خدائي خدمتګار غورځنګ او الف جان خټکه – ډاکټر اسفندیار درانے

 

 

 

د برصغير نه د پېرنګي پۀ ويستلو کښې د خدائي خدمتګارو د هلو ځلو نه څوک هم انکار نۀ شي کولے او پۀ تاريخ کښې دغه هلې ځلې د يو روښانه باب پۀ شکل کښې موجودې دي.

باچا خان او د هغوي ملګرو خدائي خدمتګارانو کۀ یو اړخ ته د جلسو جلوسونو او پۀ جېل کښې د سختو سزاګانو برداشت کولو پۀ ذريعه د پېرنګي استعمار خلاف خپل احتجاج رېکارډ کولو نو بل اړخ ته داسې ملګري هم موجود وو چې هغوي د خپل قلم پۀ برکت د پښتنو پۀ زړونو کښې د خپل وطن سره مينه رابرڅېره کوله او د وطن پۀ خاطر ئې د هغوي پۀ زړۀ کښې د قربانۍ ورکولو جذبه هم را اوچتوله او هم د دغې قربانیو پۀ برکت پېرنګے پۀ ظلم زور او سزاګانو ورکولو ستړے شو او سېوا د تېښتې نه ورسره بله لاره پاتې نۀ شوله.

د قلم خاوندانو کښې ډېر معتبر نومونه شته چې هغوي پښتنو کښې د نېشنلزم جذبې له دوام ورکړو. دغو سترو نومونو هم د باچا خان پۀ مشرۍ کښې او د باچاخان د اثر د لاندې، هم پۀ نظم کښې او هم پۀ نثر کښې داسې شاهکارونه تخليق کړل چې تقريباً يوه پېړۍ ور نزدې ده خو هغه شاهکارونه اوس هم چې بنده لولي نو پۀ وجود کښې يوه نوې جذبه را بېدارېږي.

دغه معتبرو نومونو کښې يو نوم د خداے بخښلې الف جان خټکې دے چې د کرک ضلعې احمدي بانډې سره تعلق لرلو او د خدائي خدمتګار غورځنګ يو نامتو مرستياله وه بلکې دا به ووايم چې د ټولو پښتنو مرستياله وه او د پښتنو مسيحا هم وه. پۀ دې مضمون کښې به څۀ خبرې د هغوي د هغه شاعرۍ پۀ حقله کوو کومه چې ئې وخت پۀ وخت پۀ “پښتون” رساله کښې خپروله او پښتنو ته ئې خپل پېغامونه د دغه شاعرۍ پۀ ذريعه ورکول او څۀ خبرې به د هغې مرکې پۀ حقله کوو کومه چې زما د الف جانې بې بې سره د دوي پۀ کور احمدي بانډه کښې پۀ اتۀ ویشتم جون 2018ز شوې وه.

د دغې مرکې د پاره زۀ د الف جان خټکې د ورارۀ ارشد ضياء صاحب ډېر مننه کوم چې دغه ئې را جوړه کړه او د هغوي د ناروغه صحت باوجود ئې وخت را کړو.

د محترمې الف جان خټکې د شناختي کارډ مطابق د هغوي پېدائش پۀ 1931ز کښې هم احمدي بانډه کښې شوے دے خو ولې يو ګمان پرې دا کېدے شي چې کله نه دې “پښتون” رسالې ته خپله شاعري را لېږل شروع کړي وو نو دغه قسمه د مقصد نه ډکه شاعري او قومي شاعري ديارلس کلنه يا څوارلس کلنه جينۍ نۀ شي کولې، نو د دغې وجې دا ګمان کېدے شي چې د دوي پېدائش د 1931ز نه محکښې دے.

زمونږ پۀ دغه مرکه کښې ارشد ضياء د ژباړنې کار هم تر سره کولو ځکه چې د ناروغتيا پۀ وجه الف جان خټکې څۀ جوابونه پوره ورکولے شو او څۀ نۀ، د هغې سوالونو جوابونه ورته ياد وو او د څۀ جوابونو متعلق به هغه پۀ سوچ کښې شوه نو د ډاکټر د وېنا مطابق ډېرسوچ هغوي ته ښۀ نۀ ؤ نو مونږ د مصلحت نه کار اخستے دے او کوشش مو کړے دے چې د خدائي خدمتګار غورځنګ د پاره د هغوي )الف جان( کومې هلې ځلې وې او يا د پښتنو ښځو د پاره هغوي کوم خدمت کړے ؤ چې پۀ هغو باندې ذکر وشي.

د ارشد ضياء د وېنا مطابق د الف جانه خټکې د والد صاحب نوم غني شاه ؤ چې د پېرنګي سرکار پۀ پوځ کښې د اعزازي کپتان پۀ حېث د نوکرۍ کولو نه وروستو رېټائرډ شوے ؤ او پۀ خپلو بچو ئې د ښۀ تعليم کولو فکر کولو او “پښتون” رسالې به ئې هم کور رته راوړلې او بچو به ئې هم لوستلې خو د الف جان خټکې د وېنا مطابق د هغه وخت د دود دستور پۀ مطابق د دې مشر ورور شهزاده د الف جان د ډېر تعليم مخالف ؤ او دا ځکه چې د زنانو د تعليم متعلق د خلقو سوچ مثبت نۀ ؤ او هم دغه وجه وه چې شهزاده او د دۀ کشر ورور پۀ جهلم کښې خپل تعليمونه پاې ته ورسول او الف جان د خپلې کلي د ملا صاحب سره د قران مجيد سبق خلاص کړو او اتم جماعت پورې سکول ئې پۀ خپل کلي کښې ووې او بيا د دغه وخت د پښتنو د تعليم متعلق سوچ پورې کښېناسته او دا ځکه چې دغلته نور تعليم هم نۀ ؤ او څنګه چې مخکښې ذکر وشو، د ښځو سبق وئيل هم مثبت نۀ ګڼلے کېدو.

زما پۀ پوښتنې الف جان خټکې او ارشد ضياء دواړو ووئيل چې د هلکانو پۀ سکول کښې ئې د اتم جماعت نه پس د دې نور تعليم پرائيوېټ ووئيلو او پۀ پښتو او اردو دواړو مضمونو کښې ئې د ماسټر ډګرۍ اخستې دي او بيا ئې پۀ ایجوکېشن ډېپارټمنټ کښې د (SET) پۀ پوسټ ملازمت اختيار کړو او د وخت تېرېدو سره ئې د (SDEO) چوکۍ باندې ئې هم خپل فرض ادا کړل او پۀ 1990ز کښې د تعلیم محکمې نه رېټائرډ شوه او د خپلې محلې او د خپلوانو ماشومانو ته به ئې هر وخت د تعليم د زدکړې د پاره ترغيب ورکولو. ارشد ضياء زياته کړه چې اوس هم د هغۀ يوه ماشومه پۀ يونيورسټۍ کښې سبق وائي او الف جان خټکه ترې هر وخت د سبق متعلق پوښتنه کوي.

د باچا خان د ښځو د تعليم اوحقوقو ورکولو متعلق ئې راته ووئيل چې باچا خان به زمونږ کور ته راغلو نو ما ته به ئې وئيل چې ښځو باندې تعليم کول پکار دي او وئيل به ئې چې مهرتاجې ته مې وئيل چې تاسو ټولې ښځې د کمڅیو کولو چل زده کوئ لګيا یئ او الف جان دغه کارونه نۀ کوي، هغه تعليم کوي.

زما پوښتنه چې “تاسو ته کومه خپله شاعري ياده ده؟، ځواب ئې پۀ نفي کښې ؤ خو د خبرو اترو پۀ منځ کښې ئې ناڅاپه يو شعر ووې .

ښځــې هم زړونه لري، زړو کښې خواهشــات لري

سر کښې مازغۀ لري مزغو کښې احساسات لري

پۀ خبرو کښې راته محترمې الف جان خټکې ووئيل چې باچا خان به پۀ خدائي خدمتګارو زور راوړلو او دا به ئې ورته وئيل چې خپلو کښې دښمنۍ او تربګنۍ ختمې کړئ او اتفاق سره اوسېږئ. د خدائي خدمتګار تحريک پۀ اړه ئې راته وئيل چې هغه نۀ چا د خپل ذات د پاره کوله او نۀ پۀ کښې د خدائي خدمتګارانو پۀ منځ کښې ذاتيات راپېښېدل او هم دغه د خدائي خدمتګارۍ اصول وو.

د مرکې پۀ اخري پړاو کښې زما دوه سوالونه وو؛ هغه دا وو چې پۀ دغه وخت کښې کرک ضلع د پېښور او هشنغرنه ډېره لرې پرته ده او صرف خدائي خدمتګارو او يا تعليم يافته پښتنو به “پښتون” رساله راغوښتله يعني هر کور کښې نۀ وه، نو بيا هم تاسو باندې د تحريک اثر څنګه وشو؟ تاسو څنګه خبر شوئ؟ او دوېم سوال زما دا ؤ چې ستاسو د کوم شاعر شاعري ډېره خوښه وه يا تاسو د کوم شاعر نه ډېره متاثره شوې وئ؟. هغوي راته ووئيل چې باچا خان به سره د ملګرو او کله کله به ئې صرف ملګري راتلل او خلقو سره به ملاوېدل او خلقو ته به ئې د نصيحت خبرې کولې او د انګرېز د مفاداتو نه به ئې خبردارے ورکولو او دا ئې به وئيل چې پۀ خپلو کښې جنګونه مۀ کوئ او راځئ پۀ سکولونو کښې داخل شئ او سبق زده کړئ او يو موټے شئ چې خپل ملک ازاد کړو.

د دوېم سوال پۀ جواب کښې ئې ووئيل چې د شاعرانو نامې را نه هېرې دي او خپله شاعري راته هم ياده نۀ ده، چې سوچ کوم نو پۀ دماغو مې بوج راځي. اوس ما هم د څېړنکار پۀ حېثيت موقع کتله او هغه خداے پاک پۀ لاس را کړه. ما ورته وې کۀ زۀ درته ستاسو شاعري واوروم کومه چې تاسو پۀ “پښتون” رسالو کښې وخت پۀ وخت ليکلې وه نو وئيل ئې چې هو. بس نو بيا نور به مې د خداے نه څۀ غوښتل؟ خوشحاله شوم چې خداے پاک راته دا اعزاز را کړو چې د خدائي خدمتګار غورځنګ د يو بل مشال پۀ مخکښې زۀ يو کمزورے او معمولي شان څېړنکار د هغوي د سوچ تخليق هم د هغوي پۀ مخکښې هغوي ته اوروم.

ما ځان ته د الف جان خټکې پينځۀ نظمونه پۀ ګوته کړي وو چې د دې متعلق به ورسره ګړېږم. نو بس د اوولسم ستمبر 1946ز پۀ “پښتون” کښې خپور شوي نظم چې عنوان ئې ؤ “د ليګيانو تقريرونو ثمر راوړو” پۀ اورولو شروع کړه خو د هغوي د طبعيت د ناروغتيا وجه ما ضروري شعرونه وئيل او ټول نظم مې و نۀ لوستلو. تاسو يقين پۀ الله وکړئ چې د ليک پۀ ليدو ئې ووئيل چې نظر مې ډېر نۀ لګي، نۀ ښکاري راته خو چې کله مې ورته يو دوه بندونه ووئيل نو پۀ غور ئې واورېدل او داسې اندازه راته لګېده چې څۀ وريادېدل او زما اورولو سره به ئې خپل سر خوځولو؛ يعني څنګه چې مونږ پۀ خپلو خبرو کښې يو بل ته سر خوځوو چې “هو! پوهه شوم” او دې شعرونو اورېدو سره لږه را اوچته شوله – مطلب مې دا دے چې ډېر ښۀ پرې ولګېدل.

هغه شعرونه دا وو:

د اختر سپوږمۍ خبر د اختر را وړو

کۀ فلک پۀ ما ويستلے خنجر راوړو

زۀ د صلح طلب ګار وم د قريب نه

دۀ د ځان سره شمشېر و سپر راوړو

زما زخم د مرهمو طلبګار ؤ

نيم حکيم ورله پۀ لاس کښې نشتر راوړو

کلکتې کښې بې ګناه خونرېزي وشوه

د ليګيانو تقريرونو ثمر راوړو

د تعمير پۀ ځاے تخريب “سياست” نۀ دے

د چرچل پۀ شرارت ئې دا شر راوړو

مسلمان دې لۀ “قائده” تپوس وکړي

تا پۀ ځاے د نفعې ولې ضرر راوړو؟

يو څو شعرونه د دې نظم پرېږدم او اخري ټول بند دلته ليکل غواړم او هغه ځکه چې د دې نظم نه دا هم ثابته شوه چې کله پېرنګي د هند نه د تلو اراده وکړه او دلته ئې د عارضي حکومت جوړولو اعلان وکړو نو دغه حالاتو باندې هم الف جان خپل ژور نظر واچولو او د دغه وخت سياست او راتلونکے خبردارے ئې هم پۀ شعرونو کښې بيان کړل؛ هغه شعرونه دا دي:

دا ليګيان مسلمانان به لا جواب کړي

کۀ “ازاد” ورله قران پۀ منبر راوړو

د انګرېز پۀ غلامۍ به دوي خوشحال وي

چې کانګرس له ئې څیرلے ځيګر راوړو

پاکستان پۀ خونرېزۍ جوړېدے نۀ شي

وائس-راے نه مې دا نوے خبر راوړو

پۀ ډيلي کښې عارضي حکومت جوړ شو

دا خبر مې د اول ستمبر راوړو

پښتنې خوېندې ئې ډېرې همنوا شوې

الف جانې لۀ کوم ځايه اثر راوړو؟

بيا مې ورته هم د هغوي يو بل نظم چې پۀ څلیریشتم جون 1946ز کښې پۀ “پښتون” رساله کښې خپور شوے ؤ. د هغې عنوان ؤ “د پښتون ليډر څوک پکار دے”، هغه نظم پرې ډېر اثر شروع کړو نو هغه مې ورته تقريباً ټول ووې او دا هغه نظم ؤ چې د دې اهميت پۀ دغه وخت کښې د خدائي خدمتګار د پاره ډېر ؤ ځکه چې دغه څۀ مفاد پرستو عناصرو پۀ پښتنو کښې دننه شوي وو او يو څو غړي د خدائي خدمتګارۍ نه مسلم ليګ سره ملګري شوي وو خو ورسره ورسره نور ملګري داسې وو چې هغوي د تحريک مشرانو نه خفګان لرلو خو مسلم ليګ کښې ئې شموليت نۀ ؤ کړے نو پۀ دغه وخت کښې الف جان خټکې د حالاتو موافق دغه نظم وليکلو چې پۀ هغې کښې ئې د پښتنو تاريخ او مړانه هم وستائيله. د پښتنو خاصيتونه يا خوبۍ ئې بيان کړې . د اتفاق او بې اتفاقۍ مثبت او منفي اړخونه ئې هم پۀ ګوته کړل. د مفاد پرستو او منافقو خلقو مثالونه ئې هم ورکړل او باچا خان ته ئې مشوره هم ورکړه چې پۀ دغه حالاتو کښې هغوي له څۀ کول پکار وو. غرض دا چې د خپل فکر او سوچ مطابق چې کومې خبرې الف جانې خټکې ته صحيح ښکارېدلې، هغه ئې ورته پۀ دغه نظم کښې ووې.

نو دغه نظم چې مې ورته لوستل شروع کړو نو داسې ښکارېده چې د هغوي پۀ وجود کښې يو مضبوط والے را پېدا شو او هغه زړه پښتنه جذبه ئې يو ځل بيا رابرڅېره شوه. نظم دا دے:

کۀ مرکز ئې پاکستان کۀ هندوستان وي

خو ليډر دې د سرحد فخر افغان وي

چې د غېرو ليډري شي پۀ سرحد کښې

نا پسنده به د هر پښتون پۀ ځان وي

ستا ليډر کله عيسٰي کله موسٰي شي

دې نه زيات به د پښتون څۀ کسرشان وي

پنجابے هندو ستائي چې دې ليډر شي

ياد لره چې سراسر به د تا زيان وي

د پښتون جدا تهذيب بېل تمدن دے

هم هغه به پرې پوهېږي چې افغان وي

کوم ائين چې د اغيار لۀ لاسه جوړ شي

د پښتون به يقيناً پۀ کښې تاوان وي

پۀ افغان بې لۀ افغان څوک امير مۀ شه

د کشمير، کۀ د پنجاب، کۀ د ايران وي

پښتنوتخت د بابر شېر شاه له ورکړو

چې اخر مغل مغل افغان افغان وي

خوشحال خان ځکه باغي لۀ اورنګزېب شو

چې د غېر حکم منل پښتون ته ګران وي

اتحاد و اتفاق اصل اصول دے

څوک چې دا اصول پرېږدي ډېر به تاوان وي

پۀ يو قام کښې چې دوه درې ډلې شي جوړې

کۀ پوهېږي دا سامان ئې د نقصان وي

باچا خان دې دلجوئي د هغو وکړي

خصوصاً چې څوک د ډلو مشران وي

عبدالله ابن ابئ حضرت معاف کړو

کۀ نظر دې پۀ حديث او پۀ قران وي

غرض دا چې اتحاد کښې دې مفاد وي

کۀ يقين دې پۀ وېنا د الف جان وي

ددې بره نظم دلته ټول وړاندې کولونه زما يو مقصد دا هم دے چې پۀ دې مضمون کښې د الف جان د دغه وخت پۀ مناسبت داسې بامقصده شاعري هم ځوان کهول ته ښکاره شي او دا خبره هم چې دغه وخت د الف جان عمر صرف پينځلس کاله ؤ او چې دغه عمر کښې جينکۍ پۀ کورونو کښې لوبې کوي، ولې الف جان سره د پښتون قوم فکر ؤ او خپل ټول کارونه ئې د پښتنو د دغه مقصد د پاره قربان کړي وو او د پښتون قام د پاره ئې هلې ځلې کولو ته غاړه ایښې وه.

اوس راځم واپس د مرکې اخري پوښتنې ته – ما ترې نه پوښتنه وکړه چې د “پښتونستان” پۀ حقله چې کله خدائي خدمتګار غورځنګ اواز پورته کړو او هر چا خپله خپله رايې مخکښې کړه نو ستاسو څۀ خيال دے چې دغه غوښتنه صحيح وه کۀ نۀ او ايا تاسو دغه غوښتنه هم کړې وه؟ نو هغوي پۀ جواب کښې ووئيل، “بچيه! دغه خبرې رانه هېرې دي” او يقيناً چې ډېرې خبرې ترې نه د وجود د ناروغتيا پۀ وجه هېرې وې خو زۀ د يوڅېړنکار پۀ حېث لوستونکو ته د الف جان د پښتونستان متعلق هغه نظم کښې يو څو شعرونه وريادول غواړم کوم چې مخکښې ذکر شو. “د پښتون ليډر څوک پکار دے” کښې دغه شعرونو کښې الف جان پۀ فخرِ افغان پوره پوره اعتماد ښکاره کړے چې هم دے د پښتنو ليډر پکار دے او چونکې د پښتون ځان ته خپل تهذيب دے نو هم د دوي مشري دې هغه کس وکړي چې هم هغه پۀ خپله پښتون وي او دا ئې هم زياته کړې ده چې د پښتون ليډر نۀ کشميرے کېدے شي، نۀ پنجابے او نۀ ايرانے؛ صرف او صرف پښتون – او د الف جان پۀ مخکښې هغه صرف باچا خان ؤ.

ګرانو لوستونکو! دسوالونو د جوابونو نه به تاسو ته دا اندازه لګېدلې وي چې زمونږ دغه مرکه بيا ختمه شوه او مونږ ترې نه رخصت را واخستو خو اوس لنډ شان ذکر ضروري ګڼم چې دلته ئې وکړم او هغه دا چې الف جان پۀ خپله شاعرۍ کښې د ژوند پۀ هر اړخ خپل قلم پورته کړے دے او چې څه ئې وئيلي دي پۀ هغې ئې پۀ خپله هم پۀ حقیقي معنیو کښې عمل هم کړے دے. کۀ يو اړخ ته ئې د پښتنو تر منځه پۀ بې اتفاقۍ خبره کړې ده نو بل اړخ ته ئې د باچا خان او د خدائي خدمتګارۍ هغه اصول هم پۀ ګوته کړي دي کوم چې به هر خدائي خدمتګار خدائي خدمتګارۍ ته د داخلېدو پۀ وخت خپلول او هغه اصول وو پۀ خپلو کښې اتفاق ساتل. هم دغه شان کۀ يو اړخ ته ئې پښتنو زلمو ته د ازادۍ د جذبې پۀ اړه د پښتنو ليډرانو قيصې پۀ ګوته کولې نو بل اړخ ته ئې پښتنو جينکو ته هم پېغام ورکولو چې راپاڅئ! خپل ځانونه وپېژنئ! د غويانو غوجلې او پۀ دېوال څپياکې تپل پرېږدئ. د نمونځ اودس او د قران او حديث نه هم ځان خبر کړئ! د ذلت ژوند پرېږدئ! تعليم حاصل کړئ او د يورپ د مېرمنو د حال نه هم ځان خبر کړئ او وګورئ چې د هغوي د مخکښې تلو راز څۀ دے او ورته ئې ووئيل چې ستاسو کالي سرۀ زر نۀ بلکې ښۀ تعليم دے.

عرض مې دا دے چې الف جان خټکې د دغه وخت د پښتون قام د پاره د يو مسيحا پۀ شان د دوي پۀ نبض لاس کېښود او پښتنو ته ئې را پېښو کشالو باندې خبردارے ورکړو خو ورسره ئې د دغه کشالو حل هم ورکړو او هغه مثال د هغوي يو نظم دے چې عنوان ئې دے “پښتنې جينۍ ته خطاب” چې د اوولسمې فرورۍ 1946ز پۀ “پښتون” رساله کښې خپور شوے ؤ.

راشه راشه دسرحد پښتنې جلې

چې د غم خبرې وکړې يو تر بلې

]دغه نظم دې ګڼه کښې ځان له خپور شوے، هلته ئې ولولئ.’پښتون'[

الف جان خټکه پۀ څوارلسم ستمبر 2019 پۀ حق ورسېده او خپلې کوڅې ته مخامخ د لوے سړک پۀ غاړه پلرنۍ هدیره کښې خاورو ته وسپارلې شوه.

پۀ ګور ئې نور شه!

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …