وخت (لنډه قیصه) – ثناء ساپۍ

د سهار څلور بجې وې – موبایل مې زنګونه پېل کړل. لۀ ځانه مې لرې ایښی ؤ، ما وئیل هسې نۀ پۀ خوب کښې ئې مړ نۀ کړم. پۀ زنګ وېښه شوم خو لۀ لاسه مې نۀ کېدل چې پورته شم. پر کړکۍ لۀ پرتو څاڅکو پوهه شوم د باندې باران ؤ. د موبایل زنګ د څو دقیقو لپاره بند شو خو بېرته ئې شور پېل کړ. پۀ عذاب ئې کړم. را پاڅېدم.

یکشنبه ده. لندن پۀ دې ورځ غلى وي، خلق ويدۀ، ټرانسپورت خوب وړى ورو او پۀ ځنډ حرکت کوي. زما اورګاډى خوښ دی. چابک دى. بس بيا د یوۀ ساعت لار پۀ دوو کښې وهي. هر ځای ودرېږي. کله کله خو بیخي میرات ناوخته شي. سړی کار کښې پۀ شرمو وشرموي.

د اورګاډي تمځای بند ؤ. بس ته ودرېدم، پۀ پینځو دقیقو کښې راتلو. نری نری باران ورېدۀ. ساړۀ هم وو. زۀ د تمځای لۀ یوۀ سره بل ته تلم. هسې قدم مې واهۀ. ځان مې توداوۀ. دوه منزله سور بس را ورسېد. خال خال کسان پۀ کښې ناست وو. زۀ دوېم پوړ ته وختم. لۀ شیشې سره کښېناستم. د ځینو سپرليو غوږۍ پۀ غوږ وې، سندرې به ئې اورېدې، سترګې ئې پټې او سرونه ئې را ځړېدل. خامخا به خوبوړي وو، اخر چربانګ مهال ؤ.

سپرليو ته مې وکتل، داسې راښکاره شول چې يا به د پولنډ وي او يا هندوان. دا دواړه ډلې ډېر خواري کښه دي. ټول لندن پۀ هم دوي ودان دی. هغه د نۀ سړي کار هم دوي کوي. سمه نیم ساعت لار به مو وهلې وه، بس نا څاپه ودرېد. ډرائیور وئيل څۀ ستونزه ده، ورته ويل شوي چې بس تر هغو ودروي چې بل ئې مرستې ته ورځي.

هغه ځینې ویدۀ هم لکه چې اوس ویښ وو. لۀ ځانه سره وبوږنېدل. ښائي د ناوخته کېدو غم ورسره ؤ. ما هم ساعت ته وکتل. څۀ کم پینځۀ وې. ما وئيل کۀ زما ساعت خراب دی. لۀ نورو مې وپوښتل، یوۀ هندو را غږ کړل،

“ولې نۀ وې خبره چې ساعت بدلېږي؟”

پولنډي پۀ ماته ګوډه انګرېزي ورسره ومنله. پسې لګیا شو. د برطانیا د ساعت بدلېدو سیستم ئې را ته بیان کړ.

زۀ خبر وم خو هسې مې لۀ نورو پوښتنه وکړه. ځان مې سم ډاډه کاوۀ. دلته ساعت پۀ کال کښې دوه وارې بدلېږي. پۀ اوړي او ژمي کښې، مخ ته او شا ته ځي. پام مې شو چې ډېره وختي لۀ کوره را وتلې یم.

د هغه بل بس پته لا نۀ لګېده. زړۀ مې پۀ تنګ شو. هسې هم وخته را وتلې وم. لۀ بسه ووتم. تمځای ته نزدې د ښاري نقشې پایې ته ودرېدم. ځان مې پوهاوۀ چې چېرې یم. د لندن پۀ زړۀ کښې د تېمز غاړې پۀ جنوب کښې وم نو باید مرکز ته روانه شم. لۀ سینده پر پلۀ واوښتم. ټول سیند پۀ څراغونو روښانه ؤ. شاوخوا ټولو کورونو کښې څراغونه لګېدل. پۀ اوبو کښې کښتۍ تېرېدې. د خلقو شور او زوږ ؤ لکه دلته چې خلق خوب نۀ لري.

زۀ لۀ سینده تېره شوم، کوڅو ته ننوتم. لۀ ما پرته نو دلته انسان نۀ تر سترګو کېدۀ. داسې چپه چپتیا وه، تۀ وا لۀ کوڅې انسانو کډه کړې وي. باران یو څۀ تېز شوی ؤ. چترۍ مې پر ځان خوره کړه. لۀ ډېرو تنګو کوڅو تېره شوم. د لندن زړۀ ته ورسېدم. د ښاروالۍ خلقو پاکاوۀ. خلق پۀ اردو، پنجابي او هندي سره لګیا ول. چا جارو کوله، چا پۀ ماشین سړکونه مینځل او چا بیا انبار موټر ته خالي کول.

دفتر ته ورسېدم. نور انګرېز همکاران مې لا لۀ وړاندې راغلي وو. کمپیوټر مې ولګاوۀ. مشرې مې راته ووئيل،

“وخته راغلې يې.”

“خوب نۀ راتۀ.”

خبرونه مې وکتل. افغانستان کښې ماين شل کسه وژلي وو. د ورا موټر ئې الوځولى ؤ. پورته شوم، پۀ دهليز کښې کښېناستم. وخت نۀ تېرېدو.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …