دا لیکنه د برېښنائي پاڼې ‘اولس غږ’ نه اخستې شوې چې دوه کاله وړاندې خپره شوې وه. لوستونکي دې د ‘علوم اکاډمي تاریخچه’ او ‘د ښکلو هنرونو ارتقاء’ لیکنو سره دا نتي شوې ولولي.[
د هېواد د ازادۍ او استقلال د بېرته تر لاسه کولو د اتۀ نويمې کالېزې پۀ مناسبت غواړم چې د افغانستان د استقلال او ازادۍ د ملي قائد غازي امان الله خان د واکمنۍ د مطبوعاتي او ژورناليستيکي لاس ته راوړنو پۀ اړه يو څۀ وليکم.
اعليٰحضرت غازي امان الله خان پۀ خپله يو ستر فرهنګپال، هنر دوست او ادب پروره باچا ؤ.
غازي امان الله خان د هنر او ادبياتو، ژورناليزم، انځور ګرۍ، موسيقۍ او د فرهنګ د بېلابېلو اړخونو د پياوړتيا او پراختيا د لارې يو مبارز او فرهنګي شخصيت ؤ. ډېری څېړنې دا څرګندوي چې د غازي امان الله خان زياتره نزدې ملګري او دوستان يا شاعران وو يا ژورناليستان يا ليکوالان او هنر مندان او يا هم د ښکلو هنرونو لارويان – ټول هغه ملي، انقلابي او فرهنګي شخصيتونه لکه عبدالهادي پرېشان داوي، محمود طرزي، عبدالرحمان لودين، سيد احمد لودين قندهاری، ولي محمد خان دروازی، شجاع الدوله بابکرخېل، مير قاسم خان، ابراهيم خان جمشېدي، ادم خان )د ګرشک حکمران(، مير يار بېګ خان دروازی، غلام احمد اعتمادي، غلام محي الدين افغان، سيد حسن خان فرقه مشر، غلام جېلاني خان اعظمي )دکابل د ادبي انجمن مشر(، محمد سعيد خان حبيبي مشهور پۀ “لالا”، انور بسمل، تاج محمد خان بلوچ، فېض محمد خان ناصري، عبد الحسېن عزيز، مشهور هنر مند استاد قاسم افغان، پياوړی هنر مند او انځور ګر استاد فرخ افندي او يو شمېر نور – پۀ اصل کښې د هغۀ ستر خپلواکي غوښتونکي غورځنګ مشران او غړي وو چې د فرهنګ او فرهنګي چارو لۀ لارې ئې خپله مشروطه غوښتونکې مبارزه پر مخ وړله . (39 :4)
غازي امان الله خان د خپلواکۍ او ژورناليزم د پراختيا پۀ برخه کېس:
امان الله خان وائي:
“د ازادۍ يوه خوږه ثمره دا ده چې تاسې عالمان، فاضلان، مشائخ، وکيلان او د ملت عزتمند او مخور زما پۀ حضور حاضر او خپل اندونه او فکرونه پۀ ازاده توګه بيانولی شئ.(2 :16)
د اعليٰحضرت امان الله خان حاکميت پۀ هم دې اصل راپېل شو. امان الله خان د ملت رايو، افکارو او اندونو د خپلواکۍ او د بيان د ازادۍ پۀ ستر اصل باور درلود. هغه اصل چې د دۀ د پلار او نيکۀ پۀ باچاهېو کښې نۀ ؤ. امان الله خان پۀ دې نظر ؤ چې د بيان ازادي د اولس او باچا تر منځ سمون او بشپړتيا راولي، نو ځکه خو امان الله خان دغه اصل د هېواد پۀ لومړني اساسي قانون کښې خوندي کړو او تر ټولو مهمه دا چې د مشروطه نظام پۀ اعلانولو سره ئې مطلقه باچاهي لۀ منځه يوړه.
اعليٰحضرت امان الله خان د فرد ازادي او د شخصي حريت ساتنه د خپلو موخو پۀ سر کښې راوړې وه. د جلال اباد پۀ لويه جرګه کښې ئې ملت ته پۀ خطاب کښې ووئيل،
“مقصد لۀ دې ازادۍ د محمدي غرا شريعت لۀ مقرراتو او د حکومت لۀ هداياتو سره سمه ازادي ده چې يو شخص د نورو افرادو لۀ ظلمونو او غېر مشروع تېریو څخه ازاد وي، د خپل شخصي حريت خاوند وي تر څو هغه خرابۍ تېري او تجاوزونه چې پخوا لۀ دې د رعيتي اشخاصو پر مال، ځان، شرف او ناموس د دولت د مأمورینو، د رسوخ د خاوندانو او د ملت )اعزاو( لۀ خوا هره ورځ اجراء کېدل، رفع او دفع شي.” (2 :16)
او پۀ دې توګه امان الله خان د هر ځانګړي افغان د کرامت، کار، ژوند، افکارو، نظرياتو او اندونو د خپلواکۍ لپاره لومړني پياوړي ګامونه پورته کړل. د هم دغو ښېګړو پر بنسټ د افغان ملت هر ځانګړي فرد د خپل هېواد او دولت پۀ چارو کښې ځان شريک بالۀ. نور نو هر چا کولی شو عن مخامخ د دولت وزيرانو او پۀ خپله باچا ته مخامخ د انتقاد او نیوکو ګوته ونيسي او د چارو د سمون او سمبالښت لپاره هر فرد او يا د افرادو يوې ټولنې کولی شو د ګروهو او اندونو بيان پۀ ازاده توګه وکړي او خپرونې ولري. د دې لپاره چې د ملت دغه غوښتنه پۀ ښه توګه تر سره شي، امان الله خان د مطبوعاتو او ژورناليزم وده، لوړتيا او خپلواکه پراختيا د يو ارزښتناک عنصر پۀ توګه ارزولې وه. باچا پۀ دې خبره ښۀ پوهېدو چې پر افغان ملت لۀ کلونو کلونو را پۀ دې خوا استبداد او مطلقيت واک چلولی او اوس نو د دې وخت رارسېدلی چې د خپلواکو مطبوعاتو دا لړۍ د ملت پۀ واک کښې ورکړل شي.
اعليٰحضرت امان الله خان د خپل واک پۀ لومړي کال د مطبوعاتو او ژورناليزم خپلواکي او وده اعلان کړه اود يو ټولواکمن پۀ توګه ئې د خپلو مطبوعاتو لۀ ودې څخه ملاتړ څرګند کړ. د هغۀ د واک پۀ هماغه لومړي کال د “امان افغان” جرېدې د “سراج الاخبار” ځای ونیوۀ چې د دولت رسمي خپرونه وه )د 1919ز د اپرېل مياشت( – د 1929ز پۀ چنګاښ کښې د “افغان” پۀ نوم ورځپاڼه راووتله چې مسئوليت ئې محمد جعفر خان کندهاري درلود. اوس نو هغه وخت راورسېد چې مطبوعات د دولت لۀ انحصار نه راووتل او ملت ته د دې واک ورکړل شو چې خپلواکې او ملي ورځپاڼې، جريدې، مجلې او خپرونې ولري. د “ارشاد النسوان” د جريدې پۀ خپرېدلو سره مطبوعاتو د افغانستان د ښځو لپاره د بيان د خپلواکۍ پوره زمينه برابره کړه چې مسئوليت ئې د امان الله خان خواښې مېرمن اسماء رسيمې او يوې بلې منورې مېرمنې اغلې روح افزا درلود.
د دې دورې پۀ روزنيزو مطبوعاتو کښې د “معرف معارف” وروسته “ائينۀ عرفان” د پوهې پۀ رواجولو او دود کښې پراخه ونډه واخسته. دغه راز “مجموعه عسکريه” پۀ نوم يوه ځانګړې مجله د هېواد د وسله وال پوځ منسوبينو ته ډالۍ شوه چې مسئول مديريت ئې د ډګروال عبدالطيف خان پر غاړه ؤ. پر افغانانو حقدار ژورناليست او ليکوال محمد ګل خان مومند هم څۀ موده د دغې مجلې مسئول مدير ؤ چې وروسته دغه مجله د “اردو” پۀ نوم تر ډېرو کلونو پۀ ښکلې بڼه چاپېدله. د محمد حسن سليمي پۀ مسئول مديريت د “مجموعه صحيه” پۀ نوم يوه بله ځانګړې خپرونه د هېواد د ډاکترانو او روغتيائي چارو کارکوونکو ته ډالۍ شوه چې يواځې د طب د برخې علمي معلومات ئې وړاندې کول چې د خلقو د روغتيا لارې چارې ئې هم دوي ته ورښودلې. پۀ هم دغه وخت کښې د “ثروت” پۀ نوم بله خپرونه چې مسئوليت ئې علامه صلاح الدين سلجوقي درلود، مالي خپرونو ته ځانګړې شوې وه 1925)ز(.
د يادونې وړ ده چې امان الله خان پۀ هېواد کښې د بيان د ازادۍ او د ژورنالېزم د بنسټيز بدلون پۀ موخه د لومړي ځل لپاره پۀ 1924ز کښې د افغانستان د مطبوعاتو لومړنۍ نظامنامه يا د مطبوعاتو قانون نافذ کړ چې پۀ دې توګه د نادولتي او ملي خپرونو د خپرېدو لپاره ئې لاره هواره کړه. پۀ دې باب د “استقلال افغانستان و تاثير آن بر تحولات اجتماعي کشور” ليکوال داسې وائي:
“د ښوونځو، کتابتونونو، سېنماګانو او تياتر )تهېټر( تأسيس هر يو پر خپل ځای د ذهنونو او فکرونو پۀ تنوير او روښانولو او د ملت پۀ ویښولو کښې ډېر ګټور او اغېزمن رول لوبولی دی. د مطبوعاتو د نظامنامې پۀ نافذېدو سره ديارلس جريدې او مجلې د دولت پۀ مصرف لکه د ‘ارشاد النسوان’ جريده، ‘اتحاد مشرقي’ جريده، روزنامه ‘افغان’، مجله ‘معارف’، جريده ‘امان افغان’، مجله ‘اردو’، جريده ‘اتفاق اسلام’، جريده ‘بېدار’، روزنامه ‘حقيقت’، جريده انتقادي ‘ستارۀ افغان’ او ‘طلوع افغان’ نشر او چاپ شوې چې لۀ دې جريدو يو تعداد تر نن ورځې پورې د ورځپاڼې او مجلې پۀ شکل چاپ او نشرېږي .لۀ دې جملې پۀ هرات کښې د ‘اتفاق اسلام’ ورځپاڼه، پۀ مزارشريف کښې د ‘بېدار’ ورځپاڼه، ‘اتحاد مشرقي’ پۀ ننګرهار کښې چې اوسنی شکل ئې د ‘ننګرهار’ ورځپاڼه، ‘طلوع افغان’ پۀ کندهار کښې او د ‘اردو’ مجله دي.”
د مطبوعاتو د قانون لۀ انفاذ نه وروسته لومړنۍ خپرونه د ‘انيس’ ورځپاڼه وه چې غلام محي الدين انيس د 1927ز کال د مۍ پۀ مياشت کښې پۀ کابل کښې خپره کړه. ‘انيس’ د يوې ملي خپرونې پۀ توګه عن تر ننه خپرېږی. د غېر دولتي مطبوعاتو بله بېلګه د ‘نسيم سحر’ خپرونه وه چې مسئول مدير ئې احمد راتب باقي زاده ؤ. دغه خپرونه ډېره انتقادي او کيڼ اړخې وه چې څۀ موده وروسته لۀ چاپ نه پاتې شوه. د لوګر يو مخور شخصيت محمد نوروز خان د ‘نوروز’ پۀ نوم يوه بله ملي خپرونه چاپ کړه چې پۀ دې توګه د مطبوعاتو شمېر ورځ پۀ ورځ زياتېدو. دغه راز زياتره څېړونکي دا خبره يادوي چې امان الله خان د لويې جرګې د دود پۀ را ژوندي کولو سره پۀ اصل کښې د ديموکراسۍ او د بيان د ازادۍ لپاره تر ټولو لوړ ګامونه پورته کړي دي؛ ځکه لويه جرګه پۀ اصل کښې د اولس د ازاد بيان ډېره غوره مرجع ګڼل کېږی او دغه وياړ هم امان الله خان لري.
غازي امان الله خان د لومړي ځل لپاره د برودکاستنګ دوه وړې دستګاوې پۀ 1304هـ.ش/1925ز کابل ته راوړې او پۀ ديارلس سوه اووم کال ئې يوه پۀ کابل کښې نصب او پۀ کار ئې پېل وکړ. پۀ دې وخت کښې د دغو دستګاو جوړې راډيو او سيلي راډيوګانې پۀ اکثرو اسيائي هېوادونو کښې نۀ وې. د دغې دستګاه قدرت دوه سوه وولټه ؤ او امواج )څپې( ئې د کندهار تر ساحې پورې د خپرېدو او اورېدو وړ وې.
د راډيو ودانۍ د هغه وخت پۀ يو ډېر ښکلي ځای کښې موقعيت درلود چې “کوټی لندن” ورته وئيل کېدو. پۀ هغه وخت کښې د لومړي ځل لپاره پۀ خپله د امان الله خان پۀ هدايت لومړی دېرش او بيا زر پايې وړې بترۍ لرونکې راډيوګانې هم هېواد ته راوړل شوې او پۀ خلقو ووېشل شوې. (2: 3)
دغه راز پۀ ښار کښې د دولت لۀ خوا پۀ يو شمېر ټاکلو ځايونو کښې لوډ سپيکرونه نصب او کښېودل شول چې خلق وکړی شي د راډيو خپرونې او موسيقي واوري.
پۀ هم دې ډول امان الله خان د سېنما لۀ لارې د ترقي غوښتونکو موخو د څرګندولو او پۀ هېواد کښې د سېنما پراختيا او رواجېدو ته ځانګړې پاملرنه درلودله.
“امان الله خان لا پۀ اروپا کښې ؤ چې د هغۀ د مصر او انګلستان د سياحت د فلمونو نمائش د کابل ښار پۀ مرکزي سېنما کښې شروع شو. د دې فلمونو پۀ ليدو چې به د افغانستان خلقو د امان الله خان د ذات سره کوم محبت او جوش ښکاره کولو، د هغې بيان پۀ الفاظو کښې ګران دی.” (5: 845)
دا خبره پۀ ډاګه څرګندوي چې د اروپا لۀ سياست نه مخکښې لا پۀ کابل کښې امان الله خان د سېنما د رواجولو او دودولو پۀ لړ کښې يو شمېر سېنمائي مرکزونه جوړ کړي وو.
استاد حبيب الله رفيع پۀ دې اړه وائي:
“پۀ اماني دوره کښې لومړی ځل سېنما د ارګ د سلامخانې پۀ برنډه کښې د خلقو د نندارې او تماشې لپاره پۀ کار واچول شوه. د کابل سربېره د پغمان سېنما تياتر پۀ نامه پۀ پغمان کښې هم يوه ډېره عصري ودانۍ جوړه شوه چې د سوونو کسانو د ناستې لپاره ئې چوکۍ درلودې. پۀ دې ودانۍ کښې پر فلمونو سربېره ډرامې هم ښودل کېدې او د جشن پۀ شپو ورځو کښې به ئې د ډرامې او فلمونو بېلابېلې نندارې او نمائشونه درلودل … د پغمان سېنما پۀ سقوي اړو دوړ کښې وسوزول شوه.”
پۀ دې توګه ګورو چې امان الله خان شخصاً پۀ هېواد کښې د ژورنالېزم، مطبوعاتو، سېنما او راډيو د پراختيا، لوړتيا او بشپړتيا لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.
امان الله خان د مطبوعاتو د لوړتيا لپاره د مطبعو او چاپځايونو زياتېدو ته ډېر ارزښت ورکاوۀ. د هغه وخت مطبوعاتو د خلقو د ذهنونو پۀ روښانولو کښې پراخه ونډه درلوده. د افغانستان د خپلواکۍ تر لاسه کېدو وروسته د هېواد پر مرکز سربېره پۀ ګڼو ولايتونو کښې هم مطبعې جوړې شوې.
دا د دې څرګندونه کوي چې امان الله خان او د هغۀ ملګرو پۀ ټينګه پۀ هېواد کښې د بيان د ازادۍ پۀ اصل ټينګ باور درلود.
امان الله خان پۀ دې اړه د جلال اباد د لويې جرګې پۀ غونډه کښې د خپلې وېنا پۀ يوه برخه کښې وائي:
“د خدای )ج( لپاره هڅه وکړئ، وېښ اوسئ او يوه دقيقه هم د ملت، مملکت، د حکومت د خېر او نېکۍ لۀ فکر څخه غافل مۀ اوسئ چې د دنيا او اخرت بدنامي به مو پۀ برخه وي. تاسې بايد ‘بلې! بلې!’ ويونکي ونۀ اوسئ او نۀ هر څۀ د ‘نې’ پۀ وئيلو رد کړئ؛ بلکې هر څۀ مو چې د ملت او مملکت د ترقۍ پۀ برخې کښې پۀ فکر کښې ګرځي، پۀ ازاده او حقاني توګه پۀ لوړ او صاف اواز بيان کړئ…. زۀ هر کار چې کوم، غواړم چې د ملت پۀ مشوره وي…..” (1: 7)
امان الله خان د موسيقۍ د پراختيا، علمي کېدو او لوړتيا پۀ برخه کښې:
امان الله خان اصلاً پۀ يوه موسيقي پروره کورنۍ کښې زېږېدلی دی. د هغۀ نيکۀ )امير عبدالرحمان خان( لۀ موسيقۍ سره ډېره مينه درلوده او پۀ خپله عبدالرحمان خان د موسيقۍ ځینې الات ډېر ښۀ غږول. بيا د امان الله خان پلار امير حبيب الله خان هم د خپل پلار پۀ شان لۀ موسيقۍ سره خورا ډېره مينه درلوده. امير عبدالرحمان خان او امير حبيب الله خان دواړو د افغاني موسيقۍ د پراختيا لپاره ډېر خدمتونه کړي دي. هغو لۀ هندوستان څخه د کلاسيکي موسيقۍ يو شمېر پوهان، استادان او هنر مندان افغانستان ته راوغوښتل او هغو ته ئې افغانستان کښې د موسيقۍ د سمون او پياوړتيا دندې ورکړې. امير حبيب الله خان د خپل پلار پۀ هڅونه او د دربار د موسيقي پوهانو پۀ مرسته د پيانو غږول زده کړل. هغۀ ډېره ښه پيانو غږوله.
د اعليٰحضرت غازي امان الله خان پۀ دوره کښې د لومړي ځل لپاره موسيقي د مرکز درېو سترو ښوونځو يعني ‘اماني’ )چې بيا د نادر خان لۀ خوا ئې نوم پۀ ‘نجات’ بدل شو(، ‘حبيبيې’ او ‘دارالمعلمين’ پۀ درسي پروګرام کښې د يو مضمون پۀ توګه داخله شوه. استاد قربان علي د استاد نتو پلار پۀ اماني ښوونځي کښې او استاد پير بخش پۀ دار المعلمين او پۀ خپله استاد نتو پۀ حبيبيې ښوونځي کښې د موسيقۍ د مضمون د ښوونکو پۀ توګه مقرر شول. دغو استادانو پۀ يادو شوو ښوونځو کښې پۀ هره اوونۍ کښې دوه ورځې زده کوونکو ته د موسيقۍ تدريس کاوۀ.
د امان الله خان د دربار يوه پياوړې برخه د موسيقۍ برخه وه – دا لکه يوه ټولنه او يا لکه يو هنري مرکز لۀ ځانګړي اعتبار او ټاکلو مقرراتو څخه برخمنه وه. د دغه هنري مرکز څارنه او پالنه پۀ خپله امان الله خان کوله. د افغاني او کلاسيکي موسيقۍ استادانو، پوهانو او هنرمندانو ته ځانګړی درناوی او ځانګړي امتيازات موجود وو. استاد قاسم افغان يو لۀ دغو نامتو هنرمندانو څخه ؤ چې د امان الله خان تر لارښوونې او څارنې لاندې ئې د افغاني او کلاسيقې موسيقۍ د ودې او سمون لپاره نۀ هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. پۀ ځینو اسنادو او مدارکو کښې راغلي چې امان الله خان به کله کله شوقي سندرې هم وئيلې او پيانو ئې ډېره ښه غږوله.
لکه څنګه چې څرګنده شوه، امان الله خان پۀ خپله هم لۀ افغاني موسيقۍ سره خورا زياته مينه درلوده او عن تر دې ئې دا ظريف صنعت خوښ ؤ چې کله دی ځوان او شهزاده ؤ، لۀ خپل پلاره پټ ئې د استاد قاسم تر نظر لاندې او د هغۀ پۀ لارښوونه پيانو زده کړه چې پۀ ډېر مهارت سره ئې غږولېشوه. ځکه نو کله چې واکمنۍ ته ورسېد نو خپل پوه استاد او د اوسنۍ افغاني موسيقۍ بنسټ ايښودونکي ته ئې د افغاني موسيقۍ د اصولي احياء کولو لپاره صلاحيت ورکړ.
امان الله خان د ځان او د خپلو انقلابي ملګرو هغه کرکه چې د ښکيلاکګرو انګرېزانو پۀ وړاندې ئې لرله، کله کله ئې د موسيقۍ لۀ لارې څرګندوله او پۀ دې برخه کښې د هغۀ هنرمند ملګري هم دا استاد قاسم افغان او استاد فرخ افندي وو.
کۀ پۀ مطبوعاتو او ژورناليزم کښې د دغه سنګر ملګري محمود طرزي، مولوي صالح محمد خان کندهاری او نور وو او کۀ د ادبياتو لۀ سنګر نه د عبدالهادي داوي، غلام محي الدين افغان او يو شمېر نور ليکوالان او شاعران د هغۀ ملګري وو نو د موسيقۍ لۀ دغه هېواد پالونکي سنګر څخه امان الله خان د استاد قاسم افغان، استاد فرخ افندي او يو شمېر نورو هنرمندانو ملګرتيا لۀ ځانه سره درلوده.
لنډه دا چې امان الله خان علم دوسته، ادب پروره، فرهنګي باچا ؤ. هغۀ ډېره مينه درلوده چې د ژورناليزم، مطبوعاتو، افغاني ادب او هنر تر څنګ پۀ ځانګړې توګه ډرام )ډرامه( هم پۀ افغانستان کښې لا پسې وده وکړي. پۀ يو سند کښې راغلي دي چې قاضي رحيم الله خان پۀ 1928 زېږدیز کال د ‘نوې روشنی’ پۀ نوم ډرامه )چې بيا امان الله خان د افغانستان باچا هم دا ډرامه کابل ته وغوښته(، د غازي امان الله خان د واکمنۍ پۀ دوران کښې پۀ ځانګړې توګه پۀ 1929)ز( کال د امان الله خان پۀ سلطنت کښې ځینې وړې وړې تمثيلي ټوټې )پارچې( د ښوونې او روزنې پۀ چوکاټ کښې د پوهنې شاګردانو لۀ خوا نندارې ته وړاندې شوې.
نو پۀ لنډو کښې وئيلی شو چې امان الله خان د يوې ملي او فرهنګي څهرې پۀ توګه هم د هېواد د فرهنګ پۀ وياړلي تاريخ ژورناليزم، مطبوعاتو، ادبياتو، هنر، موسيقۍ، تياتر، د افغاني کلتور او فرهنګ د نورو برخو پۀ پرمختګ او وده کښې پۀ هغو سختو اورنیو شرائطو کښې خپله ونډه اخستې ده او د افغاني کلتور، فرهنګ، ادب او نورو فرهنګي برخو کښې ئې نۀ ستړې کيدونکې هلې ځلې کړې دي. نو پۀ هم دې اساس د هغه وخت او زماني افغان اولس لۀ خپل ځوان او هڅاند فرهنګپال باچا غازي امان الله خان سره ځانګړې مينه درلوده او پۀ خپل اولس ګران او محبوب ؤ چې دا محبوبيت اوسنو نسلونو هم درک کړی او تقريباً يوه پېړۍ وړاندې محبوبيت ئې اوس لا ښکاره او څرګند دی.
مأخذونه:
- بورګی، محمد طاهر، لويه جرګه مقاله، ‘ورځ’ مجله، لومړی کال، مخ 7
- هم دغه اثر، مخ 6
- د راډيوي ستيشنونو پۀ حقله د اطلاعاتو او کلتور وزارت رساله
- سستاني، محمد اعظم او مهريان عبدالله، بررسي اوضاع اقتصادي، اجتماعي وسياسي افغانستان طی سالهای1919-1901ز(، 1368ز، دولتي مطبع کابل، مخ39
- کاکاخېل، ظفر، پښتانۀ د تاريخ پۀ رڼا کښې، مخ 845