د غازي امان الله خان د اصلاحاتوپۀ وړاندې د مخالفتونو د لاملونو څېړنه – نوماند څېړنیارولي باز اٰرین

 

 

 

 

لنډیز:

غازي امان الله خان د پلار لۀ مړینې سره سم پۀ کابل کښې واک ته ورسېد. د واک پۀ لومړیو شپو کښې ئې د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او د خپلې خپلواکۍ خبر ئې پۀ برېطانوي هند کښې انګلیسانو ته ور ولېږۀ. انګلیستان ناچاره شول او د افغانستان خپلواکي ئې ومنله. لۀ دې وروسته امان الله خان سمدستي پۀ اصلاحاتو لاس پورې کړ. د وزیرانو کابینه ئې جوړه کړه او ځینې وزارتونه ئې تأسیس کړل. ملي شوريٰ ئې جوړه کړه. د امان الله خان اصلاحات پۀ فرهنګي ډګر کښې ډېر پۀ پراخه پېمانه تر سره شول. د نجونو او هلکانو لپاره ښوونځي جوړ شول. یو شمېر زده کوونکي ئې د زدکړو لپاره اروپائي هېوادونو ته ولېږل. د جلال اباد پۀ لویه جرګه کښې ئې نظامنامه جوړه کړه. د امان الله خان هغه اصلاحات لۀ ډېرو ستونزو سره مخامخ شول چې د اروپا لۀ سفر څخه وروسته ئې تر سره کړل.

سریزه:

د امیر حبیب الله خان زوی امان الله خان پۀ شاهي کورنۍ کښې د خپلې مور تر روزنې لاندې ؤ. غازي امان الله خان پۀ خپل زړۀ کښې عجیبه هېوادنۍ مینه درلوده او لۀ لومړیو وختونو څخه د انګرېزانو سره سخت مخالف ؤ. واک ته پۀ رسېدو سره سم ئې د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او د خپلواکۍ خبر ئې انګرېزانو ته ورولېږۀ. بې لۀ دې چې د انګرېز ځواب ته انتظار وباسي، خپل کارونه ئې تر لاس لاندې ونیول. غازي امان الله خان غوښتل چې افغانستان د نورو اروپائي هېوادونو پۀ لیکه کښې ودروي، خلق ئې ارامه او هوسا ژوند ولري او وطن ئې اباد او خپلواک وي. د هم دې هدف لپاره ئې پۀ یو سلسله رېفورمونو لاس پوري کړ. د لومړي ځل لپاره ئې وزارتونه رامنځ ته کړل. د دولت درې ګونې قواوې ئې سره جلا کړې. د دولت او خلقو د چارو د سرته رسولو لپاره ئې اساسي نظامنامه ‘اساسي قانون’ جوړه کړه چې د انګلیس پۀ لمسون یوې ځانګړې کړۍ لۀ دې وخت څخه ګټه پورته کړه او د امان الله خان پۀ وړاندې ئې پۀ شورش پېل وکړ.

غازي پۀ فرهنګي ډګر کښې تر ټولو زیاته پاملرنه زدکړو ته وکړه. د باچاهۍ لۀ پېل څخه ئې پۀ مرکز او ولایاتو کښې پۀ ښوونځو جوړولو پېل وکړ چې نجونو او هلکانو ته پۀ کښې تدریس کېدلو. پۀ مدرسو کښې د دیني زدکړو سربېره د عصري کتابونو تدریس هم پېل شو. د زدکړو لپاره ئې د خپل زوي پۀ ګډون یو شمېر ځوانان او نجونې ترکیې او نورو اروپائي هېوادونو ته ولېږل چې دا کار د افغانستان د خلقو لپاره هېڅ کله د منلو وړ نه ؤ. کله چې امان الله خان د اروپا پۀ اوږد سفر لاړ، هیله ئې درلوده چې هېواد ته نوي شیان راوړي او خپل خلق خوشحاله کړي خو باچا لۀ سفر څخه تر راستنېدو وروسته خپل خلق بل ډول ولیدل. انګرېز د ملکې ثریا نیمه بربنډ عکسونه چاپ کړي او پۀ خلقو وېشلي وو او د خلقو افکار ئې داسې جوړ کړي وو چې ګوندې باچا عیسوي شوی دی. خلق د باچا څخه متنفر شول، شورشونه ئې وکړل، د ځینو اصلاحاتو مخنیوی ئې وکړ او انګرېز پۀ خپل شوم پلان کښې بریالی راووت.

مبرمیت:

د غازي امان الله خان اصلاحات، هغوي ته اړتیا او پۀ وړاندې ئې مخالفتونه یوه ډېره مهمه موضوع ده. د دې موضوع د روښانولو لپاره پۀ کار وه چې څېړنه تر سره شي او معلومه شي چې ولې د افغانستان خلق د خپل هغه باچا پۀ وړاندې ودرېدل چې پۀ لومړیو کښې ئې سخت ملاتړ ترې کړی ؤ. پۀ دې څېړنه کښې به دا پۀ ډاګه شي چې د اماني اصلاحاتو سره د مخالفت لاملونه څۀ ؤ.

هدف:

د امان الله خان د اصلاحاتو پۀ وړاندې د مخالفتونو د لاملونو د څېړنې هدف دا دی، تر څو جوته شي چې چا او ولې غوښتل چې د امان الله خان د اصلاحاتو خنډ جوړ شي؟ پۀ دې علمي څېړنه کښې د اصلاحاتو هغه مخالفتونه پۀ ګوته شول چې د اصلاحاتو خنډ ګرځېدلي وو.

د څېړنې میتود:

د موضوع د څېړنې لپاره لۀ تاریخي، تحلیلي او مقایسوي میتود څخه کار اخستل شوی دی او د هم دې میتودونو پۀ واسطه ټاکل شوي اهداف تر لاسه شوي دي.

د غازي امان الله خان واک ته رسېدل او د اصلاحاتو پېلول:

کله چې امیر امان الله خان د خپل پلار لۀ مړینې څخه وروسته واک ته ورسېد، نو وې غوښتل چې هېواد ئې باید پاک او روښانه ښارونه، ښائسته تعمیرونه، اسفالت شوي سړکونه، پارکونه او زړۀ راښکونکي تفریح ځایونه، لویې فابریکې، ښېرازه مزرعې، پاک او صحتمند خلق ولري. هم دې هیلې ته د رسېدو لپاره ئې پۀ یو لړ اصلاحاتو لاس پورې کړ چې پۀ کور دننه د یو شمېر طبقو او خلقو لۀ کلک مخالفت سره مخامخ شول. 117:2) مخ(

باچا امان الله خان خپل اصلاحات پۀ دوه پړاونو کښې پلي کړل. د اصلاحاتو لومړی پړاو ئې د 1919ز کال څخه تر 1924ز کال پورې ؤ چې پۀ دې موده کښې ئې اصلاحات پۀ زړورتوب او بریالیتوب سره پۀ داسې حال کښې تر سره کړل چې هم بهرني جاسوسان موجود وو او هم ئې یوې ځانګړې کورنۍ طبقې مخالفت کاوۀ. د پردو پۀ لمسون یو شمېر طبقې او خلق پسې راپورته شول او ځينې اصلاحات ئې لۀ ناکامۍ سره مخامخ کړل. د اصلاحاتو دوهم پړاو د 1927ز کال څخه وروسته هغه مهال پېل شو چې غازي امان الله خان د اروپا لۀ اوږد سفر څخه بېرته خپل هېواد ته راستون شو. د 1927ز کال څخه وروسته اصلاحاتو د زور بڼه درلوده یعني کوم اصلاحات چې رامنځ ته کېدل، پۀ زور سره پۀ خلقو منل کېدل. )7: 948مخ(

امیر امان الله خان پۀ 1919ز کال کښې د خپلواکۍ تر اخستلو وروسته سم د واره پۀ سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کښې پۀ اصلاحاتو لاس پورې کړ چې پۀ دې برخه کښې خپلو اهدافو ته پۀ بشپړ ډول ونۀ رسېد. دلته مونږ د غازي پۀ هغو اصلاحاتو باندې بحث کوو چې د یو شمېر روحانینو او نورو طبقو لۀ مخالفت سره مخامخ شوي دي.

أ( سیاسي اصلاحات او د هغوی پۀ وړاندې مخالفتونه:

امان الله خان لومړنی افغان باچا ؤ چې پۀ افغانستان کښې ئې درې ګونې قواوې (اجرائيه، قضایه، او مقننه) پۀ عصري بڼه جوړې کړې. د وزیرانو کابینه ئې جوړه کړه او د وزارتونو چلوونکي ئې اول ناظران او بیا وروسته وزیران ونومول. دا وزیران د باچا لۀ لوري ټاکل کېدل، د باچا لۀ لوري بېرته لرې کېدل او باچا ته مسئول وو. دا چې پۀ لومړي ځل پۀ دومره پراخه اندازه اصلاحات تر سره کېدل؛ نو پۀ هم دې اندازه د نوو قوانینو جوړولو او قانون جوړوونکو ته هم اړتیا ډېرېده چې د هم دې هدف لپاره ئې “ریاست محفل وضع قوانین” پۀ نامه یوه اداره جوړه کړه. د قانون جوړولو لپاره د اعیانو پخوانی مجلس چې ‘دار الشوريٰ’ نومېدۀ، لومړی پۀ ‘خاصې شوريٰ’ او بیا پۀ ‘دولتي شوريٰ’ بدل شو. د دولتي شوريٰ نیمائي غړي اولس غوره کول او نیمائي نور غړي ئې باچا ټاکل. (8: 40، 41مخونه)

څۀ رنګه چې د امان الله خان مور د شېردل خان بارکزي لور وه نو ټول بارکزي خپلوان او خانان پۀ دولت کښې د خاني لۀ روحیې سره ننوتل. پۀ کابل کښې محمود یاور او بیا وروسته شاغاسي علي احمد چې دواړه بارکزیان وو، والیان وو. پۀ کندهار کښې عبدالعزیز خان، بیا محمد سرور خان او ورپسې عبدالکریم خان نائب الحکومه ګان وو چې دوي هم ټول بارکزي او د امان الله خان د ماماخېلو څخه وو. مزارشریف د نائب الحکومه عبدالکریم خان او فرقه مشر نېک محمد خان پۀ لاس کښې ؤ. پۀ هرات کښې نائب الحکومه محمد ابراهیم خان او فرقه مشر عبدالرحمان خان ټاکل شوي وو چې دوي هم ټول بارکزیان وو. (6: 181، 184مخونه)

امان الله خان د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ او د چارو د نظم لپاره د قوانینو پۀ جوړولو پېل وکړ. د افغانستان لومړی اساسي قانون د “نظامنامه اساسي دولت علیه افغانستان” تر نامه لاندې پۀ درې اویا (73) مادو کښې د 1301ل کال د حوت د میاشتې پۀ اتمه نېټه د 872 کسانو پۀ ګډون د جلال اباد د ښار پۀ لویه جرګه کښې تصویب شو. هم دا رنګه نوموړی قانون د پغمان پۀ لویه جرګه کښې د 1050 تنو پۀ حضور د 1303ل کال د چنګاښ پۀ میاشت کښې یو ځل بیا د تصویب او تائید وړ وګرځېد او بلاخره د 1303ل کال د دلو د میاشتې پۀ اتمه نېټه د بادشاه پۀ لاسلیک سره نافذ شو او هم دا قانون د راتلونکو نورو قوانینو لپاره بنسټ جوړ شو. (2: 129مخ)

د غازي امان الله خان پۀ اصلاحاتو کښې ډېر کسان د فرهنګي اصلاحاتو سره مخالف وو او پۀ سیاسي برخه کښې هم د دولت لۀ کړنو څخه راضي نۀ وو. غازي امان الله خان چې ‘دارالشوريٰ’ ئې پۀ دولتي شوريٰ بدله کړې وه. د خلقو د مخالفت پۀ اساس ئې پۀ 1928ز کال کښې د لویې جرګې لۀ غړو سره ومنله چې دولتي شوريٰ به پۀ ‘ملي شوريٰ’ بدلیږي او غړي به ئې هم د خلقو لۀ خوا ټاکل کېږي. (8: 41مخ)

څومره چې امان الله خان پۀ بارکزیانو باندې تکیه کړې وه، پۀ هغه اندازه بارکزیانو د امان الله خان ملاتړ ونۀ کړ؛ بلکې بارکزي مشرانو یواځې د امان الله خان مور سرور سلطانه بېګم خوشحاله ساتله او د هغې پۀ ملاتړ ئې پۀ دربار کښې فساد جوړاوۀ او د رشوت اخستلو لۀ لارې ئې خپل جېبونه ډکول.

کله چې امان الله خان پۀ نظام کښې اصلاحات پېل کړل، خلق ډېر ورته خوشحاله وو خو درباریان ئې لۀ دې کبله ناخوښ وو چې د دوي ګټې لۀ خطر سره مخامخ کېدلې. د امان الله خان داصلاحاتو پۀ وړاندې ځينې مخالفتونه لۀ بهر څخه )انګرېزانو( برابرول او پۀ دې برخه کښې ئې ځانګړې طرح تر لاس لاندې نیولې وه. د انګرېز پخواني پټ جاسوسان لا هم پۀ اماني دولت کښې پاتې وو چې د انګرېز طرحې ته ئې عملي جامه وراغوستله. کله چې اساسي قانون نافذ شو نو د پکتیا والي امیرالدین پنجابي چې پۀ اصل کښې د هندوستان ؤ، پۀ یوۀ لوی مجلس کښې ئې داسې ووئیل، ‘اوس د شریعت وخت تېر شو، اوس د اساسي قانون وخت دی.’ (6: 182، 183مخونه)

څۀ رنګه چې د افغانستان خلق کلک مسلمانان وو او دي، نو لۀ دې کبله د والي امیرالدین خبرو د اساسي قانون پۀ وړاندې د خلقو کرکه راوپاروله.

محمود طرزي او ترکي صلاح کارانو داسې پرېکړه وکړه چې یوه کوچنۍ خو باکفایته اردو جوړه کړي چې پۀ پایله کښې ئې د سربازانو تنخواګاني څلور برابره ټيټې شوې او پۀ پوځ کښې ئې د پخوانيو خلقو )سپین ږیرو( پر ځای نوي او تازه کاره ځوانان وټاکل. د افغانستان اردو تر یوې اندازې پۀ جنګي مهماتو سمبال او یو شمېر جنګي الوتکې لۀ المان او روسیې څخه واخستل شوې. د افغانستان د سربازانو حالت چندان برابر نه ؤ. مناسبه غذا او د اوسېدو لپاره ئې مناسب ځای هم نۀ درلود. د قانون لۀ مخې هر افغان باید دوه کاله د اردو خدمت کړی وی. دا پۀ داسې حال کښې وو چې دا قانون یواځې پۀ غریبانو او بېچاره خلقو پلي کېدو او شتمنو خلقو کولی شو چې دولتي مامورینو ته د رشوت پۀ ورکولو سره لۀ عسکري خدمت څخه ځان خلاص کړي او قلار پۀ کورونو کښې کښېني او دې سربازانو نۀ غوښتل چې د هغو کسانو لپاره جګړه وکړي، کومو چې پرې ظلم کړی ؤ .(4: 169 ــــــــــــــ 170مخونه)

کله چې غازي امان الله خان پۀ 1928ز کال کښې د جون پۀ نهمه د اروپا لۀ شپږ میاشتې او لس ورځني سفر څخه راوګرځېد نو د لویې جرګې د جوړولو امر ئې وکړ. دا جرګه چې د غازي امان الله خان د وخت درېمه لویه جرګه وه، د 1928ز د اګست د میاشتې پۀ 28مه نېټه پۀ پغمان کښې جوړه شوه او شل فقرې پۀ کښې تصویب شوې چې پۀ لاندې ډول وې:

  1. ‘دولتي شوريٰ’ پۀ ‘ملي شوريٰ’ بدله شوه.
  2. د مجازاتو بخښل یواځې د باچا حق دی.
  3. د تفتیش عمومي دیوان تأسیس شو.
  4. هر وزارت باید د تفتیش یوه اداره ولري.
  5. د مسکینانو او لېونیانو لپاره دې ځایونه جوړ شي.
  6. د عسکري مکلفیت دوره درې کاله ده.
  7. د عسکري مکلفیت څخه د معافیت لپاره د نغدو پېسو ورکول منع شول.
  8. ټول نخښانونه لغوه شول.
  9. ملکې رتبې لغوه شوې.
  10. ټول رسمي القاب لغو شول.
  11. پۀ نظامنامو کښې د هر جرم جزاء وټاکل شوه.
  12. نغدي جریمه دې د نظامنامې سره سم اخستل کېږي.
  13. تجارتي او عصري محکمې دې جوړې شي.
  14. تدریس او وعظ (تقریر) پۀ شهادت نامه پورې مربوط دی او د دېوبند ملایان افغانستان ته نۀ شي راتلی.
  15. د افغانستان د پینځلس کلنۍ عمر لرونکي خلق دې پۀ هر کال کښې پینځۀ افغانۍ او مامورین دې د یوې میاشتې تنخوا د عسکرو لپاره د وسلو د رانیولو لپاره ورکوي او د دې سپما لائحه دې ‘ملي شوريٰ’ جوړه کړي.
  16. ‘ملي شوريٰ’ دې د رشوت د بندولو لپاره لائحې جوړې کړي.
  17. کۀ مجرم محکمې ته حاضر نۀ شي، د دۀ پۀ غیاب کښې دې جزاء ورته وټاکل شي او قانون دې ‘ملي شوريٰ’ جوړ کړي.
  18. شهزاده رحمت الله ولیعهد شو.
  19. د افغانستان د بېرغ رنګ تور، سور او زرغون رنګ وټاکل شو چې پر غرونو د لمر راختلو منظره ولري، شاوخوا ئې د غنمو وږي وي او پۀ پورتنۍ برخه کښې دې (الله – محمد) پرې لیکلي وي.
  20. وروسته لۀ هرو پینځو کلونو دې لویه جرګه جوړېږي.

د دې شلو فقرو څخه یوولسمه او څوارلسمه فقره د خلقو د کلک مخالفت سبب وګرځېده.

کله چې د امان الله خان پۀ وړاندې خلق راپورته شول نو غازي د 1929ز کال د دسمبر پۀ شلمه نېټه یوه اتلس فقره ایزه اعلامیه صادره کړه چې ځینې مواد ئې پۀ دې ډول وو – افغاني محصلین به لۀ ترکیې څخه بېرته راغوښتل کېږي. د دېوبند ملایان افغانستان ته راتلی شي. د رشوت مخه به نیول کېږي. ښځې به خپل لاسونه او مخونه پټوي او د سر وېښتان به نۀ لنډوي. د ملایانو پۀ تدریس کښې شهادتنامه نۀ غوښتل کېږي. د نفوسو د تذکرې توزیع منع دي. د رخصتي ورځ به لۀ پنج شنبې څخه د جمعې ورځې ته بدلېږي. ښځې به اروپائي جامې نۀ اغوندي او چادرې به پۀ سر کوي. د جامو پۀ اغوستلو کښې به کوم قېد او شرط نۀ وي او د شرابو څښکونکو ته به سزا ورکول کېږي. (6: 187، 188مخونه)

خو پۀ دې وخت هم پۀ کور دننه نارضایتي راپېدا شوې وه او هم انګرېز خپل کار کړی ؤ او د افغانستان خلق ئې پۀ مختلفو شکلونو د خپل باچا پۀ وړاندې راپارولي وو.

د امان الله خان د اصلاحاتو پۀ وړاندې ډېرې ستونزې بې کفایته مامورینو راپورته کړې او خپله هره پاکه دنده ئې د رشوت پۀ اخستلو او د خیانت پۀ کولو سره ناولې کړه. یو لامل هم دا ؤ چې خلقو د دولت او باچا لۀ ملاتړ څخه لاس واخست.(7: 948مخ)

کله چې غازي امان الله خان پۀ اصلاحاتو لاس پورې کړ نو ډېر ورته خوشحاله ؤ خو د دۀ پۀ دربار کښې محافظه کارو عناصرو لۀ دې کبله د اصلاحاتو سره لېوالتیا نۀ درلوده چې د دوي ګټې ئې پۀ خطر کښې اچولې. د ځینو اصلاحاتو څخه فاسدو مامورینو غلطه ګټه پورته کوله. د بېلګې پۀ ډول، څۀ رنګه چې د هغه وخت د اساسي قانون د اتۀ شپېتمې مادې پر بنسټ لومړنۍ زدکړې جبري شوې وې نو هغه هلکان چې نسبتاً لۀ لرې سیمو څخه به ئې ښوونځو ته جلبول او هغوی به ښوونځي ته د لرېوالي لۀ کبله رسېدګي نۀ شوه کولې نو د ښوونځي سرښوونکي به هغوي د رشوت پۀ مقابل کښې لۀ درس وئیلو څخه معاف کول. هم دا رنګه هغه ځوان هلکان چې د کور، کلي او پټي کارونه به ورله غاړې وو، لومړی به د درس وئیلو پۀ نوم ښوونځي ته راکش کېدل او بېرته به د رشوت پۀ بدل کښې معاف کېدل چې پۀ خلقو کښې ئې ناخوښي رامنځ ته کړه. (6: 182 ــــــــــــ 183مخونه)

د دې کړکېچن حالت او د خلقو لۀ ناخوښۍ څخه بهرني دښمن (انګرېز) ګټه پورته کړه او هغه ارتجاعي اقلیت ئې مېدان ته راګډ کړ چې د دولت او رېفورم پۀ دښمنانو بدل شوي وو. (7: 949مخ)

ب( د غازي امان الله خان فرهنګي او اجتماعي اصلاحات او پۀ وړاندې ئې غبرګونونه:

غازي امان الله خان د اصلاحاتو پۀ برخه کښې تعلیمي برخې ته زیاته پاملرنه وکړه. د دیني مضمونونو تر څنګ ئې غربي عصري تعلیمات رواج کړل او پۀ ګڼ شمېر سره لومړني او منځني ښوونځي ئې جوړ کړل او د سواد زدکړې او شپې مکتبونه هم پرانستل شول. امان الله خان او د هغۀ ملکې ثریا به پۀ خپله پۀ دې تدریس کښې فعاله ونډه اخستله. پۀ 1920ز کال کښې ئې د لومړي ځل لپاره د افغان زده کوونکو یوه ډله د زدکړو لپاره ترکیې او اروپائي هېوادونو ته ولېږله چې ترکیې ته پۀ تلونکو زده کوونکو کښې یو شمېر نجونې هم شاملې وې.(4: 166مخ)

پۀ دې اړه د غازي امان الله خان خور شفیقه سراج داسې باور لري؛ لۀ پخوا وختونو څخه د وینزو او غلامانو نیولو رواج درلود چې غازي امان الله خان هغوي ازاد کړل او غلامي ئې لغوه کړه، ښوونځي ئې جوړ کړل. دوه د نجونو ښوونځي چې یو ئې د ‘مستورات’ او بل ئې د ‘عصمت’ پۀ نامه وو، جوړ کړل. پۀ هم دې وخت کښې ئې نزدې د 12 څخه تر 15 پورې نجونې د ترکیې هېواد ته د زدکړو لپاره ولېږلې، تر څو پۀ یوۀ اسلامي هېواد کښې څۀ شی زده کړي. (5: 39مخ)

غازي امان الله خان پۀ 1921ز کال کښې د حبیبیې د ښوونځي شپږ دېرش تنه زده کوونکي بهر ته د زدکړو د تر لاسه کولو لپاره لۀ کابل څخه د یو لړ مراسمو پۀ ترڅ کښې رخصت کړل. امان الله خان دوي ته د شرعي امورو، د اسلام د تقدیس او د افغاني حېثیت د ساتلو څخه ډېرې زیاتې خبرې وکړې. امان الله خان بهر ته تلونکي زده کوونکي مخاطب کړل او ورته ئې ووئیل چې د خدای لپاره د افغانستان شرف او د افغان ملت نوم او عزت مۀ پائمالوئ، تاسو د افغان بېلګه یاست او وې وئیل، هېڅ ساعت بغېر د درس لۀ لوستلو څخه پۀ بل شي مۀ تېروئ؛ ځکه د وطن د امید سترګې تاسو ته دي. د اسلام دین ته د خدمت کولو او افغانستان ته د ترقي ورکولو څخه بغېر پۀ بل شي یوه لحظه وخت هم مۀ مصرف کوئ. څۀ رنګه چې پوهېږم چې د اسلام او افغانستان د خدمت لۀ پاره ځئ نو پۀ خدای مو سپارم. (10: 948 ــــــــــ 949مخونه)

د پوهنې پۀ برخه کښې د غازي امان الله خان اصلاحات جدي وو. ښوونه او روزنه ئې ویړیا، جبري او عمومي اعلان کړه او مختلف مکتبونه ئې جوړ کړل. د دې مکتبونو لۀ جملې څخه یو ئې امانيه ښوونځی ؤ چې وروسته د ‘استقلال’ پۀ نامه سره یاد شو. بل اماني ښوونځي ؤ چې بیا وروسته پۀ ‘نجات’ ښوونځي سره مشهور شو. لومړی یو ئې د فرانسویانو او دوهم ښوونځی ئې د المانیانو پۀ مرسته رامنځ ته شو.(5: 41مخ)

پۀ امانیه او اماني لېسو کښې جرمني او ترکي استادانو تدریس کاوۀ. پۀ دې ښوونځیو سربېره د غازي رشدیه، استقلال، تلګراف، رسامي، نجاري، معماري، کرنې، عربي دارالعلوم، مستورات پۀ جلال اباد، هرات، کندهار، د هرات دار المعلمین، د مزارشریف، قطغن، د پولیسو، موزیک، قالینو جوړولو، د ښځو د کور د کارونو؛ لنډه دا چې د هېواد پۀ ټولو ولایتونو کښې د 322 څخه زیات لومړني ښوونځي جوړ شول. پۀ 1927ز کال کښې د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو شمېر 51000 تنو ته رسېدۀ او پۀ لېسو کښې 3000 تنه د درسونو پۀ لوستلو بوخت وو. تر دې کاله پورې تر څو سوه تنو پورې افغان زده کوونکي فرانسې، جرمني، ایټالیا، شوروي اتحاد او ترکیې هېوادونو ته د زدکړو لپاره ولېږل شول. (3: 99مخ)

غازي امان الله خان پۀ یو بل اقدام لاس پورې کړ چې لۀ ستونزو سره ئې مخامخ کړ. هغه اقدام دا ؤ چې ښځو ته ئې پۀ خپله خوښه د خاوند د ټاکلو ازاد حق ورکړ او اعلان ئې وکړ چې لۀ دې وروسته ښځې کولې شي چې د وروڼو او زامنو پۀ څېر د میراث لۀ حقونو څخه استفاده وکړي. د شاه امان الله خان د سلطنت پۀ وروستیو دورو کښې لۀ خلقو څخه وغوښتل شول چې پۀ رسمي مجلسونو، حتيٰ پۀ بازارونو کښې غربي لباسونه (دریشي) پر تن کړي. سربېره پر دې ځینې فرمانونه صادر شول چې د وادۀ او تعزیت رسمي او بې ځایه لګښتونه دې راکم شي. (4: 167مخ)

غازي امان الله خان د نورو اصلاحاتو تر څنګ د نکاح، وادۀ او د ماشومانو د سنتي کولو پۀ برخه کښې هم اصلاحات راوستل او یو شمېر قیودات ئې وضع کړل. د صغارت نکاح ئې منع او د څلورو ښځو سره نکاح ئې محدوده کړه. د دې لپاره چې د زوم لۀ کورنۍ څخه فشار کم شي، د ولور پۀ اخستلو کښې ئې هم کموالی راوست او د نارینو لپاره ئې د وادۀ سن 22 کلنۍ او د نجونو لپاره ئې د وادۀ کولو سن 18 کلنۍ وټاکۀ چې پۀ دې اړه پۀ نظامنامه کښې لاندې مادې راغلې دي. (3: 102مخ)

لومړۍ ماده: د الله حکم داسې دی، ترجمه: پس تاسو نکاح وکړئ لۀ هر هغه چا سره چې ستاسو خوښه وي دوه دوه، درې درې، څلور څلور، خو کۀ تاسو وېرېدلئ چې عدل او مساوات نۀ شئ برقرارولی نو یوه ښځه وکړئ. پۀ دې صورت کښې چې هر مسلمان د خدای د دې امر خلاف وکړي نو پۀ دې کښې به ئې زیان وي. لۀ هم دې کبله د الله د حکم لۀ مخې داسې وایم چې ای زما ريښتیني رعیته! د پورتني حکم پابند اوسئ، کۀ چرته تاسو عدالت کولی شئ نو دوه ښځې او یا درې ښځې وکړئ او کۀ عدالت نۀ شئ کولی نو یوه ښځه ستاسو لپاره کافي ده؛ ځکه چې بغېر لۀ عدالت څخه د دوو ښځو درلودل ګناه ده.

هم دا راز لۀ یوې څخه د زیاتو ښځو سره د نکاح کوونکي د عدم عدالت پۀ صورت کښې د پورته نظامنامې دوهمه ماده پۀ دې ډول ده:

دوهمه ماده: هغه څوک چې دوه درې یا څلور ښځې لري او یا نوې نکاح کوي او د شرع شریف مطابق عدل او مساوات برقرار نۀ کړي، محکمې ته اطلاع ورسېږي، د ثبوت څخه وروسته نوموړی شخص پۀ جزاء محکومېږي.

د صغارت پۀ حالت کښې د نکاح پۀ اړه درېمه ماده پۀ لاندې ډول ده:

دریمه ماده: د بلوغ څخه وړاندې د صغارت پۀ حالت کښې نکاح روا ده مګر ای زما رعیته! د صغارت نکاح ستاسو تر منځ د دعوو، شخړو، وژنو او نفاق سبب ګرځي. څۀ رنګه چې ستاسو دې معنوي پلار ته پۀ تجربو سره معلومه شوې ده نو لۀ دې کبله وړاندې د صغارت نکاح منع شوې وه خو زما هدف ستاسو ارامي او اتفاق ؤ. )دا هغه وخت چې امان الله خان د صغارت نکاح منع کړې وه او خلقو ئې پۀ وړاندې مخالفت ښودلی ؤ.(

د شیریني خوري، پۀ بدو کښې د ښځو د ورکړې، د کونډې ساتلو او د مهر پۀ اړه ئې لاندې مادې ټاکلې وې:

پنځمه ماده: د عوامو پۀ منځ کښې رواج دی چې اول شیریني خوري کوي او دې ته ‘نامزدي’ )کوژده( ]کوېدن[ وائي او څۀ موده وروسته ئې یوه شپه د حنا ]نکریزو[ شپه ټاکلې او پۀ دې سبا شپه بیا پۀ داسې حالت کښې نکاح کوي چې ډېره ګڼه ګوڼه وي. پۀ دې صورت کښې د دواړو لورو لپاره لومړۍ ستونزې، دوهم بې ځایه لګښتونه او درېم د دعوو سبب کېږي. لۀ هم دې کبله مو دا نامزدي منع اعلان کړه. د هم دې شیریني خوري پۀ بدل کښې پۀ نکاح کښې د ځينې نزدې خپلوانو او نکاح تړلو لۀ ملا څخه بغېر هغه ګڼه ګوڼه او شیریني خوري چې تر دې وړاندې رواج ؤ، اوس منع شول او کۀ چرته منکوحه بالغه وه، د وادۀ کولو پۀ سر کښې د مهر لۀ ورکولو څخه وروسته فوراً ناکح ته تسلم کېږي.

شپږمه ماده: پۀ بدو کښې د ښځو ورکول او هغه خپل شخصي عیال بلل مطلقاً ممنوع دي.

اوومه ماده: مطلقه او کونډه ښځه د خاوند لۀ کولو څخه وېرول او تهدید کول منع دي.

یوولسمه ماده: د ټولو طائفو مهر باید لۀ دېرش روپۍ څخه اضافه نۀ وي.(9: 2، 3- 4، 5مخونه)

یوه ترکي ژباړونکې چې بدري بېګ نومېده، 72 نظامنامې ئې لۀ ترکي ژبې څخه فارسي ژبې ته وژباړلې چې د امان الله خان پۀ وخت کښې پۀ جریدو کښې چاپېدلې. د امان الله خان حکومت غوښتل چې پۀ یو قانوني نظام باندې عمل وکړي. د هم دې لپاره ئې د جزاء حقوق تدوین او ماده پۀ ماده ئې تصویب او وضع کړل. هم دا د جزاء قانون د دې سبب شو تر څو د منګلو د قوم مخالفت رامنځ ته کړي. پۀ پکتیا کښې ملا عبدالله چې پۀ ګوډ ملا مشهور ؤ، شورش پېل کړ. ګوډ ملا پۀ یوۀ لاس کښې قران شریف او پۀ بل لاس کښې د جزاء قانون نیولی ؤ او لۀ خلقو څخه به ئې پوښتنه کوله چې کوم یو منۍ؟ څۀ رنګه چې خلق مسلمانان وو نو خامخا به ئې د قران د منلو خبره کوله. پۀ پکتیا کښې یو شمېر ملایان تحریک شول. هغوي د امان الله خان د طرح شویو قوانینو پۀ مقابل کښې داسې وئیل چې امان الله خان لۀ قران څخه لرې شوی او لۀ ځانه ئې قوانین او نظامنامې جوړې کړې دي. لۀ دې سره سره چې امان الله خان د ملایانو لۀ منځ څخه د پلاوي پۀ لېږلو سره هڅه وکړه تر څو د پکتیا ملایان قانع کړي چې د جزاء قانون د اسلام مخالف نۀ دی خو دا چې هغوي د بهر څخه تحریک شوي وو، د امان الله خان خبره ئې ونۀ منله او د منګلو شورش چې تر لوګر پورې وغځېد، د افغانستان حالت ئې لۀ ستونزو سره مخامخ کړ. (5: 44ــــــــــــ 45مخونه)

غازي امان الله خان د پکتیا شورش ته د حل لارې لټولو لپاره پۀ 1924ز کال کښې د پغمان 700 نفري لویه جرګه جوړه کړه. دې لویې جرګې پۀ داسې حال کښې اساسي قانون تائید کړ چې د ډېرو اصلاحاتو مخنیوی ئې وکړ. څۀ رنګه چې د دې لویې جرګې ډېر ګډونوال زمکه وال، تجاران او روحانیون وو نو د خپلو ګټو د ساتلو لپاره ئې د اصلاحاتو سره مخالفت کاوۀ. دې لویې جرګې یوه قطعنامه تصویب او غازي امان الله خان ته ئې د لاسلیک لپاره وړاندې کړه چې پۀ دې قطعنامه کښې پۀ اماني اصلاحاتو باندې سخته ضربه وارده شوې وه. د دې قطعنامې پۀ اساس د دولس کلنۍ څخه وروسته پۀ ښوونځو کښې د نجونو زدکړې منع اعلان شوې، د صغیرې نجلۍ سره نکاح روا شوه، د مؤذن او ملا د چارو تنظیم د دولت پۀ غاړه شو، د څلورو ښځو سره د سړي نکاح بېدون لۀ کوم قید او شرط څخه پۀ ازاد ډول پاتې شوه، د بیرغ لاندې خدمت کول د نغدو پېسو پۀ مقابل کښې ومنل شو او د عربي دارالعلوم تأسیس حتمي شو. پۀ اخر کښې د چکنور ملا پۀ خپله وېنا کښې ووئیل چې د دولت نظامنامه لۀ شریعت سره برابر ده. (3: 221مخ)

امان الله خان چې پۀ ټوله نړۍ کښې د انګرېز اعتبار ته زیان اړولی او افغانستان ئې د هغوي لۀ منګولو څخه خلاص کړی ؤ، اوس انګلیسانو غوښتل چې خپل انتقام ورڅخه واخلي او انګرېز وکولی شول چې د امان الله خان د حکومت د سقوط طرح پۀ مستقیم او غېرمستقیم ډول پۀ خپله د افغانانو پۀ لاس پلي کړي.

د امان الله خان تر ټولو ستر دښمن (انګرېز) د امان الله خان پر ضد داسې ګنګوسې خپرولې چې ګوا امان الله خان پۀ اروپا کښې غېر اسلامي کړنې (د غېر حلالې غوښې خوړل، د امان الله خان لۀ خوا خپلې ښځې ته دا اجازه ورکول چې اروپائي لباس واغوندي او پۀ عامو مجلسونو کښې ځان ښکاره کړي او بتانو ته احترام کول) تر سره کوي چې دې کار د 1928ز د فرورۍ پۀ میاشت کښې د دولت پر ضد د شنوارو او نورو قومونو شورش رامنځ ته کړو. (4: 183مخ)

د امان الله خان زوی احسان الله وائي چې مخالفینو (انګلیسانو) د ملکې د جعلي تصویر چې پۀ هغۀ کښې ئې نیم بدن بربنډ ؤ او پۀ واتیکان کښې د پاپ سره د باچا د لیدنې د تصویرونو څخه پۀ استفادې، شاه امان الله خان لۀ اسلام څخه پۀ مخ اړولو تورن کړ. انګلیسانو د نورو ښځو د نیمه بربنډو بدنونو او زما د مور د سر څخه پۀ استفادې، جعلي نیمه بربنډ عکسونه چاپ کړل، د کابل پۀ بازار کښې ئې خپارۀ کړل او وې وئیل چې د شاه مېرمنې بد کارونه تر سره کړي دي. هم دا رنګه بله موضوع دا وه چې د هغه وخت رسم او رواج داسې ؤ چې هر کس به ‘روم’ ته ورغی نو پۀ واتیکان کښې به ئې لۀ پاپ سره ملاقات کاوۀ – اعليٰحضرت امان الله خان او ملګرو ئې هم لۀ پاپ سره لیدنه کړې وه او دوي (انګرېزانو) ئې عکسونه اخستي وو چې امان الله خان عیسوي شوی دی. (5: 53 ــــــــــــــ 54مخونه)

غازي امان الله خان د خپلې باچاهۍ پۀ لومړیو کلونو کښې د قوانینو سخت پابند ؤ او پۀ اساسي قانون کښې هم عامه حقوق سنجول شوي وو، خو څۀ رنګه چې دې قانون د مسؤولیت اصل نۀ درلود نو ځکه یواځې د باچا ښۀ نیت نۀ شول کولی چې پۀ دولت کښې د فساد مخنیوی وکړي. پۀ هم دې حال کښې د باچا پر شاوخوا فاسد عناصر راټول شول چې شاه ئې د فاسدو او ناروا اعمالو قرباني کړ. دوي دومره چاپلوس عناصر وو چې لۀ اندازې څخه زیات به ئې د باچا د هوښیارۍ صفتونه کول چې شاه ئې پۀ خپل ځان ډېر مغرور کړ. (1: 161مخ)

پایله:

غازي امان الله خان چې د هېواد جوړونې شوقي ؤ او غوښتل ئې چې هېواد ئې ډېر زر ترقي او پرمختګ وکړي، د هم دې لپاره ئې پۀ ډېرو چټکو اصلاحاتو لاس پورې کړ. غازي داسې فکر کاوۀ چې ملت به ئې د اصلاحاتو پۀ برخه کښې هم داسې تر خوا ودرېږي، څۀ ډول ئې چې د خپلواکۍ د اخستلو پر مهال ملا ورتړلې وه خو هر څۀ د غازي د هیلو خلاف تر سره شول. انګلیس لۀ یوۀ اړخه د امان الله خان پۀ وړاندې هر ډول خنډونه جوړول او لۀ بله اړخه پۀ کور دننه هم ارتجاعي ځواک موجود ؤ او لۀ اصلاحاتو سره ئې لۀ دې کبله مخالفت ښودلو چې د دوي ګټې ئې تر خطر لاندې نیولې وې. تر ټولو مهمه مسئله دا وه چې د هېواد د عامو اوسېدونکو علمي کچه ډېره ټیټه وه او د امان الله خان اصلاحات ئې نۀ شول درک کولی. دا درې لوي مسائل سره را یو ځای شول او د امان الله خان د اصلاحاتو مخنیوی ئې وکړ، عن تر دې چې باچا ئې د هېواد څخه شړلو ته اړ کړو او انګرېز خپل شوم پلان پلي کړ.

اخذلیکونه:

  1. حبیبي، عبدالحئ، جنبش مشروطیت در افغانستان، سازمان مهاجرین مسلمان افغانستان: 1364ل
  2. دریځ، امین الله، افغانستان در قرن بیستم، انجمن نشراتي دانش، پېښور، 1379 ل.
  3. سیستانی، محمد اعظم، علامه محمود طرزی، شاه امان الله و روحانیت متنفذ، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه،جرمني، 1383ل
  4. صیقل، امین، افغانستان معاصر، مترجم محمد نعیم مجددی، کابل، انتشارات سعید، 1394ل
  5. طنین، ظاهر، افغانستان در قرن بیستم، چاپ دوم، ناشر محمد ابراهیم شریعتی افغانستانی، تهران، 1384ل.
  6. عطائي، محمد ابراهیم، د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، میوند خپرندویه ټولنه، 1389ل
  7. غبار، میر غلام محمد، افغانستان د تاریخ پۀ تګلوري کښې، پښتو ژباړه محمد بشیر دودیال، لومړی او دوهم ټوګ، میوند خپرندویه ټولنه، 1393ل
  8. کاکړ، محمد حسن، د باچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني، دانش مطبع، 1384ل
  9. نظام نامه اساسی دولت علیه افغانستان، دائره تحریرات مجلس عالي وزراء، کابل، 1302ل
  10. وکیلی پوپلزئ، عزیزالدین، فرهنګ کابلستان، جلد دوم، ریاست انتشارات کتب بیهقی، کابل، 1387ل.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …