مرګه! چې راغلې تۀ،زۀ خلقو ته را یاده شومه – سیده حسینه ګل

د ادب او شاعرۍ سره زما د تعلق او تړون څۀ کم دېرش کاله به برابرېږي. زما د دې سفر د ابتداء یوه روحاني مشره خداے بخښلې سیده بشريٰ بېګم وه چې پۀ ادبي دنیا کښې د “س ب ب” پۀ نامه خپله یوه ځانګړې پېژندګلو لري – خو دې سره سره یو نوم به مې ډېر زیات اورېدو او پۀ ډېرو درسي او نورو کتابونو کښې مې د هغې یو پرله پسې ذکر اورېدو – الف جانه خټکه –

دغه وخت کښې کۀ هر څو د دې دواړو تر څنګه محترمه زېتون بانو، فوزیه انجم او سلمٰي شاهین هسې لیکوالې د خپلو رڼاګانو سره موجودې وې خو د الف جانې خټکې نوم به همېشه پۀ خپل مضبوط حصار کښې ساتلم. ډېر به مې زړۀ غوښتل چې دا دې پۀ خپلو سترګو ووینم، د دې سره دې هم کښېنم، د دې د ژوند قیصې دې واورم، د دې د ادبي سفر داستان دې واورم، د دې د ژوند د دغه مبارزې نه دې ځان خبر کړم، د دې پۀ ژبه د دې پۀ ټکو – ځکه چې دا هغه دور ؤ چې ما ته د کور د درشل نه راوتل او پۀ ادب پسې لېونۍ منډې وهل د حالاتو، کلتور او رسم و رواج تر مخه ډېر زیات مشکل وو – نو بیا دغه مشره خو د ډېر اګاهو نه پۀ دې مېدان کښې وه؛ خپل یو نوم او مقام ئې ګټلے ؤ.

زما پۀ ژوند کښې دا سوال موجود ؤ چې دا به د څومره سختیو نه را تېره شوې وي؟ ایا خپلو خپلوانو به د دې د کورنۍ سره هم لکه زما غم ښادي پرېښودې وه؟ د زمانې پېغورونو به د دې ورور هم دې ته کله کله را پارولو؟ ایا د دې ورور تربور به د دې دا بغاوت د دې د پاره هم د یو جرم پۀ شکل کښې ډنډوره کولو؟ دا او داسې نورې ډېرې پوښتنې – د دې وجه دا وه چې زۀ پۀ خپله هم پۀ دې ورځو کښې د حالاتو د دې تاوژنو بادونو نه تېرېدم خو خپل پلار به مې هر ځل پۀ شا کلک ولاړ لیدو – ځکه به مې د ورور قهر او غصه هم لکه د صابن د ځږ کښېناستله او د کور نه د بهر د خلقو خولې به هم وتړلې شوې.

خو الف جانه به مسلسل زما پۀ فکر او مزغو سوره وه – ډېر وخت تېر شو، زما د ډېر لټون او پلټنې به ما ته د دې نه سېوا معلومات چا هم را نۀ کړل چې “ژوندۍ خو ده خو نور ئې حال نۀ لرو”.

وخت تېرېدو – ډېر وخت پس مې د خداے بخښلي پلار کرک ته تګ وشو. هلته د خوارۍ مزدورۍ د پاره تر څۀ وخته ئې استوګنه راغله او بیا پۀ وړومبي ځل چې هغوي کور ته راغلل نو د راتلو سره سم ئې ما ته ووئیل چې زۀ خو د الف جانې پۀ کلي کښې کار کوم – او زما دننه د مودو د وختونو کلونو هاغه تلوسې یو ځل بیا پۀ ډېر شدت سره سر را اوچت کړو.

“ښه! نو تاسو ولیده؟” –

او زما پۀ دې سوال زما پلار د خندا نه شین شو،

‘نه! هغوي انکار وکړو” –

او بیا ئې راته پۀ لنډو دا ووئیل چې زما سره ئې يو خپل کار کوي. یوه ورځ څۀ ذکر راغلو نو ما ترې نه تپوس وکړو خو دغه خپل ئې ما ته برند برند وکتل لکه ما چې ډېره نا مناسبه پوښتنه کړې وي. خو بیا مې هغه پۀ لنډو پوهه کړو چې خانه! زۀ یو لیکوال یم او هغه هم – ما کۀ تپوس وکړو نو دا څۀ بده خبره یا بد کار نۀ دے. نو هغۀ ووې، هو! دلته مخکښې اوسېده خو اوس ترې نۀ یو خبر.

پلار مې دا ټوله قیصه چې ما ته وکړه نو زۀ پۀ دې نتیجه ورسېدم چې وخت او حالات د پښتنو لا اوس هم ډېر بد تر دي. د خپلو زنانو پۀ حواله ذکر او خبره اتره برداشت کول د هغوي نه لا اوس هم نۀ کېږي.

د وخت سره الف جانه زما د ذهن او فکر نه ورو ورو پۀ شا کېده – خو کله به چې زۀ کومې ادبي غونډې یا مشاعرې ته تلم نو هسې به مې خیال وکړو چې کاش! داسې یوه ورځ ناڅاپي دا هم راشي!!! خو زر به خپل دا ارمان را ته د لېوني خوب ښکاره شو. د هغې غم او ضعیفۍ به هغې ته دا اجازه کله ورکوله؟

زمانې تېرې شوې – بیا څۀ موده وړاندې د اکادمي ادبیات لۀ خوا راته پۀ الف جانې خټکې د یو کتاب د لیکلو د پاره ووئیلے شو؛ خو زر د خپل پلار هغه ټوله قیصه رایاده شوله نو دغه کار راته بیخي زیات مشکل وښکارېدو. کېدے شي څوک دومره مرسته را سره ونۀ کړي – او بل د الف جانې خټکې پۀ حواله راته دغه وخت دا معلومات هم نۀ وو چې مړه ده او کۀ ژوندۍ؟ نو ځکه ما د دې کار نه معذرت وکړو.

سوشل میډیا لا دومره عامه نۀ وه خو نن د دې وسیلې تر مخه خبرونه زر رارسي – او چې تېرو ورځو کښې مې دا خبر پۀ سوشل مډا ولوستلو چې نن الف جانه خټکه پۀ حق رسېدلې ده نو د دې خبر پۀ اورېدو لکه چې د هغې نوم زما سره د ډېر وخت یو نسبت زما د ژوند د ګاډي ډېره مخکښې رغړېدلې پایه یو ځل بیا چپه را واړوله او زۀ هاغه دور ته ورغلم.

نن د دې مبارزې او مجاهدې سترګې پۀ رښتیا د همېشه د پاره پټې شوې دي. ما د خپل یو یو سوال ځواب پېدا کړو. د دې د ژوند پۀ حقله د دې د مبارزې پۀ حقله ډېرې خبرې راغلې. د دې عکسونه ما پۀ وړومبي ځل پۀ سوشل میډیا ولیدل. د دې د نوم سره د ادب او شاعرۍ نه علاوه نورې هم درنې درنې حوالې نن تړلې شوې دي – “دا د خدائي خدمتګارې کورنۍ غړې وه”، “د باچا خان د قافلې غړې وه”، “د بابا د نظریې پېروکاره وه” – خو د دې ټولو حوالو پۀ حواله یوه پوښتنه بیا بیا زما دننه را اوچتېدله – دا دومره وخت داسې د ګمنامۍ پۀ تیارو کښې ولې وه؟ ایا دا پۀ کوم اېوارډ نمانځلې شوې وه؟ د دې کومه ستائینغونډه شوې ده؟ د باچا خان مرکز چې د خپلو سیاسي غړو د پاره د دې هلوځلو یو مرکز دے، خو ما نۀ دي اورېدلي چې دلته به د دې پۀ درناوي کښې کومه غونډه شوې وي!!!

بهرحال، زۀ ئې نۀ شعر لیکم نۀ نظم، د دې د پاره به ډېر خلق وي؛ خو خپله دا خاطره چې درد هم لري، مې تاسو سره شریکه کړه – پۀ ګور ئې نُور – او د دې پۀ نوم دا د “پښتون” خصوصي ګڼه دا زیار ستایم.

خداے دې زمونږ نه د مرده پرستۍ دا خویونه لرې کړي، پۀ ژوند د خپل اتل د ستائینې توان دې راکړي – امین!

محترمې سیده حسینه ګل بي بي!

د دې ګڼې دننه بېلا بېلې لیکنې او د دې پۀ شاپاڼه د کالج انځور د “الف جانه خټکه ګرلز ډګري کالج، بانډه داود شاه” دے. هیله چې ستاسو ګیله تر یوۀ حده غوڅه شي ورسره.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …