د افغانستان خپلواکي او د دغه خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان – ډاکټر لطیف یاد

 

 

 

افغان اولس د 1398 لېږدیز/میلادي کال د زمري د میاشتې (28) نیټه چې د 2019زېږدیز کال د اګست د میاشتې د(19) نیټې سره سمون خوري او د انګرېزي ښکېلاکګرو او زبېښاکګرو نه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې سره برابره ده، پۀ ډېره پرتمینه او شانداره توګه لمانځي.

د افغانستان پتمنو خلقو او اولسونو د خپل ویاړلي تاریخ پۀ اوږدو کښې لۀ سکندره راواخله بیا تر چنګېز او انګرېزه پورې پۀ ډېرې مېړانې او سرښندنې سره د افغانستا ن د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د ویاړه ډکې مبارزې کړې دي. پۀ دغو هېواد پالونکو مبارزو کښې نۀ یواځې دوي تورې وهلې دي بلکې ستر ښکېلاکګر ځواکونه ئې هم پر ګونډو کړي دي. پۀ دغو ښکېلاکګرو ځواکونو کښې یو هم انګرېزي کالونیالیزم او ښکېلاک ؤ چې افغانانو د نورلسمې پېړۍ پۀ لومړۍ او دوېمه نیمایۍ او د شلمې پېړۍ پۀ لومړۍ نیمایۍ کښې ورسره ډغرې ووهلې او پۀ پای کښې ئې د 1919 زېږدیز کال کښې د افغانستان د اتل بچي غازي امان الله خان پۀ مشرۍ ئې د خپلواکۍ ستره بریا ترلاسه کړه.

کۀ څۀ هم تر دې د مخه کله چې انګرېزي بلوسګرو د هند پر نیمې وچې خپلې استعماري منګولې ښخې کړې وې نو دوي دوه ځلې د افغانستان پر پاکې او سپېڅلې خاورې بریدونه وکړل او غوښتل ئې چې د تل لپاره دا سپېڅلې خاوره د غلامۍ او مرئیتوب پۀ منګولو کښې ښکېل کړی، خو ویاړلو افغانانو تر دې دوه ځلې وړاندې هم دوي ته غاښ ماتوونکي ګزارونه ورکړل .

انګرېزانو لومړی ځل د 1839 نه تر 1842 کلونو پورې د افغانانو سره جګړې وکړلې چې پۀ دغه وخت کښې امیر دوست محمد خان د افغانستان واکمن ؤ. پۀ دغو جګړو کښې ملي مبارزین د میر مسجدي خان ،عبدالله خان اڅکزي، نائب امین الله خان لوګري، محمد شاه خان غلجي او سردار محمد اکبر خان پۀ ملګرتیا د 1841 او د 1842 کلونو پۀ ملي او اولسیزو پاڅونونو کښې دوي ته ماتې ورکړه او د پېرنګیانو ډېرې لښکرې پۀ ټول افغانستان کښې لۀ منځه لاړې. پۀ هم دې کال کښې انګرېزي افسر الېګزانډر برنس او د دوي سفیر مکناټن او هم شاه شجاع پۀ کابل کښې ووژل شول او د 1842 کال د جنورۍ د میاشتې پۀ شپږمه نېټه پېرنګیانو د افغان اولس د پاڅون پۀ پایله کښې کابل خوشی کړو او بېرته برطانوي هند ته ستانۀ شول.

د پېرنګیانو سره د افغانستان د خلقو دوېمه جګړه پۀ 1878 زېږدیز/میلادي کال پېل شوه؛ کله چې انګرېزانو د خېبر ،کورمې او د بولان درې لۀ لارې پر افغانستان تېری پېل کړو. پۀ دغه وخت کښې امیر شېرعلي خان د افغانستان واکمن ؤ چې د هغۀ تر مړینې وروسته امیر محمد یعقوب خان د افغا نستان واکمن شو. پۀ دغه وخت کښې ملي مبارزین بیا د هېواد د دفاع لپاره راپورته شول چې پۀ هغوي کښې د ملا مشک عالم، محمد جان خان وردګ، سردار عثمان خان ساپي، غازي صاحب خان تره کي، غازي محمد ایوب خان او پۀ زرګونو نورو ملي مبارزینو مقاومت وکړ و او 1880 زېږدیز کال کښې د انګرېزانو اشغال پای ته ورسېد. د ‘مېوند’ جګړه هم پۀ هم دغه وخت کښې وشوه خو انګرېزانو پر امیر یعقوب خان باندې د ‘ګندمک’ شوم او بد مرغه تړون لاسیلک کړو او افغانستان د دې تړون پر بنسټ د خېبر، پښین او کورمې سیمې لۀ لاسه ورکړلې.

لکه چې ټولو ته څرګنده او جوته ده، د افغانستان ځوان او پرمختګ غوښتونکي واکمن اعليٰحضرت امیر امان الله خان پۀ 1919 میلادي کال کښې د خپل پلار ‘امیر شهید’ امیر حبیب الله خان تر وژل کېدو وروسته د افغانستان د چارو واګې پۀ خپل لاس کښې واخستلې. دی پۀ دې پوهېدو چې تر هغه پورې چې افغانستان خپله سیاسي خپلواکي تر لاسه نۀ کړي نو نۀ شي کولی چې د خپل هېواد برخلیک وټاکي. نو هم دا وجه وه چې دۀ د 1919 زېږدیز/میلادي کال د ا پرېل د میاشتې پۀ دیارلسمه نېټه د کابل د عیدګاه د جومات لۀ منبره یوه تاریخي وېنا وکړه او پۀ دغې وېنا کښې ئې ووئیل، “زۀ دلته لۀ دې جومات لۀ منبره د خپل هېواد کورنۍ او بهرنۍ خپلواکي اعلانوم؛ تر دې وروسته به افغانستان د نړۍ د نورو خپلواکو هېوادونو پۀ څیر یو ازاد او خپلواک هېواد وي او انګرېزانو ته به د دې اجازه ورنۀ کړم چې د افغانستان پۀ کورنیو چارو کښې لاس وهنه وکړي او زۀ به خپله توره تر هغې پورې پۀ خپلې تیکي کښې نۀ ږدم تر څو مې چې لۀ انګرېزانو نه د افغانستان خپلواکي نۀ وي تر لاسه کړې.”

ځوان باچا اعليٰحضرت امان الله خان د 1919 زېږدیز کال د مارچ د میاشتې پۀ پینځلسمه نېټه برطانوي هند ته خبرداری ورکړو چې مونږ غواړو د افغانستان هېواد د نړۍ پۀ یوۀ معزز او پتمن هېواد بدل کړو او مونږ نور ستاسو غلامي نۀ شو منلې.

واکمنۍ ته د امان الله خان د راتلو سره سم د افغانستان د پراخه پرګنو او خلقو تر منځ د افغاني نېشنلزم او اسلامي روحیې پر بنسټ د خپلواکۍ غوښتنې جذبې لا نورې هم پیاوړې شوې او دا ټول هغه څۀ وو چې پۀ برطانوي هند کښې انګرېزانو ته د منلو وړ نۀ وو. لۀ هم دې کبله وو چې یوې بلې جګړې ته اړتیا پېښه شوه او د افغا نستان ستر ملت یو ځل بیا د دې هوډ او اراده وکړه چې د خپل هېواد د برخلیک لپاره به د درېم ځل لپاره وسله واله مبارزه کوي . هماغه ؤ چې افغانستان د امان الله خان تر مشرۍ لاندې د پېرنګیانو سره د خپلواکۍ درېمه جګړه پۀ درېو جبهو کښې بېل او د جګړې لپاره ئې تابیا او تیاري ونیوله.

پر افغانستان باندې د انګرېزانو درېم ځل یرغل د 1919 زېږدیز کال د مۍ او جون پۀ میاشتو کښې پۀ څو جبهو کښې پېل شو چې دغه جبهې د خېبر، پکتیا،قندهار، چترال، وزیرستان، پیواړ او ټل جبهې وې. د قندهار د جبهې مشري سردار عبدالقدوس ته ورپۀ غاړه وه. د پکتیا پۀ جبهه کښې سپه سالار محمد نادر خان لۀ انګرېزانو سره جنګېدو او د افغانستان پۀ ختیځ جلال اباد کښې د افغاني ځواکونو مشري سپه سالار صالح محمد خان ته ورپۀ غاړه وه. هم دا ؤ افغانانو د خپل ملي واکمن اعليٰحضرت امان الله خان تر مشرتابه لاندې انګرېزي یرغلګرو ته خولۀ ماتوونکي ګزارونه ورکړل او انګرېزانو د افغانو سره پۀ راولپڼدۍ کښې سوله وکړه او د 1919 زېږدیز کال کښې ئې د افغانستان خپلواکي پۀ رسمیت وپېژندله. د ځینو هغو ملي مبارزینو نه چې د افغان انګرېز پۀ درېمه جګړه کښې یې برخه اخستې وه، کولی شو د چکنور ملا صاحب ،میر زمان خان کونړي، د کجوري ملا صاحب، د سرکاڼو د میا صاحب، ببرک خان ځدراڼ، ملا پېونده صاحب او نورو پۀ زرګونو مبارزینو نومونه واخلو.

نن ځکه افغانان د خپلو پلرونو او نیکونو د سرښندنو هغه ورځ لما نځي چې سل کلونه وړاندې ئې دوي ته پۀ میراث ور پریښې ده.

Image result for ‫شاه امان الله ومسجد عید ګاه‬‎ تل دې وي خپلواکي!!!

امیر اما ن الله خان لۀ نن نه سل کلونه وړاندې د کابل د عیدګاه پۀ جومات کښې د انګرېزانو نه د خپلواکۍ اعلان کوي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …