مولانا محمد عنايت الله صاحب د بابا پۀ کتاب پۀ خپل قلم ليکلي دي چې:
“پۀ شلم مارچ 1994ز پۀ بېګم نسيم قاتلانه حمله وشوه، ډرائيور ئې شهيد شو او بېګم نسيم د موټر پۀ شيشو زخمي شوه. پۀ بېګم حمله څۀ د حېرت نۀ ده؛ پۀ باچا خان رحمة الله علېه قاتلانه حملې څو واره شوې وې، پۀ عبدالولي خان قاتلانه حملې شوې دي. د عدم تشدد د پېروکار نه د بدل خطره دښمن ته نۀ وي، ځکه دښمن داسې جرأت کوي.”
دا تحرير د کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ د سرورق پۀ شا ثبت دے. دا د ليکونکي ذاتي نسخه ده. د عدم تشدد پاليسي د قامونو او اولسونو د ابادۍ او خوشحالۍ د پاره ضروري ده. تشدد فساد پېدا کوي، فساد تخريب او وراني ته وائي. تخريب د تعمير پۀ ضد عمل دے. د یویشتم اکتوبر 1939ز د ‘پښتون’ مجلې پۀ مخ 26 د فضل رحيم ساقي د نظم ‘واقعات’ شعر دے:
همګي خراب تراب پۀ زمکه ښخ شول
چې عمل د چا دنيا کښې د تخريب دے
د ‘عدم تشدد’ پېروکار خان عبدالغفارخان د وړومبي نومبر 1939ز پۀ ‘پښتون’ کښې مخ اتم باندې د يکه توت د ميا سيد رحمان صاحب د خط پۀ ځواب کښې ليکي:
“زۀ خو وايم چې هر سړي ته د خپل عمل پۀ طرف توجه پکار ده. کۀ مونږ څۀ نېکنامي حاصلول غواړو نو پکار ده چې څۀ ښۀ کارونه وکړو او کۀ مونږ بدنامېږو نو پۀ بدعمل بدنامېږو. د بل پۀ عمل نکته چيني او سپکه وئيل د يو سړي نېکنامي هېڅ چرې نۀ شي کېدې.”
دا خبره د نن نه بابا اتيا کاله وړاندې کوي. نن هم د دې رويې ضرورت دے. باچاخان فرمائي:
“د هر تحريک مشر ته پکار دي چې پۀ هېڅ حالت کښې دروغ نۀ وائي” – ‘پښتون’، نومبر 1939ز،مخ8
هم د دې مجلې پۀ مخ 15 د باچاخان کارکنانو ته وېنا ده چې:
“تاسو چې څۀ وخت واپس خپلو خپلو ځايونو ته ورسئ نو خپل تمام وروڼه پۀ دې خبره پوهه کړئ چې زمونږ مخې ته چې کوم واقعات راتلونکي دي، د هغې مقابله به مونږ پۀ صبر سره کوو. ولې چې مونږ د عدم تشدد پابند يو او مونږ له د هژڅ قسم بې صبرۍ نه کار اخستل نۀ دي پکار او څوک چې صبر نۀ شي کولے نو هغۀ له پکار دي چې پۀ دې تکليفونو کښې ځان نۀ راولي.”
بله خبره باچاخان کارکنانو ته دا وکړه،
“)ملګرو ته ووایئ چې( زمونږ ډېر وروڼه چې جېلخانې ته لاړ شي هلته پۀ خپلو کښې ډلې، پرې جوړې کړي؛ قسم قسم بد اخلاقۍ کوي، نشې کوي او د دې خپلو کمزورو پۀ وجه د جېلخانې د ملازمانو خوشامندۍ کوي. نو داسې وروڼو له پکار دي چې خپله اصلاح وکړي او هېڅ داسې کار دې نۀ کوي چې هغه د خدائي خدمتګار پاک نوم سره نۀ ښائي.”
د صبر او ښکلي اخلاقو دا فلسفه اسلامي قراٰني فلسفه ده. سورۃ شوريٰ مکي سورت دے، د دې سورت پۀ ايت دیارلسم کښې وضاحت دے چې ستاسو د دين دا اصول د حضرت نوح ، حضرت ابراهيم، موسٰي او عيسٰي علېهم السلام ټولو د دين اصول ؤ چې دين قائم کړئ. “وّلاَ تَفٌرَقُوْا فِيْه” – تفرقې، ډلې، پرې مۀ جوړوئ. الله پاک پۀ اٰيت اووۀ دېرشم کښې د کبيره ګناهونو او بې حيايۍ نه ځان ساتونکي ستائي او فرمائي:
“وَ اِذَا مَآ غَضَبُوْهُمْ يَغْفِرُوْن” – ترجمه: چې کله غصه ورشي نو بخښنه کوي.
دا د بخښنې اخلاق افراد او قومونه قوي کړي او حسن و جمال او کمال پۀ کښې پېدا کړي. قراٰن پۀ ايت نمبر څلوېښتم کښې نور وضاحت کوي چې “د بدۍ بدله د هغې پۀ مثل بدي ده.”
د قانون او جرګې د فېصلې مطابق بدل اخستل جواز لري خو الله وائي، “فَمَنْ عَفَا وَ اَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَليَ الله”؛ پس چا چې معافي وکړه او صلح اصلاح ئې وکړه نو اجر ئې پۀ الله دے. د ظلم بدله اخستل روا کار دے )اٰيت (41 “فَأُولٰئِکَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيْل” او پۀ ايت 43 کښې د عدم تشدد د فلسفې روح بيان شوے دے:
“وَ لِمَنْ صَبَرَ وَ غَفَرَ اِنَّ ذٰلِکَ لَمِنْ عَزْم الْاُمُوْر”، او چا چې صبر وکړو او بخښنه ئې وکړه نو دا د لوے همت کار دے – اولوالعزم خلق صبر او معافي کوي. باچا خان پۀ خپل کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې پۀ مخ 456 د خپل يو تقرير جملې ليکلي دي – وائي:
“دا بېل بېلوالے پرېږدئ! يو قوم شئ! کۀ يو قوم شوئ نو ستاسو دنيا به هم اباده شي او اخرت هم.”
پۀ مخ نمبر45 ليکي چې د يوسفزو يوې لویې اجتماع ته مې ووئېل:
“مونږ له چې څوک څومره تکليف راکوي، زور او زياتے راباندې کوي، مونږ به بدل نۀ اخلو؛ مونږ به صبر کوو او د هغه سړي يا حکومت د پوهولو کوشش به کوو.”
د عدم تشدد دا پاليسي د زړونو نه بغض، کينه، تربګني او دښمني لرې کوي. ورورولي، مينه، محبت او اتفاق پېدا کوي او قوم جوړوي. باچاخان به وئيل،
“کۀ تاسو يو قوم شوئ نو تاسو له خداے داسې ملک درکړے دے چې د دولتونو او نعمتونو نه ډک دے.”
هر پوهه او عادل انسان مونږ ته وائي چې دا نعمتونه ستاسو حق دے. دا تاسو ته الله درکړي دي.
د بابا دا يقين ؤ چې دلته به څوک غريب پاتې نۀ شي. دا خبره به مبالغه معلومېږي خو حقيقت دا دے چې خاوره څربه ده، کاڼي قيمتي دي، شګې وزن لري، اوبۀ شته، نمر لګي، هواګانې ګډېږي، معدنيات ډېر دي، ګېس، بجلي او لرګي موجود دي او نر ښځې محنتي دي. پۀ ملکونو خوارۀ پښتانۀ مزدورو پسې ځي نو د محنت او سرمایې صحيح استعمال ثروت راولي. قطر پۀ څلوېښت کاله کښې باسواده شو. د تېلو ګټه لږه وه. پۀ لويو ملکونو کښې ئې د ګټې وټې پۀ کارونو کښې حصه واخستله، اوس بې درېغه ګټي. وړوکے ملک دے. لږه ابادي ئې ده. د 90% خارجي لاسونو او هنرونو نه کار اخلي. مزدوران هم پۀ مزو او بادران هم پۀ قهقو دي. د ښۀ انتظام مېوې خوري. د ملک يو وزيراعظم به د اولس پۀ امداد پۀ ملک دننه د عدل پۀ ذريعه مينه کري او د ګاونډي ملکونو سره به د امن او سلامتۍ طويل الميعاد معاهدې کوي. لېن دېن به کوي، يو بل ته به فائده رسوي نو ترقي به کېږي. جنګونه تباهي او زوال راولي، د انسانيت تذليل کوي، تشدد نفرت پېدا کوي، نفرت ملکونه وېران کړي.
باچاخان د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ د تنظيم پۀ مرسته د سکولونو جوړولو پۀ ‘جرم’ کښې پېرنګي غاصب حکومت پۀ 1921ز کښې قېد کړو. پۀ جېلونو کښې ئې درې کاله سزا تېروله چې پۀ 1922ز کښې ئې مور وفات شوه – “غفارے چرته دے، غني او ولي خوار شو” – دا الفاظ ئې پۀ مرګوني ژبه وو. پۀ 1924 کښې د جېل نه راغے، پۀ 1926ز کښې حج له لاړ. پۀ دغه سفر کښې بابا فلسطين ته هم تلے ؤ. د غني خان او ولي خان دوېمه مور پۀ بېت المقدس کښې د پوړو نه راپرېوته، مړۀ شوه. مهرتاج او عبدالعلي ماشومان بچي ترې پاتې شو. څلور واړه بچي بې نيا بې موره ورته پاتې شو خو باچاخان د خپل ذاتي دړدونو باوجود د قام د غلامۍ دړد پۀ مخه اخستے ؤ او د انګرېزانو عالمګير قوت ته پۀ تشو تورو لاسونو د اولوالعزم پښتون د ايمان پۀ طاقت د صبر ډال پۀ لاس ولاړ ؤ. هغۀ غلامي نۀ قبلوله.
کۀ خازې شنې مې پۀ قبر وې ولاړې
کۀ غلام مړ وم راځئ توکئ پرې لاړې
غني خان
د عدم تشدد دې پېروکار پۀ اولسونو کښې د ازادۍ د حصول د پاره اتحاد پېدا کول غوښتل او د پېرنګي مفاد د قومونو اولسونو پۀ افتراق کښې وو. حکومت طاقتور ؤ، موثر اقدامات ئې کول. د هندوستان يو ښکلي مشر پۀ اووۀ ویشتمه جنورۍ 1884ز کښې پۀ لاهور کښې ‘انډين ايسوسي اېشن’ ته تقرير کښې د هندوستان د هر مذهب صاحب ته يو لفظ ‘هندو’ (Hindu) منسوب کړے ؤ. زما نيکۀ حضرت مولانا حافظ عبدالجميل پۀ علي ګړهـ کښې د علم دين سبقونه تکميل ته رسولي وو، پۀ 1308ه کښې ورله علامه محمد لطف الله علي ګړهي سند ورکړے ؤ. هغوي به وئيل، “سر سېد احمد خان ښکلے سړے دے، نوم ئې پۀ احترام اخلئ” – بيا وروستو دا حضرت د ‘دو قومي نظريه’ باني ياد کړے شو. دغه حال د علامه سر محمد اقبال هم ؤ. هغوي ځان ته ‘هندي’ وئيل او “دانا تسبیح به زنار کشیدن اموز‘” ئې درس ؤ – خو بيا ئې مفکوره بدله شوه. جواهر لال نهرو هم خپله نظريه عملاً بدله کړه. د ‘عدم تشدد’ پۀ لار کۀ د هندوستان د تقسيم سکيم تيار شوے وے نو نۀ به د لکهونو خلقو وينې توئيدې، نۀ به بربادي راتله او نۀ به دا بې انتها تاواني دښمني مقدر وه.
کۀ د ملک تقسيم پۀ جغرافيائي پېمانه مناسب وے نو نن به پاکستان ډېر مضبوط ملک ؤ. سابقه نقشه بې استحکامه ثابته شوه. علامه اقبال خپل يو تصور لرلو، علامه اقبال خو پۀ څلورم مارچ 1934ز مسټر تهامپسن ته خط ليکلے ؤ:
“Pakistan is not my scheme.”
د نن پاکستان پۀ څلورو پینځو صوبو مشتمل وفاقي اسلامي جمهوري حکومت دے. د 1973ز ائين شته؛ د دې ائين پۀ رو اسلام د رياست سرکاري مذهب دے. اسلام د امن او سلامتۍ دين دے. مسلمان به هرګز ازاري نۀ وي. د ملک دننه ټول قومونه او د هر مذهب پېروکار له ائين تحفظ ورکوي. وژل، سېزل، لوټل د اسلام سبق نۀ دے. د پاکستان ائين د ژوند او ازادۍ حق هر اوسېدونکي (Citizen) له ورکوي. څوک حبس بې جا کښې ساتل يا اغواء کول غېر ائيني غېر قانوني امر دے. ائين هر چا له د وقار او عزت تحفظ ورکوي. د جائز کاروبار او تجارت ازادي ورکوي.
دا ټول کارونه د عدم تشدد پۀ لار د رياست او عوامو پۀ منځ کښې د مينې، محبت، ورورولۍ رشته قائمه ساتي. مونږ مسلمانان يو. زمونږ نبي حضرت محمد صلي الله علېه وسلم د مخلوقاتو د پاره رحمت ؤ. ډاکټر شوقي ابوالجليل پۀ ‘اطلس القران’ مطبوعه بېروت کښې پۀ مخونو 20 تا 200 د 28 غزاګانو فهرست ورکړے دے – بيا ليکي:
“ما بدأَ رسول الله صلي الله عليه وسلم حرباً قط اذا لو کان حريصاً ان لا يراق دم انساني، فهو نبي المرحمة.” یعني رسول صلي الله علېه وسلم قطعاً د جنګ ابتداء نۀ وه کړې؛ هغوي دا نۀ غوښتل چې انساني وينه دې توې شي، هغه د رحمت نبي ؤ.”
اقتصادي جنګ مشرکانو شروع کړے ؤ. پۀ شعب ابي طالب کښې ئې پرې اوبۀ دانه بند کړي وو او چې مکه فتح شوه نو د عام معافۍ اعلان ئې وکړو. د رمضان سن 7هـ فاتح اعلان وکړو،
“اذهبوا فانتم و الطلقاء” )ځئ! تاسو ازاد يئ( – دا د يو لوے لښکر د فاتح امير صلي الله علېه وسلم د عدم تشدد مظاهره وه
ستا نه به قيصۍ د پښتنې بابړې هېره وه
يو کربلا نۀ وه دا بلها کربلاګانې شوې کومه يوه پاڼه د تاريخ پۀ وينو سرۀ نۀ ده دا د تمدن او د تهذيب د عروج نخښه ده علم ترقي وکړه هنر اسمانه ته ورسېد ستا نه به قصۍ د پښتنې بابړې هېره وه ځان ته عاشقان د مسيحا د مصطفيٰ وائي ټول عمر مې وګوټلې وينې د زخمي ځيګر |
ډېرې قافلې قطرې قطرې شوې مظلومانې شوې چا وئيل ګراني ده ګرانه! وينې خو ارزانې شوې نن خو د اسمانه رانازلې بلاګانې شوې ستوري سيارې د نوي دور قاتلانې شوې اوس خو پۀ کوڅه کوڅه کښې وينې راروانې شوې دوي ته د چنګېز د هلاکو قصۍ حېرانې شوې حل نۀ شوې د امن معمې ‘اسراره’ ګرانې شوې |