د ازادۍ سل کلن بهیراو د ښکلو هنرونو ارتقاء(1398-1298)ل( – 2019-1919)ز – پوهنیارمحبوب شاه محبوب (د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد)

 

 

 

 

 

 

سریزه:

کۀ چرې د خپلواکۍ د بیا اخستلو لۀ ورځې تر دا دمه د افغانستان د تېر سل کلن بهیر جاج اخلو نو ګڼې لوړې او ژورې به پکښې ووینو.

د غازي لۀ واکمنۍ نیولې تر ډاکتر محمد اشرف غني د فرهنګي بدلون، لوړتیا او زوړتیا سربېره د سیاسي، اقتصادي او عن د جغرافیې پۀ اساس افغانستان ګڼ بدلونونه منلي دي، ځینې ئې ښائي شعوري وي او ځینې تپل شوي وي.

پۀ دې مقاله کښې مونږ د تېر سل کلن بهیر پۀ جریان کښې د ښکلو هنرونو د ارتقاء جاج اخستی او تر ډېره ئې پرمختګ او موضوعي بدلون ته تم شوي یو.

پۀ دې مقاله کښې به ولولئ چې پۀ افغانستان کښې د ښکلو هنرونو غېر رسمي پېل څنګه او څۀ ډول پۀ رسمي جوړښت اوښتی او کوم بدلونونه پکښې را منځ ته شوي دي.

موخه:

لۀ دغې څېړنیزې مقالې څخه مو موخې دا دي:

1: غواړو چې د افغانستان د ښکلونو هنرونو ارتقاء پۀ منظمه بڼه وڅېړو.

2: غواړو روښانه کړو چې پۀ افغانستان کښې ښکلي هنرونه لۀ کومو پړاوونو را تېر شوي دي.

3: لۀ مقالې څخه مو موخه دا ده چې معلومه کړو د افغانستان ښکلو هنرونو پرمختګ کړی او کۀ نۀ.

پۀ مقاله کښې راغلي کلمات:

هنر، تیاتر )تهېټر(، سېنما، نقاشي، رسامي او …

هنر پېژندنه:

مخکښې لۀ دې چې د خپلې موضوع پۀ اړه خبرې وکړم، اړینه بولم چې د هنر او ښکلو هنرونو پۀ اړه یو څۀ لنډ معلومات وړاندې کړم.

د ‘هنر’ کلمه مونږ ډېره کاروو او ښائي بېلابېل تعبیرونه ترې واخستل شي. پۀ نورو ژبو کښې د هنر لپاره یو شمېر کلمې کارول کېږي – د بېلګې پۀ ډول پۀ انګلیسي ژبه کښې اٰرټ، فرانسوي کښې ار، پۀ الماني کښې کونسټ او … ورته وئیل کېږي.

کۀ چرې پۀ خپله د هنر د کلمې سپړنه کوو نو د دغې کلمې مونډ د سانسکریټ پورې رسي. پۀ پښتو او پارسي ژبه کښې د کمال، وړتیا، پوهې،جوهر او … لپاره کارول کېږي.

کۀ چرې قاموسونو ته سر ورښکاره کړو نو هلته هم پۀ پورته ورته معناو ئې پېژندنه شوې، لکه پۀ ‘فرهنګ عمید’ کښې د هنر معنيٰ داسې شوې:

پېشه، فن، صنعت، کار نمایان و برجسته .

ارسطو بیا وائي چې هنر د ښکلا تخلیق دی او هنري تخلیق د لوړې ښکلا نمونه ده.

استاد نجیب فارسي پۀ خپل کتاب ‘هنر شناسي’ کښې لیکي:

“هنر مجموعه ‌ای از آثار یا فرایندهای ساخت انسان است که در جهت اثرگزاری بر عواطف، احساسات و هوش انسانی یا به‌ منظور انتقال یک معنا یا مفهوم خلق می‌ شوند. همچنین می توان گفت هنر توان و مهارت خلق زیبایی است.”

نو کۀ چرې خبره لا را ساده کړو، هنر د تخلیقي تومنې هغه جوهر دی چې پنځونه د ښکلا اوج ته رسوي، هغه احساسات او عواطف انتقالوي کوم چې تخلیق کار د تخلیق پۀ وخت لري.

ګڼو هنر څېړونکو هنر پۀ بېلابېلو برخو وېشلی خو پۀ لویه کښې هنر پۀ دوو برخو وېشو:

أ( ازاد یا خپلواک هنر:

دا هغه هنر دی چې انسان ته د چاپیریال سره اشنائي، اړیکې، پۀ بشري پوهونو پوهاوی او … اسانه کوي. لکه : د بیان فن، استدلال، ژبپوهنه، منطق، ریاضیات او …

ب: ښکلی هنر:

ښکلی هنر د ټولنیز موجودیت او شعور هغه ځانګړې پوهه ده چې د ښکلا، احساساتو او عواطفو پورې تړاو لري؛ یا پۀ بله ژبه ښکلي هنرونه هغه دي چې یواځې د ښکلا پېژندنې پر بنسټ تخلیق او درک شي.

ښکلي هنرونه بېلابېلې برخې لري چې پۀ وروسته به پرې رڼا واچوو.

ښکلي هنرونه نۀ یواځې دا چې تحریري بڼه لري بلکې دا هنرونه پۀ شفاهي بڼه هم څرګندېدی شي خو درک او تخلیق دواړه ئې د ښکلا پېژندنې پر بنسټ دي.

پۀ ښکلو هنرونو کښې نقاشي، رسامي، موسیقي، ګډاګانې، تمثیل، مجسمه جوړونه او … شامل دي.

کۀ د ښکلونو هنرونو د کېفیت او څېړنې پۀ باب څومره هم خپله لیکنه اوږده کړم، ښائي کمه وي – خو زما د مقالې اصله موضوع د ازادۍ د بیا تر لاسه کولو پۀ سل کلن بهیر کښې د ښکلو هنرونو ارتقاء او د کېفیت جاج اخستل دي، مخکښې لۀ دې چې د ښکلو هنرونو د ارتقاء جاج واخلم، اړینه ده چې د خپلواکۍ بېرته تر لاسه کولو پۀ اړه لنډه رڼا واچوم.

خپلواکي او غازي امان الله خان:

د 1298 کال د زمري اتۀ ویشتمه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخستو د اعلان ورځ ده. لۀ نن څخه پوره سل کاله وړاندې د خپلواکۍ د بېرته اخستو اعلان نۀ یواځې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی ؤ. دا اعلان د انګرېزانو پۀ اسیائي مستعمرو کښې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پېلامه وه.

سل کاله مخکښې، امان الله خان د زمري پر اتۀ ویشتمه د راولپنډۍ د سولې تړون لۀ توشیح کېدو وروسته پۀ دې ورځ د هېواد ازادي ونمانځله او لۀ افغانانو ئې وغوښتل چې تر دې وروسته به دا ورځ د هېواد پۀ تاریخ کښې د ملي ورځې پۀ توګه ونمانځي.

امان الله خان د امیر حبیب الله خان دوېم زوی ؤ. نوموړی یو زړۀ ور، د ښکېلاک ضد او ازادۍ غوښتونکی سرتېری ؤ. لۀ تاریخ او حماسي ادبیاتو سره ئې ډېره مینه وه.

هغۀ د 1919 کال د فرورۍ پر شلمه، د خپل پلار امیر حبیب الله خان د وژل کېدو غم کښې د خپل ترۀ نصرالله خان د امارت لۀ اعلانېدو سره مخالفت وښود او هوډ ئې وکړ چې د خپل پلار غچ به اخلي او خپلواکي به بېرته تر لاسه کوي.

تاریخ پوه فېض محمد کاتب پۀ خپل اثر ‘سراج التواریخ’ کښې لیکي چې امان الله خان د 1297 کال د کب پر نهمه 1919)، فرورۍ 28مه( پۀ داسې حال کښې چې پوځي جامې ئې اغوستې وې، د کابل عسکرو او ښاریانو ته وېنا وکړه:

“لومړی خپل ټول اصیل ریښتوني ملت ته اعلان کوم او زېری ورکوم چې ما د افغانیه سلطنت تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ او حاکمیت پۀ نوم پر سر کړ.”

“زما ګران اولسه! زۀ دا پوځي جامې تر هغو نۀ وباسم چې خپل مور وطن ته د خپلواکۍ جامې چمتو نۀ کړم!”

لۀ هم دغې وېنا وروسته پۀ افغان ملت کښې د ازادۍ یو شور پۀ څپو شو او هم دا وه چې پۀ 1298 کال د زمري د میاشتې پۀ اتۀ ویشتمه د خپلواکۍ اعلان وشو او افغانستان لۀ انګرېزانو څخه خپله خپلواکي واخسته.

دا خپلواکي نۀ یواځې پۀ سیاسي برخه کښې وه، بلکې د دغې خپلواکۍ شغلې د تعلیم، فرهنګ او هنر پۀ ډګر کښې هم حس شوې او د پرمختګ لومړي ګامونه کېښودل شول.

لۀ دې وروسته د توکم، ژبې، مذهب او قبیلې لۀ پلوه تبعیض او تفریق لۀ منځه لاړ، د محمدزیو د قبیلې د نسب او د خانانو تنخواه او د روحانیونو امتیازات لغوه شول او اولس پۀ حقونو کښې لۀ یو بل سره مساوي شو.

دا او دې ته ورته ګڼ پرمختګونه او بدلونونه رامنځ ته شول خو هغه بدلون او ارتقاء چې د 1298 ل کال را پۀ دې خوا افغاني فرهنګ او هنر کړې، د پام او بحث وړ ده.

د ازادۍ سل کلن بهیر او ښکلي هنرونه:

افغانستان یوه لرغونې او دودیزه جغرافیه ده چې بېلابېل هنرونه پرې راټوکېدلي. ځینې ئې لۀ منځ ته تللي او ځینې ئې لا هم ساتل شوي دي.

کۀ چرې پۀ تاریخي دود د هنرونو او فرهنګ ارتقاء ته نظر واچوو نو وبه وینو چې پۀ تېرو سلو کلونو کښې پۀ هنري او فرهنګي برخه کښې د پام وړ بدلون راغلی – ځینې بدلونونه او پرمختګونه ئې شعوري او ځینې ئې بیا غېرشعوري دي.

دا باید هېر نۀ کړو چې د خپلواکۍ د بیا اخستو څخه وړاندې هم پۀ هنري او فرهنګي ډګر کښې لاس ته راوړنې موجودې وې خو دا لاس ته راوړنې تر ډېره محدودې پاتې وې.

تیاتر )تهېټر(:

د 1298ل کال څخه وړاندې پۀ افغانستان کښې تمثیل تر ډېره د دربار پورې محدود ؤ، کومه رسمي بڼه ئې نۀ درلوده او عام اولس د تمثيلي نندارو لیدو ته لاس رسی نۀ لارۀ. هم دا ؤ چې د لومړي ځل لپاره د 1299ل کال پۀ وروستیو او د 1300 کال پۀ لومړیو کښې د افغانستان پۀ مکتبونو کښې د تمثیل هنر پۀ رسمي بڼه پېل شو.

پۀ یو شمېر ځانګړو ورځو او مراسمو کښې به تمثیل کېدۀ او د مکاتبو د زده کوونکو لۀ خوا به تمثیلي نندارې وړاندې کېدې؛ دغو رسمي او ډیموکراتیکو نندارو دربار ته هم لاره ومونده.

پۀ هم دې کال غازي امان الله خان د پغمان سېنما او تیاتر ودانۍ هم تاسیس کړه او د رسمي سټېج تمثیل بنسټ کېښودل شو. د هغه وخت لۀ مشهورو ممثلینو څخه یو هم استاد رشید لطیفي ؤ چې د پغمان پۀ تیاتر کښې به ئې پۀ سټېج تمثیل کاوۀ او نور شاګردان ئې هم روزل.

لومړنۍ د سټېج تمثیلي ننداره چې د پغمان پۀ تیاتر کښې وړاندې شوه )مسابقه ی خواب و بېداری( پۀ نوم وه. هم دا ؤ چې یو شمېر لویو ولایاتو ته هم دغه هنر لاره وکړه او تیاتر ورځ تر بلې پۀ عامېدو شو.

محمود طرزی هغه څوک ؤ چې پۀ لومړي ځل ئې د معاصر تیاتر بنسټ کېښود او د عبدالغفور برشنا پۀ واسطې ئې پۀ 1301ل کال د بهرنیو چارو وزارت پۀ قصر کښې شاهي کورنۍ ته یو تیاتر وړاندې کړ. استاد برشنا ګڼ شاګردان وروزل، لۀ دې امله ئې د افغانستان د تیاتر استاد بولي.

پۀ دغو کلونو کښې تیاتر د افغانستان پۀ ګوټ ګوټ کښې یو خوښ هنر ؤ او بې سابقې مینه وال ئې پېدا کړل. پۀ 1322ل کال کښې د ظاهر شاه پۀ واکمنۍ کښې د پوهنې نندارې بنسټ کېښودل شو. دا ودانۍ پۀ اوسنۍ استقلال لېسې کښې وه او د پوهنې نندارې ئې ځکه بلله چې ټول ممثلین ئې د معارف اړوند خلق وو.

دا هغه وخت ؤ چې د تیاتر لپاره پۀ شعوري ډول کار شروع شو، دلته یو شمېر استادان او د تمثیلي ټوټو لیکوالان هم پۀ دندو وګمارل شول چې لۀ جملې ئې استاد بېسد، استاد ف فضلي او د داسې نورو یادونه کولی شو.

د پوهنې نندارې د مطبوعاتو د مستقل ریاست لاندې فعالیت کاوۀ. ځینې خصوصي مؤسساتو هم د تیاتر پۀ برخه کښې کار پېل کړ. د ماشومانو او ښځو ځانګړي تیاترونه رامنځ ته شول او ورځ تر بلې تمثیل د مسلکیتوب او تخنیکتوب پر خوا روان ؤ.

ظاهر شاه د دې لپاره د مطبوعاتو مستقل ریاست جوړ کړ چې غوښتل ئې د تیاتر پۀ کارونو او نندارو پوره نظارت ولري او یو شمېر صحنې سانسور کړي. پۀ دغو تیاترونو کښې د شاهي کورنۍ پۀ اړه منفي پېغام او حتٰي کوچنۍ خندا هم منع وه.

کله چې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د کابل راډیو جوړ شو، تمثیل راډیو ته هم لار وکړه او لۀ راډیو به یو شمېر تمثیلې ټوټې وړاندې کېدې.

پۀ لومړیو کښې دا تمثیلونه پۀ ژوندۍ بڼه وړاندې کېدل خو کله چې د ثبت الات راغلل نو بیا راډیوئي تمثیلونه او ډرامې ثبتېدې او بیا خپرېدې.

د کابل نندارې ودانۍ هم جوړه شوه او دلته به خلقو پۀ ډېرې اسانۍ سره نندارې کتلې. لۀ دې وروسته د مرستون تیاتر هم جوړ شو.

پۀ 1357ل کال د افغانستان ملي تلویزون پۀ نشراتو پېل وکړ او د سټېج ډرامې، تمثیلونه او نور به لۀ تلویزون څخه خپرېدل، ورو ورو تلویزوني ډرامې پېل شوې.

د نور محمد تره کي، حفیظ الله امین او ببرک کارمل پۀ وختونو کښې تیاتر نور هم پرمختګ وکړ، یو شمېر روسي استادان راغلل او دلته ئې پۀ مسلکي ډول د تیاتر کارکوونکو ته روزنه ورکړه.

پۀ کابل پوهنتون کښې د ښکلو هنرونو پوهنځی جوړ شو او تیاتر مسلکي لوړو زدکړو ته ور داخل شو. پۀ مسلکي ډول ممثلینو او د تیاتر کارکوونکو ته زدکړې ورکړل کول کېدې او دا لړۍ لا هم جریان لري.

د ډاکټر نجیب پۀ واکمنۍ کښې هم تیاتر ؤ خو د پخوا پۀ شان ئې جوش او خروش نۀ ؤ او کله چې د ډاکټر نجیب الله واکمني ړنګه شوه، تیاتر او د ښکلو هنرونو نورې برخې هم راکمزورې شوې.

د کورنیو جګړو پر مهال اکثر ممثلین لۀ هېواده بهر لاړل او اکثرو ئې هلته هم د تیاتر پۀ برخه کښې کار وکړ. ځینې مشهور تیاترونه لا هم پۀ ویډیوئي بڼه ثبت دي.

د طالبانو پۀ واکمنۍ کښې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي ګڼې برخې وتړل شوې او تیاتر هم پۀ ټپه ودرېد. د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ لۀ پېل سره پۀ افغاني تیاتر کښې بیا ساه وچلېده او ورو ورو ئې حرکت پېل کړ.

دا ځل تیاتر پۀ هغه اندازه پرمختګ ونۀ کړ لکه څومره چې ئې د داود خان او نور محمد ترکي پۀ واکمنیو کښې کړی ؤ، ځکه د ټیکنالوژۍ لۀ پرمختګ سره د تیاتر مینه وال هم کم شوي وو.

سېنما:

لۀ بده مرغه پۀ دې اړه مې کره معلومات او کوم غښتلی لاسوند تر لاسه نۀ کړ چې معلومه کړم چې سېنمائي پراجیکټور د لومړي ځل لپاره د چا پۀ وخت کښې افغانستان ته راغی، پۀ دې اړه بېلابېل نظرونه دي.

یو نظر دا دی چې د لومړي ځل لپاره سېنمائي پراجیکټور د برېطانوي هند لۀ لوري امیرحبیب الله خان ته پۀ 1915ز کال کښې ورکړل شو. دوېم نظر بیا دا دی چې غازي امان الله خان د لومړي ځل لپاره سېنمائي پراجیکټور افغانستان ته راوړ او د پغمان پۀ سېنما کښې ئې پرې فلم وکوت. پۀ لومړیو کښې به سېنما کښې یواځې د دولت د کارونو او لاس ته راوړنو فلمونه کتل کېدل.

د دري ژبې لیکوال او څېړونکی فېض الله قرداش وائي چې یو شمېر روحانیونو پۀ سېنما بندېز ولګاوۀ، غازي تبعید شو او لۀ جنګونو وروسته حبیب الله کلکاني ووژل شو.

کله چې پۀ 1312ل کال نادر شاه واک ته ورسېد، سېنما ئې بیا ورغوله او دغې برخې کاملاً پرمختګ وکړ. ځینې هندي فلمونه به پرې خلقو کتل، مګر بیا هم سېنما ته هر چا لاس رسی نۀ لارۀ.

پۀ لومړي ځل چې پۀ افغانستان کښې خپل افغاني فلم جوړ شو، د ظاهر شاه د واکمنۍ مهال ؤ. دا فلم چې ‘عشق و دوستي’ نومېدۀ، پۀ 1325 کال جوړ او پۀ سېنما خپور شو.

لۀ دې وروسته د سټېج ډرامو او تیاتر کارکوونکو ورو ورو سېنما ته مخه کړه او پۀ دغه برخه کښې ئې کار پېل کړ. د داود خان د واکمنۍ پر مهال ګڼې سېنماګانې رامنځ ته شوې. د سېنما پۀ برخه کښې رسمي او غېر رسمي زدکړې هم پېل شوې.

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پۀ پوهنځي کښې د سېنما پۀ برخه کښې رسمي زدکړې ورکول کېدې او هم د سېنما د لیدو چانس هر افغان حاصل کړ.

د نور محمد تره کي لۀ دورانه نیولې تر ډاکتر نجیب د واکمنۍ پورې ګڼ فلمونه او سیریالونه جوړ شول. پۀ لویو ولایاتو کښې خپرونې پېل کړې او ګڼو خلقو تلویزون ته لاس رسی پېدا کړ. تلویزوني سیریالونه چې د ‘کونډې زوی’ ئې ښه بېلګه ده، ډېر مشهور شول.

لۀ کورنیو جګړو نیولې بیا د طالبانو تر واکمنۍ پورې سېنمائي چارې پۀ افغانستان کښې پۀ ټپه ودرېدې. وخت نا وخت افغاني سېنمائي هنرمندانو لۀ هېواده بهر ځینې فلمونه جوړول خو د اولسمشر کرزي پۀ دوره کښې پۀ دغه برخه کښې بیا کار پېل شو او پۀ سلګونه فلمونه او ډارمې جوړې شوې او لا هم جوړېږي.

موسیقي:

د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو څخه مخکښې هم پۀ یو شمېر سیمو کښې محلي موسیقي وه خو تر ډېره د روحانیونو قیودات موجود وو چې پۀ عامو ځایونو کښې به موسیقي نۀ غږول کېده.

هغه سندرغاړو او هنرمندانو چې کابل ته لۀ هندوستانه راغلي وو، یواځې پۀ دربار کښې د سندرو وئیلو حق لارۀ او بیرون ئې نۀ شول کولی چې عامو خلقو ته موسیقي وکړي.

پۀ 1302ل کال کښې د لومړي ځل لپاره موسیقي بیرون هم عامه شوه او هر چا کولی شول چې موسیقي وکړي او وایې وري خو هنرمندانو دا حق نۀ لارۀ چې د دربار پرته نورو خلقو ته موسیقي ور زده کړي او پۀ دغه برخه کښې شاګردان وروزي.

د موسیقارانو لپاره پۀ کابل کښې ځانګړی ځای چې ‘خواجه خوردک’ یا ‘کوچه ی خرابات’ یادېږي، مشخص شوی و. لۀ 1302 کال څخه پۀ افغانستان کښې د موسیقۍ د خورېدو پېلامې شروع شوې.

د شاه ظاهر شاه پۀ واکمنۍ کښې بیا موسیقي دومره عامه شوه چې هر چا کولی شول موسیقي زده کړي، پۀ هر ځای کښې موسیقي وکړي او کومه ځانګړې پاپندي پرې نۀ وه.

پۀ لرو پرتو سیمو کښې هم خلقو محلي موسیقۍ کولې او پۀ ډېر شمېر محلي موسیقاران راپېدا شول. پۀ دغو محلي سندرغاړو کښې به وخت نا وخت یو شمېر اشخاصو د شاهي کورنۍ ضد سندرې هم وئیلې چې د هم دې لۀ امله شاه د مطبوعاتو مستقل ریاست را منځ ته کړ او پۀ دا ډول موسیقۍ ئې هم غېر مستقیم بندېز ولګاوۀ.

هم دا وخت د ښکلو هنرونو مکتب د غلام محمد مېمنه ګي پۀ مشرۍ پۀ کابل کښې جوړ شو. دلته د موسیقۍ د الاتو سربېره د موسیقۍ مسلکي زدکړه هم پېل شوه او ورو ورو موسیقي هم د لوړو زدکړو نصاب کښې شامله شوه.

د داود خان د واکمنۍ پر مهال موسیقۍ لا پرمختګ وکړ، د راډیوئي پروګرامونو لپاره موسیقي ثبت شوه او کله چې د تلویزون پرانسته وشوه؛ لۀ هغې څو ورځې وروسته د داود خان نظام ړنګ شو.

د نور محمد تره کي د واک پر مهال د افغانستان پۀ ملي راډیو تلویزون کښې د موسیقۍ ځانګړې برخه جوړه شوه او ګڼې محلي او نوې سندرې ثبت شوې.

د تره کي لۀ دورانه را پۀ دې خوا تر د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پورې د موسیقۍ غربي او شرقي دواړو خواو ته کار وشو؛ نوي الات راغلل او موسیقي ورځ تر بلې د پرمختګ پر خوا روانه وه.

د کورنیو جګړو پر مهال ګڼ هنرمندان نورو هېوادونو ته مهاجر شول او هلته ئې موسیقي پر مخ وړله خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پۀ افغانستان کښې د موسیقۍ ټول بنسټونه بند شول او موسیقي جرم وګڼل شو؛ حتٰي پۀ اورېدو ئې هم بندېز ؤ.

د اولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال یو ځل بیا موسیقۍ ته کار پېل شو، د موسیقۍ انستیتیوت جوړ شو، ګڼو بهرنیو مؤسساتو پۀ دغه برخه کښې کار شروع کړ، د کابل پوهنتون هنرونو پوهنځی بیا فعاله شو او د افغانستان ملي راډیو تلویزون تر څنګ ګڼو رسنیو د موسیقۍ د تولید پۀ برخه کښې کار وکړ او لا ئې هم کوي.

د ولسمشر حامد کرزي دوره د افغاني موسیقۍ د بیا احیاء او تولید یوه زرینه دوره ده او پۀ دغه برخه کښې د پام وړ کارونه وشول.

مجسمه سازي:

کۀ څۀ هم پۀ افغانستان کښې د مجسمه جوړونې تاریخ ډېر لرغونی دی، د بېلګې پۀ ډول ئې د بامیانو د مجسمو یادونه کولې شو، خو کله چې غازي امان الله خان د اروپا لۀ سفره راوګرځېد، پۀ ښکلو هنرونو کښې ئې مجسمه جوړونې او د دغې برخې اهمیت ته پام شو.

کۀ څۀ هم پۀ هغه وخت کښې پۀ رسمي ډول داسې څۀ کارونه ونۀ شول خو پۀ غېر رسمي شکل ځینو مجسمه سازانو کار وکړ. د لومړي ځل لپاره پۀ 1345ل کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پۀ پوهنځي کښې د امان الله حېدر زاد لۀ خوا د ځینو کوچنیو کورسونو بنسټ کېښودل شو.

دوه کاله وروسته بیا د مجسمه سازۍ ډیپارټمینټ جوړ شو او زدکړې ئې رسمي شوې. لۀ دې علاوه یو شمېر خصوصي او بهرنیو مؤسساتو هم پۀ دغه برخه کښې کار شروع کړ.

د کورنیو جګړو پر مهال مجسمه سازي هم یو څۀ ټکنۍ شوه او بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دا هنر پۀ ټپه ودرېد او د اولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال ورته پام وشو او دغه هنر بیا خپلې رېښې وځغلولې.

ګډا او اتڼ:

کۀ څۀ هم اتڼ د افغانانو ملي او دودیزه ګډا ده او لۀ ډېره پخوا را هسې پالل کېږي خو دا چې پر افغانستان د وخت تاړاکونه ډېر تېر شوي نو د فولکلور دا برخه ئې هم زیانمنه کړې ده.

د غازي امان الله خان لۀ واکمنۍ وړاندې پۀ دودیزه بڼه پۀ ودونو کښې د ښځمنو د ګډا دود ؤ او دا دود تر اوسه هم پالل کېږي خو پۀ رسمي محفلونو کښې د رقص او ګډا دود ښکاره نۀ ؤ.

پۀ دربار کښې د ګډا دود لۀ غازي امان الله خان څخه وړاندې ؤ، دا حق یواځې شاهي کورنۍ لارۀ چې پۀ دربار کښې لۀ موسیقۍ سره د ګډاګانو ننداره وکړي او د غازي امان الله خان پۀ واکمنۍ کښې هم دا مسئله وه.

خو کله چې د شاه ظاهر شاه واکمني رامنځ ته کېږي، لکه څۀ رنګه چې موسیقي عامېږي، هم داسې ګډاګانې هم عامېږي. د کابل پۀ خرابات کوڅې کښې پۀ بالاخانو کښې رقاصو ګډاګانې کولې او دا یوه معمول چاره وه.

دغې سلسلې تر د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پورې دوام وکړ او بیا د کورنیو جګړو دوران او د طالبانو پۀ واکمنۍ کښې ګډاوې، اتڼونه او نور دا ډول محلي دودونه بند شول.

هېره دې نۀ وي چې د حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب پۀ وختونو کښې د ملي تلویزون لۀ لوري یو شمېر رقصونه او اتڼونه ثبت شول.

د اولسمشر کرزي پۀ واکمنۍ کښې اتڼ، ګډا او دې ته ورته نور محلي دودونه بېرته ازاد شول او اوس هر څوک کولی شي چې دغه هنر وروزي او وې کړي.

کۀ چرې تېر سل کلن بهیر ته پام وکړو، د ګډا او اتڼ لپاره پۀ افغانستان کښې داسې کوم رسمي او اکاډمیک مرکز نۀ ؤ او نۀ شته چې ګډا یا اتڼ دې پکښې ور زده شي.

نقاشي او رسامي:

لۀ پخوانیو امپراتوریو رانیولې تر شاهي نظام او وروستیو حکومتونو پورې ځینې درباري نقاشان لرل او پۀ دغه برخه کښې د دربار پام هم زیات ؤ.

کۀ چرې تېر سل کلن بهیر ته پام کوو نو وئیلی شو چې د غازي امان الله خان پۀ وخت کښې ګڼ نقاشان او رسامان وو چې خپل هنر ته ئې کار کاوۀ.

دغې برخې ځانګړي مینه وال لرل او لا هم د هغه وخت یو شمېر نقاشۍ او رسامۍ شته چې پۀ ملي موزیم او د برېطانیې پۀ موزیم کښې خوندي دي.

د شاه ظاهر شاه د واکمنۍ پورې نقاشي او رسامي پۀ فردي ډول زده کېده او کوم رسمي بنسټ یا موسسه نۀ وه چې نقاشي یا رسامي دې پکښې زده شي.

د شاه پۀ واکمنۍ کښې غلام محمد میمنه ګي د ښکلو هنرونو مکتب پرانست او پۀ دغه مکتب کښې پۀ اساسي، رسمي او مسلکي ډول د نقاشۍ او رسامۍ زدکړې هم ورکول کېدې او د لا لوړو هنرونو د زدکړې لپاره پۀ 1345ل کال پۀ کابل پوهنتون کښې د ښکلونو هنرونو پوهنځی ایجاد شو چې رسامي او نقاشي ئې د زدکړو یوه برخه وګرځېده.

د نقاشۍ او رسامۍ کارونه او زدکړې د طالبانو پۀ وخت کښې یو څۀ ټکنۍ شوې خو لۀ 2001ز کال را پۀ دې خوا دغه هنر یو ځل بیا وغوړېد او د دولتي زدکړئیزو مرکزونو سربېره ګڼو خصوصي مؤسساتو هم پۀ دې برخه کښې کار وکړ.

دا او دې ته ورته نورو ښکلو هنرونو پۀ افغانستان کښې د لوړتیا او زوړتیا مهم پړاوونه وهلي او وهي ئې، ښائي پۀ ځینو کښې ئې د پام وړ مثبت تغیر راغلی وي او ځینې ئې د ورکېدو لۀ ګواښ سره مخ دي.

پایله:

پۀ پایله کښې وئیلی شو چې د خپلواکۍ د بېرته اخستلو نه تر دې دمه چې سل کلونه تېر شوي، پۀ افغانستان کښې ښکلو هنرونو ډېر اوږد او لۀ لوړتیا او زوړتیا ډک سفر کړی دی.

پۀ دغو تېرو سلو کلونو کښې کۀ لۀ یوې خوا د انګرېز ښکېلاک مات شوی، لۀ بله خوا روسیه راغلې او د ټولو فرهنګي او سیاسي یرغلونو تر څنګ ئې پۀ هنر هم ځانګړی اغېز پرې ایستی دی.

ورپسې کلک مذهبي حکومت واکداري کړې او بیا د نړۍ دوه څلوېښت هېوادونه د بېلابېلو فرهنګونو او هنري تاثیراتو سره د امریکې پۀ مشرۍ راغلي، ټیکنالوژۍ پرمختګ کړی او خپل سیوری ئې پۀ ښکلو هنرونو هم غوړولی دی.

پۀ دغه اوږده دوره کښې چې بېلابېل سیاسي بدلونونه رامنځ ته شوي، ښکلو هنرونو د پام وړ پرمختګ کړی او لا هم د پرمختګ پۀ حال کښې دي.

کتلي مأخذونه:

  1. زغم، احمدشاه، معاصره لیکوالي، د افغانستان ملي تحریک فرهنګي څانګه، 1349ل2015
  2. غبار، میر غلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ، انتشارات محسن، 2012ز
  3. فارسی، نجیب، هنر شناسی، انتشارات فارس، تهران،1402ق
  4. قرداش، فېض الله، مرکه، مرکه کوونکی: محبوب شاه محبوب، کابل، 1398ل
  5. هېوادمل، زلمی )راټولوونکی(، د افغانستان د فرهنګ تاریخ، درسي لېکچر نوټ، کابل پوهنتون، 1398ل

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …