لۀ اولسمشر نجیب او ورور سره ئې رښتیا څۀ پېښ شول؟ – یما بارز

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160926_gn_dr_najibullah_wife_fatana_what_happened

پوره شل کاله وړاندې پلازمېنې کابل ته لۀ ننوتو سره سم طالبانو پورې اړوندې یوې ډلې پخوانی افغان اولسمشر نجیب الله سره لۀ خپله ورور احمدزي د ملګرو ملتونو لۀ دفتره چې هلته ئې پناه اخستې وه، د باندې وایست او پۀ ناڅرګندو حالاتو کښې ئې ووژل.

د دغه پخواني افغان اولسمشر وژنه عن تر ننه پۀ ابهام کښې نغښتې او پۀ تړاو ئې روایتونه بېلابېل دي.

خو هماغه شپه لۀ اولسمشر او ورور سره ئې رښتیا څۀ پېښ شول؟

د ملګرو ملتونو پینځلس کسیزې شوريٰ ته د واک لېږدونې بهیر ولې ناکام شو؟

پړه چا ته ور تر غاړې ده؟ اولسمشر نجیب لۀ خپلې کورنۍ سره پۀ وروستي تماس کښې څۀ ووئیل؟

دې پوښتنو لۀ تېرو شلو کلونو راهسې د خلقو ذهنونه بوخت ساتلي دي. د پخواني افغان اولسمشر نجيب الله د شلم تلین پۀ مناسبت بي بي سي د نوموړي لۀ مېرمنې فتانه نجیب سره خبرې کړي او دغو پوښتنو ته ئې د ځواب موندنې هڅه کړې ده.

د واک لېږدونې بهیر ولې ناکام شو؟

فتانه نجيب قیصه د ملګرو ملتونو پینځلس کسيزې شوريٰ ته د واک لېږدونې لۀ بهیر پېلوي چې پۀ وېنا تود هرکلی ئې کېدو.

خو وائي پۀ دولت کښې دننه او لۀ دولته د باندې د هغو ډلو لۀ مخالفت سره مخ شو چې د سولې پۀ بهیر کښې ئې خپلې ګټې پۀ خطر کښې لیدې، او زياتوي چې دا بهير د کورني مخالفتونو او بهرنیو لاسوهنو پۀ پایله کښې بالاخره ناکام شي.

فتانه نجیب دا انګېرنې نۀ مني چې ګنې پر اولسمشر نجيب الله کړۍ دومره تنګه شوې وه چې نۀ ئې غوښتل دغه مسئوليت ته نوره اوږه ورکړي.

د ملګرو ملتونو پۀ دفتر کښې پناۀ اخستل:

د اولسمشر نجیب مېرمن وائي، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د هغه مهال ځانګړي استازي بنن سېوان ژمنه کړې وه چې افغانستان ته به راځي او پينځلس تکنوکراتان به راپېژني چې پۀ سولئيز ډول ورته واک ولېږدول شي او چې هېواد کښې کومه ناخواله رامنځ ته نۀ شي.

خو لۀ دې ټولو وړاندې ډاکټر نجيب ته ووئيل شول چې د بنن سېوان الوتکه د کابل پۀ هوائي ډګر کښې ناسته ده خو هغۀ ته لۀ الوتکې د کوزېدو اجازه نۀ ورکول کېږي.

ډاکټر نجيب الله لۀ مسئولو کسانو سره اړيکه ونيوله او وروسته د ملګرو ملتونو ګاډي راغلل او دوي ئې هم بوتلل چې مسئولو کسانو ته ووائي بنن سېوان پرېږدي چې د مسئلې هواري لپاره راشي.

مېرمن نجيب زياتوي، “پخوانى اولسمشر لا هوائي ډګر ته نۀ ؤ رسېدلى چې يو سرتېري ئې ګاډی درولی ؤ. شپې نوم چې ورته ورکړل شوى ؤ، هم ناسم ؤ. هغه سرتېري لۀ اولسمشره غوښتنه کړې وه چې بېرته ور وګرځي او ورته ئې وئيلي وو فکر کوم چې دا ځاى ستاسو لپاره خوندي نۀ دى. ډاکټر نجيب الله بېرته ستون شو او پۀ هماغو ګاډو کښې د ملګرو ملتونو دفتر ته لاړ.”

مېرمن نجیب وائي، د هوائي ډګر امنيت هغه مهال د جنرال دوستم او د جمعيت اسلامي ګوند پورې د تړلو وسله والو پۀ لاس کښې ؤ او ادعا کوي چې د اولسمشر نجيب الله پر وړاندې وار لۀ مخه کودتا شوې وه.

د فتانه نجيب پۀ وېنا، دوه ورځې وړاندې لۀ دې چې ډاکټر نجيب الله د بنن سېوان او د واک لېږدنې بهير نورو مسئولو کسانو راوستو لپاره خپل استوګنځاى د هوائي ډګر پۀ تکل پرېږدي، ټول ټيليفوني مزي پرې شوي وو او ورته شپې نوم هم نۀ ورکول کېدو.

يواځې د کور يو عادي ټيليفون فعال پاتې ؤ چې هغه هم کنټرولېدو؛ لۀ دې څرګندېږي چې کودتا شوې وه.

مېرمن نجیب د دې پوښتنې پۀ ځواب کښې چې کودتا د چا لۀ لوري شوې وه، وائي: “یوټیوب ته ورشئ، پۀ څرګنده ئې ښائي چې هلته څوک دي؟”

کورنۍ سره لومړۍ اړیکه:

مېرمن نجیب وائي، اولسمشر نجیب الله ئې د وروستي ځل لپاره د حکومت لۀ پرځېدو دوه ورځې وړاندې پۀ خپل استوګنځي کښې ولید چې ورته ئې هند ته د تګ لارښوونه وکړه.

ډاکټر نجيب الله د خپلې واکمنۍ لۀ پرځېدو دوه ورځې وروسته د ملګرو ملتونو لۀ دفتره لۀ خپلې کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړه چې د مېرمن نجیب پۀ وېنا پۀ هېواد کښې د روانو حالاتو او د یعقوبي )د اولسمشر نجيب الله پۀ واکمنۍ کښې د افغان استخباراتو د ادارې مشر) پۀ څیر د خپلو ځينو ملګرو د وژل کېدو لۀ امله خفه ؤ او اندېښنه ئې څرګنده کړه چې حالت ښائي ورځ تر بلې ترینګلی شي.

فتانه نجیب زیاتوي، لۀ لومړنۍ ټیلیفوني اړیکې وروسته د جګړې د تودېدو لۀ امله و نۀ توانېده چې تر نهو میاشتو لۀ خپل خاوند سره اړیکې ټینګې کړي؛ خو لۀ نهو میاشتو وروسته د لیکونو او ټیلیفوني اړیکو لړۍ بیا پیل شوه.

مېرمن نجیب وائي کۀ څۀ هم اولسمشر نجیب الله د واک لېږدونې د بهیر د ناکامۍ پۀ برخه کښې د چا نوم وانۀ خست خو دې ته پۀ خپل یو استولي لیک کښې ئې لیکلي وو، “دوي خپلې رېښې پۀ خپله ووهلې او دا هېواد ئې تباه کړ”.

د فتانه نجیب پۀ وېنا د ملګرو ملتونو پۀ ودانۍ کښې د خپلې استوګنې د مودې غځېدو سره سره د اولسمشر نجیب روحیه پیاوړې وه او تر پايه ئې لۀ خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو هيله نۀ وه بائيللې.

د اولسمشر نجیب د کورنۍ نور غړي لۀ نوموړي سره لیدو لپاره به کابل کښې د ملګرو ملتونو ودانۍ ته تلل خو د ښاغلي نجیب الله مېرمن وائي، میړۀ ئې لۀ دې وغوښتل چې لیدو لپاره ئې کابل ته ورنۀ شي، ځکه داسې نۀ چې پۀ وېنا ئې “خدای مۀ کړه پۀ هوائي ډګر کښې ئې څوک پر وړاندې سپکاوی وکړي.”

لۀ کابله د پخواني اولسمشر د راويستلو هڅې:

فتانه نجيب وائي، لۀ کابله د ډاکټر نجيب الله د راویستلو پۀ موخه ګڼې هڅې وشوې خو پایله ئې نۀ درلوده. د مېرمن نجيب پۀ وېنا، پۀ دې لړ کښې د ملګرو ملتونو د هغه مهال لۀ سرمنشي بطروس – بطروس غالي نه ئې څلور لیکونه هم تر لاسه کړي وو.

د هغې پۀ وېنا، د اولسمشر نجیب د راویستلو پۀ لړ کښې د ملګرو ملتونو یوه هڅه دا وه چې نوموړى پر تذکرې لۀ خپل دفتره وباسي او درملنې لپاره ئې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته بوځي.

د فتانه نجیب پۀ ټکو، ډاکټر نجيب الله پۀ رښتيا ډېر ناروغ ؤ. پښتورګو کښې ئې ډبرې وې. هغۀ ته وئيل شوي وو چې پر تذکرې پرېوځي او دوي به ئې درملنې لپاره اسلام اباد ته ولېږدوي خو وائي ډاکټر نجيب الله هېڅ کله اسلام اباد ته ورتګ نۀ غوښتل.

مېرمن نجيب زياتوي،

“پۀ خپله ئې ما ته پۀ خندا ووئيل، زۀ پۀ دې دنګه اونه څنګه ځان واچوم؟ هغوي زما پر وړاندې مسئوليت لري. کۀ دا بهير ناکام شوى، دوي د بهير د ناکامۍ پۀ تړاو عملي پلټنې وکړي؛ کۀ داسې وګڼو چې زۀ پړ يم نو ما سره خو يو حکومت ؤ او زه ځواب وئيلو ته حاضر يم.”

فتانه نجیب وائي، کۀ اولسمشر نجیب الله اسلام اباد ته تګ منلی وی نو د وتلو شونتیا ئې وه.

وروستۍ اړيکه:

مېرمن نجیب وائي، لۀ اولسمشر سره ئې د 1996ز کال د ستمبر پر شپږ ویشتمه د ماښام شاوخوا پاو کم اووۀ بجې پر ټیلیفون خبرې وکړې.

اولسمشر ورته ووئیل چې جمعیتیانو کابل پرېښی او دوه تنه چې ځانونه ئې د شمالي ټلوالې غړي ورپېژندل، ورته ورغلي وو او د کابل پرېښودو بلنه ئې ورکړې وه، خو اولسمشر نجیب لۀ دې امله چې د دغو وګړو هویت ورته نۀ ؤ څرګند، هغوي سره ئې لۀ تلو ډډه کړې وه.

د دغه پخواني افغان اولسمشر مېرمن د بي بي سي د دې پوښتنې پۀ ځواب کښې چې کۀ پېژندل شوي کسان ورته ورغلي وی او یا دغو کسانو لۀ خپلو مشرانو کوم رسمي لیک لۀ ځانه سره لرلی، نو دۀ به هغوي سره ورتګ ته زړۀ ښۀ کړی وی؟ وائي،

“کله چې دغه پېژندل شوو څهرو يا پېژندل شوو وګړو واک پۀ لاس کښې درلود، پر کابل واکمن وو، د کابل لويې لارې او هوائي ډګر او نور ټول ئې پۀ لاس کښې وو، نو ولې ئې اولسمشر نجيب پرې نۀ ښود چې خپلې کورنۍ ته راشي؟ دوي سم نيت نۀ درلود، نو د کوم ښۀ نيت لۀ مخې دى باوري وى او لۀ هغوي سره شمال لوري ته تللى وى؟”

د اولسمشر د مرګ خبر:

فتانه نجيب اولسمشر نجيب الله پۀ شخصي ژوندانۀ کښې خپل ښۀ ملګرى او بچو لپاره ئې د يوۀ مهربانه پلار پۀ توګه را پېژني او د مرګ د خبر اورېدو سختې شېبې ئې پۀ زړۀ کوي.

مېرمن نجیب وائي، لۀ پېښې عن پینځویشت ورځې وړاندې ئې روحي حالت ډېر خراب شوی ؤ او پۀ وېنا ئې، لکه شپږم حس ئې چې ورته وئیلي وي دا نو وروستۍ ده، نور به خپل مېړۀ نۀ ويني. فتانه نجيب د هماغې شپې قیصه پۀ دې ډول کوي،

“مونږ خو ټیلیفوني خبرې کړې وې، وروسته لۀ هغه بچیانو خپلو سبانیو ازموینو ته تیاری کاوۀ. د شپې یوه بجه وه، بي بي سي اعلان وکړ چې اولسمشر نجیب د ملګرو ملتونو لۀ دفتره بېول شوی دی.”

“پۀ رښتیا چې حالت مې خورا ترینګلی شو. ځان سره مې وئیل، زۀ به ناسمه پوه شوې یم. پۀ ځغاښته خپلې مشرې لور هیلې ته ورغلم او ورته مې ووئیل، لورې! تۀ راځه چې اوس دا خبر بیا تکراروي. هغې هم را ته ووئیل چې هو! ابا ئې را ته ویستلی. بچیان هغه مهال ډېر واړۀ وو، خوشحالۍ ئې کولې چې دغه دی راځي، هر غږ چې به کېدو، وئیل به ئې چې اوس را رسېږي او د دوي پۀ منځ کښې د احمدزي مېرمن چې هغه هم ډېره ځوانه وه، لۀ دوي سره يو ځاى خوشحالۍ کولې چې دغه دی اوس هغوي وینو.”

“خو تاسو ته رښتیا وایم چې ما ته یوه عجیبه ناهیلي پېدا شوې وه. هغې ته مې د خپلو ماشومانو پۀ مخ کښې څۀ و نۀ وئیل، خو پۀ غېږ کښې مې ونیوله او دومره مې ورته ووئیل، لورې! خدای دې وکړي چې راشي، خو زۀ بل ډول فکر کوم. زۀ داسې احساس کوم چې نور نجیب نۀ وینم.”

مېرمن نجیب وائي، سبا ته ئې بچیان چې کله لۀ ښوونځي راستانۀ شول نو ډېر خفه وو او دې ته ئې ووئیل، “ادې! یو ټیکری پر سر کړه، نور مو پلار نۀ دی ژوندی، سره مې لۀ ترۀ.”

مېرمن نجیب زياتوي ډېره هڅه ئې وکړه چې ومومي هغه شپه رښتیا لۀ اولسمشر نجیب الله او ورور سره ئې څۀ پېښ شول، خو پۀ وېنا ئې چې بېلابېلې قیصې ئې واورېدې او دا قضیه ورته تر ننه پورې ګونګه ده.

د یادښت کتابچه او اسناد:

د اولسمشر نجیب د کورنۍ د غړو پۀ وېنا، د ملګروملتونو پۀ دفتر کښې د استوګنې پر مهال لۀ اولسمشر نجیب سره یو کوچنی بکس ؤ چې عن کله به لۀ یوې کوټې بلې ته ورتلو نو هم ئې لۀ ځانه سره لېږداوۀ.

فتانه نجیب مني چې پۀ بکس کښې ځینې اسناد وو خو د څرنګوالي پۀ اړه ئې ناخبري څرګندوي او وائي، د اولسمشر لۀ وژل کېدو وروسته بکس ملګرو ملتونو اسلام اباد ته یووړ او پینځویشت ورځې وروسته دوي ته ورسېد.

د اغلې نجيب پۀ وېنا، بکس پرانستى ؤ، پۀ کښې د دوي د ليکونو او عکسونو پرته څۀ نۀ وو او د اولسمشر د يادښت کتابچې ټولې پاڼې هم شکېدلې وې.

فتانه نجیب هغو نیوکو ته پۀ ځواب کښې چې پر اولسمشر نجیب الله د نوموړي د خاد ادارې د مشرۍ لۀ امله کېږي، وائي، د خاد د مشرۍ پر مهال ډاکټر نجیب الله اولسمشر نۀ ؤ؛ هلته یو حکومت ؤ، اولسمشر ؤ، صدر اعظم ؤ؛ کۀ دغه راز خبرې کېږي نو دا ټول باید پۀ پام کښې ونیول شي او یواځې ټوله پړه باید پر اولسمشر نحیب وانۀ چول شي.

مېرمن نجیب وائي، سياست سره لیوالتیا نۀ لري خو خپل ټاټوبي افغانستان ته د بېرته ستنېدو پۀ هيله ده.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …