د سلام بابا پۀ شاعرۍ کښې د درې سیاسي مخکښانو یادونه – نعیم ازاد

 

 

 

ملا سلام ګډ و يوۀ چمن ته نۀ دی

هم کابل هم کندهار ستائي هم ږوب

څرک او ځيرک خلق ټولنيز فکر پۀ برخه لري او تل د خپل خيالي تصور د رښتيا کولو پۀ هڅه او لټون د ژوند شپې ورځي سبا کوي او هم دا رنګه لۀ ځانپالنې او ټولنپالنې څخه د انسانپالنې او ټولپالنې دغه بهير پۀ فکري توګه پرمختګ او ورځ پۀ ورځ پراختيا مومي. معنٰي دا چې د وګړنيز )انساني( ژوند د هوسا کولو د لارو چارو روڼا کولو او پلټنې لپاره ئې د ژوند هره شېبه ځانګړې کړې وي. د ټولنيز ژوند د پايښت، هوساينې او خوشحالۍ لپاره د دغه فکري بهير د څرکو او ځيرکو وګړو پۀ غړيو کښې تکل، لټون او هڅو ته د هغوي احساسات واک او وس ور پۀ برخه کوي او پۀ هم دې لاره کښې تر خپله وسه پورې کردار د دغه څرکو او ځيرکو سړو د وجدان او ضمير د ډاډمنتيا پۀ لامل جوړېدلو سره د انسانپالنې او خپلوۍ لاره نوره هم روڼا کوي. د خپل کردار سره مينه “چې د وجداني ډاډ لامل ګرځي”، پۀ لږ او ډېر شمېر پۀ هر وګړي کښې تر سترګو کېږي؛ خو پوهانو د دې لاملونه پلټلي او پۀ دې کښې ئې د چاپېريال اغېز پۀ پوره او کره توګه جوت کړی دی. د وګړو لۀ ځاني غوښتنو “چي مادي او معنوي اړخونه لري”، څخه دا بهير د فکر پۀ پراختيا موندلو سره تر کورنۍ، ټبر، توکم، قام، ملت او عن چې ټول انسانيت او پينۍ پۀ غېږ کښې رانغاړي؛ پورې رسېږي او دا ډول پۀ نړۍ کښې د هر وګړي کردار د يوې مرکزې و لوري ته “چې ټولنيز ژوند دی”، ګام اخستل شمېرل کېږي. دا تړون ورځ پۀ ورځ ټينګښت مومي او د پلي کوونکو لارويانو و احساساتو ته پر هڅولو سربېره د کردار لۀ لارې ټولنيز فکر د ژبي او قلم لۀ لارې هم پۀ بشريت کښې خورېږي او تر هر وګړي پورې پۀ رسېدلو د يوۀ ګډ وګړنيز ميراث او شتمنۍ بڼه خپلوي. معنٰي دا چې د هر وګړي ځاني کړۀ او کردار د ټولنيز ژوند پۀ رغولو کښې يو ګام او پۀ ټولنيزه شتمنۍ کښې د خپلې برخې لرل دي. معنٰي دا کۀ يو وګړی د خپل ځاني ژوند د هوساينې پۀ تکل وي، اغېزې ئې د کورني ژوند د هوساينې لامل ګرځي او د کورنۍ د هوسا ژوند لرلو اغېزې پر ټبر، څنډه، بانډه، توکم، قام، ټولنه او دا رنګه دا لړۍ پر ټول انسانيت او پينۍ خورېږي – لکه ګل باچا الفت چې وائي:

ډېر تفاوت دی پۀ انسان کښې د معنٰي پۀ لحاظ

واړه لګيا دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

مونږ وئيلی شو چې ځان پالنه او نژاد )نسل( پالنه د وګړو پۀ خټه اخښلې ده. هر وګړی د ژوند د پايښت، تلپاتېوالي، سمون او خپلواکۍ لپاره د لاس او پښو پۀ خوځون خپل کردار تر سره کوي. لکه يادونه چې مو وکړه چې هم دا کردار او کړۀ د ژوند لوری روڼا کوي، د ټولنيز ژوند د پرمختګ لامل ګرځي او پۀ دې لاره کښې پر هره کچه باندې لۀ کورنۍ څخه تر نړۍ پورې د نظام او کړنلارې اړتيا نړۍ پوهانو او ټولنپوهانو څرک کړې ده چې د وخت پۀ تېرېدلو سره د ټولنيز ژوند پۀ پرمختګ کښې د ژوند نظام او کړنلارې هم ډېر لوی لاس لرلی دی او د دې نظام او کړنلارې پۀ اړه وئيلی شو چې پينۍ څومره ويړتيا او پراختيا لري؛ هغومره ئې د نظام او کړنلارې پۀ اړه پراخ فکرونه او ذهنونه د اړتيا پر بنسټ را منځ ته شوي دي او انسانيت مو ګډ ميراث دی.

لکه څنګه چې ژبو پۀ نړۍ کښې د وګړو تر منځ د بېلتانۀ کرښې راکښلي او هره ژبنۍ ټولنه ځان ځان له د بېلابېلو دودونو، نرخونو او ژوند ډولونو چوکاټ لري؛ هم دا رنګه د فکرونو او نظامونو ډېرښت هم پۀ نړۍ کښې د وګړو تر منځ د لويو وچو )براعظمونو( هېوادونو او بېلابېلو برخو )بلاکونو( پۀ بڼه شتون لرلی دی او پۀ هره لويه وچه )براعظم( برخه )بلاک( هېواد او ژبنيو ټولنو کښې د ژوند لارې روڼولو لپاره پۀ هره څانګه کښې پوهان او استازي شتون لري چې پۀ هر ځای کښې ځينې استازي پۀ خپل تللي او کره کردار لرلو سره ډېر نوموړي شوي او نړيوال ارزښت او شهرت ئې موندلی وي.

پۀ پښتني افغاني ټولنه کښې هم پۀ زرګونو داسې څرګند او ژوندي نومونه شته چې د خپل ټولنيزي ژوند لارې روڼولو لپاره ئې پۀ خپل کردار تر سره کولو سره تلپاتې نوم پۀ برخه شوی دی.

پۀ ادبي، سياسي، علمي او هر ډګر کښې د يوۀ ځيرک، پوه او اولس منلي مخکښ لۀ خوا د خپل همځولي پۀ ښه نامه او ښو يادول د ياد شوي وګړي د کره کردار پر وړتيا او ارزښت منونکی لاسوند دی.

شلمې زېږديزې پېړۍ پر پښتني افغاني ټولنه باندې پۀ بېلابېلو څانګو کښې پۀ زړۀ پورې لورېينې لرلې دي او د نورو ارزښتناکو پوهانو پۀ څنګ کښې ئې پۀ سياسي لاره کښې د ډېرو درنو نومونو پۀ څنګ کښې درې داسې درانۀ نومونه پۀ برخه شوي دي چې پۀ ارزښتناک کردار لرلو سره ئې نړيواله نوموړتيا پۀ برخه شوې ده. نوموړي درې سياسي مخکښان کۀ څۀ هم درې واړه تر سلام بابا پۀ منګ )عمر( کشران وو؛ )خو داسې کشران چې درې واړه ئې همځولي او همعصر بللی شي( هر يوۀ پۀ خپل کردار کښې دومره واک او سپېڅلتيا لرلې ده چې نوموړي مخکښ سلام بابا پر يادونه سربېره لۀ هغوي څخه د ټولنې د ودانولو پۀ لاره کښې ډېري هيلې لرلې دي او د دوي کردار ئې د زړۀ پر دښته د ټوکېدلو ارمانونو اوبۀ خور کړی دی.

وئيلی شو چې خودي )ځان پېژندنه( او زهتوب )ځانخوښونه( ده؛ خو ځان ستائينه پۀ خپله نۀ ده پۀ کار. د بابا پۀ شعر کښې د لوی سړيتوب دغه څرک بیخي څرګند ښکاري چې د نورو ارزښت او لوئي مني )کۀ څۀ هم دغه ارزښت اوس لۀ پښتنې ټولنې څخه نژدې تللی او هر وګړی ئې من ښکاري؛ معنٰي پر ناپوهۍ سربېره ځان پوه بلل او د ځان ستائيني پۀ ناروغۍ ناروغه ټولنه ورته وئيلې شو(.

کۀ څۀ هم د دې نوموړو پۀ څنګ او ملاتړ کښې داسې ډېر نوموړي کردارونه شته چې د دې يادو نومونو پۀ ارزښت رغولو او جوتولو کښې ئې پۀ زړۀ پورې کردار لرلی دی؛ خو دلته د درې يادو شوو نوموړو سياست پوهانو پۀ اړه د سلام بابا نظر د نوموړي پۀ شعري روڼا کښې ځېرو چې پۀ هغوي کښې لومړی ياد کردار د نوموړي ‘غازي امان الله خان’ دی، چې کردار ئې پر سلام بابا دومره اغېزه کړې ده چې د دۀ پۀ شاعرۍ کښې کۀ د نوموړي ‘غازي’ پۀ اړه وئيل شوي شعرونه يو ځای کړل شي؛ بشپړه کتاب ځنې رغېږي. سلام بابا پۀ خپله وائي،

پر غازي امان الله عبدالسلامه!

کتاب نۀ دی کښلی بل شاعر بې تا

بلکې دا به ووايو چې د نوموړي غورځنګ و شا ته هم دغه چاپېريال او د نوموړي باچا کردار دی چې بابا ئې پۀ خپله يادونه کوي او وائي:

خان امان غازي سوهان شو زما د توري

څوني پرې کړې د زقوم درختو رېښې ما

د خپلې ټولنې پر ستړو ستومانيو، بېورو او د نوموړي مخکښ پر ټولنه رغوونکی ارمان ئې ځکه ژړلی دی چې دښمن ئې د ټولنيزي ناپوهۍ څخه پۀ ګټه اخستلو پۀ خپل مرام کښې بريالی شوی دی. اولسونه او د هغوي د ارمان استازی مخکښ ئې ځله بېل کړلی شو. بابا د زړۀ پۀ وينو پۀ ډېر ناورين ورپسې ژړلي دي –

د غازي امان الله نوحه پکښې ده

کل کتاب د زړۀ پۀ وينو ارغوان دی

د ميني جوتېدا او اټکل ئې لۀ دې څخه هم کېږي چې د ‘سوسن چمن’ نومې کتاب پۀ پېل کښې سلام بابا لۀ خدايه پاکه څخه تر خپلې تېروتنې د تېرېدلو او سيالۍ تر غوښتنه وروسته سم د لاسه پۀ دوېم بيت کښې د نوموړي غازي پر بېلتانۀ ژړلي او د هغۀ ياد ئې ور پۀ زړۀ کېږي، خپله اروا ئې ګڼي او ستر څښتن ته لاسونه لپه کوي چې تۀ زما شعرونه د دې لپاره رواج کړې چې د غازي د يادولو لامل وګرځي او وائي،

مرغان لوړ سېل کوي زما روح يواځې

مات وزر د سيله ومښتی جلا

يادوګار به د غازي امان الله شي

خدايه تۀ زما ملغلرې کړې رواج

د پښتون او افغان تاريخ پۀ بهير کښې د اتلانو او غازيانو شمېر تر اند د پاسه دی خو داسې غازيان “چې هغوي سياسي ډګر هم پۀ خپل لاس کښې لرلی او ګټلی وي”، د ګوتو پۀ شمېر دي.

سلام بابا د داسې غازيانو پۀ لړ کښې نوموړی غازي “غازي امان الله خان” د ټول افغان د دستار سړی بولي او د ‘فخر افغان’ پۀ نوم ئې نوموي، ځکه چې نوموړي غازي د ملا پوونده، غازي عبدالله خان اڅکزي، غازي محمد اکبر خان، نائب امين الله خان لوګري، محمد جان خان وردګ، مير مسجدي خان، حاجي صاحب ترنګزئ، ملا مشک عالم اندړ، ملالۍ خوګياڼۍ مېوندوالې، صاحب جان ترکي، سردار ايوب خان، عثمان خان، تاج محمد خان سلېمان خېل، فېض محمد غازي، شېر جان کاکړ او داسې نورو زرګونو پۀ شمېر ښځينه او نارينه اتلانو او غازيانو )د نومونو پر نۀ راوړلو د هغوي لۀ اروا څخه پۀ بخښنه( و بهېدلو وينو ته پۀ ارزښت او درنښت ورکولو سره د خپل ملت د خپلواکۍ پۀ اعلان کولو د هغوي اروا ته د ډاډ پېرزوينه او د غورځنګ تومنه ور پېرزو کړه. پخلی ئې د سلام بابا پۀ دې شعرونو کوو چې:

هم غازي امان الله ازادي درکړه

انګرېزانو خو ګڼلی وې مريی

لائقان د استقلال امان الله کړو

د دۀ قبر پراخ جنت کړې ذوالجلاله!

سلام بابا د نوموړي باچا تر دوره مخکښې ټولنيز منځی )مرکز( څارلی او د هغوي ذهني او فکري خوب ته اېلتوب ئې ليدلی دی، چې وائي:

هم غازي امان الله پښتون ازاد کی

ناشکري د دۀ غافل کابل پۀ ياد کی

د نوموړي تر تګ وروسته هم لۀ هغۀ څخه مننه کوي، چې خپل تګ ئې هم د افغانانو پۀ ګټه تمام کړ او د هغوي تر خپلمنځيو جګړو ئې دا ښۀ وګڼله چې تر واکمنۍ تېر شي. د واټن لري کېدل هم لۀ خپله هوډه او مينې بې برخې نۀ کړی شو او لۀ هغه ځايه څخه ئې هم د خپلې ټولنې او خپلواکۍ هڅې پاللې او لۀ خپل ارمان سره ئې مينه جوته وه. بابا ئې پر دې يادونو سربېره پۀ ځانګړې توګه د خپلواکۍ ډاګيزه کولو يادونه پۀ وار وار کوي چې دلته ئې هم کړې ده او وائي،

برکت زام د غازي امان الله دی

د اټلي سه دلته ولي نښان شابښ

پښتانۀ دې پر وطن بېرته ارام کو

خدای دې مل شه غازي فخرافغان شابښ

چې غازي امان الله مونږ پۀ امان کو

پښتانۀ ئې پۀ دنيا کښې عاليشان کو

غازي امان الله خان 1929-1919)ز( د پښتون او افغان کاغ او کينک دښمن بلوسګر او ښکېلاکګر ځواکمن انګرېز چې د اروپا، افريقا او اسيا ډېر هېوداونه ئې تر تتۍ لاندې کړي وو او د هم دې روږد شوي زړور شوي دښمن د هغه خيال “چې د اسيا زړګوټی هېواد راښکېل او لاندې کړي” تر پوره اتيا کلونو (1919-1839) هاند او هڅو، کړاوونو “چې د افغان پښتون پۀ تاريخي مقاومت کښې د ګڼ شمېر اتلانو زړورتيا پۀ وارو وارو لۀ ماتې او غړۍ ايستلو سره مخامخ کړي وو”، وروسته د خپل پلار امير حبيب الله خان تر مرګ يوه شپه وروسته پۀ کابل کښې د خپلې باچهۍ پۀ څنګ کښې د هېواد د خپلواکۍ )استقلال( اعلان وکړ او تر څۀ وخت وروسته چې نړيوال سفر ئې وکړ او د نړۍ تر پرمختللي انځور کتنې او پۀ ځانګړې توګه لۀ غازي مصطفيٰ کمال اتاترک سره تر صلاح او مشوره وروسته خوښې کړل شوې نوې سمونچارې )ريفورمونه( د خپل ملت د پرمختګ پۀ لاره کښې وړ وبللې او د پلي کولو اعلان ئې وکړ. پۀ داسې چاپېريال کښې چې بلوسګر دښمن به تل پۀ څنګ کښې يو ګوډاګی )تش پۀ نوم افغان( د امارت پۀ شومه هيله د ځاني ګټو ساتلو لپاره لۀ ځان سره چمتو ساتۀ او پۀ هغۀ باندې به ئې د افغان واک د اندېښمن ساتلو هاند او هڅه کوله او دا اخطار به ئې ورکاوۀ “چې د دوي د ګټو پۀ ضد چارې تر سره کوونکی به د دوي لۀ دښمنۍ سره مخامخ شي”، پۀ داسې وخت کښې داسې وړتيا لرونکي ګام اخستلو د ويښ او سباوون ليدونکي افغان اولس پۀ زړونو کښې د نوموړي غازي لپاره ډېر د درنښت وړ او پۀ زړۀ پورې ځای جوړ کړ. کۀ څۀ هم د ويښ افغان اولس لپاره خو د خپلواکۍ ږغ پۀ زړۀ پورې او د نوو ريفورمونو او سمونچارو هوډ د سباوون زېری ؤ؛ خو دښمن د افغاني ټولنې پرمختګ و خپل خيال او مرامونو ته د رسېدلو پۀ لاره کښې خنډ ګاڼۀ او نۀ ئې خوښاوۀ. نو ئې د خپلواکۍ د ارمانژن او نوموړي غازي د لري کېدو او د اولس پۀ زړۀ کښې د هغۀ د درنښت، خپلوۍ او نزدیکت د منځه وړلو لپاره خپل ګوډاګيان پۀ کار واچول او يو ځل ئې بيا د افغاني ټولنې د پرمختګ لارې د ډب کولو هڅې پېل کړې او پۀ دې لاره کښې ئې د هېواد او پت پلورونکو خانانو، سردارانو او نوابانو پۀ ملتيا ځینې مذهبي مخکښان “چې د مذهب پۀ پوښ کښې د هغوي استازي وو”، پۀ کار واچول او پاې پۀ هېواد کښې اړ او دوړ او تاو تريخوالي نوموړی غازي پۀ 1929ز کښې و دې ته اړ يوست چې تر باچهۍ پۀ تېرېدلو خپل هېواد او اولس لۀ مرګ ژوبلې څخه وژغوري. پايله دا چې د دښمن ټاکلی او زين کړی ګوډاګی بچه سقاو “حبيب الله د عبدالرحمان زوی چې د کوهدامن اوسېدونکی يادېږي”، د دښمن پۀ کار اچوونکو، ننګ ناموس او مذهب پلورونکو تر خپله وړتيا تېر ګوډاګيانو پۀ ملاتړ پر باچهۍ کښېنوست. د دې درانۀ روڼ اندي او راڼۀ سباوون پلوي غازي امان الله خان پۀ هجر کښې نوموړي او مبارز سلام بابا دومره وير کړی دی چې د ‘سوسن چمن’ پاڼې ئې د وير او څڅېدلو اوښکو ږغ پۀ ښۀ توګه و مونږ ته جوتولی او څرګندولی شي.

د نوموړي پۀ شاعرۍ کښې د بچه سقه او د هغۀ د پلويانو بې ننګي، ناموس، هېواد او مذهب پلورونکو غندنه هم پۀ دومره توندوالي شته چې نن ئې هم د هغوي ناوړه کردار پۀ ناوړه بڼه ژوندی ساتلی او د تاريخ پاڼو ئې د وېنا پخلی کړی دی چې زمونږ لپاره ئې د ادر او عبرت وړ ګرځولی دی. سلام بابا د نوموړي غازي لومړنی ګام چې د خپلواکۍ اعلان ؤ، پۀ خپل شعر کښې داسې ستائي،

پر سرتاج د ازادۍ پښتانۀ کښېښوو

دغه تاج زمونږ پۀ دولت کښې ؤ معدوم

پر غازي امان الله خان اووۀ اقليمه

هند او چين شابوسی وائي شام او روم

د نوموړي غازي ستاينه او د هغۀ پۀ ملا ماتولو کښې د لاس لرونکو غندنه او هغوي ته زړۀ سوزوونکي پېغورونه “چې و داسې افغانانو پښتنو ته ئې پۀ ژوند کښې د کردار نۀ لرلو لۀ جوري ورکړي دي”، د سلام بابا د شعر ډېره درنه برخه رغوي او پۀ دې اړه د بشپړ پوهاوي لپاره پۀ کار دي چې د نوموړي ټوله شاعري وکتل شي. خو پۀ ځانګړې توګه د ‘سوسن چمن’ نومې کتاب “چې سياسي اړخ ئې ډېر تاند او د دې سکالو د څرګندولو لپاره پوره او کره لاسوندونه لري”، لوستل اړين دي او لوستونکي تر ډېره بريده پوهولی شي. دلته به ئې يواځې پر شعري يادونه بسنه وکړو، چې:

د غازي امان الله سرې څۀ وکړه

اوس خو هم هغه شېخان او حضرات دي

د غازي امان الله پۀ نن غزا کي

د چغلي د پاره څوني مزدوران سي

د غازي امان الله ريښې ئې وکښې

عزيزان او اقربا کالعقارب دي

د سلطان امان الله خطره دايه ده

پر ده وخوړ شور بازار کاکا کاغذ

هم دا خلق وو چې ساده او بېسواده پښتون افغان اولس ئې پۀ دروغو او پروپاګند وغولاوۀ. دښمن د دوي د خپل خواخوږي او ټولنيز سباوون پۀ خيال کښې ساتونکي مشر پۀ ضد د دوي مذهبي مينه او جذبات پۀ کار واچول او لاسپوڅو اولسي وس او استعداد د يو څو شومو ځاني هيلو پۀ بدل کښې د خپل وجدان پۀ پلورلو د دښمن پۀ ځولۍ کښې پۀ څوړو سترګو ور واچاوۀ. لکه وړاندې چې مو يادونه وکړه، چې د سلام بابا د شعري پنګې ډېره درنه برخه د هم دې ناوړو پۀ ګوته کولو او د ټولنيزو سمونچارو پۀ اړه لارښوونې ته ځانګړې شوې ده؛ خو د داسې ناوړو چارو يادونه د نوموړي پۀ شعري غونډ کښې ځېرو او تاسو ته ئې د نمونې پۀ توګه وړاندې کوو.

دا چې انګرېز پۀ شومو هيلو ډېر ځان خوښه پښتانۀ د ځان کوي او د دوي لۀ لارې د خپلو مرامونو لپاره اولسونه پۀ خپل منځيو جګړو او ستونځو اخته کوي او انګرېز پلوي ګوډاګيان د دښمن د مرام تر سره کولو لپاره د دروغو پر وزرونو خيالي ماڼۍ ودانوي”، سلام بابا د دې ناوړې چارې يادونه د پېغور پۀ توګه کوي او پۀ خپل منځيو جګړو بوختو پښتنو ته ډېر بد رد وائي او پر پښتنې افغاني ټولنه باندې د دښمن پۀ خندا او هنک ځان لۀ شرمه سره مخامخ بولي. مځکه ځای نۀ ورکوي؛ ځکه خو داسې سخت ژغېږي او وائي،

فرنګي پښتون د ځان کی نيمګور ټوله

قريبان سپي وله غاپي پر کور ټوله

پر سلطان امان الله باندې ناحقه

دوړي راوستې تياره ډېري درواغ

د غازي امان الله نمر پۀ غروب سو

نصارا راباندي خاندي هم يهود

د دې ټولو ناوړو او دښمن را منځ ته کړي چاپېريال پۀ څنګ کښې سلام بابا پړه يواځې و هغو خلقو ته نۀ ورباسي چې يا خو دښمنان وو او يا د دښمن پۀ لمسون او شومو هيلو د دښمن پۀ ليکو او کړيو کښې د خپلوانو سره پۀ دښمنيو او تربګنيو بوخت وو. هغه پۀ دې لاره کښې د پښتنو افغانانو د معاشي ناوسيو، بېسواده او بېوزله ورځې او نورو لاملونو پۀ ملتيا د ملګرتيا پۀ کړيو کښې و هغو ناپوهانو ملګرو ته هم ګوته نيولې ده او د ناوسۍ، ناپوهۍ، کاش او ارمان څرګندونه ئې کړې ده، چې د ځينو ناپوهانو ملګرو لۀ جوري دښمن زمونږ لۀ داسې ناموزه اړخونو څخه ګټې نۀ وې تر لاسه کړې او مونږ پۀ دې لاره کښې خپله ناپوهي پاملې وی؛ يادونه ئې داسې کوي چې:

کاشکي نۀ وای داسې ملۀ عبدالسلامه

د غازي امان الله سره ملګري

لۀ نوموړي منصور حلاج سره ئې پرتله کوي، چې لۀ غازي سره هم داسې ناوړه چلند تر سره شو لکه د منصور سره چې شوی ؤ:

پر غازي امان الله پښتون خطا ووت

اروېدلی به دي حال وي د منصور څۀ

د نوموړي غازي د وخت او خپلواکۍ د لمر څرک “چې پۀ هغه وخت کښې د پښتنو افغانانو د راڼۀ سباوون هيلي را ټوکېدلې وې”، ئې ور پۀ زړۀ کېږي او پۀ ډېر ارمان ئې يادونه کوي. غواړي چې لۀ اولس سره پۀ يادولو ئې خپل زړۀ ته ډاډمنتيا ور پۀ برخه کړي او پۀ خپل شعر کښې پېغور ته ځای ورکوي چې:

ازادي او پراخي څوني ارزاني وه

چي امير امان الله پر دې وطن وو

توريالي پښتانۀ درې څلور بلاد يو

پۀ غزا د خان امان الله ازاد يو

د نوموړي غازي د بېلتانۀ لۀ کبله د پښتنې ټولنې د خوارېدلو اغېزې را پۀ ګوته کوي او وائي،

يتيمان د باندې و واتو و لمر ته

کړې غازي امان الله پښتنې خواري

انګرېزانو نۀ پرېښوو ذکر د خېر

د سلطان امان الله غازي اديب

د غازي دورې د خپلواکۍ پۀ يادولو و اولس ته لاسوند وړاندې کوي چې د ټولنيز تاريخ پۀ اوږدو کښې د تېر مهال او اوسمهال پۀ پرتله کولو دې ته پام وکړي چې دغه دوره پۀ وياړ يادولې شو:

د غازي امان الله غاور د مخه

نۀ ډ لوړ د خود مختار افغانستان ږغ

دا لا هم د دۀ راپاته برکت دی

اوري ګڼ پۀ پښتانۀ کښې د امان ږغ

د سلام بابا پۀ شعر کښې د نوموړي لۀ ورايه څرګند او لۀ ارمانه ډک د زړۀ ږغ او د لوستونکي پر ذهن او فکر باندې د هغۀ ژوري اغېزې ځېرلې شو چې بابا د نوموړي غازي پۀ بېلتانۀ څومره دردېدلی او د خپل ټولنيز ژوند د هوساینې لپاره ئې څومره ژور فکر او اندېښنه درلوده. بابا د غازي باچا د بېرته راتګ هيله او ارمان د نوموړي د ژوند تر پايه پورې پۀ زړۀ کښې لري او وائي چې تر څو پورې بېرته زمونږ مخکښ غازي نۀ وي راغلی او زمونږ مخکښې ئې پۀ لاس کښې نۀ وي اخستی؛ د پښتنې افغاني ټولنې به هم دا ژړا پۀ برخه وي. معنٰي دا چې لارښود مو نۀ وي موندلی؛ مونږ به هم داسې خوار او زار يو. سلام بابا خپل ارمان پۀ شعر کښې داسې ځايوي،

څو غازي امان الله خليفه نۀ شي

پښتانۀ به زام در مرګه پورې ژاړو

خدايه راولې مشفق عبدالسلام له

بې غازي امان الله به څوني خوار شم

د نوموړي غازي د بېلتانۀ او پۀ خپله تر زندانه پورې پۀ رسېدلو سره ځان ناوسه ورته ايسېدلی دی او څرګندونه ئې داسې کوي چې:

بوت غازي امان الله فرنګي لرې

زۀ ناتوانه هم پۀ بند کښې د ترسا يم

د نوموړي غازي راتګ ته ارمانژن او د هغه پۀ راتګ د ټولنيزې خوشحالۍ خيال لرونکی د خپل خيال، زيار او هڅو د ارزښت موندنې پۀ ارمان د ليدونکي خوب د معنٰي کېدلو هيله لري او د هغۀ لۀ راتګ څخه پرته د ټولنيزې خوشحالۍ هيله پۀ خپل ژوند کښې بې ځايه ګڼي.

ازادۍ ناوې غازي امان الله له

پر لبانو باندې ور وړۀ بارخوګان هم

زما د طبعي ناوې هلته پۀ ورا ارزي

چې باچا پر سر ور وغوړوي شال

څو زېور د قبول نۀ کړې ور پۀ غاړه

پۀ سيالانو کښې شرمېږي پۀ جمال

د سلام بابا د دغه ارمان او د زړۀ ږغ نن هم پۀ پښتانۀ اولسونو کښې اورېدل کېږي. ځکه نن هم پښتون اولسونه د بېلتانۀ او نورو لاملونو لۀ کبله تريخ او ستړی ژوند پۀ برخه لري او پۀ ټوليزه توګه يو داسې مهذب چاپېريال پۀ برخه نۀ لري چې ژوند دې پکښې خوندي پاته وي. عن چې د پرمختګ پر ځای لۀ شاتګ سره مخامخ دي. کلتوري، تهذيبي او مدني شتمنۍ ئې لۀ نړېدو سره مخامخ دي او د داسې کړاوژن چاپېريال لۀ کبله ئې پۀ هر پښتون زړۀ کښې د هوسا او غوړېدلي ژوند ارمانونه ټوکېدلي ښکاري او هر وګړی ئې غواړي چې دغه ستونزمن او کړاوژن پړاو پاې ته ورسېږي؛ خو بيا هم پر داسې فکر او ارمان لرلو سربېره پۀ ناوسۍ لاسونه مروړي او هغه وړتيا پۀ برخه نۀ لري چې ورپېښې ستونزې هوارې کړې شي.

عبد الغفار خان )باچا خان(

پښتانۀ امان الله غازي را ويښ کړل

ترخې شپې روڼوي خان عبدالغفار يو

د سلام بابا پۀ شعر کښې ياد شوی دوېم سياسي مخکښ يوه داسې نړيواله نوموړې هستي ده چې د هغه مخکښ پۀ اړه دا خبره پۀ لوی زړۀ او کره توګه کولې شو چې پښتون افغان کۀ د ادبي نړۍ پۀ نړيوال تالار کښې پۀ جګه غاړه خوشحال بابا وړاندې کوي او دا هم وائي چې د نړۍ قامونه پۀ هغه وخت کښې داسې هر اړخيزه وړتيا لرونکې بېلګه نۀ شي وړاندې کولې؛ هم داسې عبدالغفارخان )باچا خان( غوندې نوموړی مخکښ د وګړپالنې او سياسي ډګر پۀ نړيوال تالار کښې پۀ لوی زړۀ وړاندې کولی شي چې د خپل قام او ټولنې د خوشحالۍ او سوکالۍ لپاره ئې د خپل ژوند ډېره درنه برخه د بلوسګرو پۀ زندانونو کښې تر داسې زياتوب لاندې تېره کړه، داسې ترخې شپې ئې سبا کړې چې د دردونو او ځوروونو پټ خولی ږغ ئې نن هم د ټول پښتون پۀ زړونو کښې د يو والي د ږغ ملاتړ کوي. سلام بابا د خپل قامي غورځنګ پۀ روانه لړۍ ډاډه دی چې د زړۀ پر دښته ئې د خپلواکۍ د راټوکېدلو ارمانونو اوبۀ خور کوي او پۀ دې لاره کښې د سپېڅلي مخکښ بابا “باچاخان” مبارزه ور پۀ زړۀ ده او د زندان د تورو شپو يادونه ئې کوي چې:

پښتانۀ امان الله غازي را ويښ کړل

ترخې شپې روڼوي خان عبدالغفار يو

نوموړی سياسي شخصيت “باچا خان” پۀ 1890ز کښې د چارسدې پۀ اتمانزو نومې کلي کښې پۀ داسې وخت کښې د بهرام خان پۀ کور کښې زېږي چې د پښتون افغان وطن نيمه برخه پۀ ناوړه توګه دښمن انګرېز تر خپله تتۍ لاندې کړې او پۀ کابل کښې هم امير عبدالرحمان نيمګړی واک پۀ لاس کښې لري. د بلوسګرو، ښکېلاکګرو او ځبېښاکګرو تېري او زور زياتوب يو داسې سابندی چاپېريال را منځ ته کړی او خور کړی ؤ چې د اولس مرئيتوب او غلامۍ ته ئې ډېره لاره وهلې وه. پۀ هم دې سابنده چاپېريال کښې د نوموړي باچاخان نيکۀ سېف الله خان پۀ بونېر جګړه کښې د بلوسګر دښمن انګرېز پۀ ضد د نورو پښتنو مرستيال ؤ. کۀ څۀ هم نورو ګڼ شمېر خانانو د خپلو شومو هيلو لپاره د انګرېز پلويتوب کاوۀ؛ خو د نوموړي مخکښ ور نيکۀ عبدالله خان د مبارزې پۀ هم دې لاره کښې د سلطان محمد خان لۀ لاسه پر دار لۀ شهادت سره پۀ ورين تندي غاړه غړۍ شوی ؤ. نوموړي )باچاخان( لومړۍ زدکړې پر ملا اسماعيل او پۀ اتۀ کلنۍ کښې پۀ ميونسپل بورډ سکول پېښور کښې زدکړو ته کښېنستی او تر بېخي لږ وخت تېرولو وروسته بېرته خپل کلي ته ستون شو. تر پینځم ټولګي پورې ئې هلته زدکړې تر سره کړې چې بيا ئې لۀ 1904 څخه تر 1909ز کال پورې پۀ اېډورډز مشن ښوونځي کښې تر لسمه زدکړې تر سره کړې. وروسته ئې پۀ کېمبل پور، قاديان او عليګړهـ کښې څۀ موده د زدکړو لړۍ روانه وه؛ خو لنډه دا چې پۀ شل کلن منګ کښې د قام او ټولنې چوپړ ته راځي او د مولوي فضل محمود مخفي، مولوي عبدالعزيز، مولوي فضل ربي او مولوي تاج محمد غوندې پوهانو مشرانو سره ئې ناسته ولاړه کېږي چې دا لړۍ بيا تر حاجي صاحب ترنګزو او دېوبنده پورې رسي. پۀ 1928ز کال کښې ‘پښتون’ مجله خپروي؛ ‘انجمن اصلاح الافاغنه’، ‘زلمی جرګه’ او پۀ 1929ز کال کښې ‘خدائي خدمتګار غورځنګ’ جوړوي چې لومړۍ غونډه ئې پۀ مرغز کښې او پۀ 1930ز کال کښې ئې د اپرېل د مياشتې پر يو ويشتمه نېټه دوېمه اولسي غونډه تر سره کېږي. کۀ څۀ هم وړاندې د نوموړي مخکښ لۀ دې لاري څخه د را ګرځولو لپاره پۀ پټه توګه ځینې چارې تر سره کېدې چې اغېزمني نۀ شوې او لۀ جوري ئې د دښمن زغم تر خپله چته )اندازه( وځي او د دوي لۀ خوا د نوموړي مخکښ پۀ مراملاره کښې خنډونه پۀ څرګنده توګه پېلېږي. ځوروني زندانونه، مرګونه او نوريې ناوړه چارې چې زغم ئې يواځې د هغو روزل شوو سپېڅلو غړو کار ؤ چې د خدائي خدمتګار غورځنګ روزنه ئې پۀ برخه شوې وه. نوموړي تر دې وروسته د ژوندانۀ بشپړه نيمه برخه د دښمن انګرېز او د هغۀ پر ګدۍ باندې د ځای ناستو دښمني پالونکو لۀ خوا پۀ زندانونو کښې تېره کړه او ډېر ناوړه کړاوونه، ستونزې او بېلابېل ډول ځورېدني ئې د بې شمېرو ملګرو پۀ ملتيا د خپلې ټولنې د هوساینې پۀ ارمان پر ځان يوړلې. د خپل مرام سره سپېڅلتوب و نوموړي ته دومره وړتيا ور پۀ برخه کړه چې نړيواله ورورګلوي ئې د يوۀ شا ته پاتې پښتون وطن اوسېدونکي پښتون منلو ته اړ ويستله، چې د وګړپالنې او انساني مينې کردار ئې د نړيوالو پۀ وړاندې د پښتون افغان شمله جګه او د بشپړې سيمې د وياړ لامل شو او د هم دې سپېڅلتوب پۀ بدل کښې خپلې ټولنې د “باچاخان” غوندې درانۀ او ارزښتناک نامه وياړ ځکه ور پېرزو کړو چې نوموړي پۀ خپل کردار سره د ټولنې پر زړونو باچهي کوله.

انګرېز پر تېري، زياتوب او پښتون )افغان( دښمنۍ سربېره “چې د پښتنو او د دې سيمي لۀ عصري زدکړو څخه پۀ لري ساتلو کښې ئې لاس درلود او پاې ئې د پښتون هېواد او قام پۀ منځ کښې د بېلتانۀ پۀ کرښه راکښلو سره خپل او د پلويانو زړۀ سوړ کړی؛ د دښمن د داسې تر سره کړل شوو چارو پۀ غبرګون کښې را منځ ته شوي سابنده چاپېريال پۀ سيمه او د اولسونو پۀ غړو )اندامونو( کښې د اووښتون لپاره ځواک را برسېره کړی ؤ. خو د لار ښوونې او فکري روزنې لپاره ئې پوهانو مخکښانو ته اړتيا درلوده چې د ډېرو پوهانو سياسي ملګرو او مبارزينو پۀ بهير کښې د نوموړي باچا خان ځانګړی او ارزښتناک ځای ځکه پۀ برخه شو چې د اولسي زړۀ د خبرو رښتونی استازی او وياند ؤ. د اولس د زړۀ خبره ئې پۀ ډاګه کوله؛ عن چې و خپلې مرام لارې ته “چې اولسي پرمختګ او وداني وه”، د رسېدلو لپاره ئې هر ډول ستړې اوستونزې وګاللې. پۀ کردار کښې ئې دومره زور او توان ؤ چې پاې ئې لۀ خپل وطن او سيمې څخه د دښمن د ويستلو برياليتوب پۀ برخه شو او د دښمن د اسيا د زړۀ نيولو ارمان لۀ خاورو سره خاورې شو. پۀ دې اړه د نوموړي مخکښ د کردار يادونه سلام بابا داسې کوي:

مجاهد عبدالغفار هم؛ ټګان وياستو کفار هم

خان غازي عبدالغفار هم؛ بوت د هنده سه کفار هم

لۀ وړې وچې څخه د بلوسګرو پۀ وتلو کښې کۀ څۀ درنه ونډه د پښتنو او پۀ ځانګړې توګه د خدائي خدمتګارانو وه چې مشري ئې نوموړي خدائي خدمتګار “باچا خان” تر سره کوله. خو پۀ څنګ کښې ځینې ځان ليدونکي قامونه وو چې د دغه وړ کردار پۀ اړه ئې “پر خپله ټکۍ اور اړاوۀ”؛ معنٰي دا چې دغه وياړ ئې د خپلو مشرانو پۀ نوم کاوۀ. خو پۀ ښاخه )پۀ کوږک نومې غرۀ کښې د بابا ټاټوبی( کښې ناست سلام بابا هغه ځيرک قام غوښتونکی پښتون ؤ چې ټولي چارې ئې څارلې او د پښتانۀ مخکښ مشر تر سره کړې چاره ئې د بل چا پر نامه کولو پېرزو نۀ وه او نۀ ئې چا ته خپل حق ور پرېښوو. ځکه خو وائي،

ازادي بېرغ د دۀ دی څوک پۀ دا سايه بيدۀ دی

خو لۀ دې ځای څخه د شړل شوو ځای ناستو خپله پښتون افغان دښمني ځکه جوته کړله چې ډېر نوموړي پښتانۀ پوهان، اولسونه او هېواد ئې هم هغسې ځورېدلي وساتل او د دې ستونزمن چاپېريال پۀ غېږ کښې را ټوکېدونکي پوهان او سياسي مخکښان لکه باچا خان، عبدالصمد خان )خان شهيد( او د زرګونو نورو پياوړو مبارزينو ملګرو پۀ ملتيا ئې هم هغسې د زندانونو پۀ تورو خونو کښې وساتل؛ لکه د دوي مخکښانو چې ساتلي وو او دا چاري ئې ځکه تر سره کولې چې يادو مشرانو د پښتون د يووالي لپاره هلې ځلې کولې او د دښمن ځای ناستو ته د دې کار مخنيوی سپارل شوی ؤ.

پۀ داسې چاپېريال کښې د خپلو مخکښانو د کردار پۀ اړه سلام بابا بې لۀ وېري ترهې پۀ ډاګه څرګندونه کړې ده او دا ئې پۀ ګوته کړې ده چې د پښتنو اولسونو پر ګټه باندې نور څوک ځکه راوڅکېدل چې پۀ پټه ئې لۀ دښمن سره يو د بل د ګټو ساتلو ژمنه کړې وه او د پښتون پۀ دښمنۍ ئې د خپلوۍ تار سره جار کړی ؤ؛ چې پۀ هم داسې کړو ئې پښتانۀ ځکه و دروهل چې د ازادۍ لپاره پښتون اولس د نوموړي باچا خان پۀ مشرۍ کښې پۀ ډېرو هلو ځلو او وينو ورکولو باندې د برياليتوب چارې تر سره کړې – خو د پښتون پۀ دروهلو سره ئې چوغه د بل چا پر سر شوه. وينې د پښتنو وبهېدلې خو منارې د نورو پر مړیستونو ودانې او ډيوې د نورو پر مزارونو باندې بلې شوې او د بري بېرغونه ځکه د هغوي پر ودانيو ورپېدل چې لۀ دښمن سره پۀ پټه ژمن وو او د پښتون مرام د مزل پۀ لاره کښې ئې پۀ خنډونو را منځ ته کولو سره سياسي ستړې او اوږد مزل د هغوي پۀ برخه کړ. ځکه سلام بابا ته زړۀ زور ورکوي او پۀ واز کومي د زړۀ چغه تر پښتون اولسه پورې رسوي او وائي،

ازادي خو غفار خان مجاهد راوړه

معاون د فرنګي صدر را باسي

د غفار ازادي شمر يزيد يووه

لهٰذا دښمن د ببر منافق يم

باچهي عبدالغفار ونيوه ګړده

نن د بل قبر عبث پۀ منارې شو

د باچا خان بنسټ ايښوونکي بهير “خدائي خدمتګار غورځنګ” فکري او شعري اغېز پر پښتو ادبياتو، پښتون سياست را برڅېره کولو او ځلولو پۀ زړۀ پورې اغېزې ودرلودلې چې د ځان له مکتب وړتيا پۀ برخه لري.

سلام بابا پۀ وياړ او څرګنده توګه وائي چې هند ؤ او کۀ نوري سيمي وې؛ خپلواکي ئې د درانۀ مخکښ باچا خان تر مشرۍ او لارښوونې لاندې د نورو پياوړو پښتنو سياست پوهانو ملګرو پۀ ملاتړ تر لاسه او پۀ برخه شوه. خو د ټولو اولسونو پۀ وړاندې دا پوښتنه ږدي چې حق و حقدار ته ونۀ رسېد او پښتون يو ځل بيا د خپل سپېڅلتوب لۀ کبله ودروهل شو. وړاندې مو يادونه کړې وه چې نوموړی شاعر يو مذهب پال پښتون ؤ، ځکه ئې د انګرېز د ځای ناستو لۀ مذهب سره بې وفائي څرک کړې او لۀ مذهب څخه ئې د هغوي د لرېوالي خبره هم څرګنده کړې ده او پۀ دې اړه ئې بېرته لۀ درانۀ مخکښ څخه هيله څرګنده کړې ده چې د داسې دښمن پلوه خلقو د دروهنې او پلورنې لۀ جوري خدای مۀ کړه چې مذهبي لاره هم د “ريا” پۀ دوړو او ګړځونو کښې پټه شي؟ لکه د خپلواکۍ مزل چې ئې راته اوږد کړ. د دې يادوني څرک د بابا پۀ شعر کښې داسې وينو چې ياده شوې چاره را پۀ ګوته کوي او وائي:

چا ازاد کی هند و بار دا مجاهد عبدالغفار دا

د عبد الغفار امثالو دښمن بوت پر فتح رالو

قراني علم پۀ نن ظلم کرياب شو

خان صاحب عبدالغفاره فضل فضل

د مذهبي فکر او پښتني نرخونو معنٰي پښتونوالي پۀ روڼا کښې د شاعر لۀ انګرېزي قانون سره نۀ وه جوړه. کله چې هغوي لۀ منځه لاړل او د هغوي د قانون او تګلارې پۀ پاللو پښتانۀ مخکښان د ځای ناستو لۀ خوا پۀ ځورېدلو تر زندانونو پورې رسېدل نو بابا و اولسونو ته پۀ ډاګه وائي او لاسوند وړاندې کوي چې انګرېز قانون رغوونکي خو د نوموړو مبارزو وګړو پۀ زيار او کړاو لۀ دې ځايه څخه وتلو ته اړ شو، نو بيا نن هغه مبارزين ولې پۀ زندان کښې دي؟ او دا پوښتنه د اولس پۀ وړاندې ږدي او د غازيانو پر هڅو راڅکېدلي چاغ غندي:

د قانون مؤسس خو بار شو – بندي خان عبدالغفار شو

د غازيانو پۀ تباره – چاغ شو خان عبدالغفاره

بابا د پښتانۀ وياړ او نوموړي نړيوال شخصيت “باچاخان” د وګړپالني او عدم تشدد پر ژوره فلسفه او کړنلاره باندې خبره کوي او وائي، باچاخان د ټولنيزو ستونزو د هوارولو او سولې لپاره مهالنی او موقتي فکر نۀ درلود. هغه د اړتياو د پوره کېدو پر بنسټ باندې د ټولنيزو ستونزو تلپاته هوارول او سوله غوښتونکی ؤ. هغه پوهېدو چې د ناوړه کار ناوړې پايلې وي او توندوالی )تشدد( پۀ خپله د لاسوند نۀ لرلو څرنګوالی کره کوي. هغۀ پښتانۀ او د درېمي نړۍ نور اولسونه پۀ دې پوهول غوښتل چې پۀ وګړنيز ژوند کښې د ستونزو پۀ تلپاتې توګه هوارول او سوله پر ځای ساتل د اولسونو د اړتيا پوره کېدلو پر بنسټ تر سره کېدلی شي او د اړتياو لۀ پوره کولو پرته پۀ ټولنه کښې وړتيا نۀ شي را منځ ته کېدلې. هغۀ به وئيل، لۀ دې کړنلارې دې دا نۀ پامېږي چې خدائي خدمتګارانو د دښمن د تېري پۀ وړاندې مقاومت پرېښوو؛ ځکه چې هغوي يواځې دا نۀ چې د دښمن د تېري او زياتوب پۀ وړاندې مقاومت کاوۀ؛ بلکې پۀ دې لاره کښې هغوي د تېري او زياتوب پۀ وړاندې د مقاومت لپاره پۀ روزل شوو وګړو کښې زغم، صبر او تحمل را منځ ته کړ او دښمن ئې پر خپل تېري او زياتوب ځکه پښېمانه کړ چې هغوي پر توندوالي لاس برتيا موندلې شوه؛ خو د توندوالي نۀ کولو مبارزې ئې د نړيوالو پۀ وړاندې پۀ ملامتولو ملا ماته کړه.

باچا خان پۀ دې پوهېدو چې د اقتصاد رغونې لپاره تر ټولو ارزښتناکه او پام وړ لاره د سولې او امن غوښتونکې لاره وي چې د سولې او امن ارمان پۀ ټولنه کښې د پوهې، علم خپلوۍ او ژوند ته پۀ درنښت کتلو سره تر سره کېږي. هغه پوهېدو چې د پښتنې ټولنې پۀ بېسواده ورځ او اقتصاد نۀ رغېدو کښې توندوالی او تشدد ډېره درنه برخه لري. ځکه خو باچا خان پۀ شل کلنۍ کښې د ليک لوست، علم ستاينې او خورونې پۀ نيامت د خپلو روزل شوو ملګرو پۀ ملتيا پۀ اتمانزو کښې پۀ لومړۍ پلا ښوونځی پرانست. ځکه چې بابا پۀ دې پوهېدلی ؤ چې تر خپل مرامه پورې د رسېدلو او د خپل ټولنيز ژوند د هوسا کولو لپاره پۀ کار ده چې د بېسوادۍ پۀ ضد خپله مبارزه تر سره کړل شي. هغه د پرديو پۀ داسې دسيسو خبر ؤ لکه د نولسمي پېړۍ د شپږمې لسيزې پۀ لومړيو کلونو کښې د دښمن لۀ خوا پۀ پېښور کښې د يوې پوهنځۍ پۀ پرانستلو سره پۀ شعوري توګه پۀ هغۀ کښې د مسيحي مبلغينو لۀ خوا د عېسويت د خورولو هڅه او پۀ دې هڅه د پښتون اولسونو خبرول “چې پۀ ښوونځيو کښې د عېسويت زدکړي ورکول کېږي او لۀ دې لارې د عېسوي مذهب خورول تر سره کېږي”، دا د دې لپاره وو چې پښتانۀ لۀ عصري علومو څخه لري وساتل شي، چې هم دا اغېز پۀ پښتنې ټولنه کښې بشپړې پېړۍ پۀ بر کښې ونيولو او پښتنه ټولنه ئې د خپلې مذهبي ميني او لۀ نورو مذهبونو څخه د کرکې پر بنسټ پۀ کار اچولو د ناپوهۍ لۀ کبله د عصري علومو څخه لري وساتله او د دښمن دا هڅه د ځينو ځائي شنوا خلقو پۀ ملاتړ بريالۍ شوه. ځکه د ښوونځيو د جوړولو پۀ ضد د ملا چترالي پۀ مشرۍ کښې ګڼ شمېر ملايانو د باچا خان د کړنلارې پۀ مخ کښې خنډونه اچول پېل کړل. خو اغېزمن ځکه نۀ شو چې د مدرسو جوړېدلو کار او غورځنګ ترنګزو حاجي صاحب پۀ لاس کښې اخستی ؤ او هغه د دښمن پۀ دې چاره پوه عالم ؤ. معنٰي دا چې د باچا خان پلويان او ملګري عالمان د عصري علومو پۀ ارزښت او اړتيا پوهېدل او هغوي نۀ غوښتل چې د عصري علومو مخنيوی وشي؛ خو پۀ دې لاره کښې تل هغو ناپوه مخکښانو چې د بل لاسپوڅي او عالمان نۀ وي؛ خنډ اچولی دي.

د سلام بابا پۀ شعر کښې د مهالنيو مکتبونو راديو او داسې نورو عصري پرمختګيزو تګلارو پۀ ضد خبرې او لاسوندونه تر سترګو کېږي. مونږ وئيلی شو چې لاملونه ئې پر مذهبي اغېزمنتيا سربېره د کلتور د بدلون نۀ منونکي خوي پۀ ملتيا پۀ دې لري ويړه او خوره سيمه کښې د مهالني بېلارې کوونکي نصاب اغېزې وې چې د دښمن پۀ مرام خبر او پوه عالم بابا ئې پر ټولنه اغېزې ليدلې او د هغوي لۀ اغېزو څخه د ځان ساتني لپاره ئې د خپلې ټولنې د څرکتيا لپاره د هغوي ناوړې پۀ ګوته کړي دي چې هم هغه لړۍ تر اوسه پورې ساتل کېږي او بله دا چې کۀ څۀ هم هغه وخت د دښمن پۀ وړاندې سياسي غورځنګ مقاومت کاوۀ خو دومره پېيون لرونکی او پياوړی ملاتړ ئې پۀ برخه نۀ ؤ چې د باچاخان او ملګرو عالمانو پۀ څېر ئې تر خپله څارنه لاندې ښوونځي ودان کړي او د خپلې خوښې نصاب ئې پلي کړي وی؛ بلکې لۀ هغه توان او واک څخه نن هم ټولنه بې برخې ساتل شوې ده او د رسنيو کردار نن هم جوت دی چې د هېواد پۀ ورانولو کښې دښمن څومره کار ځنې واخست.

سلام بابا د پښتون وياړ باچا خان د عدم تشدد يادونه کوي او وائي، دا لاره کۀ څۀ هم اوږده ده؛ پۀ زغم او تحمل به طې کېږي خو تلپاتې ده چې د وګړنيزي ودانۍ او سوکالۍ وروستنی پړاو به هم دغه پړاو وي. د وګړپالني و هم دې پړاو ته پۀ رسېدلو سره به ټولنه خپل فکري اوج او وړتيا جوتوي. د پرمختګ پۀ څېر د دې تګلاري مخنيوی نۀ شي تر سره کېدلی او دا هم جوته ده چې اړتيا پۀ ناوړو چارو لۀ منځه نۀ ځي؛ بلکې د وړتيا پۀ تر لاسه کولو او ژوند لارو پۀ ستايلو لۀ منځه ځي او وړتيا تر لاسه کول سوکاله چاپېريال غواړي چې دښمن پۀ ځانګړې توګه پښتانۀ داسې چاپېريال ته نۀ پرېږدي او پښتانۀ هم دومره وړتيا نۀ لري چې لۀ کړاوژن او ستونزمن ساه بنده چاپېريال څخه ځان وژغوري. هم دا وړتيا د باچا خان غوښتنه او مرام ؤ. سلام بابا وائي:

لکه خان عبدالغفار چې امان غواړي

جوج ماجوج محبوس کړو د سکندر سد څۀ

عبدالصمدخان )خان شهيد(

هر منصور به بل کې نور عبدالسلامه!

کۀ صمد عنقا را ووت د قفسه

د پښتنې نړۍ د شلمي پېړۍ د سياسي مخکښانو پۀ تاريخي بهير کښې د جوت شوو او کره شوو نومونو پۀ لړ کښې بې شمېره نومونه راځي چې ځینې ئې د پښتون تاريخي، علمي، ادبي اسطورو او نورو نښېرونو )اثارو( پۀ څېر تر خاورو لاندې شوي، ورک شوي او د ذهنونو د هېر پۀ ګوښه کښې ځای لري او ځینې ئې د لرغونو کردارونو پۀ څېر د اولسي ادب پۀ ګوښو کښې ژوندي پاتې دي او ځینې ئې هغوي هم نۀ دي خوندي کړي او کۀ ئې چري خوندي کړي هم دي؛ نو د وختونو د اوږدۀ بهير ترخو څپېړو او دوړو تر ځان لاندې کړي او پر ورک خوان ئې کړي دي. هغه ځکه چې د اولسي ادب هغه تر خولۀ وتلي ګايونه، غاړې، ټپې او داسې نور مواد د چاپ پۀ پسالۀ نۀ دي پسولل شوي. خو ځینې بېلګه ايز ارزښتونه او نومونه بيا هم د پښتو ژبي پۀ څېر د تاريخ پۀ اوږدو کښې پۀ ځان ژوندي ساتلو بريالي شوي دي چې نور به ئې د پښتون تاريخ پر پاڼو باندې نومونه ليکلي پاتهېوي او پښتانۀ به پرې وياړي.

د سياسي مخکښانو د ياد شوي لړليک درېم نوموړی او پياوړی سياسي شخصيت عبدالصمد خان )خان شهيد( دی چې شاعر بابا ئې ډېره ستاينه او يادونه کړې ده او لۀ ډېر نزدې څخه ئې پېژني. هغه ځکه چې نوموړي دواړه مشران يواځې دا نۀ چې د يوې سيمې اوسېدونکي دي؛ بلکې سلام بابا د خان شهيد د کورنۍ د غړي پۀ څېر څۀ موده ژوند کړی او د امام پۀ توګه پۀ ‘ګلستان’ کښې لۀ هغوي سره پاتې شوی دی.

ملي مبارز او د پښتنو وياړ )خان شهيد( د جنوبي پښتونخوا پۀ ګلستان نومي کلي يا ښارګوټي کښې پۀ 1907زېږدیز کال کښې د ښاغلي نور محمد خان کره زېږېدلی دی چې سلام بابا ئې د نوموړي پلار د سخاوت او پېرزوينې يادونه هم کړې ده چي:

د حاجي نور محمد خان کريم را ايسته

داسې بل ذي رحمه نۀ ؤ نېک محضره

عبدالصمد خان )خان شهيد( پۀ داسې چاپېريال کښې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي چې د پښتنو د ناوسه کولو او بېلتانۀ لپاره د دښمن لۀ خوا پر کښل شوې کرښه پوره څوارلس کاله وخت تېر شوی وو. دښمن تر ډېره بريده پښې ټينګې کړي وې او پۀ وېره ترهه خورولو ئې لۀ پښتنو څخه د “ولې” وس او واک تروړلی ؤ.

د نوموړو درې واړو سياسي مخکښانو لکه غازي “امان الله خان”، “باچاخان” او “خان شهيد” سياسي لاره، مبارزه او ارمانونه سره ورته او يو والی ځکه لري چې درې واړه نوموړي قام غوښتونکي ملت پال او د نوموړو پۀ فکري روزنه کښې د افغان پښتون دښمنانو بلوسګرو لۀ خوا د تېري او زياتوب پرله پسې پېښو او چاپېريال لوی لاس درلود. د خان شهيد پۀ فکري روزنه کښې هغه ټولنيز چاپېريال اغېزې درلودې چې د هم دې يادو شوو بلوسګرو او تېري کوونکو دښمنانو لۀ خوا د تر سره شوو پېښو لۀ جوري ئې پۀ ټولنيز ذهن او زړۀ کښې د کرکې ځای جوړ کړی ؤ او پۀ ټولنيز ذهن او زړۀ کښې ئې لۀ هغوي څخه د بدل اخستلو هوډ او ارمان ځای درلود چې لږ او ډېر سياسي هڅو او مخکښۍ ته ئې اړتيا درلوده. لکه وړاندې چې مو يادونه وکړه چې پر وطن د دښمن تر بريد 1939-1919)ز( بشپړ اتيا کاله وروسته د نوموړي غازي امان الله خان د خپلواکۍ اعلان د افغان پښتون پۀ ذهن کښې ځکه ډېره پۀ زړۀ پورې اغېزه او پۀ ټوليزه توګه ئې پښتني افغاني ټولنيز ذهن ته سوکالي ور پۀ برخه کړه چې بريا او خپلواکي ئې د زړۀ خبره او ارمان ؤ. د خپلواکۍ اعلان پر دښمن باندې د لاس برتيا او بري زېری ؤ او پۀ دښمن هم دا دښمني پاللې وه او د بدل اخستلو زړۀ او ذهن ئې درلود – ځکه چې د غازي ايوب خان او نورو پياوړو اتلانو پښتنو مېړنيو چې پۀ مېوند، خېبر او د افغان پۀ نورو درو کښې ئې د ماتې پېغورونه دښمن ته ور د غاړې کړي وو. د دښمن د غازي عبدالله خان پۀ کور کښې 1841ز کال د يوولسمې مياشتې پۀ لومړۍ شپه د ملګرو پۀ ملتيا د انګرېز ښکېلاکګرو او بلوسګرو پۀ ضد د مبارزې تر سره کولو پر کړنلاره باندې د يووالي تاريخي ژمنه نۀ وه هېره چې پۀ سبا ئې کابل و دښمن ته اور کړی ؤ او پۀ هم دې اور کښې ئې د دښمن نوموړی استازی مکناټن او ملګري لولپټ کړي وو. د دښمن هغه کورنۍ “چې پۀ افغان وطن پالنه کښې ئې د سر پۀ بلهاريو کردار تر سره کړی ؤ او دښمن ئې پر زړۀ داغلی او ټپونه ئې ور پۀ برخه کړي وو”، تر کتنه لاندې وې او د خپل کړو پښتنو ګوډاګيانو پۀ ملا تړ ئې څارلې.

هغه څارنه ئې لۀ دې څخه جوتېږي چې د خان شهيد کورنۍ ئې “چې لۀ داسې مبارزو کورنيو څخه يوه نوموړې کورنۍ وه”، دومره پۀ ژوره توګه څارله چې عبدالصمدخان )خان شهيد( پۀ يوولس کلنۍ کښې د ښوونځي د لوستونکو د لاريون مشري کوي او پۀ 1924ز کال کښې اتم ټولګی تر سره کوي چې وروسته ئې سياسي کاتۀ ژورتيا مومي او سياسي هلې ځلې ئې ويړتيا مومي. “دوی ئې څاري” او کله چې پۀ درې ويشت کلنۍ کښې د ټولنې تر ژوره څارنه او کتنه وروسته پۀ جوماتونو کښې و خپل سياسي کار ته دوام ورکوي؛ نو د څارونکي دښمن لۀ خوا د خپلو روزل شوو ګوډاګيانو پۀ ملاتړ او خبر ورکولو نيول کېږي. تر دې وروسته ئې د نوموړي “باچا خان” بابا پۀ څېر د پاته ژوند بشپړه نيمه برخه د دښمن د زندان او کړاوونو شومه کېږي چې د مبارزې پالنې او ساتنې پۀ لاره کښې ئې ستړې، ستومانۍ او کړاوونه د ټولنيز ژوند د هوساینې او راڼۀ سباوون لپاره و ګاللې او د هم دې زنداني او مبارز ژوند لاس ته راوړنې ئې د سياسي هلو ځلو او برياو “انجمن وطن”، “ورور پښتون”،د “خدائي خدمتګار تحريک” ملتيا او “استقلال” ورځپاڼې پۀ څنګ کښې د “ګلستان”، “کیميای سعادت”، “پښتو قاموس”، “پښتو ليک دود”، “سيرت النبي لومړی جلد”، “ازادي کا افق”، “د ازادۍ پای”، “زما ژوند او ژوندون” او د شاعرۍ پۀ ملتيا ګڼ شمېر ليکني، ژباړې او سياسي ملګرو او وړ خلقو ته ليکونه چې يواځې ليکونه ئې پۀ درې ټوکه کښې تر چاپه پورې رسېدلي دي”، ئې د پښتو او پښتون خپلوۍ د فکر، ذهن او زړۀ لۀ جوتېدو سره د هغه پۀ کردار کښې دومره ژوند او توان د اولسونو پۀ وړاندې جوتوي چې د نوموړي ياد او ارزښت د اولسونو پۀ زړونو کښې پۀ زړۀ پورې وړتيا او د درنښت تلپاتې ځای مومي. سلام بابا هم پۀ ارمان خپله ناوسي ژاړي، لاسونه مروړي او پر نوموړي باندې راوستل شوی ساه بنده چاپېريال ويني. د خپلوانو بېورې، د ګبر دښمن لۀ خوا د ترپل شوو زنداني ترخو شپو، مياشتو، کلونو عن چې نيم ژوند او ستړياو پۀ وړاندې د زړور مبارز د زغم او صبر يادونه او ستاينه کوي. خپله ناوسي ئې ځوروي او ارمان ورته درېږي. زړۀ ته ډاډېينه او تسلا ورکوي، لۀ خدايه غوښتنه کوي او د دښمن تېری او زياتوب د حجاج و تېري او زياتوب ته ورته ګڼي. زندان ئې د يوسف لۀ کنعاني څاه سره پرتله کوي او پۀ خان شهيد پسې د ارمان اوښکي تويوي او بې لۀ هغۀ ځان يو وزری ګڼي او وائي:

مجاهد خان صمد هم پۀ بند کښې اوسي

توکل کومک پر ګبر سامري را

خان صمد چې محبوس اوسي

څوک به دوني صبر يوسي

کنعان څاه زندان ابده؛ هيهات خان عبدالصمده

مجاهد عبدالصمد دی؛ د حجاج بندي ابد دی

خان شهيد پۀ هر ډول ستونزو او ستړو کښې خپلې سياسي چاري تر سره کړې دي. خپل تاريخي او سياسي رسالت ته ئې پۀ ژوره او کره توګه پام کړی دی او پۀ دې لاره کښې ئې تر هند او سندهـ پورې د ټولو سياسي مخکښانو سره پۀ خبرو او لاسوندونو خپله سياسي ځيرکتيا جوته کړې ده او هغوي ئې د دښمن پۀ وړاندې د مقاومت لپاره د ځان ملګرتيا ته را بللي دي. خپله ملګرتيا ئې هم د هغوي ملاتړ ته وړاندې کړې ده. هغۀ د قلم لۀ لارې هم د ځبېښاکګر او ښکېلاکګر نظام د جبر، تېري او زياتوب د ناوړتياوو پۀ ضد ږغ پورته کړی او د زور زياتوب سره د مخامخ او ګالونکي ټولنيز احساس او هيلو د را سربېره کولو او ويښولو هڅې ئې کړې دي چې د نوموړي ځيرک نظر د دښمن لۀ خوا پرله پسې ناوړو او ورځنيو پېښو د اولسونو پۀ وړاندې ورځ پۀ ورځ باوري کاوۀ او لۀ دۀ سره د اولسونو ملګرتيا د دښمن اندېښنې زياتولې. کله چې خان شهيد پۀ بند، زندان او کړاوونو، ځوروونو لۀ خپلې لارې څخه وا نۀ ووښت او را ونۀ ګرځېدو نو دښمن د خپلې زړې او اغېزمنې لارې پلي کولو ته اړ شو او د دۀ پۀ قام “پښتانۀ ” کښې ئې خپل کړي ګوډاګيان د دۀ پۀ ضد پۀ کار واچول. عن چې داسې تورې ګوتې ئې پرې ومونږلې چې د پښتنې ټولنې مذهبي نفسيات ئې د دۀ پۀ ضد پۀ کار واچول او د ځينو پلورل شوو پۀ روزنه ئې خړ پړ او ساده پښتانۀ لۀ خپل خواخوږي څخه لري وساتل. خو دلته هم لکه د “باچا خان” پۀ څنګ کښې “چې حاجي صاحب ترنګزی ولاړ ؤ او د دښمن ناوړې چارې ئې ليدلې او د دښمن لۀ دسايسو ژغورلي پوهان او عالمان ئې پۀ څنګ کښې ولاړ وو”، ځيرک او پوه شاعر ملا سلام بابا د خپلو پوهانو او عالمانو ملګرو پۀ ملتيا دا هر څۀ څارل، ليدل، د سپيناوي او څرګندېدلو لپاره ئې بې لۀ وېرې ترهې خپله خبره د اولس پۀ وړاندې پۀ ډاګه کوله او دا رنګه ئې خلقو ته خپلې ناوړې هم ور پۀ ګوته کولې. د ارواښاد خان شهيد هڅې ئې ستايلې او د هغۀ دغه کړنو ته ئې جهاد اکبر وايۀ، چې پر خپل ځان پۀ ځور تېرولو د دښمن لۀ ځورېدو څخه د ټولنې د ژغورېدلو هڅې کوي او دا يادونه ئې هم کړې ده چې د ټولنې پۀ سمونچارو کښې ئې خپله پوهه، وس او ږغ نۀ دی سپمولی؛ چې کله ئې لۀ زندانه وخت موندلی دی؛ د ټولنې د ويښتابه لپاره ئې پۀ کور کور ته تګ سره خپل ږغ تر اولسونو پورې رسولی دی. بابا ئې يادونه کوي چې:

صمد خان اکبر جهاده فارغ نۀ دی د ارشاده

جهل واووښتی تر حد زيات ويښ کو خان عبدالصمد زيات

مجاهد عبدالصمد هم پر ملک باندې سو ذوليد هم

کله چې سلام بابا د اولسونو يو والی څرک کوي او د خپلو هيلو د پوره کېدو پۀ اړه د روڼا څرک ويني؛ نو ئې پۀ زړۀ کښې د ټولنيز راڼۀ سباوون د هيلو ګلبوټي راټوکېږي او د يو خيالي جنت پۀ څېر چاپېريال ئې تر سترګو کېږي. پۀ داسې يو ډول څرنګوالي کښې خپل خيالي زېری پۀ ډېر پاخۀ هوډ تر خپلو ويښو ملګرو پورې رسوي او د مبارزې پۀ لاره کښې نور هم زړۀ ورکوي چې د مزل منزل نزدې دی. د خپلو مخکښانو خوارۍ او درناوی ور پۀ زړۀ کوي چې نور د بيدېدلو وخت نۀ دی؛ د يو والي وخت دی. د ښکېلاکګرو مخ پر ځوړ دی او دې ته ئې ځان جوړ کړی دی چې زمونږ لۀ وطنه وځي. وائي:

سور بېرغ تريالي ولاړو و ميدان ته

خدايه! راولې هغه نوی بهار يو

مۀ بيدېږئ پښتنو فرنګی وځي

کومکيان سره درېږي هند و بار يو

پښتانۀ امان الله غازي را ويښ کړل

ترخې شپې روڼوي خان عبدالغفار يو

د نوموړي عبدالصمد خان )خان شهيد( پۀ اړه هم هغسې يادونه کوي؛ لکه د ستر مخکښ باچا خان پۀ اړه چې ئې کړې ده. هغه دا چې د نوموړو مخکښانو د زيار او کړاو خواري او ګټه د هغو پت پلورونکو پۀ برخه شوه چې د ښکېلاکګرو، ځبېښاکګرو او بلوسګرو سره ئې د خپل وجدان د ناکرارۍ پۀ بيعه ژمنه او سودا کړې وه. معنٰي تر خپله وړتيا پۀ تېرېدلو ئې خپل وجدان پلورلی ؤ. اونه )درخته( دوي کښېښودله او پۀ ډېر زيار او کړاو ئې وروزله او وپالـله. خو چا چې ودې ته نۀ پرېښووله؛ هغوي ئې پۀ سيوري کښېناستل. د دواړو مشرانو و خواريو او ستړو ته پۀ کتلو دغسې چارو سلام بابا ته ډېر زور ورکړی دی چې وائي:

ازادۍ بيرغ د دۀ دی څوک پۀ دا سايه بيده دی

مجاهد عبدالصمد هم منافق يادول بد هم

د دې ګټي اوس غدار خوري ژوندي مړي لکه مار خوري

د دې خبرې د پخلي پۀ اړه د نورو ژبو پۀ ادبياتو کښې هم دغه څرک تر سترګو کېږي چې داسې ناوړې تر سره شوې دي او هغه خلق د واکمنو لۀ خوا پۀ دښمنۍ پاللو شا ته غورځول شوي دي چې پۀ دې لاره کښې ئې پۀ ځان او سر مبارزه تر سره کړې وه. عن چې د ژوند تر نيمه زياته برخه ئې د زندانونو شومه شوه او نورې ستړې او تر اند تېرې ځوروني ئې سرباری ؤ. دا ځوږ د هم دې وخت دی چې پۀ اردو شاعرۍ کښې ئې وينو، چې:

منزل انهين ملي جو شريکِ سفر نه تهے

د نوموړي شاعر سلام بابا ژوند کۀ چري مونږ د دۀ پۀ شعرونو کښې وڅارو؛ ډېرې سړې تودې ئې د ژوند پۀ اوږدو کښې ليدلې او پۀ برخه شوې دي. ډېرې ستړې او ستونزې ئې ګاللې دي او ګڼ شمېر خوشحالۍ ئې هم پۀ برخه شوې دي چې د وګړنيز ژوند برخه وي. خو د حساسو، ځيرکو او ټولنيز فکر لرونکو پۀ ژوند کښې خوشحالي د ټولنې پۀ هوسا کېدلو او ودانېدلو سره راځي. د نوموړي شاعر د ډېرو ستړو او تر زغم وتلو پېښو پۀ لړ کښې يوه ډېره ستره او ځوروونکې پېښه د نوموړي خان شهيد د شهادت پېښه ده چې سلام بابا دومره ورپسې ژړلي دي چې پۀ هم دې ژړا کښې ئې لۀ پاته ژوند څخه زړۀ موړ شوی دی او د نوموړي تر مرګ وروسته ئې دوه مياشتې هم ژوند نۀ دی کړی او پۀ دوه مياشتې وخت کښې دننه ئې د ژوند لۀ نړۍ څخه کډه ورپسې کړې ده. خو پۀ هم دې دوو مياشتو کښې ئې خپله ژړا ته پۀ خپلو بېتونو کښې دومره ځای ورکړی دی چې د ژړا دغه دوه مياشتنۍ دوره ئې پر ټوله شاعرۍ باندې خوره او د دۀ د شاعرۍ د درنې برخې سره نجتې څرګندېږي او دا را پۀ ګوته کوي چې بابا د نوموړي شهيد ټوله ژوند لۀ نزدې څارلی او کتلی دی. ځکه پۀ کره توګه دا خبره کوي چې ارواښاد خان شهيد ټول ژوند د ټولنيز ژوند د هوساینې او ودانولو لپاره ځانګړی کړی ؤ او وروستۍ ساه ئې هم د شهادت پۀ جام څښکلو سره د ټولنې د هوساینې معنٰي خپل مرام پۀ نوم کړه. بابا وائي چې:

پۀ جهاد عمر فاني شهادت ختم

د عبدالصمد اخري اېمني ده

روح پۀ ديارلس سوه درونيوي کښې والوت

بم پۀ کور کښې پېلبو مياشته مياني ده

کردار لرونکي وګړي غواړي او کۀ نۀ غواړي؛ خو اولسونه ئې غواړي او د ځان ئې بولي، خپل ئې ګڼي. هم دغه رنګه د ارواښاد خان شهيد پر مړينه او شهادت باندې د سلام بابا پۀ څېر پۀ کروړونو پښتنو زړونو او سترګو اوښکې توې کړې؛ خو کومې اوښکې چې د ليک پۀ بڼه توې کړل شي او د ليک پۀ بڼه ثبت او جوتې شي؛ هغه اوښکي تلپاتې بڼه خپله کړي. سلام بابا هم د ليک پۀ بڼه خپلې اوښکې توې کړې دي او دا پاتا ئې پۀ ځانګړې توګه د پښتنو لپاره تلپاتې ګڼلې ده او پۀ څنګ کښې ئې د شهيد د ارزښت، نوموړتيا او وړتيا پۀ اړه يادونه کړې ده چې يواځې پښتانۀ افغانان ئې نۀ يادوي؛ بلکې د کوشنۍ وچې ټول اولسونه ان چې هنديان هم پۀ خواشينۍ دي. د دښمنانو لاسونه اوږدۀ او ځای ئې دوزخ ګڼي او وائي،

راغی مرګ عبدالصمده مجاهد بنده ابده

خپل خواخوږي خو پاتا اخو ابده هنديان دي يادوي عبدالصمده

قاتلان ثقيل پيلان و ماته ايسي جهنم حاميه برخه د خوني ده

د سلام بابا د شعر يوه ډېره درنه ځانګړنه دا ده چې پۀ هر ډول ستړو او ستومانيو کښې ئې ژوند ستايلی او د ژوند ږغ ئې د اولس تر غوږونو پورې رسولی دی. دغه ځانګړتيا د هر اووښتون غوښتونکي او انقلابي مبارز برخه وي چې د ټولنيز ژوند هوساینې پۀ لاره کښې د هر ډول ناوړو او زياتوب د زغملو او ګاللو ذهن او زړۀ لري. سلام بابا هم د دښمن لۀ خوا د را منځ ته کړل شوي ناوړه چاپېريال د درنو څاپېړو پۀ وړاندې هېڅ کله د نهيلۍ څرګندونه نۀ ده کړې. اولسونو ته ئې د هيلو څراغونه او ډيوې بلې ساتلې دي. پۀ ځانګړې توګه و هغو ويښو زلميانو ته ئې “چې د دې لارې لارويان دي”، د راڼۀ سباوون تلپاتی زېری پۀ ډېره ځيرکتيا سره پۀ سياسي پوښ کښې پوښلی پرېښی دی او وئيلي ئې دي چې:

شپې به تېري شي د يخ ژمی به وځي

سرې جنډې به لاله ودري صحرا

سرۀ مخان د زرغونو پوښو سه وځي

پر خپه غنچې را الوزي سبا

مأخذونه:

  1. اشېزی، ملا عبدالسلام، “سوسن چمن”، چاپ 1454هـ ق
  2. اشېزی، ملا عبدالسلام، “طلب مذهب” چاپ 1997ز
  3. اشېزی، ملا عبدالسلام، “زر دانه در”، چاپ 2001ز
  4. اڅکزی، شمس طالع، “ساندې در خاورو لاندې”، کوئټه، چاپ 2008ز
  5. خټک، خوشحال خان، “دستار نامه”، ماسکو، چاپ 1379سپوږميز کال، لړليک2-1 مخونه
  6. لاشاري، ډاکټر حېدر خان، “سفير انسانيت”،
  7. حبيبي، عبدالحئ، “د افغانستان پېښليک” 263, 262, 230, 229 مخونه
  8. بېلابېل ليکوال، “د ننګ او فرهنګ اتل شهيد خان عبدالصمد خان اڅکزی، 25-23 مخونه
  9. زلمی، محمد ولي، “زمونږ غازيان”، د افغانستان د علومو اکاډمي، چاپ 1368ل، 141, 63, 78,130,35 مخونه
  10. سيال کاکړ،”ولي محمد خان”، د کسي د لمنې پښتانۀ ليکوال”، کوئټه، چاپ 1974 ز، 115-114 مخونه
  11. معصوم، مقدس خان، “ملا عبدالسلام يوه جائزه”، کوئټه، پښتو اکېډمي، 1987ز- 4، 53 مخونه
  12. رشاد، عبدالشکور، “لس مقالې”، علامه رشاد اکاډمي، کندهار، چاپ 1394ل – 41,38,37 مخونه
  13. “پالنه” مجله، دوېم کال، دوېمه ګڼه، کوئټه، 2002ز – مخ 18
  14. “پالنه” مجله، لومړی کال، دوېمه ګڼه، کوئټه، 2001ز – مخ 11
  15. کهزاد، ژباړه: نعیم ازاد، مهالنی افغانستان د تاريخ پۀ ګوښو کښې، پښتو ادبي غورځنګ، کوئټه، 2013ز – 72-71 مخونه
  16. او زما ياداښتونه

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …