او پۀ مانېرۍ کښې د یوې ناخوشګوارې واقعې پېښېدو پۀ وجه
د فخرِ افغان صاحب د درې ورځو د روژې اعلان
پۀ یوولسم اپرېل مونږ د چچ د دورې نه واپس شو. د هنډ پۀ ګودر را پورې وتو. دلته پۀ هنډ کښې مو جلسه وکړه. ماښام صوابۍ ته راغلو. دلته هم يوه عظيم الشانه جلسه وشوه. فخر افغان صاحب تقرير وکړو. شپه مو پۀ صوابۍ کښې وکړه. بله ورځ پۀ دولسم اپرېل سحر لۀ صوابۍ نه روان شو، مانېرۍ ته راغلو. دلته يوه واقعه پېښه شوه چې د هغې نه د فخر افغان صاحب زړۀ ته ډېر دړد ورسېدو.
د واقعې تفصيل دا دے: چې مونږ څۀ وخت مانېرۍ ته را ورسېدو نو معلومه شوه چې د يو خدائي خدمتګار ماشومه جينۍ مړه ده. فخر افغان صاحب ووې چې اول د دې مړي فاتحه ضرور ده نو مونږ ټول لاړو فاتحه مو وکړه. پۀ دغه وخت فخر افغان صاحب ته يو تن دوه خدائي خدمتګارانو ووې چې جنازه خو هم تياره ده کۀ تاسو پۀ دې جنازه کښې شامل شئ نو ډېره ښه به وي.
فخر افغان صاحب ووې چې هو! مونږ تيار يو خو کۀ دا جنازه دلته چرته نزدې وشي نو ډېره ښه به وي ځکه چې زمونږ پۀ سر کار دے، ايسارېدے نۀ شو. هغوي ووې چې هډو دلته جامع مسجد دے، پۀ هغې کښې به جنازه وکړو. غرض دا جنازه راغله، خلقو جومات ته يوړه. چې د دغه کلي يو ملا صاحب د غصې نه ډک راغے او پۀ قهر ئې ووې چې ځئ جنازه مقبرې ته يوسئ! دلته جنازه مۀ کوئ! فخر افغان صاحب ووې چې ما خو پۀ خپلو سترګو پۀ بېت الله شريف کښې ليدلي دي، د مدينې منورې پۀ مسجد نبوي کښې مې ليدلي دي چې د مړو جنازې کېږې بلکې پۀ ټول عربستان کښې جنازې پۀ جوماتونو کښې کېږي نو اخر څۀ وجه کېدې شي چې دلته جنازه نۀ کېږي؟ ملا صاحب ووې هلته به کېږي خو دلته نۀ شي کېدې. فخر افغان پۀ دې خبره ضد و نۀ کړو. جنازه مقبرې ته يوړې شوه. مونږ هم ټول لاړو، جنازه مو وکړه دعا وشوه. واپس را روان شو. زمونږ د راتلو نه پس دغه ملا صاحب د خدائي خدمتګارو خلاف څۀ ډېر بد رد او کنځل شروع کړل. پۀ دې ورته چا ووې چې ملا صاحب! دا څۀ شرافت نۀ دے؟ کنځل مۀ کوه! خدائي خدمتګارو کومه ګناه کړې ده چې تۀ کنځل کوې؟ نو ملا صاحب پۀ دې نور هم ګرم شو او نور کنځل ئې وکړل. اخر خلق ورته سوخت شول او د جګړې صورت ترې جوړ شو.
پۀ شور اورېدو خدائي خدمتګار د خلاصي د پاره ورغلل. خلاصے ئې کولو چې يو ملا صاحب چاقو راوويست، بل چاړۀ او د خدائي خدمتګارو د وهلو نيت ئې وکړو. خدائي خدمتګارو ترې چاړۀ چاقو واخستل – چې نۀ ئې ورکول نو دوي ورسره هم مشت و ګرېوان شول او څۀ سوک څپېړه ئې وکړه. پۀ دې حال کښې مونږ هم ور ورسېدو نو فخر افغان صاحب چې پۀ خپلو سترګو وليدل چې هغه خدائي خدمتګار چې د چا پۀ تربيت او پوهولو کښې د هغۀ د عمر يوه لويه حصه تېره شوې ده، تشدد کوي، زړۀ ته ئې يوه لويه صدمه ورسېده. وې چې دې مخالفو هر څۀ چې کول، کول به ئې، خدائي خدمتګارو ورسره ولې مشت و ګرېواني وکړه؟ ځکه چې خدائي خدمتګار خو هغه دي چې کۀ څوک ورسره ډېر زور زياتے هم کوي خو دے به صبر کوي. فخر افغان صاحب د دې واقعې متعلق پۀ جلسه کښې يو تقرير وکړو او ډېر خفګان نه ئې د درې ورځو د روژې اعلان وکړو. تقرير لاندې درج دے خو دا خبره بيانول هم مناسب ده چې ملايانو صاحبانو پۀ دروغه پوليس ته رپورټ وکړو چې خدائي خدمتګارو مونږ ته لاره نيولې وه، مونږ ئې ووهلو. پۀ دې خبره چا خدائي خدمتګارو ته ووې چې تاسو هم رپورټ وکړئ ځکه چې دا د دروغو رپورټ خو پۀ تاسو ډېر زياتے دے. ولې فخر افغان صاحب ووې چې خدائي خدمتګار د چا قېدول نۀ غواړي او کۀ دوي څوک قېدوي نو هېڅ پرواه نشته. خدائي خدمتګار د قېد اموخته دي. يوه خبره ضرور ده چې کۀ پۀ دې معامله کښې د خدائي خدمتګار نه څوک پوښتنه کوي نو بالکل رښتيا رښتيا به وائي، يو حرف به هم دروغ نۀ وائي.
د فخر افغان صاحب تقرير دا دے:
یَا ايهاالذين اٰمنو اسْتعينو بِالصبر و الصّلٰوة ان الله مع الصبرينo
خوږو وروڼو!
زۀ دلته د څۀ ډېرو ضروري خبرو د پاره راغلے وم لېکن د بدقسمتۍ نه د نننۍ واقعې پۀ وجه ټولې خبرې زما پۀ زړۀ کښې پاتې شوې. وروڼو! زۀ خو همېشه تاسو د تقريرونو پۀ ذريعه د خدائي خدمتګارو پۀ حقيقت باندې پوهوم او چې څۀ وخت ما ته دا معلومه شوه چې تاسو اکثر بيا هم د دې حقيقت نه خبر نۀ يئ نو ما ستاسو د پوهولو د پاره يو وړوکے شان کتاب وليکۀ چې پۀ هغې کښې ما د خدائي خدمتګارو دغه غټ غټ اصول بيان کړل. زما ډېر اميد ؤ چې تاسو به ډېر ښۀ پوهه شوي يئ. ولې د دې نننۍ واقعې نه ما ته ثابته شوه چې پۀ تاسو کښې زما تعليم لا ښۀ اثر کړے نۀ دے او تاسو ته د خدائي خدمتګارۍ پۀ باب کښې يو څو خبرې وکړم. کۀ تاسو پۀ دې خبرو ځان پوهه کوئ او عمل پرې وکړئ نو هله به زۀ ومنم چې تاسو خدائي خدمتګاران يئ.
وروڼو! تاسو ته ياد دي چې مونږ دا نوې ورورولي او نوې عزيز داري د څۀ مقصد د پاره جوړه کړې ده؟ ما خو تاسو ته همېشه وئيلي دي چې زمونږ دا ورورولي او عزيزوالي صرف د دې خبرې د پاره وه چې هر کله چې پۀ پښتنو کښې پرې جنبې او تربګنۍ دي، دښمنۍ دي او هم پۀ دې وجه د پښتون کور وران دے او پښتون غلام دے. تاسو ته به دا هم ياد وي چې مونږ دا شرط ایښے ؤ چې پۀ خدائي خدمتګارۍ کښې به صرف هغه سړي حصه اخستې شي چې هغه پۀ صدق زړۀ وعده وکړي او پۀ خداے قسم وکړي چې زۀ به خدائي خدمتګار يم، زۀ به د خداے د مخلوق خدمتګاريم، زۀ به د خداے خدمت کوم، د خداے د مخلوق خدمت به کوم، وېره به نۀ کوم، جنبه به نۀ کوم، زور ظلم به نۀ کوم، څوک چې پۀ ما زور ظلم کوي زۀ به صبر کوم نو اوس تاسو پۀ خپل ګرېوان کښې وګورئ چې تاسو دا خپله وعده پوره کړې ده؟ او ستاسو دا قسم رښتنے ؤ؟ زۀ پوهېږم چې تاسو به دا عذر پېش کړئ چې مونږ څۀ وکړو، دې خلقو خو زمونږ صبر تمام کړو. لېکن زۀ به تاسو ته صفا صفا ووايم چې د چا صبر تمام دے نو هغه دې خدائي خدمتګاري پرېږدي. څوک چې زور ظلم زغملے نۀ شي، هغه دې د خدائي خدمتګارۍ نه استعفٰي ورکړي او پۀ قلار دې کښیني. ولې افسوس دے چې نۀ خو تاسو رښتنې خدمتګار جوړېږئ او نۀ دا جمعدارۍ پرېږدئ. ياد لرئ چې خدائي خدمتګاري ډله بازي نۀ ده؛ ولې چې پۀ دې قيصو خو د پښتون کور وران دے او هم دا هغه خبرې دي چې د پښتون غوندې يو بهادر قوم ئې غلام کړے دے. نن چې دا کومه افسوسناکه واقعه ما پۀ خپلو سترګو وليدله او څومره چې د دې نه زما زړۀ ته صدمه ورسېده، د هغې پوره پوره بيان تاسو ته کولے نۀ شم. کۀ چرې ستاسو دا عمل وي او خدائي خدمتګاري دا څیز وي نو پۀ دې پوهه شئ چې دا څۀ لږه ډېره ګټه چې مونږ ته خداے راکړې ده او دا چې نن د پښتون کور څۀ لږ ډېر جوړ شوے دے نو دا ګټه هم تلونکې ده او خداے دې نۀ کړي دا کور بيا وران دے. او تاسو ځان پوهه کړے دے چې اخر خدائي خدمتګاري څۀ شے دے؟ زۀ وايم چې دا خو څۀ نوے مذهب نۀ دے، دا خو زمونږ هغه پخوانے دين اسلام دے. مونږ هم د هغه خپل دين پابندي کوو. ما چې د قران شريف کوم ايت ولوستۀ نو پۀ دې کښې الله تعاليٰ د خپل حبيب پاک پۀ ذريعه ارشاد فرمائي: چې اے مؤمنانو! چې څۀ وخت ستاسو د يو زبردست طاقت سره مقابله پېښه شي او پۀ تاسو څوک زور ظلم کوي نو تاسو له پکار دي چې هغه سمه لار پرې نۀ ږدئ او پۀ هغه لار کښې چې څومره تکليفونه مصيبتونه تاسو ته رسي، هغه پۀ صبر برداشت کوئ! تاسو د رسول الله صلي الله علېه وسلم د اصحابو حالات وګورئ چې پۀ هغوي به مخالفينو څومره زور زياتے کولو او هغوي به څنګه د صبر نه کار اخستو –
نو اے وروڼو! زۀ تاسو ته ستاسو پۀ دې فعل هېڅ سزا درکولې نۀ شم او نۀ تاسو ته څۀ قسم زور درکولے شم خو چونکې د دې تحريک ټوله ذمه واري زما پۀ سر ده نو ما اراده وکړه چې ځان له سزا ورکړم نو زۀ اعلان کوم چې د نن نه به زما پوره درې ورځې روژه وي او درې شپې ورځې به هېڅ شے نۀ خورم؛ بغېر د دې نه چې د شرعې د حکم مطابق ماښام د مالګې پۀ څښکلو روژه ماتوم. زۀ اميد لرم چې زما خدائي خدمتګار وروڼه به پۀ داسې کارونو پښېماني ظاهره کړي او بيا د پاره به وعده وکړي چې بيا به داسې خبرې نۀ پېښېږي. د دې نه علاوه زۀ تاسو ته حکماً خو نۀ وايم ولې منت درته کوم چې ستاسو چا سره شور شوے دے، د هغوي کوڅو ته لاړ شئ! ستاسو منت مني که نۀ مني، ستاسو خبرې ته غوږ ږدي او کۀ نۀ ږدي خو تاسو پټکي پۀ غاړه کښې واچوئ، د هغوي نه معافي وغواړئ ځکه چې داسې خبرې زمونږ پۀ تحريک يو بد رنګ داغ وي.
“پښتون” – وړومبۍ مۍ 1938