نادر خان پلار يوسف خان او ترۀ اصف خان پۀ هندوستان کښې زدکړې وکړې چې بيا د يوسف خان زامنو عبدالعزيز خان، محمد هاشم خان، شاه ولي خان، شاه محمود خان او نادر خان پۀ هند کښې د انګرېزانو پۀ ښوونځو او پوهنتونو کښې زدکړې وکړې او د انګرېزانو د ژبې او سياست سره بلد شول.

امير حبيب الله خان د خپل پلار د مړينې وروسته هغه کسان چې بهر ته تبعيد شوي وو، بېرته هېواد ته د راتلو اجازه ورکړه. پۀ دې توګه د محمود طرزي او د سردار يحيٰ خان کورنۍ هم افغانستان ته راستنې شوې. د نادر خان خور د امير حبيب الله خان مېرمن وه او د امان الله خان دوه خوېندې د شاه ولي خان او شاه محمود خان مېرمنې وې. پۀ دې ترتيب دوي د خپلوۍ نزدي اړيکې درلودې. نادر خان د جنګ د ډلې غړے او هم فکرے ؤ چې سردار نصرالله خان ئې مشر او عنايت الله خان، امان الله خان او محمود طرزي ئې غړي وو چې د امير د تیرور د ناکامۍ نه وروسته دا ګوند پټ شو. نادر خان د انګرېزانو ضد جګړه کښې د پکتيا پۀ محاذ کښې پۀ ټل او واڼه کښې لوے برے تر لاسه کړ او پۀ دې ترتيب ئې د خپلواکۍ پۀ ګټلو کښې د قدر وړ رول ولوبوۀ. د خپلواکۍ د جګړې وروسته امان الله خان دے د دفاع د وزير پۀ توګه وټاکۀ.

لکه چې د مخه مو يادونه وکړه، د امان الله پر ضد ساتنپالو، روحانيونو او جمهوريت غوښتونکو مبارزه کوله او پۀ راز راز دسيسو لګيا وو چې د امان الله د واکمنۍ پۀ راپرزولو کښې ئې ټاکونکے رول ولوبوۀ. پۀ دې لړ کښې جمهوريت غوښتونکو چې پۀ سر کښې ئې محمد ولي دروازي ؤ او صديق خان چرخي او یو شمېر نور دولتي کسان غړي وو، دا پلان درلود چې امان الله د پوځي کودتا لۀ لارې رانسکور کړي. نادر خان د دفاع د وزير پۀ توګه د دوي پۀ وړاندې لوے خنډ ؤ. دوي وپتيله چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره بايد نادر خان د دفاع د وزارت نه ګوښه او پر ځاے ئې محمد ولي دروازي د دفاع وزير شي. لۀ دې کبله دوي د دسيسو پۀ جوړولو پېل وکړ.

قیصه داسې وه چې محمد هاشم خان غوښتل چې د امان الله خان د خور سره وادۀ وکړي. امان الله خان هم ورباندې راضي ؤ خو د امان الله خان خور د هاشم خان سره د وادۀ کولو سره هو کړه ونۀ کړه. لۀ دې کبله امان الله خان د خپل لوظ نه، چې خپله ګرانه خور هاشم خان ته پۀ نامه کړي، پۀ شا شو. د دغې موضوع نه دسيسه ګرو د باچا امان الله خان او محمد نادر خان تر منځ د نفاق اچولو پۀ موخه ګټه پورته کړه او پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ دغه دسيسه د علي احمد منشي د ليکنې پر بېنسټ داسې بيانوي:

“دوي د محمد نادر پر ضد پۀ دسيسو لاس پورې کړ او باچا امان الله ئې پۀ پټه قانع کړ چې هغه او ورور ئې محمد هاشم د هغۀ د خور نور سراج پۀ سر لۀ هغۀ نه اوښتي او پۀ دې لټه کښې دي چې هغه خپله کړي او کۀ هسې ونۀ شول پۀ دغې لار کښې ځانونه يا امان الله خان ووژني. دا هغه وخت ؤ چې امان الله خان د خپل لوظ نه اوښتے ؤ چې دغه خور محمد هاشم ته پۀ نامه کړي. پۀ عېن حال کښې دسيسه ګرو محمد نادر ته ورسوله چې امان الله دغه خور د کورنيو چارو وزير عبدالعزيز ته پۀ نامه کوي. دسيسه ګر پۀ دې ډول بريالي شول چې امان الله خان ته د محمد نادر خان وفا لرل خنثي کړي او امان الله خان د هغو نه بېګانه کړي. دسيسه ګرو محمد نادر ته وروسته لۀ هغه چې هغۀ د خپل ځان پۀ اړه د امان الله خان پۀ اوړېدلي سلوک خبر شوے ؤ، دا هم ورسوله چې امان الله خان د هغۀ د ډېرېدونکي نفوذ نه اندېښمن دے او پۀ دې لټه کښې دے چې نسکور ئې کړي. دسيسه ګرو پۀ عېن حال کښې يو سړي وګمارو چې پۀ محمد نادر ډزې وکړي – هغۀ پرې ډزې وکړې او محمد نادر هغه د امان الله خان پۀ لمسونې وګڼلې او ځان ئې د ناروغ پۀ پلمه کور کښې ايسار او د جنګ لۀ وزارت نه ګوښه کړو. هغه د خوست تر بلوه پورې پۀ کور کښې ؤ خو پۀ بلوه کښې ئې لاس نۀ درلود. پۀ داسې حال چې مخالفانو ئې باچا ته رسوله چې هغه پکښې لاس لري.

محمد حسن کاکړ زياتوي چې امان الله خان د جنګ لۀ وزارت نه د محمد نادر خان پۀ لرې کولو سره چې مسلکي جنرال ؤ او پر ځاے ئې د محمد ولي پۀ ټاکلو سره چې يو غېر مسلکي مامور ؤ، پوځ غټه صدمه ولېدله. محمد نادر خان پۀ فرانس کښې سفير وټاکل شو او فرانس ته لاړ. هغۀ هلته د سفارت نه استعفيٰ ورکړه او پۀ فرانس کښې پاتې شو.

امان الله خان اروپا ته د خپل سفير پۀ جريان کښې د نادر خان سره ولیدل او دۀ ته ئې هېواد ته د بېرته راستنېدو وړانديز وکړ. نادر خان د دې وړانديز منلو لپاره امان الله خان ته ووئیل چې دے پۀ دې شرط بېرته هېواد ته راستنېدے شي چې امان الله خان محمود طرزي، محمد ولي دروازي، غلام صديق چرخي او نور د خپلو دندو نه ګوښه کړي. امان الله خان د نادر خان شرط ونۀ مانۀ.

کله چې امان الله خان د واک نه ولوېد او اړ شو چې هېواد پرېږدي نو اټاليا ته لاړ. د نادر خان د واکمنۍ پر ضد د امان الله خان پلويانو مبارزه پېل کړه. د دې مبارزې پۀ يون کښې د دوي تر منځ پخلا کېدونکے ټکر واقع شو. نادر خان د دوي سره هم افراطي برخورد وکړ چې د څرخيانو پۀ وړاندې د دۀ قهرژن برخورد ئې ښه بېلګه ده. دغه کړو خپل غبرګون راوپاروۀ چې د عبدالعزيز او پۀ خپله د نادر خان تیرور ئې منځ ته راوړو.

د امان الله خان او نادر خان تر منځ د اړيکو خړپړتيا د محمد ولي دروازي پۀ مشرۍ د جمهوري غوښتونکو د ناوړه دسيسي زېږنده ده. د امان الله خان د بېرته واکمن کېدو چانس لږ يا هېڅ نۀ ؤ او زمونږ دوو سترو اروپائي ګاونډيانو ئې هم پلوي نۀ کوله. نادر خان هم د هغۀ سمونونه د سره خو ګام پۀ ګام پېل کړل. د نوو شرائطو غوښتنه دا وه چې خدائي خدمتګارو او نوو افغان واکمنو پۀ خپل منځ کښې اړيکي ټينګې کړې او د خپلو ستونزو د حل لپاره ئې صلاح او مشورې کړې وې او د افغانانو د ستونزو د حل لپاره ئې ګډه ستراتيژي جوړه کړې وه او هغه مهال د شرائطو د غوښتنې سره سم ئې د هغې پۀ پلي کولو کښې ګډې هڅې کړې وې. خو د خواشينۍ ځاے دے چې د دوي تر منځ همغږي ونۀ شوه او پۀ کړو وړو کښې ئې تناقضونه موجود وو. فکر کوم چې يو لامل دا هم ؤ چې د ډیورنډ تش پۀ نامه کرښې هغې خوا پښتانۀ او بلوڅ چې د انګليسانو د نيواک او ظلم لاندې وو، د خپلې ازادۍ لپاره مبارزې ته اړ وو او دوي د خپلو افغانانو وروڼو نه د مرستې هيله درلوده خو افغان واکمنو د دوي سره د مرستې کولو وس نۀ درلود او کله کله ئې ناغېړي هم کوله.

اوس به اصلي موضوع ته راوګرځم.

باچا خان د پاکستان د جوړېدو څخه اتلس کاله وروسته د درملنې لپاره اروپا ته لاړ. پۀ دې اتلسو کالو کښې غفارخان پينځلس کاله پۀ زندان يا نظر بندۍ کښې تېر کړي دي. دۀ پۀ انګلستان کښې درملنه وکړه. دۀ غوښتل چې د يو شمېر پښتنو پۀ بلنه امريکه ته لاړ شي خو د امريکه متحده ايالاتو باچا خان ته ويزه ورنۀ کړه او د انګلستان څخه لومړے مصر او د هغه ځايه د 1964ز کال د دسمبر پۀ دولسمه نېټه افغانستان ته راغے. د افغانستان واکمنو د باچا خان تود هرکلے وکړو او د افغانستان خلقو د باچا خان سره زياته مينه څرګنده کړه. باچا خان پۀ ټول افغانستان کښې وګرځېد،د افغانستان د ټولو مېشتو قومونو د خلقو سره ئې ولیدل او د ټولو وروڼو قومونو د خلقو د ژور درناوي او مينې سره مخامخ شو. خو بيا هم د افغانانو د بهرنو کورنو دښمانانو د خلقو سره د باچا خان تګ راتګ نۀ خوښېدو او پۀ دغه لاره کښې ئې خنډونه پېدا کول. د نمونې پۀ توګه عبدالله بختانے وائي چې يوه ورځ باچا خان د دۀ مېلمه ؤ او حاجي راهدار باچا خان ته ووئېل،

“خلق ستاسو د لېدو ډېر ارزومن دي، دغسې چې کله کله کلو ته راشئ او خپل خلق وګورئ، ډېر به ښۀ وي.” بابا ووئېل، “ما دغه مدير صاحب نۀ پرېږدي )د قبائلو مدير ته ئې اشاره وکړه او مراد ئې د افغانستان حکومت ؤ(. زۀ پۀ کلو کښې ډېر خوشحاله يم چې خپل قام عزيز سره کښېنم خو څۀ وکړم؟ دې مدير صاحب پۀ کوټنۍ کښې کښېنولے يم او خلقو ته مې نۀ پرېږدي ګنې زۀ خو همدردۍ ته راغلے يم چې تاسو عزيزانو سره کښېنم، تاسو سره وګورم او تاسو سره وغږېږم.”[1]

زما ښۀ پۀ ياد دي چې يوه ورځ د خوشحال خان پۀ لېسه کښې د باچا خان پۀ وياړ غونډه جوړه شوې وه.د غونډې پۀ پاې کښې باچا خان وېنا وکړه او پۀ دغه وېنا کښې ئې ووئېل،

“زۀ چې افغانستان ته راتلم نو د تونل پۀ اخر کښې د رڼا يو څرک ښکارېدۀ خو اوس هغه څرک هم نۀ ښکاري.”

د نوموړي دې وېنا پۀ مونږ زيات اغېز وکړو او د دۀ د تګ نه وروسته مونږ د خوشحال د لېسې زده کوونکو لاريون وکړ او د ښار پۀ لوري روان شو. د ارتن پلۀ ته لا نزدې شوي نۀ وو چې د وسله وال پوځ ټولګي راورسېدل او مونږ ئې د ښار تګ ته پرې نۀ ښودو. بېرته راوګرځېدو او پۀ ګزرګاه کښې د پلۀ نه پورې شو او د ‘دار الامان’ د سړک پۀ لوري روان شو. د دار الامان سړک ته لا رسېدلي نۀ وو چې بيا د وسله وال پوځ ټولګي زمونږ مخې ته ودرېدل خو زده کوونکي ډېر پۀ احساساتو راغلي وو او چارواکې اړ شول چې مونږ پرېږدي چې دار الامان ته لاړ شو چرته چې باچا خان اوسېدۀ. پۀ دار الامان کښې باچا خان زمونږ مخې ته راووت، مونږ ته ئې لنډې خبرې وکړې او مونږ ئې وخوښولو چې بېرته ښوونځي ته وګرځو او مونږ ډلې ډلې بېرته د خوشحال لېسې ته راوګرځېدو.

داسې ښکارېده چې پۀ افغانستان کښې ټاکلو کړيو نۀ غوښتل چې غفار خان دې خپلې موخې خلقو ته ورسوي. ولي خان ليکي،

“د افغانستان د طرفه نه هم ګوتې وهل شروع شول. دا نۀ چې ګنې د دې خدائي خدمتګارۍ د ذهن مقابله پۀ افغانستان کښې دننه د باچا خان سره وکړي بلکې دلته چې پۀ 1970ز کښې انتخابات کېدل نو د حکومت افغانستان د طرف نه د هغه وخت دوه وویشت (22) لکهه روپۍ د قيوم خان پۀ انتخابي مهم کښې چنده ورکړې شوې وه. د افغانستان د جانبه نه د چندې دا رقم هم ننګ يوسفزي قيوم له راوړو چې زمونږ خلاف استعمال شي.”

پۀ دې حقله د ولي خان سره د روان فرهادي مرکه ډېره پۀ زړۀ پورې ده او د هغې نه د افغانستان د ځينو چارواکو دريځ د پښتونستان د مسئلې پۀ حقله ښۀ څرګندېږي چې زۀ د هغې لنډيز لوستونکو ته وړاندې کوم.

د روان فرهادي سره د ولي خان د مرکې لنډيز:

ولي خان د پلار د لیدو لپاره د انګلستان څخه د سترګو د درملنې وروسته کابل ته راځي او يوه ورځ روان فريادي ورته راځي او ولي خان څخه هيله کوي چې د نوموړي سره خبرې اترې وکړي. د خبرو پۀ پېل کښې روان فرهادي د ولي خان څخه ګيله کوي چې ګو کۀ دۀ اوس د پښتنو او پښتونستان سياست پرېښود او د ټول پاکستان سياست ته ئې مخه کړه.

ولي خان د روان فرهادي څخه پوښته کوي چې دا تاسو پښتونستان څۀ شي ته وایئ؟ ولي خان دا پوښتنه د افغانستان د باچا څخه هم کړې وه خو باچا ورته وئيلي وو چې د صدر اعظم محمد هاشم مېوندوال سره وګوره؛ هغه به ځواب درکړي. مېوند وال هم د خپلې کتنې پۀ ترڅ کښې ځواب نۀ ؤ ورکړے. روان فرهادي ولي خان ته وئيلي وو چې دا کليمه د کوزې خوا څخه راغلې ده نو دا ځواب بايد تاسو پۀ خپله وواياست.

ولي خان ځواب ورکوي چې لومړے ځل د پښتونستان موضوع پۀ هغې ټولپوښتنې )رېفرنډم( کښې چې د سرحد صوبه دې د هندوستان يا دې د پاکستان سره يو ځاے شي، د بنو تاريخي جرګې راپورته کړه. دې جرګې وړانديز وکړ چې پۀ ټولپوښتنه کښې دې د سرحد صوبې خلقو ته د خپل سر نوشت د ټاکلو حق يعني د پښتونستان خپلواک دولت د جوړېدو موضوع هم شامله کړې شي. دوېم ځل کله چې باچا خان نه د پاکستان پۀ پارلېمان کښې پوښتنه وشوه چې د پښتونستان څخه مو موخه څۀ ده نو هغۀ ووئېل چې د سرحد صوبه دې د پښتونستان پۀ نامه ياده شي.

ولي خان روان فرهادي ته وائي چې دا تاسو جشنونه نيسئ او راډيو کښي د پښتونستان پروپېګنډه کوئ نو دا ستاسو مقصد د پښتونستان څخه څۀ شے دے؟ تاسو څۀ غواړئ؟ ولې مو د پاکستان سره اړيکې خړې پړې کړې دي او پۀ نړیواله توګه مو پۀ دې مسئله هندوستان او شوروي اتحاد ملګري کړي دي؟ خو چې تاسو نۀ واياست نو زۀ به ئې درته ووايم.

د پښتنو کورنو او بهرنو دښمنانو د مغلو، سکهانو نه تر انګرېزه پورې د پښتنو د کور د ورانولو لپاره د پښتنو دنياوي او ديني مشران لکه خان، ملک، ملا او پير استعمال کړي دي او د پښتون کور ئې ټوټې کړے نو لنډه دا چې دا ټوټې شوے قوم بيا يو ځاے نۀ شي او د افغان کور بيا راټول نۀ شي تر هغه به پښتون قوم خپل پخواني برم او مقام ته ونۀ رسي. دغه مو هدف دے، دغه مو مرام. زۀ ځان ته قطعاً پښتونستانے نۀ وايم، ځکه دغه خو هم هغه د پېرنګي خبرې تسليمول دي چې افغان جدا او پښتون جدا.

روان فرهادي بيا پوښتنه وکړه چې څنګه به حل کېږي؟ ما ورته ووې، نن پښتون پۀ درې برخو وېشل شوے دے – افغانستان، قبائلي علاقې او د تاسو پۀ اصطلاح بل محکوم پښتونستان – د حل لارې ئې درې دي.

  1. افغانستان دې راپاڅي ځکه چې الوتکې، ټانکونه، توپې او نور قوت لري او پاکستان ته دې ووائي چې دا سيمې خو زما نه پېرنګې پۀ زور نيولې وې، اوس چې هغه نشته نو زۀ دا خپلې سيمې لومړے پۀ سوله غواړم او کۀ نه نور وسائل کارولے شم. روان فرهادي وائي چې د ملي او نړېوالې وضعې لۀ مخې دا امکان نۀ لري.
  2. د چتراله تر وزيرستانه پورې د قبائلي علاقې پښتنو سره دې پۀ پټه افغانستان مرسته وکړي او هلته به مونږ پورته شو – پۀ دې حقله څۀ وایې؟ دا هم امکان نۀ لري.
  3. بيا چې زۀ قبائلي وروڼو ته مخه کړم چې ګورئ مونږ او تاسو د ازادۍ د نعمت نه محروم يو، راځئ چې سره يو لاس شو او خپل وطن کښې خپل حق لاس ته راوړو نو قبائلو فېصله کړې وي يا نۀ خو بيا هم فرهادي صاحب د خېبر نه سر راپورته کړي چې ولي خانه! دا امکان نۀ لري – يعني مطلب دا چې نۀ راسره مرسته کوي، نۀ قبائل پرېږدي او بيا چې د کور دننه ملګري پېدا کوم، پۀ هغې هم ناراضي یې! یعني معلومېږي چې تۀ هم زما پۀ غلامۍ خوشحاله يې!

نو دا به سړي ته ډېره د منافقت خبره ښکارېده چې پۀ راډيو کښې به ئې د بابړې د شهيدانو پۀ روح مشاعرې کولې او دې خوا به ئې د بابړې د قاتل قيوم خان سره مرسته کوله.

اوس به اصلي موضوع ته راوګرځم.

غفار خان د بهټو د واکمنۍ پۀ وخت کښې د لرې پښتونخوا د مشرانو پۀ ټینګار بېرته پاکستان ته لاړ چې د سرحد پۀ صوبه کښې د ‘ملي عوامي ګوند’ د ټاکنو پۀ ګټلو سره د دوي د پروګرام پۀ پلي کولو کښې د پښتنو خدمت وکړي. خو د بهټو حکومت د ناوړه سياست لۀ امله باچا خان او د پښتنو نور مشران جېلونو ته وغورځول چې هم هغه وخت اجمل خټک د خپل پلرني ټاټوبي پرېښودو ته اړويستل شو او افغانستان ته لاړ شو. باچا خان وروسته بېرته افغانستان ته ستون شو. دۀ هلته خپل ټول توان وکاروۀ چې د افغانانو پۀ ويښولو او روښانولو کښې مرسته وکړي او خپل اندونه ورسره ګډ کړي او صلاحوې ورسره وکړي.

باچا خان د ثور د انقلاب نه وروسته هڅه وکړه چې د افغانستان ‘خلق دیموکراټيک ګوند’ يو والے وساتل شي خو دغه يو والے د يوې خوا د ګوند د مشرانو د ځان غوښتنو او د بلې خوا د کے جي بي د لاس وهنې لۀ امله پاتې نۀ شو. دۀ هغه وخت انقلاب د هېواد د ابادۍ لپاره ښۀ ګڼلو خو د ګوند مشران ئې خپلو تېروتنو ته متوجه کول. دے نورمحمد ترکي ته پۀ خپل ليک کښې يادونې کوي چې خلق زمونږ او ستاسو پۀ راتګ خوشحاله دي؛ دۀ خلقو سره بايد ښۀ وچلېږو، ورته خدمت وکړو او خوشحاله ئې وساتو چې د تل لپاره زمونږ تر شا ودرېږي. خيال ساتئ چې مونږ بايد داسې ونۀ کړو چې خلق زمونږ د بد چلند، ظلم او ستم پۀ سبب بېرته د هم هغو بادشاهانو پۀ ارمان شي. دا به هم زمونږ او هم د دې وطن ډېره لويه بدبختي وي.

خو پۀ افغانستان باندې د شوروي وسله وال يرغل وروسته د باچا خان خيال او فکر بدلون مومي. نوموړے پۀ خپل ليک کښې کارمل ته پۀ ښکاره وائي چې تۀ خو دې خپل ملک او قوم ته وګوره! اباد شو او کۀ بربادشو؟ پۀ دنيا کښې چې پۀ هر ملک کښې انقلاب شوے دے يا کميونزم راغلے دے، هغه ملک اباد شوے دے خو مونږ پرې برباد شو. انقلاب بدلون ته وائي، دا انقلاب نۀ دے او نۀ کميونزم دے. دا د دوو ډلو پۀ منځ کښې جنګ دے؛ يوې ډلې سره امريکه او د بلې ډلې سره روس امداد کوي او د دواړو خواو نه تباه کېږو مونږ – د دې نه څرګندېږي چې باچا خان پۀ ژوره توګه د هېواد پېښې څارلې او د پېښو د واقعي يون سره سم د دۀ خيال او فکر بدلون مومي.

خو کله چې باچا خان د شورويانو او کارمليانو کړۀ وړۀ پۀ خپلو سترګو ويني چې د افغانانو او پۀ ځانګړې توګه د پښتنو د تباه کولو پۀ موخه ئې پۀ ډېرې بې رحمۍ سره تر سره کوي نو بيا خپل اواز پورته کوي او پۀ افغانستان کښې د هند سفير ته وائي،

“افغانان پښتانۀ به هېڅ کله کميونزم يا روسيه ونۀ مني.کميونسټان نۀ يواځې خلق بلکې اونې هم پۀ افغانستان کښې د منځه وړي. انقلاب پۀ يو ظلم اوښتے دے. مجاهدين د شپې وژنه کوي، روسي عسکر سحر وژنه کوي. نتيجه دا ده چې پښتون مري.

باچاخان هڅه کوي چې د دې موضوع حل ولټوي او د کارمل نه غواړي چې د بريژنف سره د دۀ د کتنې زمينه برابره کړي خو کارمل نۀ غواړي چې باچا خان د بريژنف سره وګوري. بيا د هند صدر اعظمې مېرمن اندرا ګاندهي ته پېغام لېږي چې يحيٰ وردګ د راج موهن ګاندهي د کتاب څخه اخذ کړي او بيا سيد عثمان سنجش پۀ خپله ليکنه کښې “باچاخان پۀ افغانستان کښې” رانقل کړي دي:

“ما تا ته پۀ څرګنده توګه تشريح کړل چې ټول افغانان د کميونسټانو پر ضد دي. ما تا ته هم وئيلي دي چې پۀ افغانستان کښې هېڅ وخت کميونزم حاکم کېدے نۀ شي. پۀ افغانستان کښې ماشومان، ښځې او سړي مري؛ تۀ پۀ خپل زړۀ کښې رحم نۀ لرې؟ تۀ ډېر څۀ کولے شې، ما لۀ تا څخه وغوښتل چې د بريژنف سره زما پۀ کتنه کښې مرسته وکړه. ما کارمل ته هم دغه غوښتنه وړاندې کړه خو هغۀ بخښنه وغوښتله، تۀ بايد پۀ دې اړوند يو څۀ وکړې، زۀ بايد بريژنف ته ووايم پۀ افغانستان باندې رحم وکړه! کۀ دۀ زما خبره وا نۀ ورېدله نو بيا به پۀ نورو لارو چارو باندې فکر وکړم تر څو خپلو خلقو هم افغانانو او هم پښتنو مشکلات حل کړم.”

دا لا هغه وخت دے چې بريژنف ژوندے ؤ او د دۀ دريځ پۀ افغانستان باندې د شوروي يرغل پۀ حقله ډېر روښانه او څرګند دے.

باچاخان پۀ 1987ز کال کښې هند ته د درملنې لپاره لاړ. هلته دے د درملنې لاندې ؤ چې يوه ورځ د درملنې پۀ جريان کښې کوما حالت ته لاړ او بيا د خپلې کورنۍ پۀ غوښتنه پېښور ته راوړل شو. باچا خان دا د پښتنو او افغانانو او د ټول بشريت خدائي خدمتګار د 1988ز کال د جنورۍ د مياشتې پۀ شلمه نېټه د پېښور پۀ لېډي رېډنګ روغتون کښې د دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او د خپل وصيت سره سم د جنورۍ د مياشتې پۀ دوويشتمه نېټه پۀ جلال اباد کښې خاورو ته وسپارل شو. روح دې ئې ښاد وي.

  1. خدمتګار، عبدالله بختاني، فخر افغان او افغانستان، پېښور 2008، مخونه 92-91

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …