مذکرې سترګې – اسد الله غضنفر

 

 

کۀ پۀ یوۀ فلم کښې نجونې نیم بربنډې وي، مونږ وایو چې بد اخلاقي خپروي خو د نیم برنډو نارینو پۀ اړه دغسې خبره پۀ زړۀ کښې نۀ راتېرېږي.

فیمنستان وائي چې د بشر کلچر، تاریخ ، مفکورو او اخلاقو پۀ تېرو زرګونو کلونو کښې د نارینو لۀ سترګو دنیا ته کتلي دي.

لۀ مارکسي نظریې سره سم، ښځو هغه وخت د برابر شریک مقام لۀ لاسه ورکړ چې شخصي جائیداد پېدا شو. لۀ دې وروسته د ښځو کار دا شو چې د جائیداد څښتن ته نارینه وارثان وزېږوي.

خو فیمنستان ګیله مند دي چې مارکسستانو پۀ طبقاتي ستم ډېرې خبرې وکړې مګر پۀ هغه ستم برڅېرن تیر شول چې نارینو لۀ ښځو سره کړی دی.

پۀ ادبیاتو کښې معمولاً فیمنستي کره کتنه دې ته وائي چې یو اثر لۀ دې نظره مطالعه کړو چې د هغۀ روحي، اجتماعي، اقتصادي، کلتوري او سیاسي ستم پۀ زیاتېدا یا کمېدا کښې ئې څۀ برخه اخستې ده چې نارینه ئې لۀ ښځو سره کوي.

پۀ تېرو زمانو کښې ښځه دوېم درجه بشر ګڼل کیدله. د نولسمې پېړۍ پۀ پای کښې پۀ لوېدیځ کښې د ښځو د سیاسي او اجتماعي حقونو مثلاً د کار ، رایې او تعلیم د حق لپاره مبارزه پېل شوه. هم دا مبارزه د فیمنستي نهضت پېلامه ګڼل کېږي.

زمونږ پۀ ټولنه او ادبیاتو کښې هم د نورې دنیا پۀ څیر ښځې ته د دوېم درجه بشر پۀ سترګه کتل شوي او کۀ چا ئې درناوی کړی دی نو عاجزه ، نحیفه او ضعیفه ئې بللې ده. پۀ شلمه پېړۍ کښې چې نوي افکار خپارۀ شول، د ښځو د سیاسي او اجتماعي حقونو لپاره هڅې پېل شوې چې تر اوسه لا دوام لري. پۀ دې موده کښې زمونږ ګڼو شاعرانو، لیکوالو او اجتماعي فعالانو یا لۀ ښځو سره د خواخوږۍ د احساس د پېدا کولو کوښښ کړی دی او یا ئې وئیلي دي چې کۀ ښځه پۀ ټولنه کښې فعاله نۀ وي نو ټولنه به د یو وزرې مرغۍ غوندې د پرمختګ چانس و نۀ لري.

د اوسنۍ زمانې فیمنستان ممکن نیوکه وکړي چې پۀ خوا خوږي باندې تاکید پۀ دې ټکي باندې غېر مستقیم تاکید دی چې د ټولنې اصلي باداران خو نارینه دي خو د رحم او شفقت تقاضا دا ده چې ښځو ته هم پۀ درنه سترګه وګورو. دغه راز، د ټولنې د پرمختګ لپاره ښځو ته حق ورکول دا معنٰي هم لرلې شي چې د یوۀ بل ضرورت د پوره کولو لپاره پکار ده چې ښځې لۀ ستمه راوځي.

فیمنستان پۀ مختلفو ډلو وېشل شوي دي خو ټول ئې پۀ دوو ټکو کښې سره مشترک دي: یو دا چې نارینو لۀ ښځو سره زیاتی کړی دی او بل دغه زیاتی د منلو نۀ دی.

فیمنستان وائي چې لۀ ټولنې څخه د ښځو د شړلو د زرګونو کلونو هڅې د بشر اقدار، افکار او ادبیات نارینه کړي دي او مونږ اکثره بې لۀ دې چې متوجه شو، لۀ ښځو سره ستم ته ادامه ورکوو.

پۀ نکلونو او ګڼو ادبي اثارو کښې ښځه یواځې هغه وخت مهمه وي چې ځوانه او ښکلې وي. پۀ ګڼو نکلونو کښې د پاخۀ عمر ښځې شېطانې، چغلیګرې او مضرې دي. حال دا چې اساطیر او نکلونه لۀ هغو سپین ږېږو مالا مال دي چې ګټوره تجربه او حکمت لري.

راځئ لۀ ځانونو پوښتنه وکړو چې کۀ ملالۍ پېغله نۀ وی، بیا به ئې هم پۀ پښتو ادب کښې دومره مهم ځای موندلی وی؟ د جګړو او نا امنیو پۀ څو دېرش کلنه موده کښې تر بلې هرې ښځې دوو پېغلو ناهیدو ادبیاتو ته ډېره لاره وکړه.

مونږ تکړه مېرمنې ته وایو چې ډیر نارینه خویونه لري او چې نارینه غندو نو نرښځوکی ئې بولو. مونږ پۀ دې شرمېږو چې د ښځو نومونه واخلو. کور ودانه، مېرمن، کور والا، ورینداره دې، د ماشومانو مور، کډه او داسې نور نومونه ورته اخلو. د ښځو د اواز اورېدل هم راته لۀ ګناه او خطا خالي چاره نۀ ښکاري. پۀ ټولنه کښې د ښځو د پېړيو پېړیو نشتوالي، د هغو پۀ اړه دوه تصوره پېدا کړې دي: یو دا چې دوي نالائقې او کم استعداده دي او بل دا چې پۀ ټولنه کښې ئې حضور د ګناه سبب کېږي.

فیمنستان وائي چې مروج اخلاق او اقدار د ټول انسان استازیتوب نۀ کوي بلکې د نارینو ګټو او غوښتنو ته ځواب وائي. مثلاً مروج اخلاق لۀ ښځې حیا و پاک لمنې او وفا غواړي چې ګټه ئې نارینه ته رسېږي خو د نارینو پۀ حیا او پاک لمنۍ خاص تاکید نۀ کېږي. کۀ څوک شرمېږي نو ممکن ورته ووایو، “ولې د ښځو غوندې شرمېږې؟ راشه د نر غوندې سپینه خبره وکړه!”

بي بي حاجي حکمینه د خوست د ولایتي شوريٰ غړې ده. دا د نارینو غوندې خړې جامې اغوندي ، لونګۍ پۀ سروي، د نارینو بوټونه پۀ پښو کوي، د نارینو جرابې پۀ پښو کوي، څادر او واسکټ استعمالوي او د باسوادو نارینو غوندې د واسکټ پۀ ښکاره جېب کښې قلم ږدي. د حاجیاڼۍ وېښتۀ د نورو ښځو غوندې اوږدۀ دي خو چوټۍ کړي ئې دي او پۀ لونګۍ کښې پټ دي.

مونږ د وطن پۀ ځینو نورو سیمو کښې هم دغسې مېرمنې موندلې شو. ارواښاد استاد وجدي د دغسې یوې مېرمن پۀ اړه چې پۀ لوګر کښې ملکه وه او ‘د اسمان قلعه ملکه’ به ئې بلله، د تېرې میلادي پېړۍ پۀ اویایمو کلونو کښې یو رپورټ لیکلی ؤ. ځینې کسان ممکن دغسې مثالونه راوړي او استدلال وکړي چې پښتنې مېرمنې پۀ اجتماعي ژوند کښې د کامیاب حضور لپاره ډېرې چمتو دي.

خو فیمنستان به دغسې موارد داسې تعبیر کړي چې ټولنه دومره ډېره د نارینو پۀ انحصار کښې ده چې ښځه د ټولنې او نارینه تر منځ توپیر نۀ شي کولی او کله چې ښځه غواړي چې پۀ ټولنیزو چارو کښې فعاله برخه واخلي نو لۀ خپل جنسیته به انکار کوي.

فیمنستان وائي چې د نارینو د زرګونو کلونو غلبې پۀ اکثرو ښځو هم دا منلې ده چې نارینه تر دوي بهتره دي. یوه ژورنالسته چې د کورني ژوند پۀ موضوعاتو باندې راډیوي ډرامې لیکي، معمولاً ښځې ملامتوي. ما ورته ووئیل، داسې مۀ کوه! دې زما لۀ خبرې وروسته پۀ دوه درېو ډرامو کښې تعادل وساتۀ خو بېرته ئې هماغسې ډرامې ولیکلې چې قلم ئې ورسره عادت ؤ. زمونږ پۀ اکثرو ډرامو کښې نارینه ستړی ستومانه کور ته راځي او ښځه ورته ترخې خبرې کوي. د مامور صاحب تنخواه کمه ده او ښځه ورنه قیمتي شیان غواړي. زمونږ د شلمې پېړۍ د لوی شاعر او ریفورمسټ استاد الفت دا بېت ډېر مشهور دی:

ورور دې خواري او غریبي کوي لۀ پلاره سره

تا پۀ یارۍ کښې امېل وشلاوۀ لۀ یاره سره

د فیمنستانو پۀ نظر پۀ اوسنۍ زمانه کښې هم چې د انسانانو تر منځ د برابرۍ مفکوره ډېره عامه شوې ده، پۀ ادبي اثارو کښې لۀ ښځو سره پۀ لاشعوري ډول ستم روان دی.

زمونږ ټولنه لۀ دومره بحراني حالت سره مخ ده چې اکثره ښځې د تعلیم او کار لۀ ډېرو بنیادي حقونو هم محرومې دي. پۀ دغسې حالت کښې شاید ځینو ته د فیمنستو د ځینو نظریو مطرح کول د مړې ګېډې خبرې ښکاره شي خو زما پۀ ګمان لاشعوري او لۀ پامه غورځول شوي مشکلات شعور ته راوستل او د ښځو د حقونو پۀ اړه حساسیت زیاتول د ګټې کار دی. یوې محصلې راته وئیل چې استاد راسره دا و نۀ منله چې پۀ پښتني کلچر کښې د ښځو د دریځ پۀ اړه مونوګراف ولیکم. د استاد دلیل ئې دا ؤ چې پۀ دې اړه ډېر څۀ لیکل شوي دي. حال دا چې پۀ دې باره کښې بیخي ډېر څۀ نا وئیلي پاتې دي. مونږ کۀ لۀ فیمنستي دریځه خپلو ادبیاتو، کلچر او دودونو ته وګورو، بیخي نوې خبرې به راڅرګندې کړو. مثلاً کۀ پۀ اولس کښې پۀ نجونو ایښودل شوي نومونه راټول کړو او و ئې څېړو، د ښځو پۀ اړه د غالبې ایدیالوژۍ ګڼ ناسپړلي ګوټونه به ومومو. مثلاً دا چې پۀ نجونو د “خاتمې” او “بله نشته” نومونه کېښودل کېږي، منظور ورنه څۀ دی؟ د خوشحال او حمید پۀ شعرونو کښې د “سړۍ” کلمه شته خو اوس ئې نۀ استعمالوو – دا کلمه چا چا استعمالوله او کله هېره شوه؟ کوچیانې لوڅ مخ ګرځي خو د زمکه والو کورنیو مېرمنې پټ مخ بهتره ګڼي. پۀ مختلفو طبقو کښې د ښځو ژوند څنګه دی؟ د “ملي هېندارې” د نکلونو نجونې او مېرمنې څوک دي؟ څۀ ځانګړنې لري؟ نور ورته پۀ څۀ سترګه ګوري؟ دوي ځان ته پۀ کوم حېثیت قائلې دي؟ فعالې دي او کۀ صرف د نارینو امر ته انتظار باسي؟ فیمنستي کره کتنه به زمونږ ټولنې ته نوي فکرونه ورکړي، زمونږ د اخلاقي نظام ډېرې نیمګړتیاوې به راڅرګندې کړي او زمونږ ادب به د پرمختګ نوي پړاو ته داخل کړي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …