د پښتو مور لاړه، خټکه قدر دانه لاړه
پۀ پټو سترګو د دنيا نه الف جانه لاړه
د پښتنو د باغ ګلاب لاړلو مړاوے شولو
فضا غمژنه د ادب شوله چې ګرانه لاړه
چا چې ټول عمر د پښتو ژبې خدمت کړے دے
چا چې وطن سره بې کچه محبت کړے دے
چا چې د ظلم د دستور نه بغاوت کړے دے
چا چې پۀ دې ازغن ماحول کښ هم جرأت کړے دے
لاړه فنا شوه لکه ګل د ګلستانه لاړه
د پښتو مور لاړه، خټکه قدر دانه لاړه
هغې پۀ دې وحشي ماحول کښ خوشبوي خوروله
هغې پۀ مړو زړونو کښې بېرته زندګي خوروله
پۀ دې غمژن غمژن وطن ئې خوشحالي خوروله
هغې پۀ غرونو هم سندره د سپرلي خوروله
چې وه مئینه پۀ پښتو د پښتونخوا نه لاړه
د پښتو مور لاړه، خټکه قدر دانه لاړه
د هر چا قدر ئې کوۀ، خپله عزت ؤ پکښې
د احساس ډکه وه بلها انسانيت ؤ پکښې
نفرت ئې نۀ پېژندو مينه محبت ؤ پکښې
خپله خبره ئې کولې شوه، جرأت ؤ پکښې
د انساني تهذېب عاشقه د جهانه لاړه
د پښتو مور لاړه، خټکه قدر دانه لاړه
چې د تيارو خلاف وه هغه د رڼا شاعره
چې پښتنه وه د غېرت او د حيا شاعره
چې پۀ دړدمن اولس مئینه وه رښتيا شاعره
وائي “تنها” چې کړه مرګي رانه جدا شاعره
خداے دې کرم ورباندې وکړي د جهانه لاړه
د پښتو مور لاړه، خټکه قدر دانه لاړه
ساجده مقبول تنها
احساس دې مړ مۀ شه! کۀ مړ شو بې وجدانه به شې
د بل خو څۀ، د ځان به هم نۀ شې، بې ځانه به شې
تا به لیدلي ډېر مخونه ائینې! ضرور وي
زۀ چې دا خپل مخ در ښکاره کړمه، حېرانه به شې
زمکې! خوځېږه! چې سبا مرمه نو اوس دې مړه شم
دنیا! پۀ ما باندې به څۀ وکړې؟ – خو ورانه به شې
زمونږ د دواړو حرکت وي د یو بل منتظر
ښه نو زما سایې! چې زۀ نۀ ځم، روانه به شې؟
یه پردي غمه! زما زړۀ دې خپل مسکن وګڼه!
کۀ دا دې وران کړلو، بې امنه بې امانه به شې
خولۀ به لرې، چې کله ګرمه شې بیا غږ ورکېږي
ژبه به هم لرې کشف! خو بې زبانه به شې
کشف افریدۍ
زېبا اپریدۍ
ويرنه
د وختونو ترانه وه
د تيارو زړۀ کښې ډېوه وه
د ژوندون خوږه نغمه وه
يوه ټينګه پښتنه وه
وه پۀ لويو وړو ګرانه
الف جانه – الف جانه
لکه شمع بلېدله
پۀ تيارو کښې ځلېدله
د خوشحال د کور ډيوه وه
لۀ خپل قام نه ځارېدله
وه د ننګ پۀ لار روانه
الف جانه – الف جانه
يوه چغه د وختونو
يو اواز د غېرتونو
خپلواکۍ باندې مئينه
وه شپونکۍ زمونږ د غرونو
پښتنـــه وه با ايمــانه
الف جانه – الف جانه
د وختونو ملالۍ وه
د بابا د بڼ غوټۍ وه
پۀ خپل قام باندې دردمنه
مېړنۍ وه ننګيالۍ وه
د وطن غم کښې پرېشانه
الف جانه – الف جانه
پۀ نامه باندې ئې وياړم
زۀ زېبا ورپسې ژاړم
روح ئې ښاد لرې خاونده!
جنتونه ورته غواړم
سخت سفر ئې کړې اسانه
الف جانه – الف جانه
کله چې ستا معصوم مسکان مې بائیلو
د محبت هغه وجدان مې بائیلو
چې پکښې زۀ د ملکې پۀ شان وم
هغه دنیا هغه جهان مې بائیلو
څۀ مې حاصل کړو اشنا ستا د کوڅو
ستا د وصال هغه ارمان مې بائیلو
وخت راله داسې شونډې وګنډلې
عزت مې وګټۀ، جانان مې بائیلو
د ښو پۀ تله کښې تل ښۀ پرېوځي
دغه یقین د هغۀ ایمان مې بائیلو
ما چې د ځان سرہ زلمے کړو زړۀ کښې
ستا محبت څنګه ارزان مې بائیلو
څۀ پۀ بې ننګو خلقو واوړېدمه
دغه یو ژوند ؤ پۀ تاوان مې بائیلو
“صبا” کۀ هر څۀ هر څۀ وګټل خو
افسوس پۀ دې راشې چې ځان مې بائیلو
ډاکټر صبا خان
ډاکټر صبا خان
زۀ کۀ شاعره یم!
زۀ کۀ شاعرہ یم
لفظونو سرہ لوبې کوم
تا ته اظهار د مینې نۀ شم کولے
کله چې راشې مخامخ راله تۀ
نو خودکشي مې ټول لفظونه وکړي
جذبې د غرونو مې پناه شي چرته
د غمه سترګې مې راډکې شي بيا
اوښکې رڼې شي پۀ لېمو روانې
تا ته خو هېڅ وئيلے نۀ شمه خو
ما له ژړا د محبت دې بې وسۍ ته راشي
بس دغه وخت د خداے نه سوال وکړمه
چې خداے دې تا د دغه اوښکو پۀ مفهوم پوهه کړي
اے د ښکلي جانان ياده! راسره شه بيا به ځې
لږ ساعت له مې پۀ سترګو کښې اودۀ شه! بيا به ځې
اوس خو راغلې، لږ خو کښېنه چې يو دوه خبرې وکړو
دا عادت دې ځواني مرګ دے، لږ دمه شه بيا به ځې
مرورې جذبې راشه! ما راټوله کړه پۀ غېږ کښې
خو پۀ سر مې د حيا يو لوپټه شه بيا به ځې
د ګلونو د وږمو نه، د خپل حسن د جلوو نه
د زړۀ کور کښې مې دېره شه! ولوله شه بيا به ځې
تږے تږے مې احساس دے، تږے تږے مې ژوندون دے
د سپرلو د بارانونو، يو شيبه شه بيا به ځې
اے شپونکيه لږ را واوړه! پۀ دې دنګو دنګو غرونو
لږ زما د زړۀ پۀ دشتو کښې ټپه شه! بيا به ځې
د زړګي پۀ ويرانه کښې، يو تور تم توره تيارۀ ده
د چا خياله! راته بله شان ډيوه شه! بيا به ځې
د خيالونو کشتۍ ډوبه پۀ څپو کښې رانه نه شي
د جانان نظره مل پۀ کناره شه، بيا به ځې
دا حالات زما نه غواړي د خوبونو تعبيرونه
د کلثوم د زړۀ لوګيه! سره لمبه شه! بيا به ځې
کلثوم زېب
ساجده مقبول تنها
د الف جان خټکې مرثیه
خټکه الف جانه شوه روانه د دنېا نه
د څېلمې پښتانۀ ورپسې ډېر دي پرېشانه
دا مور وه د پښتو ځکه درنه پۀ پښتنو وه
خدمت ئې د پښتو کوۀ، لائقه د جرګو وه
دا ځکه ورپسې دے هر بنده نن پرېشانه
دا ډېره حق پرسته بهادره وه خبر شه!
د خپل بابا پۀ مرسته زوروره وه خبر شه!
نفرت نه ئې نفرت ؤ، وېرېده نۀ د هېڅ چا نه
د ټولو شاعرانو خوېندو فخر ؤ عزت ؤ
وه ډېره قدرمنه دې کښې ډېر صلاحیت ؤ
تعلق کښې ئې عزت ؤ پۀ هر چا وه ډېره ګرانه
لرو ئې لطافت نو د هر چا زړۀ ته نزدې وه
ښه پوهه په بود باش د عاموخاص زمانې وه
ښه پوهه وه قابله وه خټکه الف جانه
د ټولو خوېندو مخکښې وه پۀ ادبي محاذ کښې
خبرو کښې ئې ډېر وزن لرۀ پۀ ښۀ انداز کښې
دا ښکلے ګل جدا شو لاړو نن د پښتونخوا نه
دې کړے پۀ انصاف د شاعرانو پۀ سر شور دے
دې کړے د پښتو ژبې خدمت پۀ هر یو لور دے
وائي “تنها” فنا شوه یوه داسې قدردانه
خټکې الف جانې!
نامه به دې ژوندۍ وي پۀ تاریخ کښې پۀ مونږ ګرانې!
خټکې الف جانې!
کۀ ورځ وه او کۀ شپه وه
پښتو دې وظیفه وه
ستا لویه حوصله وه
پښتون به کوي فخر ستا پۀ پت او پۀ مړانې
خټکې الف جانې!
ستا ننګ او ستا غېرت ته
لوړ فکر ستا جرأت ته
سلام دے ستا عظمت ته
د ستر بابا د سوچ او عقیدې یه ترجمانې!
خټکې الف جانې!
زمونږ نه کۀ جدا یې
تۀ مور د پښتونخوا یې
زما هم د “زېبا” یې
“سیما” به دې ستایمه پۀ شعرونو قدرانې!
خټکې الف جانې!
سیما اپریدۍ
يو تور تم کښې وم پرته، کچه کوټه وه
تۀ خو نۀ وې، ستا د ياد راسره شپه وه
آ چې تا ته ما وې زړۀ مې اوس درد نۀ کړي
هغه وخت کښې ما د بنګ کړې نشه وه
د الفاظو هم غاښونه وي دلبره!
ځاے پۀ ځاے مې ئې پۀ وجود ایښودې خولۀ وه
ټولوے ئې نۀ شم، هر طرف ته شلېږي
لوپټه مې پۀ ازغو باندې خوره وه
پۀ شعور مې واوره شوے يخ کمر ؤ
پۀ ځان پوې نۀ شوم دښمن کره مې شپه وه
پارسایۍ نه دې جانانه ښه خبر يم
ستا د کور پۀ ګوټ کښې هم پرته ګډوه وه
مېخانې ته د تبليغ پۀ نيت روان وي
ما ليدلې ستا پۀ لاسو کښې پياله وه
د کولال د ياراني دغه نقصان وي
زړۀ چور چور شو، د کچه لوښو پجه وه
ستا د اختيار لاس د “روشن” شو تر ګرېوانه
خدايه خېر! هم زما دغه تلوسه وه
ډاکټر روشن کلیم
سوالونه د جوابه را وباسم
ملغلرې د دريابه را وباسم
د ګلونو پۀ ګلشن کښې ګرځم ياره!
ستا رنګونه د ګلابه را وباسم
ما بېګا پۀ خوب رخسار د چا ليدلي
تعبيرونه اوس د خوابه را وباسم
کۀ خداے ما له مشري د خپل قام راکړه
پښتانۀ به د عذابه را وباسم
پۀ خبرو کښې خو داسې مېړنے يم
چې هډوکي د کبابه را وباسم
زما نوم هم “ننګیالۍ” دے رقيبانو
ستاسو مخ به د نقابه را وباسم
سوېره خان ننګیالۍ
نازیه درانۍ
د بې وسۍ تصوېر
زما د حسن او ښکلا سپرلو به
هم ډېر زړګي پۀ غورځنګونو ساتل
زما هم شوخو شرابي سترګو کښې
ډېر جهانونه د شوخۍ اباد وو
زما وجود ؤ د سرور سرچينه
زۀ هم مرکز د نظرونو ومه
زما هم چال د مکېزونو ډک ؤ
زما زړګے هم د سازونو ډک ؤ
زما جذبې د ماهيپر غوندې وې
او حوصلې مې د خېبر غوندې وې
واړه رنګونه، ښائستونه، سپرلي
ما ته هر خوا لاس پۀ نامه ولاړ وو
ما به هم هر څۀ نه مزې اخستې
او زۀ به هم د هر داستان ښکلا وم
خو دغه هر څۀ اوس يو خوب دے ما ته
يو داسې خوب چې مې اعصاب شل کړي
اوس خالي لاس يم د ژوندون سفر کښې
داسې سفر چې هر قدم قيامت دے
زما تندے د وخت ترخو تجربو
اوس کرښې کرښې کړو، روښانه نۀ دے
زما وجود اوس سواليه نخښه ده
زما ښکلا اوس افسانه غوندې ده
اوس د ژوند نوے حقيقت مې مل دے
دا حقيقت زما بې وسه ژوند دے
دا حقيقت اوس د زوال پېغام دے
دا حقيقت مې د ښکلا ماښام دے
ژوندون اوس بس يو امتحان پاتې دے
ژوندون اوس بې نومه ارمان پاتې دے
ناز اوس يو بې نومه ارمان پاتې دے
فرزانه رسول صنم
د الف جانه خټکې د پاره یو نظم
ننګيالۍ وه بريالۍ سوچه افغانه
خټکه الف جانه
خټکه الف جانه
پۀ خپلو مټو کړے د پښتو ژبې خدمت
ورکړے ؤ رب طاقت
مور د پښتنو وه دا بې کچه پۀ مونږ ګرانه
خټکه الف جانه
خټکه الف جانه
نظمونو د هغې چې د پښتو پنګه درنه کړه
خبره ئې خوږه کړه
قائم ئې روایات کړل د خوشحال علي مکانه
خټکه الف جانه
خټکه الف جانه
د نر بابا نمسۍ وه خاندان ئې محنتي دے
پۀ قام باندې ستي دے
جذبه د میني زړونو کښې لرلې دوي پخوا نه
خټکه الف جانه
خټکه الف جانه
کۀ سل کلونه تېر شي داسې مور به پېدا نۀ شي
تحريکونه چې پرې ښه شي
تحريک د خپلواکۍ کښې ئې هم کړې وه مړانه
خټکه الف جانه
خټکه الف جانه
“صنم” کړي دعاګانې روح ئې ښاد شه تل تر تله
يو تر بله
وه پاکه حياداره ايمانداره مسلمانه
خټکه الف جانه
خټکه الف جانه
شفیقه خپلواک
زمونږ د ښار نارینه
زمونږ د ښار نارینه
د نجونو سترګې پۀ ورغیو کښې وړي
د ګلابونو پر ځای
د دوي پۀ څڼو کښې
شعرونه شیندي
د رڼاګاڼو نڅاګانو ته ئې
د قمیصۀ تڼۍ پۀ شمار خلاصوي
د پوهنتون او ښوونځي پۀ لاره
د دوي د پلونو خاورې
پۀ هر باڼۀ باندې پۀ وار ټولوي
زمونږ د ښار نارینه
د نابالغې نجلۍ شال له زرغونې جوړوي
چې کله ئې یخ ونیسي
د یوې دنګې ویلې شوې
غېږ کښې ځان ونغاړي
د لمر د وړانګو لۀ لیدلو سره
ګرېوان راټول کړي
پۀ نجلۍ پسې ور کلک پورې کړي
او
پۀ پياوړې اوږه
د څو پرتو اوږدو وېښتو لۀ وېرې
د کوڅې کوز سر کښې څادر وڅنډي
زمونږ د ښار نارینه
چې کله کټ ته خېژي
هره حجره ئې لۀ ورېښمو جوړه
او څو وړې پۀ شمار خوږې خبرې
د نڅاګرې سرې مسکا ته ورته
دوي چې ذره ذره د سیند پۀ غاړه
د مېده شګو منځ کښې تن ورکوي
پېغلې لۀ څڼو نه تارونه جوړ کړي
دا
ماتې شوې ذرې
دانه دانه ټولې کړي
ترې نه امیل جوړوي
زمونږ د ښار نارینه
د خپل ایمان ساتو ته
هر پېغلتوب تورو پردو کښې نغښتی
خو بیا هم مستو نجونو
د خپلې هرې ساه زړګی ور پرې دی
او
څو وحشي زګیروي
درانۀ پلو کښې ساتي
زمونږ د ښار نارینه
چې لۀ دې ښاره وځي
بیا د هم دې رڼې نجلۍ تصویر
د نوي ښار پۀ دېوالونو باندې
تور رَسم کړي
سترګې ئې پټې
تندی داغ
او
ګلابي پړونی تار تار تار
زمونږ د ښار نارینه …….
پروین ملال
ليک
ږغ دې د کوم لوري راځي؟
چې زما خوب د ژمي د تود بستر څخه د ځان سره تښتوي
ښکالو دې کومه وږمه راوړي ؟
چې د بڼ د نګهتونو کړکۍ خپله غېږه ورته پرانیزي
ستا فزیکي وجود، د مني پۀ وروستیو وړانګو کښې حل شوی
ځکه خو هر کال د خزان پۀ وروستیو پاڼو کښې ستا څهره،
راته انځورېږي
ستا وږم زما پۀ ګرېوان کښې د سره ګنډي
او د ګوتو لمس دې زما د وېښتو پۀ بېخ کښې بیا کري
چې در پۀ یاد دی کۀ نه؟
زما او ستا لومړنۍ لوبه پۀ دوه لاري کښې پای ته ورسېدله
ماښام ؤ او مونږ ستړي پۀ جلا جلا لارو لاړو
خو تۀ بېرته راستون نۀ شوې
زۀ اوس هم ستا لاره څارم
کۀ در رسېږي نو سلام مې واخله!
ځکه، زمونږ وطن کښې
هغه رېبارې، خبر-وړونکې، سپین ککۍ کوترې
اوس د توپک د ټکهاره تښتي
او هلته نۀ در درومي
ستا دخاکي وجود نه لرې
وېلز، برطانیه
پروين ملال
لکه د غز یکړه اونه
داسې وختونه به لا هم راشي
چې زۀ به نۀ یمه، یادېږم به دې
د ښار پۀ هسک پل به دې ستړي او بې روحه وېښتۀ
د وږمو غېږ ته سپاري
ژوره ساه به اخلي
د وږمو لاس به دې زخمونه څېړي
پۀ پاڼه پاڼه کښې د زخم به دې، زما انځور لټوي
ډېرې وریځې به را غلې بېرته تللې وي
د بارانونو سېلابونو به ستا د ځوانۍ نخښې پرېولي وي
ځوان پسرلی به څو څو ځله د زمان سيليو وړی وي
پۀ ساړه ژمي کښې به بربنډو اونو ته پناه ور وړې
غېږ به دې زما د تودې غېږې پۀ یاد ستړې وي
دواړه لاسونه به دې
د نامحرمو چنارونو تر ملا تاوهې
زما د سترګو غبرګ لمرونه به لوېدلي وي
زما د مهر لاس به نۀ وي چې پۀ زلفوکښې دې
د سپینو ګلو کرونده وکړي
زما د ګوتو لمس به نۀ وي
چې دې ګوتو ته د لطافت د جنتونو رنګین خیال وښائي
د جوزا لمر کښې به پۀ ملا لکه غنم ماته یې
د شونډو پاڼې به دې د سختې تبې
او د روژې تندې سوزولې وي
زما د سایې چترۍ به در څخه باد وي وړې
لکه د غز یکړه اونه به یې
د دښت غوږنو ته به
زما د بېلتون د روح سندره لیکې
داسی وختونه به لا هم راشي
چې زۀ به نۀ یمه، یادیږم به دې
وېلز، بر طانیه
انا یوسفزۍ
یوې “سړي-زادې” ته!
باور وکړه تۀ چې تۀ
لۀ ګسې پښتۍ نه یې زېږېدلې!
نۀ یې تۀ تخلیق نیمګړے د یو مکمل خالق
نۀ دے ناقص عقل ستا
باور وکړه تۀ چې تۀ
“نیم مکمل وجود” یې د دې کائنات
د ژوند اغاز کېږي انګڼ کښې د خېټې ستا
انسانیت ژبه سپړي ستا پۀ غېږ کښې
تهذیب ستا ګوته نیولې، اخلي وړومبے قدم
باور وکړه تۀ چې تۀ
نیمګړې کړې یې بې باورۍ ستا
باور وکړه تۀ چې تۀ
“نیم مکمل وجود” یې د دې کائنات